عبدالقیوم

 

محبس او قفس

پنځمه برخه

د اسلامي اُمت دپاره  د مشر انتخاب

  د قرآن (م) کریم او د حضرت رسول الله( ص) د ارشادانو له مخی دا څرگنده ده، چي، د شریعت د احکامو د تنفیذ او د دېن د اقامي په خاطر د اسلامي دولت مشر مکلف گرځول سوی دی  چي د ملت د مشر او وکيل په حیث دا فرض سرته ورسوي چي وکيل او نایب ته منصب او مقام په ميراث نه رسيږي او نه ورته داحق ورکړل سوی دی  چي د زور او قوت څخه دي کار واخلي.

بلکي دا وظیفه د (مشر ټاکنه) د مووکيلينو ده، چي د بشپړي آزادۍ په لرلو سره د خپلي خوښي پربنیاد خپل مشر تعین کړي. دا حکم قاطع دی ، ترخځي مرخځي نسي وراچول کيدای. همداسي شرایط، وخت او زمان دا حکم نسي کمزوری  کولای. ددې حکمه څخه سرغړونکی  مسوول، پړ، ملامت او حتی تردې سختي کلمي ورته استعمال کیداې سي. ځکه دلته د فرض کلمه استعمال سويده، فرض د خدای تعالی(ج) حکم دی . د فرض قصدأ ترک کُفر دی .

  حضرت رسول اکرم( ص ) څوک خپل ځای ناستی یا ولیعهد په همدې علت او سبب چي د قرآن(م) حکم يې مراعت کړې وي، ترځان وروسته یې څوک مشر یا ولیعهد ونه ټاکی .او دا د هغه مبارک تصميم وو، چي ترده وروسته مشر د شورأ پواسط بايد وټاکل سي. حضرت ابوبکر (رض ) حضرت عمر(رض)، حضرت عثمان (رض ) او حضرت علې (رض ) یوه هم خپل په ژوند کي ترخپل مرگ وروسته ځای ناستۍ نه دی ټاکلۍ. او خلافت يې ميراثي نه بلۍ او نه يې میراثي کړی دی  د حکومت میراثي کونه د خدای (ج) او رسول د خدای د ارادې خلاف عمل دی.

  حضرت عمرفاروق (رض ) وفرمایل: چا چي د مسلمانانو د شورا پرته چا ته د حکومت  د منلو بلنه ورکړه، دا بلنه او دا حکومت جأیزنه دی . د لته دا خبره ډیره د غوروړ ده چي د مسلمانانو د شورا ذکرسوی دی نه د هر ږېره ور په رنگ مسلمان خبره. هر هغه څوک مسلمان دی چي په خوله اقرا د کلمي او تصديق د زړه يې په عمل کي منلۍ او په عمل کي پیاده کړی  وي.کله چي حضرت عمرفاروق (رض ) سخت ټپي سو وفات ته نژدې يې د اسلام دراتلونکي خلیفه د بیعت دپاره  د شپږو کسانو نومونه پرخوله راوړل، او هدايت يې وکړی  چي په مشوره کي زمازوی عبدالله بن عمرهم شریکولای سی ، مگرهغه په خلافت کي هیڅ حق نه لري، تر څو چي ددې په اساس خلافت مورثي ونه گرځي.

  حضرت ابوموسی اشعری (رض ) فرمایې:"امارت یا اسلامي حکومت، هغه دی  چي په مشوره جوړسوئ وي. او ملوکيت هغه دی چي د توري په زور یی قدرت په لاس راوړی وي. او هغه حکومتونه هم چي اول د مشورې دلاري جوړسوي وي. مگر اجرأت او کړه یي خپل سري او د توري په زور وي، دا تر ټولو حکومتو څخه خراب حکومت وي."

  کله چي حضرت عثمان( رض ) په شهادت ورسېدی  یو شمير اصحابو، حضرت علی (رض) ته ورغله او ځينی ويې غوښتل چي د خلافت مسؤلیت ومني. مولانا مودودي(رح ) د خلافت اوملوکيت نومي کتاب کي لیکي:چي حضرت علی (رض) خلگو يا اصحابو کرامو ته وويل"چي تاسي ته ددې کار صلاحیت نه دی  درکړل سوی  او نه ماته، چي څوک د خلیفه په نوم وټاکو دا کار د خلگو دی  چي موږ او تاسي هم پکښي شامل یو."

  مولاناابوعلی مودودې(رح)په خپل ملوکيت اوخلافت نومي اثرکي، پرطبری المسعودې حواله ورکوي وايې: "کله چي د حضرت علی کرم الله وجه وفات نژدې سو، خلگ ورته راټول سول او ځينی وه يې پوښتل، او غوښتنه يې وکړه، چي ستاسي زوی حضرت حسن موږ ته د منلو وړدی ، موږ ورسره بیعت وکړو؟ یعنی د خلیفه په حیث يې وټاکو؟ ده مبارک په جواب کي ورته وويل:زه په دې باب پرتاسو آمر نه کوم، او نه تاسي د هغه څخه منعه کوم. خلگ کولای سي چي د خپل خلیفه په ټاکلو کي گډ تصميم ونيسي. ".

وروسته بیا کله چي ده خپل وروستی وصیت کاوه، هم ځيني وپوښتل سول چي تاسي خپل ولیعهد ونه ټاکی.ده مبارک وفرمای یل:" ولې زه مسلمان نه وم او نه یم؟زه مسلمانان په هغه حالت کي پریږدم چي رسول الله(ص) پرې اېښي وو. په دې چي زه مسلمان یم. خلافت یا امارت او آمریت دا دولس مال دی  پرېږدی چي خلگ په خپله خوښه خپل مشر وټاکي او زه دا فرض ادا کوم، دا د ملت مال، مشرتوب خلگو ته پرېږدم." نوگرانو دوستانو د خدای (ج) حکم، د حضرت رسول اکرم (ص) او پرهغه مبارک باندي د خدای (ج) د لوري، د قرآن (م) د نزول او د پیغمبری زیری. دا هغه څه دي چي انسانان د جاهلیت د دورې راباسي. بیا په خاص ډول کلمه ويونکي، ایمان راوړونکي. چي د الله د کلام او محمد (ص ) د هدایانونو برا برځان جوړ او عمل وکړي.او که څوک د جاهیلیت د دورو په شان کړني کوي، یوازي په خوله د کلمي ويل مسلماني نه ده. مگر په ډیر افسوس سره سته سیاستوال، روڼ اندي، لیکوال، قوم پرستان خلگ چي د شاهانو هغو اعمالو ته چي واضح او صریح د قران (م) د احکامو، درسول د خداي د کړونو خلاف د هغه د یارانو دعملو په خلاف هم وي خو دوی  يې موږ ته د درستو او قانوني اعمالو په حیث راپیژني. تاسو لوستي بیا یې هم لوستلای سی  ويې گورې د پنځمي برخي پای.

 

 

+++++++++++

څلرمه برخه

د حکومتو په باب اسلام څه احکام لري ؟:

په اصلا کي حکومتونه چي د اړتیا پربنیاد دکومو اهدافو د تطبيق له پاره منځه ته راوړل سوي دي،کله به مشروعیت پلاس را وړي؟ ترهغو چي دوی خپل رسالت اودکوم هدف لپار چي ایجاد سوې وي هغه  چاري سرته رسوي او د گډ قرداد له مخي د خپل واک څخه ناوړه استفاده ونه کړي. دا چي انسانانو انفرادی ژوند پرېښود یا کوم عوامل وه چي دوی يې دې ته مجبور کړه او یا دوی لازم وگڼل چي سره یو سي او د متشکل ژوند چي نظم او حکومت ولري د هغه ترسیوري لاندي ژوند وکړې دا بل لوی بحث دئ.

په دې حدیث شریف سره به يې راپیل کړو"لایومن احدکم حتی لاخیه مایحب لینفسه". ترجمه:"څوک ترهغه وخته موومن مسلمان کيدای نسي تر څو کوم شی چي پرځان پیرزو لري پر خپل ورورهم پیرزو ونه لري." دلته د ورورڅخه مطلب ټول مسلمانان دي. ځکه قران پاک وایي چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي. دا چي نن ورځ د انسان د کاراو زحمت په نتیجه کي ولسونه دې خبري ته متوجی سوي دي، چي وايې خدای (ج) خو په قرآن مجيد کي درب المسلیمین په نوم ذکرنه دی  کړې، بلکي درب العلمين ذکر يې کړی دی ، او انسانان هم د یوه باباادم اولاده ده. نو انسانان به ټول په گډه د وروړنو په توگه سره وه اوسو.یعنی ټول انسانان سره وروڼه دي. په اسلام کي بیانژاد، قوم، ژبه، پوست او جغرافیايې تبعیض ځای نه لري. داسي تبعیضونه د جاهلیت د دورې محصول بلل سوي دي. په انسانانو کي تر ټولو ښه انسان د هغه پرهیزگار دی. محمد(ص )وايې: خلگو! خدای (ج) جاهلیت، غرور او تکبرُ، پر پلرو باندي افتخار، ستاسي څخه وړی  دئ . تاسي ټول د ادم  د نسله څخه یاست.

نوښاغلی محمد نادرایوبی کندهاری په خپل تالیف د حقوق په نوم کتاب په ۴۲۴صفحه کي داسې لیکې:"څه وخت چي عمر بن عبدالعزیز(رض) د مسلمانانو لخواد خلیفه په حیث وټاکل سو د نوموړي ميرمن وای ی: په هغه ورځ عمر په خونه کي پر لمانځه وو، زه ورغلم ومي لېدل چه عمر ژاړی، ما وپوښتۍ چي ولي ژاړی؟عمربن عبدلعزیز وويل: ماته د حضرت رسول اکرم (ص) د امت مسوولیت را دغاړی سو. په دې فکرکي یم چي څوک به وږي، څوک لڅ، څوک قرضدار، څوک مريض وي مرستي ته به اړتیالري چا به مرسته نه وي ورسره کړې، په اخرت خو خدای (ج) زماڅخه پوښتنه کوي. دهمدې وجهي ژاړم ".

نو افغانستان هم یو اسلامي هیواد وو او دی  هر واکدار يې هم باېد مسلمان وي په خبرونه بلکي په خپل عمل سره ولس ته وښی  چي کړه وړه او اجرأت يې د مسلمان دي. څرنگه چي په اسلام کي د خلافت، امارت، پاچهي او جمهوریت یا په بل ډول د اسلامي اُمت مشرتوب خورا لوړ مقام بلل سوی  دی  ورته مسوولیتونه او وظای ف هم په اسلام کي مشخص سوي دي په دې ډول:

۱- د اسلام د دین حفاظت او ساتنه، ولس ته ښوونه او روزنه، چي په ښوونه کي ټول علوم او د ژوند د مسایلو په ارتباط  فنون او علوم داخل دي.

۲- د اسلامي قوانینو تطبیقول او انصاف قای یمول.

۳ - په هیوادکي  د شاميلو او راغلو مسافرو  ټولو  ژوند، مال او حیثیت د اسلام د مخی د هغوی  ټولو د بشري حقونو ساتنه.

۴ – ومُجریمينو ته تر جُرم د ثابتولو وروسته  د شرعي محاکمو لخواد ه قانون شریعت له مخي جزأگاني ټاکل او تطبیق.

۵ - پوځ جوړول، ساتل د خاوري د دفاع په منظور.نه د تیري او تجاوز په نیت پر نورو.

۶ - بیت المال جوړول اوساتنه، د اسلامي شریعت پراصولو- د مالیانو ټولول. پراسلامي خزانه امانت کار خلگ درول.

۷ – حکومتي مامورینو،کارگرواومنسوبینوته پروخت، منصیفانه تنخواگاني ورکول.

۸ – د خپل رعایت او ولس دا حوال څخه په مستقیم ډول د ځان خبرول، د هغو مشکلانو ته پروخت لاس رسی. د غریبو مریضانو سره لازمي مرستي، او اسلامي دولت لوی او خورا غټ مسوولیت دی . وخپلو اتباعو ته د کار او مصروفیت پیدا کونه ده.هم داسي کار دی  چي د دوی عزت، وقار، اخلاق، ژوند او دهیواد ابادي تضمينوي.

نور نو وطنوالو تاسي د خپلو تیرو او اوسنیو واکدارو کړه او عمل په دغه ترازو کي وتلی. ښووني او روزنه، انصاف، د خلگو د مال، حیثیت، ناموس ساتنه يې وگوری ، بشري حقوق يې څونه مراعات کول، مجریمینو ته د کمي محکمې په حکم جزاورکول او محکمې څونه آزادي وې د ظالمانو د نفوذ څخه، ایا بیت المال خبري اهمیت لاره او کم امانت کارسړی پرولاړه وه، او چیري وه خزانه یا بیت المال، درعایتو د حاله کم واکدار خبره وو؟

  که خپلو چارو او مسوولیتو ته پر موږ واکدارو لږ توجه کړې وای موږ به هم اوس د نړۍ  دولسونو سره سیال انسانان وای. نور نو ستاسي خوښه چي چاته کوم نوم ورکوی . مسلمان، گناه کار، خای ین، درواغجن، منافق، قهرمان، بابا، شهید او که بل څه. پرلاره برابر یا بی لاري ورته وایاست. د څلرمي برخي پای.

 

 

-------------

درې یمه برخه

د اسلام د مقدس دین ظهور

   د اسلام د ظهور اساس هم پرهمدې بنیاد او په دې منظور را وغوړېدی چي د بې ځایه غرور، تکبر، وژنو، هوا او هوس خیالات او ټولي منفي پدېدې خنثی کړي. نو وانسان ته چي خدای پاک د نورو ژوندیو موجودانو د حواسوعلاوه فکر اوعقل هم ورکړي دي. ددې دپاره  چي د هغو په مرسته د ژوندي پاته کېدو او ژوند د سمبال کېدو تر ټولو علاوه د خپل ځان د پیژندو په لاره کي گټه ځیني واخلي. ترڅو د ژوند په هغه اصلي ارزښت وپوهېږي، د هغو په جمله کي په خپل مسوولیت او مکلفیت پوه سي.

ځکه هیڅ یو انسان په خپل ژوند کي غیرمسؤل نه دی، د مسؤلیت لرل دانسان په خټه اخښل سوې مسی له ده. زیار، ښوونه، پوهه او عمل انسان پرلاره برابره ولای سي.

  محمد مصطفی (ص ) د پلار تر وفات وروسته وزېږدی، ده لا د خپل عمرشپږکاله نه وه تکميل کړي چي مور يې هم وفات سول. د پلار نوم يې عبدالله د مورنوم يې امینه دوهب لوروه. محمدمصطفی( ص) څلورلوڼي رقیه، ام کلثوم، زینب، فاطمه څلورزامن قاسم، طاهر، طیب چي دغه درې زامن يې د مخ تردې چي د پیغمبرۍ وحي ورته راسي وفات سول. یو بل زوی يې د ابراهیم په نوم چي دعمر په دوهم کال کي وفات سو.

  محمد مصطفی( ص) لس نفره کاتبان لرل، عثمان بن عفا، علي بن ابی طالب، خالد، سعیدبن ابي العاص، ابان بن سعید، العلاء، بن الحضرمی، ابي کعب، زید بن ثابت، عبدالله بن سعید، معاویه، حنظلهء اسیدي.د"تحفه دراخلاق وسیاست - ص۱۳۱. " د مور او پلار ترمرگ وروسته، اول يې د خپل نیکه عبدالمطلب ترسرپرستې لاندي ژوند کوۍ. دوهم د خپل اکا ابوطالب ترنظرلاندي لوی ی دی  د محمد مصطفی (ص) نیکه او اکا دواړه دخپل وخت ښه ماړه خلگ وه. دوی د مکې شریفی متولیان وو. ټول د مکې بتان، حجرالاسود، او د زمزم اوبه د دوی په لاس کي وې.

  نو رسول د خدای د هغه لمړۍ ورځي دوخت ټول حالات څارل.لا دولس کلن وو چي د خپل اکا په ملگرتیايې له تجارتی کاروان سره  د شام سفروکړ. دوهم ځل د اکا لخوا وبي بي خدیجې ته ور وپيژندل سو د هغې د تجارتی کاروان سره شام ته يې سفروکړ.په دې وخت کي يې عمر۲۵ کاله وو. ورسته د بي بي خدیجې سره يې واده وکړ دواده ثمره يې دوه زامن چي کوچني وفات سول او درې لوڼی وي.درې سره لوڼی يې په خپل ژوندکي واده کړې، زینب يې وابوالعاص حضرت علي رض ته فاطمه زهرا(رض) او روقیه(رض) وه حضرت عثمان (رض) ته واده سوې دي ". تاریخ نړۍ  ادیان از اغاز تا آمروز ص۴۸۲.دجان ناس تالیف.

  د اسلام مقدس دين د حضرت رسول اکرم( ص)په زیار او کوښښ د اصحابوکرامو په مرسته د حاکميت او امارت د په لاسته راوړو ترمقام پوري په ډېر و مشکلانو گاللو سره سرته ورساوه. په لاره کي پر پرتو مشکلانو باندي بریالي سول. د اسلام د مبارک دین په غوړیدو او خپریدو سره، د جهالت او لجاجت ټغرمخ پر ټوليدو روان سو. د اسلام د ستر پیغمبر تر قیادت لاندي لمړی  ځل وو چي ولس د ظالمو واکدارو څخه ځان په امن کي وليدی  دخوشحالي احساس يې وکړی. محمد مصطفی (ص) يې خپل پيغمبر وبلی ایمان يې ورباندي راوړی . او د خپل مشر، رهبر او پیغمبر په توگه يې ور سره بیعت وکړی داسلامي احکامو په رڼاکي يې خپل ټولنیز ژوندراشروع کړی ، اسلام يې پرجاهلیت باندي د پیروزی لاره وبلل. افسوس دا چي نوموړی د خوشحالۍ مرحله ډېره لنډه وه.

  د حضرت عثمان رض د خلافت په وروستیو کي د خلکو او اسلامي خوښیو پرضد د ننه په مسلمانانو کي د هوا او هوس تر اثر لاندي خیالو نه را پیدا سول. هم داسي شان د حضرت علي رض د خلافت په دوره کي نوي اختلافونه هم پر اضافه سوه، حتی دارالاسلام پردوو برخو وویشل سو، تاریخونه او دارةالمعارفونه موجود دي چي په تفصل يې دا بیا نو نه ذکر کړي دي. او بیا د جحالت د دورو په شان حاکمانو بیله دې چي د کوم مسوولیت احساس دي وکړي د خپل ميل برابر خلاف د شرعت کړني سر ته رسولی. چي د اسلام سره يې هیڅ سرنه خوړی . د حضرت عثمان رض د خلافت په ورستیو کي یو سياسي سازمان  د شعیه په نوم په فعالیت شروع کړې وو. ځیني موورخين عبدالله بن سبا کوم چي حضرت عثمان (رض) يې په شهادت ورساوه دهمدې سازمان غړی  بللی  دی . والله لعلم.

    حضرت ابوبکرصدیق(رض) درې (۳)زامن او درې(۳) لوڼي لرلې. حضرت عمر(رض) شپږ( ۶)-زامن او دوې(۲)-لوڼي لرلي. حضرت عثمان (رض) نه ( ۹)زامن او شپږ(۶)- لوڼي لرلي، حضرت علي(رض) مجموعا(۴۸) اولادونه، شل(۲۰)يې زامن او متباقي(۲۸) لوڼي وې. د اسلام تاریخونه ډېر لیکل سوې دي، خو د مولوی نجیب الله نجیب ابادي لیکلی  تاریخ چي د اسلام تاریخ په نوم سره شهرت لري لوستل يې ضروري دی .

  اسلام د خلگو د مشراتو، حکمرانانو او امیرانو څخه غواړي، چي خپل ځانونه ترخلگو لوړ ونه بولي.او نه داسي روحیه په خلگو کي رایج کړي چي خلگ د هغوی بیځایه او مبالغه اميزه ستاینه وکړي د حضرت عمربن عبدالعزیز( رح) پر ته د اموي خلافت څیړنه هم انسان ستړی کوي ځکه وژني، چور، نړه وني، بدلمنی او معشوقې بازی يې د خلافت د دورې اساسي برخه جوړوي. په دې توگه دعباسیانو مربوط خلیفه گانوهم داسي څه نه دي کړي چي دویاړنې وړدي وي. د مثال په توگه يې دا یوه درته لیکم:

"جورج زایدان د اسلام د تمدن د تاریخ لیکونکي د طبرستان پر تاریخ حواله ورکوي وايې: دهارون الرشيد ملکي زبیدې یوه بیزو لرل چي د درو (۳) سروزرو کمربندوالو مرییانو يې خدمت کاوه د ورېښمو او زربافتو څخه جوړ کالي يې په اغوستل پرچوکۍ به یې کښېنولې وه.هرڅوک چي به د ملکي لېدوته ورتلل، اول يې باید د هغې د بیزو لاس مچ کړی وای وروسته ترهغه يې ملکه لېدلای سوای.

" پدې توگه په دغه کتاب کي راغلي دي چي د ملکه زبیدې د یوې جوړې کالو مصرف "وپنځوسو(۵۰۰۰۰)زرو دینارو ته رسېدی ". چي امریکا يې موورخ دورانت بیا ددې د یوې جوړې کالو قیمت په امریکا يې ډالرو "۳۰۰زره یا۵۰۰ زره ډالر لیکلی  دی  " لیکونکي په دونه ډالرو بیاهغه وخت د یوې ولسوالۍ د  ټولو  خلگو دپاره کالي کیدل نو دا وه د یونسبتا ښه اسلامي خلیفه د ښځي کړه وړه وه. ښاغلی محمد  نادرایوبی کندهاری په خپل "دوی  څوک وه؟"نومي کتاب کي په۱۷۵ص کي د ملکي زبیدې د کړنو يوه نمونه داسي راوړيده:

" کله چي هارون الرشيد مړ سو د ملکي زبیدې زوی امين خلیفه سو.د امين او مامون په منځ کي د اختلافانو درا پیدا کیدو له اثره جنگونه وسول، چي بالاخره امين د خپل ميرېزی ورور مأمون د طرفدارانو لخوا تر څلورو کالو او ۹ مياشتو خلافت وروسته ووژل سو. کله چي ملکه زبیده، ددې حادثې څخه خبره سوه په ډېر تاثراو غمجن حالت کي يې وويل: "لحن الله علی لجاج." ترجمه: پرلج کونکي دي د خدای لعنت وي. کله چي د هغې څخه د لج د کلمي د استعمال په باره کې پوښتنه وسوه په دوو روایتو داسي حکایت سوی  دی  چي دې ويلې دي.

۱ - زه د خپل زوی د مرگ په مسی له کې ملامته یم، ځکه چې یوه ورځ هارون(مطلب یې د اسلام لوی خلیف هارون رشېد دی ) زما سره د سطرنج لوبه کوله موږ شرط کړيوو. هرڅوک چې سطرنج وگټی هرڅه چې د مقابل لوري وغواړي هغه به حتی المقدرتهیه کوي. ملکه زبیده وايې چې هارون زما څخه د سطرنج لوبه وگټل نو راته وي ويل چې ته به په د ننه قصر کې لڅه وگرځې، زبیده وايې چه ما هارون ته ډېر ي زارۍ وکړې چي دا کار زما سره نښايې نورهرڅه چي راته وايې هغه به اجراکړم، هارون پرخپله خبره اسراردرلود، زه هم مجبوره سوم، د قصرپه لوی حرم کې لڅه وگرځيدم. بله ورځ ما دهارون څخه سطرنج وگاټه.

 نو ما هارون ته وويل چې ته به حتماً د هغې بدرنگې مينځي سره چه زموږ سره په قصرکي موجودده خلوت کوې.هارون ډېر اصرار وکی  چي مه کوه، د هغې سره زما د خلوت کولو پر ځای ته هرڅه چې وغواړي هغه به درکړم. اما ما د هغه خبره و نه منل او پر خپلي خبره ټینگه وم زما د لج کولو له سببه هارون هم د ناچارۍ څخه د خپلي بدرنگي مينځي سره خلوت وکړ چې د هغه خلوت څخه دغه مامون پیداسو، چي دادئ  زما د زوی د مرگ باعث وگرځيدی .

 ۲ - بل روایت داسي دی چي زبیده وايې: یوه ورځ هارون بې وخته زماڅخه دخلوت کولو هیله وکړه ما هغه ته درد جواب ورکړی ، دی د مينځي سره خلوت سو هغه وچي مامون وزېږېدی چي زما د زوی د مرگ باعث سو". دا د اسلامي خلیفه او ښځي لوبي وي، وای وای.

  ډاکترصالح محمدزیری په خپل لیکلي اثرچي " افغانستان او د ډموکراسی سياسي نظام " نومېږی هلته د اسلامي خلیفه مامون مورداسي راښيي:

"مرجیله د هراتی استاد سيس لورعباسي خلیفه هارون الرشيد په نکاح کړه او په دې توگه دراتلونکي خلیفه مامون مور هم د افغانستان دهرات وو. پوهاندعبدالحی حبیبی د" تاریخ افغانستان بعد ازاسلام" په ۶۱۷مخ کي ددې خبري بیان داسي کړی دی :ژباړه "ځکه په۱۵۰ ش ۷۶۷م کي بادغیسي استاد سیس د خراسان په زړه کي د عباسیانو د اشغال په وړاندي پاڅون وکړ، او په کال ۱۵۱ هجری کال کی په بغداد کی ونیول سو او بیا ووژل سو، د لوی خراساني سړي یوه لور، چي د فرهنگ په کانون کی روزل سوی وو، او مراجل نومېدل، هارون رشید ځانته واده کړه، چي د مشهوره عباسی خلیفه (مامون) مورکیږی".اوعتیق پاڅون هم په خيل اثر "مرورکوتاهی بر تاریخ افغانستان وقضیهء پښتونستان" په ۲۸ صفحه کي" مرجید د استاد سيس لوردهارون رشيد ښځه او د مامون موربولي." خو په غالب گومان د  ټولو د معلومانو منبع به یوه وي. ما ته دغه وروستۍ نظرونه سم نه بریښی ځکه عربو، امویانو اوعباسیانو ټولو ځانونه ترخلگو، ولس یانورو قومو لوړ بلل، نه يې خپلي ښځي نورو قوموته  په رسمي نکاحوورکولی، او نه يې د نورو قومو ښځي ځانو ته په نکاح کولی. ولله هُوالعلم.

په دې توگه " تاریخ تمدن اسلام" په ۱۱۸مخ کي لیکي چي د طاهرزوی عبدالله ۴۰۰ څلورسووه ځوانې، ښایسته نجوني د خراسان څخه د بغداد خلیفه ته وروا ستولې، سره ددې چي خلیفه ۴۰۰۰ څلورزره نوري نجوني هم، د خپل ساتیري دپاره په خپل دربارکي لرلی د ولس پرحال ژړا پکارنه ده ؟. په ډیرخفگان سته تر اوسه هم خلگ چي تاسو ووایاست دا شاهان خای ین نه وه، دوی  ولس ته هیڅ خدمت نه دی کړی ، د شاهانو مدافعین وايې( د هغه وخت شرایط داسي وو، پیسې نه وي د شاهانو په دفاع کي له خیټي څخه گودره دلایل تراشي).

کله چي یو پاچا په زرهاو ښځو ساعت تیری کولای سي، د عیاشي دپاره هر څه پیدا کولای او مصرف کولای سي، ولس ته بیاڅه نسي ورکولاي؟ داعجیب قضاوت دی . د اسلام د ظهور وروسته کله چي اسلام تر افغانستانه را ورسېدی  په لمړيو دوه سوو کلونو کي يې د کابل شاهانو څخه هر کال د لسوزرو څخه ترسلوزرو درهمو په اندازه نقدي ججه او ورسره دوه زره بلوغ ته نه رسېدلۍ ځوانان دغلامانو په حیث غوښتل او کابل شاهانوهم د خپل اقتدارساتلو او دوام دپاره  دغه مقدار پیسی او غلامان ورکول پیسي هم دولسه جمع کیدې او اولادونه هم. لعنت پر داسي طریقي د کار ددې ولس سره هر شاه، هر امپراتور، هر ظالم څو نه ظلمونه کړي دي، فکر وکړې داولاد اخیستنه د حیوانانو په شان له هغو څخه چي اولادونه واخیستل سو بیا يې د مرگ او ژوند پته نسوای لگولاي.

د خدای لعنت دي وي هميشه پر ظلم، ظالمانو او په حرامو روږد سوو، د هغوی پر اولادې باندي. موږ خواړه نه لرو د اسلام  په نوم خلیفه گانو به مو په پنځه زره نجونو باندي لوبي کولې.دا لااخلگ وايې چي نسبت نورو خلیفه گانو ته دغه یې هغه ښه خلیفه وو. اوس نو فکرکول پکاردئ چي دا دعباسي کورنۍ دغړي، ښه خلیفه د اسلام د لوی خلیفه او د هغه دښځي اعمال وي، ولس ته دي خدای خیر ورپه برخه کړي.رښتیاده چي دې ډول واکدارانو د خدای (ج) د کلام، او د حضرت رسول اکرم(ص) دهدایتو په رڼاکي هیڅ ډول سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حرکت نه کاوه. ځکه ناموس، حیثیت، ایمان دوی  ته یوازي خبري وي. خپله دهارون الرشید مور ملکه خیزران دعباسي امیرمهدي ښځه وه. دې هم خپل زوی عباس هادي يې د مینځو په لاس ووژی .

 اووه دېرش(۳۷ )عباسي خلیفه گانو څورلسو(۱۴ ) آموي خلیفه ګانو پاچهې(عیاشی) وکړې. د افغانستان پرخاوره باندي (۷۰ ) کال د عربو سلطه مستقیم چلیده، غیري مستقیم یې  تر او سه. اسلامي امت چي افغان مسلمانان هم پکښی شامل دي د ذکرسوو ظالمانو حکمدارانو پرضد په کلوکلو وجنگیدل اما متاسفانه په نتیجه کي دولسو دوینو په بدله کي په لاس راوړل سوي گټه، به د دوی د نه پوهي لرلو په نسبت جابرو، ظالمو او مفت خورو ته رسېده لکه هم دا اوس چي يې گورۍ. نه آمویانو، نه عباسیانو، نه علویانو، نه بویدایانو او نه هم سلجوقیانو یوه يې هم د ولس د ښ یگني (زده کړي او پوهي ) دپاره  کارنه دی  کړی . د درې یمي برخي پای.

 

 

 

دوهمه برخه

د بشري تمدن  پر سر څو خبري:

د تاریخ له هغه بدوي دورې څخه چي را ووزو د فرهنگ وعصري دورې “حجر” یا د ډبرو د استعمال (سیقل) مرحلې ته رارسېږو.چي هلته د انسانانو"کرومانیون" په نوم یې پیژنو. داعصري دورې په اروپا او افریقا کي وې. چي پنځويشت زره کاله پخوا تېري سوي دي. په واقعیت کي"کرومانیون"هغه پرمختللې بشر تیر سوی دئ چي سرونه یا ککرۍ يې غټي وې، ځیني عُلما سيکان دهغو له جملې څخه بولي. دا هغه قوي صورته انسانان وه چي د خپل محل څخه وکوچيده او کوچي ژوند يې اختېارکړه.

په عین حال کي يې د شرایطو، آب وهوا سرسم پناه گاني، د اوسېدوځایونه جوړکړه.د حیوانانو روزنه او ساتل يې شروع کړه. لس زره کاله ترميلاد مخکي يې د ډبرو د سيقل کولو د طریقې زده کړه شروع کړه.دانوعُلماووهڅوهلۍ دئ، تر خاورو لاندي اثار یې پیدا کړي دي، بیا د پوهانو څیړني دي چي کوي يې. د خپلو مشاهدانو او پوهي په زور څه وایي.

کله چي د تمدنو پرسرخبري کېږي نو د"البرماله او ژول ایزاک "په تاریخ کي "د بنی حام او بنی سام" اولاده چي د اوقیانوس اطلس څخه د فارس ترخلیج پوري پراته وه دا هغه او لني قومونه دي چي تاریخونه یي معلوم دي. دوی مد نیتونه درلوده او د دوی مد نیتونه په نړۍ کي لومړی مقام لري.د یونان، روم، هند، چين تمدنونه هم د یاده باید ونه باسو.وايې چي درې زره درې سوه ۳۳۰۰کاله مخکي دنیل درود پر غاړه د مصر تمدون ژوند کاوه.

هلته فرعون د هغی زمانې واکدار او ځان یي نعوذ بالله خدای باله. ښه دا کومه نوې او ورستې خبره نه ده دا دډېرو واکدارو خاصه وه او لاده. هرهغه چا ته چي په بشري قوانینو کي د مسؤلیت گوته نه نیول کېږي او يا يې ځانونه ترقانون لوړبللي دي، دا نونعوذباالله د خدای مقام ته دلاس اچولو په معنی شميرل کيدای سي.

زموږ په هیواد کي به ددې خبري څخه پاک لږ واک لرونکي هم پيدا نه کړي چه د خدای د احکامو برابر دي يې عمل کړئ وي.وخت ناوخته په دې باورکيږم چي شاید هیڅ نه وي تیر سوئ. زموږ د هیواد هر واکدار نه د الهي قانون خیال ساتلۍ دئ او نه د زمانې په قانون کي ورته گوته نیول کيدای سوای د خلکو وژنه، په دارځړونه، په توپ کي الوزونه، حلالول، د  ټولوفجایعو دسرته رسولوڅخه ددوئ لاس چا نه نیوی. رشوتونه، بدلمنۍ خوی يې په خټه اخښلۍ خپل ميراث وو.

باخبرو هم څه ويلي دي

خدای (ج) دالاآمراء د سورې په پنځه دېرشم مبارک ایت کي وايې چي:"پوره ورکوی تاسي پېمانه هرکله چي تاسي پېمانه کوئ او تول کوئ تاسي په تله سره برابر، دا خیراو خوراښه دئ".نو ددې مبارک ایت په پیروۍ، حق باید حقدارته پوره ورکړه سي. د تاریخ په څیړنه کي باید په جدیت سره ودې خبري ته مو پام وي. یعني تهمت مه تړئ او حق مه پایمالوئ.

د یونان یوفیلسوف هراکلیوس وخپلو شاگردانو  ته وويل "هرشئ د تغیر قابلیت لري مگر ابدي قانون نه" تاسي نسی کولای چي درود پراوبو دوه ځله خپله پښه کښیږ دې. نو مړي هم په ژړانسئ راژوندي کيدای او نه باید چي مړي سپک کړه سي، خو سپک هم باید درانه ونه بلل سي. چي دهراکلیوس خبره د پورته مبارک ایت سره سرخوري. د واقعیتونو د بیان او لیکلو څخه باېد مقصد او مطلب داوي چي حق روښانه او حقدار ته وسپارل سي.غدار ته بابا، مشر او قهرمان ونه ويل سي. د قهرمانانو یاد باید ژوندي وساتل سي. یو کس چي ځان نه پېژني هغه به الله(ج)څنگه وپیژني، طبیعی ده هغه چي خدای تعالی نسي پېژندلای، هغه پرخپل نفس حاکمیت نه لري، ښه مسلمان نسي جوړیدلای. که د انسان شرافت په علم او ادب لرلو سره وي او پردې حدیث شریف اعتقاد څوک ولري، نو دا باید ومني چي زموږ د هیواد ډیر شاهان له دې نعمته محروم وه. علم بې له زده کړو نه میسر کیږي، ادب بې له علم نه زده کیږي.

ارسطو: - پرخپل وخت د تیرو یادونه داسي کوي:"که چیري علاقه لرې او غواړې وپوهیږئ په دې چي کومو مشکلانو زموږ د ژوند شپې او ورځي په دوزخ راته تبديلي کړي دي نو بايد دا درې کاره وکړې.

۱:- د حقیقت موند ني په لټه کي همیشه اوسه.

۲:- د حقیقت توضيح او تشریح کول خپله وظیفه وگڼه.

۳:- د تصميم نیول او د هغه عملي کونه مه هیروه."

یعني بیله فرقه د هرچا، هر پاچا او هر گدا، بدوته بد او ښو ته يې ښه ويل شي. بد پریښوول او عبرت، د ښو څخه گټه پورته کول. د تیرو(تاریخ) د څیړ لو مقصد باید همدغسي وي.

سقراط: - سقراط هم د حقیقت د پیداکیدو او په لاس راوړلو په نیت خپل اصلی مسلک او کسب"سنگ تراشي"وه پریښول. او خپل ټول وخت يې په دې تیراوه چي حقیقت پیداکړي او خلگو ته يې بیان کړي.

سقراط به هروخت ويل چي "که انسان د خپل وجدان اطاعت وکړي او پرې نږدي چي د بې ځایه هوا اوهوس د خیالانو تر تاثیرلاندي راسي نو ښه کاربه يې کړیوې".متاسفانه  د انسان د پیدایښت سره جفت دغه د هوا او هوس سوچ د یوې منفی پدېدې په شکل د دوی په مغزو کي ځای نیولې دی.

 د شيوخ تاریخ په تور ية کتاب کي چي د" تکوين "د سفرپه نوم هم شهرت لري زیاتي کيسې بیان سوي دي چي د ابراهیم (ع )څخه شروع ترسلیمان (ع )پوري د دوی د حکومتو کړه وړه بیانوي. د اکثرو پيغمبرانو(ع) کیسې د قصص الانبیا په تاليف کي هم راغلي دي. چي ماخذ ئی عموما د قران عظیم او د حضرت رسول اکرم(ص) د حدیثو څخه دی. په دې کتاب کي زښت زیاتي عجایبې خبري راغلي چي د لته يې ذکرکول لازم نه دي. د دوهمي برخي پای.

 

 

+++++++++++++++

 

لمړۍ برخه

   ترهغه ځایه چي ما دتاریخ په نوم چاپ سوي پاڼي او کتابونه ولوستل هلته پوهانو د تاریخ پېژندنه داسي کړې وو.

  وایي: تاریخ د تیرو پېښو بیان ته ویل کېږي. معقول، درست، عام فهمه، لنډ خوجامع تعریف دئ.

  دتاریخ موضوع: دهغو انسانانوچي له موږ څخه یي مخکي ژوند کړی دئ دهغو دکړو وړو ليکل، بیان او څېړنه ده. دا خبره سمه ده،خو داسي یې نه دي لیکلي چي یوازي د شاهانو پرکړونو بحث ته تاریخ ویل کیږي. موږ ته چي په ښوونځیو او پوهنځیو کي څه راښوول کېده، راښول کېږي، دا هغه څه وه چي یوازي پرشاهانو باندي لیکل سوي دي،تاریخ لیکونکو زموږ ولسونه یو مخ هېر کړي دي. په خفګان سره ما ونه لېده یا مي ونه لوستل چي د افغانستان په تاریخونو کي، حتی د منطقې په سطحه دي تاریخ نوېسو پرولس او ولسي ژوند کوم څه لیکي وي.که تاریخ لیکونکو لږڅه هم دانسانانو وژوند، کار، فعالیت، قربانیو او مبارزو ته پام اړولۍ وای ښه به وو.د تاریخ لیکوالو یوازي د حاکمو، شاه هانو، درباریانو د ژوند بیانونه او یا دهغوی د کورنۍ په باب لیکلني کړیدي. ډېر کوښښ پردې سوی دئ چي پاچهان يې ستائیلي،د شاهانو او د هغوی د ښځو په ستاینه یې تاریخونه بدرنگه او بد خونده کړي دي په لږ توجه او غور سره سړی پوهېدای سي چي لیکوال دشاهانودغیري انساني،غېري اخلاقي اوغیري اسلامي کړنو څخه دد فاع کوښښ کړی دئ. رښتیا او پخه خبره خو داده،چي دبشري ستونزولوی علت پاچهان،مستبد حکمرانان، دیکتاتوران، د هغوی کورنۍ او درباریان وو. چي هر څه یې د خپلو شخصي، نفسي، هوس، عیاشیو او خپلوحاکمیتونو د دوام په غرض دا دمځکي پرمخ پراته ولسونه سره وېشلي او وېشي، په خاصه د اسلامي امت خاوره (دارالاسلام) یې پر بېلو بېلو وړو وړو هیوادو، سرحدو او بیرغو ووېشل چي دا وېشنه او جلاوالۍ د مسلمانانو د بې علمۍ او کمزورۍ باعث سو.

   دهمدې حکمرانانواودیکتانوراتوجفأوه چي ترمیلاد درې زره اوسوه (۳۷۰۰)کاله مخکي تمدونونه وه چي دوی تر خپل منځي جگړوله امله له منځه یووړه، د ساري په توگه د اشوریانو یاد (بابل) هیواد تمدون چي د نوم ذکر یې په قران(م) کي یې هم ذکر سوی دئ کوم چي د (جلې) او (فرات) د سندو نو تر منځ واقع وو.

   شاهان او حاکمان چي د هیواد، د نفوس ۱، ۰۰۱٪هم نه جوړوي. د۹۹، ۹۹٪خلگو ژوند، د قربانۍ، مبارزې، د هیواد په آزادۍ کي د ولس نقش ولسي کلتور، عنعنات، راکړه ورکړه، ښادئ او غمونه، د هغو لمانځني، د شغل، کار ډولونه، لوبې او ساتېري دا ټول يې له پامه غورځولي دي. او تقربیا اکثریت د تاریخونه مو چي لیکل سویدي هغو شخصیتونو لیکلي دي چي په ډول د ډولونو يې ددربارو سره په گټوشریک، جز د دولت او نورو يې دشاهانو درضایت او خوشحالۍ دپاره  یو شمېر نورو ترفشاراو کنترول لاندي نفس کښي او لیکني یې کړي دي، هغوی د شاهانو لیکونه، فرمانونه، مکتوبونه، پریکړي، اعلامي چي دا ټول چیزونه د حکومتونو هغه ظاهري لڅ ولس ته فریب ورکونکۍ شکل، مخونه او بڼي وي، په ماهیت کښې دوی ټول بل شان د ملت د ښمنان وه.

    خبره چي مغلقه اوپیچلې کوي هغه دلته ده چي تاریخونه انسانانو لیکي دي، د تاریخ لیکنه انسانان کوي، انسان هر یو خپلي اړتیاوي، اړیکي او مجبوریتونه لري. په تېرو کي د انسانانو د ژوند او فعالیتونو ساحه کوچنۍ وه  لیکل او ارزونه یې له هره بابته د حاکمانو تر اغېزي لاندي راتله.دانن ورځ چي د سبا ورځي تاریخ دئ. زما په عقیده تاریخ لیکونکي نه باید په لیکنو کي دا کوښښ وکړي، چي څوک ملامت او څوک سلامت وباسي.

  د تاریخ لیکونکي وظیفه د ټولو پیښو واقعي لیکل دي د یوه (مېرزا) په توگه. تحلیلونه، ارزوني، ملامت او سلامت بیا د لیکونکي پرحقیقی او رښنتینو یا داشتونو باندي ولسونه او څېړونکي کوي. دا ډېره مشکله خبره ده لاتر اوسه بشر په دې نه دئ توانېدلۍ چي خپلي څیړني د انسان دراپیدایښت تر هغه لومړنۍ زڼي پوري ورسوي یا یې داسي څېړنه کړې وي چي ټول په یوه خوله ورسره موافق سي. هغه چي دا ژوندی موجود څنگه، چیري( د مځکي په کومه برخه کي) او په څه شکل راپیداسو، پردې یوه خبره ټول سره یوه خوله دي چي انسان ميلینونه کلونه مخکي پردې نړۍ سترگی غړه ولي دي. خوپه هغو کي چي دا مني انسان په میلینونه کلونه مخکي پیداسویدئ هم یې عقیدې، نظريې او فلسفې مختلفي دي، دهرې نظريې، عقیدې او فلسفې طرفدارانو هري یوې ډلې په بیلو، بیلو شکلو د انسان درا پیدایښت بیان د خل مذهب، د خپل ميل، پوهي ذوق او گټو برابرکړی دئ. رښتیا انسانانو د تاریخ په اوږدو  کي پرمختگونه کړي دي، تمدونونه یي جوړکړي دي. په ډېر افسوس تر خپل منځي جگړو په نتیجه کي چي اساسي عامل يې نه پوهه، مادیات او نفسي خواهیشات وه د جګړو پواسط ټول بیرته پخپله له خاورو سر برابرکړي دي. هو طبعی افتونو هم خپل زړونه ډک نه دي پری ایښي.

  انسانان لا تر دا اوسه په پوره توگه ددې جوگه سوي نه دي چي طبعی افتونه مهارکړي.په دې خبره باورلرم چي هغه ورځ به هم لیري نه وي څو انسانان ددې جوگه سي چي د طبعی افانو سره مقابله وکړي او ځانونه به پربریالي کړي. کله چي انسان د ساینس او تخنیک اوسني چابک پرمختگ ته گورې نو یقیني کيږي چي دورځوپه تېرېدو به ډېر  بریاليتوبونه د خلگو په نصيب سي. مگر د انسانانو مشکلات به پخپله د انسانه سره به څنگه سي؟ چي دا مشکلات خورا زیات، پیچلي او کړکيچن ابعاد لري.پس نو د تاریخ لیکنه تر هر بل څه چي فکر کوئ مشکل کار دئ. ځکه تاریخ باید یو انسان ولیکي.

  انسان خو حتمي په اجتماع او ټولنه کي ژوند لري، اجتماعي او ټولنیزي اړیکي لري، بیا زموږ په شان وروسته پاته، ترستم لاندي ټولنه کي چي ترهمدا اوسه به لاهم کم سړي وه لرو چي پر ژبني، قومي، تنظيمي، گروپي، حزبي، مذهبي او سمتي تمایلانو باندي وافغانیت او انسانیت ته ترجيح ورکړې وي.لا اوس هم په رښتیا ويلو او لیکلو لیکونکۍ ژر د کفر په تور  متهم کیږي. او د دربارو او درباروالو سره په گټو شریک، په قوم شریک، په ژبه شریک قلموال او قدرتوال د خپلو پلرونو، ورته پاته هغو شتو او پیسو په مصرف چي د ملت يې غلا کړي دي درته دسيسې جوړي کړي.که رښتیا ووایو دا تاریخونه به سړی څه وکړي چي د ولسي ژوند، کار، روغتیا، زده کړو په باب هیڅ په کښي ونه لوستلای سي، یوازی د پاچا او واک لرونکو کیسې لیکل سوی وي.

  که چیري  د انسانانو تاریخ کوم بل مخلوق لیکلای سوای او بیا خپله انسان لوستلای، لکه انسانان چي  د نورو ژوو او جامدو په هکله معلومات وړاندي کوي. او يا د اسلامي عقیدې پراساس د هغو ملائکو چي  د انسانانو پر راسته او چپه اوږ ه باندي ناستې دي دهر انسان د کړو راپورونه لیکي. موږ انسانانو پردې نابوده  د نیا لیدلاي او لوستلاي سوای نو هله به په ځانو پوهيدلی وای چي موږ انسانانو څه کړي دي او څه کوو. په عمومي لحاظ تاریخ پر دومرحلو ويشل سوی دئ لکه د تاریخ څخه د مخه دوره: یا ما قبل التاریخ، دوهمه دوره د تاریخ هغه وخت شروع کېږي چي بشر د لمړي ځل لپاره د لیک پرکشف بریالۍ کیږي.

   ترمسیحی میلاد۷۰۰۰ او وه زره کاله پخواد غه دوره بیا پر(۴)څلورو نورو دوروويشل سوې ده. لمړۍ او لرغونې پیړۍ، لمړنۍ منځنۍ پېړۍ، نوې پېړۍ، نوې او سنۍ یاورستنۍ پېړۍ.دنوي اوما تریالیستي ويش پراساس: لمړنۍ اشتراکي دوره، دغلامې دوره، د ملک الطوایفې یا خانخانې دوره، د سرمایه داري دوره او سوسيالستي دوره.

  د تاریخ اېډیالستي دورې: د فيټيسيزم دوره، پولیټیزم دوره، د مونوټیزم د پیل دوره، د مونوټیزم دوره، فلسفي دوره، علمي دوره ۷ مرحلي یا پړاوه، او ۸ ژۍ یاڅنډې وې. د افغانستان دعلومواکاډمی پښتو په پښتو تشریحی قاموس دوهم ټوک ص۱۳۲۹. نوانسانان ترخپل پیدایښت لږ وروسته پردوو برخو سره تقسيم سول، جابران او خواران هیڅ انسان نسته چي په یوه ددې ډلو پوري دي تړلۍ نه وي.

ترکومه ځایه چي خبره زموږ د هیواد افغانستان د تاریخ پر راسپڼلو ده ترډېره حده په تاریخونو کي یوازي د یوې وړې ډلې یعني جابروکړو وړوته د حق، صداقت او غیرت ورکولو کوښښ سوی دئ، موږ او زموږ ځوانانو ته د تاریخ په نوم راپیژندل سوي دي، په هغه کي هم لمرپه دووگوتوپټ کړل سوی دئ. د جابرو، جفاوي، بدلمنئ، تېري، تجاوزونه، وژني، دعلم سره د ښ منی، خپل منځي جګړې او د تمدونونو له منځه وړلو مسئله او خدمت نه کولو ته يې  د انتقاد گوته هم نه ده نیول سوې.

  اولا دا اوس مشکلات سته دا اوس هم هغسي چي ښایي کوم څه چي تېرسوي دي څوک هغه نه وایي. په دې چي جهالت او فساد حکم فرما دئ علم نسته. دا ټول خو دهمدې جابرو کارونه وه. وه گورۍ یو قوم یاهیواد چي د اووه یا پنځه زره کاله تاریخ دعوه ولري، نو دا خو د نړۍ  د نوروهیوادو په نسبت سابقه لرونکۍ او زوړتاریخ دئ.

  مگر سره ددې دونه اوږ ده تاریخ  لرلو موږ او تاسي نن خپلو خلگو او نړۍ  ته د ښودلو او ښکاره کولو هیڅ هم نه لرو؟ ایا یوازي به دا خبره کافي او شافي وي، چي ترخاورو لاندي راپیداکړي اثار، د یگونه، کاسې، مجسمي ډبرین، او سپنیز، د خټو او لرگیوچي هغه هم د پردیو په مټ له خاورو را ایستل سوي دي، یعني موږ دونه کمزوري یو چي خپل مات د یگونه او کاسي د خاورونه سو را ایستلای چي د جهانيانو او د خپل ولس مخته  یې کښېږدو.ایا خلگو ته به  د منلووړ وي چي موږ ووایو موږ جنگونه کړي دي، موږ خوسړي وژلي دي، د بل قصرونه مونړوليدي، دارائی گانی مو يې راوړيدي، کورونه مويې خراب کړي دي، حکمرانۍ مو پرکړي دي.

  که خدای مه کړه څوک دا پوښتنه را څخه وکړي یا وه مو پوښتي چي جوړکړي موهم څه دي ؟ هغه هم را وښه یاست، اوس څه لری؟ هغه  نورومالونه چي موراوړل څه سول؟ څه موپه جوړکړه؟ اوچا وخوړل؟ تاسي خو اوس هم ټول لڅ، وږي، فقیران او سرگردان گرځې؟ نو به څه جواب ورته ولرو بیله دې چي ووایو، مشرانو مو ډیر ودونه کړیدي ... هغه نور يې نوپریږده.

هو؛ ولسونو قربانۍ ورکړي دی.خو زموږ د ولس قربانې، مړاني او قهرمانې هم د نورو جفاگانو په شان جأبرو په خپلو کورنیو پوري تړلۍ دي زموږ د هیواد افغانستان په باب چي څه لیکل سوي دي د خوار غریب او مبارز ولس پرخواریو، قربانۍ، ژوند او مبارزو څه نه دي لیکل سوي او يا لږلیکل سوي دي.

لازمه خودا وه او ده چي ولس او د هغوی ژوند وپیژندل سي، پرتیري کړل سوي خوارۍ، ځوروني، ددوی مقاومت، مبارزی او ستړیاوي ولسونو ته بیان سي. چي راتلونکي نسلونه له خپلو اصلي پلرونو له زحمتکښیو، مبارزو او قربانیو څخه اگاه سي. تر دا اوسه پوري هم زموږ په هیواد کي د پوهي د نه شتون له برکته توري لالاوهي، مړۍعبدالله. د لمړۍ برخي پای.

 

 

 


بالا
 
بازگشت