د ټولنیز اخلاق له نظره د وروستنې لویی جرګی پیښو ته یوه کتنه


د مشورتی لویی جرګی په لمړی او دوهمه ورځ باندی ناوړی پیښي تر سره شول. ټولنیز میدیا د هماغه وخت نه راپدی خوا په همدی پیښي باندی دومره بوختی دي چې اصلی موضوع، یعنی د لویی جرګی پریکړي او په ټولنه او هیواد باندی ددغی پریکړي د اغیزی په برخه کی ډومره پاملرنه نشته. حال دا چه سوله زمونږ د هیواد او خلکو دپاره یوه حیاتی موضوع ده. دد غه حالت درا مینځ ته کیدو لامل او تورن کوم کسان دي؟
په محیط کې ځینی کسان وایی، که میرمن بلقیس روشن او غورځنګ سیال آرامه پخپل ځایونو باندی کښینستلی وای، دا حادثي نه پیښیده. لیکن دا خبره د اساسی قانون او د بشری حقونو او د لویی جرګی د اصولو څخه د ویونکود ناپوهی یوه روښانه نښه ده. د عنعنوی لویی جرګی داصلونو اود اساسی قانون د دوهم فصل د موادو پربنسټ میرمن روشن نه یواځی په ولسی جرګه کی د فراه ولایت د استازی په ټوګه بلکی د افغانستان د یوی تبعی په ټوګه دا حق درلوده چی د طالب بندیانود خوشی کیدو سره خپل مخالف نظر په ژبه او هم په لیکلی شعارباندی د جرګی ګډونوالو ته څرګنده کړی. دا چی د جرګی نوری غړي د روشن د نظر سره همغږې درلوده او که نه، ددوی کار وه. خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چی د افغانستان د سیاسی قشر په کلتور کی د مخالف نظر تحمل لا تر اوسه پوری خپل ځای نده پیدا کړی. په ولسی جرګه کی د ملالی جویا، رمضان بشر دوست او بلقیس روشن سره د ولسی جرګی د اداری مشرتابه او د خلکودځیني استازي چلنډ، په پارلمان کی دننه دولسواکی او د خلکو د استازي دبیان د آزادی دحق نه د اړوند اداری مشرتابه او مزاحم استازي د ناخبرتیا یوه جوته بلګه ده. ډیر وارپربشر دوست باندی دترخه حقیقت د ویلو له امله مکروفون قطع شوی او یا دجلسی نه ایستل شوی ده.
کله چی، د طالبانو د امارت دنسکور کیدو نه وروسته اضطرای لویه جرګه جوړه شوه د فراه د ولایت یوه بله استازې ملالې جویا په جرګه کی د تنظیمونو د مشرانو او قوماندانو پرحضورباندی نیوکه وکړله او په همدی "جرم" دجرکی د مشرصبغت الله مجددی په امر، په زوره د جرگی نه و ایستل شو. یواځی خارجیان د جرګی نه بهرپدی حرکت باندی اعتراض وکړل. پوښتنه دا ده چی ولی د لویی جرګی ګډونوال چی ځینی یی له اروپا او امریکا نه هم راغلی وه د یوی بلی استازې پرایستلو باندی اعتراض ونکړه؟ آیا هغوی نه پوهیدل چه جویا د بیان دآزادی حق لری اورښتیا وایی؟ ټول پوهیدل خوځان ساتنه او د ټولنیز اخلاق کمزورتیا د دوی د سکوت لامل وه. د وروستی مشورتی لویی جرګی په اول ورځ، لمړی د ِغورځنګ سیال په نامه یو ځوان د انتقاد نه وروسته د جرګی نه بهر ته یوړل شو. خو د هیڅ څوک غږ پورته نشو. ورپسی میرمن روشن د جرګی د مشر او ولسمشرپه مخ کی او د هغوی تر سترګولاندی د سولی د وزارت دیوی کارکوونکې میرمن لخوا ووهل شو او بیا وروسته ، امنیتی مامورینو لخوا بهر ته بدرګه شو. دننه د لویی جرګی په تالارکی د یو میرمن او د پارلمان د یوی وکیلی انسانی کرامت د دولت دیو مامورلخوا تر پښو لاندی شو او د جرګی نه وایستل شوخو دا پیښي نه ولسمشر ته د اعتراض وړ وه او نه د لويي جرګی مشرعبدالله عبدالله ته او نه هم د ولسی جرګی مشررحمانی ته چی د خپل همکار نه د دفاع اخلاقی وظیفه درلوده. ګواکی هیڅ خبره نه وی پیښ شوی. انځورونه ښېی چه یواځی یوه سپین ږیری ګډون کوونکی دخپل ځای نه پورته شو چی د یرغلګری ښځی مخنیوی وکړی خو بیرته کښینسته. نور دپاتی ۳۴۵۰ نفرو نه چی پکښی داکتران او کارپوهان هم وه غږ پورته نشو. ولی؟ ځینی ګډونوال وایی د جرګی د نظم د ساتلو په خاطر. خو دا کسان غواړی چی خپل ټولنیزاخلاقی کمزورتیا پدی پلمه پټه کړی. لیکن "د درواغو مزل لنډ ده". همدا کسان دجرګی په دوهمه ورځ، کله چی میرمن اصیلا وردک د خپلی پنځوس کسیزی کمیتی د پریکلی د وړاندی کولو دپاره پر ستیج پورته شوه او تر هر څه نه دمخه د خپلی کمیتی په استازیتوب د میرمن بلقیس روشن سره د سولی د وزارت د مامورینود غیرانسانی چلنډ د غنډلو په لړ کی د متخلف مامورینو د معذرت غوښتنی خبره وکړه، همدا کسانو ته بیا د لویی جرګی نظم ارزښت نه درلوده. په ګډه پر استیج باندی پورته شول. ته به وایی چی د جهاد اکبروقت ده او هرڅوک غواړی چی غازی شی. د امنیتی مؤظفینو په غوښتنه ډیری کسان د ستیژ نه کته شول خو د دوی ویاند د کندهار نه مولوی ایقاظ او څو تنه نور"غازیان" پاته شول.

ایقاظ میرمن وردک ته ښکنځل کاوه. میرمن وردک د بی بی سی فارسی د ويبپاڼی سره په مرکه کی وایی: " یک نفر به نام مولوی ایقاظ، نماینده قندهار سر استیژ آمد و به گوشم گفت که من نماینده طالبان قندهار هستم. حرف‌های بسیار رکیک و زشت زد که من نمی‌توانم آن‌ها را به زبان بیاورم. او گفت هرکسی که از بلقیس روشن حمایت می‌کند فاسد و فاحشه است". دلته د قوانینواو مقرراتو نه دمولوی ایقاظ د سرغړوني لیست اوږده ده. دجرګی نظم بلکل له مینخه وړی وه، داجازی نه پرته پر ستیژپورته شوی وه، د اصیلا وردک د وینا اخلال کړی وه، نه یواخی میرمن روشن او میرمن وردک ته، په لویه جرګه او د لويی جرګی نه بهرټولی ښځي او نارینه ته فحاشی او ښکنخل کړی وه. خو د امن او نظم ډله ورته یواځی عذر او زاری کول چی د ستیج نه کته شی. ایقاظ لمړی خپل فحاشی پای ته رسوی او ورپسی کته کیږی. د جرګی مشر مجبوریږی چی ستیژ ته راشی. د ښخود کمیتی په غوښتنه د روشن نه معذرت غواړی. خو د مولوی ایقاظ پرفحاشی او دده دهغه سپکاوی په هکله چې لږ تر لیږه دجرګی ۵۰ ښخينه غړو ته کړی وه، سکوت کوی. ایقاظ بیرته ځی خپل خای کی کینی. امنیتی ډله دده مزاحم کیږی نه. خکه چی ایقاظ "دینی عالم" ده. نو په دی جرګه کی د عالم او عامی تر مینځ توپیر موجوده وه. د ایقاظ په شان ملایان په کندهارکی په زرګونه دي، خو بیا هم د جرګی د مشرتابه په نظردده فحاشی تخلف نه ارزول کیږی. پدی حال کی چه بلقیس روشن یواځی د ولسمشرد وینا په وخت کی دغږ پورته کولو او خپل سیاسی موقف دڅرګنډولوپه خاطر د جرګی د مشرتابه لخوا د وهل ټکولو او دجرگی نه دایستلو وړ ګنل کیده. دا ده زمونږ د سیاسی قشر اخلاقی کمزورتیا او فئودالی معیارونه. د میرمن وردک یوه بله زړه دردونکی جمله هم د هماغه خای نه اقتباس کوم: " "هیچ‌کسی، از هیأت مذاکره‌ کننده گرفته تا هیأت اداری جرگه، گروه‌های امنیتی و محافظان نمایندگان، مانع آقای ایقاظ نشدند و او توانست با استفاده از این پلتفرم به تمام زنان افغانستان توهین کند."
زه چه د اصیلا وردګ د ا جمله لولم د خجالت نه مرم. لویه جرګه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د خلکو هینداره ده. آیا د افغانستان دنارینه اوسیدونکي ټولنیز اخلاق تر دی اندازی پوری کمزوره شوی ده چی د زرګونومذکرګډونوالو په مینځ کی یوه ښاغلی هم پیدا نشوه چې د ښځو نه دفاع وکړی؟ یا لږ تر لږه د ملا ایقاظ پر فحاشی باندی اعتراض وکړی ؟ آیا زمونږ پلرونه په مونږباندی نه شرمیږی کله چی په ویدیوګانو کی ووینی چې پرمیرمن روشن او میرمن وردګ باندی ګزارونه کیږی او مونږ بی تفاوته ناست یو؟ په تأسف سره ددی پوښتني ځوابونه هو ده. مونږ خپل پخوانی ټولنیزاخلاق له لاسه ورکړی ده. په هغه انسانی ارزښتونو باندی هم د زړه له کومی اعتقاد نلرو چې د اساسی قانون په دوهم فصل کی درج شوي دي. مونږ یواځی دا هڅه لرو چې د هرموضوع او هر موقعیت نه د خپل شخصی رفاه دپاره ګته بورته کړو. بی مسؤلیته نندارچی یواویواځی د خپل شخصی ګټی دپاره فعال کیږو. دخپل کورکثافات ددی پر ځای چی د کثافاتو ټاکلی صندوق ته واچو پر عام سړک باندی یی پریږدو او انتظار لرو چې د ښاروالی تنظیفات یی بیا تر صندوقه پوری ورسوی . د زورواکي بچیان د کمزوره خلکو مال او ناموس د خپل ځان ګڼي او د قانون د ماټولو نه خوند اخلی، د پولیسو او ترافیکو وهل ټکول ددوی ورځنی کار ده. زمونږتجار د ګمرک د فاسد مامورپه مرسته د دولت د مالیی نه غلا، احتکار، دقیمتونو جګول او په خلکوباندی تاریخ تیرشوی خوراکی موادو او د دواګانو خرڅول خپل طبعی حق بولی. زمونږ د پارلمان وکیلان د کمیشن کاری او په دوبی او تاجکستان کی د عیاشی نه پرته بل کار نلری. يواځی که کوم واره داره جلسه وی، پارلمان ته راځی. زمونږ وزیران چې د یومشرد سهم نه مقرر شوی ده یواځی د هماغه مشرد ګټو او دخپل شخصی ګټو ساتندوی ده. دخلکو او دهیواد نوم يواځی په رسمی لفاظیو کی اخلی. مامورین او لوړ پوری چارواکی یواځی د خپل جیب د ډکولو دپاره کار کوی. مونږځان متمدن انسانان بولو لیکن د ښځو په مقابل کی زمونږنظراو چلنډ د اوسنې زمانی د اصولو سره په تضاد کی ده او نن سبا وحشت او بربریت ګڼل کیږی. که یوه ښځه د کور نه بهرکاروکړی یا درس ووایی زمونږ د اخلاقی تورنو او کله هم د مرمیوشکار کیږی. دا یو ټولنیز مشکل ده. زمونږ ټولنه ناروغه ده. څلویښت کاله جنګ او مهاجرتونه او بیا ۱۸ کاله دالرسالاری زمونږ د مسقل فکری او ټولنیزپرمختګ مخه ونیوله. حاکم کلتور اوس ځان ځانی، نورانسانان تر پښی لاندی کول او د زوراکو معافیت ده. ددغه ناروغتیا معالجه زما اوستا په لاس کی ده. هر څوک باید دا ومنی چې ټولنیزاخلاقی کمزورتیا زمونږ واقعیت ده. او هره ورځ کوښښ وکړی چی د سهار نه تر ماښامه پوری د ځان سره، دځپل ښځه او ماشومانو سره، د ټولنی او هیواد سره یوه صادق انسان پاته شی. کیدای شی چې ځینی کسان ځپل موجوده وضعی سره مخ ته لاړ شی. لیکن که ډیری کسان په صادقانه ټوګه د ځان د اصلاح دپاره کار وکړی، زمونږ ملت به خپل روغتیا بیرته تر لاسه کړی خپل برحه لیک پخپل لاس واخلی ، اوافغانستان د اوسنې مشکلاتو څخه د خلاصون خوا ته به لاړشی. ومن الله توفیق
اکبربارکزی
د ۱۳۹۹ کال د زمری د میاشتی ۲۵
 

 


بالا
 
بازگشت