پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د افغانستان د نامتو سندرغاړې میرمن رخشانی( حمیده وزیري) لنډه پېژندنه

میرمن رخشانه د افغانستان نامتو اماتور سندرغاړې وه چې اصلي نوم یې حمیده و، کورنی تخلص یې وزیری و. په ۱۳۲۰ل.(۱۹۴۰م.) کال یې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. دا وخت یې کورنۍ له لویې پکتیا څخه کابل ته ځکه راکډه شوی وه، چې کابل کې یې دپلار رسمی دنده وه.  پلار یې  اصیل خان وزیری نومېد، چې د افغانستان د شاهی دولت په پوځ کې د اردو صاحب منصب او د جنرالی لوړه رتبه یې لرله. مور یې بی بی خدیجه طرزی د کابل ښار د نجونو په یوه ښوونځی کې ښوونکې وه. په دې توګه حمیده یوه روڼاندې کورنۍ کې وروزل شوه، چې نه یواځې د ا چې لیک لوست یې زده کړ، بلکې د هنر او موسیقی له هنر سره یې هم مینه پیدا شوه، ځانته یی (رخشانه) هنری نوم غوره او د افغانستان یوه نامتو سندرغاړې شوه. د دې هنری نوم په غوره کولو سره یې د لرغونې آریانا یوه اسطوره هم راژوندۍ کړه. د هغې په روزنه او هڅونه کې مور او پلار؛ دواړو رول درلود. د رخشانې مور هم دموسیقی په اساساتو پوهیده، خصوصاً کلاسیکه موسیقی او هارمونیه کی یې پوهه اولاسبری و. په دې توګه میرمن حمیدې  لومړی د میرمنو ټولنې( اوسنۍ زینب نندارې) په پروګرامو کې برخه اخیسته.  هغی د مور د ورځې، د ښوونکي د ورځې او د استقلال دبیا تر لاسه کولو جشنونوکې په مینه برخه واخیسته او ټول هیوادوال یې ښکلي غږ او عالی استعداد ته حیران شول. په دې توګه تر څلویښتمې لمریزې لسیزې پورې د افغانستان اماتور هنرمندانو لکه: ناشناس، مهوش، ظاهر هویدا، ځلاند،ناهید، حبیب شریف، ژیلا، احمد ظاهر او نورو په ردیف کې راڅرګنده شوه. هغې له افغانستان بهر؛ ایران، تاجکستان او پېښور کې هم ډیر مینه وال لرل او لري یې. په راډیو افغانستان کی یې تر ۶۰۰ زیاتې سندری ثبت او ضبط دي، خو تلویزیون کې کومه سندره نه لري، داځکه چې هغه د تلویزیون تر راتګ دمخه د لومړي جمهوری نظام په کال، دهغه وخت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ډاکتر نوین سره په اختلاف اخته شوه، نو ځکه  امریکا ته مهاجره شوه او د مړینی تر وخته(۱۳۹۹ل=۲۰۲۰م.) هلته وه او په اتیا کلنی عمر کې هلته په مهاجرت کې وفات شوه(فردوس جنت یې نصیب شه).

رخشانې په شیک او ښکلی لباس، مودبو او فصیحو مرکو اوخبرو، عالی اخلاقو، اوچت کرکتر او ملی وطنی غرور اواحساس کې نوم درلود. د وخت مهمو مناسبتونو او غونډو کې يې برخه لرله. هغې دملی ورځو د کنسرتونو برعلاوه، یو شمېر بهرنیو هیوادو لکه شوروی اتحاد، ایران، دامریکا متحده ایالاتو او هند ته سفرونه کړي وو. د میرمن رخشانې عکس د افغانستان د راډیو د نامتو هنرمندانو لکه استاد سراهنګ، میرمن قمرګل، بیلتون، ګل زمان هماهنګ او نورو سره د راډیو د کنفرانسونو د تالارعمومی لوی دهلیز کې و  او دا ویاړ یې هم په برخه و چې موظف هیئت او ښاغلی ببرک ویسا د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ملی سرود د ثبت لپاره هم  بلنه ورکړې وه.  هغی د استاد سلیم سرمست تر لارښوونې لاندې د فولکور موسیقي له ارکستر سره هم څو سندرې ثبت کړي دي، نورې سندرې یې استاد خیال، استادننګیالي، سلیم کندهاری ، شرار او زیات شمیر یې خپله کمپوز کړي دي، یو شمیر یې محلی او فوکلور دي. یوه سندره یې د افغانستان د یوه غوره فلم(طلبګاری) لپاره ثبت شوی ده. له نورو هنرمندانو لکه قمرګلی او نورو سره هم ګډې سندرې لري. نامتو سندرې یی دادي:

ü     ډیوه که بله ملغلری ټولوومه وشلیده د غاړې هار می  وشلیده...

ü     ومورې رادم که لړم دی لړم دی...

ü     آهوی من رمیده...

ü     شینواری لونګینه..

ü     چشم سیاه داری...

ü     پاس دې تنګي مستې ځدراڼې جینکۍ ژاړی...

ü     نری باران دی په تیرا یی  وروینه....

ü     دا تورې سترګې،  زما یادیږی...

 

+++++++++++++++++++++++++ 

 

معرفی مختصر میرمن رخشانه( حمیده وزیري)

میرمن رخشانه هنرمند مشهور و اماتورافغانستان، که نام اصلی اش حمیده وتخلص خانواده گې اش وزیری بود، در سال۱۳۲۰ش.(۱۹۴۰م.) چشم به جهان گشود. درین هنگام فامیل شان بنا بر اینکه پدرش در کابل وظیفه ی رسمی داشت، از ولایت پکتیا به کابل انتقال شد.  نام پدرش  اصیل خان وزیری بود، که در اردوی شاهی افغانستان صاحب منصب و دارای رتبه بلند جنرالی بود. مادرش بی بی خدیجه طرزی نام داشت، در یکی از مکاتب شهر کابل معلم بود. به این ترتیب حمیده دریک فامیل روشنفکر ومنور تربیه شد، او نه تنها سواد ا آموخت، بلکه در محیط چنین خانواده  با هنر و موسیقی نیز آشنا و علاقمند شد. بعدآ برای خود نام هنری(رخشانه) را انتخاب و یکی از آوازخوانان مشهور افغانستان شد. او با انتخاب این نام یکی از اسطوره های باستانی  آریانای کهن را نیز زنده ساخت. پدر و مادر در تشویق و تربیه ی او نقش اساسی داشتند. مادر رخشانه خود بااساسات و رموزموسیقی آشنا بود، خصوصاً به موسیقی کلاسیک و هارمونیه دسترسی داشت. به این شکل میرمن حمیده در اوایل در برنامه های دمیرمنو ټولنه ( زینب نندارې امروزه) سهم میگرفت.  او در تجلیل از روزمادر، روز معلم وجشنهای استقلال به علاقه سهم گرفت و تمام وهموطنان ما را مسحور و مجذوب صدا و استعداد فوق العاده خود ساخت. او بخوبی تا دهه چهل هجری در ردیف هنرمندان موفق اماتور مانند: ناشناس، مهوش، ظاهر هویدا، ځلاند،ناهید، حبیب شریف، ژیلا، احمد ظاهر وسایرین اخذ موقعیت نمود. اودرخارج از افغانستان؛ درایران، تاجکستان و پېشاور نیز شناخت و علاقمندان زیادی داشت و دارد.  در آرشیف رادیو افغانستان بیشتر از ۶۰۰ آهنگ او ثبت و ضبط اند، اما در تلویزیون هیچ آهنگی ازو ثبت نیست، زیرا او قبل از فعال شدن تلویزیون در سال نخستین جمهوری، با وزیر اطلاعات و کلتور ( داکتر نوین) در مخالفت قرار گرفت، ومجبور گردید که از کشور خارج وبه ایالات متحده ی  امریکا مهاجرگردد. این هنرمند محبوب تا زمان وفاتش (۱۳۹۹ل=۲۰۲۰م.) در آنجابود و به عمر هشتاد سالگی در امریکاوفات یافت( خداوندجنت فردوس را نصیب شان کند). رخشانه با لباس شیک ومقبول، صحبت فصیح ونهایت مودبانه، مصاحبه های سلیس وشیرین، اخلاق عالی ونوین، کرکتر آراسته و احساس وغرورملی و وطنی شهرت داشت. او در تجلیل ها وروزها ی ملی و رسمی حاضر میبود، در مناسبتهای مهم ورسمی زمانش سهم میگرفت. او برعلاوه ی کنسرتهای روزهای رسمی وملی، در سفرهای هنری به یکتعداد کشورها مانند اتحاد شوروی، ایران،  ایالات متحده امریکا و هندوستان نیز پرداخته بود. عکس میرمن رخشانه در دهلیز عمومی رادیو و مقابل در ورودی تالار عمومی کنفرانسهای رادیو افغانستان در کنار هنرمندان مشهور مانند استاد سراهنگ، میرمن قمرگل، بیلتون، گل زمان هماهنگ و سایرین جا داشت. او این افتخار را نیز داشت که هیئت موظف وببرک ویسا ایشانرا برای ثبت سرود ملی  جمهوری اسلامی افغانستان دعوت نمود.  میرمن رخشانه همراه با ارکسترموسیقی فولکلور تحت رهبری استاد سلیم سرمست نیز چند آهنگی دارد، متباقی اهنگهایش کمپوز استاد خیال، استادننگیالي، سلیم قندهاری ، شرار و تعدادی زیادی دیگر کمپوز خودش اند.  یکعده آهنگهایش محلی و فوکلوریک اند. یکی از آهنگهایش در فلم افغانی (طلبگاری) ثبت گردیده بود. چند آهنگ دوگانه با میرمن قمرگل و تعدادی دیگر دارد. چند آهنگ مشهور او عبارتند از:

ü     ډیوه که بله ملغلری ټولوومه وشلیده د غاړې هار می  وشلیده...

ü     ومورې رادم که لړم دی لړم دی...

ü     آهوی من رمیده...

ü     شینواری لونګینه..

ü     چشم سیاه داری...

ü     پاس دې تنګي مستې ځدراڼې جینکۍ ژاړی...

ü     نری باران دی په تیرا یی  وروینه....

ü     دا تورې سترګی، زما یادیږی...

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت