پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د نوې وګړشمېرنې  اړتیا او ستونزې

(بشپړه سرشمیرنه څه ده؟)

د احصائیې د مرکزی ادارې ویاند ویلي چې په پام کې ده ۳۱میاشتو کې د ۱۲۰-۱۵۰میلیون ډالرو په لګښت دافغانستان بشپړه وګړشمېرنه/سرشمیرنه (سرشماری کامل) اجرا کړی. دلته به په څوبرخو کې وګړشمیرنه او دهغی ضرورت، طرز او شرایط لنډو وګورو:

د نفوسو بشپړه شمیرنه ( census)د يوه هېواد يا يوې سيمې د ټولو وګړو په ديموګرافيکي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې په يوه ټاکلي وخت کې د ارقامو او اعدادو راټولول، تصنيف، ارزيابي، تجزيه او تحليل کول او بيا د هغو خپرول او د اړوندو مراجعو په واک کې ورکول دي . دا د د يموګرافيکي احصائيو او معلوماتو له څلورو منابعو څخه يوه منبع ده ( درې نور منابع د نفوس د احوالو ثبت يا population register ، د حياتي احصائيوي ثبت vital statistical register او ديموګرافيکي نمونوى سرويګانې (demographic sample surveys) دي. بشپړه سرشمیرنه چې دهغې د ټولو اصولو، څلورګونو مراحلو، دقت او مسلکیتوب له مخې وشي، نظر پورته درې نورو منابعو ته کاملاً ثقه او د اعتبار وړ وي. درې نور منابع ځکه کافی ندی چې:

Ø     population register زموږ ادارات د نفوسود احوالو د ثبت منظم، پرله پسې او ثبت شوی سیستم نلری،  او نه هم خلک مراجعه کوي، خصوصاً ښځینه نفوس زیاتره تذکره نه اخلی،

Ø     vital statistical register په افغانستان کې هیڅ کورنۍ د نوی ماشوم یا د کورنۍ د وفات شویو غړو راپور نه ورکوي، حال دا چې نورو هیوادو کې د ماشوم په تولد سره مربوطه زېژنتون او په خپله والدین را پور ورکوی او تذکره هم ورته فوراً  ثبت کیږی.

Ø     demographic sample surveys تیرو دیرشو کلونو کې نمونوی سرویګانی ندی شوی، البته په ښارونو کې شوی، خو هغه په ټول نفوس د تطبیق وړ ندي.

دا ملی دنده او پروسه په الفاظو ډیره اسانه ښکاري:

A census is the procedure of systematically acquiring, recording and calculating population information about the members of a given Population.    

خو عملاً دا یوه پیچلی پروسه ده. البته د دې ترڅنګ د نفوسو په اړه د ارقامو او معلوماتو  یو شمیر نورې طریقې هم شته لکه:  کرنیزه احصائیه(censuses of agriculture ) ، تجارتی احصائیه، د ترانسپورت او ترافیک احصائیه (traffic censuses)اونور ډولونه، خو دا یوه هم د ملی کُلی وګړشمیرنې مانا او ارزښت نه ښيي.

افغانستان کی له ۱۳۳۰ل. کال هڅې وشوې چې د نفوسو د شمیرنې سیستم جوړشي. حکومت(دکورنیوچارو وزارت) د تذکری ویش ښه وسیله بلله، خو ډیر ژر معلومه شوه چې په کلیو کې ښځې تذکره نه  اخلي، آن دا چې کورنۍ د نجونو تعداد او نومونه  مامورینو ته نه وایی. دوهم او درېیم امکان هم  محدود و. په ۱۳۵۴ل. کال کې د لومړي ځل لپاره دې مهمې موضوع ته پام وشو او د احصائیې مرکزی اداره جوړه شوه. دغې ادارې ډیر ژر د یوې مسلکې ادارې په بڼه تبارز وکړاو د ملګرو ملتونو دنفوسو د صندوق(UNFPA) په مرسته پوره په پښو ودرېده. د (احصائیه) په نوم یوه مسلکی مجله یې لرله او هرکال د افغانستان احصائیوی کالنۍ ( Afghanistan Statistical Yearbook) په معیار برابره خپره شوه. افغانستان د دغه صندوق د جنوب او جنوب ختیزی آسیا په حوزه کې شامل او فعال غړی شو. همدا وخت د لومړنۍ بشپړې سرشمېرنې لپاره د(موږڅو تنه یو؟) تر شعار لاندې کار پیل شو، لازم تریننګونه ترلاسه شول، بهرنیو متخصصینو پرله پسې روزنیز او لوژستیکی کار او مرستې وکړې، تشکیلات پراخه شول، فورمی او پوښتنلیکونه د اساسی او اشتقاقی معلوماتو لپاره جوړ شول. په څلورم کال؛ یعنې په ۱۳۵۸ل. کال دافغانتستان لومړنۍ بشپړه سرشمېرنه وشوه، په هغی کې شهری ، دهاتی ، کوچې ، اناث، ذکور د سنی هرمونو( population pyramid) په ښودلو سره ترتیب او نشر شول. وروسته له هغه بیا تر نن ورځې پورې د نفوسو په اړه موثق ارقام نلرو، د کورنیو او بهرنیو منابعو ټول ارقام تخمینی دي.

دا هم باید ووایو چې هغه وخت د اقتصاد پوهنځی ته هدایت ورکړ شو چی یو مضمون په دې هکله درسی نصاب کی شاملی شی. سره له دی چی دنفوسو او د نفوسو د تحلیل مسایل پخوا هم پراګنده ځینو مضامینو کې تدریس کیدل، خو د (دیموګرافی او د نفوسو تحلیل او مطالعات/  Demography & Population Studies) چې په لنډیز سره دیموګرافی لیکل کېده او مهالویش او د محصلینو نتایجو کی هم د (دیموګرافی) عنوان لاند ی مضمون رسماً نصاب کې شامل شو. دا مضمون تر یووخت پورې استادغلام محی الدین شهباز تدریساو، راقم الحروف ورسره داسیستانت دنده لرله. نوموړی وروسته بیا د پلان جوړونې د دولتی کمیټې معین او بیا د مرکزی احصاېیی د وزارت وزیرهم شو. له هماغه پیل (۱۳۵۴ل.)څخه د احصاېیې د مرکزی اداری رییس د وزیرانو مجلس کی ګډون کاو، وروسته بیا دغه اداره وزارت ته اوچته او بیا بېرته د یو لوی ریاست تشکیل ورکړل شو.

د افغانستان لومړنۍ بشپړې سرشمېرنې کې د دغې اداری دقدر وړ خدمات او تجربه د نه هېرېدو ده.تراوسه هم تر ډیره پورې دهغې دورې ډیزاین شوي پوښتنلیکونه او فورمه جات معمول دي. 

 باید وویل شی چې بشپړه سرشمیرنه ټوله نړۍ او هر هیواد کې ډیره پیچلې او د لوړ لګښت لرونکي، خو ډیره ضروی ملی پروسه ده، چی متخصصو کارکوونکو، وسایلو، پلان، قرطاسیې او اعلانونو ته ضرورت لري. ځینی هیوادونه هرو پنځو کلونو کې او ځینی نور په هرو لسو کلونو کې وګړي شماري. هیوادونه کوښښ کوي، د وګړشمېرنې ارقام هغو کلونو کی نشر کړي چې په صفر پای مومي، لکه ۱۹۸۰،۱۹۹۰، ۲۰۰۰، ۲۰۱۰، ۲۰۲۰او نور. په تېروڅلورڅلوېښتو کلونوکې؛ یو ځل په ۱۳۷۸ل. کې پریکړه وشوه، چی افغانستان کې بشپړه وګړشمیرنه وشي، خو د نامالوم دلیل له مخې( ممکن د ناامنی) له امله ونشوه. په دغه کال د نفوسو نړیوال صندوق مرستو ته چمتو او د احصائیې مرکزی اداره هم ښه مجهزه  او ضروری تکنالوژی او تریننګ شوی کسان یی لرل، خو د (سرشماری کامل) پرځای یی تخمینی ارقام نشر کړل او هرکال د افغانستان احصائیوی کالنۍ د نفوسو تخمینی ارقام نشروي.

له نیکه مرغه دادی اوس امنیت ټینګ او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق هم مرستو ته چمتودی، نو د وګړشمیرنی کلکه اړتیا ده.  دا چی څه باید وشی، په دې باندی بحث په کار دی:

 

(دوهمه برخه)

وګړ شمېرنه او دیموګرافی د نفوسو احصاییوی  مطالعه ده،  چې د نفوسو کمی  او کیفی مشخصات  را ښیي او د وګړو  په ژوند کی دینامیزم او بدلونونه  را ته څرګندوي.  نه یواځې دولت اود هیواد دننه ادارو ته بلکې، د ملګرو ملتونو ټولو موسساتو او په تېره د نفوسو نړیوال صندوق ته هم ضرور ده. په همدې خاطر دغه صندوق دې برخه کې مرسته کوي او د یوې پروژې په توګه یې تمویل او فنډ یې په غاړه اخلي، یعنې دکار دا ساحه او لګښتونه یې بشری مرستې ندي چې کله پوره وي او کله نه، بلکې د صندوق بودجه ده.  په لومړنۍ بشپړه وګړشمیرنه کې  دهیواد ټول نفوس په یوه اونۍ کې وشمیرل شو، خو اوس وخت کې هیوادونه کوشش کوي، سرشمیرنه ۲۴ساعتونو کې بشپړه کړي، داځکه چې د دیموګرافی د اصطلاح سره سم؛ نفوس لکه دسیلاو یاد اوبود جریان په شان دی چې هره شیبه یې بڼه بدلیږي. په تیر بیا چې اوس په پرمختللوهیوادو کې کورنیو  ته آنلاین پوښتنلیکونه لیږل کیږي، او د ارقامو ټولول یوه شپه - ورځ کې ترسره کیږي. خو د افغانستان په شان هیواد کې د دې میتود امکان نشته، نو هماغه دعنعنوی مخامخ او سیده مرکو په ‌ذریعه به سرشمار د هر واحد له مشر سره جدا جدا مرکه کوي او هر وګړی به جلا جلا شمیري او ټول خصوصیات(سن، جنس، شغل، سواد اود تعلیم درجه، عاید، ...) به یی پوښتلیک کی درج کوو.  پرته د نفوسو د شمیر او د هغه د خصوصیاتو له پوهیدو هیڅ  ډول ملی برنامه، پلان یا پروژه نشی عملی کیدای.

دیوې سرشمیرنې لپاره لاندې پړاوونه ضرور دي:

1.                   دپلان جوړونه : په دې کې دټول  هیواد لپاره د وګړشمیرنې ټول تدابیر، واحدونه، سکج مپونه، پرسونل، حوزې، مالی مسایل اونور پلانګذاری کیږی،

2.                   د چمتووالی مرحله: په دې کې دخلکوخبرول، د لازمی اسنادو، پوښتنلیکونو، د کارکوونکو روزنه، دسرګروپانو ټاکنه، ساحاتو ته د سکیچ مپونو رسول، ګروپونو ته دپوښتنلیکونو سپارل، دکنترولرانو ټاکل، مربوطه ساحو سره د سرګروپانو بلدتیا او نور مسایل شامل دی.

3.                   د شمیر پړاو(enumeration) : په افغانستان کې آنلاین شمیرنه نشی کیدای، موږ اړیاستو هماغه پخوانۍ عنعنوی طریقه باندې مخامخ مرکې وکړو او یویو وګړی باید جدا جدا وشمیرل شي. د شمیرنې واحد کورنۍ وټاکو. له دې امله چې له هر کلی او هر کور څخه مسافر او مهاجر لرو، نو د کره شمیر معلومولو لپاره باید په مشخص ډول  ډیفکتو یا دیجور؛ یو روش قبول شی،  دا پړاو له یوی اونۍ څخه باید اوږد نشی، د یوې ټاکلی شپې له ۱۲بجو پیل او د بلې اونۍ په دولسو بجو پای ته رسیږي.

4.                   د ارقامو تحلیل او نشر: ځینو هیوادو کې دنشر پړاو جلا بولي، خو موږ به د ارقامو تحلیل او نشر په یو پړاو کې راوړو. د ټولنې، مسلکی همکارانو اودونر( UNFPA) اعتماد ساتل ډیر ضرور دي. تحلیل باید د مسلکی او په تکنالوژی د واردو کسانو له خوا وشي. په دی مرحله کې د نفوسو ټول کیفی او کمی خصوصیات په تفکیک او ډېر وضاحت سره ښودل کیږي. سنی او جنیستی ګروپونه، وزګار او په کار بوخت، د شغل ډول اودعاید اندازه، کوچی او ده شین، ښاري او کلیوالي، باسواد او بیسواد، ماهر او غیر ماهر... ټول اوصاف باید تحلیل او درج شي.

د چمتوالی (دوهمه) مرحله کې د پوښتنلیکونو جوړولو کې دقت په کار دی، پوښتنې باید واضح او د ټولو معلوماتو احتوا کوونکی وی. اصلی پوښتنلیک سره ضمیمه فرعی هم وی، د کلیوالی ، ښاری او کوچی نفوس پوښتنلیکونه یوبل سره توپیر لري، اصلی پوښتنې او د اشتقاقی معلوماتی پوښتنې بیلول هم ضرور دي. دپوښتنلیکونو برخه کې موږ تیره بشپړه سرشمېرنه کې نیمګړتیا او ستونزه نه لرله. کیدای شی، تر ډیره له هماغو بیلګو بیا بیا استفاده وشي. البته تیرو شلو کلونو د مسکن، زراعتی سروی ګانو، سوداګری او نورو احصائیو کی د نوې تکنالوژۍ غوښتنو سره سم، تعدیل شوی پوښتنلیګونه جوړ او معمول شوي دي. دا نوې تجربه هم باید هېره نشي.

 د شمیر پرمهال باید وګړ شمیرونکي ټریننګ شوی وی، غلطی ونه کړي، هرګروپ به دسرګروپ په لاسلیک معین شمیر پوښتنلیکونه او فورمی اخلی او بیا به یې بیرته پوره تسلیموي. د کنترولرانو دنده تر دې هم مهمه ده، ځینې معلومات محرم دي، چې په  هیڅ صورت یې د افشا اجازه نشته. دارالمساکین، دارالتادیب( پالنځی)، مرستون، دارالمجانین، عسکری فرقو او دې ته ورته ځایونو څخه معلومات او سوالنامی ډکول ځانګړی طرز لری. دا هریو د (کورنۍ) پرځای یو جلا واحد دی.  کنترولران او سرګروپان به د هرې ورځې اسناد مربوطه مرکز ته په هماغه ورځ رسوي.  په دې ډول دا یوه له مسئولیت ډکه دنده ده. یو وګړشمیرونکی د بل ساحې ته د ورتګ اجازه نلری، دوی هر یوه سره به دسکیچ مپ له مخې د خپل کار د سیمې نقشه وي. دوه ځلې شمیرنه، له شمیر څخه د یوی ساحې پرېښودلو او کم شمیرلو اجازه نشته. ډیره به ښه وي چې د چمتووالي مرحله کې د یوڅو ښاری، یوڅو کلیوالی او یوڅو د کوچیانو یوه پایلوت شمیرنه (رهنما- آزمایښتي) وګړشمېرنه وشي او په دقت ټسټ شي، د دې نتییجه دې د ټریننګ پرمهال کارکوونکو ته وویل شي.

د چمتووالی مرحله کی مهمه ده چی میډیا او دسیمې ملاصاحبان او مخور د سرشمیرنې د اهمیت په هکله خلکو ته معلومات ورکړي او د هغوی ذهنیت روښانه کړي. باید د سرشماری د واحد(کورنۍ) مشران پوښتنو ته صادقانه ځواب ووایی. د نومونو په هکله دقت په کار دی، ځینی نومونه لکه شمشاد، نیلاب، ګل جان،.. هم دنارینه او هم د ښځینه وي، باید غلطی ونشی، د کور مشر باید پرته له کوم عیب د کور د ښځینه او نارینه وو تعداد، عمر او نومونه او شغلونه، دتاهل وضعیت(مدنی حالت)، معیوبیت او نور مسایل پټ نه کړی، ځکه سرشمیرونکي د دې مسایلو محرم او سرشمیرنه د ټول هیواد مسئله ده. تیره بشپړه وګړشمېرنه کې نورې ټولې پوښتنې وې، خود قوم او ژبې پوښتنې نه وې، غوره به وي چې دا ځل هم دا پوښتنه نه وي.

څلورمه مرحله کې ټول پوښتنلیکونه چې د شمیرونکي، سرګروپ او کنترولر لاسلیک لري، مراکزو ته راټول او محفوظ ډول باندی مرکزی دفتر( د مرکزی احصائیې اداری) ته راوړل کیږي او وروسته تر هغه د ماشینونو په ذریعه جمعبندی او هره کتګوری جلا تحلیل کیږي. دا مرحله یواځې مسلکی روزل شوی پرسونل ترسره کوي. دا یوه بله ډیره پیچلی او د دقت غوښتونکی مرحله ده.  لله الحمد تیرو شلو کلونو کې موږ وکولای شول، په دې ډول دندو کې ګڼ شمېرځوانان د هیواد دننه او بهر بیلابیلو ورکشاپونو، سفرونو، سیمنارونو او کورسونو کې ټراین او دغه تریننګ شوي ځوانان استخدام کړو چې هریو یې اوس کاري تجربه لري. سره له دې چې یو شمیر یې مهاجر شول، خدای وکړي په وطن کې پاتې برخه یې له هیوادوه ونه وځي. زموږ لویه خوشحالی تیرو شلو کلونو کې د مرکزی احصائیې، ګمرکاتو، دتذکرو د ویش، د مالیې وزارت او بانکونو لپاره د روزل شویو ځوانانو او په تکنالوژی سمبال دفترونو جوړول وو. اوس یواځې د تذکرو د ویش نه، بلکې ډیرو نورو ځایو کې هم د بایومتری تکنالوژی او روزل شوی ځوانان لرو. دا مهارت او دنوې تکنالوژۍ مزیت د لومړنۍ سرشمیرنې په پرتله یو لوی سهولت او د باوری ارقامو د دقیق تحلیل خبر راکوي.

 

درېیمه برخه)

مخکې وویل شول چې وګړ شمېرنه یوه پیچلی پروسه ده چی د نفوسو په هکله معلومات راته چمتو کوي. دا پروسه د  اداري چارو ترڅنګ؛ تخنیکی چارو ته هم اړتیا لري چې باید متخصص او مسلکی ماهر پرسونل ورته ولرو. له دې امله چې افغانستان د یو مجبوریت له مخې د لاندنیو ساده ریاضیکی طریقو او فرمولو په واسطه اټکلونه کول، خو د څلویښتو کلونو بهیر کی نور دا اټکلونه ډیر اعتبار نشی لرلای:

P= P0 X ert

په دې فرمول کی P د پام وړ کال نفوس،  P0 د اساس کال نفوس، rد نفوسو د ودې فیصدی  او t دکلونو شمیر دی. دا فرمول شاید د یوې یا دوو دورو لپاره دقیق وی، خو د ډیرو کلونو لپاره په دې هر جز کی بدلون راځی ، همدا رنګه دا لاندی فرمول:

دا چي تر اوسه د مجبوریت له مخي د تخمین له مخې دنفوس معلومات نشر کیدل، اوس یې وخت دی چی د نفوسو د نړیوال صندوق، داخلی او بهرنیو متخصینو، د اطلاعاتی وسایلو، د معارف وزارت، دکارتوګرافی ادارې او د پوهنتونونو په ګډ کار سره دی مقصد ته ورسیږو. لومړنۍ سرشمیرنه د ښوونځیو د رخصتی پرمهال وه، چې شاګردان کورنو کی وو او ښوونکو د سرشمیرونکو په توګه د سرشمیرنی له ټیمونو سره کار وکړ. دکارتوګرافی اداری لازم سکیچ مپونه چمتو کړی وو، اطلاعاتی وسایلو، د روغتیا وزارت او د کورنیو چارو وزارت هم خپله برخه لرله.

دکارتو ګرافی دنقشو له مخې د هر ګروپ ساحه او دسرشمیرونکو لپاره د لارو، ویالو، پلونو او نورو ځایونو د موندلو کار اخیستل کېد، له نقشی او سکیچ مپ څخه  استفاده د اضافه شمیرنې، کم شمیرنې اشتباه او د وخت دضیاع ستونزه له منځه وړي. د کارتوګرافی طرز  دا دی چی دیموګرافران  د نقشی په علایمو، وضعیت، استعمال او د هغی په رهنمایی کوونکو شفرونو، کودونو او رنګونو پوه شی  او دا باید د وګړشمیرنی لومړی مرحله کی دوی ته  د ورکشاپونو په ترڅ کی وښودل شی.

په دې توګه دیموګرافيکي چارې د هیواد په سرتاسر کې هر مسکوني واحد او سیمه راښيي. که چيرې ډيره لږه برخه او آن یو کور او یو House Hold هم بې شمیرنې پاتې شي دا بشپړ پوښښ او Coverage نه دی، نو ځکه د دوباره شمیرنې (re- enumeration) غوښتنه کوي، په دې توګه (re- enumeration) هم د وخت ضایع کول دي او هم یو مضاعف لګښت دی. د نفوسو د شمیر د صحت د معلومولو لپاره د دوباره شمیرنې په پرتله Internal Consistent میتود ګټور تمامیږي. که چيرې به سیمو کې تیروتنه او د ساحې تداخل پيښ شي او د وګړشمیرنې ګروپونه یو ه ساحه له شمار څخه پريږدي ، دې ته د کم شمیرنې یا Under enumeration تېروتنه وايي او که چیرې د شمیرنې ګروپونه یوه ساحه دوه ځلې وشميري یا یو ګروپ د بل ګروپ د ساحې وګړي چې هغه بل ګروپ هم شمیرلی وي، خپلو فورمو کې ډک کړي په دې صورت کې د اضافه شمیرنې یا Over Enumeration تیروتنه رامنځته کیږي. نو ځکه د دې غلطیو د نه واقع کيدو په خاطر له کارتوګرافي څخه مرسته غوښتل کیږي او د هرې سیمې نقشې چمتو او د وګړ شمیرنې ګروپونو، سوپروایزرانو او کنترولرانو ته سپارل کیږي دغه Sketch map د جغرافیاوي ټولو نښو سره یو ځای ساحه ښه روښانه کولای شي په دې توګه د دیموګرافي او کارتوګرافي دغه تخنیکی ګډ کار، د وګړ شمیرنې په پروسه د کار د طرز مطلوبه بڼه ده. په دی طرز کی دیموګرافرانو ته  د نقشی ښودنه، د نقشی درنګونو بیانول، د سکیچ مپونو سپارل او د هغو په کود پوهیدنه، د علایمو استعمال او دهغو د استعمال طرز ښودنه  شامله ده.  دغه طرز  او په هغه حاکمیت  موندل د وګړشمیرنی لومړی پړاو کی  شامل وظایف دی.

  (۱) شکل : د وګړشمیرنی د ګروپ غړی ځان په نقشه او ساحه پوهوی.

موږ اړ یاستو چې وګړشمیرنه د مخامخ مرکو له لارې او له هر Hold house څخه د مخامخ کتنې څخه چمتو کړو، لاهم نوي میتودونه لکه  د ایمیل او فکس له لاری د معلوماتو ټولول نه دی ممکن شوی، نوځکه موږ اړ یاستو چی هر پړاو کی ځینی تخنیکی ټکی په پام کی ونیسو:

I . له شمار څخه مخکی پړاو (  pre-enumeration) : په دی پړاو کی د وګړشمیرنی مقدماتی چاری لکه د مناسسبو تشکیلاتو رامنځته کول، د سیمه ییزو دفترونو پرانیستل، د پوښتنلیکونو طرح کول، دشمیر د روش ټاکل ( دا روش به یا    dejureوی او یا به هم  defacto وی)، د پرسونلو تریننګ کول، دسکیچ مپونو جوړول او په جغرافیایی نښو او علامو باندی د پرسونلو پوهول، د جغرافیایی او کارتوګرافیکی کودونو ښودنه، د کلیانو ( sketch maps key)  جوړول او ښودل او دی ته ورته مقدماتی چاری او د وګړشمیرنی د پلان جوړول تر سره کیږی. په دی پړاو کی د شمار ساحی د نقشی پر مخ ښودل کیږی. د شمار ساحه هغه ټاکلی سیمه ده چی یوه  وګړ شمیرونکی ته یی د وګړ شمیرنی دنده سپارل کیږی. لکه یو کلی یا څو کوچنی کلی او په ښارونو کی د یوی ناحیی یوه کوڅه، چی د نقشی پر مخ د دغی ساحې  پولې اوسرحدات ښودل کیږی ( لاندی شکل د یوی ښاری ناحیی یوه نقشه ښکاره کوی).

۲ شکل : د یوی  نقشی بیلګه

په دی توګه د پورتنیو مثالونو سره سم وګړ شمیرونکی په ټاکلي وخت کې د همدې ساحې خانوار شمیری.  د یوې ساحې د څو تنو وګړ شمیرونکو لپاره یو کنترولر او د څو کنترولرانو لپاره یو سوپروایزر ټاکل کیږي، چې د هر یوه فورمې  او لستونه یو بل سره توپیر لري. ورګړل شوې فورمې اولستونه د یوې ورځې په ترڅ کې ډک او د هماغې ورځې  په پای کې د ساحې مرکز ته سپارل کیږي.

II . د شمار پړاو( Enumeration) :   دا د وګړشمیرنې عملیاتي پړاو دی چې د لومړني پړاو په تعقیب پیل کیږي او هغه چمتووالی  او پلان چې  لومړني پړاو کې چمتو شوی و، په دې پړاو کې  تطبیق کیږي.

III .  له شمار څخه وروسته پړاو   ( Post enumeration :په دې پړاو کې  راټول شوي ارقام تحلیل  او دنشر لپاره چمتو کیږي.  دې ته  د ارقامو د ارزیابی اوپروسس پړاو هم ویل کیږي.

د څو تنو سرشمیرونکو کار د یوه کنترولر او بیا د څو تنو کنترولرانو کار د سوپروایزرانو په واسطه څارل کیږي، چې سکیچ مپونه، کودونه او سرحداتو ټاکنه ورسره مرسته کوي. سکیچ مپ کې کوڅی، سړکونه، ناحیی، ویالی، سیندونه او نور  په نښه او نومونه ورته ایښودل کیږي. سیمی باید د کود په واسطه کودبندي شي او د اوسېدو سیمې او واحدونه باید فهرست شي. د سوپروایزرانو، کنترولرانو، او وګړشمیرونکو شمیر او پوښتنلیکونو تعداد د همدې فهرستونو له مخې برابریږي. دکره او روښانه نقشو، کودونو او علایمو موجودیت موږ سره  مرسته کوي چې وګړشمېرنه پلان سره سم په ټاکلي وخت  تر سره شي،  دا ځکه چې په وګړشمیرنه کې وخت (census timing )  ډیر مهم او حساس معیار دی. مثلاً که یو ماشوم د ټاکلی وخت له دولسو بجو یوه دقیقه وروسته زیږي، په شمیرنه کې نه راځی.

د شمیرنې ښودل شوی وخت ته reference period ویل کیږي. البته د  flat map  په پرتله، دلته  موږ ته  sketch map  او علایم او مشخصات  او د مشخصاتو کلی د ډیر ارزښت لرونکی او د وخت دضیاع مخنیوی کوونکې ده. دلته به د توپو ګرافیکی  علایمو، جغرافیایی کودونو، پلونو، لویو لارو، پارکونو، ښوونځیو،کلنیک او نورو نښو څو بیلګی راوړو ، چی د دیموګرافرانو د استعمال لپاره ترتیب شوی دی(مثال د یو خارجی هیواد دی) :

۳

.شکل یو شمیر ځانګړی علایم

۴.شکل: د وګړشمیرونکو لپاره د لارو او سړکونو لارښود

۵. شکل د ګروپ او د کنترولرانو دکار د ساحاتو  تفکیک.

 

مخصوصه اشاری(علایم legend):

یوه فابریکه                                                            دجیودیزی شبکی

دهوا پوهنی مرکر                                                          نیولمان پیلر

 

                                                                    مواصلاتی کرښی

         د اوبو پایپ                                                   پوخ سړک

          سیندونه

           دلدلزار او شاړ

           چمنونه، خټی                                     میوه لرونکی بڼونه او ګڼ لوی بو  ټی

                                          

څلورمه برخه                                                           

دشمار له پړاو وروسته، د ارقامو د تحلیل دنده لا زیاته مهمه او تخنیکی اړخ لري. دتحیلیل مدیریت او ټیم باید ټول را ټول شوی ارقام ترلاسه او وروسته تر هغه د هرې برخې کتګوري ځانګړو ګروپونو ته وسپاري. دا هغه پړاو دی چې نور نو د ساحې موظف ګروپونه، شمیرونکي، کنترولران او سرګروپان پکی مسئولیت نه لری، دا ټول مسولیت د تحیلیل د مدیریت دی. دوی احصائیوی وسیلو(جدول او ګرافونو) په واسطه ارقام صنف بندي، تخلیص او تشریح کوی.

د ارقاموله تحلیل اوطبع کولو وروسته د باصلاحیته مرجع له هدایت او تائید ورسته پروسس او تحلیل شوی ارقام مربوطه دولتی، نړیوالو ادارو او دنورو اړوندو مراجعو په واک کې ورکول کیږی. د دې ترڅنګ ټول نفوس د اقتصادی مهمو سکتورنو له معلوماتوسره یوځای د مربوطه کال په احصائیوی کالنۍ کې نشر او رسماً اعلانیږی. UNFPA او نور نړیوال موسسات هم همدې ارقامو ته مراجعه کوي او نړیوال اعتبار ترلاسه کوي.

له نېکه مرغه نړیوالې ټولنې د زریزی اهدافو کې په پرمختیایی هیوادو کې د فقر د له منځه وړلو او د اقتصادی، کلتوری او ټولنیزی پرمختیا لپاره چمتووالی ښودلی، په دی کې یو یې د دغو هیوادو د اقتصادی - اجتماعی پلانونو  او د عامه پروژو دتطبیق لپاره مرستې دي، چې د دې موخې د تحقق لپاره د نفوسو د شمیر ارقامو ته ضرورت لرو. د دغې برخې دتمویل لپاره د نفوسو نړیوال صندوق مرسته کوي او د دوی په اجندا کې شامله موضوع ده.

شک نشته چې تېرو شلو کلونو کې د احصائیې مرکزی ادارې ته پاملرنه شوې وه، دنړیوالی ټولنې، په تېره د نفوسو د صندوق له خوا ورسره مرستې وشوې او یوه مجهزه تخصصي اداره وه. ولایاتو کې یې ریاستونه، لازم تشکیل او دفترونه لرل، هرکال یې یو شمېر سروېګانې کولې او له ټولو اداراتو یې ارقام راټولول، احصائیوي کالنۍ خپرېده، د (احصائیه) مجله هم فعاله وه، مامورینو لازم  ټریننګ هم ترلاسه کړی و، خو د بشپړې وګړشمېرنې(سرشماری کامل/ کُلی) امکان ځکه نه و چې له ښارونو څخه بهر امنیت نه و او د دې امکان نه و چې د شمیر ګروپونه کلیو ته ولاړ شي.  اوس چې جګړه ودرول شوه، د دې مهم ضرورت د پوره کولو وخت دی.

ترڅو دټول هیواد، هر جلاجلا کلي او ټولو سیموپه هکله لازم معلومات او ارقام ونلرو، هیڅ اقتصادی -اجتماعی برنامه او پروژه نشو تطبیق کولای. اوس په کار ده چی د نفوسو نړیوال صندوق ته پروپوزل واستول شي او د هغو کمک جلب شي. د دې پروژې په پیل سره به له یوې خوا د افغانستان د نفوسو ریښتیانی شمیر معلوم شي، له بلی خوا به د وګړو ټول کیفی او کمی نوي خصوصیات دهغو دسني او جنسیتی ترکیب، عوایدو، شغل، تعلیم، ښاری، کلیوالی او کوچی په تفکیک سره ترلاسه شي. د دې پروژې په پیل سره به ډیرو وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د احصائيې د مرکزی ادارې د پرسونلو ظرفیت  به په کار ولویږي، یوه نوې تجربه به ترلاسه شي. په دې سره به د بهرنیو بشری مرستو بڼه له(بشری) څخه ( ODA/Official Development Aid) ته واوړي، ورسره به دا هیله هم پیدا شي چې افغانستان به د ثبات لرونکی پرمختیا اهدافو( SDGs)(چې اووه کاله وخت ورته لرو) ته ورسیږي/نږدې شي. په هیواد کې  هره سراسري ملی پروژه او پروګرام ملی یووالی هم تامینوي. په دې توګه دا اقدام سیاسی، ټولنیزی، کلتوری او اقتصادی ګټې لري. دا چې اوسنی نظام د یو شمیر نویو ولسوالیو د جوړولو نیت لري، دهغو واقعی دلیل به روښانه شي، که یو شمیر ولسوالۍ بې له لازمو شرطونو په پام کی وي، له هغو به صرف نظر وشي. په دې توکه به دپراخه - فعاله، خدمتګزاره حکومتولی لپاره لار هواره شي.

خو له دې ټولو سره سره یو شمیر ستونزې هم شته:

ü     د نفوسو نړیوال صندوق ته قناعت ورکول او د هغوی د شرایطو پوره کول،

ü     د کافی مسلکی کارکوونکو ګومارل، دا ځکه چی متاسفانه یو شمیر تجربه لرونکی، ماهر مسلکی کارکوونکی له هیواده وتلي دي.

ü     د م. م. دنفوسو د نړیوال صندوق پاملرنه رااړول تر څو کافی فنډ چمتو کړي، تر څو د افغانستان ستونزمنو شرایطو کې د پروژې  دټول لګښت کفایت وکړي،

ü     د نفوسو غیرعادي ګړندي حرکات( مهاجرتونه، مړینې او تولدات) شته، خصوصاً د مهاجرت سلسله دوام لري، د نفوسو دا ناغوښتی څپانده حرکت د شمیر عملیه ستونزمنه او آن شکمنه کوي،

ü     شاید په پښتون میشتو سیمو کې یو شمیر کورنۍ دهغو ځوانانو په پټولو او شمیر کې نه شاملولو اقدام وکړي چې  یا یې پوهنتون او ښوونځی لوستی یا یې تیر رژیم کې رسمی ماموریت درلود.دا ځکه چې پښتون میشتو سیمو کې دا ډول ځوانان ګواښ سره مخامخ دي،

ü     هیله ده د احصائیې مرکزی اداره د خپلواکې او مسلکی ادارې په توګه تبارز وکړي، پرته له هغه هرډول سیاسی یا د ناوړې استفادې غرضونه دا پروسه بی اعتباره  او د نه عملی کیدو خواته بیایی،

ü     د خلکو د لازم پوهاوی ستونزه د دې لامل ګرځي چې، کورنۍ پوښتنو ته سم ځواب ونه وایي. په تیره بیا د کورنۍ هغه مشران چی محافظه کار او بېسواده دي، د پوښتنلیک دنیمګړی او ناسم ځوابولو لامل کېدای شي،

ü     کافی وخت: باید څلور مخکنی ویل شوي ټول پړاوونه په دقت ترسره شي.

له نیکه مرغه د دغې برخې یو څو د ګوتو په شمارمتخصصین لله الحمد حیات دي، خدای دې اوږد ژوند ورپه برخه کړي، دوی کولای شي، له  اړوند نړیوالو ادارو سره اړیکې ونیسي، د ستونزو په صورت کې استدلال او د اړتیا لپاره یې لازمه لابی وکړي او د پروژې او پروپوزل د جوړولو، منلو او د تطبیق په جریان کې بهترین مشاورین اوسي، د بیلګې په توګه د لومړنۍ بشپړې وګړشمیرنې د پروژې عمومی رییس ښاغلی ملکزی صاحب، د شممیرلو ساحوی مدیر ښاغلی محمد صدیق وفا( هالند)، عبدالله سلطانی د نشراتو پخوانی مدیر(سدنی)، ډاکتر صاحب نور احمد خالدی(برزین، آسترلیا)، استاد غلام محی الدین شهباز د مرکزی احصائیې  پخوانی وزیر او ددیمو ګرافی د مضمون استاد اوس د آسترلیا په ملبورن کې اوسي، جناب آصفی چې د تبلیغاتو آمرو. له دې برعلاوه همدا اوس د دې ادارې ډیر تجربه لرونکی  او پوه مسلکی کادرونه عملاً همدا اوس د احصائیې مرکزی اداره کې د خدمت په حال کې دي. له دې برعلاوه کیدای شي، د چمتووالي پړاو کې د اقتصاد د پوهنځیو هغه شمیر فارغان هم چمتو کړو چې وزګار دي او  د دوه یا درې میاشتو په ترڅ کې د دیموګرافی او د نفوسو د تحلیل د لکچرونو او کورسونو په بهیر کې یې ظرفیت اوچت کړو. موږ باور لرو چې د احصائیې د مرکزی ادارې موجود همکاران په عالی وطني او تخصصی روحیه په هسکه غاړه دغه ملی دنده ترسره کولای شي.(ان شاالله).

 

 

 


بالا
 
بازگشت