نور محمد غفوری

 

قندهار نظامي سقوط نه دی کړی، سیاسي سقوط یې کړی!

دا چې په کمه موده کې د قندهار تر لسو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې، د قندهار د برحاله والي په قول، طالبانو په زور او جګړه نه دي نیولې، بلکې د هغو کسانو لخوا په تلفوني تماسونو تسلیم شوې چې په کابل کې ناست دي او په یوه تلفوني تماس «پنځوس - پنځوس پوستې» طالبانو ته تسلیموي. 

د قندهار ولایت محترم والی صاحب دا خبرې د جولای د میاشتې په ۱۷مه نېټه په هغه مطبوعاتی کنفرانس کې کوي چې تر څنګ یې د کورنیو چارو وزارت لوی امنیتي معین، د کوماندو قوماندان او نور مهم کسان هم ناست دی. د والي صاحب روح الله خانزاده دا خبرې د طالبانو د قطر د ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ له هغو خبرو سرهجوړې راځيچې ويلی یې دي چې طالبانو جګړه هومره نه ده تیزه کړې چې په کم وخت کې تر سلو زیاتې ولسوالۍ ونیسي، د هیوا په شمال او نورو برخو کې پرتې پوستې او ولسوالۍ یې په زور او جنګ نه دي نیولې، بلکې دولتي ارګانونه او نظامیان پخپله خوښه او بې له جګړو ورته تسلیم شوې دي.

محترم والي صاحب دا هم یادوي چې د قندهار ولس دا اتلس کاله خپلو دولتی «مشرانو په سر وهلي»، خو دی خپلو خلکو ته اطمینان ورکوي چې اوس یې امنیتي قواوې د «سر، مال او ناموس دفاع او د خاورې ساتلو ته آماده دي.» د قندهار له ټولو مشرانو ګیله کوي «چې په کابل کې ناست دي او د دولت مشرانو ته غلط ذهن ورکوي»، د خپل نفوذ  په اړه ورته غلط او غولوونکي خبرونه او اعداد وړاندې کوي او په مقابل کې یې د چوکیو او امتیازاتو غوښتنه کوي. خو دادي پنځه – شپږ ورځې کيږي چې د کورنیو چارو لوی امنیتي معیند ولسمشر په مستقیم هدایت قندهار ته د وضعیت د ارزونې او تحلیل په خاطر راغلی دی، ولې عملا د «خپل ملت ساتنې ته هيڅوک» او يو ولایتي «مشر هم نه حاضریږي» او لیدو ته یې نه راځي. دوی «خالي د چوکۍ ساتلو ته حاضر» دي، له عملي او رښتینې کارڅخه ځانونه وباسي. دی د قندهار ټول ملت ته وايي چې دا د قندهار «مشران» «اوس هم هره ورځ په ارګ کې زورونه وهي» او «د ملت له غوښو او وینو څخه ځانونه اوبوي». د قندهار محترم والی وايي چې د تیرو اتلسو کالو د واکمنانو د چور او فریبکاریو په اړه ډیرثبوتونه لري چې تر اوسه یې نه دي رسوا کړي، خو خلکو ته وعده ورکوي چې تر لوی اختر وروسته به یې ملت ته افشأ او د فسادونو اته لس کلنې دوسیې به یې راپورته کړي. دی په تکرار دا وايي چې «کندهار نظامي سقوط نه دی کړی، کندهار سیاسي سقوط کړی دی. د ځینو مشرانو په یوه یوه تلفون باندې یې سربسته سربسته ولسوالۍ ايله کړي دي. که دا نظامي سقوط وای، په یوه ولسوالۍ کې خو به یو شهید او يو زخمي ‍شوی وای، بیا به یې (ولسوالۍ) ور ایله کولي». چې نه په یوه ولسوالۍ کې يو زخمي او نه یو شهید شوی وي، مانا داچې هيڅ جګړه نه ده شوې او نظامي پوستې او ولسوالي پريښودل شوې دي. «په زرو زرو عسکر تللي دي پخپلو کورو کښیناستلي دي.» محترم خانزاده وايي چې ده ته «داسې ځایونه ورمعلوم دي چې څلور ورځې کيږي چې ایله شوي، خو طالبان لا تر اوسه هم نه دی ورغلي.»

دی په جهر وايي چې د قندهار ادارې په قومي بنسټ راجوړې دي او سره د ډیرو وړانديزونو چې په تیرو کالونو کې لوړو مقاماتو ته شوي چې باید دولتي او خصوصا نظامی ادارې له قومي اړیکو او د قومي سوداګرو له نفوذه راوباسي، خو دا کار لا نه دی عملي شوي. تر اوسه پورې دولتي ملکي او نظامي ادارې د اڅکزیو، نورزیو، احمدزیو او نورو په قومي تړاو جوړې دي او په ځينو غټانو پورې تړلې او د غټانو تر تاثیر لاندې دي. اوس د همدې پوستو او ولسوالیو پرسونل چې د ځینو غټانو تر تاثیر لاندې وې، د هغوی د یوه تلفون په واسطه «ولاړل او په کور کښیناستل» او د کندهار ښار او دا بیچاره ولس یې په همداسې جنجال کې واچاوه چې جنګ د ښار دروازو ته رارسیدلی دی.

محترم خانزاده صاحب وايي چې په تیرو «اتلسو کالو کې زموږ مشرانو هغه پیسې وړې دي چې د کونډو او یتیمانو له پاره راځي... په سلهاوو ميلیونه یې وړې دي». دی په زغرده وايي چې په تیرو کلونو کې ددې ښار او ولایت «واکمنانو د خلکو وينه چښلې ده»

د قندهار د مهم ولایت د محترم والی صاحب – روح الله خانزاده په جرئت سرهپخپل مطبوعاتی کنفرانس کې څو په زړه پورېټکي یادوي او په برملا توګه یې له خپل ولس او خلکو سره شریکوي. اوس د ولس دنده ده چې ددې واقعیتونو له په نظر کې نیولو سره له بحران څخه د هیواد د خلاصون، خپل مستقبل، د خپل ټولنیز پیوستون او اتفاق له پاره څه تدابیر نیسي؟

طالبانو ته پخپل سر او سمه رضا د دولتي ملکي او نظامي پرسونل تسلیمي دا جوتوي چې دولت خپل پرسونل تر خپل څنګ نه شي ساتلای، ترې تښتي. دا ملت ته څرګندوي چې د هیواد سیاسي واکمنان ضعیف دي، ضُعف یوازې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې نه، بلکې د هیواد په کچه په سیاسي طرحو او دولتي رهبرۍ کې دې. هغه واکمنان چې خپل لوړپوړي سیاسي ملګري او د امتیازاتو هغه شریکان چې دا شل کاله له یوې چوکۍ څخه بلې او له بلې څخه بلې ته بدلیږي، له ځانسره نه شي ساتلای، نو ولس به څنګه تر خپل څنګ وساتي؟

د والي صاحب له خبرو ښکاري چې له پخوا څخه د خاینانو د خیانت اسناد لري، خو لا تر اوسه یې نه دي افشأ کړي، محکمه او جزا ورکول خو یې بیخي یوې خواته پریږده. دی وایي چې که هغوی دده د فعالیت مخه ډب او په وړاندې اقدام وکړي، بیا به یې د فساد او خیانت اسناد افشأاو دوسیې به یې راوسپړي. والي صاحب هم لکه د ډیرو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په شان خاینان د خیانت په دوسیو او شواهدو تهدیدوي چې دده د فعالیت په وړاندې چوپه خوله پاته شي، حرکت ونکړي.  دا يو ډول د برمته نیولو غلط حکومتي اصل دی چې په دا شلو کالو کې د افغانستان په لوړو ادارو کې چليږي او بیلګې یې ډیرې دي.

له نظامي پوستو او ولسوالیود زرګونو سربازانوتيښته او په کور ناستی ددې معنا لري چې په دولت کې دا انرژی او ظرفیت نشته چي خپل پرسونلله ځانه سره وساتي او چې حکومت له ولسونو پردی دی. د دولت او خلکو ترمنځ فاصله او د دولتي واکمنانو په وړاندې د خلکو کرکه له همدې ځایه قیاس کیدلای شي. همدا ډول عملونه په نورو ولایتونو کې هم شوی دي.

د محترم خانزاده صاحب د خبرو او شکایت سره سم د دولت او حکومت جوړښتد شلو کالو نړیوالو مرستو او نظامي حضور سره سره قومي، بې قانونهاو غیر مدني دی. دا د يوه لوړپوړي دولتي چارواکي له خولې اعتراف او سند دی چې د شلو کالو دولتی او سیاسی رهبران د نړیوالو له بې حسابه مالی او د ناتو له بې مثاله پوځي مرستو سره سره نه دي توانیدلي چې د قومی تجارانو او سیمه ایزو قوماندانانو سلطې ته خاتمه ورکړي. اوس چې دولت او حکومت او د هیواد شل کلن واکمنان په سختو داخلي شرایطو اونړیواله انزوا کې قرر لري، څنګه به وکولای شي چې د ښې او پر قانون ولاړې حکومتولۍ له پاره بریالی کار وکړي؟

د محترم والي صاحب له خبرو ښکاري او د خلکو دا نيوکې او تشویشونه تائیدوي چې په دولتي لوړو پوستو کې لا تر اوسه داسې ځواکمن، واکمناو ارګ او سپیدار ته د اعتبار وړ کسان شته چې له وسله والو طالبانو سره ډیرې نږدې اړيکې لري او په یوه تلفون یې (پنځوس – پنځوس پوستې) او بشپړې ولسوالۍ دښمن ته تسلیمیږي. دا کسان د دولتي مقام او اوتوريتې څخه په استفاده په ښارونو او کلیو کې په دولتي پرسونل هومره زیات نفوذ لري چې په یوه تلفوني تماس یېځوانان دولتي دندې، رتبې او معاش پریږدي، په کورکې بیکاره کښيني او یا د دولت له دښمنانو سره يوځای کيږي.

د والي صاحب څو لنډې سپینې خبرې چې د دولت ماهیت او په ټولنه کې موجود حقایق څرګندوي، له ټولو افغانانو سره دا سوال هم پیدا کوي چې په دې اوسنيسیاسي ليډرشیپ او حکومتي دستګاه د جمهوري دموکراتیک نظام د ساتلو، د سولې او ټولنیز عدالت د پلي کولو، زموږ د وسله والو ځواکونو د حمایت او له دې پیچلي بحران څخه د هیواد د خلاصون باور څوک او څنګه کولای شي؟ آیا دا سمه ده چې د سولې، آزادۍ، دموکراسۍ، ټولنیز پیوستون او د مدون اساسي قانون پر بنسټ ولاړ جمهوریت د ساتلو د دندو په اجرا کې  په همدې ليډرشیپ باور وشي او یا ملت د خپل مستقبل له پاره کومه بله چاره وسنجوي؟

نور محمد غفوري

18.07.2021

 

+++++++++++

غرب در افغانستان تسلیم شد

ترجمه و تخلیص: نور محمد غفوری

غرب در افغانستان تسلیم شد و در آخر به آلمان نیز چاره ای دیگری باقی نماند!

هفته نامۀ معتبر (زمان Die Zeit) جرمنی بتاریخ 6 جولای 2021 مقاله تئو سومر Theo Sommer را به نشر رسانده که در آن ذکر گردیده که «غرب در افغانستان تسلیم شد و بالآخره برای آلمان هم چارۀ دیگری نماند. ... پس از تقریباً 20 سال ، غرب به رهبری ایالات متحده تسلیم شده است. بر اساس اصل "با هم در ، با هم بیرون" ، به آلمان فقط یک راه ماند، تا با تسلیم همراه شود. چارۀ دیگری نداشت. ... بازگشت بدون هیچ آواز و صدایی یا تشکر انجام شد.» رئیس جمهور، صدراعظم، وزیران فدرال و مقامات معتبر جرمنی از سربازان برگشته استقبال به عمل نیاورد، مدال و نشانی توزیع نه شد و حتی تشکری از ایشان صورت نگرفت.

در مقاله ذکر گردیده است که (جنگ افغانستان به فجیعترین شکل به پایان رسید) و اگر فکرشود که نیروهای بین المللی ماموریت خویش را انجام داده است، اشتباه بزرگ و گمراه کننده است. جنگیکه برنده آن نباشد، باخته است. «پس از تقریباً 20 سال، غرب به رهبری ایالات متحده تسلیم شده است

نویسنده یاد آور شده است که در جنگ افغانستان بیشتر از 160،000 سرباز آلمانی، که اغلب در چندین مورد در هندوکش، چهار تا شش ماه خدمت می کردند، سهم گرفته، 59 نفر جان خود را از دست دادند، چندین هزار نفر برای همیشه ضربه دیده و مأموریت افغانستان تأثیر عمیقی بر سربازان و سایر مأمورین بجا گذاشته است.

در مقاله همچنان برخورد دولت آلمان با ترجمانان و همکاران افغانی شان مورد انتقاد قرار گرفته که تا هنوز صرف 350 نفر آن چانس ورود به آلمان را بدست آورده و سایرین به نسبت بیروکراسی دولت آلمان تا هنوز منتظر اند و در ترس از طالبان در افغانستان زندگی میکنند.

در بخش از مقاله ذکرگردیده است که عدم موفقیت در افغانستان سه سوال مهم را ایجاد می کند:

اول ، آیا حمایت واقع بینانه ای از افغانستان وجود دارد که بتواند از جنگ داخلی در کشور و پیروزی طالبان جلوگیری کند؟ پس از عقب نشینی شوروی از جنگ ده ساله خود در افغانستان در سال 1989، رژیم نجیب الله که تحت حمایت مسکو قرار داشت، نتوانست برای چهار سال مقاومت کند. آیا تاریخ برای غرب هم تکرار می شود؟

دوم: چه درسهای عبرت را از فاجعۀ افغانستان برای ماموریت نظامی ما در جمهوری مالی میتوان آموخت؟ آن را قطع میکنیم، زیرا که همینطور نا امید کننده است؟ و یا حمایت از رژیم فاسد نظامی را بخاطر ایجاد دیوار برای امواج مهاجرت ادامه میدهیم؟

سوم: تلاش مداوم برانگیخته ما برای به عهده گرفتن مسئولیت سیاسی جهانی با توجه به توانایی های ناچیز نظامی و تجربه هوشیارانه ملت سازی (nationbuilding) در افغانستان ، چقدر واقع بینانه است؟

مقالۀ متذکره نقاط نظرهای دلچسپ دیگری هم دارد که مطالعۀ ان برای دوستانیکه لسان جرمنی را میداند، مفید است. باید یاد آور شد که اکنون موج از پیشنهادات در آلمان وجود دارد که می خواهند از عساکر برگشتۀ آلمانی از افغانستان استقبال و تمجید صورت گیرد.

 

لینک مقالۀ اصلی :

https://www.zeit.de/.../afghanistan-bundeswehr...

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت