حکيم روان

 

امريکا د پاکستانی شيطان د لوبو آله

پاکستان تل امريکا ته توصيه کوی او خبر ورکوي چې د تروريسم د زيانونو او ګواښونو په اړه بايد بيدار او هوښيار اوسي او ځان د تروريسم په وړاندې د امريکا د لومړی خط مدافع ښکاره کوي او په پټه د امريکا او ټولې نړئ پر ضد د تروريستی ګوزارونو پلانونه جوړوي. پاکستان غواړي د اسلامی تروريسم په واسطه افغانستان خپل ستراتژيک عمق جوړ کړي، له کشمير څخه د هند د پاره د سرطان بې علاجه دانه جوړه کړي. همدارنګه نړئ د اسلامی تروريسم له وېرې باج ورکولو ته اړه کړي. د دې موخو له پاره يې له عربو، شمالی افريقا له هېوادونو، د چين له سينکيانګه، چيچنيا، ازبکستان، تاجکستان، برما، فليپين له هېوادونو په زرګونو کسان را وغوښتل او د حکمتياراو سياف د نظامی تربيې په کمپونو (کنړ، ننګرهار، پکتيا او خوست) کې يې د آی اس آی د افسرانو تر نظارت لاندې د تروريستی بريدونو د پاره وروزل. د فليپين د ابو سياف د تروريستی ډلې نوم د عبدالرب رسول سياف په وياړ ايښودل شوی دی.

آي اس آی په ۱۹۹۵ کال کې د پښتونخوا صوبه دنړيوال تروريسم په ټاټوبی واړاوله. وهابی راديکالانو(بنسټپالو) او اخوانيانو د خيريه بنسټونو په نوم په پښاور کې مرکزونه جوړ کړل او ددې «خيريه» مرکزونو له لارې به يې په آسيا او اروپا کې فعاليتونه او «مالی مرستې» کولې او هم يې د خپلو تروريستی حوزو چارې تنظيمولې.

  په ۱۹۸۸ کال کې سعودي واهل حمزه جولايدان د القاعدې اصلی بنسټګر په پيښاور کې د  اخوانی خدماتی مرکز رهبری په غاړه واخيسته او له هغه ځايه به يې د بروکلين (نيويارک) څانګې ته پيسې ور لېږلې ترڅو په نيويارک کې پر نړيوال تجارتی مرکز د ۱۹۹۳ کال د لومړی بريد  مصارف تمويل کړي. همدارنګه پاکستانی الاصله برطانوی تروريست خالد شيخ محمد  د آی اس آی په نېغه همکاری او لارښوونه د پاکستان، افغانستان، د خليج پارس په هېوادونو، بالکاناتو او فليپين ته په تګ او راتګ بوخت وو. دا هغه تروريست وو چې امريکايي ژورناليست دانيل پېرل يې لومړی اختطاف کړ او وروسته يې سر ترې غوڅ کړ. يوه د القاعدې غړي په ګوانتانامو کې اعتراف وکړ چې د ده تر سترګو وړاندې شيخ محمد د دانېل پېرل سر غوڅ کړ. همدا تروريست شيخ محمد او د ننني جيش محمد او پرونی حرکت المجاهدين مشر مسعود ازهر او يو بل کشميری د آی اس آی په واسطه او د جنرال حميدګل په مستقيمه لارښوونه د کتمندو څخه د هند ايرلاينز د تښتول شوی طيارې په بدل کې د هند له زندانه آزاد کړل او تروريستانو هندي الوتکه د ملا عمر پلازمينې او د القاعدې د تروريتسی شبکې نوي مرکز کندهار ته راوستله. حميدګل په طالبی کندهار کې د طيارې د کېناستو او تروريستانو د ملاقات انتظار ايسته. مسعود ازهر د خپلو سوماليايي شاګردانو (الشباب) د غړو په واسطه په سوماليه کې ۱۸ کسه امريکائيان له تېغه تېر کړل. اوس مسعود ازهر آزادانه د آی اس آی په دفترونو کې کښته پورته ګرځي او په تروريستی فعاليتونو کې د آي اس آی مرسته کوي. شيخ محمد خپل وراره رمزی يوسف ته چې په نيويارک کې اوسيده څو ځله تلګرام ورکړ، تر څو پر نيويارک بريد وکړي. کله چې مصری تروريست عبدالرحمن د سپتامبر د ۱۱ په بريد کې د لاس لرلو په تور په ابدی بند محکوم شو رمزی يوسف له نيويارک څخه د پي-آي-اې (پاکستان انترنشنل آير لاين) په ذريعه د پاکستان پښاور ته راغئ او د بن لادن په مصئونو مېلمستونونو کې اوسيده. خالد شيخ محمد د نيويارک له دوهم بريد وروسته هم اوه کاله د پښاور، کراچۍ، مانيلا او بالکاناتو په لوکسو کورونو کې اوسيده او د امريکايي موخو پر ضد يې آزادانه فعاليتونه کول.  په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان د اردو د يوه افسر جګړن عبدالقدوس په کور کې د راولپندۍ له ګارنيزونه ونيول شو. پاکستان همدا اوس د بن لادن په شان ايمن الظواهري د آی اس آی تر چتر لاندې ساتي.

آی اس آی تل په پټه سره د امريکا د هيلو خلاف چې غوښتل يې د منځلارو افغان ډلوملاتړ وکړي، خپلو وفادارو او تر ټولو د سخت دريځو ډلو لکه د حکمتيار ، حقانی، خالص، سياف او ربانی ډلو ملاتړ کاوه. چې دادی اوس وار سختدريځو او خونخوارو طالبانو ته راورسيد. پاکستانی شيطان تر پرونه د طالبانو له شتون څخه په پاکستان کې انکار کاوه، په داسې حال کې چې طالب له آی اس آی پرته مانا نه لري!!! د طالبانو د «فتحې» موافقتنامه په حقيقت کې د باجوه – خليلزاد موافقتنامه ده. طالبان هسې په پرديو غولو تيزونه آچوي. همدا دليل دی چې په اونۍ کې يو وار خليلزاد باجوه ته منډې وهي. د «احمقو امريکائيانو!!!»  له برکته پاکستانی شيطان له امريکا څخه پرتوګ وکېښ، خو دوی لا هم خبر نه دي.

په اسلامی دينی رواياتو کې شيطان، انسان ته د دوست په جامه کې فريب ورکوي. پاکستانی شيطان امريکا د دوست په جامه کې د تباهۍ پولې ته نږدې کړيده. پاکستانی شيطان «امريکايي احمقان!!!» په دې ډاروي چې که امريکا له پاکستانه لاس واخلی، نو پاکستان به د چين او روس لمنې ته ورشی، په داسې حال کې چې چين او روس دواړه هيڅکه هغه زيان امريکا ته اړولی نه شی کوم چې پاکستانی شيطان يې په يواځې توګه ور آړوي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت