حکيم روان

پرېکړه ستا ده ؟

د ۴۰ کالو راهيسې افغانستان ته پردو جګړه راوړي ده او د افغانانو په لاسو افغانان وژني . د جنګ دواړه خواوې بهرنيان تشويقوي او د جنګ د پاره يې سمبالوي . د جګړې د دواړو غاړو سمبالوونکی د خپلو ناروا ګټو له پاره د افغانانو وينې تويوي . طبيعی ده چې د جګړې يوه خوا به نسبت بلې ته ځينې ښيګڼې ولری ، خو جګړه هغه بی عدالتی ده چې وچ او لانده يو ځای سوځوي . د افغان جګړې د بلها ډېرو لوبغاړو تر منځ يو اساسی لوبغاړی پاکستان دی . پاکستان د افغانانو وينې د لاندې ناروا موخو د پاره تويوي :

لومړی : پاکستان د ټولو انسانی او نړيوالو معيارونو خلاف غواړي چې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه هيڅ ډول اړيکې سره ونه لري او د ډيورند بېلوونکی کرښه چې انګريزۍ استعمار د پښتنو د ويش او بېلتون له پاره تېره کړيده د رسمی سرحد په توګه وپيژندل شی . پاکستان وايي چې که مونږ دې موخې ته ونه رسيږو ، بيا نو په څه د انګريزی استعمار ځای ناستی بلل کيږو ؟

دوهم : افغانستان بايد د هند قونسلګری په افغانستان کې وتړي او د هند هېڅ ډول مرستې و نه منی ، که مرستې يې منی ، بايد د پښتنو په سيمو کې پروژې نه وي . ( د افغانستان دښمن په خاص ډول د پښتنو دښمن غواړی پښتني سيمې تل وروسته پاتې وساتل شی )

دريم : د افغانستان امنيتی او دفاعی ځواکونه بايد په پاکستان کې وروزل شی او د د دفاعی او امنيتی وزارتخانو وزيران بايد د پاکستان سره په مشوره کې وټاکل شی .

څلورم : پاکستان بايد د افغانستان له لارې بيلې قيد او شرطه د منځنۍ آسيا ته لار ولری . خو افغانستان بايد د پاکستان له لارې د هند سره د تجارت لاره ونه غواړي .

پنځم : پاکستان د کنړ سيند خپل بولی او وايي چې د کنړ سيند له چتراله پيل کيږي (هېروي چې چترال  په پنجاب پورې هيڅ اړه نه لري)

شپږم : افغانستان د خپلو ځنګلو او معدنونو څخه د استفادې اوپروسيس په برخه کې بايد پاکستان ته اولويت قايل شی .

اوم : افغانستان بايد د اروپايي اتحاديې او امريکا سره خپل ستراتژيک روابط قطع او پر ځای يې د پاکستان سره ستراتژيک اړيکی ولري او داسې نور ....

پاکستان ځکه د طالب تر شا ولاړ دی چې غواړی پاسنيو موخو ته د طالب د واکمنۍ له لارې ځان ورسوي .

خليلزاد د خپلې شرموونکی موافقتنامې له امله غواړی طالبی وحشيانو ته انسانی څېره ورکړي ، غواړی وښيي چې طالبان بدل شوی دی . خو طالبان پخوا هم د آی اس آی پروژه وه او نن هم . آی اس آی پرون هم د سي آی اې پروژه وه او نن هم . کوم تغير راغلی دی ؟

يوه اونۍ د مخه د لوګر په ولايت کې يوې ځوانی نجلی غوښتل خپله رنځوره او بوډا مور ډاکتر ته ورولی ، وحشی طالبانو له دې امله چې نارينه محرم ورسره نه وو ، پيغله د مور د سترګو په وړاندې په ډزو ووژله . پرون د کندوز د امام صاحب په ولسوالی کې يوه ميرمن د خپلو کوچنيانو سره د خپلوانو کور ته روانه وه چې وحشيانو ودروله او له دې امله چې نارينه محرم ورسره نه وو په ملاء عام کې په کوتکو دومره ووهله چې پاسنی لباس يې په وهلو کې توک توک شو او څادر يې د نورو وهلو د پاره پر وتاړه . مظلومی ښځې د خدای د پاره نارې وهلی، نه پوهيده چې وحشی طالب خدای په باجوه بدل کړی دی . دا دوه مثاله می ددې د پاره وليکل چې که خليلزاد انسانی کرامت او د انسان شرافت لري چې پر خپلو څرګندونو د طالب په اړه خجالت وباسی .

افغان ټولنه د څلوېښت کلنې جګړې له امله په سينه پراته ده . همسايه ګان د طالبانو په شان تروريستان او ليوان راته ساتی او پر مونږ يې را خوشی کوي . امريکا د خپلو هژمونيکو ګټو د پاره د پاکستان سره په دلالۍ اخته ده . طالبان بايد پوه شی چې يو افغان هم ژوندی وي پنجاب به خپلو موخو ته په افغانستان کې پرې نږدي .

افغانانو ته دوه لارې خلاصې دی ، پرېکړه ستا ده :

لومړی : د داخلی مفسدو ځان غوښتونکو سره يو ځای د پاکستانی استعماری او شومو موخو او طالبی عمالو په وړاندې د افغان کمزوری حکومت ، اتل وسله وال پوځ او د هغه د اعلی سرقوماندان ولسمشر اشرف غنی تر شا دريدل او د سولی ملاتړ.

دوهم : د افغان حکومت او وسله وال پوځ پر ضد د آی اس آی د نورو عمالو او اجنټانو سره يو ځای د طالبانو تائيد او د هغوی په ګټه دريځ . 

دريمه لار وجود نه لری . خاموشی د روانی جګړې او بی عدالتی تائيد دی .

يادونه : هېواد به د اتل وسله وال پوځ او افغان ولس په مټو، د ولسمشر اشرف غنی په مشری خامخا سولې ته رسی . څوک چې ددې پر وړاندې دريږي مخونه به يې تور وي . سوله زمونږ حق دی . پردی جګړه دې پردی بېرته واخلی . 

 


بالا
 
بازگشت