عبدالقیوم

 

محبس او قفس

 

د ۱۳۵۲ هـ ش کال د چنګاښ ۲۶

"سردار محمد داؤد خان پر نابلده لار روان سو"

نفاق دواړه دغلیم په خوله کي ورکړل

غلیم دواړه ریزمریز زیراوزبرکړل

  کاندید اکاډېمسن محمدابراهیم عطائی لیکې:"سردارداود خان پر نابلده لار روان سو". دا نو هغه وخت وو چي سردار محمد داؤد خان غوښتل د شوروي اتحاد څخه ځان او دولت را بیل کړي. خدای دي خیر ورپېښ کړي، که دی پوهېدۍ یا نه پوهېدۍ پدې چي محمد ظاهرشاه  و جهانیانو ته سردار محمد داؤد خان  ډېر مخکي د یوه لیوني سردارپه نوم ور پیږندلۍ وو، سردار محمد داؤد  د عربی شیخانو اوغرب پلوه دوستانو(پاکستان او ایران) ترلېدو وروسته، سردارداؤد خان پوهه سو چي د هغوی غوښتنه ده چي لږ نورهم له شوروي اتحاد  څخه ځان را بیل او لیري کړې. سردار محمد داؤد خان ته چي غرب پلو دولتونو دا وویل نو وائې " لېوني مه حواله کوئ لېوني خدای په خپله حواله کړي دي." حال دا چي د افغانستان د حکومت لیری والۍ د وخت له شوروي اتحاد څخه خپله د دولت د سقوط په معنی سره وو.

آمريکا، غرب، پاکستان او شیخانو سردارمحمد داؤد داسي کارته و هڅاوه چي خپل سر یې پکښي ولاړئ. د پښتو دا متل پرځای وو چي وائې:" د لیوني څخه یې مه غواړۍ او مه یې ورکوئ". د افغانستان د اردو ټول تخنیک، هوایي او زميني وسایل روسي وه. د سالنگ لویه لاره، د کورجوړولوفابریکه، د جنگلک فابریکه، دبلخ دولایت ستري فابریکې، دبگرام هوايې اډه، کودوبرق، تفحصات، ټولي نساجي گاني، گلبهار، سپین زر شرکت د کندوز، د شبرغان  نفت وگاز،  د جلال اباد فارمونه د کندهاره ترهرات او تورغونډ ې سړکونه، تورغونډې، حیرتان، شیرخان بندرونه او ډېرنور دا ټول روسي او روسي ماهرینو پکښي شتون لاره.

   د افغانستان اقتصادي او نظامي دواړه  هم خپله سردار محمد داؤد خان او ورور ئې محمد نعیم خان په شوروي پوري تړلۍ وو. په هیواد کښی مو د شوروي اتحاد له پوهنتونو څخه ډېر پاخه، مسلکي متخصیص ډاکتران، مسلکي انجینران فارغ لرل. تنها په کابل کي داردو په برخه کي: د حربې پوهنتون ټول تعميرونه، د تخنیکي اکادمي، پول یتخنیک، تخنیکومونه او تعميروجوړونه، د اردو د مرکزي ترميم خانی جوړونه، چي د شوروي په اشاره د وخت چکوسلواکيا په عصري ډول او لوړ مصرف جوره کړل. څلور سوه(۴۰۰ )بسترعصري شفاخانه د اردو لپاره، د هغه وخت عصری کورونه مکروریان داسي ويل کیدل چي د دموکراسي په لسو کلونو کي اضافه ترلسو زر (۱۰۰ )زرو ميلیونه آمريکائې ډالره مرسته د وخت شوروي اتحاد کړې وه.

   حتی آمريکایي منابع لا ددې مرستو رقم (۱۲۵۰ )ميلیون ښیې. یو پردرېمه برخه دافسرانو په شوروي کي زده کړي کړي وې. او دا هم روښانه ده چي ښه لایق شاگردان خارج ته دتحصيل له پاره استول کیدل. او دا هم طبعي ده چي  د جهان لېدنه، د کتاب لوستنه، د خارجي هیوادونو د محصلینو سره  د افغاني محصلینو تماسونه، د نظرو تبادله، پرهرانسان بیا داسي ځوان چي د یوې شاته پاته ټولني څخه هلته ورغلۍ وي اثرکوي. زموږ په شان د شا ته پاته ټولنی پرپاکو ځوانانو. چي د هیواد د ننه مو یوه  سمه راډیو هم نه درلوده او نه مو پيژندل، تلویزون خوهلته پرېږدی. د شرم خبره ده هغوته چي شرم نه لري د پښتوژبي د کتورا موهم د شوروي څخه ترلاسه کیدل.

    په نړۍ کي همداسي ده ( د هیواد هرمشر که  څه هم په ښکاره نارې وهي چي زه د خپل هیواد او ولس خدمتګار (نوکر) یم خو په عمل همدغه شخص  ظالم او بادار وي) آفسوس پر افغانستان  واکدارو موځانونه پښتانه بلل خونه یې پښتوزده وه، نه یې په پښتو څه لوست او لیک کولای سوای او نه یې کورنۍ د پښتو سره مینه لرل او نه یې پښتو ژبي ته کاراوخدمت کړی دئ او نه پښتو ژبه ددې کورنۍ پلارنۍ او مورنۍ ژبه پاته سوه. سردارمحمد داؤد خان بیله دې چي ځان او دولت ته یې  مخکي کومه بله د باور وړ تکيه گاه پیداکړې وي، د غرب د پلویانو په تشو وعدو وغوېدی د وخت د شوروي یې ځان لیری کړه، سردار محمد داؤد خان بیله پراشوټ لرلو له طیارې ځان راو غورځاوه. اصلا د  سردار محمد داؤد خان عقل  نور کارنه کاوه، په کورنی او بهرنی سیاست کي یو ناکام شخص وو.  نقیصه یې داوه چي نه خپله پوهیدئ او نه یې د بل خبره اورېدل، نه یې ځانته نژدې هوښیارڅوک لاره. په وطن کي د ننه هغه یوازنی قوت چي د ده حاکميت یې له نړېدو څخه ساتلۍ وو همدغه د شوروي طرفدار سازمانونه (خلق او پرچم )وو، دپردې شاته د شوروي (کاجي بې)  پلانونه چاته لڅ نه وو.

   د افغانستان د خلق د موکراتیک گوند(خلق او پرچم ) دواړو په خاص ډول خلقیانو چي له داؤد خان سره په حاکميت کي شریک هم نه وه، خو بیا یې هم د سردارمحمد داؤد خان جمهوري سلطنت، په نوم جمهوریت ترشاهي نظام  او بل نظام څخه ښه بلی. خلقي بخش د سردارمحمد داؤد خان د حکومت د پالیسی مخالف عمل نه کاوه. د خلقیانو مشر تابه پوهیدل په دې چي د لیوني سردارمحمد داؤد سره باید په احتیاط سره ژوند وسي.

   مگر دا چي د سردارمحمد داؤد خان کورنی او د باندنی استواره، روښانه او ثابت سیاستو نه لارل، او د جهاني لویو قدرتونو داهدافو او سیاستو نو ترمینځ یې ځان لیوني، لیوني کاوه، دلویو قدرتونو سره د مناسباتو په توازون ساتلو نه پوهیدی. کله به د یوه په ښه ږغ وبل ته غړمبیدئ او کله معکوس. دا ځل د شوروي د مخالف لوري په لږ تبسم پر بل مخ سو، هغه وو چي سردارمحمد داؤد خان هرات ته یو نه ترمخه پلان سوي او جوړسوي پروگرام په عاجله توگه سفروکړی. دلته وو چي سردارمحمد داؤد سخته لویه اشباه او تیروتنه وکړل.

   د امریکا  د حکومت نظر خو د شاهي کورنۍ په باب له ډېر پخوا څخه روښانه وو،مگرسردارداود خان او بیکاره کابینې يې دا نسوای درک کولای، هغه داسي: په ۱۳۳۴ه، ش کال کي د امریکا  د جموررئیس مرستیال نیکسن افغانستان ته په رسمي سفرراغلې. ترلېدنو او ملاقاتونو وروسته کله چي بېرته ځي د مطبوعاتي کنفراس پروخت  د خپل نماینده په خوله د افغانستان په هکله چي واضح مطلب یې شاهي کورنۍ وه، خپل نظر داسي بیان کړی:"په افغانستان کي نورد پرمختگ استعداد نسته". په رښتیا امریکا  د"نیکسن" ترسفر وروسته د افغانستانه لاس پرسر سو. آمریکا دا شاهي کورنۍ ښه وپېژندل، چي سردار محمد داؤد هم ددې کورنۍ د بدنې څځه وه. کله چي سردارمحمد داؤد هرات ته ورسیدئ په هرات کي داؤد خان د لومړي ځل لپاره خوله خلاصه کړل په خپلو خبروکي یې لڅ داسي وویل:"هغه واریداتي عقاید چي نوي وطن ته راوړل سوي دي هغه باید لیرواچول سي.. .. .. "

   چي له دې خبري څخه یې واضح مطلب د وخت شوروې اتحاد او دایران دواړو ته ګوته څنډنه وه په نژدې سرحدي ښارهرات کي د هغوی په غوږنو کي دیوه بې وخته اذان کول وه، داؤد خان پدي نه پوهیدئ چي اذان هم خپل یومعین وخت غواړي، بې وخت اذان د سړي سرخوري. زموږ په کلیو کي به خلگو ویل :"چرگ چي بې وخت او چرګه چي هر وخت  اذان وکړي باید حلال سي".

  که څه هم ممکن  د سردار دغه اعلان شوروي ته د گوت څنډنه وه او د ایران دولت چي هغه وخت یې په منطقه کي دامریکا دگټو ساتنه کول، د هغه پام خپل لوری ته د راگرزوني مانا لرل. له هغه نه علا وه د کور د ننه خلقیانو، پرچمیانو او مذهبي بنسټ پالوته هم سیده اخطاروو. خو پر سردارمحمد داؤد خان بیچاره ډېر ناوخته سوئ وو. کابل ته په رارسیدو سره یې سمدستي په اول قدم کي یې د پرچم څخه د ځان او خپل حکومت خلاصون وو. لومړی یې د پرچم د ډلې په دولت کي لوړ رتبه کسان کوم چي د سردار محمد داؤد خان سره همکار وه لکه:  دغه وزېران، جیلانې باختري، نظرمحمد سکندر، نعمت الله پژواک، له وظیفو لیري کړل. فیض محمدئې له وزات داخله څخه د سرحداتووزارت ته تبدیل کړئ، سعیدافغانې یې له وظیفي لیري کړئ، پاچاگل وفادارئې سفیرکړئ، عبدالحميدمحتاط یې سفیرکړ. په۱۳۵۵ هجري کال کي د دلوی د میاشتې پر ۲۵ تاریخ یعني د سردارمحمد داؤد خان دحاکمیت له درې نیموکلونو وروسته یې خپل د خوښي خلګو څخه یو نمایشي لویه ډرامه (لویه جرگه) چي د خپلوحکومتي او استیخباراتي شبکو پرلاس د خپلي خوښی خلگ او یومعین شمېر باوري لوړ رتبه دولتي مامورین د کابل پولي تخنیک په لیلیه کي ترسخت امنیتي کنترول لاندي سره کښینول، د جرگي د ټولوغړو تماس او ارتباط له د باندي سره قطعه وو. قانون درې ورځي د جرگي تر پرانستلو مخکي په اخباروکي نشرسو. عجب عدالت، عجب قضاوت، عجب حکومت د هیواد اساسي قانون د ولس د خبر تیا، مطالعې او نظرورکولو د پاره درې ورځي وخت هغه هم په افغانستان غوندي هیواد کي؟.

   نوټ:" ایا سته داسي شخص چي ووايې ما یا موږ داساسي قانون د موادو په هکله خپل نظراو یا وړاندیز دولت ته ورکړي؟ بیله هغو چي ورسره شریک وه. او دولت زموږ خبري ته غوږ ونيوي ؟ ایا هرڅه درست وه ؟ په داسي جرگو کي د ولس هیڅ نقش او رول نه وي. ټولي معاملې د اوس په شان په درواغو پر مخ وړه کیدې ". هغه هم په لمړ ی ورځ ترغرمي ورسته اخبار په بازارکي ولېدل سو. شمارې یې هم محدودي وي. باورنه لرم چي حتی دلوې جرگي سم نیمائې غړو قانون ساسي لېدلې او لوستلئ وي، خوشلو فیصدو د جرگي غړوهم خبر نه وه. ځکه دلوې جرگي ۳۰٪ غړوسوادنه لاره.

   په قانون کي د مطبوعاتو آزادي مطلق نفي کړل سوې وه. د دروگونو قواو تفکيک پکښي سم نسوای کیدای. یو حزبې سیستم چي هغه هم د سردارداود خان حزب به وي هغه سیاسي او سياسي فعالیت کولاې سي. څو نه دغه پریکړه دیوه دولتي حزب دبشري او الهي قوانینو سره برابره وه ؟ د هیڅ گډونوال وجدان ددي مادې پرتائیدو نه لړزیدی، ولي؟ بل یوکاندید د جمهوریت د چوکۍ د پار، بله مورنه وه لنگه سوی، سردارمحمد داؤد خان وو او بس. نور بیا.....**********************************************

 

 

 

+++++++++

   سردار محمد داؤد خان:

  تر هغو پوري سردارمحمد داود خان انقلابي وو کوم چي "خطاب به مردم" د لاري تبلغ یې کاوه، دی سور شهزاده وو، د چپو سازمانو په خاصه توګه د شوروي طرفدارو سره یې غرض نه کاوه.  لیوني سردار محمد  داؤد خان چي  د خپلو اجدادو څخه څه زده کړي وه هغه دا وو چي په څو کلونو کښي باید یو ځل هیواد  د مړو او فکر لرونکو سړو خالي کړل سي.د دوی مشرانو امیردوست محمد خان، امیرعبدالرحمن خان، حبیب الله خان، نادرخان او دغه رنګه محمد هاشم له  انگریزانو دا زده کړئ وو، چي په څوکلونوکي یوځل باید وطن ټکاني( له مړو او فکرو) خالي سي. هغو هر يوه پر خپل وخت دا کارونه کړي دي.د خپلو پاچهیو پروخت دوطن د آزادې دلاري له مخکښو غازیانو، منورینو، سیاسیونو، نفوذ لرونکو مشرانو راخالي کړی وو ټول یې وژلي  یا یې عمري بند محکوم ساتلي وه.اوس نو سردار محمد داؤد خان بیا څنگه تردوی یا خپلو اجدادو ځان کم را ولي، دی هم باید  د خپلو نيکونو په شان د هغوی پرپلونو خپله پښه کښیږدي او دغه ناروا لاره تعقیب کړي.

هغه وو چي لمړی یې د خپل پلان برابر په هیواد کښي ملي شخصیتونه ټول کړه، لکه محمد هاشم میوندوال او ملګري یې، په پوځ کښي مسلکي کدرونه لکه جنرال خان محمد خان او ملګري، په قوم تجارو کي مشهور افغانان، لکه حاجي هزار ګل خان او نوربندي او ووژل. وروسته یې د شریعاتو د پوهنځی رئیس غلام محمدنیازی د ملگروسره ونيوئ او ژریې اعدام کړل. یوه میاشت لاتیره نه وه یوبل نوی ځوان چي په پو هنتون کي یې  د اسلامي نهضت مشري کول حبیب الرحمن د یو ډېر شمېرنورو ځوانانوسره نیسي او اعدامه وي ئې. ډېر ځوانان زندان ته د شکنجې او عذابه سره د سر دار محمد داؤد خان ميلمانه سوه دوهم یې ځوانان د اسلامي نهضت پېروان، مړه، بندیان یا له هیواده تېښتي ته مجبور او د دښمن په لمن کي ور واچول. د سرداري کور نۍ پرمحبسونو او زندانونو دلته خبري نه کوم. که څه چي ما لېدلي او کلونه پکښي تیرکړي دي، دا یوه خبره به ولیکم چي سرداری نظامونو په زندانو کي هم لکه په ټول هیواد کي چي شاهي حکومتونو د ولس د ژوند د ښیگڼو د پاره بیله مصیبت بل څه نه لرل، په زندانو کي هم دوی نه بشري او نه دالهي قوانینو ته کوم ارزښت ورکاوه، بندیانو ته علاوه پروهلو، زجر، دیخه، گرمئ، شپږو، لوږي، مریضیو چټلیو او پاکو او بو د نه شتون دلاسه مړه کیدني کوم ارزښت نه لاره. په محبسونوکي حکومت وبندیانو ته خواړه او بستره نه ورکول، دوا او ډاکترهلته نه وه. اساساً سردارمحمد داؤد خان پلان لاره چي په نوبت او ترتیب سره  کوم چي دی ورباندي پوهیده  افغانستان د مړو او فکرو خلاص، بیا  آباد  اوجوړ کړي. د پخواني صدراعظم ښاغلي شهید محمدهاشم میوندوال ، په اردوکښي د وخت نامتوجنرال(مشهور په مرستیال) خان محمد خان او د ډېرو نورو تر وژلو او نیولو وروسته، لیوني سردار شهزاده دا ځل  د اسلامي نهضت د پیروانو سره د ډغرو وهلو ته نوبت ورکړ دهغو د منځه وړلو ته یې مخه واړول دا کاریې د وخت د شوروي حکو دولت د خوشحالۍ لپاره کاوه. اسلامي نهضتونه د شورويانو او د هغوی د طرف دارو پرچمیانو، حسن شرق او.. . نورو په گډه مرسته له منځه یو وړل بیا  وروسته ترهغه یې غوښتل د چپیانو په وهلو او له منځه وړلو سره غرب ته ځان نژدي وښي ، نو اول یې  څه پرچمیان له چوکیو لېري کړه، تر هغه وروسته یې د خلقیانو بندي کولو او وژلو ته یوه  بهانه لټول، خو دوې هندوانې په یوه لاس کي وړل( هم شرقي او هم غربي) اسانه کارنه وو.

د سردار محمد داؤد خان ددې سرټمبه گیو او وژنو نتیجه همدا سول څو د پاکستان شېطاني ادارې. ( اې، ايس، اې) چي له زوکړي څخه د افغانانو یوه اساسي د ښمنه اداره وه او لاده، هغی په اساني کولای سوای په افغانستان کي  د اسلامي نهضت فکري خط السیروال ځوانان کوم چي سردارداود خان ټکولي وه، د هغوی یوشمېر ملګرو هیواد پرېښود، د اسلامي سخت درېځي، بنیاد گر سازمان  د جوړیدو پرخوا یې ورټیل وهل سول چي دلته هم د داؤد خان غلط سیاست او نامناسب برخورد وو، د ځوانو افغانانو سره. نتیجه داسول چي پاکستاني استخباراتو دقاضي حسین احمد پرلاس ددې بنیاد گري جنگي  د اسلام په نوم د اسلام مخالف، منحرف سازمان تاداب په پغمان کي کښیښودل سو. د پاکستان د(اې، ايس، اې) هرڅه څارل  هغه وو چي په اسانه توګه د حقارت حلقه  د اسلا مي نهضت غاړي ته ولویدل، پاکستانۍ (اې، ايس، اې) قاضي حسین احمد په تقلبي تجارتې پاسپورت کابل ته را واستاوه. قاضي حسین احمد ته د(اې، ايس، اې) بل سابقه لرونکي. جاسوس په کابل کي د یوه ستورانت مینجر(غلام حضرت).. ادرس ورکول سوی وو، قاضي حسین احمد کابل ته راغلۍ  او له یما  سره په هوټل کي اوسېدئ بیا یې دغلاحضرت پرلاس یې په کوټه سنگي کي یې د ذالفقار کورپه کرایه ونيوئ او هلته او سیدئ. پاکستاني(اې، ايس، اې) وقاضي حسین احمد ته د کابل په پوهنتون کي دالأ حضر د پوهنتون د فاریغانو لیست ورکړي وو، لکه : منهاج ا لدین گهیځ، استاد غلام محمدنیازی، استاد برهان الدین، استاد سیاف، دکابل دپوهنتون د محصلیو نولیست:عبدالرحیم نیازي، گلبدین حکمتیار، حبیب الرحمن، سیف الدین او ډاکترعمر. قاضي حسین احمد لومړی د استاد برهانا الدین رباني سره ولېدل، بیائې په پغمان کي دغلام ربانې عطیش په کورکي د قاضي حسین احمد ترمشري لاندي غونډه وکړل، په غونډ کي احمد شاه احمدزي، یوبل سړی چي په ترجمان مشهوروو، او عطیش برخه لرل. هم د لته وو چي د بنیاد گری پخه خښته قاضي حسین احمد کښیښوول او دی ولاړی. ښاغلي سردار محمد داؤد خان او ټول استخبارات یې بېده وه.د قاضي حسین احمد تر تگ وروسته رئیس جمهور خبر سو، بیا یې هم ونسوای کولای چي ټول ونسي او بندیان یې کړي یوازي یې سیاف بندي کړ، رباني او یوشمېر نور  وتښتیدل په پېښاورکي قاضي حسین احمد ته یې ځانونه ورسول. پاکستانې نصرالله بابرد بنیادگرولومړی مسؤل شخص وټاکه، نصرالله بابر له افغانستانه خپل یو بل پوخ مخکنی جاسوس مولانافضل هادی شنواري هم ځان ته ور وغوښت چي دبنیاگرو په تنظیم کي ورسره مرسته وکړې. مولاناشنواری هم دیوه نوکرپه حیث هلته حاضرسو. هلته د افغان دښمنو ذوالفقاراو ضیاالحق پر  دسترخان کښينول سوه. د ذوالفقار او ضیاالحق ميلمانه، برهان الدین، احمد شاه مسعود، مولانافضل هادي شينواري، پیرسیداحمدکیلانې، صبغت الله مجددي، مولوی محمدنبې محمدی، یونس خالص، گلبدېن، وروسته سیاف هم او څه نور.

   دا خلگ  سردارداود خان په لوی لاس وپاکستان ته په لاس کي ورکړل ددې گناه بارد سردار محمد داؤد خان له اوږو څخه نسي لیري کیدای. ددې فساد زمینه ساز سردار محمد داؤد خان دی. دپښتومتل دي چي وایي :شرمښان د خدایه څه غواړې؟ جواب: باد او باران. خداي نا ترسوافغان دښمنو ذوالفقار، ضیاالحق او نصرالله بابر نو نورڅه غوښتل، هغه چي پکاریې وه هغه سردار محمد داؤد خان ورکړل. داوه د سردارمحمد داؤد خان دغلط او ځان غوښتونکي سیاست نتیجه چي پاکستان تر نن ورځي د هغو وسیلو او افزاروڅخه د ځان په گټه او د افغان بیچاره ولس د گټو ضد یې استعمالوي. پردۍ ډوډۍ هیڅ وخت، بیا دهميشه د پاره مفته نه ده.

   پاکستان دغه نا بللي ميلمانه لومړی د افغانستان د هغه وخت د حکومت سردار محمد داؤد خان په خلاف و جنګول . لمړی تبلیغاتی جنگ وو، ډېر ژر دغه ورغلي یې ټرين او مسلحانه جگړې ته تیار کړه. هغه وچي په امتحاني توگه یې په پنجشيرکي حمله وکړل. بیا احمد جان پهلوان او احمد شاه مسعود بله حمله وکړل، په ۱۳۵۴ هجري کال کي بهرام الدین باعث د خپلو پلویانو سره د بدخشان ولایت مربوط درواز ولسوالۍ باندي حمله وکړل. په همدغه ۱۳۵۴ هجري کال کي اخوان لمسلمین په ډیرو ولسوالیو کي د حکومت ضد حملی وکړې. د بهرام الدین باعث د ملگرو څخه د بدخشان په راغ کي شپاړس نفره حکومت د حمله کونکو په توربندي او څه يې ووژل. ددې  ټولو  پیښو ډېر مسؤلیئت د سردار محمد داؤد خان پرغاړه دی. په هیواد کي د ولس په خاص ډول ښونځیو لوستونکو ځوانانو څخه د سیاست د خبرو، انتقاد کولو، مظاهرو، غونډو او د نظر دورکړي حق، چا او ولي واخیستل سو او ولي باید واخيستل سي؟.

   هروخت چي یو ملت د ناچاری له مخي وزور ته تسلیم سوي دی او د مستبدو ظالمواطاعت ته یې غاړه ایښې ده هغه ملت ملامت نه دی. که چيري موقع ورته برابره سي چي کولای سي د جأبرو څخه ځان خلاص او ځان په امن کړي. نوهروخت یې دا ډول اقدام د ستایني وړدئ. ځکه هغه زورچي د انسان آزادی د منځه وړلای سي، د هغه زور پواسطه نو د ځان خلاصون او ازادی په لاس راوړل بیا ولې گناه وبلل سي؟. که چيري دا خبره قبوله کړو چي دولسونو آزادی حکو متونو په زور سره پایماله ولاې سي، بیا نو دا خبره ولي را ته د تعجب وړ او بده و بریښي چي ولسونه خپل حق په زوراخلي.

   پس پردې هم باید اقرار وکړو چي دوی (حق غوښتونکي)پرحق دي. ځکه زورهغه زور دی چي     ډېر جابرانو او لږ خوارانو کار ځیني اخستۍ دئ. او دا کم قانون دی چي ته ما وژلای سې او زه تا نه سم وژلای. په هرصورت  سردار محمد داؤد خان د ځوانانو نیول، بندي کول او وژل شروع کړل، بل اړخته یې دپښتونستان مسئله گرمه کړه. البته د پښتونستان د قضیي د یادولوڅخه د سردار محمد داؤد خان هدف د سرحد د هغی غاړي له پښتنو او پښتو سره زړسوي او مینه نه وه. د پښتونستان په هکله: کم وخت چي په پاکستان کي غلام اسحق خان د پاکستان رئیس جمهوروو د پښتونستان د مسئلې پرسرد خبرو د پاره د سردارمحمدنعیم خان په مشرۍ یوهئیت پاکستان ته ولاړئ. په لومړي رسمي مجلس کي چي د پاکستان لخوا ئې مشري آیوب خان کول هغه په پښتوخبري شروع او ختم کړې، کله چي د افغانستان دهئيت مشر سردار محمدنعیم ته د خبرونوبت سو سردارنعیم چي پښتو زده نه وه، په فارسي یې خبري شروع کړې، آیوب خان په فارسي ژبه نه پوهیدئ. آیوب خان د سردارنعیم خان خبري ورقطعه کړي، او ورته وئې ویل خبره پر پښتونستان ده، په پښتو خبري وکړه، په مقابل کي دي هم یو پښتون ناست دی. مجلس خراب سو آیوب خان خپله خبره اضافه کړه هروخت چي مو پښتوزده کړه بیا به خبري کوو.

   د افغانستان حکومت دا خبره پټه کړل. ما ته داخبره د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي مامورښاغلې محمد نادر ایوبي کندهاري کړیده. نو رښتیا که د نوموړي یا شاهي کورنۍ د پښتو او پښتنو سره مینه وای لومړی به یې خپله ژبه نه هیرولای ځکه مینه د هیریدونه ده، هغه څه چي هېرېږي هغه مینه نه ده. هغه شی چي نه هېرېږي هغه مینه ده. بلکي د افغان ولس پام راگرځول ځان ته یې مقصد وچي دوی هم په یو څه لگیادي. پاکستان یې تحریک کړی، افزار یې هم په لاس ورکړل. وئې نه سوای کولای یا نه یې غوښتل چي د دې هیواد د ځوانانو غوښتنو او احساساتو ته په احترام وگوري او یاهغوی ته د خبرو او سياست کولو دروازه خلاصه پرېږدي. دې د يکتاتوري کورنۍ مسؤلیت نه منۍ د ملت د کار او زحمت شته یې د ځان، کورنۍ او خپلوانو ملکيت باله.

دزور او جبر پواسطحه یې حکومت او پاچهې  د اسلام د پیغبر د اصولو خلاف نسل پرنسل په کورنۍ کي په ميراث پریښول. په نتیجه کي سردار محمد داؤد خان په لوی لاس ځان او خپله واکداري دپاڼ او پړانگ ترمنځ ودرول. نوردده عقل دا حالت نه لېدئ. د شاهی کورنۍ ژوند، کورني مناسبات، و پاچامحمدظاهر شاه ته هغه وخت هره میاشت شل زره آمريکائې دالړ ددولت  له بودیجې څخه هغه هم  د خپلو ملگرو پټ ایټالیاته استول، د ظاهرخان او کورنۍ کومي دبانکي دارائی گانوگټه، ملکيتونه او د هغوی حاصلات یې پوره روم ته وراستول، د محتاط وینا اوډاکتردحسن شرق  هم دا خبره په خپل کتاب کي لیکلې ده.

   غربي فشارونه، د امریکا  نه علاقه، د پاکستان لخوا تهدیدونه وه، د شوروي په یولاس کي کوتک او بل لاس کي مرستي، لڅ او پټ د خالت، د پرچم او حسن شرق حرکات او کړني، د مذهبي، ستمي، سیکتارستي او پاکستان لخوا تحریک، تشویق، د اخوانیانو ټرینینگ، ملاتړ او مداخلو، دحکومت او کورد ننه  د خپلو ملگرو (کودتا چيانو) له ځانه  لیری کول او مایؤسي خاصتا د پرچم لیریوالي کوم چي سردار محمد داؤد خان یې ترپاچهی رسولی وو، په هیواد کي د شپږمو ټولگیو فاریغینو ته مشکلات( کانکور) جوړول، په ټول افغانستان کي د اساسي دارالمعلمینونو د دروازو تړل، د جزأ دقانون نافذ ول او په سلهاو نورمشکلات. سردار محمد داؤد خان لیوني خو پخواهم وو نور ښه لیونی کړ. حسن شرق، پرچم او ډېر ملگری یې د ځانه لیری کړه. خپله کورنۍ ځیني ناراضه سول. دواړه مجلسونه پارلمان او سنأ یې ونړول،  د جزأقانون یې نافذ کړی وو، سياسي حزبونه یې ړنگ کړل، چاته د سياسي فعالیت اجازه نه ورکول، لکه اوسني طالبان، پرریاست جمهوری یې خټه واچول.

د سردارمحمد داؤد خان تر وژل کېدو وروسته درورسې او امریکا ئې دو جاسوسانو خپل ترمنځ د پټو خبرو پر وخت د روسي د سوال په جواب کي امریکاي جاسوس د امریکا  د حکومت نظر د سردار محمد داؤد خان په باب داسي بیان کړئ:

"د امر یکا حکومت د داؤد خان د حکومت په سقوط داسي خاص خفه نه دی، سردار محمد داؤد خان یکه تازي کول او په ښکاره زموږ د موکراسې مخالف وو، قانون اساسي یې نافذ کړی په هغه کي یې ستاسي شوروي په شان یوحزبي سیستم تسجیل کړئ.. .. .. په تمسخر سره یې وویل:ښه سوچي داؤد خان خوئې په قتل ورساوه".

که څه چي محمد داؤد خان اسلام اباد، تهران او ریاض ته وځغستل څو ددغو حکومتونو پرلاس آمريکا او غرب ته ځان ورنژدې کړي. غرب ته پرگونډو سو، پرتوبو سو ولي معلومه گټه ورته په لاس  ورنه غله.

دی بیچاره پدې خبرو څه پوهېدئ په وروستیو کي نو په رښتیا سره  سردار محمد داؤد خان  د خپل عقل په تیاره کي شپې تېرولې دارگ د ننه  د خپلۍ کورنۍ مشورو ته یې هم غوږ نه نیوی. نورنو د ژوند اميد ورته پاته نه وو، د کورنۍ غړي یې ځیني بېزارسوه. نور بیا

 

 

++++++++++++

 

د محمد ظاهر شاه په پاچهي کښي د ښووني او روزني وزېر، د کورنیو چارو وزېر او د صدر اعظم مرستیال ښاغلی عبدالقیوم خان څه ولیکل؟

سنارېواخیردربارهء سردارداود خان:

  په ۱۳۵۲هجري شمسي کال په خپلویا داښتونو کي ښاغلی عبدالقیوم خان ډېرسم جواب لیکلي، خدای دي وکړي  د سردار محمد داود خان خوا خوږو هغه لوستۍ وي او که نه یې وي لوستۍ و دې لولي. د اینه افغان مجلې په ۱۱۵ او ۱۱۶گڼه۱۳۸۸ هجری کال کي نشرته سپارل سوې ده.

لیکنه د اهميت وړ، باوري، د قیقه او ټولو هغو چاپلوسانو ته غاښ ماتونکی جواب ورکوي چي پر سردار محمدداود خان د ميکراوښکي تويه وي. ټوله لیکنه چي په درې ژبه ده  نه رانقلوم او نه یې ژباړم خومفهوم او خاص، خاص ټکي به یې ضروررانقل او ترجمه کړم تردې عنوان "سنارېواخیردربارهء سردارداود خان"لادی لیکنه سوېده ."څو ورځي مخکي مي یوه آمريکایي دوست راته تلیفون وکړه وئې ويل : دافغانستان د شاهي جمهوري درته مباره کي وایم ،، ،. ما وخندل او له ځانه سره مي وويل لکه چي دې کورخرابې بیا ډېرچښلي دي او د معمول په شان غرق او په بله دونياکي دی. لږوروسته وپوهيدم چي سړی په ټینگه او رښتیا را ته وائې، څو دقیقي مخکي مي د سردارداودخان د کودتا یولنډ خبرله( بې، بی، سي ) را دیوڅخه واورېدی. زماڅخه یې د تشریح او بیان لاره ورکه کړه او ماهم نه غوښتل چي بحث له ده سره اوږد کړم. یوازي مي وويل: کوراباد، دداسي یوه خطری خبرتیانه، په کاوه بای یانه شکل ټوکي څخه، مطلب دي دجمهوري شاهي څخه څه وو او ولې دي د شاهي کلمه دجمهورۍ سره وتړل؟ هغه په خنداراته وويل:،، ،، ، ډېره بخښه غواړم. ما باید نوموړې خبره په دې ډول سره نه واې درته واضح کړې. خو باېد اضافه کړم چي دغه بد عادت مي ستاسي په هیواد کي زده کړې وو. ځکه موږ په کابل کي او سیدونکو خاریجانو هرسياسي حرکت په هغه زمانه کي وشاهي کورنۍ ته منسوب کاوه، فکر مونسوای کولاې چي یوحرکت دي هلته د شاهي مقاماتو بیله اجازې سرته ورسيږي. بعضوله موږ څخه حتی د ببرک کارمل کړني لا د افغانستان شاهي کمونیست حرکت باله. لطفاً له گناه راتيرسه.. . زه د هم هغه عادت له مخي د شاهي لفظ د جمهوريت سره پیوندوم.. .، ،

  له نوموړي مي مننه وکړه او تلیفون مي کښیښود، په سيلاب دغمونوکي ډوب سوم. ولله حوله، ولله حوله ،، ،، مي وويل.. .. چي دا څه محشر جوړسو؟.. داودخان.. . کودتا.. . جمهوریت.. . ؟ تر اوس مي ددې د موکراسي له کټوري څخه یوڅاڅکی هم نه دی چښلی، چي له مایوسی او ترخې د يکتاتورۍ سره مخامخ سوم دا څه ظلمونه دي، چي پردې بیچاره خاوره نازل کيږي؟.. .. . پوهان وایي عصاب خرابې، قهراو خفگان د خوب مانع گرځي، پس بیداري د چورت سبب، کشکي هم داسي وائې. د هغه مقولۍ څخه یوازي خوب الوتل زما بد بخت په نصیب سوه. خدای (ج) سته فکرکول حرام او خوب څوشپې نه وو. له څه وخت لپاره مي ماغزه فلج او بلکل یې کار پريښود. او کله چي یې بېرته کارهم شروع کړی ټول دگمان فشاروو نه دفکر کمال. خیال او گمان هم د مملکت پرراتلونکي کړن لاره او په هغه کي دلیوني سردارداؤد پر نقش!!

  څو افغانان چي زما د کور پرشا وخوا او سیدل هره ورځ یې زما کورته تشریف راوړئ. څوشپې او ورځي سره کښينستو جلا، جلا مو ارزولې. لاکين د معلوماتو د لږوالي په وجه په يوه مطلقه تیاره کي روان وو، دآمريکا په اخبارو کي هم دوې ورځې وروسته یوازي دنیويارک تایمز او واشنگتن پوست په اخبارکي څو لنډي جملې ولیکل سوې.

دا کورخرابې آمريکا زموږ دې حیاتي او تاریخي واقعې ته په هیڅ ارزښت قائل نسول. توا چي هغه یې د شورويانو سره د"دیتانت" له لاري یوه طبعی قرباني بلل، اگاهانه چوپتیائې غوره کړل. د سياست مدارانو او لیکونکوعلاقه یې د لېدونکو او تماشاچيانو څخه زیاته نه وه. نو يوطرفه ته د آمريکا بې علاقه توب بل لوري ته د کابل پرخبرو بنديز او نه لاس رسی زموږ مجلسونه، ارزوني را بې خوند کړه. د مولانا رومي د مثنوي پر بنیاد چي وائې :ړندو په مطلقه تیاره کي د پیل په تعریف او ارزونه لاس پوري کړی. د سردارمحمد داؤد خان دي عمل ته یوشميرهغه هم خوشحال وو،  چي پلرونه یې کلونه سردارمحمد داود خان په زندانو کي ساتلې وه، هغوی بیا هم له مانه بختوروو. ځکه چي د ژوند ټولي چاري یې ساده گي احاطه کړي وې. پرون د پاچاسره وه او نن د داؤد سره. او نن په خپلوساده دلایلوهروخت وائې چي هرڅوک چي خرسي زه یې ځل یا پلانه یم.. . شاید سبا دبل ځل یا پالانه سم.

  کاشکي په دې شان لوړ والی بیله ښه والي ماته هم برابرسوې وائې. زه څنگه په اساني سره کولاې سم چي ووایم،، ،، هر تر بور چي راځي ښه دي راځي.. .. . او يا پرواک سپور تر بورته پرله واکه لویدلې تربور باندي ترجيح ورکړم ؟زماپه باوردغه ټول د کاکا زامن واک لرونکې خدایان نعوذبالله وه. هریوه له دوی څخه په نوبت پردې قوم حکومت کړی دئ. پاچا په خپل واراو دواکه لیري کړل سوو سردارانوپه خپل وار سره !!.. .. . او مبالغه به نه وي که ووایم چي تر۸۰ فیصدو ډېردنن ورځي زموږ نفوس حکومت نه دی لېدلې، چي ددې درو کاکا زامنو لخوا دي په شکل د شکلونو کنترول سوې نه وي. د افغانستان تاریخ وروسته له انقلابه ددې کورنۍ سقوط دئ. د هغې ورځي څخه غم انگیزه، تسلط،.. د کاکا د زامنو.. زموږ د لیکوالو او لیکونو ۲۴ ساعته مصروفیت گرځيدلۍ دئ.

  څلوښیت کاله پخوا کله چي به د داؤد خان نوم یاد سو زموږ د وطندارانو به اندامونه رېږدېدله. د۲۵ کلني په عمرکي لانه وه چي د سېزاري.. .. په شان د هغه وخت دننگرهارچي اوسه محال درې ولایت ځیني جوړ دي ده حکمراني چلول او د لیوني سردارلقب یې وگټۍ. لیکونکي" دغه دلیوني لقب یا افتخاري نوم و سردارمحمد داودخان ته د کندهارخلگو ورکړی دئ. او داکترهاشيميان هم په خپل واردا تصحیح کړېده کور یې اباد. "

 او داد.. . سيزار.. .. په ډول آوازه یې د پلرونو په ملک یعني انگریزوکي هم خپره شول. راغلم، ومي لېدل، او فتح مي کړل. څه له ږوږه ډک، غښتلي سرونه دصافیودقوم د مشرانوپه هغه خاوره او وينوکي لوټونه ووهل. او په زرها کورنۍ په هغه غم لړليو کلیوکي بې کوره شول. او د څونه غښتلي قوماندان نوم دې لوی قوماندان( سردار محمد داؤد) په وينو تويولوکي وگټی. د پیښي بیان یې لا نه وولیکلی چي دصافي قوم مشران یې پړي په غاړه، پروړه په خوله د حیواناتو په ډول پرڅلورو دربارته دعجز، ملامتیا منلو، او بخښي غوښتو په هدف د کاکا زوی ته پېش کړه.

  هغه وخت چي سردار محمدداودخان د مرکزی قواوو قوماندان وو، عوام خلگ څه چي وزیران ځیني بېردل. د وخت وزیرانو ته یې آمرونه کول او حتی د حاضری خانې یې ورقیده ولې. د صدارت پروخت یې په تلیفوني آمرونو په سلهاو انسانان زندانوته ولویدل. لیکونکی:( فکر کوم د وزېر صاحب مطلب د لسهاو تنو له بندي کولو څخه ویښ زلمیان وي، چي د سردار محمد داؤد خان په یوه تلیفون کولو بندیان کړه سوه. ) د محبس لوړ پوړو مامورینو به په افتخار سره ويل چي دجزأگانو شگلونه مو دنازیانو څخه زده کړي دي.

  کشر ورور محمدنعیم خان یې هم لا۲۵ کلنی عمر پوره کړئ نه وو چي په روم کي د افغانستان د لوی سفیر په حیث واستول سو. دا ارستوکرات صاحب د هغو ښه چانس والوڅخه وو، چي دنهم ټولکي کاغذئې لاپه لاس نه ووراوړئ. که چيري موسيولینی د هغه له شتون سره د سفیر په حیث مخالفت نه وائې کړی ترکلونو به هلته سفیر پاته وای. خو موسيولیني وويل چي دا شیر خوره د سفیر په صفت نسي منلای. بیا هم ژر وزیر او د کابیني غړی سو او په کابینه کي یې د ممتهن رول لاره. نو به مي هغه دامتحان اخیستلوصحنه راپیاد سول. چي یوه ورځ خدای (ج) بخښلي استادعزیزالرحمن خان سردارمحمد نعیم پر نقل گیرکړئ. استاد په ډېرلوړ او از ورته وويل :" او نعیم، شرمت نمي اید که با گردن لگلک مانندت از پهلوفیلت نقل ميکنی. " کله چي سردارمحمدنعیم دخارجه چارووزیر سوو، دآمريکا او نورو غربي هیوادو مرستي یې جلب نسوای کړای. نوهغه ووچي د شوروي سره یې دوستي ټینگه کړه. دغو دوو وروڼو سردارمحمد داؤد او سردارمحمدنعیم په مشوره سره د مسکو په لمن کي ځان او هیواد ور وا چاوه.

  بیله شکه داوسنۍ افغانستان د شاته پاتوالي اساسي عاملين دغه درې د کاکازامن محمدظاهرشاه، سردارمحمد داؤد او سردارمحمد نعیم وه. او دا به ډېره گناه او جفاوي که څوک یو له دغو درو څخه یو تربل ښه یا خراب وبولي. یا د یوه په منځ ته راتلو او بل له منځه تلوخوښ و او سي. " او د تعجب ځای دئ لاسته خلگ چي سرودونه ورته لولي.. .. بلې وزیرصاحب عبدالقیوم خان دادرې سردارن هر یو داودخان، ظاهرخان او نعیم خان ښه له نژدې پيژندل.

   د خپلي لېکني په دوام وزېر عبدالقیوم خان بیا لیکي :"یوه د کاکازوی وروسته له ۳۹ کالو پاچهې کولو ځان ستړې احساساوه له منځه وزي او ځای يې بل تازه نفسه، په وینه ور ته تږې د کاکازوی نیسي. دغه دوهم ځل قدرت نیونکي د کاکازوی به هر وخت پاچاه په غیری د مکراتیکو روابطو دوزیرانو او صدراعظمانو سره نوماوه. څنگه چي قدرت دده لاسته ولوېدی بیله محکمې له پرېکړي يې تیر صدراعظمان زندان ته واچول او وزیران يې په خپلو کورنو کي په نظربندې محکوم کړه. ماچي همیشه د سلطنت په مقام کي د قدرت د تمرکز څخه شکایت کاوه. پدي وجه مي، موږ د وخت په قانون اساسي کي هم د پاچاه فصل یوغیري قانونې باله او هر وخت مي انتقاد داوه.

  سردارداودخان دریاست جمهورۍ پرچوکې د ناستي سره صدراعظمې او د کابینې یودرځن مُهمي چوکې يې  د خپلي چوکي سره وتړلې. قانون اساسي يې په دې بهانه او پلمه د منځه یوړۍ چي پوره د موکراتیک نه دئ. د هغه پر ځای يې خپل سرې مرکزي کمیته او ځان د انتصابي جمهوررئیس، يادول، خود کوزه، کوزه گر، هم گل کوزه رامخته کړل. په حقیقت کي دغه چالاکه د اکازامن همدغه کوي او هم هغه کوي.. .. .. په رښتیا سره زموږ د بیچاره قوم سره هغه نارواوي چي د ویلونه دي وه سوې.. .. .. قسم چي بې خیره زوی خو يې اقلاً په دغه یوه صنعت، د سیاسي شعبده بازی په صنعت کي بلاکوي.. . "

 

 

++++++

 

یوه خبره تل یاد ساتۍ، هغه دا چي سردار محمد داود خان په خپلي کورنۍ کښي  له پاچا (محمد ظاهر خان) سره تربور ګلوي پالل، په هیواد کښي یې له( روشنفکري نهضت ) سره سرسخته  دښمني کول. تل یې تلاښ دا وه چي ځان مطرح کړي نو په هیواد کښي یې د( شاهي نظام د نړولو او روشنفکري نهضت د له منځه وړلو) تلاښ کاوه. په ژور خفګان سره چي سردار محمد داود خان د ځان او خپلي کورنۍ په قربانۍ سره په هم دغه مقصد کوم چي وختي یې  ځانته ټاکلی وو بریالی سو. ولس او هیواد یې خونړی پرېښود. پر دې دوو خبروبه په تفصل سره ددې لیکني په نورو برخو کښي بحث کوو.

د چنگا ښ ۲۶کودتا وه یا کورنی جوړښت وو؟

    راسئ په دې هکله  د ښاغلي تورن جنرال سیدعبدالغني خان خبرې په غورسره واورو، کوم چي جنرال سید عبدالغني کړي دي. نوموړۍ جنرال د سردارمحمد داؤد خان ترکودتا مخکي د ظاهرشاه په حکومت کي د ټول افغانستان د ژاندارم او پولیسو لوی قوماندان وو.

   تورن جنرال سیدعبدالغني خان لیکي: "زه د سردارمحمد داؤد خان د کودتا په پلان ښه خبرسوم. پوره اسناد په لاس راغله د شاهي کورنۍ هرغړي ته مي خبر ورکړه، چا توجه نه کول. دا چي ما ډېرکلونه د شهزاده احمد شاه د محمد ظاهرشاه  د مشر زوی، دخاص یاور په توگه مي وظیفه اجرأکړې وه، بالاخره زه مجبورسوم چي دا خبره له مېر من ( ملکې)  حمیرا او خپله د شهزاده احمد شاه سره شریکه کړم. چي سردارمحمد داودخان د کودتاه کولو ترتیبات نیولي دي. ما د دوی ملکې او شهزاده احمد شاه څخه وغوښتل چي د کودتا چيانو د گرفتارۍ آمر صادر کړي. او دامي هم پر اضافه کړل چي که یې نه کوئ راتلونکی مسؤلیت به ستاسي پرغاړه وي، او دا خبري ټوکي نه دي. دوی خاموشي اختیارکړه. وروسته یې راته وويل چي د سردارعبدالولي سره خبري وکړه".

  دا جنرال صاحب د کورني جوړسوي پروگرام او لوبي څخه بې خبره وو، افغان جنرال صاحب سیدعبدالغني خان په یوساه(منډه ) او صداقت ځان سردارعبدالولي خان یا د سلطنت بل واکدارته رسوي، هغه ته خپل دزړه غوټه خلاصوي، ټولي هغه خبري ورته کوي چي ده وملکې او شهزاده احمد شاه ته کړي وې. پوهيږئ !چي سردارعبدالولي خان وتورن جنرال سیدعبدالغني خان یا د ژاندارم او پولیسولوی قوماندان ته څه شان تهدېد آمیزه جواب ورکوي؟ داسي ترجمه : "جنراله !هيڅوک د کودتاه توان نه لري، ته دي خپلي وظیفي ته متوجه اوسه،  ډېر تردې زموږ په کورنیو موضوعاتوکي لاس مه وهه".

  په همدې شان محترم د صدارت مرستیال، د پوهني وزېر او د کورنیو چارو وزېر ښاغلی عبدالقیوم خان نه وو چي واي، دا دشاهي ارگ د ننه د کورنۍ ترمنځ په توافق د خپلي واکدارې دوام ته نوی رنگ او ساه ورکولو یو سازش وو، د کودتا ترنوم لاندي بل څه نه وه. د صدارت مرستیال اوږده لیکنه لري چي وروسته به یې ستاسو سره شریکه کړم. ټول شواهد داسي ښې، جنرال صاحب عبدالغني خان هم دخلاف ويلوسړی نه وو او نه دی، دوځله دتحصيل د پاره خارج ته تللی، تورن جنرال وو. بل د ملکې، د سلطنت دوارث احمد شاه او د دفاع دوزیرسردارعبدالولي  ټولو خبري یوشان وې، نو فکرنه کوم چي ظاهرشاه دي ددې  ټولو خبروڅخه بې خبره وو. دهرچاه زړه چي واقعیتونه څه ډول بیانوي، او لڅوي او که یې پټ او یا ماستمالي کوي، " تاریخ هغه دئ چي تیرسوی دی، رښتیاهغه دي چي پیښ سوي او عملي کړل سوي دي ". نور نو د سړوکاردی، خو واقعیت داسي دی لکه جنرال سیدعبدالغني خان چي وايې هرڅه د په خپله سرته رسولې، او رېدلي او لېدلې دي نه دبل دخولې بیانونه. نو ایا افسانی به رښتیاوي، که د هغه کس خبري چي عملاً یې سرته رسولی او رېدلي وي؟.

  سردارمحمد داودخان په لمړی سرکي د ظاهرخان د سلطنت پر محال په دې هدف سیاست ته ورودانگل، چي په سرداري سلنطنتي کورنۍ کښي یې ځان تر ټولو هوښیار ګاڼه. ده  د ترقی او انقلابي توب خبري کولی چي په سیاسي حرکتونو کي منورین په خپله ښه وپیژني او د هغوی په منځ کي، درښتیني سیاست مینوال وپیژني، چي څوک یا کم اشخاص واقعاً په نظام کي د مثبت بدلون، د ولس په گټه بدلون راوستل غواړي. او کم شخص د ټولني په منورینوکي دنفوذ او داعتبارخاونددی، او د دوی سلطنت ته څونه گټوراو یا مضرتمامیږي. څو په وروسته دی( لیونۍ سردار) دهغوی دله منځه وړل او د هغوی په تشخص پسي ډېرستړئ نه سي او هغه شخص یاشخضیتونه یې په بیلو بیلوبهانو، پلمو او تهمتو سره تهمتي او د منځه یووړل. او بیا د خپلونیکه گانو، پلرو او اکاگانو په شان وطن د مړو خالي کړي ډېر یې ووژل، بندیان یې کړل او فرار یې کړل.

  سردارمحمد داودخان په ورستیوکلونوکي بلکُل د پخواني روم د لیوني امپراطور"کائوس کالي گول" کاروته لاس واچاوه. خودی په دې نه پوهیدئ چي هغه بله زمانه وه د هغه په شان تر ډېرېده برېده به بریالی نسي. او نه داسي لیوني سو لکه په ورستیو چي کاؤس وو.

  د"وایروسA " په لمړي قسمت کي چي" چگونه مابه بیماری هجوم به افغانستان مبتلا میگردید يم. " کتاب مؤلفین ولادی مرسنیگیریوف تاریخدان وژرنالیست، والیری سامونين، عضوسابقه دفتر(کی، جی، بی )درکابل. څوځایه لیکي چي د داؤد خان کودتا د سلطنت دواکدارو، سلطنتي کورنۍ، په تفاهم سرته ورسیده، خصوصا د محمد ظاهرشاه او داؤد شاه ترمنځ د مثال په توگه داسي لیکي: "یو وشاهي کورنۍ ته نژدې سړي په کابل کي زموږ د خارجي کشف د فترته خبر راکاوه چي خپله شاه د کودتا په سرته رسولوکي لاس لاره. "

  په بل ځای کي لیکي :"راپورونه وه په دې هکله چي پاچا د جمهوري کودتا سره موأفقه لرل. " او نور، پس نو ویلای سو نه داچي یوازي دورستنیو بدو پېښو ټول مسؤلیت د سلطنتي کورنۍ پر او ږو پروت باردئ بلکي دوژل سو او قرباني سوو وطندارانو د مړني او هیواد د بربادۍ ټول مسؤلیت ددوی پراوږو باردئ، پدي چي ټول  هیواد وال ددوی دلوبي ښکارسول.

  ښاغلې سلطان علي کشتمند په خپل" یاداشت هاي سیاسی رویدادهاي تاریخي، خاطرات شخصي".. .. . په ۲۷۰ ص کي لیکي: ترجمه"سهاروختي د سرطان د میاشتي پر۲۶ تاریخ زه خبرسوم چي د سهارپر ۵ بجو د میراکبرخیبر په کورکي چي د کابل په مکرویانوکي واقع وو، د مرکزي کمیټي د اجرائیه هیأت په غونډه کي برخه واخلم. ترپنځو بجو څودقیقي مخکي چي زه ننوتم، هلته ببرک کارمل، نوراحمدنور او میراکبر خیبر موجودوه وروسته له څو دقیقو نور غړي هم راغلل. خیبرگذارش ورکړې چي ترنیمي شپې وروسته په کابل کي د سردارمحمد داؤد خان ترمشرې لاندي نظامي کودتايې عمل سرته رسیدلی دئ. هغه وویل چي یوه ملگري داکتر حسن شرق يې پر زهري پوش سپورلېدلی دئ، یوساعت مخکي د موضوع څخه خبر سوی وو، هغه بیله ځنډه کارمل خبرکړی، فیصله پردې سول چي داجرائیه هیائت غونډه جوړه کړو". "هغه څه چي هوښیارخلگ يې په زړونولېدلای سي ساده خلگ یې په خدای (ج) ورکړو، جوړو دوو سترگونسي لېدلای. ” کلیله او د منه.

  گرانو لوستونکو دا خبره ډېره دغور وړخبره ده. ولي سلطان علي کشتمند د محمد داودخان دچنگاښ د۲۶ مي نېڼې د کوتاه جریان بل لورته بیائې. دښاغلې کشتمند کو رد کابل ښارپه چندول سیمه کي وو شپه ده کودتا یې فعالیتونه شروع، نیول، نیول روان دي د ښارټولي لاري بندې، بیله د شپې له نامه لرلوڅخه تگ او راتگ په ښارکي هغه هم تریوي بجي وروسته څه اسانه خبره نه وه. داځکه د کودتا د شپې پر دولس(۱۲) بجو شروع سوېده.

 ښاغلې نبي عظیمي په خپل اردو او سياست نومي کتاب کي لیکي:" چي حسن شرق او غوث الدین فائق ماته راغله مامسلح کړه. " مگرښاغلې کشتمندصاحب لیکي چي خیبر موږ ته راپور راکړې چي حسن شرق په زهري پوښ کي سپوروو، بیا بل ځای ښاغلې نبي عظمي لیکي :"دکودتا په شروع کي کله چي ما وزیر دفاع ونيوی او محمد داؤد خان ته مي ورساوه حسن شرق له داودخان سره ولاړ وو. او دکودتا له شروع څخه یوساعت تیرسوی وو. "نوله دې خبرو خو داسي معلوميږي چي سردارمحمد داودخان، حسن شرق، ببرک کارمل او د شوروي سره په رابطه کي دا کودتا تابیا کړې وي. خوسلطان علي کشتمند لیکي، چي میراکبر خیبرگزاش ورکړې. بیا لیکي چي حسن شرق پر ټانگ سپوروو زموږ یوملگري ته ټانک دروي او هغه ته ټول حال وائې، هغه ملگری بیا ځان د میراکبرخیبر ترکوره رسوي او میراکبرخیبرخبروي، میر اکبر خیبر بیا کارمل خبروي، نوراحمدنور راځي، کشتمند او نورټول په دغه شپه کي خبرېږي، په منظمه توگه سره راټولیږي یوهم غیرحاضرنه وو، راځي جلسه کوي لاسهارسوی نه دی. دا بی پدره شپه نااعوذوبالله د شب قدردشپې په شان او ږده وه.

  د پرچم رهبری ته ملایکو ټوله اسانتیاوي برابري او موانع ددوی دراجمعه کیدو په وخت کي لیري کولې او دوی په دغه شپه بیله دې چي خطراحساس کړي خپله غوڼده کوي. ایا د پرچم د مشرتابه  ټولو  غړو په کورنو کي تلیفونونه لرل؟ که یې لرل هم د کودتا په شپه مخابرات قطعه وه، په دغه شپه تر۱۲بجووروسته يې کارنه کاوه، څوک وه او یاڅوک وو هغه شخص او اشخاص چي داجرائیه غړوترکورونو ته ولاړل او ټول يې خبره کړل، دغه اشخاصو ته چي دخبرتیا وظیفه يې اجرأکړل دوی ته څنگه او چاه خبر ورکړ؟ او خورا ډیرنورسوالونه. ښه داوه چي کشتمند دا مسئله هیڅ لیکلې نه وای یا یې درسته لېدلې وای.

  ښاغلې عبدالقدوس غوربندی په خپل اثرنگاهی به تاریخ حزب د موکراتیک خلق افغانستان کي لیکي: ترجمه"ښاغلی حسن شرق خلاف ددغه چي نن ورځ په دوه مخې او منافقت سره انکارکوي، د نظام دتغیر او ضرورت په باب محمد د داؤد خان د لومړی علاقمند راپورچي داعتماد له مخي يې دده سره شریک کړي وو، ده د پټي لېدنو پروخت وببرک کارمل ته راپور ورکاوه، حزب وښاغلي حسن شرق او فیض محمد دواړو ته ددوی دوظیفو دحساس والي په نسبت چي په جلاجلا توگه يې تماس نیوی، مهمي لاښوونې وکړې چي په هراړخیزاحتیاط او طبعي ډول يې سرته ورسوي". ص۳۵.

  په دوام یې بیاعبدالقدوس غوربندی لیکي:ترجمه"دکودتا ترکامیاب کیدو وروسته حسن شرق چي د سلمان لایق سره نژدې همسایه وو، د سلیمان لايقه یې غوښتنه وکړه چي دپرچمیانو رهبري دي یوه وینا، بیانیه خطاب به مردم ورته ولیکي، څو سردارمحمد داؤد خان يې د خپل کاري پلان په نوم ولولي. دی (حسن شرق) به هغه  د خپل ځان لخوا د سردارمحمد د داؤد خان مرکزي کمیټي ته وسپاري. دغه بیانیه د پرچم د سیاسي بېرو لخوا په ډیره محرمانه توگه ولیکل سوه، د سلیمالايق پرلاس د صدراعظم مرستیال حسن شرق ته ورکړل سول. سمدستي د کودتا تر پېروزی د کورینوچارو د وزیرفیض محمد پرلاس د حسن شرق په لارښونه او د سردارمحمد داؤد خان په منظوری څلور اتیا(۸۴) تنه ولسوالان او څو تنه والیان د پرچم داعضأو او علاقمندا نو څخه په حکومت کي تعین او مقرر سول ".

  داکترگوستاولوبون فرانسوي مورخ وائی:" هرټولنه کي سړی باید خپل مقام وساتي، لیکن نباید د هغو نفوذ ترمعین حد تیرسي. ولي چي په دې صورت سره هرډول ترقی او پرمختگ ته فالج پیښوي. "

  د کلیله او د منه کتاب پښتوژباړه په ۱۷۳صفحه کي لیکل سوي دي :"له ظالم پاچاڅخه چي کمزوري رایه ورکونکي وزیران لري باید د ملک او خلگو د ټینگښت او سولې توقع ونه سي". نوربیا

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++

۱ ـ د سردار محمد داود خان پېژندنه.

سردار محمد داؤد خان پرخپله(کورنۍ) یا پاچهۍ د چنگاښ پر(۲۶) ۱۳۵۲هـ ش نیټه ولي کودتاه (سپینه کودتاه) وکړه ؟ ممکن د سردار محمد داؤد خان خپلوان او پلویان دې پوښتني ته تر ما او هر بل چا ښه جواب ولري هیله ده  هغوی خپل جواب په  دلا ئل له لوستونکو سره شریک کړي.ایا د شاهي نظام لخوا د سردار محمد داؤد خان ژوند ته کومه خطره متوجې وه؟ ایا د سردار محمد داؤد خان مینه د هیواد له آبادۍ او پرمختګ سره له محمد ظاهرشاه خان څخه  ډېره وو؟ محمد ظاهر(شاه) د هیواد د ترقي او پر مختګ په وړاندي یو خنډ وو؟. د افغانستان په معاصر تاریخ کښي د چنګاښ ۲۶ نیټه و افغانانو ته یوه نوې نا بلده او درنه پېښه وه.

خو زه مخکي له دې چي د سردار محمد داؤد خان پر کودتاه او د هغه پرجمهوریت بحث وکړم، یو ځل به  د سردار محمد داود خان پرلس کلنه  صدارتي دوره خبري وکړم، ځکه د سردار محمد داؤد خان د صدارتي  دوره پوره (لس) کاله وه. له پېښو او جریاناتو څخه داسي ښکاري، چي په شاهي (ارګ کښي) د ننه خپل منځي مخالفتونه وه، ځکه برحال صدر اعظم سردار شاه محمود خان له ځانه خبر نه وو له راډیو څخه واورېدل سول چي شاه محمود خان د ناروغۍ په وجه له صدر اعظمی چوکۍ څخه خپله  استعفأ وکړه. یوه هفته وروسته  محمد ظاهر شاه سردار محمد داؤدخان د خپل کاکا سردار شاه محمود خان ځای ناستۍ وټاکه.  د ۱۹۵۳ م کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې باندي سردار محمد داؤد خان  د کابينې په جوړولو مؤظف کړل سو، د شاهي کورنۍ فیصله همداسي وو چي  سردار محمد داؤد خان دې صدر اغظم شي.  له دې پرېکړي او تصمیم نیولو څخه دشاهي کورنۍ مشر پر وظیفه ولاړ صدر اعظم بې خبره وو، پس دا ثابتوي چي په شاهي کورنۍ کښي د ننه ژور مخالفتونه وه.

  د سردار  شاه محمود خان صدر اعظم په دور کښي خبره داسي وه چي   له هند څخه د انګرېزانو وتل، هند پر دوو برخو(هند او پاکستان) ویشل وو، که څه هم افغان لوري یوه سوسته یادونه وکړه، انګرېزانو ته یې وویل چي د افغانستان له سرحداتو څخه تر اباسیند پوري دا ټول پښتانه اقوام دی. له دوی څخه باید پوښتنه وشي چي ځانته خپلواکي غواړي او که په هند، پاکستان یا افغانستان پوري ځان مښلول. خو انګرېزانو د جولای پر ۳ د ۱۹۴۷م ځواب ورکړ چي د بریتانیا او افغانستان تر منځ په ۱۹۲۱م کي سرحدونه منل شوی دي.ص۲۵۱

که چي افغان دولت له خپلوخلګو دا مسله( د دوی سوسته یادون د انګرېزانوقاطع جواب) پټه ساتل خو رسوا سول.

 د پارلمان د اووه مي دورې په انتخاباتو کښي، د یوشمير وطن دوستانو بریالیتوب ، اوپارلمان ته  دهغوی لاره پیداکړل، د کابل په ښارکي د ښاروالي لپاره انتخابات، د کابل په پوهنتون کي د محصلینواتحادیه جوړه ول، د اخبارو نشرېدل د خلگو د ذهنیتو په بیداره ولو د ځوانانو د نقش برجسته والۍ. د ويښوځلمیانو د نهضت را جوړونه، د راستو، چپو او ملي ګرا نهضتونو فعالیتونه دا هغه څه وه چي د درباریعني شاهي ارگ د ننه د موکراسۍ مخالف سرداري گروپ سردارمحمد داودخان او سردارمحمدنعیم خان او بل ورسره په شاهي کورنۍ کي دننه خواخوږو د سردارمحمد داؤد اوسردار محمد نعیم پام یې دې خبري ته راوگرځاوه، او ورته فهمول یې چي داسي معلوميږي ستاسي ناسکه کاکا شاه محمود خان غواړي ټول حکومتي چاري انتخابې کړي او تاسي سردارمحمد داؤد او سردارمحمدنعیم له راتلونکې هغه څه څخه بې برخي کړي لکه صدرارت. سردارمحمد داؤد خان او سردارمحمدنعیم خان ته داخبره یقیني وبرېښېدل، له خارج څخه ډېر ژرکابل ته راغلل. نور سردار شاه محمود خان هم د دوی له لاس وهنو څخه په تنګ وو. لکه څنګه چي پر شاه محمود خان باندي د دموکراسي د پلار نوم ايشول سوی وو، پر نوی صدر اعظم سردار محمد داوؤد خان د دیکتاتورۍ د پلار نوم ډېر مناسب وو. ص ۲۵۳

پسله ولایتونو، قوماندانیو او وزارتو نو(ملي دفاع او کورنیو چارو)کولو څخه  سردار محمد داؤد خان  له ۱۹۵۳حخه تر ۱۹۶۳کاله (پوره (لس کاله) صدراعظم پاته شو. سردار محمد داؤد خان خپله کابینه اعلان کړه، صدر اعظم د ځان له پاره پر صدراعظمي چوکۍ برسېره د دفاع وزارت، د کورنیوچارو وزارت او د پلان وزارت کارونه خپله مخته وړل. د داؤد خان  د صدراعظمۍ کار په ډېره توده وینه پیل کړه او د کابینې غړي یې هم سخت په کار وا چول، خو د پاکستان سره د سیاسي اختلاف په وجه یې ځان او وطن دواړه ژوبل کړل. ص۲۵۴

لوېدیځ دی ځانته را کشاوه چي د بغداد (سنتو) او(سیاتو) په تړونو کي د پاکستان ایران او ترکیی سره سر وروتړي، خو سردار د عصبیت څخه پرته له دې چي د تاریخ له درسونه رایاد(زده کړه) کړې وي یو ځل د شوروي (روسې) په منګولو کي ځان وغور ځاوه. د پاکستان پر ضد د صفربارۍ کمپاین چې له پاکستان سره یې د پښتونستان په مسله کې یې سړې اړیکې درلودې او د افغانستان په خښم کې محاصره او د لوېدیځ او ختیځ دواړو غاړو ته یې امریکا د دوو هېوادونو په سترګه کتل، دې وضعیت سردار محمد داؤد خان روسانو ته ډېر نږدې کړ...... سردار محمد داؤد خان ښه کافي او غوښن کارونه سرته ورسول، خو په سیاسي ډکر کي یې هم سختي ټکري وخوړې. ص۲۵۴

د سردار محمد داؤد خان د صدارت د دورې د لویو بدو پېښو له جملې څخه یوه هم په کندهار کې د مخ لڅۍ او د سینماګانو د جوړولو پر ضد لاریونونه وه، چې په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې د دادو خان ​​په امر د لوی پاسوال خان محمد خان له خوا ژوندۍ مظاهرې سختې وځپل شوې. د ملي اردو د دوهم قول اردو قوماندان ګڼ شمېرخلګ  وژل . ١٧٢ کسان ونيول شول او محاکمه شول، ٢١ تنه په اعدام محکوم شول او پاتې نور په بند محکوم شول، د اعدام حکم عملي نه شو.په همدغه رابط خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری په خپل اثر" پاچهانو څه کول؟" کي لیکي : ما ایوبي د کندهار د مظاهرې څخه فقط څو ورځي وروسته له ډاکتر ادم خان درمل صاحب چي زما اشنای وو، زما کورته راغلی وو، له هغه څخه وپوښتل په مظاهره کي به څوتنه کندهاریان وژل سوي یې؟ ډاکتر صاحب درمل کېسه وکړه"  زه په دفتر کي ووم، چي خان محمد خان(قوماندان د قول اوردو) امر راته وکړه، ډاکتر صاحب موترونه او عسکر در سره واخله مړي او زخمیان راټول کړه. زه د پرسونل سره ووتلم تر اوه سوو (۷۰۰) مړو ډېر مو راټول اوپټ کړه" ......

په ننګرهارکي د خپل ولایت(رئیس تنظمه) پروخت د صافیو د قوم سخته ټکونه او د هغوی مشران په پوړو تړلي، واښه په خوله پر څلورو د محمدظاهر شاه مخي ته ودرول، توبه یې په وکښل، بیا محمد ظاهر خان هغوی وبخښل.

 د پوهنتون د محصلینو اتحادیه : دا اتحادیه سر دار محمد داؤد خان ونه زغمل، په دې اتحا دیه کښي شامل دغه کسان وو: محمد اسحق عثمان، عزت الله مجددي، کاظمي د ننګرهار، عبدالکبیر، کبیر سراج دوه وروڼه ، بصېرحکمی ،شعیب، سردار حفیظ نوابي. غلام علي آئین، یونس سرخابي ،عبدالواحد، امان الدین امیرپور، غلام حیدرنورس، میرعلي شاملزاده، عبدالکریم نضرتي لنډه یې داچي نژدې دېرش کسان ځوانان را ټول وو. سردار شاه محمود چي د کورنۍ تر سخت فشار لاندي و، نو تر اتحادیې تیر سو وویل :" دموکراسي نه د موکراسي".ص۲۴۲

سردار محمد داؤد خان له لوري پرعبدالمالک خان لوګري باندي د کودتا تورو لګول سو؟: داؤد خان د خپلي صدراعظمي په دوره کښي عبدالمالک خان د مالیې د وزیر په توګه وټاکه. په خپله کابینه کې یې ځای ورکړ، عبدالمالک خان لومړی امریکا ته د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په موخه سفر وکړ او کله چې له امریکا څخه راغی، د لته دهغه په خلاف یا  د عبدالمالک خان  پر ضد د سیسه جوړه شوه، چې په ډېر د قت او مهارت سره په سټېج باندې تطبيق شو، په ۱۳۳۵ هجري لمريز کال کې عبدالمالک خان له داوود خان سره د ملاقات په نوم د کابل د والي مير عبدالعزيز له خوا له خپل کور څخه و ایستل شو. بندي کړل شو په شدت او جديت سره، ووهل او ټکول سو، کورنۍ او خپلوان یې هم له نږدې  ترڅارلاندي و نیول سول. په کودتا کې د تورنو کسانو ټولې شتمنۍ ضبط او د سپین غر شرکت لغوه شو، په کودتا باندي د متهمو کسانو اولادونه له زده کړو بې برخې او شتمني یې ضبظ کړل سوې.". هوښیارانو هر څه لڅ کړي دي. "تر  ټولو  بده خبره چي هوښیاران بد ځني وړي هغه له دوستانو سره بې وفایی او خیانت دی. " کلیله او د منه ص۱۸۵ پښتوژباړه..

له سردار محمد داؤد خان څخه مخکي سردار شاه محمود خان چي په افغانستان کښي یې خلګ د دموکراسۍ پلار یا دوي دهغه د صدر اغظمي دوره وه ، شاه محمود خان له امریکا سره ښه اړیکي را جوړي کړي، د دهلې بند، د کجکي بند، د کندهار او بولدک ، دکندهار او کابل سړک جړولو کار، افسوس چي امریکا پر سردار محمد داؤد خان بې باوره وه، سردار داؤد خان چي کله امریکا ته سفر وکړه امریکا ورته په ښه سترګه ونه کتل پس له هغه سردار محمد داؤد خان د وخت شوري ته ځان حواله کړ. له صدارت څخه د سردار داؤد خان تر استعفا وروسته نو افغانستان د شوروي او امریکا د سیالیو په ډکر بدل سو.

سردار محمد داؤد خان د خپل حکومت (صدارت) په ورستیو کښي د لوی اقتصادي اوسیاسي ستونزو سره مخامخ شو. هغه تولېدي پروژې چي ده تر کار لاندي نیولي وې و بهربردارۍ ته ونه رسېدې، له بلې خوا دپاکستان محاصره او د امریکا د مرستو بندول په ۱۹۶۱ م کال کي د دې باعث شول چي حکومت په ټولو وزارت خانو کي شل فیصده د بودجې تنزیل کړي.... یو خطر ناکه انفلاسیون هم خوله ولګول. ...... سردار محمداؤد میدان خوشي کړ، د پاچا په عنوان یې دوه مفصل یاداښتونه صادر کړل په دغه پېشنهاد کي دا دوې خبري پټې وې، یو داچي حکومت باید حزبي شي او یو حزب ته قدرت و سپارل شيو دوهم د پاچا يي کورنۍ غړي د حکومت په کار کي جدأ منع شي. پاچا د سردار محمد داؤد خان غوښتنو ته هیڅ جواب ورنه کړ، داؤد خان استعفأ وکړه، محمد ظاهرشاه  یې پر ځای ډاکتر یوسف وګماری. ص۲۶۰

سردار صاحب زېږولي غم به د ډېر وخت له پاره  دولسونو پرکورمیلمه وای؟.   نور بیا

 

 

 

++++++++++++++

۱ ـ د سردار محمد داود خان پېژندنه او زده کړي یې. 

که څه چي ټولي پېښي مي مخته تېري سوي دي بیا به هم ښه وي چي د هیواد هغو تاریخونو  او لېکلو پاڼو ته مراجعه  وکړو چي سم لیکل سویدي. و به ګورو چي هلته  د بې غرضو افغانانو لخوا د سردار محمد داود خان د ژوند، زده کړو او کار په باب بیله (دوی) څخه نورو خلګو څه لیکل دي؟

سردارمحمد داود خان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال د کابل په شاهي کورنۍ کي زېږېدلۍ دئ سردارمحمد داود خان د سردارعزیزخان زوی، د سردار یوسف لمسی، د سردار عبدالقدوس خان کړوسی، د سردار یحیی خان کوسی، د سردارسلطان احمد (طلا یي ) پردی  او د سردار پاينده محمد له رېښې څخه وو. نوټ: تاریخونه د سدوزو د سلطنت  څخه وروسته د بارکزو د سلطنت بیا  له محمد نادرخان څخه شروع د سردار محمد داودخان تر ورستیو پوري دا د محمد زو سلطنتونه لیکي، دا ځل د دوست محمد خان د پېښوري ورور( سردار سلطان احمد طلائي )  د اولادونو یا محمدزو سلطنت  چي په نادرخان سره را پیل په سردار محمد داود خان سره پای ته رسېږي، پاته دي نه وي چي سردار سلطان احمد طلأ یي هغه شخصه وو چي پېښاور یې  د انګرېزانو پر نماینده (رجت سینګ) باندي د څو پېسو په مقابل کي خرڅه کړ.

سردار محمد داود خان په ۱۳۱۱هجري شمسي کال کي یعني کوم وخت چي ۲۲کلن وو د یوه کال د پاره فرانسې ته واستول سو، البته علاقمند خلگ یې تبلیغ کوي چي په فرانسه کي یې د مهندسی په څانګه کي  درس ووایه. (په یوه کال کي فرانسوی ژبه نه زده کېږي، درس ویل خو لویه خبره ده.)

   په۱۳۱۳هجري، شمسي کال کي بېرته کابل ته راغلۍ د یوه کال لپاره یې د نظامي زده کړو په نوم ځان مصروف کړې، نظامي زده کړي هم د یوه کال کار نه دئ. (هغه نظامي زده کړي چي نور نظامیانو یې په لسو( ۱۰) کلونو کي تکمیله وي ) سردارمحمد داود خان هغه زده کړي په نهو( ۹ ) میاشتو کي بشپړي کړې،  د یوه کال په تېرېدو سره ، د محمد ظاهر خان په شان کله چي سردار محمد داود خان ته د حربي پوهنتون څخه د فراغت سند جوړسو، سردار محمد داود خان د برېد جنرال په رتبه مقررسوو. (داسي وي قانون، داسي وي انصاف، تردرېيم برېدمن، دوهم برېدمن، لومړی برېدمن، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن او ډگروال، رتبو یې په پټو سترګو یو غټ گام وا ړاوه ) کوم چي په نور ماله توګه به لږ افغان نظامیان د شلو، پنځویشتو کلونو سخته کون کار وروسته هم دغه مقام ته رسېدل، ځکه د هري نظامي رتبې څخه بلي رتبې ته درې کاله وخت ضروري وو. لکه څنگه چي يې د لسو تعليمي کلونو تعلمي سند په (۹) میاشتو کي پلاس راوړۍ په د غه شان يې د شلو(۲۰) کالونو وظیفوي  کار او فعالیت سرته نه رسولو، خو د برید جنرالۍ درېشي یې وا غوستل، څوک وو چي و پوښتي؟ او څوک سته چي ځانته ګوته ونسي.؟

برید جنرال سردارمحمد داود خان د۲۴ کالن وو چي  په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یوکال یې لا په وظیفه کي پوره تیرکړی نه وه چي تورن جنرال سو د کندهارولایت( کندهار، هلمند، زابل، روزگان، فراه، نیمروز)نایب الحکومه او قوماندان د قول اردو له پوره صلاحیت سره مقررسو.  

 علامه عبدالحق مجددي او ډاکتر فضل الله مجددي، په خپل ګتاب " تاریخ افغانستان از امېر کبېرتا رهبر کبېر" کښي سر دار محمد داود خان داسي را پېژني:   داود خان خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په کابل کې او لوړې زده کړې يې په حربيه لېسه کې بشپړې کړې. نوموړي په مشرقي او کندهار کې د نايب الحکومه، د ملي اردو د مرکزي قوماندانۍ، د کورنيو چارو او ملي دفاع په وزارتونو کې د ندې ترسره کړې دي. ..... په خپله پریکړه کې، هغه یو خپلواک رایه ورکوونکی وو. هغه د پاچا د حکمونو او نظرونو سره سم نه وو.  نوټ :  زموږ د هیواد تاریخ سم نه دی لیکل سوئ، حتا د پاچهانو او رئیس جمهورانو درسته پېژندنه  نه لرو، ښه مثال یې ښاغلي سردارمحمد داود خان دئ، چي پر پېژندنه یې بېلي بېلي لیکني سته. 

۲ ـ کومي دولتي دندي یې لرلې؟ یا پر کومو دولتي دندو پاته سوی دئ؟

سردار محمد داود خان په ۱۹۳۴م کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ م کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ م کال څخه تر ۱۹۴۷ م کال پورې د مرکزي قواوو بولندوی وو. پر ۱۹۴۸ م کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير سو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيروو. ۱۳۲۸ هـ ش څخه تر ۱۳۳۲هـ ش  د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ م کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې  د څلورو کلو له پاره د دفاع وزير وو. د دفاع وزېر د دمکراسی په خپکولو کي تر هر بل چا فعال وو.

غبار د خپل لیکلي تاریخ په ۲۵۳ص کي لیکي ترجمه:

" محمد داود خان د خپل اکا نادرشاه په شان په هغه خپل ځانگړي عصبانیت سره وویل: حکومت دغیري حکومتي جریدو خپریدو او حزبوته اجازه نه ورکوي". د سردارداودخان او سردارنعیم خان کوښښ داوو چي ظاهرشاه ته ځانونه نژدې کړي، هم داسي یې وکړل، څو په نتیجه کي د شاه محمودخان صدراعظم په کابینه کي ورگډېږي.د دفاع د وزات پر چوکۍ ناست لمړی منفي کار او کمال د سردارمحمد داودخان داوو چي د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه یې ړنگه کړل، دغلام محمدغبارد تښتونې کار ته یې لاس واچاوه خو پکښي ناکام سو، د پورته ذکرسوو سازمانونو ډېرپاک نفسه غړي یې بیله دلیله ونيول بندیان یې کړل، د کور یا ارگ دننه یې د شاه محمودخان صدراعظم یاخپل د پلارد میرې زي ورور پرضدد پادشاه محمدظاهرخان نظرخراب کړی او بلاخره یې ځان صدراعظم کړ.

  د پارلمان داتمي دوري په انتخاباتوکي یې گوتي خوڅه چي لاسونه او پښې ټولي ووهلي. دده دلاس وهنو پر ضد جميعت وطن او نداخلق سازمانو نو په گډه یوه مظاهره وکړل. سردارداودخان ډېر ژر د هغوی زیات شمېر فعالین ونيول، بندیان یې کړل. یو شميرددغو بندیانو څخه بیله دوسيی د سرکاري کورنۍ د جوړي کړي محکمي د پریکړي په حکم د( ۱۴ )کلو د پاره په وحشت، زجراو عذاب کي په زندانوکي هم تیرکړل. چي د سردار محمد داود خان داعمل یې دده د نورو اعمالوپه شان د افغانیت، اسلامي احکامو او بشریت یوضد عمل بلل کیدای سي. د مثال په توگه:ميرغلامحمدغبار، عبدالرحمن محمودی، عبدالحی عزیز، ميرمحمدصدیق فرهنگ، براتعلي تاج، غلام سرورجويا، عبالقیوم رسول، علی محمدخروش، فتح محمدخان فرقه مشر، سلطان حمد، نصرالله یوسفي، غلام فاروق اعتمادي، امان لله محمودی، ابوبکر، عبدالحلیم عاطفی، علی احمد نعیمي، محمدرحیم محمودی. په همدې توگه یې ډېر ترور، مسموم او لادرک کړل. د محمدآصف آهنگ خبري وې. سوال دادئ ایا پورته اشخاص انسانان، افغانان او مسلمانان نه وه؟ کورنۍ، او لادو نه، ښځي او دوستان يې نه لرل؟ اوپه دې خاروره او هیوادکي يې د افغانانو په صفت د اوسیدو، کار، خبرو او سياست حق نه لاره؟. او خپل سردارمحمد داودخان او یا بل واکدارته دوهلو، بندي کولو او وژلو حق د کوم ځایه ورکړل سوئ وو؟پورته خلگو څه کول؟ خبري یې کولې، مقالې یې خپرولې، مظاهره یې کړې وه، بس نومرگ یې سرداري کورنۍ ته روا وو؟.

  ښاغلې د اکاډميسني کاندید محمد ابراهیم عطائی په خبل اثر:" د افغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنده کتنه کی بل ځاي، د شاه محمودخان د صدارت دوختونو ددموکراسی دزوال په باب ترهربل چا د سردار محمد داودخان نقش اساسي بولې داسي لیکي :

"علاوه پردې سردارمحمد داودخان چي د دېکتاتوری پلاروو، د سپه سالارپه وړاندی یې مشکلات ایجادول او شدېد سبوتاژ ئې مخته اچولی وو، "ص۲۴۵ البته د سپه سالارڅخه مطلب سردارشامحمود خان دي پرپورته یاد کړل سوو منورینو یو ډېر شمېر دویښو زلمیانو مخکني غړي د هیواد زده کړي وال دروښانه فکر لرونکي شخصیتونه، څوک لس، شپږ، پنځه او څلورکلو د پاره د کابل او کندهار کي په زندانوکي واچول. او یوشمېرئې تبعیدهم کړل. بندیان کوم څوک چي د داود خان له زندانه ژوندي راووتل ډیروله هغوی څخه خپل نورمال حالت دلاسه ورکړی وو، ما لیکونکي ډېر له دغوبندیانو خپل د نژدې لېدلې دي. بندیان لکه:فیض محمد انگار، محمدعالم بڅرکی، حاجي محمدحسین هوتکي، محمدانورخان څگزي، عبدالهادي خان توخي، خواخوږی، غلام جیلاني خان ا لکوزی، قاضي بهرام خان، قاضي عبدالصمدخان، او نور تبعید لکه:محمدرسول پښتون او نور. دغبار په تاریخ کي په ۲۴۱ص کي دزیاتو نومونو ذکر سوئ دئ. تاسو یې هلته لوستلای سئ. نوربیا

 

 

++++++++++

سردار محمد داود خان :

له دې خبري انکار نه شي کېدلای چي محمد ظاهر شاه ،سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان دوی درو واړه  د کاکا زامنو په شریکه پاچهي کول. پر محمد ظاهر شاه باندي نور بحث نه کوم، داځکه چي سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان په ګډه  وښول چي محمد ظاهر شاه د افغانستان ترقي او پر مختګ نه غوښت، ځکه دوی هغه له واکه لېري کړ.

ګرانو لوستونکو: هرانسان قیمت لري، هر انسان مور، پلار او کورنۍ لري، کوم انسان ته چي د زده کړو مناسب شرایط برابر سوی دي هغوی د ښو زده کړو څښتنان سوي دي، پوهه لرونکي په انسانانو کښي بهتر دي.  د سردار محمد داود خان په باره کښي دا څوجملې د(دوی) خبري دي:

محمد داود خان څوک وو، د محمد عزيز خان زوی دی. په ۱۹۰۹م کال په کابل کې زېږېدلی دی.ویل کېږي چي ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال ليسې کې سر ته رسولي دي. په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانگه کې درس ویلی وو، د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړه وکړه. دی په ۱۹۳۴م کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه شو. په ۱۹۳۵ م کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو. د ۱۹۳۹ م کال څخه تر ۱۹۴۷ م کال پورې د مرکزي قواوو بولندوی وو. پر ۱۹۴۸ م کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير سو. د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفيروو. د ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ م کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې د دفاع وزير وو. محمد داود د ۱۹۵۳ م کال د سپټمبر پر شپږمې نيټې د کابينې په جوړولو مؤظف کړای شو. دی يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه يو مبرا افغان وو. صادق مسلمان او ډېر با تقوأ وو. دی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې زميداري (کروندگرۍ) او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله. دی د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې د ځان له پاره غوښتل ښه نه وو. ان ده د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه رسمآ د والا حضرت لقب لېارې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي، له سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي. ده غوښتل چې په هېواد کې دې افراط تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي. محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان کړ او هغه ته يې د قانونيت وركولو او استقرار لپاره د ۱۳۵۲هـ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل. دغه فرمانونه چې انفاذ يې د ۱۳۵۵ هـ فصلونو او ۱۳۶ توکونو (مادو) كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ هـ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود. لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو (مادو)، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ هـ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو. نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي. دا پورته بیان د سردار محمد داود خان په باره کي د دوی د خوښي رسمي خبري وې، دوی په خپلو خبرو هم باور نه لاره، ځکه په اول سر کي لیکي:" ویل کېږي" چي زده کړي یې کړي وې.؟ 

   دشاهي یا سلطنت په نړېدو یا د سردار محمد داود خان د کودتاه سره  سم د افغانانو د ژوند په هره برخه(اقتصاد او سیاست) کښي بدلون راغی، مثبت او منفي خواوي یې لرلې. نو دې لاندي  پوښتنو ته جوابونه  پیداکول لازم ګڼم.

۱ ـ ښاغلی سردار محمد داود خان څوک وو؟ څونه زده کړي یې کړي وې؟

 ۲ ـ کومي دولتي دندي یې لرلې؟

 ۳ـ ولي یې پرخپله پاچهي د چنگاښ پر(۲۶) نیټه باندي کودتا  وکړه؟  ایا د سردار محمد داود خان ژوند ته د پاچاه له لوري کومه خطره موجوده وو؟

 ۴ ـ  ایا د سردار محمد داود خان مینه د هیواد له آبادۍ او پرمختګ سره له محمد ظاهر خان څخه  ډېره وو؟ محمد ظاهر(شاه)  د هیواد د ترقي او پر مختګ په وړاندي خنډ وو؟

 ۵ ـ بله پوښتنه داده چي سردار محمد داود خان د چا په مټو کودتاه وکړه؟ بیا د ده په وړاندي څو کودتاګاني پلان او ناکامه سوې .

۶ـ د ۱۳۵۷ کال د ثورپاڅون  ولي را پیل سو؟

  ۷ ـ  سردارمحمد داود خان ولي له کورنۍ سره ووژل سو؟

 و دغو(یادو)  پښتنو ته به زه  د خپلو او هیواد والو د معلوماتو له مخي په ترتیب  سره جوابونه ولیکم. البته ټولو سوالونو ته په یوه لیکنه کښي جوب لیکل ممکن نه دئ. ادعا نه لرم چي زما ټول معلومات به په سلو کښي سل سره سم وي. له تاسو هیله لرم چي په لیکنه کي نواقیصو ته مي متوجې کړی څو نواقص اصلاح کړم. زه او ډېردوستان د سردار محمد داود خان پر وطن دوستۍ شک نه لري، هغه دوطن له ابادۍ سره د امېر امان الله خان په شان لیونۍ مینه هم لرل، سردار محمد داود خان ووچي سلطنت ته یې د پای ټکی کښېښود او افغانان یې له دې شره خلاصه کړه. ښاغلي امان الله خان د هیواد استقلال له انګرېزانو څخه واخیست، د خپل قوم ټول مادي امتیازات یې له منځه یو وړه، د هیواد د بچانو(نارینه وو اوښځینه وو) له پاره یې د زده کړو حاصلو تلاښ پیل کړه. د سردار محمد داود سره یې توپېر پدې کښي وو، چي سردار محمد داود خان  تر امان الله خان ډېر احساتي، ځان غوښتونکي، عقده مند، مغرور، په سیاست، مشرتوب او حکومت کولو کښي یو نامه رئیس جمهور ثابت سو. سردارمحمد داود خان په هیواد کي د ځوانانو د مترقي تشکیلاتو سرسخت مخالف او حتا د ښمن وو، هوښیار،پر خپل ځان متکي افغان ته یې  د دښمن په سترګه کتل حتا دهمدغسي انسانانو د فزیکي نابودی په تلاښ کي به تل وو. نور بیا

 

 

 

++++++++++

(۱۰۰)کاله سلطنت او(45) کاله جمهوریت

مخکي لدې چي پر سردار محمد داود خان اود هغه پر لمړی جمهوریت خبري ولرو دا باید ومنو چي بیا په افغانستان کښي د شاهي نظام را تلل ممکن نه دي، ښه سو چي دا چړکه خو وشکېده. له احمد شا بابا را ورسته دغه ناسوري جګړې چي هر یوه سدوزي او بارکزي وروڼو د خپلي ځان غوښتني په غرض وروڼو، ورېرونو، اکاکا نو دا خوار ملت سره جنګاوه  مګردوی به عیاشی او چړچې کولې. د هیواد د پرمختګ، دولسونو د سوکالۍ په فکر کي دوی نه وه. افغانان باید له سردار محمد داود خان څخه منندویه وي، چي دا سلسله یې ختمه کړه. جمهوریت چي افغانان یې نوی تجریبه کوي، د مقدمې په توګه به یو څو خبري پر وکړو. حتمي نه ده چي زما خبري به ټولي درستي وي، خوبحث له بحثه زېږي څو  خبره(لاره ) پخه او په شریکه مخته لاړ سو.

محمد ظاهر شاه:  په ۱۲۹۳ هـ ش

محمد داود رئيس جمهور: په ۱۲۸۸هـ ش

دواړه په شاهي ارګ کي زېږېدلي د ملت په مال لوی سویدي.

 ۱ - شاهي: ص. نب. د شاه، د پا د شاه، د پاچا اړوند، د ټولواک اړوند، په سلطان پوري تړلي. شاه (واکمن، حاکم، امر کونکی) په یوه استبدادي پاچاهۍ کې پاچا ټولواک او اختیار لري،هېڅ قانون ته تابع نه وي د افغانستان پاچا ځکه ځانته د اعلا حضرت الموتلوګل الله محمد ظاهر شاه نوم خوښ کړی وو. په یوه استبدادي سلطنت کې د زور سرچینه پاچا دی، په صدارتي(مشروط) پاچهي کي پارلمان او حکومت د هیواد د چلولو نمایشي مسوولیت لري.

۲ – جمهوریت: نر. م. د خلګو حکومت د خلګو له خوا پر خلګو باندي، ولسي حکومت، د عامو خلګو حکومت، هغه حکومت ته واي چي خلګ یې خپل مشر په مستقیم یا غیر مستقیم  ډول ټاکي، دغه ریاست محدود او مؤقتي وي او د توارث قابلیت نه لري، د حکومت مشر چي د جمهور رئیس په نامه یا دېږي د خپلو چارو او د ندو مسوول وي، د یموکراتیک جمهوریت (ملي جمهوریت) بلا واسط جمهوریت با واسط جمهوریت.د پورته لیکل سو( شاهي او جمهوریت) پېژند نه پښتو- پښتو تشریحي قاموس دغه شان کړېده.

افغانانو د حکومتدارۍ دغه دواړه شکله (شاهي) په پېړیو او (جمهوري) څو لسېزي تجریبه کړه. شاهي دولت د وخت او زمان سره خپلي مثبتي او مغفي خواي لرلې، البته یو وخت په نړۍ کښي د امپراتوریو اوشاهي نظامونو دور وو.

 جمهوریت چي نسبت شاهي نظامونو ته یوه ځوانه اصطلاح ( نوی شکل د حکومتدارې) دی، دا هم خپلي ښیګني او نواقص دواړه لري. په نومونو کښي یې خبره نه ده، د ښېګونو او بدیو خبره په واک لرونکو کي وه.

 دپاچهۍ (سلطنت)مثبت اړخونه :بلې پاچا محمد ظاهر شاه عیاش وو خو با حوصله سړی وو، د امیر عبدالرحمن،امیر حبیب الله، نادر او هاشم خان په نسبت یې څه نرم چلند کاوه. په اساسي قانون د احزابو او سیاسي فعالیتونو د اجازې  ورکولو(ماده) پاچا ونه مل او امضأ یې نه کړه، بیا هم سیاسیونو خپل فعالیتونه کول، ورځ تر بلي ګوندونه او سیاسي سازمانو غښتلي کیده،  دو خت پارلمان ته یې خپل استازي لېږل، د ولسونو په خاصه ځوانانو له سیاست سره د اشنا کېدو پروسه او د ځوان نسل د را بیدارۍ کار څه نا څه پر مخ روانه وه. آفسوس چي د سردارمحمد داود خان عقدو د سیاسیونو سره بد چلتد کله چي (د دفاع وزېر او بیا صدراعظم وو) سلطنت او محمد ظاهر شاه بد نامه کړي وو.

د شاهي (سلطنت) تاوانونه: په هیواد کي د صنعت او زراعت  وده پڅه، نسبت اړتیا ته و یلای سو، که کلونه(۴۵) کلونه شمار کړل سي کېدای سواي لا اقل( ۹) پنځه کلن پلانونه تطبیق کړه سوي وای، په هیواد کښي د بې کارۍ او لوږي کلک فشار ولسونه سخت زورول،  د صحیح خد ما تو کمزوري ډېره وه( ځکه د مور او ماشوم) د مړیني شمېره ډېره اوچته وه، د معارف ودي ته هغسي توجو نه کېده چي باید سوې وای ، د هنراوکلتور له پیاوړتیا سره مینه اومرسته نه کېده، په کلیو کي د خان او ملک ټینګي (ظالمانه) بادارۍ ولسونه پر پوزي رسولي وه. او ډېر نور څه.

د جمهوریت مثبت اړخونه: سر دار محمد داود خان په شخصي توګه نسبت  محمد ظاهر شاه او تېرو شاهانو ته په نفس  کي پاک او د شخصي شتمنیو د جمعه کولو سړی نه وو. د ده په راتګ سره د ولسونو په منځ کي د ژوند د بهتروالي امیدونه را وغوړېده، ولسونه باوري سول چي میراثي (سلطنت) ختم کړل سو، د رئیس جمهور د کار موده به د ده تر مرګه نه وي، چوکۍ به میراثي نه وي، د سردار محمد داود خان وینا(خطاب به مردوم) ښه استقبال سوه. د هیواد د پرمختګ له پاره پنځه کلن پلان اعلان سو، ولسونه سخت امید واره سول چي هیواد به د نیکمرزغۍ پر لور چټک ګامونه واخلي........

د جمهوریت د کار منفي اړخونه:  مثبت بدلون وو، دوخت اړتیا وه، خو چي د سردار محمد داود خان تر مشرۍ لاندي نه واي تر سره سوئ، دا ځکه سردارمحمد داود خان د عبدالرحمن خان او هاشم خان غوندي د منورینو سر خت مخالف وو، هیواد یې په غم اخته کړ.سردار محمد داود خان او دده کړني به وروسته په بله لیکنه کي پوره تشریح کړم، ځکه نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ په پاڼه کي یو نوی باب خلاص کړ، یو اوږد سکوت یې مات کړ. ښاغلي سردار محمد داود خان په اقتصادي  لحاظ د هیواد د چټکي ودي سره علاقه لرل، اما تر اندازې زیات مغرورشخص وو. د ولس په منځ کښي یې د محبوبیت اندازه ماته د ولس مشرۍ په وروستي ځل انتخاباتو کي معلومه سول، ځکه د ده وراره،  د سردار محمد نعیم خان زوی د ده په نوم او وراثت د رئیس جمهورۍ له پاره د کاندید په حیث ولس ته دراي اخیستلو له پاره ځان ور مخته کړ، تاسو خبر یاست چي د مجموعي رایو څخه یې1٪ فیصد اشاریا 5 راي را ټولي نه کړې. ښاغلې کاندید اکاډ ميسن محمدابراهیم عطائی په "دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه" کي د سردارمحمد داود د شخصیت پېژندنه داسي کوي او لیکې چي:" داود خان د شخصیت په درو ناروغیو اخته انسان وو.

اول: د" نارسیس "په مرض، یعني ځان ترهرچا لوی په نظر ورتلی.

دوهم : د"ایگوسانتریک "چي ځان یې جامع اکمالات باله یا د علم مرکز.

درېیم :"سکزوید" یا درون گرا چي لس کاله یې ژوند په جلاوالي او مایؤسي کي تېر کړی وو، سخت دعقدو ډک انسان وو".

سردارمحمد داود خان په هیواد کښي تل سیاسي نهضتونه او سیاسي فکرونه ټکول د مثال په توګه: د دفاع د وزارت پر پر مقام خو د(محصلینو اتحادیه ړنګه او د وېښوځلمیانو نهضت یې مات کړ) د کار او فعالیته یې واچول، تهدید یې کړل او په غیري قانوني توګه یې هغوی په کلونو په زندانونو کښي وساتل، چي په وظیفوي لحاظ د ده صلاحیت نه وو. کله چي رئیس جمهور سو، د وخت صدر اعظمان یې بند یان او ووژل (محمد هاشم میوند وال). په سلګونه ځوان محصلین او نظامي لوړ افسران یې ووژل لکه( نیازی، لوی درستېز(مرستیال) خان محمد خان) او نوریې په زندانو کي واچول، یو شمېر استادان او محصلین یې له وطنه څخه تېښتي ته مجبور کړه. د پرچمیانو سره یې دوستي چي سردار محمد داود خان یې واک ته رسولی وو، هغه دوستي یې په دښمني واړول، د نړیوالو سره یې شریکه ژبه (د پلوماسي) پیدا نه کړه، لکه طوطي کله پر یو ښاخ کله پربل کښېنستۍ. په هیواد کښي یې د جزأ قانون نافذ کړ ټول سیاسي فعالیتونه یې منع کړه.ډېر ځله د سردار محمد داود خان او دهغه د جمهوریت په خلاف به کودتاوي پلان سوې وې، هغه ټولي کودتا ګاني د خلق د دموکراتیک ګوند افسرانو ناکامه کولې، یوازنی سیاسي ګوند چي د داود خان جمهوریت یې تر پاهي غوره باله همدغه د خلق دموکراتیک ګوند وو. ........ ( ځکه یې د سردار محمد داود خان جمهوریت لیکم چي ولس ته پکښي ځای نه وو)

 زموږ یو شمېرهیواد وال چي په سین (عمر) پاخه سوي دي هغوی اوس هم د شاهي نظام (فرد واکه نظام) د مزایانو په اندېښنو کښي ځنګېږي، تاوېږي او نازېږي د شاهي سلطنت نواقص او اشتباهات هیڅ نه مني، د وخت تقاضا او د زمان جبرته یې هیڅ فکر نسته، د جمهوریت له کلمي سره به د دوی مخالفت د دوی د ژوند ترپایه پاته وي، معمولاً دا شمېر خلګ د هغو کورنیو څخه دي چي په مستقیم یا غیري مستقیمه توګه یې په شاهي نظام کي شخصي او کورنۍ ګټي ښې وې. د شاهي نظام  ګټندویه کورنیو سره  یې دوستۍ په کلکو سپڼسو ګنډلي  دي، دوی لکه  د شاهي کورنۍ  غړي پر خپل وخت  دغسي با صلاحیته، بې مسؤلیت، د تامین او تضمین سوي ژوند څښتنان وه. دوی شاهي نظام یوه آرام بیله جنګ او جګړو نظام معرفي کوي.

 هو د شاهي نظامونو په سلسله کي وروستۍ پاچهۍ د( عبدالرحمن خان، حبیب الله خان بیا محمد نادر خان او محمد ظاهر خان) دا اوږدې تاریکي او پر ولس باندي درنې، له قهره ډ کي د محبس د ژوند په شان، لوږي او غوربت اکثریت کورنۍ کښېکښلي له جهاني پر مختګ څخه پردی پر ځای ولاړي په ښکاره آرامي دورې وې. رښتیا نسبت د معاصر تاریخ مخکنیو پاچهیو ته چي وروڼه، پلرونه، کاکا ګان او د کاکا زامن به د قدرت پسرپه جګړو اخته وو.داخبره باید وویل سي  چي دغو آرامو سلطنتو هم  د ولس د ژوند د اسایش له پاره چي(۱۰۰) کاله وخت وو، له دې اوږدې نسبتاً آرامي دورې څخه د هیواد او خلګو په ګټه استفاده ونه کړل.  په خاصه توګه دغو وروستیو (۴۵) کلونو کي کېدای سوای چي(۹) پنځه کلن پلانونه پلي کړل سوي وای،هیواد زرغون او آباد سوی وای، چي پلي یې نه کړه.

 هو څوک به واي چي د سلطنت پلاس کي سرمایه نه وو، زه وایم، شاه(شاهي) نظام نه غوښته، تلاښ یې نه کاوه، دوی د ولسونو د ژوند د سمون ارزو(اراده) نه لرل،که دوی د ولس د ذهن له راوېښېدو څخه  بیره نه لرلای، جهان پراخ او پدې هیواد کښي د هر هیواد علاقه وه چي سرمایداريه ګذاري وکړي.  د دوی د بریالیتوب نښه یوه وه، چي د (۱۰۰) کالو په تېرېدو سره د افغانستان د وکړو په شمیر(نفوس)  کښي یو فیصد زیاتوب ځیني رانه غئ. هغه (۱۲) (۱۳) میلیونه نفوس چي وو، هغه شمېره یې (سل کاله)  ثابته وساتله، هغه یې هم په نس ماړه نه کړه، بېسواده، وږي او لڅ د خپلي پاچهۍ چلولو په خاطر ژوندي ساتل.

خبره پر پا د شاهي(سلطنت) ده، پاچاه (سلطان) د ملت مدعي وی اوهم خپله قاضي وي.نو د ملت هر وګړی باید خپل ځان وساتي. افغانستان یوه اوږده  دوره د سلطنتونو لري، زموږ پاچاهان په یوازي سره د هر څه مالکان وو.د ساري په توګه: د نادرخان تر راتګ مخکي کله چي د سقاو زوی واک ته رسېدئ، یو ځل د دولت خزانه امان الله خان بیا سردار عنایت الله  له ځانه سره یووړه او وروستی ځل  د سقاو په دوره کي چور، چپاول او څه چي پاته وو هغه هم د سقاو زوی له ځانه سره یووړل. محمد نادر خان چي راغی د دولت په خزانه هیڅ ورته پاته نه وو، محمد نادر خان ته یوازي هغه او ولس زره پنځه سوه ( ۱۷۵۰۰) سترلینګ پونډه چي ده ته انګرېزانو وکړي وو پاته وه،  هغه د انګرېزانو سره د ده  د ګوډاګي توب په قرینه کي ورحسابېدلې خوده حوصله کوله.ص ۲۲۵

نوټ: په تاریخونو کښي لیکل سويدي، کله چي امان الله غوښتل هیواد پرېږدي په دغه وخت کي یې په بکسونو کښي طلاي سکې ځای پر ځای کولې چي عبدالهادي داوي کوټې ته ورننوت، عبدالهادي خان داوي چي د پاچا دا حال ولید کینایه امیزه یې ورته وویل" پاچا! څنګه چي بې حسابه درته را وړل سوي وې، هغسي بې حسابه یې وړه".

تاریخ لیکونکی (برتولت برشت) وایي:" که نن یو لیکوال وغواړي چي له دروغو او جهالت سره منګولي ولګوي نو له پخو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، دغه ډول لیکوال ته د حقیقت د لیکلنې له پاره مېړانه په کار ده ځکه حقیقت هر چيرته وژل کېږي، د حقیقت د بیا پېژندنې(ژوندي) کولو له پاره هوښیاري ورته اړینه ده ځکه پر حقیقت هر چيرته خاوري اړوي، دا هنر ور لره په کار دی چي دغه حقیت ته  د هغو کسانو د موندلو ټاکنه وکړي چي دغه وسله د هغوی په لاس ګټوره او کاري واقع شي". نو که ته د تور تم په وړاندي د سبا لاره پرانیزې څه آسانه او بې خطره کار نه دی.

 

 

+++++++++++++++++++++++++

 

ظاهرخانی

د ۱۳۱۲ تر۱۳۵۲هجري کال پوري

کورنۍ شورا د خپلي اصولنامي مطابق محمد ظاهرشاه په پاچهي ومانه.

    دغه کورنۍ شورا د محمد نادرشاه په کورنۍ کي یوه عنعنه وه، په دې شورا کي د یحیی خان د کورنۍ مشران به وخت په وخت را ټوليدل او پر روانو جریاناتو به یې غور او بحث کاوه، دغه کار ته  محمد نادر خان په خورا ډېر اهمیت قایل وو. نو کله چي ۱۹۳۳ م کال د نومبرپه (۸) نادر خان و وژل سو، په هم هغه شپه د کورنۍ شورا غونډه وکړه، (۱۸) یا(۱۹) کلن محمد ظاهر یې په پاچهي ومانه. هو دمحمد نادر خان ورور(صدر اغظم) هاشم خان شمالي ولایاتو ته په سفر تللی وو، چي په دغه وخت کي صدراعظم هاشم په میمنه کي وو، د محمد نادر خان و خاورو ته د سپارلو او فاتحې تر مخه دمحمد نادر خان ورور چي د دفاع وزېر وو اوحضرت نور المشایخ مجمدي په عاجله سره  و محمد ظاهر ته د بیعت  اخیستلو پروسه سرته ورسول. ټول پوهېده چي د محمد نادرخان بل ورور صدراعظم هاشم خان ځان حقدار باله، د هغه راتلو ته منتظر نه سول هاشم خان د یوه سرته رسېدلي عمل سره مخامخ سو او پر خپله صدراعظمي چوکي پاته سو. د سردار محمد هاشم خان د خپل صدارت پر وخت یې په هیواد کي د وېرې د تګلارې له مخې دومره ډار او وېره رامنځته کړه چې د ځای ناستی محمد ظاهر شاه د څلوېښتو کلونو لپاره په ارامه او بې درده پاچاهي وکړه. دا هغه پاچا وو، چي د اسلام د صریح حکم خلاف چي واي: پاچهي( میراثي کېدای نسي). محمد ظاهرد خپل پلار پرمېراث کښېنول سو او ده هم ځان میراثخور پاچا اعلان او ځان یې المتوکل الله محمد ظاهر شاه کړ. بلې دود او عنعنه خو دغسي وه، مګر د اسلام  او رسول الله د هدایت مخالف کار وو.

[هغه پاچا چي د خپل پلار قاتل او یوشمېرنور خلگ یې بې له شرعي محکمې له حکمه په قتل ورسول او ځیني یې زندانیان کړل. هغه پاچا چي د ډېروصلاحیتو سره یې ځان غېري مسئول باله، هغه پاچا چي د مشروط نظام د منلو سره یې د احزابو قانون ونه مانه، هغه پاچا چي د افغانستان د یو شمېرپوهانو او نامتو شخصیتونه یې بې له محکمې زنداني کړل،هغه پاچا چي د چین د کمونستي حکومت تسلط یې د شرقي ترکستان پر مسلمانانو او سیمو په رسمیت و پېژندې، هغه پاچا چي په عصرکي یې د شرابو کارخانه تأسیس سوه، هغه پاچا چي د جشنونو او اخترونو په ورځو کي قماربازیو ته اجازه ورکړې وه،هغه پاچا چی د بل پاچا قبر یې په دې نیت و پرانستۍ چي عتیقه آثار پکښي ومیندي،هغه پاچا چي د کندهار پر بې وسلو مظاهرچیانو یې توپکونه وچلول، هغه پاچا داریانا هوایي شرکت یې حکومتي کړ، هغه مخلوع پاچا چي دروسیې د کمونستي او دهری دولت پر ضد د افغانستان د مسلمان ملت په مقدس جهاد  کی برخه وا نه خستل. هغه مخلوع پاچا چي د ناټو د جنگي ټانکو تر سیوري لاندي وطن ته ستون سو،هغه مخلوع پاچا چي غصب او ضبط سوي مځکي او جائیدادونه یې خرڅ کړل، پیسې یې خارج ته ولېږې وروسته دی هم مړ سو. ] تاریخ؛ پاچهانو څه کول؟ محمد نادر ایوبي کندهاری، ص ۵۸۹.

   محمد ظاهرد محمد نادرزوی، دیوسف لمسئ، دیحی کړوسئ، د سلطان احمد طلائی کوسئ وو. محمد ظاهرد ميزان د مياشتي پر ۲۲ په کال ۱۲۹۳ش کي په کابل کي زیږیدلی دی. ابتدائې زده کړي په حبیبیه، امانی او استقلال کي، متوسطې زده کړي یې مرداري حلالي کړي په فرانسه یعني خپل اباي کورکي تېري کړې، درې کاله وخت ناوخته حربی ښوونځی ته سر وهلی وو. ښاغلې محمدابراهیم عطأ يې صاحب د ظاهرشاه پیژند لگلوی په خپل ا ثر "دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه" کي په ۲۳۲ صفحه کي داسي لیکې :"محمدظاهرشاه د محمد نادرشاه زوی وو چي په ۱۹۱۴م کال کي زیږیدلی وو او په ۱۲ کلنی کې هغه مهال چې پلار يې داعلیحضرت امان الله شاه د خوا په فرانسه کې وزیرمختارسو د هغه سره فرانسې ته ولاړ، محمد نادرشاه دی او دوه نور وریرونه محمد داود او محمد نعیم یوځای تعلیمې مؤسیسې ته معرفی کړل.

شپږکاله يې هلته فرانسوي ژبه او یو څه  انگرېزی زده کړه، خوکله چې محمد نادرشاه په کابل کې د افغانستان د پاچا په توگه کار پیل کړ، نوشهزاده محمدظاهر يې د فرانسې راو غوښت او دی هم په ۱۹۳۰کي کابل ته راورسېد. . . . . . .یوکال وروسته يې د خپل تره د زوی سرداراحمد شاه خان لور حمېرا و دغه شهزاده ته په نکاح کړه او پدې پسې يې په نظامی اکاډمی کې داخل کړ چې هغه يې هم عاجل ولوستل او په دا بل کال د حربي د وزارت مرستيال سو. . . . یوځل د معارف مرستيال شو. . . " د نادرشاه تر وژل کیدو وروسته په هغه شپه سلطنتي کورنۍ شورأغونډه وکړل البته کورنۍ غونډه یوه نمایشي وه، اصلي پر گرام دانگریزانو سره وو.

    انگرېزان په دې خبره ښه پوهیده چي د یوسف په او لا دو کي سخت اختلاف دئ، که د محمد نادرهر ورورته حکومت ورکړل سي، علاوه پر نورو میلیتو لکه تاجک، ازبک، ترکمن، هزاره او غلجائي پښتانه، د خپلو وروڼو ترمینځ هم جکړه شروع کیږي. نوهغه وو چي په افغانستان کي انگرېزي سفیرد انگلستان حکومت پر دې خبره قا نع کړی، چي مناسب کس دغه  عیاش ځوان محمدظاهردی. هغه وو چي خپل سابقه لرونکي جاسوس نورالمشایخ مجددي ئې د محمدظاهرد پرتخت کښنستو د پاره، د اساسی اصولو د ۵ مادي څخه گټه پورته کړل، د هغی مطابق يې د فقید پاچا یوازنی زوی محمد ظاهرشاه چې عمر يې ۱۹ کالو ته رسېدی د محمد نادرشاه پر ځای په پاچهې ومانه .

   خو واقعاً محمدظاهرشاه یو عیاش هلک وو. سواد يې لږ وو، په کال ۱۳۰۹کي يې د حميرا سره واده وکړې. حميرا د سرداراحمدشاه لوروه. داسي روایات سته چي د سرداراحمد شاه خان لور حميرا جانه د غازي امان الله خان زوی ته ورکړل شوي وه، خو واده شوی نه وه، د هغه نه يې را وگرځول او نا درخان خپل زوی محمد ظاهر ته ورواده کړل. اووه(۷) اولادونه يې لرل. کله چي د ظاهر پلارمحمد نادرد خپلو وحشيانه کړونو، جفا او جزا وي لېدې.

   دا د عقرب د میاشتي شپاړسم تاریخ ۱۳۱۲ش کال وو. د عبدالخالق هم دونه توان وو، چي د خپل ځان او کورنۍ په قرباني کولو سره يې د شلمي پیړی یوغدار و واژه. دا چي ورسته څه پیښ سول، دا به وگورو. د همدغي ورځي په ماځيگرد محمد نادرغدارزوی محمدظاهرخان،محمد ظاهرشاه سوو، د بشري قوانینو، افغانی دود یعني لوی جرگې د اصولو په خلاف، د مجددي تائید او د کورنۍ دپرې کړي په اساس محمدظاهرد ملت داوږو بارسو. کله چي کوم شخص د خدای (ج)، رسول الله ص او بشري قوانینو په خلا ف امیر، پاچا او یا بل مقام ته ځان ورسوې د ناروا اطاعت ناروا دئ . دا دئ دا له علمه، کلتوره، عنعناتواو ژبی (پښتو)بی خبره ۱۹ کلن هلک راپاچا کړل سوو. ښاغلې میرغلام محمد غباروائی : ژباړه"ظاهر د خپلي پاچهې په اولو۱۴ کالو کي یوازي په عیاشيو او بداخلاقیو باندی مصروف وو. په دې۱۴کلو کي پاچهۍ د محمد نادر وروڼوهاشم خان، او شاه محمود خان کوله .

   په دې۱۴کلونو کي د شاه شجاع او ظاهر ترمنځ یوازي تفاوت په دې کي وو، چي شاه شجاع د ميکناټن په لاس کي او محمد ظاهرشاه د محمدهاشم او شاه محمود په لاس کي بندي وه.

د محمدظاهرشاه او سردارمحمد داود خان د بداخلاقیو کیسې  قاضي سید موسی "هستي" لیکلي دي تاسود قاضي سېد موسی هستي سوانح په ګوګل کښي پیدا کولای او لوستلای سی.د ۲۰۰۱۲م په نومبرکي په اریائې ویب سایت کي قاضي"هستي" داسي لیکي وه :ژباړه "ویل کیدل چي سردارمحمد داودخان لکه محمدظاهرشاه شرابی، چرسی او زناکارنه وو، یوازي یو شمېرده ته نژدي خلگو به ویل، چي سردارمحمدداو خان د خپل صدارت پروخت د(.............) له ښځي گلجاني سره چي په هغه وخت کي د قطغن نایب الحکومه وو او هم د ظاهرشاه د وختونود ترافیکو درئیس (.........) له ښځي سره یې روابط لرل. سردار محمد داود خان د قدیرنورستاني سره د ترا فیکودرئیس (..........) په کورکي بلد سو، او ویل کیده چي دوزیر(.........) خان ښځي هم د سردارمحمد داود خان سره یې پټه غیري مشروع رابطه لرل، ډیرځله مي د لویانو په مجلسونو کي دغه خبري او رېدلي دي، خداي خپله ښه پوهیږي.

    مگرڅوک نسي کولای چي د محمد ظاهر شاه د خیانتونو او بې ناموسیو څخه په وطن کي ا نکار وکړي.

   د ظاهرشاه د وختونو د ضبط احوالاتو خطرناکه څیري لکه اصف خان د ښکار چیانومشر، خواجه افتاب الدین درئیس سرویس ورورخواجه مهتاب الدین د خواجه تاج الدین زوی چي د سرای خواجه ولسوالي هم د نوموړي په نامه یادیږي، خواجه افتاب الدین مشهور په لالا اقا دپلخمري په د هنه غوري او گهورگان کي ژوند کاوه د هغه منطقې د مشهوروملکانو څخه وو. د ښکار چیانو مشراصف خان یوه ښایسته ښځه لرل، لالا اقا د هغې سره نا مشروع رابطه پیداکړل، په دغه وخت کي وردک اسماعیل خان مایارد لالا کرنیل زوی چي د قطغن نایب الحکومه وو، او حسن خان د پلخمري حکمران وو، تر حسن خان وروسته عبدالرحیم خان د عبدالصمد خان زوی د پروان حاکم علی، د کورنیوچارو دوزارت د مامورینو مدیراو د پلخمری حکمران مقررسوو.

   په دي وخت کي ظاهر شاه د خپلي معشوقی له تیښتي خبرسوود  تلگرافي آمر له مخي يې ونایب الحکومه اسماعیل مایار، د پلخمري حکمران حسن خان ته ولیکل چي د ښکاریانو د مشراصف خان ښځه د خواجه تاج الدین خان د زوی لالا اقا سره تښتیدلې ده فوراً يې ونيسي او کابل ته يې راواستوی. لالا اقا د تخارپه او رسچ علاقداري کي د ایشان نبي په کورکي پټه وود  تخار حکمران هغه ونیوې وبغلان ته يې راواستوې او د هغه ځایه يې د اصف خان د ښځي سره یوځای کابل ته واستول. وزیرغلا فاروق خان عثمان د محمد داودخان د خورمیړه د ظاهرد حکومت د مردارخښتکو څخه وو دونه بې غیرته او . . . . . نه وو چي داخښي ښځه يې چي هغه د نجراب حاکم وو او ښځه يې د شجاع الد وله بابکرخيل غوربندي د کورنۍ د کبیرخان غوربندي چي معین د شورأ وو د هغه د اکالوروه، داخښي د ښځي سره يې ناروارا بطه لرل، د خپل اخښي څخه طلاقه کړل او خپل يې وکړل.

لالا اقا وغلام فاروق خان عثمان ته درې لکه افغانې رشوت ورکړي،غلام فاروق پاچاه قانع کړي او میرشکاریا دښکاریانو مشر ته يې یولک افغاني ورکړي(. . . . . . . )مېرباش همېشه ښایسته ا نجونې د قطغن او بدخشان څخه پیدا کولې او محمدظاهرشاه د شکار په پلمه د پلخمري چشمه دهن غوري ته راتلې.( . . . . . . . . . . .) او نور. . . "

   هاشم خان د ظاهرد نور منظوي کیدو په خاطر دوه نور شاهزاده گان محمد داؤد خان او محمد نعیم خان رامخته کړل. هاشم خان بیا دظاهر په پاچهې کي صدراعظم وټاکل سو. محمدهاشم ظالم وداځل ظالم ترسو. د نادرد وژلو په تورد کابل په ښار کي علاوه پرعبدالخالق او د هغه د کورنۍ پرغړو، خپلوانو دعبد الخالق همصنفیان، د مکتب امیر، ښوونکي او نورهم ونيول. ددې مظلومانو څخه د تحقیق د پاره يې، دا سي اشخاص وظیفه دارکړل، چي هرڅه شاهي کورنۍ غوښتل دوی هغسي کول. لکه الله نورزخان نورستانی، فیض محمد زکریا، ميرزامحمد شاه، عبدالغنی قلعه بیگی او طره باز، بندیان دارگ لمرخاته خواته تعميرکي په د وهم پوړکي په زولونو تړلی پراته وه. هلته په هغه ځای کي شاهي کورنۍ د زجراوعذاب هرډول وسایل لرل. لکه لښتي، ميخونه، د تیلو د گرميدولوښئ، منقل، رسي، چکش، قین وفانه، خردم او هرشکل د سوځلو الې. تحقیق، وژني، زورو ني ټول دننه په شاهي ارگ کي تطبیق کيدې. ددې قضيې د پاره یوه خطاایستونکي محکمه جوړه سول. د محمکي په ورځ یوه مسلمان قاضی ملا عبدالملک خان وويل:شریعی حکم خودا دی چي یوازي قاتل او معاو ن ته د مرگ جز او رکول کيدای سي، نه بل چاته. په دغه لحظه کي ددربارنوکرعبدالله خان فرقه مشرد قاضی ددې سم، پر شریعت برابري خبري په وړاندی داسي بدعکس العمل وښود وئی ويل:"کله چي ددره خیلو(۱) خلگويوښورښ وکړئ، نراو ښخی موټول ووژل .

نو اوس دغه خلگ خو څه چي د کابل د شهر ټول ملکان، وکيلان هم باید ووژل سي په دې چي ټول د قضيې څخه خبروه". دادئ د قوس د میاشتي پر ۱۶د ۱۳۱۲ش کال کي ۱۸نفره په ډېر ظالمانه او خائنانه شکل سره اعدام سول. گورې د اعدام پر وخت چي ټول حکومتي غټان د اعدام ځای ته را ورسېده بندیان راوړل سوه، چاپلوس عبدالقدوس خان اعتمادالدوله د خپله جیبه چاقو راو ایستۍ ورغلئ دبندي، تړلي، زولانه، وهل سوي عبدالخالق څخه يې په ژوند ونې پزه پرې کړل. د خدای (ج) لعنت دي وي هميشه پر داسي ظالمو انسانانو. دا عبدالقدوس د نوراحمداعتما دي چي د محمد ظاهر شاه په وخت کي صد راعظم سو د هغه سکه نیکه او د سردارحیدرخان پلار وو. سره له دې وژنو چي هدف يې د ولسونو تهد ید وو.

بیاهم په کور، کوڅه او بازارکي د خلگو تر منځ د حکومت څخه د نفرت خبري او رېدل کېدې. ځوانانود موقع څخه گټه پورته کول د فا سد حکومت ضد روحیه يې غښتلی ساتل. تردې وژنو وروسته د شاهي کو رنۍ غړي آزاد نه سوای گرځيدلای، ځانونه يې د شاه ارگ په دننه کي بندیان کړل. او دعبدالله خان فرقه مشر خبره چي وايې ټول ملکان او وکيلان باید اعدام سي په دې چي ټول خبر وه، چي نادر وژل کیږي. رښتیا هم د خلگو نفرت ددې کورنۍ په مقابل کي دغه سرحد ته رسيدلۍ وو. محمد داود خان او نعیم خان هغه ترک استا دان او ډاکتران چي د زیاته وخته يې په افغانستان کي خدمت کاوه او واقعا افغانانو ور سره مینه لرل او عثماني خلا فت ته يې احترام لاره د افغانستانه وا يستل .

    په دې باب خلیل الله خلیلې د خپلو یاداښتونو په ۱۲۰ص کي داسي لیکې:ترجمه " د افغانانواو ترکانو ترمینځ رابطه د نادرخان د حکومت تراخیره او د محمد ظاهرشاه د حکومت په د وران کي تردوه درې کالو پوري ادامه لرل. څنگه چي د سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خان لا سته قدرت ورغلئ نود ترکانوبازارسوړ، او هغه يې د افغانستانه وا يستل. په وزارت د فاع، وزارت صحت عامه او نورو ساحوکي وترکا نوته  بازار نه وو د هغوی ځاي روسانو ونیوی. ". په د، س توک ۱۸۴صفحه کي بیا خلیلي داسي لیکې: ترجمه" په هرصورت د سردار محمد هاشم خان د صدارت په د وره کي، وروسته د نادرخان ترشهاد ته، په افغانستان کي یوازي د زیاتي پاملرني وړمسلهء په شاهي کورنۍ کي هغه د دو وروڼو شهزاده گانومیدان ته را وتل وه لکه سردار محمد داود خان او سردار محمد نعیم خا ن".

( ۱): درخیل:دا پېښه دامان الله خان د حکومت پروخت سوي وه. د رخیل د پکتیاو لایت د ځدرانو په ولسوالي کي یوه دره ده، چي دامان الله خان د حکومت ضد را وپاڅیدل او د حکومت لخوا وځپل سول ډېر شمېر يې ووژل، پاته ژوندی يې د هیواد شمال ته تبعید کړل.

په کال ۱۳۳۴ هجري کي چي د امریکا درېس جمهورمرستيال نکسن افغانستان ته په رسمي سفرراغئ . نوموړي د افغانستان د شاهي کورنۍ هرڅه ولیدل نويې نه دا چي د دي پاچهې سره مرسته ونه کړل، بلکي تر تگ ورسته يې د ور سره ملگري هیئت د خولې په مرکو کي وویل سول چي په افغانستان کي نوردپر مختگ استعداد نسته. ددې خبري سره هم دا فاسده کورنۍ څه اصلاحات او تغیر په ځان او خپلي پاچهۍ کي رانه وست. او ونه شرمیدل چي د شاهي کورنۍ په هکله یوه امریکا يې لوړپوړې دا سی څه وویل چي د نور پر مختگ استعداد په افغانستان کي نسته . معنی دا چي دیوی جاهلي کورنۍ سلطنت دی او بس.  په۱۳۴۲ش کال کي چي مؤسمي بارانونه ونه سول نوټول بزگري کورنۍ د خوارۍ او لوږي سره لاس او گرېوان سول. خاصتاًغور، باد غیس، او میمنه کي ډېروخلگو خپلي دا ستوگني ميني خوشي کړې. نورو لیري او نژدې ولایتوته وکوچيدل. هرچا خپل واړه او لادونه خرڅول، ډېر د لوږي مړه سول. مگردې ظالمي او خدای ناترسي کورنۍ هیڅ همکاری ورسره ونکړل. په حقیقت التواریخ کي داسي لیکي: ترجمه "د دولت او حکومت ټوله عمله د زوراو زرو د پیداکولو په فکرکي وو. په درباراود ولت کي یوشمېرنالایقو په خپل شتون او کړنو سره هغه فاسد کړئ وو، چي د پیسو د پیداکولو په خاطريې د هیڅ ډول کاره مخ نه اړاوه، چي ددوی شتون ددربارد بد نامی سبب سوو. " . ص۳۵۵

   ښاغلې داکاډمیسنې کاند ید محمدابراهیم عطائی صاحب: د محمد ظاهر شاه د باچهی په هغه وخت کي چی داکتر عبدالظا هر خان د صد راغظم په حیث ونومول سو، په دې کال بارانونه ونه سووه نو خلگو ویل چي وچکالې راغله. پوهیږی چي ولس په څه غمو مبتلاح سو، یا د مشکلاتو سره لاس او گرېوان سو؟ ودې خبري ته جواب عطائی صاحب هم په خپل اثر "دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه" کي ویلي دي دا سي:"په دغه د وره کي یو خطر ناکه وچکالی پیښه سول چي د پنځوسو زرو، حتی نیم مليون په حدود وکی خلگ د لوږې مړه سول. ص۲۷۳ د سرداري کورنۍ يې په څه، ددوی يې د بلا. بیا هم یوشمېرچي د شاهي کورنۍ سره په خیانتوکي شریک او یا د هغوي او لادونه، اوس لیکي یا خبري کوي، چي هغه څه ښه وختي وې.

   د ولایاتو کلیوالو او کوچیانو خپل مالونه په ډېره ارزانه بیه په خارج، پا کستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او تر کمنستان، کي خرڅ کړل. او حتی د ډېرو لوېدېزو ولایاتو په بازارو کي خلگو لوڼی، ماشوم زامن خرڅ کړل. دغه صحنه ددې کرښو د لیکوال د عیني غمجنو خاطرو سره اړه لري . "ص۲۷۳. زه ددغو جملو لیکونکي هم د ډېرو انجو نو او هلکانو نومونه په یاد لرم چی زموږ په ولسوالۍ کي خلگو رانیول په دوه سوه افغانیو دا هم په یاد لرم چي یوماشومه زموږ یوه کلیوال رانیول، هلته لو سول اوس د او لادو لرونکې ده، هو مور او پلرونه يې ورک سول  هغوی بیا د خپلو او لادو لېدوته نه راغله، حتمي خبره د ه چیري به مړه سوې وي. بیا هم د شکرځا دې چي دا خاینه کورنۍ او پاچا خومولاره که دا نوايې خلگو به څه کولاې ؟ زموږ لیکوالو چي په دې مورد او یابل باب څه لیکلي دي دوی په ښارو کي وه. کیسې يې او رېدلي دي، مگر زه کلیوال بزگر، چوپان، گوران یم هر څه مي پر خپل وجود تیر کړي او هم مي د سر په سترگو لېدلې دي. وايې چي په هغه کال د خارج څخه د ۶؛۷ميلیونه ډالرو په ارزښت خوراکي موا د دمرستي په ډول هیواد ته راغله، موږ کلیوالو خو ولاکه لېدلي وي، او یا چاته به ورکړل سوې وي، هغه به هم دوی خوړلې وي.

   بل ۱۳۴۹هجري کال د جوزاد میاشتي پر څلرمه د ملایانو په نوم مظاهری چي په واقیعیت کي داخوان المسلمین په نوم سازمان رهبري کولې، د پل خشتی د مسجد څخه شروع وروسته دغه تاثیرات ولاېاتوته ورسيدل څو د ظاهر شاه د حکومت پایه يې ښه سوسته کړل. د لته د کورد ننه د عقد وډک د کاکا زوی، د خورميړه چي د صدارت لیري سوي وو، او په فرانسه کي د لوی سفیر په توگه وگمارل سو، سفارت يې قبول نه کړئ، د شاهي کورنۍ مشوره پر دې سول چي دا خپل سلطنت ته ژوند ورکړي . نود  ټولو په خوښه د سردار محمد داود خان پلان ومنل سو. سردار محمد داود خان د خپلي سلطنتي کورنۍ محمدظاهر شاه، سردارمحمد نعیم، سردارولي او نورو په مشوره درو س او د هغوي د نماینده، پرچم سره يې د کودتا پر پلان کار کوې، څو دظاهرشاه په نشتون کي يې د کودتا ترنوم لاندي ظاهرشاه د پاچهې لیري او سردارداؤد خان ځان بریالی اعلان کړی. زه وایم چي اصلاً دا خپل منځي د کورد ننه ددربارد  ټولو غړو په موا فقه د خلگو د غولید ود پاره یوه ډرامه، چي د شکل د مخي کودتا وه، د ټول ولس او جهان د تیرا ستلو د پاره. که مو باور نه راځي، نوراځي ويې لولۍ.

محمدظاهر شاه د افغانستان دورو ستیو  ټولو  بدو پېښو مسؤل دی. که چیري دې عیاش او ظالم پاچا محمدظاهرشاه په اسا سي قانون کي سیاسي فعالیتوو، سیاسي سازمانو او حزبونوته د فعالیت جواز ورکړي وايې، چي داد عصراو زماني غوښتنوته يې ددې هیواد دروازي خلاصي کړي وايې، اخبار، را دیو، تلویزون، کتاب او مطالعي ته اِجازه ورکړل سوي واې، هیڅ ضرورت وپټ سیاسي فعالیتونوته نه پاته کیدئ هرڅه به قانونې لڅ پر مخ تللاي، طبعي وه چي د ځوانانو سیاسي اگاهي زیاتېده، د شخصیتو نو شناخت کید ی، سم او ناسم تشخیص او پیژندنه کیده.

    بل خیانت د محمدظاهرشاه او سرداري نظام داوو، پرځای د دي چي سیاسي فعالیتوته يې اِجازه ورکړې، برعکس ددموکراسي په لس کلونوکي په ټول هیواد کي قومي او ژبني نسبتاً خاموش او هیراختلا فاتوته يې نوی ساورکړل، مثلا دولسي جرگي د جوړید وو،  ولسي جرگي ته د وکیلانو دا نتخاباتوډرامه يې دقومي جلاوالي دبیارا ژوندي کیدو په هدف پکارواچول په ډیر ه خا ئینانه شکل يې په ملتونو او ولسونوکي يې په عوض ددې چي د سیاسي مبارزې لاره خلاصه کړي واې قومي، منطقوي، سمتي، مذهبي اختلا فات راژوندي کړل. پارلمان ته د دو ئ خپل سړي او یاد قومي خانانو ترنفوذ لاندي مجلسونه جوړکړل. دې ناپوه ځان غوښتونکي، د ولسونو سره دښمن پاچا او ور سره کورنۍ يې (په دې يې کورنۍ یا دو م چي دوی هره پرېکړه د خپلي کورنۍ شورأ په غونډه کي فیصله کول ) . ولسونه د حیواناتو په شان په شلم قرن کي ساتلي وه. یعني اصلاترپوست لاندي مکروبونه راجمع سوي وه، پوست پړسید لئ وو

او ل سردار داود خان د خپلي کورنۍ پاړسوب درک کړي، غوښتل يي دا مرض تداوي کړي او د خپلي کورنۍ عمراو ږد کړي . سردار داو د خان پر پړسیدلې ځای پوخ پیا زکيښود، څودڅلورنیمو کلونوپه موده کي پیازهغه ځای نرم کړي، مگر چرک هغسي پاته وو، هغه وو چي د خلقیانو په یوه حرکت پُست سوری او تقربیاد ۲۵۰ کالو جمع کړل سوي او پټ کړل سوي ټول کثافات د باندي راووتل، چي تر اوسه يې څوک  ټولو لاي نسي. هغه همدغه د هیواد نه پر مختگ او د افغان ولس د علمه څخه لیري ساتل وه.

نوټ: - - - ټولې سیاسي لوبې چي زموږ په هیواد کي تر سره سوي دي لږ یا ډیره سمه څیړنه نه ده سوې، ځکه ما ونه سوای کولاې چي د محمد هاشم میوندوال، علي احمد خرم، میراکبرخیبر، سردار محمد داود خان د کورنۍ، د نورمحمد تره کي، حفیظ الله امین او ډاکتر نجیب الله خان د وژنواصلې قاتلین دقیق د یوه شخص په حیث وپیژنم، څو د مجریمینوهویتونه مي يې لڅ کړي وای. هرچا بیله کوم سنده خبري کړي دي، لیکني ډیري سويدي، زه پدې باورلرم او دونه پوهيږم چي ددغو ټولو وژنو اصلي لوبغاړي خارجي لاسونه وه لکه زموږ د هیوا د تاریخ چي يې شا هد دی. پر ټول سرنوشت مو ترهمدا اوسه پر دي حاکم دي .

 

 

 

+++++++++++++

 

پر ځپل شوي کابل د نادرشاه د سلطنت پیل یا (نا در خاني)

    د اکتوبر په ۱۵ ورځ محمد نادر خان کابل ته داخل سو، نو مستقیماً د سلامخانې و دانۍ ته ولاړ او هلته د کابل مخور او ډېر قبیلوي مشران را ټول شوي وو. تر خبرو بیا بیا نا غېړیو وروسته (حضرت مجمددي (نورالمشایخ)) را وړاندي شو د نادرخان پر سر یې پګړۍ د تاج او جوغې په توګه ور وتړله. شک نسته چي د افغانستان په سیاست کښي انګرېزان بر لاسي وه، انګرېزانو له پخوا څخه تصمیم لاره تر امېر حبیب الله خان( د امان الله خان پلار) وروسته محمد نادر خان ته د افغانستان واګي وسپاري، دا چي امان الله خان د روشنفکرو په مرسته د انګرېزانو د میل خلاف د هیواد آزادي او استقلال اعلان کړه، ولسونو یې ملاتړوکړه، نو انګرېزانو ته وخت پکار وو، څو د امان الله  او نظام د چپه کېدو د سایس عملي کړي، انګرزانو د خپلو انجټو(نادر، وروڼواو د محبوبه سلطانې وروڼو او وراره ګانو)،  ملأ یانو او یوه غله  په خوله  امان الله خان تکفر کړي. .....

   محمد نادر خان چي د امیر حبیب الله خان د ساتونکو په منځ کې د نده ترسره کوله او بالاخره د هغه د لښکر د مشر په توګه وټاکل شو. د حبیب الله خان له وژل کېدو وروسته د محمد نادر خان خیانتونه په ډاګه شول، ځوان افغان پاچا امان الله خان هغه د عمومي ځواکونو له قوماندانۍ څخه لیرې کړ. نادرخان د خپلې ناروغۍ د درملنې په پلمه اروپا ته ولاړ او هلته یې له انګریزانو سره په همکارۍ د شاه امان الله (بنسټ ) د نوي مترقي حکومت په خلاف په د سیسو جوړولو پیل وکړ، د نورو شیانو ترڅنګ یې شاه امان الله په کفر تورن کړ او جعلي عکسونه یې ورته چاپ کړل.د شاه (ملکه ثریا) یې بې حجابه وښودل او د ملکې ثریا د بې حجابی عکسونه یې د قومونو تر منځ وویشل او یو بل جعلي عکس یې هم جوړ کړ چې ګواکي  شاه  امان الله خان د اروپا د ستر پاپ لاسونه مچوي، د محمد نادر خان او د هغه د وروڼو دا شان پلانونه د فرصت طلبۍ لامل شول. هغه عالمان چې تل به یې د برتانوي هند له حکومت څخه راشنونه ترلاسه کول ترڅو خلک د شاه امان الله  پر ضد وهڅوي. البته د امیر امان الله خان( مور او ماما ګان) نو هم د اماني دولت تخریب او کمزوری کي پوره ونډه لرل. څو پاچا پرته له جګړې او ویني تویولو تخت او تاج پریښود. 

    محمد نادرخان قدرت ته ورسېدئ، ډېر ژر يې د افغان ځوانانوکوم چي د امیر امان الله خان د فکر ملګري وه پر هغوی باندي حمله وکړل. عبدالرحمن لودېن يې په ډزو ووژی. مړې يې پر خره واچوۍ، کورنۍ ته يې ور وا ستوی.  د عبدالرحمن لودین وژنه : محمد نادرخان او عبدالرحمن خان لودین د نورو میلمنو سره یو ځای د ډوډۍ مېز ته سره ناست وه، د دوی دوو تر منځ ( محمد نادر خان او عبدالرحمن لودین) خبره سره واوښته، لودین، نادرته غدار و وایه  مطلب یې دا وو چي د امان الله خان سره یې غدر کړی دی، نادر خان چي یو عصبي سړی وو، ده ته په ځواب کي هغه د غاصب  خطاب وکړه، محمد نادر خان چغه کړل چي دغه سړی لاندي تیر باران کړئ. عبدالرحمن لودین یې هلته تیر بارن کړه.  کاندید اکاډمیسن عطائي صاحب لیکلي چي دغه دبیان ماته مرحوم حاجي بازمحمد د معین خیر محمد ورور کړې، هغه  ویل یې زه د ورور سره پر دغه  د ډوډۍ خوړو د میز پر سر حاضروم. ص ۲۳۰، بیا یې د لودین له مړي سره دا ډول کړنه د بې همته د ښمن کار وي. له هغه ورځي پس د نادر خان له نوم سره د (غدار) کلمه و لیکل سول.

 

    انګرېزانو د خپل پلان برابر کار کاوه څو د خپل یو بل پوخ اجنټ منلو ته د عامو افغانانو ذهنیتونه  تیار کړي. پس له هغه چي سقاو ووهل سو، بیا هم مسأله په دغسي سادګي ختم نشوه، بلکي عکس العمل یې درلود او محمد نادر خان هم دغه ټکي ته د اول څخه انګرېزانو متوجې کړی  وو، نوځکه یې  قبلي تیاري ورته نیولې وه. یوازي یو شمېر د اماني دورې روښانفکرانو دغه نوی دولت (د نادر خان حکومت)نه  تخریشا وه.  د دې روشنفکرو تخریش ډېر غښتلی نه وو، نو ځکه د نوی دوحکومت پاملرنه د کابل شمال ته وه، د محمد نادر خان حکومت ته  لویه ستونزه دا وو چي په ۱۹۳۰م کال  په جون کي د شمالي هغه قومونه چي د حبیب الله (کلکاني) په پاچهي کي یې لوی ګټي تأمین وې په غټ قوت قیام ته را وپاڅیدل. نادر شاه یو ځل بیا هغو قبایلو ته چي د سقاو څخه یې د کابل د نجات په لاره کي له ده سره مرسته کړې وه مخ ور واړاوه او له هغې خوا د(۲۵) زرو کسو په شمېر قبایل  پر را خوشي شول او ډېر ژر یې امنیت قایم کړه خو مالي او ځاني تلفات یې ډېر وه.

  A history of Afghanistan By Baskakoxe p.226

    د اماني دورې روشنفکرانو پر نادرخان هیڅ اعتماد نه لاره بلکي هغه ته یې د یو توطیه ګرشخص په سترګه کتل. ص۲۲۱ نادر خان په ۱۲۸۲ هـ ش کال کي د ډګروال په رتبه د امیر حبیب الله خان د ساتني د ار دلیانو قوماندان سو، کله چي نادر خان د امیر حبیب الله سره د هند په سفر ولاړ له سفر وروسته هغه د ګارد قوماندان شو او د جنرال رتبې ته ورسېد. د 1290 کال د منګل په پاڅون کې، کله چې هغه 25 کلن وو، هغه په ​​دې وتوانید چې یاغیان د خبرو اترو او جګړې له لارې تسلیم کړي. له هغه وروسته، هغه نائیب سالار سو، بیا یې د اعلی سرقوماندان لقب ترلاسه کړ او د سویلي غاړې د امیرانو لپاره یې یو ښوونځی جوړ کړ چې په هغه کې د سویل د لویانو او لویانو زامن شامل وو.

    سرداریحیی خان دوه زامن درلوده  چې نومونه یې (سردار محمد یوسف خان او سردار محمد آصف خان) وو. سردار محمد یوسف خان له دریو میرمنو سره واده وکړ او له لومړۍ میرمنې یې یوه لور(محبوبه سلطان) او درې زامن هر یو محمد نادر، شاه محمود او شاولي وه. محمد نادر خان په ظاهره آرام، متین، د نظم او دسپلین خاوند، مدبیر قومندان وو، خو په عین زمان کي سخت انتقام جویه او د قهر په وخت کي سره لدې چي نه یې په رنګ، نه یې آواز او نه په حرکاتو کي تغیر راتۍ خو د کوبرا مار په شان یې خپل خصم واهه. ص ۲۸۱.

 [  هغه پاچا چي پر قرآن عظیم باندي لاس ږدي خو پرخپله لوړه ونه درېدی، هغه پاچا چي د حکومت اکثره چاري وخپلو وروڼو او خپلوانو ته په لاس ورکړې، هغه پاچا چي یو شمېرخلگ یې بې له محکمې قتل یا زنداني کړه، هغه پاچا چي د کابل بالاحصار چي انگرېزانو ویران کړی وو بیا جوړ کړ، هغه پاچا چي د روسانو سره یې د امیرامان الله خان د دورې د سرحداتو په رابط قرار داد ومانه، هغه پاچا چي د مرکزي آسیا پر مجاهدینو او مهاجرینو یې شلیکونه وکړل، هغه پاچا چي د کوهدامن او کوهستان ډېر خلگ یې بې محکمې په قتل ورسول، هغه پاچا چي د شورا او عیانو مجلسونه یې تأسیس کړل، هغه پاچا چي د شورا یو وکیل یې د ساده انتقاد کولو په تور دیارلس (۱۳) کاله زنداني کړ، هغه پاچاچي د طب فاکولته یې تأسیس کړه، هغه پاچا چي په مکه مکرمه کي یې د افغانستان د حاجینانو له پاره "حاجي خانه" تهیه کړه، هغه پاچا چي د یوه زده کونکي له لوري په قتل ورسېدی] پاچهانو څه کول؟ ص۵۸۴

په (۱۹۲۹) م کال د محمد نادر شاه د سلطنت دوره شروع سوه.

     د قسم او تعهد لیکلوپه اساس امیرحبیب الله خان او ملگري یې شاه محمد نادر خان ته  تسلیم سوه، کله چي نادر خان ته پېش کړل سوه، نادر خان و حبیب الله ته داسي وویل، ښه حبیب الله خانه! په افغانستان کي  د دومري ویرانۍ او قتلونو څخه ستا مراد څه وو؟ حبیب الله خان(کلکانی) په دې و پوهېدی چي داسي پوښتنه د هغې لوړي سره چي نادرخان کړې او پر قرآن(م) یې امضأ را ته کړې وه، فرق لري، داسي جواب یې ورکړه:" تر هغه وخته چي ما اختیار در لودی هرشی چي مي د افغانستان  خیر باله اجرأ کړه! اوس چي ته د افغانستان اختیار داره سوی یې هرشی چي د افغانستان خیر بولې اجرأ یې کړه! پاچا محمد نادر ورته وویل چي اوس ولاړ سئ څو ورځي استراحت وکړئ بیا به ګورو!"

    د تسلمېدو په لسمه ورځ د عقرب د میاشتي پر یولسمه باندي محمد نادرخان  هغوی جبیب الله کلکانی، حمید الله ورور یې، سید حسین د جنگ وزېر، ددربار وزېر شېر جان، د پکتیاد جبهي قوماندان محمد صدیق، د کابل والي محسین، عبدالغنی کوهدامنی، محفوظ د جنگ دوزارت معین دا  ټول و وژل.

    د امیرامان الله خان د دورې اکثره طرفداران اعدام یا زنداني کړه. بیا یې دریمه گروپ دغه نظامیان  جنرال پینن بېگ، میرزا اکبر،امرالدین،عبدالطیف، محمد نعیم، عېسی، تازه گل، سلطان محمد، محمد حکیم، احمد شاه،  دوست محمد، سید محمد بیله محکمي اعدام کړه.

همداسي محمد نادرشاه خان د امیر امان الله خان د دورې اکثره طرفداران اعدام، زنداني یا فرار کړه.

 سمدستي یې د شمالي له خلگو څخه (۷۰۰) تنه د اشرارو په نوم ونیول او بیله محکمي څخه یې  هغوی ووژل. د محمد نادر شاه او هاشم خان له لاسه اوضاع دومره حساسه شوې وه چي وایي د محمد هاشم خان په زندان کي داسي بندیان هم وو چي په دوسیه کي یې لیکل وو" در چوک کابل با هم پًس پًس مې کرد".

نادرخان خپل ورور شامحمود خان ته امر وکړه چي  قطغن ته ولاړ سی د مرکزي اسیاد مسلمانانو د مشر ابراهیم بیگ پلویان ټول ووژني شامحمود د ابراهیم بیگ په طرفداری ډېر افغانان ونیول او بیله محاکمي ووژل. کتابونه لیکي چي یو ځل شامحمود خان د نادرخان ورور په خان اباد کي وو، حکومتي افسرانو (۳۰) تنه اسېران ورته را وستل، شاه محمود خان د لاس په اشاره افسرانو ته امر وکړه چي ټوله ووژني هغو دده امر تطبیق ټول یې ووژل.

 په (۱۹۳۳) م کال کي یوه ورځ محمد نادر خان غلانبي چرخي ته احوال ورکړه چي راسه ښه هوا ده چي چکر ووهو. غلانبي خان چرخي د خپل کاکا زامنو نایب سالار جان باز او جنرال شېر محمد سره یو ځای نادر خان ته راغلل، نادرخان عسکرو ته امر وکړ چي غلانبي خان دا لته په وهلو راته مړ کړی، غلانبي خان یې دا لته په وهلو وهلو کي مړ کړه، بیا یې جانبار او شېر محمد دواړه د خپلو زامنو سره ټول بندیان کړه. دا یو څو مثالونه وه د دې کورنۍ  د وژنو کيسې ډېري دي. پاچهانو څه کول؟(۵۸۴) صفحه.

    محمد نادرد محمد یوسف زوی ديحی خان لمسئ د سلطان محمد طلائی کړوسئ او د پایند محمد کوسئ وو. دهند په د رېره دون یاهرادون کي په کال۱۸۸۳م یا۱۲۶۲هجري کال سره سمون لري زیږیدلی دی . سلطان احمد طلائی د سردارپاینده محمد خان د هغواولادنوڅخه وو چي تاریخ لیکونکو ورته د پیښاوری وروڼو نوم ورکړی دئ ځکه دوی هلته په پیښاورکي او سېدل. سردار یحی خان ته  انگرېزانو په یو ښه اب وهوالرونکې ځای کي د ژوند شرا یط برابر کړي وه د هغه او لادونه او لمسیانوته يې د افغانانو پر ضد د انگریزانوپه گټه روحیه ورکړل، ځکه امیرمحمد یعقوب خان گند ومک د معا هدې امضاته سرداریحی خان د انگرېزانو په د ستور و لمساوه. سرداریحی او سردارذکریا د افغان او انگلیس ددوهمي جگړې پر وخت د انگرېزانو په گټه د افغانانو ضد خپل کار وکړی .

   د سردارمحمد یوسف شپږ زامن وه لکه:محمد نادر، محمدعزیز، محمدهاشم، شاه ولی، شاه محموداو محمدعلی. ددې کورنۍ  ټولو  انگرېزی تذ کرې (تابیعیتونه) لرل او  ټولو غړو يې د انگرېز په حکومت په خاصه په ارد وکي نظامي رتبې لرلې. لکه :سردارسلیمان په سواره نظام کي شا مل وو، سردار فتح محمد خان ذکریا د کوټوال په صفت، محمدعزیز خان د شاغا سي په توگه، نا درخان په توپچي کي د غنډ مشر او په شاهي گارد کي کار کاوه، هاشم خان رئیس د سروس وو، شاولي خان سرخان اسپور وو، احمد شاه خان اصفي سر منبرا سپوروو، شا محمود خان سرجماعه پوران ها وو. دوی ټوله کورنۍ د انگرېزانوکران له ډیره وخته وه.

   محمد نادرخان خو د انگرېزانو لخوا د امیرحبیب الله د پاچهۍ پر وخت د پاچهۍ د پاره کاندېد وو. بیا د ښاغلې امان الله خان د پاچهۍ د له منځه وړلو د پاره،  انگرېزا نود یحی خان او ذکریا خان د  ټولو  او لادو څخه په خاص ډول نادرخان څخه زیاته استفاده کوله څو په نتیجه کي بریالي هم سول .

دې کورنۍ پوره درویشت، ۲۳کال د هند په  انگرېزي عسکري قشلو کي ژوند کړي وو. او په انگرېزی پونډ او مصرف لوی سوي دي .

    دوی د نن ورځي د مهاجرو په شان چي په پاکستان، اېران، آمريکا او نور جهان کي دي هغسي نه وو چي هرڅه باید په خپل مټ او کار پیداکړي بیا يې مصرف. دوی د کاروبار یا کوم مسلک او پوهي خلگ نه وه  د انګرېزپه ډوډۍ رالوی سوي وه. په دغه کال چي دا کورنۍ کابل ته راغله، ددې کورنۍ ځوانان د محیط او خلگو څخه بیگانه وه . په هندی او انگرېزی ژبويې څه نیمگړی زده کړي لرلی. د افغانی ژبی، کلتوراود هرڅه سره نا اشناوه. یوازي يې په خپلو کي ژوند کوئ. د ولس او اجتماع سره نه سوای گډېدلای. که څه چي ځیني خلگ د امیرعبدالرحمن د مرگ په هکله لیکي چي خپل وارث او د مينځي څخه پیدا زوی يې حبیب الله خان ورته د اوبو په عوض یو گیلاس زهر ورکړل.

د عبدالرحمن خان مړينه او د حبیب الله خان نوي پاچهې، اساساً د انگرېزانو نوکری او د هغوی مهربا نې وي، چي دهنده راوستلی سردارانو ته په حکومت کي ښه مقامونه ورکول سول په داسي حالت کي چي ددوی نه پښتو ژبه زده وه او نه فارسي. د کورنۍ نورغړي يې پرېږدی، محمد نادرسم د م جنرال د دربارد ساتونکو د غونډ قوماندان سو.

    د بیرته راستنیدو په لومړیو اونیو کې، دوی څو څو ځله د علیمردان په باغ کې له امیر سره لیدنه وکړه. د همدغو لیدنو په ترڅ کې د یحیی خان دوو زامنو او لمسیانو د امیر په زړه کې ځانګړی ځای وموند. د جنرالانو د کورنیو سرچینو په وینا، امیر "سردار (سردار یحیی خان) ته وویل  تاسوته انګرېزانو په هند کې یو لوی باغ د اوسېدو له پاره در کړی وو، زه ډاډه یم چې ستاسو کورنۍ د علیمردان باغ له لاسه ورکوی د علي آباد قلعه ودانوم  چې د باغ تر څنګ موقعيت لري او پاکې اوبه لري، ما ستاسو د اوسېدو لپاره  دغه ځای ټاکلی او ځانګړی کړی دئ.

    اما اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب لیکي: " د نادرخان کورنۍ د امیر عبدالرحمن خان تر مرګ وروسته په هغه کال چي امیر حبیب الله خان مفرورین بیرته هیواد ته را وبلل د ۱۹۰۱ په وروستیو میاشتو کي کابل ته راغلل". امیر حبیب الله خان د نادر خان پلار او تره (یوسف خان او آصف خان) خپل مصاحبین و ټاکل، چي وروسته دا کورنۍ د مصاحبیونو په نامه یادېدله.

     د امير عبدالرحمن خان له مړينې وروسته سردار محمد يوسف او سردار محمد اصف د سردار حبيب الله خان خوا ته ولاړل او له امير حبيب الله خان سره يې خبرې د دې لامل شوې، چې دوی د امیر حبیب الله په دربار کي لوی مشاورین سول.له هغه وخته چې د سلطان محمد خان زوی سردار محمد یحیی خان د سرو زرو(طلائي) په نوم پیژندل شوی وو، دا کورنۍ د سرو زرو په نوم یادیږي. د امان الله خان د حکومت له وخته د انګرېزانو کوښښ داو، چي پدې هیواد کښي خپل یو نوکر واک ته ورسوي. کاندید اکا دمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب لیکلي: کله چي امر امان الله خان د خارج په سفر کي وو، د هیواد په بیلا بیلو برخو کي تخریب کارئ او ښورښونه کیدل، د ساري په توګه په شمال کښي د ښورښ اوازه پورته سوه، بیا د امان الله خان مور هلته ورغله او هغوی ته یې پلو وړاندي کړځو یې مؤقتي آرامي راوسته، د دغي او نورو نارآرامیو عاملین د امان الله خان دمور قومیان(بارکزیان) وو.ص۱۸۶

   د حبیب الله  هغه خام ټکي چي انگرېزانو ته ښه معلوم وو. موږ وهغه ته په پښتوژبه کي نوم نه لرو، په فارسي کي ورته، زنکه  باز وایي. ژر امیرحبیب الله خان د نادرخان پر ښایسته خور چي هغه وخت په  انگرېزي او هندی جامو کي گرځيدل د حبیب الله  څخه زړه یووړۍ تر سترگويې ښه راغله هغه يې د ځان ماینه کړل.

     هغه د کونډي د زوی په فلم کي د منان ملگري خبره د ه چی د کونډي زوی ته وايې:"په کابل کي هم سیلونه دی هم تماشې، پام به دې نه وي چي خرچ سرويس به درته ود رېږي، خرچ دروا زه به د رته خپله خلاصه سي، د واره به په چوکي کي کيني او يوه پیغله به دې څنگه ته کښني درته وبه خاندې" او دگونډي زوی وايې ښه نور. منان ورته جواب وايې نور نوڅه، بس نورنو خبره خلاصه ده.

حبیب الله چی د نادر خور وکړل بس نور خبره خلاصه سول په پاچهۍ کي محمد نادربرلاسي سو. څه وخت چي د حبیب الله د بد وکړونو او استبدا دپر ضد دننه په درباری کورنۍ کي د پټ حزب د جوړېد وکار شروع سو محمد نادرخان هم د خپلو با دارانو، انگرېزانو په مشوره او هدایت ځان په دې نهضت کي شامل کړي. د دې پټ حزب مشری د حبیب الله خان زوی امان الله خان، عین الد وله او سردارنصرالله خان دامان الله خان د ورور پر غاړه وه. محمد ولی خان بدخشانی، شجاع الد وله خان غور بندي، ميرزمانخان بدخشانی، محمد یعقوب خان، سميع خان، محمدابراهیم خان، عبدالغزیزخان، فضل محمد خان مجددي او سپه سالار نادرخا ن. وروستي د وه نفره د پټ حزب سره ملگرۍ خود وه مخی خلگ وه.

   البته علاوه پر دغو یاد کړل سوو، لوړو چوکيو لرونکواشخاصو یو شمير زیاتونوروهم د امان الله خان سره پټ لاس د رلودئ. چي د وخت په حکومت کي يې غوښنه برخه لرل. غبارلیکي په پښتو:" په داسي حال کی چي په وروستیوکي ویل کیدل، چي په دغه ورځ د پاچا د ماهي پخولو د مخصوص کړايې په غوړوکي خوب راوړونکې ماده اچول سوې وه. او دشپې شجاع الدوله هغه دخوب پر بستر مړکړی . اما څه وخت چي شجاع الدوله دپاچا د خوب دخیمې څخه دباندي راوتئ، د امنیتي ساتونکي له طرفه ونیول سوو، په دغه گړي سپه سالارنادرخان راورسېدی او شجاع الدوله يې خوشي کړی، او ساتونکي يې چپ کړی'. ص ۳۰.

   نو څنگه چي امان الله خان په کابل کي ځان پاچا اعلان کړی. هلته په لغمان کي نصرالله خان ځان د پاچا په نوم ونوماوه. ، نوامان الله خان، محمد نادرته وظیفه سپاری چي جلال اباد ته ولاړ سي عسکری قواو ي دې ته تېاری کړي چي دامان الله خان د حکومت سره بیعت وکړي. اما کله چي محمد نادرخان عسکری قشلی ته ورسېدې هلته يې د غرضه ډکي خبري وکړې. او تلاش يې داووچي دامان الله او نصرالله داختلا ف څخه د ځان په گټه څه وکړې.

   البته د شمس المشایخ مجد دي سره په تفاهم يې دا کار کاوه . خوعسکرود محمد نادرخان هیله ونه منل. په درېمه ورځ چي امان الله خان دا ستقلال اعلان وکړې، د لته غلام رسول هراتی د جلال اباد دنظامي قواو مشری پر غاړه واخیستل، نصرالله خان او محمد نادرخان يې د واړه بندي کړل. او دامان الله خان د حکو مت ملاتړيې وکړې. هلته لیري په هرات کي د محمد نادرخان ورور هاشم خان نظامي قوماندان وو،  محمد سلیمان خان والي چي یود محمد نادر وروراو بل د کاکا زوی هم د محمد نادرپه شان عمل کاوه .

هغه د شهپورخان تره خیلی افسر لخواو نيول شول. بند یان يې کابل ته راواستول . امان الله خان نصرالله عمري بندي کړې څوپه بند کي مړسو. مگر محمدنا در خان يې د هغه د خپلي ميري د نادرد خوراو خپلود و خوند و چي د محمد نادرخان وریندار گاني وي په خوا هش دارگ په شمالی برخه کي د بندي په نوم د څه وخت لپارد خلگو د نظرلیري کړل . د محمد نادرخورچي دامان الله ميره وه، ډېرکار وکړې، دامان الله خان د وې نوري خوندې يې وخپلو د ونورووروڼوته ورواده کړی. وشاه محموداو شاو لي ته. امان الله خان د نادرد کورنۍ سره واخښل سو.

   نا در او د هغه وروڼه ترپخو اهم غښتلی سول. حتی محمد نادر وزیرد فاع سو د وزارت پر وخت يې خپل ټول بد بین په د سيسو ووژل. محمد نادرخان دامان الله خان داصلاحی پروگرام  مخالف وو. په خارجي سيا ست کي يې کوښښ دا وو چي امان الله خان بیرته دانگریزانو سره نژدې کړي. هلته اصلاح غوښتونکو، محمد ولی خان او محمود طرزی، د خپلو ملگروسره کوښښ کوئ چي امان الله خان د انگرېز څخه لیري وساتي. امان الله خان د کور دننه په یوه عجب او خطرناک حالت کي راگیروو. یوې خواته محمود طرزی چي دامان الله خان خُسرهم دی، او نوراصلاح غوښتونکي، بلی خواته محمد نادرخان، د نادرخان خوراو دامان الله خان ميره، دامان الله خان د وې نوري خوندي چي د نادرخان د دو وروڼو ښځي وي او مړونو يې. د کورنۍ فضاو رته گډه و ډه کړيوه.

   په امانی د وره کي محمد نادر ترخپل توان اضا فه د امان الله خان او د هغه د پرگرامو ضد د سيسي او پروپا گندونه وکړل. څو په۱۹۲۴م کي د افغانستانه لیري پاریس ته د سفير په توگه وا ستول سو. نا درد انگرېزانو دهدایت برابر کار کوي. سفارت يې خوشي کړی په پاریس کي يې په هغو پیسوځانته کور رانیوې چي ددې وطنه او سفارته يې غلا کړی وې. که نه د هند څخه خودی په یو پطلانه کي راغلي وو. هغه د تکفیراعلاميه چي دامان الله خان پر ضد دسقاويانو لخوا پخش سول د نادر ورورشاه محمود خان او د هغه د کاکا زوی احمد شاه د واړوامضأ کړې وو.

   تاج محمد پغمانی يې په توپ کي والوزاوه، فیض محمد باروط سا زيې په توپ کي والوزوی. او په سلهاو نور يې ووژل، بند یان يې کړل او فرار يې کړل. نا درخان کله چي په۱۹۲۱ قدرت د ځان حق وگنی ن ويې پخواني جنرال بیک خان، مرزامحمداکبرخان، آمرالدین خان، عبداللطیف خان کوهاتی، عیسي خان قلعه سفیدی، تا زه گل خان لوگری، سلطان مراد خان مراد خانی، محمد حکيم خان چهار د هیوال، احمد شاه خان کند ک مشر، دوست محمد خان غنډ مشرپغانی، سيد محمد خان کنډک مشرکندهار ی، بیله محکمي او پوښتنی ووژل.

    ځکه دا ټول دامان الله طرفداران او د محمد نادرمخاليفین وو. د محمد نادرخان په پاچهې کي. دسقاو د زوی او د هغه د ۱۳ - دیرلسو تنو ملگرو يو ځای وژنه. په دې ډول چي قران مجید، قسم، وعده، افغانیت يې ټول په کي متضررکړل. "واو فوابالعهدان العهد کان مسؤولا" اسرأ /۳۴. ترجمه" پر خپل عهد او پیمان چي د خدای (ج) او یا خلگوسره مو کړی دئ وفا وکړئ، ځکه په ورځ د اخیرت ستاسي څخه پوښتنه کېږي "نو په ښکاره باید وويل سي، چي قران (م )ته نه احترام د عقیدې او ایمان د نه لرلوپه معنی دی. پر قول نه درېد ل، د پښتونولۍ او افغانیت څخه د وتلو په معنی. د غلام نبی خان چرخي او د نوموړی د کورنۍ د ډېرو غړو وژنه او بندي گری، د مشروطه غوښتنکودغور ځنگ د غړووژني او په هیواد کي چي څه د نوي فکر خاوندان راپیدا سوي وو هغه يې ټول په د سيسو سره له منځه وړل.

   دعبدالرحمن خان د نوم سره د مستبد ورستاړی او د محمد نادرد نوم سره د غدار روستاړی باید هميشه ولیکل سي، که ونه لیکل سي نو گناه به وي ځکه ده دوی د واړو اعمال د بشریت، اسلام، پښتو او افغانیت مخالفي کړني وکړې.

     خوعبدالخالق ته دي خدای (ج) جنتونه ورپه برخه کړي چي هغه يې په قتل ورساوه بل سيد کمال ته چي د سی شنبی په ورځ د جوزاد میاشتي پر ۱۶په۱۳۱۱ هجري، شمسي کال کي هلته لیري په برلین کي، د سرداري کورنۍ یولټ، ټنبل، عیاش، مغرورد محمد نادرغدارمشر وروراو د لیوني سردارداؤد پلار سردارعزیز د خپلي لرونکې توفنگچي پوا سط ددې نړی څخه ورک کړې. سردارعزیزهلته په برلین کي هغه افغانی محصلین چي د غریبو کورنیوڅخه به وه، سردارعزیز به هغوی په دې نوم "بچه های د ولک ودنبک "بلل، سيد کمال د غریبی کورنۍ څخه وو. فریزرتتلر انگرېزی سفيرپه خپل کتاب افغانستان کي لیکي:"د۱۹۳۲م د جون په مياشت کي یو افغان محصل سيد کمال، خپل سفیرعزیزووژی. اوداسي يې په محکمه کي وويل: په خپل دې عمل سره مي دا وښول چي موږ افغانان دانگریزانود نفوذ څخه نفرت لرو او راباندي حاکمه کورنۍ ددوی مزدوران دي، چي یويې همدا دی عزیز و".

لیکونکئ: آفرین پرهغه مورچي داسي بچی يې زیږاوه. پر ۱۶ د عقرب په کال ۱۳۱۲ه، ش د عبدالخالق هغی تفنگچې کار و کړې چي ده دغلام نبی خان چرخي د مورڅخه وړې وه. او داتفنگچه اصلا دغلام نبی خان وه. و گورئ حقیقت التواریخ۵۲۲ص.

    د نادر خان قتل ډېر ترخه عواقب درلودل، خو یوه د تعجب خبره داده چي یو کال وړاندي په همدغه د نوامبر په (۸) تاریخ په همدغه دلکشا په چمن کي غلانبي خان چرخي د محمد نادر شاه په امر تیر باران شو او یو کال وروسته په همدغه نوامبر په (۸) ورځ په هم هغه محل کي محمد نادرشاه په قتل ورسېد، د غلام صدیق خان چرخي د غلام نبي خان د ورور زوی  عبدالغفار صدیق په یوه مقاله کې چي د سراج مجلې د ۱۳۷۴ کال په ګڼه کې چي د اېران په قم کې چاپ شوې په ۲۲۱ مخ کي چي  عبدالخالق د نجات د لیسې د (۱۱) صنف زده کوونکی د خپل بادار غلانبي خان په انتقام مي محمد نادر شاه وواژه.  د افغانستان دوهم اساسي قانون ته یوه کتنه. مخ ۸۳۰  ځیني لا وایي چي  د غلام نبي میر مني عبدالخالق ته ویلي وو چي دغسي یوه تاریخي نښانه پرېږدې چي د غلانبي خان قاتل باید په هم هغه ورځ او هم هغه محل کي په قتل ورسېږي. ص ۲۲۲

    د دې سرداري کورنۍ دیوه غړي هم پښتوزده نه وه، نه يې هم غوښتل چي زده يې کړي هغه څوک چي خپل ژبه هیروي، خپلي ژبي ته په سپکه گوري، په سپکه کتل همدا دی چي نه يې زده کول. څوک چي په خپل وطن کي وي، هلته ژوند کوي، د مملکت پاچهې يې په لاس کي وي، او بیا يې هم خپل ژبه نه وي زده، نو د هغو اشخاصواصلاً وینه او مینه د واړه پر دی وي.

 

 

++++++++++++++++++++

 

امیر حبیب الله خان کلکانی "د ســقـاو زوی"

د ۱۹۲۹م کال د جنوري (۱۶ )څخه د اکتوبر تر( ۱۳ )پوري پاچا وو.

  مه راته په قهر کېږی، تاریخ لرو خوهغسي چي تېر سویدئ هغسي نه دی لیکل سوئ. له ژبي، ملیت، قوم، سیاسي علایقو خالي لیکنه مي ونه لوسته، دغه علایق دي چي زما لیکني هم یو لږ شمیر مریض دوستان چي د دوی اړوند امیر، شاه او رئیس مي ستایلۍ نه دئ راته په قهر کړي دي.  که نه یې منۍ لیکنه و لولۍ. تاریخونه او پاڼي مي ډېری ولوستې، خو د " افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر" چي د عبدالحق مجددي او فضل الله مجددي لیکنه ده، نسبت نورلیکنو ته یې  مسائیل څه په تفصل سره بیان کړیدي.

 د جدي پر ۲۴ د سهار ۹ بجې وې چي شاه امان الله خان له پلازمینې کابل څخه د کندهار لور ته د کورنۍ او غیرې کورنۍ له غړو سره یو ځای په موټرونو کې روان سو ، د ده له حرکت څخه هیڅوک خبر هم نه وه، په داسې حال کې چې د یوې رسمي بلني له مخې، لس بجې دولتي مامورین او افسران د دلکشا په ماڼۍ کې راټول شوي وو او پرته له دې چې هغوی پوه شي څه پیښ سوې انتظارکوي. ترڅه انتظار وروسته د شاه  مشر ورور سردار عنایت الله خان معین سلطانت د شاه د سکرتر سره راغی. د ماتم او غم د ورځې په څېر په سړه، غمجنه او خاموشه فضا کې یې د امان الله خان لاسلیک شوی کاغذ ولوست چې پکې ویل شوي وو" د وطن خیر په دې کې دی چې کار پرېږدم ، ځکه په هیواد کې وینې تویول او انقلاب روان دی دلیل زما سره اختلاف دی. په دې لیکنه کې شاه له پاچاهۍ څخه د استعفا او خپل ورور عنایت الله خان ته د واک سپارلو یادونه کړې وه، نو اورېدونکو له نوي پاچا (عنایت الله خان) سره بیعت پیل کړ.

 حال دا چي د اکټوبر په ۲۸ مه د روسیې د واکمن کمونست ګوند سیاسي بیرو پریکړه وکړه چې روسیه چمتو ده مان الله خان ته د اړتیا په صورت کې سیاسي پناه ورکړي. د جدي په څلورمه نېټه د کابل او مسکو تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې روسیه (۱۶) باله جنګي الوتکې او څو توپونه په ۱۳۰۹ هجري لمریز کال کې افغانستان ته ورکوي. په خواشینۍ سره  په ۳۰ د قوس په داسې حال کې چې کابل ښار د شمال له لوري تر ګواښ او فشار لاندې وو، شاه د خپلې کورنۍ ډېر غړي کندهار ته ولېږل. د پاچا دې کړنې د عسکرو او خلکو په روحیه او رویه ډیره بده اغیزه وکړه. لنډه دا چې اماني پاچاهۍ په خپل وخت کې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د امتیازاتو په لرلو سره چې د ده تر قوماندې او رهبرۍ لاندې ترسره کېده، بالاخره د خپلو کړنو او د ملت د عقایدو، دودونو او هیلو په خلاف د عمل له امله نسکوره شوه.

ملا فیض محمد کاتب چې د اماني دربار خطیب و او لیکنې یې د افغانستان په معاصر تاریخي تاریخ کې د یوه معتبر سند په توګه یو شمېر لیکوال یادوی، دی د تذکر الانقلاب په نامه خپل کتاب کې د حبیب الله کلکاني د ظهور په اړه لیکي: هغه پیاده قطعه چې د نمونې قطعې په نوم یادیږي ترکي  افسر جمال پادشا هغه ځوانان چي توانمند او غښتلي وه پکښي را ټولول، حبیب الله کلکانی د خپلو یارانو سره  د مولوي عبدالحي(پنجشري) په مرسته دوشنبې ته ولاړه او د جمال پادشا په عسکرو کي شامل سول او دروس په خلاف جنګېده. ... جمال پادشاه  پدې هیله وه چې افغان حکومت به دی د ترکیې د وایسرای په توګه وګماري، کابل ته را ستون سو. د منګل د خلکو په جګړو کې او د سهيلي لوريو په جګړه کې د دولت په خدمت کې ولاړ، بيا له ټولو يادو شويو سرتېرو سره، چې د لاټري او اجباري نظام برخه وه له هغو سره ولاړ وو. د کوهدامن په کلي کې د دوی کور ته نژدې  حبیب الله کلکانی له دندې ګوښه شو.دا چې هغه د خپلې مېرمنې او د ځان د ژوند د اړتياوو د برابرولو او همدارنګه د انګورو او لرګيو د خرڅولو توان نه درلود، نوکلکانی د کوهدامن د خلکو نور مشهور او رواجي کارونه يې کول، چې له لارې يې د کوهدامن د خلکو د ژوند د اړتياوو پوره کول وو. دوی د غنمو ډوډۍ ته لږ د خوښې په سترګه کتل د بدبختۍ په توګه، دوی مجبور دي چې سړکونه پرې کړي او د خلکو مالونه غلا کړي. او د هغه ځینی کسان لکه سید حسین چاریاری او ملک محسن سراخواجه او داسی نور چی د څلویښتو کسانو د وژلو سبب شول د مسلمانانو د مال او مالک د وژلو لپاره تیار شول. او درې کاله يې د جبل او نصيب او فراز سهل او طلال په غارونو کې تېر کړل، د ذلت او سختۍ ورځې، د غلا او شپې ورځې د وېرې او نااميدۍ او د حکومت د عذاب په وېره کې تېرې کړې. په پېښور کې د حکومت له خوا له نيول کېدو څخه وتښتېد او د چايو په پلورلو(سماوارکولو)  او غلا يې پيل وکړ، تر دې چې د هغه ملګري اعظم چې يو پټ غل وو، د پوليسو له خوا ونيول شو او د انګرېزانو په زندان کې يې واچاوه، له دې وېرې چې ونه نيول شي، له پېښور څخه د ټل په لور روان شو. توت تنګي (د هند له قبایلي سیمو څخه) او هلته یې څو ورځې په فقر کې ژوند وکړ او د مسکنت له سببه  په غلا کولو بوخت شو، وروسته له دې چې په غلا وومشهور سوو هلته یې ژوند کول ګران سو  د وېرې یې کلکان او کوهدامن ته مخه کړه. د نيول کېدو له وېرې يې خپل کور پرېښود، له څو غلو سره چې له ده سره وو، شپه يې له يوه ځايه او ورځ يې بل ځای تېره کړه، ورځ يې په وېره او جنون کې تېره کړه. لوږي د حرام مال د غلا او خوړلو ته مجبور کړه، بیا یې د وينې تويول کمزوري وبلل او ورو ورو يې د کوهدامن او کوهستان له سودګرو (حاکمانو) سره د خلکو په مال کې د برخې په ورکولو دوستي وکړه لږ څه له وېرې په امن او امان کې شو.

 ( هغه پاچا چي سواد یې نه در لود، هغه پاچا چي په غلا متهم سوئ وو، هغه پاچا چي یو شمېر انسانان یې بې مخکمي په قتل ورسول)

سید مسعود پوهنیارد خپل اثر "ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد درافغانستان" ددوهم جلد په ( دال ) صفحه کي داسي لیکي : ژباړه " د اوریدوله مخي حبیب الله کلکانی په قوم صافی وو. پلرنی تاټوبې يې د صافي د غره سیمه  وو. چي د بگرام شرق خواته د پنجشیرد رود پر غاړه واقع دی.

    حبیب الله په وړکتوب کي یتیم سو، نو مور يې د اسدالله سقو سره چي د کلکان وو واده وکړی، حبیب الله د پلندرپه کورکي لوی سو ځکه نو د سقو په زوی وپیژندل سو. " ص   ۵۸۰ 

حاجي غلام رسول د غلام نبي کلکاني زوی دی، چې د ارګ د زندان قومندان و، د کپتان په رتبه یې هم د محمد زی او د محمد نادرشاه د کورنۍ د بندیانو د ساتنې دنده په غاړه درلوده، د سقاوي حکومت شپیته غړي د نادرخان  د نفرو لخوا ونیول سول ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ اعدام شي، خو په زندان کي له بندیانو سره د ده ښه سلوک وو چي  د نادرشاه د کورنۍ د غړو له طرفه یې سفارش او شفاعت وشو او غلام رسول کیپتان له اعدام سزا څخه معاف شو او په ۱۳۰۹ هجري لمریز کال کې له بنده خوشې شو.

  د دغه کیپتان حاجي غلام رسول په وينا، د حبيب الله پلار امين الله او تاجک وو، مور يې د شمالي پښتنو له تره کو څخه وه. فیض محمد کاتب هم د حبیب الله(کلکاني) د پلار نوم امین الله، سید بهادرشاه، محی الدین انس او ​​برهان الدین کشککي بیا  د کلکاني د پلار نوم عبدالرحمن لیکلی دئ. اما سید شاه بخاري څلور پاچاهان په  یو کال کي کتاب کې د حبیب الله (کلکاني) پلار کریم الله لیکلی دئ. د افغانستان د وسله والو قوواوو  په تاریخ کې د حبیب الله (کلکاني) پلار تاجک او مور یې هزاره بللې ده . صديق فرهنګ د حبيب الله(کلکاني)  په وجود کې د هزاره او ازبکو وينې موجوديت ممکن ګڼي.تایمز ژورنال د جنورۍ په ۱۹مه ليکلي چې ځينې  خلګ وايي حبيب الله تاجک دی او ځينې وايي چې پښتون دی.ص ۴۳۹

اوس یې نو څوک سپینه او کره کړی چي کلکانی څوک وو؟(پښتون یا تاجک) او دچا زوی( امین الله، کریم الله او که د عبدالرحمن )؟

امیر حبیب الله خان کلکاني  د خپل ځان له پاره د( رسول الله د دین خادم) لقب خوښ کړی وو.امیر حبیب الله خان(کلکاني)  د کابل د مهمانخانې په باغ کي خپله خط مشې داسي اعلان کړه: ما د پخوا نی حکومت (بې د یني)  او( لاټي ګري) ولیده، د د ین د خدمت لپاره مي ملا وتړل تاسي ته مي د کفر او(لاټي ګرۍ) څخه نجات درکړ.په راتلونکي کي به زه د بیت المال پیسې د ښوونځیو د جوړولو لپاره خرڅي نه کړم بلکي پيسې به و عسکرو او ملایانو ته  تخصیص کړم چي دعاوي وکاندي ښاري او ګمرکي مالیات به واخلم ، تاسي زما رعیت یاست ژوند په خوښي تیر کړئ.

امیر حبیب الله خان کلکاني یو شمېر خلګ بې له محکمې له حکمه اعدام کړه. چي په هغو اعدام سو کي مولوي عبدالواسع کندهاری، سردار علي احمد خان ( چي د افغانستان د استقلال قرار داد یې د انګرېزانو سره لاسلیک کړی وو)عبدالغفور خان تګاوی، حبیب الله خان، عبدالرسول خان، قاري دوست محمد خان او د هغو ملګري په دې اتهام چي دوی غوښتل امیر حبیب الله کلکانی په مسجد کي په قتل ورسوي. همداسي عبدالحمید خان توخي، سردار حیات الله خان، سردار عبدالمجید خان ( د امیر امان الله خان وروڼه) سردار محمد عثمان خان،قاضي محمد اکبر خان، د حربیې د وزارت مخکنی معین حبیب الله خان او قاضي عبدالرحمن خان دا ټوله بیله د محکمې له حکمه څخه اعدام کړه. ص ۵۸۱

ښاغلی غبار صاحب لیکي: د امیرحبیب الله ځینو ملګرو کوښښ درلودی چي د نوموړي حکومت د خلګو د اړتیاوو او د مملکت د ترقۍ لپاره ښه تنظیم او ترتيب پیداکړيد هغو خلګو له جملې څخه دغه اشخاص مشهور دي(شيرجان د دربار وزېر، عطاء الله خان د خارجه چارو وزېر، محمد صدیق خان د پکتیا والي، سر منشي میرزامحمد یوسف خان، عبدالرحمن خان د هرات والي ، عبدالقدېر خان د کندهار والي او خلیل الله خان خلیلي د مزار شریف مستوفي). ص ۵۸۲

 د ۱۹۲۹م کال د جنوري څخه تراکتوبره پوري  یوه لنډه خود طوفانو ډکه مرحله چي په "سقاوي" یادېږي. دا خبره روښانه ده چي د امیرامان الله خان د حکومت تر نړولو وروسته د نهو۹ میاشتو د پاره حبیب الله کلکانی، چي په افغانستان کي د سقاود زوی په نوم مشهوروو، دی پاچا سوی دئ . په تاریخ او د افغانستان د پاچهانوپه لیست کي يې نوم ولیکل سو.

 پدې خبره هم ټول سره سلا دي چي د امان الله خان له طرفه د افغانستان د آزادۍ ږغ، د انگرېزانوڅخه د افغانانو جلاوالي، په سیمه او منطقه، د انگرېزانو ماته وه دا ماته انگرېزانو ته د هېري خبره نه وه، انگرېزانو د نړۍ پدې برخه کي یو مقتدره امپراتوري لرل.

   کله چي امان الله خان خپله کاری تگ لاره او اصلاحی فرمانونه اعلان کړل. لوی دښمن چي ډېر مکار وو د امان الله خان د حکومت د نړیدو په چارو په جدي توگه مصروف سو. هغه زړه خوپخه وسله چي د ډېرو وختو راهیسي زموږ د هیواد د بې لوستو په منځ کي په موږ ساتلی وه او ده. یوواربیا زموږ د هیواد والو سرونه په پرېکړه  زموږ د زده کړو خلاص لنډ فکرو او يو شميرددوی خادمانوته یې دغه  زړه خو رنگ کړې سلاح په لاس ورکړه. په پکتیا، جلال اباد او شمالی کي يې، دامان الله خان د حکومت  مخالف بغاوتونه یې را پیل کړه.

دهربغاوت مشری یوخرڅ سوي افغان کول. انگریزان ددې هر بغاوت شاته کلک ولاړو. انگریزانو د امان الله خان حکومت نړوي، خونه د پښتانه  پلاس. ځکه دامان الله د حکومت ریښی په ولس کي په خاصه پښتنو کي نسبت  ټولو تیروحکموته ټینگي وې. په جلال اباد کي،محمد عالم شنواری، غلام جیلانی چپرهاری،افضل شنواری، محمدنادرخان او شمس المشایخ مجد دي دغه وروستئ شخص او د هغه د کورنۍ غړي د مذهب په پوښ کي انگرېزانو ته خدمت کوي.

   دوی وه چي په پکتیا کي یې د امان الله خان مخالف حرکتونه راشروع کړل چي دوی یوهم بیله خارجي ملاتړه نه وه. د  ټولو  ترشاه انگرېزان ولاړوه. غبارپه۸۱۶ص کي . حبیب الله دسقاو زوی خپل پرتیر سوي حالت او تر پاچهۍ پوري رارسيدل داسي بیان کړی دئ، زه دامان الله خان د حکومت د تعقیب دويری د خپل ماما زامنو سکندر او سمندرته پیښاورته ورغلم. هلته مي په توتگی کي سماوارکوئ. اما په پاړه چنارکي د خپلي غلا او يوولسو مياشتو د بند کیسه ونه کړه. څوچي موقع برابره سول چي افغانستان ته راسم. د راتگ په لاره کي برېکوټ ته ورسيدم. هلته د جمعی ورځ وه. ملا خلگوته دامان الله خان پر ضد د جهاد  بیان کاوه . وروسته ما د ملا صاحب څخه د دوعا غوښتنه وکړه. هغه راته دوعاو کړه، راته وي ويل: پر لاری یوه ونه مخته درځي د هغې بیخ لڅ کړه هرڅه چي دي پیداکړل هغه واخله. کله چي ورسيدم د وني بیخ مي لڅ  کړی، څلورمیله وسله د کارتوسو سره او  زر پاکستانۍ روپي په لاس راغلې. کله چي د لغمان پرلاره   تگاب ته تلم د بل مل سره مخامخ سوم چي د جهاد  د پاره يې تشويق کړم. وختې چي کوهدامن ته راغلم بل ملا ددېن په حکم د امان الله خان د مرگ آمرراکړه.

    څوغلام حیدرخان فرقه مشرد تگاب چي د معین السطنه ماما هم دی،اخندزاده صاحب د تگاب ملا حميدالله مي غواړي او د امان الله د ترورآمرونه راته کوي. هلته په ميمنه کي سيد حسين د امان الله خان ضد فعالیت درلودئ. لیکونکئ : لیکونکو دا خبره باید سپینه نه کړې واي د نوموړي د ماما زامن چي په توتگي کي يې سماوارلاره  دوی څوک وه؟ په هغه وخت کي په توتگي کي سماوارکول په غالب گمان دا خلگ به پښتانه وه نه  شمالې وال.

نوزه ډیرباورلرم چي حبیب الله تاجک نه بلکي پښتون او صا فی به وو دا چي دا سدالله سقاو په کورکي لوی سوی دی دا خبره هم یقیني ده. مگرخلیل الله خلیلي بیا په خپلو یا داشتو کي حبیب الله کلکاني او د هغه وپاچهې ته درسېدلوداستان داسي راوړېدئ دی لیکي :

   ترجمه " حبیب الله یوځوان هلک په کُهدامن کي د کلکان وو. . . حبیب الله په ځواني کي زما دپلارپه مځکو کي چي په حسین کوټ وې کارکوئ، دځوانۍ په مرحله کي عسکري خدمت ته جلب سو. پدغه وخت کي دوه گروپه غله او لاره نیونکي ډېرمشهورسوي وه. حکومت د هغوی د نیولو یا وژلو د پاره انعامونه اېښي وه. یوه ورځ حبیب الله خان کلکانی د کابله وشمالي ته تلې، دوه مشهورغله ورته په لاره کي ودرېدل او دده څخه يې وغوښتل چي خپل توپک هغوی ته ورکړي، حبیب الله هغه د واړه غله ووژل. د منطقي حاکم ددې پرځاي چي حبیب الله ته انعام ورکړې، هغه يې ونیوې او زندان ته يې واچوی. حبیب الله خان د زندانه وتښتیدئ او کوهستان ته ولاړې. د حبیب الله په ژوند کي نوی فصل خلاص سوو. ص ۵۹.

نوټ: خلیلی ددې دوو تنو مشهوروغلونومونه او شهرت نه معرفي کوي، ولي؟، د هغه منطقي د حاکم نوم نه لیکي؟ او بل دی لیکي چي دوه گروپه دغلووه، گروپ یونفرنه وي بلکي گروپ د څونفروجوړیږي، بل څنگه دوه گروپه غله یوځای سول؟ او څنگه یوه نفرد دا دوه گروپونو مشران مړه کړل؟ نودا یوه معما غوندي خبره ده. د حبیب الله کلکاني تلل وپا کستان ته او هلته د سماوارکولو،غلا کولواوبندي گیري بیان نه کوي. بل خلیلي دحبیب الله کلکاني هغه پرکابل د حملې پروخت په او ږه کي زخمي سو، بیا څنگه؟ چيري؟ او چاتداوي کړي؟ دا خبره نه ښوروي. مګر د حبیب الله کلکاني د زخمي کیدو کیسه : د دسامبرپر لسمه د جدي د میاشتي پر اول تاریخ، چي د حبیب الله طرفداری قواوي د بي بي مهرو په تپه کي ځای پر ځای سوې، د ارګ او دوی تر منځ جګړه وه، ارګ مقاومت کاوه، د جدي پر (۳) حبیب الله کلکانی، شیرجان صاحب زاده او محمد کریم صاحب زاده په بالا باغ کي وه، چي د توپ د مرمی یو پرزه د کلکاني پر اوږه ولکېده او زخمي سو. حبیب الله باغ بالا پرېښود هزاره بغل کلي ته ولاړ، سبا حسین کوټ ته ولاړ، هلته د یوه محلي سلماني لخوا په هغه ابتداي وسایلو یې زخم ور پاک او دستمال ور وتړۍ.

   نومي خبره داده چي هرجا سوسي شبکه چي څوک مزد وره وي، لومړي نفرتلۍ، هرکار ته هرنو کرهم نه استوي، د درانه وزن پورته کولوته دغسي زورورلټوي. بیا وایم چي دسقاو په زوی کي دا استعداد و چي پلان هغسي عملي سوچي ډایرېکټرانوغوښتل. ښاغلي فیض محمد خان کاتب چي د سراج التواریخ لیکوال د خپلو یا داشتونو په یوه برخه کي چي په  انگليسي ژبه ترجمعه سوي دي دامیرحبیب الله یا دسقاوو د زوی د ناروا کړنوپه باب ډېري تفصیلي خبري کړي دي .

چي زه يې د لته ټولي نسم رانقل کولاې. یو لږ یا دول يې لازم دي په دې چي په دې ورستیو کي یو شميرد نوموړي خیرغِوښتونکي د نوموړي په وصف ترحد ډېر مخته ځي. نوموړي د عیاراو کاکا په نومونو یادوي چي د انصاف لیري کار دئ  دی دعیار، کاکا او پایلوچ د نومونو سپکاوی کوي . دعیار توب صفتونه ډیر دي چي عمده يې دادي:

او ل:  عیارپاک نفسه (د ناموس ساتونکی وي) په فارسي ژبه کي ورته با ناموسه وايې.

د ووهم : د قتل يا وژنومخالف باید وي. میراث يې یوازي نیک نوم وي،نه پیسې او مقام .

درېیم:  عیارباید په ځان ټینگ، معلوم او ا زمایل سوې وي.

   ددې درو څخه چي یو ایسته سي او يا مرعات نه سي او يا ددې درو واړو خیال ونه ساتلاي سي هغه ته د عیار نوم او لقب ورکول جفاده. حبیب الله سقاوو به په غلا ووکي ښه وو، جنگي به وو، مگرد فیض محمد کاتب هزاره په حواله پربا ناموس توب او نه وژنکي توب يې شک لرم. دی خپله، ورور حميدالله يې،  ملگری سيد حسين ته چي لومړئ يې د سلطنت وکيل او دوهم يې د دفاع وزیر وو. دهیڅ چا او هیڅ قانون تر حکم لاندي نه وه، هیڅ قانون ته يې اطاعت نه لاره عیاران نه سو گڼلای.

خلیلي د خپلویا داښتونو په ۷۶صفحه کي لیکي چي د حبیب الله کلکاني په وخت کي. ترجمه "حالات دونه خراب سول چي ځیني وختونه د یوې موضوع د پاره دوه درې فرمانونه لیکل کیدل. یو د طرف د ملک محسن، بل خوا ته سید حسین او بل د طرفه د حبیب الله، سره د ډېرو کوښښونو يې ونسوای کولای او ضاع تر کنترول لاندي راولي". خلیلي الله خلیلي د حبیب الله کلکاني منشي وو.

   یوه بله خبره چي ما هم د خلگواو ریدلې وه، هغه د شمال لخوا پر بلخ باندي حمله چي غلا نبې چرخي رهبري کول، دامان الله خان د پاره جنگیدل د شوروي لخوا ورسره مرسته کیده. خلگ وايې چي دسقاو زوی د شوروي سفير راوغوښتئ د شوروي سفير ته يې اخطار ورکړ چي که ستاسي لخوا مداخله قطعه نسي زه تاسي وژنم او د شوروي سره د جنگ اعلان کوم . دا خبرد رست نه وه، خلیلي چي په مجلس کي حاضرو، وروسته تراوږدو خبرو داسي لیکي :

ترجمه "پدې وخت کي عطأالحق هغه اسناد چي دغلام نبي خان امضأ هم پکښې وه زما څخه واخیستل. دروس نماینده ته یې ورکړه او ترجمان ته يې آمر وکړ چي دغه اسناد په روسي ژبه ترجمه کړي ولوله. دروس نماینده د اسنادو تراورېدو وروسته وویل: زه خپل حکومت ته معلومات استوم او تاسي ته جواب وایم". ۹۳صفحه. اول د شوروي سفير هغه وخت په کابل کي موجود نه وو، بل چا اخطار یا تهدېد کړئ نه دی، بل جبیب الله کلکاني دروس له نماینده سره لېدلې هم نه دي.

نوبیرته خپلي خبري ته را گرځو چي ډېر له دوی په خاص ډول دغه پورته ذکرسوي د وه نفره علاوه پرانجونو هلکان هم د عیاشي د پاره ساتل. خلگ يې څلور پلې کول، په دارځړول، غرغړه کول. عیاران یوه پخه خبره لري. وايې حریف به د لاسه نه ورکوي. یعني وژل د عیاري په قا نون کي ځای نه لري. یا وايې بی غیرته سړی حریف وژني. نو په دې ځای کي حبیب الله د سقاو زوی عیارنه وو .

وايې کله چي نوموړي د حاکميت واگي واخیستلي د  ټولو هغو انجونو نومونه يې پیداکړل چي د امان الله خان د حکومت پر مهال ښوونځی ته تلې. آمر يې وکړې چي ښوونځی ته تلونکي نجوني باید د کوهستان او کوهدامن د سړو ماندينې سي بیله کوم شرطه. دا يې بل د بېغیرتي نښه وه چي د عیارنوم ورکول ده ته د عیارد نوم سپکاوی گڼم. سره له دې چي حبیب الله سقاوو د نسب له مخي صا فی، مگرد پښتونه زده کړه يې د پښتنو سر سخت تعصب لاره، د همدې تعصب د مخي يې د بیچاره کوچیانو د ولس زره کورنۍ چي تیت او پاشان يې خپلي کډي کولې او هزاره جات ته تللې راو گرځولي، د ميلیونهاو روپو په ارزښت مالو نه يې ځیني ضبط کړل .

د شرعي فتواوو د ورکړي د پاردهغه کورنۍ نماینده د ځان سره لري چي د خپلي گټي په منظور د تاریخ په او ږد وکي شریعت پلورلی دی لکه حضرت گل اقامجددي. نو پس د سقأوزوی عیار نه وو. خبره داده چي موږ يې بیا په هغه زړه سلاح په هغه ډول چي څوځله موغاړی په پری سوې وي، په ۱۳۵۸هجری کي بیا غاړی را پرې کړې. څه ښه يې ويلی وه "که يې یوځل خطا ایستی د هغه دي کوروران سي چي ته يې خطا ایستي يې او که يې د وهم ځل هم خطا ایستي نوستا دي کور وران سي".

زموږ افغانانو دا شپږم ځل دئ چي په هغه یوډول موخطا باسي. یو ځل ددوی یعني لوی دښمن لخوا او ا ز جگ سي چی اسلام په خطرکيدي، الله اکبر، محمد ص دي شفاعت نه کوي پر ور منډه کړی. ولس پر ور وځغلوی دوی شاته پټ سي، ولسونه مري دوی پیسي او دارايې گاني پتوي، زموږاولادونه مري ددوی او لادونه په خارج کي درسونه وايې، ساعتیري کوي. ایا همدغسي نه وه؟ د د غو ټولو  په خاصه توگه دا وسني وخت د جها دي رهبرانو کوم یوه زوی حتی لورد زده کړو پاته سول. اوس هریو د سروزرو پېشوگانې څه چي د سروزروسپي، فیلان او زمري په کورونو کي لري. لايې موږ ولی د تاریخ څخه نه زده کوو.

 

 

 

 

پخوانی برخی

 


بالا
 
بازگشت