عبدالرووف لیوال

 

دسولې پڅ پیچ سلیپ شو

پاکستان غواړی چې داسلیپ شوی پیچ په خپله خرادی کې مرمت او شوکاری کړی – خومې بولی .

دپورتنی ( لید) دروښانتیا لپاره به یوه بیلګه تاسو درنو ته وړاندې کړو:

که چیرې په کوم ځای کې ددو قومونوترمنځ جګړه پیښه ، اړیکې یې سره ترینګلې او دوښمنی پیدا شی- نوبایدداسې دریم ګړی(مشران یا سپین روبی) دسولې لپاره ډګر ته راودانګی چې دشخړې له هیڅ خواسره تړاوونه لری اوسوله هم دهغه ناپیلی مشر یاقوم له خوا کیږی چې ،له کوم لوری سره خوا خوږی یادوښمنی ونه لری .

دسولې دپلاوی په دې وروستی نوملړ کې داسې کسان ګډون لری چې خپله دلانجې یوه برخه دی ، لکه کرزی ،سیاف ،قانونی،خلیلی ، محقق، دوستم ، اسمعیل خان ، حامد ګیلانی، ذبیح الله مجددی او.........

دا همدوی ووچې په تیروشلو کلونوکې یې دوزارتونوڅوکی وڅرخولې ، له شوراګانو،لویوجرګو،پارلمان،مشاوریتونو، ولایتونو او له نورو ډالری ګودرونونه په چپاو اوتالان سره تیرشول(خپلې کڅوړې یې ډکې کړې)

له جهادی ، تنظیمی، قومی ، سمتی اوقبیلوی مشرۍ نه په سوک اودرغلۍ سوبمن راووتل ، بې حسابه ډالری اکونټونه یې په بانکونوکې جوړ، خپل کهول یې پوره بسیا کړاوسربیره پر دې اوس بل منصب دسولې پلاویتوب یې هم په نصیب شو.

آیا کیدای شی د دوی پواسطه چې دجګړې ،ګډوډۍ ،یلغار اوفساد له لارې یې پورته منصبونه خپل کړی ، سوله راشی ؟ هیڅ کله نه

تاسوفکر وکړی چې دافغانستان په ۳۲میلیونه نفوس کې بل څوک پیدا نه شو ،چې کوم ځل یې په پورته منصبونو کې دخلکو چوپړکړای وای ؟ (قحط الرجال وو)– ځکه دېخبیثه کړۍ نه غوښتل چې ددوی منځ ته کوم بل  څوک ورننوځی

په تیرو نولسو کلونوکې ددې خبیثه کړۍ کړنلاره دا وه :

- پام کوی کار اهل کارته ونه سپاری چې ګوډې ماتې سره کوشیراوویې رغوی.

- هغه کسان پورته څوکیو باندې وګومارۍ چې ژرغلام کیدای شی یعنی تاسو ته له پخواخړ سترګی او(دکوم ناوړه کار له امله شرمیدلی وی)

-ترڅوکولای شی خلک له سیانس اوعلمی کتابونو او برنامو نه لرۍ وساتی (تُرکی سیریالونه او(روبرو)غوندې برنامې خپرې کړی) او داسې پلانونه جوړ کړی چې (ځوان کهول) پوه نشی چې څه یې زده کړی ؟

- له همدااوس نه صادق ، باوجدانه اووطنپالونکی ګوښه وساتی اوویې ځوروی.

-ترڅوکولای شی درشوت ،دولتی اولارو پاټکونو په واسطه قیمتی راولی ، چې خلک په خپلو جنجالواخته اوډوب وی اودپرګنو ترمنځ بی اتفاقی واچوی.

نو ترڅو چې پرته له پورته خلکو ، دسولې په پلاوی کې بې پرې خلک ، اکاډمیک کسان ـ منورې اوبی،بی ښځې – روڼ اندي راشد ځوانان شتون ونه لری داپیچ به همهاغسې سیلیپ اودپاکستان دخرادی دستګاه هیڅ هم نه شی کولای ، ځکه اوس نوی سلنه خلک پوه دی چې پاکستان په افغانستان کې کومې موخې لری.

داخولاپریږدی چې  دسولې څرخ دبهرنیانو په لاس څرخی او افغان ولس له دې څرخ نه ډیر لرې ساتل شوی اوکه دا څرخ په حرکت هم راشی – اروړه کنګړ به ترې راووځی اوبس.

کنګړ: دژوودخوراک پاتې شونی.

 ای لویه ربه ! زموږ هیواد ته سوله راولې !

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت