د پاکستان ورک شوي تاجیکان!

  لیکوال: عارف حسن اخندزاده

  ژباړن کوونکی: ډاکټر امیر انصاري

د افغانستان په شمال ختیځ او شمالي پاکستان کې د منځني پیړیو گیبری مملکت د ۱۱۹۰ میلادی کال په شاوخوا کې د تاجیک مسلمان سلطنت په توګه تاسیس شوه، چې د دوو وروڼو لخوا یې په پر له پسی توګه واکمني کیده. سلطان بهرام او سلطان پخل (یا فهکل) ګیبری د سیمه ییزو تاجیک پاچاهانو د یوې پخوانۍ کورنی له اولادې څخه وو چې د زردشت دین نه اسلام ته اړوړي وو، چې د کنړ (افغانستان) د دره پېچ په مشهوره سیمه یې واکمني کوله. له همدې امله، د دوی تخلص ګیبري شو، چې له "ګیبر" څخه اخیستل شوی، او هغه یوه اصطلاح وه چې د لومړنیو عربو لخوا د غیر مسلمان زردشتیانو لپاره د سپکاوی په توګه کارول کیدی. دا دوه وروڼه د کهجمان د سلطان زامن او د پیچ دره د هندو سلطان اولادونه وو. د دوی کورنۍ دود او دستور ښیي چې دوی د "سکندر ذوالقرنین" یا لوی کوروش اولاده وو - چې شاوخوا ۲۶۰۰ کاله دمخه د ایران د هخامنشی امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی و. د ګیبري سلطانان د سلطان جهانګیر وروسته د "د جهانګیري سلطانانو" په نوم پیژندل کیږي، د دې سلطنت یو له وروستیو غړو څخه و چې د هغه د بریالیتوب له امله مشهور شو. د دې سلطانانو بل نوم "سواتي" و ځکه چې د دوی پلازمینه (پایتخت) د سوات په منګلور کې موقعیت درلود.

د ګیبر ایالت د غوري امپراتورۍ (او وروسته د ډیلي سلطنت) یو مهم باج ورکونکی ولایت و: دا په اصل کې له یوې خوا له کابل او هندوکش څخه تر قراقرم او له بلې خوا د جهلم او بارامولا سیندونو پورې غزیدلی و. د پاکستان په خاوره کې باجوړ، مومند، خیبر، کرم، دیر، چترال، بلور (ګلګت)، کوهستان، سوات، بنیر، ملاکنډ او د پېښور دره د کابل سیند شمال ته او د سیند (اباسین) لویدیځ ته (پیښور، چارسده، مردان، صوابۍ) او د اباسین بلې غاړې ته د هزاره سیمې شاملی وي. د ګیبر ولایت هغه سیمې چې په افغانستان کې واقع وې، د سلیمان غرونه او د هغې لوېدیځې ځمکې – کابل، کاپیسا، لغمان، کنړ، بدخشان، ننګرهار او لوګر (اوس د افغانستان ټول ولایتونه دی) د خیبر او کرم ترڅنګ – دغه لوی سرزمین وروسته په بشپړه توګه د جلا جلا ګیبر شهزادګانو لخوا تقسیم شو او دا هغه وخت و چې د امیر تیمور (تیمورلنګ) لخوا پری برید وشو.

سلطان بهرام په لومړي ځل خپله پلازمینه د پاپین په کلي کې جوړه کړه چې د افغانستان په ننګرهار کې د سپین غر سلسلې (سفید کوه) په څنډه کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د هغه ورور سلطان پخال ختیځ خاوری ترجهلم سیند پوری فتحه او د سوات په منګلور کې خپله اډه جوړه کړه. خو سلطان بهرام ناڅاپه مړشو او زامنو یې یو له بل سره په جنګ او وژلو پیل وکړ. د دوی تره، سلطان پخل، مجبور شو چې پاپین ته لاړ شي او هلته یې د نظم د بیرته راوستلو لپاره له دوی سره جګړه وکړی. هغه بیا د یوازینی واکمن په توګه راڅرګند شو او منګلور د سلطنت دایمي پلازمینه شو چې وروسته د هغه په ​​نوم ونومول شو.

په ۱۳۴۲ عیسوی کال کې، د هندو تر واکمنی لاندې کشمیر د شاه میر (وروسته سلطان شمس الدین) یو بل ګیبری له خوا چې مخکې کشمیر کی میشته شوی وه فتحه شوه، شاه میروروسته یو جلا پراخه اسلامي سلطنت په کشمیر کی جوړ کړ. د ګیبر اصلي سلطنت بیا په پخلی سرکار (د سوات د سلطنت په نامه مشهور) بدل شو او د کشمیر د لوی سلطنت یو ولایت وشو. دا نوم د سلطان پخل په ویاړ ورکړل شو. وروسته په ۱۳۸۶ عیسوی کال کې، د کشمیر سلطان خپله خاوری نوره پیاوړې کړی او په سهیل ختیځ کې د پوتوهار لویه برخه خپل سلطنت ته اضافه کړی. که څه هم کوم مشخص ریکارډ شتون نلري، د پورشور (پیښور) دیوال لرونکی ښار تل د جهانګیري سلطانانو او د هغوی د بادارانو یعنی د ډهلي سلطنت تر کنټرول لاندې و. په افغانستان کې د سلیمان د غرونو لوېدیځ ته د اصلي ګېبر سلطنت پخوانۍ سیمې – کابل، کاپیسا، لغمان، کنړ، بدخشان، ننګرهار او لوګر (د افغانستان اوسنی ولایتونه) – وروسته د ګیبر د شهزادګانو تر واکمنۍ لاندې جلا شول. د ګېبر لومړنی دولت تقریبا د پخوانۍ ګندهارا په څیر حدود درلود چې د هغی نه بلافاصله دمخه د ګندهارا په نامه یادیدل. دا هم یوه عجیبه تصادف ده چې د پخلی سرکار لوېدیځ پوله د ډیورنډ کرښې ته ورته ده چې اوس یې ځای نیولی ده. دا په معتبره توګه مستند شوي چې چنګیز خان د ګیبر لومبنی سلطنت د تاسیس څخه شاوخوا ۲۸ کاله وروسته د ګیبر د سرزمین نه تیر شی وو.

پرته د کشمیر او هزاره، تر اباسین پورې او د کابل سیند څخه پورته (ګندهارا) د ټولې سیمې کلیوالی نفوس په هغه وخت کې د شلماني او تیراهی تاجیکانو او د دوی اشرافی کروندګرو واکمنانو څخه جوړه وه. داسې ګومان کیږي چې دوی د اسلام څخه دمخه د ایران د لویو امپراتوریو راهیسې د سیمې د پخوانیو اوسیدونکو (بومی خلکو) څخه وو. دَرْدْ (کوهستانیان) پوری تړی خلک هم په سیمه کې موجود وو. د پراکریت ژبې ویونکي (یعنې د هندکو ژبې لومړني ویونکي) په ښاري میشتو سیمو کې څنګ په څنګ اوسیدل. دا ډېره څرګنده خبره ده چې په هغه وخت کې تاجیک (په ختیځ کې د فارس یا فارسیوان خلک)، چې اوس واخان او هندوکش کې د دوی دودیز نسبی سیمه ګنل کیږي، په لرې ځایو کی شتون درلود. دا د دې حقیقت له مخې نور هم تاییدیږي چې ګندهارا د اسلام څخه دمخه شاوخوا زر کاله پرله پسې د فارس امپراتورۍ لاندې یو "ساتراپي" یا باج ورکونکی ولایت پاتې شوی وو. د فارسي ویلو هغه طریقه چې په هغه وخت کې رواج وه اوس ورکه شوې ده.

همدارنګه په هغه وخت کې په سيمه کې يوه پخوانۍ پښتني قبيله وه، چې په هغه وخت کې -يوازينۍ موجوده پښتنه قبيله – دلازک وه، چې په ډيره خواره واره کې يې ژوند کاوه. ویل کیږي چې دوی د عیسوی په یوولسمه پیړۍ کې د شمالي هند د لومړي مسلمان فاتح محمود غزنوي سره جوخت دلته راغلی و. د ډلازاک اکثره افغانان وروسته د یرغلګرو یوسفزیو او د هغوی د متحدینو له خوا – چیرته چې دوی نن صبا اوسیږی – د سیند له غاړې هزاره او چاچه سیمو ته وشړل شول. د دلازک ډېری کسان چې شاته پاتې وو، ډېر احتمال سره خټک قبیلې ته چې د پېښور د دره په شاوخوا کې جنوب ته پروت و، خپل هویت بدل کړ.

د ګبر سلطنت د تاجیکانو تر ولکې لاندې سیمه د دوی د قدرت په اوج کی، د ۱۲۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ عیسوی کال پورې.

اسلام لومړی ځل ګندهارا سیمې ته د محمود غزنوي سره یو ځای راغی، خو په عملي توګه د سواتي ګبري تاجیک د سلطنت په وخت کی اسلام مسلط شو. په هرصورت، د هندوانو او نورو غیرمسلمانانو د پام وړ نفوس شتون درلود. میر سید علي همداني، یو ایرانی دیني روحانی عالم چې کشمیر ته یې اسلام معرفي کړ، د سوات د جهانګیري سلطانانو یو له باوري کسانو څخه و. هغه د باجوړ د سيمې والي ملک خضر علي ګبري په ګبري قلعه کې مړ شو. که څه هم د ټولو حسابونو له مخې ګیبریان سر سخت مسلمانان شوي وو، خو بیا هم ځايي مسلمانه ټولنه د جوړیدو په لوری روانه وه.

په ۱۳۹۸ عیسوی کال کې امیر تیمور (تیمورلنګ) اباسین بلې غاړې ته د پخلی سرکار هزاره ولایت له خپلو سیمو سره یوځای کړ. په دې سيمه کې يې خپل ترکي پوځيان ميشت کړل، چې د "پخلي هزاره" په نوم يې يوه کوچنۍ خپلواکه ترکي پاچاهی جوړه کړه، چې تر ٣٢٣ کلونو پورې په واکمن وه. په دې توګه د پخلی سرکار یا سوات پخوانۍ سیمه د باجوړ، دیر، چترال، ګلګت، سوات، بنیر، ملاکنډ، کوهستان او د پیښور وادۍ ولسوالیو (دیستریکت) ته راټیټه شوه – چه د څلورو صوبو په توګه چې پکې باجوړ، سوات، بنیر او هشتنگر شامل وو، اداره کیده.

 

تر اباسین پورې او د کابل سیند پورته د ټولې سیمې واکمن کلیوالي نفوس شلماني او تیراه تاجیک وو، چې د ایران د سترو امپراتوریو له وخته د سیمې له پخوانیو اوسیدونکو څخه ګڼل کیږي.

د سواتی تاجیک پخلی پاچاهی حکومت بالاخره د دوو عواملو په نتیجه کی پای ته ورسیده. ګیبري سرزمین ته د افغانستان له سویل څخه راوتلي ډله ایز مهاجرتونه چه د ختیځ ساراباني مختلف پښتني قبیلې – چې مشري یې د یوسفزیو په لاس کی وه – د تیموریانو د سیاسي لمسونو لخوا مهاجرت ته هڅول شوې وه. په همدې وخت کې د فرغانه یو بل تیموري شهزاده ظهیرالدین بابر هم پر هند برید وکړ. په ۱۵۱۹ عیسوی کال کې د دهلي سلطنت نسکورولو او اوه کاله وروسته د مغولو امپراتورۍ د جوړولو لپاره د خپلې ستراتیژۍ د لومړۍ برخې په توګه، هغه د سوات د پخلی سرکار په سلطنت یرغل وکړ او هغه یی فتحه کړه. بیا په ۱۵۸۶ عیسوی کال کې کشمیر هم د هغه د لمسی اکبر په لاس کې نسکور شو. د سراباني پښتني قبیلې چې د بابر له راتګ سره سم د اباسین لوېدیځ سیمې ته په ډله ییزه توګه ننوتلې وې - په تدریجي ډول د سوات د پاچاهۍ په ځمکو کې میشتې شوې او بیا یې په سیمه کې خپله واکمني ټینګه کړه. په دغه وروسته بهیر کی بابر یوسفزیو سره مرسته وکړه ځکه چه بابر د هند د فتح کولو لپاره د دوی مرستې ته اړتیا درلوده. که څه هم د سوات سلطنت په ۱۵۱۹ عیسوی کال کې ړنګ شو، خو د یوسفزیو او د هغوی د متحدینو له خوا د دې سیمې غصب د اویا کلونو په موده کې ترسره شوی. دا بهیر په ۱۴۸۱ عیسوی کال کې د تیموري شهزاده میرزا الغ بیگ لخوا په کابل کې د دوی د قومي مشرانو په قتل عام سره پیل شو چې ختیځ ته یې د دوی ډله ایز مهاجرت پیل کړ. الغ بیگ د بابر د مور تره او د کابل والي و. اوسنی کی ورک شوی شلمانی او تیراهی تاجیک اکثریت نفوس او د هغوی بزګران، چې نه تښتیدلي وو او نه وژل شوي وو، په زوره د نوي پښتني هویت لاندی په دغو قومونو کې جذب شول. د پښتني قومونو په یرغل سره د دوی ښاري کلتور له منځه ولاړ. ډیری تاجیکان غلامان او بزګر برده گان شول. د دهقان فارسي اصطلاح، چې یو وخت د یو اشراف په معنی وه چې د ځمکې خاوند و، په سیمه ایزو خبرو اترو کې د بزګر یا غلام سره مترادف شو. د تاجیکانو لویه برخه هزاره سیمې ته وتښتید، چیرته چې دوی میشت شو او اوس د هندوکو په ژبه خبرې کوي - او د "سواتي" په نوم پیژندل کیږي. د شلمان او تیراه نومونه اوس هم د خیبر په سیمه کې د ځایی سیمو په توګه شتون لري چې اوس د افریدیانو لخوا میشته دي - کوم چې په هغه ورځو کې شتون نه درلود.

بابر کلونو مخکې چه ډيلي ته پر مختگ وکړی، باجوړ کې د یو جګړه ایز کمپین په موقع چه په غرنیو سیمو کې د سفر کولو په وخت انځور شوی

بابر لومړی په باجوړ کې د ګیبرقلعه چی یوه لویه کلا وو برید وکړ او د پخلی سرکار باجوړ صوبې د سواتی والي ملک حیدر علي ګیبري یې وواژه. هغه د ښار ۳۰۰۰ اوسیدونکي هم قتل عام وکړل چی د کلا په دننه کې ژوند کاوه. مغولانو په دې حالت کې د وسلو په کارولو کی خورا ښه تاکتیکي برتری درلوده، ځکه چی په برصغیر کې د لومړی ځل دپاره دوی ټوپکونو وکارول. د بابر بریا په داسې حال کې یقیني شوه چې د شلمانی تاجیک پوځیان د نامعلومو وسلو له آواز او لوګي څخه ویریدلي وو. بابر د دې فتحې ټوله روښانه او خونړیو توضیحات په خپلو یادښتونو یعنی بابرنامه کې بیانوي. د سوات دره پخپله هم هغه کال وروسته د یوسفزیو لخوا فتحه شوه او یو څه توپیر درلود. دوی د گدی دسیسې، فریب او تیري څخه په استفادې سره د هشتنگر سیمې (چارسده – مردان میدانونو) والي میر هاندا دهغان له واکه لرې کړ. په ملاکنډ کې خپل کلي تهانه ته د میرهاندا په ​​بيړه ورتګ او د سواتي لښکرو کمزور کارکردګي او د هغوی ناکامه دريځ دا يقيني کړه چې د يوسفزيو تعقيب کوونکي قوا تر ټولو ستر انعام - د سوات سرسبزه دره په لاس کی واخلی. یوسفزیو په سیمه کې له ۳۵ څخه تر۴۰ کلونو پورې د مهاجرو او مزدورانو په توګه ژوند کاوه او د سوات له شتمنۍ او ښکلا سره اشنا وو، دا هغه ځای دی چې دوی اکثره د بوریا پلورلو لپاره تلل. دوی د سوات وروستي واکمن سلطان اویس ته په ماتې ورکولو کې ډیر وخت ونه لګاوه. سلطان خپله پلازمینه یې پریښوده او د دیر په نهاګ دره کې وتښتید او د "کافر" خلکو په مینځ کې یې پناه واخیسته. سواتیان په بشپړه توګه بی له تیاری نه غافلگیر شوی وو.

په دې توګه، په هند کې د اسلامي واکمنۍ زوړ ترک-تاجک غوري-خلجي/غلجي-افغان نظام د سوات او کشمیر د ګډو سلطنتونو - او د دوی سرپرست، د ډهلي سلطنت له سقوط سره سم، نظام تیموریانو (مغل) ته انتقال شو. د تیموریانو نظام په ۱۷۴۷ کال کې د سیند لوېدیځ (په افغانستان کې) د افشاري - ابدالي سیسټم لخوا بدل شو - په داسې حال کې چې په هند کې دا د انګلیس واک ته د رسیدو دمخه د نورو ۱۱۰ کلونو لپاره په زیاتیدونکي توګه ضعیف او کمزوری پاتې شو.

 

د سواتی د منځنیو پیړیو د واکمنې کورنۍ د تاجک اصل په اړه پوهه د اوږدې مودې لپاره د شفاهي دود په توګه پیژندل شوې.

دا مقاله به د ډیرو لپاره حیرانونکی وي، ځکه چې په سیمه ایزو اولسی خبرو کې د هیڅ ګیبر صوبه یا پخلی سرکار - یا د تاجیک نفوس هیڅ یادونه نه کیږي. دا په کلی توگه د پام وړ خبره ده، او د تاریخ له نظره هم، دا دیره زاړه دوره نه ده، مګر زموږ د هیواد په رسمي او ملي تاریخي لیکونو کې د هغې بشپړ نشتوالی خورا د حیرانتیا خبره ده - په ځانګړې توګه د پرله پسې ټینګار سره هرچا ته د اسلام د راتګ په اړه یادونه کول، چې اسلام څنگه هند ته ورغلل او څنگه پاکستان د اسلامي نظریه پر بنیاد جوړه شوه. په دې برخه کې د غوریانو یادونه په مکرر ډول کیږي. خو هیڅوک حتی د غوریانو د باجگذار تاجیک سلطنت په اړه هم نه پوهیږي، کوم چې د پاکستان ټولې شمالي سیمې او همدارنګه د افغانستان د شمال ختیځ یوه مهمه برخه پکې شامله وه. د گیبرسلطنت او د هغه سلطانان د لومړنیو او منځنیو پیړیو مسلمانانو په څو معیاري او سمبولیک تاریخي متنونو کې ذکر شوي دي. په دې کې طبقات ناصري، تیموری توزک، بابرنامه، آیین اکبري، جهانګیرنامه، شاهجهان نامه، عالمګیرنامه او سیر المتاخرین او داسې نور شامل دي. د جهانګیري سلطانان او د هغوی دورې د برتانوي استعمار د مشهورو لیکوالانو لکه میجر ایچ جی راورتی لخوا په ډیر تفصیل سره بیان شوي. خو د نورو عصري اکاډمیک استادانو په مورد، وضعیت خورا بدمرغه ده.

ځینې ​​​​وختونه حتی داسې بریښي چې د دې میراث او د هغې له مینځه وړلو او قبضه کولو په اړه د پیړیو نه راهیسې یو رسمي "د پټولو توطیه" شتون درلودی. په دې برخه کې یو ښه مثال دا وی چی د دې مسلې په هکله د سر اولف کارو رویه ته اشاره وکړو. د صوبه سرحد (اوسنۍ خیبر پښتونخوا) لپاره د انګلیس وروستی استعماري والي او یو لوړ پوړی استعماري بیوروکریټ او ستراتیژیک پلان جوړونکی، د هغه کتاب پټهان لا هم د ډیری خلکو لخوا د پښتون قوم او د دوی د تاریخ په اړه ترټولو غوره نړیوال کار ګڼل کیږي. په هر حال د کارو په شان يو هوښيار عالم او استاد، چې ظاهراً همېشه د علم په ډګر کې د خپلې وړتيا د ثابتولو په هڅه کې وو د گیبري سواتي سلطانانو يادونه په خپل مشهور او شاهکار اثار کې يوازې درې ځلې او هغه هم په اتفاقی ډول سره کړی دی. دا داسې غوندی ده چې استاد کارو یو ډیر پیژندل شوي مقدار ته اشاره کوي چې نور علمي توضیح یا تعارف ته اړتیا نلري. خو په حقیقت کې داسې ښکاري چې دا د بې ګناه فکر پر ځای یوه مکارانه تفکر وه: د پام اړولو او په عین وخت کې د یوې مهمې تاریخي مسلې اهمیت کمولو یوه مکارانه لاره! خو دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې د پټهان د کتاب په څیړنه کې دا په پراخه کچه روښانه کیږي چې د دې استعماري چارواکي شخصي خواخوږي او همدارنګه د هغه بنیاد لپاره چې یې کار کاوه چیرته قرار لري. موږ په ښکاره ډول وینو چی استاد کارو د خپل پتهان کتاب په مقدمه کې یوسفزیو ته هغه ​​وقف کوې او همدارنګه د هغه هیله چې د "اعزازی یوسفزي" په نوم یاد شی – یوسفزی هغه قبیله ده چې د ټولو سراباني پښتنو په څیر د پښتانه په تیاتر کې د انګلیسي استعمار ملا تړ وه. له بلې خوا نامتو علمي شخصیتونه لکه د پاکستان تر ټولو نامتو تاریخي صلاحیت لرونکی مرحوم ډاکټر ایچ ایچ ډانی – با وجود د دی چی پخپله د شمالي سیمو سره تړاو لري – د سوات د سلطنت له ذکر کولو څخه ډډه کړې دی، پرته له یو څو جملو څخه چې د یو انګلیسي لیکوال څخه یی حواله کړې دی. هغه په لنډه توګه د کشمیر د سلطانانو (گیبري) یادونه کوي، خو د هغوی د تاریخی پس منظر او له سوات سره د هغوی د تړاو څرنګوالی نه یادوي. د دې تاریخ آگاهی د ځایی کلیو په غیر رسمی شفاهي خبرو اترو او د هغه د بې سواده فولکلور چاپیریال کې د یادښت په توګه شتون لري. یا دا تاریخی آگاهی د پټې پوهې په توګه پاتې شو چې د سیمه ایزو کلیوالی اشرافو ترمنځ خپریږي او په محتاط ډول بحث کیږي. دا پیښې د یوسفزیو په خپلو دودیزو محلي تاریخونو کې هم په پراخه کچه ثبت شوي دي لکه د حافظ رحمت خاني په تاریخ کې او د معاصر روحانی عالم آخوند درویزه په کتابونو لکه تذکره الابرار والاشرار کې. مګر دا حسابونه، لکه څنګه چې ډیر مهم دي، پټ دي او د اصلي جریان څخه لیرې دي، او زموږ په خپل هیواد کې تعلیم یافته مخاطبینو لپاره  په دسترس کی نه دي، نړیواله مخاطبینو خو لا پریږده.

 

د یو یوسفزی جنگیالی انځور

ځینې ​​​​وختونه حتی داسې بریښي چې د دې میراث او د هغې له مینځه وړلو او قبضه کولو په اړه د پیړیو نه راهیسې یو رسمي "د پټولو توطیه" شتون درلودی.

د دې تاريخي پټولو پرته به د دې سيمې تاريخ او کلتور او نور لاملونه په نوي نظر څرګند شي او د هغې په شاوخوا کې اسرار او رازونه او د پښتني قوم تاريخي تحول، د هغه کلتور او د هغې دقیق علمي تعريف – يوه موضوع چی ډیر نادر او نیمګړی ده- به حل شي. حکومتداری نظامونه په پرله پسې ډول بدلون مومي او ټولنيز نظامونه تل راځي او ځي. تاریخ اصلا د دې شیانو په اړه دی. مګر لږی حالتونه په الماریو کې د پټ اسکلیتونو داسې میراث لري — او نه د دومره پراخه مودې لپاره. په ۱۰۶۶ کې د نارمن یرغل او د برتانیه د نیولو سره د قوي شباهتونو سره سره، د سوات د سلطنت د نسکوریدو تاریخي بهیر د محلي لوبغاړو او د دوی مغل او وروسته برتانوي سرپرستانو لخوا پټ شوی دی. او موږ شاید اټکل وکړو چې بایلونکي نه یوازې د ویره بلکې د شرم له امله هم غلي شوی دي. برسېره پر دې، د نورمن برتانیې شباهت زموږ له اوسني وضعیت سره تړاو نلري، ځکه چې په ۱۵۶۶ کې - ۵۰ کاله وروسته د نورمنانو د فتحی نه - بریتانیا په نړۍ کې د تسلط په لور روانه شوه، په داسې حال کې چې د گیبری سرزمین د سیمې د اوسیدونکو په اړه ورته پرمختگ نه لیدل کیږی. د برتانیې د نارمن یرغل په خلاف، د سوات د پاچاهۍ یا سرکارپخلي د سرباني-تیموریانو په لاس ړنګول، ، ډیر ناوړه او بدمرغه وه – او د هغې ځینې پایلې لا تر اوسه هم پیړۍ وروسته څرګنده کیږي.

د واخان سیمې نه هاخوا د تاجیکانو د موجودیت په اړه بحثونه،  د اوسني پاکستان په شمالي برخه کې، ډېر کم دي.

یو بل فکتور چې د یادولو وړ دی - او هغه چی د دې اسرارو په افشا کولو کې خورا مرسته کړې - دا ده چې په تیرو ۱۵ کلونو کې، د جنیټیک جینیالوژی انقلابي ځوان ساینس کې د نه منلو وړ لوی پرمختگونو په پای کې داسې رڼا روښانه کړې چې د پټولو هیڅ پروسه نشي کولای مقاومت وکړی. په پیښور او د سوات دره سیمو کې د تاجیکانو اصلي او "پښتانه شوي" خلک او نسبونه څرګند شوي چیرته چی د دوی د شتون لږ توقع کیدل. همدا راز د اوسنيو واکمنو سراباني پښتني قومونو د اصلي نژاد تر شا حيرانوونکي حقايق هم په ډاګه شوي دي، چې ٥٠٠ کاله وړاندې يې اصلي تاجیک اوسيدونکي تر پښو لاندې کړل او بيا يې پر خپلو اتنیکی افغانانو واکمن شول. نه یوازې دا، بلکې جنیټیکی مطالعاتو، غوري تاجیکان، د بیټني (غلجي) - د افغانستان ترټولو لوی قومي کنفدراسیون - د عنعنوي منبع په توګه تایید کړې دی– چی په حقیقت کې اوس د پښتنو ترټولو لوی ډله ده او په تاریخي لحاظ ترټولو بریالۍ ترین هم ده. خو دا بله خبره ده…

آخندزاده عارف حسن خان یو مولف، لیکوال، فعال او د تاریخي مسایلو څیړونکی دی. د هغه تعلق د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلع شبقدر سره دی

 

 

  


بالا
 
بازگشت