عبدالقیوم

 

محبس او قفس

څنګه سردار محمد داؤد خان د کورنۍ د غړو سره یو ځای ووژل سول؟

ولي د ثور د میاشتي پر(۷) نیټه نظامي پاڅون وسس؟

دا هغه پوښتني دي چي د بیلو نظریاتو لرونکو یې په باب بیل بیل تحلیلونه کړیدي، هر څوک د خپل تحلیل تر شا کلک ولاړ دئ د ولس د ملاتړ یادونه کوي.  تاسو زما په تېره لیکنه کښي د نظامي پاڅون عواملوته یو لنډ نظر ولوستۍ که څوک غواړي پوهه سي د غو سوالونو ته دي جوابونه پیدا کړي. ۱: کوم عوامل وو چي سردار محمد داؤد خان یې دې ته و هڅاوه څو د خپلي کورنۍ په خلاف نظامي کودتاه وکړي؟ ایا په شخصي توګه د پاچا له لوري د ده ژوند ته  کومه خطر متوجې وو؟ چي ده کودتاه وکړه؟. ۲: دغه کودتاه د پاچا سره په توافق کي سرته ورسېده، که د شاهۍ کورنۍ په بې خبري، نه موافقې اوپټه سرته ورسېده؟. ۳: د سرطان د ۲۶ نېټې کودتاه د چا (کومو افسرانو) په مټ کامیابه سول؟.

  د کود تاه پواسط  و واک ته  درسېدودود، د افغانستان په فوځ کښي د سیاسي فعالیت  او لاس وهنودود سردار محمد داؤد خان کښېښود. په پردي مټ اسا نه واک لاسته را وړل، د توري او توپک په زور په ولس باندي ځان منل، له مشکلاتو خالي نه وي. که د سردار محمد داؤد خان د پاچاه په وړاندي ودرېدئ دغسي حفیظ الله امین د سردار محمد داؤد خان په وړاندي، بیا حفیظ الله امین د نور محمد تره کي په وړاندي کودتاه وکړه. د حفظ الله امین په وړاندي روسانو کودتاه وکړه. د دغه بد عمل(کودتاه) نتیجه داسول چي سردار محمد داؤد د کورنۍ او یو شمېر نورو افغانانو سره، نورمحمد تره کی د خپل ګوند او یوشمېر ګوندیانو سره، حفیظ الله امین د زوی، ورور، زوم(وراره) یوشمېر د اردو د افسرانو او سیاسیونو سره سرونه پکښي وبایلل. نه د سردار محمد داؤد خان پر مینه او نه د خلقي ګوند پر مینه داسي څه پاته سول چي ورباندي حساب دي وسي. که چېري دا بهتر وي چي  ټول ولس باید خپل فکرونه او ژوند د یو کس تر مقام او چوکۍ قربان کړی، ممکن د ډار له امله چوپ تیا به سمدستي سمه  ښکاري خو د داشان واک دوام یا غزول ممکن نه دي. سوالونه پیداکېږي : دغسي واکداران څه شي او څوک دي؟ بر تري یې پر ولس څه ده؟ چي دوی خلګ بندي کوې او وژنې، داحق دوی ته له کومه راغلی وو. نو زه وایم  هغه انسانان چي و وژل سول، چا پر وژړل؟ د کورنیو سره  یې کومه مرسته چا وکړه؟ پس هر انسان هر افغان د ژوند کولو حق لري، هیڅوک د چا څخه د ژوند اخیستلو حق نه لري، هیڅوک خپل ځان مرگ ته هم نه ورکوي، د بشري قانون او اسلامي قانون(قرآن م) له مخي انسان او حیوان دواړه له مرگ څخه د ځان د خلاصون تلاښ وکړي. زورهغه یو زوردی، په کوم الهۍ او بشرې قانون کي څوک ښولاي سې چي ته زور کارولای سې او زه یې داستعمال حق  نه لرم؟ د زورجواب خپله زوردی. بل په رضا مرگ ته تسلیميدل خوځان وژنه ده. او ځان وژنه انتحاردی چي په اسلام کي انتحار ناروا عمل بلل سوی دئ، او د انتحاري ځای ابدي دوزخ دئ.

    قانون دادئ هرڅوک چي تا وژنی، خدای (ج) او رسول ص تاسي نه یاست د هغه له مرگه منع کړي. بیا چي هیڅ د خلاصون بله لاره هم نه وي. نو څو زوردي رسي باید هغه(د ښمن) ترځان مخته کړې. په هرصورت  را به سو دې ته چي ښاغلې صدیق الله روهي  د خپل اثرادبې څیړنې په ۳۶۵ صفحه کي څه لیکې: "د۱۳۵۲کال په چنگاښ کي د محمد داؤد د کودتا له امله د سلطنتي نظام شکل بدل سو او د جمهورریت نوم ورکړل سو".لږ وروسته په بله صفحه کي ".. .. په دې دوره کي د مطبوعاتي سخت سانسوراواختناق له امله مجلې تیوریکي موضوعات نه شوه خپرولې". نوراسې گز پرکښیږدی.

   سردارکبیرجان سراج د سردار محمد داؤد خان د کړڼو،ځان غوښتنو په باب داسي یو لنډ بیان کوي. هغه داسي لیکي:"تقریباُ څلورنیم کاله د سردار محمد داؤد خان  د جمهوریت تیرسوي وه. چي د فعتاً مو درادیو د نشراتو له لاري دعبداللیلا د تقررهغه هم  درئېس جمهور د مرستیال په حیث واورېدل. ددې خبر تر نشروروسته د ستي سردارسلطان محمود غازي چي رئیس د توریزم او ملکي هوائې وو،خپله استعفا په لیکلې او رسمي ټوگه  سردار محمد داؤد خان ته واستول. ورپسې سردارمحمدنعیم خان د سردار محمد داؤد خان مششر ورور د خپل کور سامانونه د طرا بازخان په څلورلاري کي په یوه دوکان کي د خرڅلاو لپاره کښيښول. کله چي دا خبر وسردار محمد داؤد خان ته ورسېدئ، ژر یې خپل وروراو خپل زامن کور ته وغوښتل. د لته محمدنعیم خان و سردار محمد داؤد خان ته وويل:

"  وروره! تر اوسه خو ما او تا تصميمونه په گډه نیول، مګر دا وروستی تصميم دي زما له مشورې به غیرنیولي دئ، یعني دعبداللیلا مقرري. نو په دې منظورمي تصیم ونيوې چي له خپلو ورېرو سره یوځای افغانستان ترک کړم. " وروسته تر څه گیلو او گذارو فیصله پردې سول چي دوی په کابل کي پاته سي. خو په دغه شپه ويس د داؤد خان نازولي زوی پرخپل پلارانتقاد وکئ ورته وئې ويل:

پلارجانه! تا ډ ېرعمر ژوند وکړی، نایب الحکمه، وزیر، صدراعظم او بلاخیره رئیس جمهورسوې. ليکن موږ بیچاره گانو چي تازه مکتب خلاص کړی دی، او او لادونه هم لروغواړو ژوندوکړو، موږته هم اِجازه راکړه چي خارج ته ولاړسو، ستاڅخه پيسې نه غواړو. خپله زحمت کاږو او خپل ژوند مخته وړو. سردار محمد داؤد خان  ډېر په قهر سو آمرئې وکړی چي د کورنۍ ټول غړي به په هفته کي یوځل د جمعې په شپه زما په کورکي راټولېږي. خو د انتقاد او پر سياسي مو ضوعاتو د بحث حق څوک نلري ".

   د یکتاتور نولکۍ لري په کور کي هم د یکتاتورسو. ويس د پلارددې ډول خبروڅخه ډېرخفه وو، تردې بحث وروسته یې ما ته وويل :"چي زه او ته (ویس او کبیرسراج ) باید ژرژر سره ووينو ځکه زما عمر ډېرلنډ دی. زما ملگري ویس جان وماته دغه جریان ووایه. ما تعجب وکړې او ورته ومي ويل ستا پلارد مملکت رئیس جمهوردی، په دې قدرت چي لري یې څوک هغه او د هغه کورنۍ له منځه وړلای سي؟ پلاردي سمبال پوځ لري او يو تعداد ځوانان پر راگرځيدلي دی، حکومت پر وضعه مسلط دی. ويس د خندا په ډول وويل! د پلارټول دوستان مي د هغه دښمنان دي، پلارمي یو دواوري زمری دی چي له د ننه څخه ويلې سوي دي. او علاوه یې کړل پلارمي هرځل وائې چي زه وړونکې یم، خوکه وړونکي نه سم هیڅ یو زما د فاميل دي دا ارزو نه کوي چي ژوندی به پاته سي. او که پاته سي ډېري پستۍ او خوارۍ به ويني".

  لیکونکئ: سردارمحمد داؤد خان ته خپلي کړني، د خپلي کورنۍ کړني له ولس سره جفاوي ښه معلومي وې، او ځان يې د ولس په هنداره کي ډېر بدرنگ لېدی، د ولس له قهره سخت بېرېدی، چي خپلي کورنۍ ته داسي واي :"هیڅ یو زما د فامیل دي دا ارزو نه کوي چي ژوندي به پاته سي، او که پاته سي ډیري پستۍ او خوارۍ به ویني".

   ځان خوڅه چي کورنۍ يې هم پدي باوري کړي وه چي د پاچهۍ ترچپه کیدو وروسته زموږد کورنۍ د ظالمانه اعمالو په خاطرتاسي ته نور په دې هیواد او خلگو کي ځای نسته، د سردارکبیرسراج او ویس د خبروڅخه سړی پوهیدای سي چي سردارمحمد داؤد خان  د خپلۍ شاهي کورنۍ په منځ کي پردې پلان خبري کړي وي، چي څوک او په کوم شمېرخلگ نسي او په څه شمېر وژني، او د ناکامۍ په صورت کي یې د خپلۍ کورنۍ دوژلو او د منځه وړلو خبره هم په د یکتاتورانه شکل منلۍ وه. ځکه ویس ځوان او ترخپل پلار هوښیار وو ددې خطرناکي لوبي په انجام او حتمي ناکامې پوهیدی، او د خپل پلارناکامي یې احساس کول.

   خوسردارداود خان د خپلو او لادو نظرته هم اهمیت نه ورکاوه، ځکه ویس وسردارکبیرسراج ته وائې چي :زما ژوند ډېر لنډ دی. ولي یو زمامدارداسي فکرکوي چي ترده وروسته به دده د کورنۍ سره د ولس لخوا داسي بد چلند کیږي، که زمامدار په خپله زمامداري کي د ولس سر، مال او ناموس ته په درنه سترگه کتلي وي، او خلگو ته يې خدمت کړي وي بیا نو ولي دولسه دونه نا امیده سي، چي تر ناکامېدو وروسته به يې د کورنۍ سره ناوړه چلند کیږي؟.

    سردار محمد داؤد خان دا خبره و خپلي کورنۍ ته د ثور تر نظامي پاڅون څخه دوي میاشتي مخکي کوي سردارکبیرسراج لیکي: "د پنجشنبې ورځ چي د کمونيستي کودتاه ورځ وه. ما دآ مريکا له سفیر سره دتینس مسابقه لرل. نظام الدین غازي چي زمانژدې ملگري وو هميشه مو يوځای دتینس لوبه سره کول. هغه ماته تلیفون وکړئ چي نن کور ته درځم دغرمي ډوډي درسره خورم د هغه ځایه به دتینس دلوبې لپاره د آمريکا سفارت ته ولاړ سو. ما پر ۱۲ بجو کورته ځان راورساوه، او نظام الدین غازي ته انتظارباسم. دادئ د داؤد خان له کوره تلیفون راغلي چي  د سردار محمد داؤد خان پیاده کریم خان (ملازم یاچپراسي) راته وويل رهبر( داؤد خان) امر کوي چي نظام الدین غازي عاجل ارگ ته را واستووه. ما په جواب کي ورته وويل چي نظام الدین غازي تر اوسه زما کورته نه دی را رسيدلۍ. ما ته یې ويلي وه چي پر پښو درځم، شاید په لاره کي وي. موتر پسي واستوی، لاکين زما  انتظار ترنن ورځي بې گټي دی. داسي معلومه سول چي د داؤد خان موتر نظام الدین دلاري وړې وي. " نظام الدین غازي د داؤد خان د کاکا زوی او زوم وو. په آینه افغان مجله کي دابیان واضح راغلی دئ.

   سره له ډېرو لیکنو، شننو، د ښاغلې سیاسنگ د تحقیقاتو او کوښښونو او د عظم سیستاني صاحب د بې ځایه زحمتونو بیاهم واقیعات لابل ډول دي. تر  ټولو  ډېر د شمرم خبره خولا داده چي په یوه کتاب کي قاتل او مقتول دواړو ته د شهید نوم ورکول سوې وي د مثال په توگه (سردارمحمد داؤد خان او محمدهاشم میوندوال، د وخت لوی درستیز خان محمد خان) او ډېر نورو ته. دټبر په خټو کي بند قلم وال او یا د مادي شتو او امتیاز دلاسته راوړلو په منظور په جفأ سره دغه عملونه کړیدي. دوی ته په احترام، د داؤد خان دوژولو او د هغه د کورنۍ د وژل کیدو بیان  بیا پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په خپل اثر" د ثورکودتا او د هغي ژوري پایلې" چي په ۲۰۱۰م کال یا۱۳۸۹هجري کي له چاپه راوتې دی په ۷۵صفحه کې د داؤد خان او د هغه د کورنۍ د وژولو داستان خلاف د  ټولو  ادعاگانو داسی راوړي:

" د یوه بل راوي په حواله، چي نه غواړي نوم یې واخستل شې، ښځي او ماشومان په اصلي کوټه کې او نارېنه د ناستي په کوټه یاهال کې وو. پریکړه شوې وه، چي هیڅوک به ژوندی نه تسليمیږي. ددغې فیصلې له مخې ویس د محمد داؤد زوی د سهار په مهال د ښځو کوټې ته ننوت، په کلاشنکوف سره یې اول په خپلي ښځي، بیا په خپلوماشومانو، مور او نورو ډزې وکړې او په اخرکې یې خپل ځان وواژه. شنکۍ، د محمد داؤد لورهم ځان په خپله وواژه ". غوث الدین فایق هم دغي تراژدی ته په لنډ ډول دغسي اشاره کړې ده لکه کاکړصاحب چي لیکلې ده. لیکونکی: دا خبره چي  د ټولو نورمو خلاف سردار محمد داؤد خان پر پیام ور وړڼکي (امام الدین خان) باندي ډزي کوي، امام الدین خان زخمي کېږي، د هغه شاته د ولاړو (باډۍ ګار ډان)  وظیفه همداده چي مخته (مقابل) کي یې ولاړ دښمن باید له پښو و غورځوي او د خپل قوماندان ژغورنه وکړي.

   لیکونکئ: داتصميم چاه نیولۍ وو؟ دا ښځي او ماشومان چاووژل؟. او دا چي کاکړ صاحب دراوې نوم نه اخلې حتمي نژدې کس دا خبره کړیده، د سردار کبیرجان، خبره، خپله داؤد خان دزوی ویس جان خبره دغوث الدین فائق خبره پس  ټولي خبري واضح، رښتیا او واقعیت ته نژدې ښکاري.

   کله چي د تیروشاه هانو، اميرانواوواکدارانو کړو ته په ښه ډول وکتل سي، نوزه په دې عقیده سم چي د۱۳۵۷ هجري شمسي کال د ثور د میاشتې پر ۷ نیټه د نظامي خلقي افسرانو قاطع عمل او د هغوکړنې د داؤد خان او د داؤد خان ديارانو په وړاندي یو د مجبوریت، د مرگ او ژوند دلاري په انتخاب سره درست لاره یې ونيول او معقول عمل وو. د سردار محمد داؤد خان د پېژندني وروستۍ برخه. مخته به ځو********

 

 

++++++++++

 

ولي او څنګه د سردار محمد داؤد خان او دهغه د حکومت په خلاف نظامي پاڅون  وسو؟

  له سردا محمد داؤد خان څخه دواړه سیاستونه (بهرنی او کورنی) خراب سول. شورویانو چي نسبت هر بل پردي هیواد ته په افغانستان کښي ډېره سرماید ګذازي کړې وه، سردار محمد داؤد خان په خپلو اوتو بوتو هغه اړیکي خرابي  کړې، بیانو شورویانو تلاښ کاوه خپل نژدې کس (ببرک کارمل) په افغانستان کښي د سردار محمد داؤد خان ځای ناستۍ کړي. خو په تنهاي ددې پروسې تکملونه ورته  مشکله وه، سردار محمد داؤد خان ته په نابلده لاره  کي د امریکا د سفیر تشي وعدې او ډاډ ګېرني وي چي سردار محمد داؤد خان یې ښه لیونی کړه، د سفېر تر وعدې  ورکړي وروسته سردار داؤد خان په هغه شپه خپل کورني مجلس ته چي ټول غړي یې حاضر وو د خپل پلان د بریالیتوب یاد دونه کوي خپلي کورنۍ ته واي : " زه  په خپل پلان کي بریالې یم ". اوس نو یوې خوا ته سردارمحمد داؤد خان د خپلي مړې، مستي او بیکاره کابینې سره په هوا کي د خوښئ توري وهي. هغه چي واي"پهلوان زنده خوش است" دا کورنۍ خبري د سردار محمد داؤد خان ګران زوی ویس جان سردار کبیر سراج ته  وکړې، سردار کبېرجان لیکني چي ما ویس جانه ته ډاډ ګېرنه ورکول، بیا هم ویس جان  راته وویل: "پلارمي د واوري زمری دئ، خومنځ یې ويلي سوئ او پررا ټول یې ټول د ښمنان دي هر یو ورته وائې رهبرهم داسي وي دهرغیري لازمي عمل تائید ئې کوي."

   سردارمحمد داؤد خان هوښیاردوست او مشاور نه درلود، یا داچي  سردار محمد داؤد خان د چا خبره نه منل. کوم کسان چي یې اوس پر قبراوښکي تويه وي داهغه غوړمالان، مفت خوره او یا د هغوی د کورنۍ پاته شوني دي، دوی فکرکوي ولس تر اوسه نه پوهېږي. پروخت  د کار دوی د پیل په غوږ کي بیده وه، هغه وخت شوروي، امریکا  او جهان حالات څارل. سردار محمد داؤد خان او ساده یارانو یې د خلق ددموکراتیک ګوند د نابودی پلانونه جوړول. شورویانو، امریکا یانو دې اورته پکی واهه.

   د سردار محمد داؤد خان جمهوریت چي ډېر ملي شخصیتونه ، د اسلامي خوځښت ځوانان وخوړل او هضم یې کړه. دا ځل غواړي سخت هډ هم تیرکړي. د پښتو ژبي نه زده کړي ورته دا تاوان واړاوه. که نه په پښتوکي مشهورمتل سته چي وائې :"سپي چي هډوکي خورې خپلي شاه ته هم گوري" بل ځای وائې چي "د گیډر وجنگ ته باېد د یوه زمري په شان تیاري ونيول سي" نو کله چي دزمري سره جکړه وي باېد څونه تیاري نیول سوئ وای؟. د شورویانو، امریکا یانو، کارمل او سردارمحمد داؤد خان بې باکانه ، نا اگاهانه، د بې وخته حرکت څخه راپیدا سوئ زخم دی چي تر دا اوسه یې وينه نه درېږي که هغه وخت  سردار محمد داؤد خان په سړو اعصابو، معقول  اوسنجیده فکرکړی واې، طبعي چي اوس به دا حالت نه وای. دا ځکه چي خلقیانو د سردار محمد داؤد خان د جمهوریت  نه دا چي د چپه کېدو پلان یې نه لاره بلکي له چپه کېدو یې ساتۍ.

زما د خبرو په تائيد  سره د پرچم د رهبری د غړي عبدالقدوس غور بندي د لیکونو څخه هم داسي معلوميږی چي د ميراکبر خیبر په ترور کي به حتمي د ببرک کارمل  لاس، رضایت او موافقه وو. او د وروستیو انکشافاتو څخه هم داسي نتیجه سړی اخیستلاي سي. چي د پرچم د رهبري د یوه برجسته غړئ ميراکبر خیبر او په ګوند کښي د ببرک کارمل سرسخت سيال په خټه پښتون، په ترور کي به د کارمل او خپله د سردارمحمد داؤد خان لاس داخل وي. خود به پلان روسي وو، په ورستیو کلونو کښي د سلیمان لائق وینا وي هم دا ثابتوي چي د میر اکبر خیبر په ترور کي د ببرک کارمل رضایت وو. بیا د خیبرمړی د کارمل د غوښتني له مخي د ګوند لخوا په ښه درنو مراسيمو سره خاوروته سپارل کیږي. بل له دې خبري څخه هم سړی پوهیدای سي او باور یې ټنگیږي چي د خیبر په ترور کي به حتمي شوروي د خیل وي. ولۍ د خیبر د ترور دوسيه تعقیب نه سول. سردارمحمد داؤد، نورمحمدتره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او داکټرنجیب الله  تر هغوی را وروسته نور( توپک سالاران، تالبان، غرب واک ته رسولي کرزی او اشرف غني) دوی ټول چپ پاته سول. د دې لوی اور د را پیل معلومولو دڅېړني مسله حکومتونو د مسؤلینو په حیث ونه کړه. کله ناکله د سیاسي گټی پربنیاد دا مرگ یا ترورغندل کیږي. د سلطان علی کشتمند د خبرو په اساس کارمل ترهربل چا ډېروژړل. څه ښه وائې: هم مي ووژني په خپله، هم پر ماباندي ژړاکاه، څه ښه یاردی ښه یې مینه، وژل هسي شبخون هسي.

   لنډه یې دا چي د مېر اکبر خیبر د جنازي ښخیدو په مراسېمو کي یو شمېر خلګو خبري وکړې، د ملامتیا گوته حکومت ته نیول کېده، دا طبعی او عادي خبره وه، د قاتلینو د نیولو او په جزارسولوغوښتنه، په وينا وو کي کېږي. ایا دا کُفرو سوو چي د قبر پرسرخبري وسوې، یعني په یوه ملک کي چي پرخپل مړي ژړل کُفروبلل سي هغه به نو څنگه ملک وي؟  د جنازي په مراسيموکي دزیاتو خلگو برخه اخیستنې د سردار محمد داؤد خان، دامریکا د سفیر او د شوروي د سفیرټولو اندامونه ور ولړزول. ځکه مخکي دوی هیڅ داسي فکرنه کاوه چي دا ګوند دي په هیواد کښي دونه ریښې ځغلولي وي. سردارداؤد خان په هغه شپه  د (خلق ددمکراتیک ګوند)  د مشرتابه دغړو د بندي کولو مؤافقه دآمريکا له سفیر څخه اخېستې وه، بیا  یې  بې تدبيره او په عاجله د خپلو بیکاره مشاورینو سره دا فیصله وکړل، چي د خلق ددمکراتیک ګوند د نیولو او له منځه وړلو دپاره دغه د جنازې مراسیم او خبري یوه ښه بهانه او تهمت کیدای سي، راځي دغه د خلق د موکراتیک ګوند غړي هم د نورو په شان ونسو او ورک  یې کړو. دې کورنۍ ته د خلگو ورکيده کوم مشکل کارنه وو، دې کورنۍ هیڅکله هم انسان ته د انسان په سترگه نه وه کتلي. خو داځل دا خواړه هغسي نرم نه وه. هغه وو چي سردارداود خان خپلو امنیتی ادارو ته آمرکوي، چي د خلق ددموکراتیک جریان درهبری اعضاوي، کوم چي د حکومت پټ نه وه ټول گرفتار کړي. هم داسي یې وکړل.

درهبرۍ ټول غړي يې لانیولې یا بندي کړي نه وه چي په را دیوکي یې د ملي خائینینو په نوم بیله دې چي خپل قانون ته پام وکړي، یا د اساسي قانون خیال وساتي او یا جُرم ثابت کړي، یا محکمي حکم کړې وي  هغوی یې د ملي خائنینو په نوم اعلان کړه. دې  کورنۍ هیڅ وخت د قوانینو خیال نه دی ساتلی او نه ورسره ناستو د کابیني غړو، خپلوانو او د کورنۍ  نورو غړو يې همدا  ورته ونه ويل چي دا ستاعمل ستا دنأفذه قانون خلاف ورزی ده. بیله مشهود جُرمه، بیله د محکمي له اجازې د یوچا یا څو کسانو بندي کول د محکمي ترحکم او فیصلې مخکي وخلگوته د خائین د لفظ استعمال جأیزنه دي. د خلق د موکراتیک ګوند ټول اعضأ وي سردارمحمد داؤد خان جبراً د یوه داسي تحميلی جگړی سره مخامخ کړه، چي هیڅ د خلاصون او یا د کندهار د خلګو په اصطلاح د میږي لاره یې ورته پری نښوول بیله  مرګ یا مقاومت او پاڅون څخه. نور بیا*****************

 

'

++++

 

سردار محمد داؤد خان او سیاست یې

ویې لولۍ قضاوت وکړئ

     هر لیکوال حق لري د تېر تاریخ په باب لیکنه وکړي، حقیقتونه او واقعیتونه ولیکني، مګر په لیکنه کښي داسي ادعا کول چي ټول ملت همداسي فکر کوي لکه ما چي لیکلي دي دا به زیاتوب وي. اول دا چي په افغانستان کي هیڅ کله، هیڅ سلطنت، امارت او یا هم جمهوریت د ولس په خوښه واک ته نه دئ رسېدلۍ. بلې سردار محمد دا،ؤد خان به نسبت تېرو دولتونو ته ګټور کار کړي وي، مګر دا هم نسو جېرولای چي سردار محمد داؤد خان په هیواد کښي د د مکراسۍ سرسخت مخالف، ځان غوښتونکي او وژنکۍ هم وو. بلې هر دولت حق لري خپل هغه مخالفین له منځه یو سي، چي د دولت په خلاف وسله کاروي. د سردار محمد داؤد خان هڅه داوه چي د جمهوریت پر چوکی د نورو کلونو پاته کېدو له پاره  ولسونه وعولوي او یوه لاره هواره کړي، نو د خپلي خوښي له خلګو څخه یې د یوې جرګې جوړولو ته زړه ښه کړه، په جرګه کښي د پوهه کړل  سوو غړو لخوا یادونه وسول، چي دا لوی مسؤلیت(د ریاست جمهورۍ) دي خپله سردار محمد داؤد خان پر غاړه واخلي، سردارداؤد خان د جرگي غړو ته وویل زه دغه د جمهوري ریاست مسؤلیت هغه وخت قبلوم چي تاسي زما شرطون ومنی....... خبره یې واضح نه کړه  چي کوم شرطونه یې لرل... په مجلس کي پوه کړه سوو ډوډۍ خورو سړو د سردار داؤد خان  خبره پرې کړه، نارې یې کړې ستا هرشرط منو صاحبه. بس خبره خلاصه سول، څه چي سردار محمد داؤد خان غوښتل هغه وسول؟ اصولو د جرګې خو دا دي چي  کله جرګه کښېني مخکنی د دولت مشرله مقامه (ریاست جمهورۍ) خپله استعفأ وړاندي کړې، بیا جرګه والو تصمیم نیسي څوک د ریاست جمهوری له پاره ځان کاندید کوي.

سردارداؤد خان  چي د جرګې له کاره را فارغ سو، ولس ته یې اول تحفه دا وه چي د جزأقانون یې نافذ افغانان یې  له سياسي فعالیتونو څخه منعه او بې برخي کړه. د هیواد هر څه یې د خپلۍ شاهي کورنۍ او پلارميراث و بلۍ. سره ددي  ټولو  کمبودیو او نيمگړتیاوو چي د سردارمحمد داؤد خان  او جمهوریت یې لرله، بیا هم د افغانستان د خلق د موکراتیک گوند د سردار محمد داؤد خان جمهوریت د ظاهرخان  تر پاچهۍ (سلطنت) ښه باله، دا هیله یې لرل چي سردار محمد داؤد خان به متوجې سي، په خپله لمړۍ وینا (خطاب به مردوم) به عمل وکړي. په همدې وجه د خلق د دمکراتیک ګوند مشرتابه د داؤد خان د حکومت مخالف عمل نه کاوه او نه ئي دکوم  عمل ثبوت څوک ښولای سي.

 بلې: په پوځ (اردو)کي د نظامي سازمان جوړېدل هم د خلق ددموکراتیک ګوند لخوا عیني او فوري کارنه وو، بلکي هغه د سردارمحمد داؤد خان ترحاکمیت مخکي خبره ده. خو د سردارمحمد داؤد خان د حکومت په لیوني مرحله کي دغه د خلق ددموکراتیک ګوند د نظامي کمیټۍ مشري اوتنظیم چاري حفیظ الله امین ته وسپارل سوې، خلقي رهبرۍ ته ثابت سول چي سردارمحمد داؤد خان په رښتیا د دې له پاره بډي را وهلي دي چي په هیواد کښي مترقي شخصیتونه او مترقي سازمانونه یو په بل پسي له منځه یوسي او وطن یو ځل بیا د تېرو مستبدو شاهانو په شان له مړوخالي کړي.

   د لته په هیواد کي ډېرو هغو راست گرا گروپونو چي لا د مخه د پا کستان د(اې، ايس، ای ) مستقیم ملاتړ یې له ځان سره لاره هغوی ډېرځل د هیواد په بیلو بیلو برخوکي د بغاوتونو په نوم ښورښونه او مسلحانه حملې وکړې. دوی د نظامي بدلونونو کودتا گانو هڅي کولې، د سردار محمد داؤد  حکومت  د دې توطیو خبرونه  په راډیو او اخبارونو کي نشرول،حکومت یو شمېر خلګ پدې تور نیول او وژل. نو د افغانستان د خلق د موکراتیک گوندهم د ځان څخه د د فاع  کولو په منظور خپل نظامي سازمان ته ډیره توجه وکړه. که څه هم چي په هیواد کښي سردارمحمد داؤد خان د خلق ددموکراتیک سازمان غړي بیله دې چي کوم جرم یا عمل دې کړی وي هغوی له وظیفو لیري کول او بندي کول، په قصدي توگه یې تلاښ کاوه چي د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوند رهبري را  تحریک کړي څو د دې نیونو او زورونو په وړاندي  د جمهوریت په مقابل کي کوم عکسل العمل وښئي، بیا سردارمحمد داؤد ته د دوی دوهلو بهانه په لاس ورسي.

 بل خوا ته د سردار محمد داؤد خان په حکومت کي د ننه پټ شوروي جاسوسانو چي شمېرئې کم نه وو هغو هم ډبل کار کاوه له یوه اړخه یې سردار محمد داؤد خان تحریک او تشويق کاوه چي د خلق دموکراتیک گوند او د هغوی پر اعضأوو فشار راوړي، د وظیفو یې لیري او بندیان یې کړي. بل اړخ ته همدغه او نورجاسوسانو د پلان له مخي د خلق دګوند رهبرې ته په ټينگارسره ویل کېده چي کره معلومات لري، سردارمحمد داؤد خان اول ستاسو(خلقیانو) د له منځه وړلو بیا پرچمیان له منځه وړلو تصمیم لري.

   پس ستاسي  د خلاصون یوازنۍ لاره داده چي بېرته دواړه (خلقیان او پرچمیان) یو ځل بیا سره یوځای سي. څو قوت سۍ او محمد داؤد خان ونه کولاې سي تاسي له منځه یوسي. خلقي رهبرې داسي فکرکاوه چي شورو يان خو زموږ په خیر خبره کوي، او بل خوا ته په عمل کي یې د سردارداود خان  کړني ( بندیتوبونه او وژني) یې لېدلې. د سردارمحمد داؤد خان د وحشت له ويري د شوروي د تشویق او فشارله مخي وو چي ددې دوو(خلق او پرچم) يوځای والي ته خلقي رهبري زړه ښه کړ.

    د گوند(خلق)  بد قسمتي او بد مرغي له دغي ورځي را شورع سوه. د پرچمي رهبرې په منځ کي په خاص ډول ببرک کارمل د شوروي په مستقیم هدایت، له تېراستونکي او غولونکي یووالي، سره مینه وال سو.زه هغه وحدت یوه لویه( توطیه ) بولم  د خلق د دمکراتیک ګوند په وړاندي،چي یوي خواته دپردو ترفشار لاندي او بل دا چي هيڅ اصول او نورمونه پکښي مراعات نه سول، صداقت موجود نه وو،که څه چي د ګوند ځوان کدرونه له اصلي خبري خبر نه وه او یا يې دا توطیه نسوای درک کولای نو هغوی دې وحدت ته خوشحال وه. مگر په څه پوهه او د لوړو ګوندیانو(خلقیانو) ذهنیت وحدت ته تیارنه وو. دا یو جبري او تحمیلي عمل وو، د شورویانو او امریکا یانوغوښتنه همداوه، دواړه اړخه په ښکاره سره متحد معلومیده. خو په عمل کي متحد نه وه.

   شورویانو خپلو اهدافوته د نژدې کیدو لاره ددغه دوگوندونو په یووالې کي بلل او امریکا یانو دتشنج دگرم والي لاره همدا بلل چي شورویان پکښي راگیر او وسوځي او نور اهداف به هم وه. د خلق د ګوند  مشرښاغلې نورمحمد تره کئ د شوروي د سفارت لخوا ترفشارلاندي راغلی وو. او رښتیا خو داوه چي د شوروي سره تماس هغه وخت دواړو اړخونو د ځان له پاره یو افتخاراو امتیازبلی. یوې خواته جهاني حالات داسي وه، بل زموږ، افغانانو او دهغه وخت د مشرانو  د سیاست په هکله کمه تجربه، البته د پوهي او تجریبې کموالۍ  د جهان د سیاستوالو په تناسب سره، نه په د افغانستان کي د افغاني سیاسیونو په پرتله کمه  وو. ښه ددې خبرو څیړل څه ډېر وخت غواړي، او موږ د موضوع لیري کوي. نود دې کمي تجریبې او لږ پوهي مسؤلئیت هم د کلونو فاسدو حکومتو اوپه خاصه توگه د محمد نادرخان، محمدظاهرخان او خپله سردارمحمد داؤد خان پرغاړه ورلویږي.

ځکه څه کم شپیته کاله زموږ ولس دوی دعلم، پوهي، سیاست او خبرو څخه بې خبره ساتلې وو، ددغي کورنۍ سلطنت، غفلت او د نه کار نتیجه وه. ددي جهاني لوبي په انجام نه دا چي خلقیان نه پوهیدل بلکي خپله سردار داؤد خان، د هغه ټوله کابینه، استخبارات پولیس هم نه پوهیده او یا دپردو جاسوسان وه دغسي يې غوښتل. ولې که دوی پوهیدلای او جاسوسان نه وای داؤد خان به یې  د خپلوغیري سنجیده اعمالو دراتلونکو بدو عواقبو خبرکړی وای. باورولري کم وخت چي موږ ځوانان وو دداسي چاسره به مخامخ سوو، چي هغه په شوروي کي زده کړي کړي وي. هغوی به موږ ته د خپلوسترگولېدني، د شوروي د ټولني، ژوند، پر مختگ، کيسي کولې، موږ څه نه او ریدلي وه او نه مولېدلې وه، ټولې خبري راته عجائی بې وې. ځکه د مطالعي او معلوماتو لپارهم دې شهزاده گانو پر موږ ټولي لاري تړلي وې. برق، کتاب، اخبار، را دیو او تلویزون مونه لرل او نه پيژندل. دایوه خبره به د ځوانانو د پاره ولیکم :تاسي به فکرکوئ چي په افغانستان کي  په رښتیا یونظام وو، هلته نظم وو، هلته انسانیت وو، هلته علم او پوهه وه. نه بابا هیڅ هم نه وه.

   د مثال په توگه ولایات، ولسوالي او کلي هلته پرېږدی. په کابل کي د شاهي ارگ د شمالي دیوال سیوري ته هرلاروي بولي حتی لوي اودس مات هم د مجبوریت او مناسب ځاي نه شتون له امله  ماتاوه. دښارټولي کوڅي د انسانانو په مردارې لړلې وې. په ټول کابل ښاراو د افغانستان په  ټولو لوي او کوچنیو ښاروکي همدغه حالت وو، د خلگو د استفادې د پاره په هیواد کي یوتشناب هیڅ حکومت جوړ کړی نه وو. پوهیږي چي نارېنه خوخیرپه کوڅوکي خپل رفع حاجت کاوه مگرداښځوبیچاره گانو به څه کول؟. علاوه پرنوروبدبختیو.. .. شوروي او کارمل دواړوغوښتل چي ببرک کارمل د سردار داؤد خان ځای ناستۍ کړي خو په تنهاي  یا یوازي سر سره یې دا کار کولای نسوای چي د داؤد خان پاچهې ړنگه او دحکومت واگي واخلي. د خلق د موکراتیک جریان یې دلاري اصلي خنډ وو. پدې چي د افغانستان په ملي اردوکي د خلق ددموکراتیک گوندغړي هغه یوازني افسران وه چي د سردارمحمد داؤد خان سلطنت یې ساتۍ. متاسفانه سردارمحمد داؤد خان سیاسي پوهه کمه او ددرک سطحه یې کمزورۍ وه، په کابینه او مشاورینوکي یې د فاسدواو جاسوسواشخاصوتله درنه وه. نوهغه ووچي شورویانو  د خپل پلان د سرته رسولو لپاره څه او ږده لارونيول. لومړی د دوو ګوندونو خلق او پرچم وحدت، ترهغه وروسته د داؤد خان او ګوند ترمینځ د ټکرخبره، د شوروي او کارمل هدف داو چي په لومړي قدم کي د پرچم دننه د کارمل سرسخت دښمن او سيال ميراکبرخیبرترورکړي. څودهغه له شتونه ځان بیغمه کړي او بیا  دپلان د مخي  د جوشه ډک  د جنازې مراسم د کارمل په ټينگاراوغوښتنه وکړل.

    هلته کارمل د مکره ډکي اوښکي تويوي، له نورمحمدتره کي څخه جدي غوښتنه کوي چي  د جنازي پر سر دی هم د ګوند دعمومي منشي په حیث باید وینا وکړي. حال دا چي نورمحمد تره کي تردغه د مخه هیڅ کله هم په مظاهرو او میټنگو نوکي د ستيج پرسرخبري نه کولې. کارمل، شوروي استخباراتي شبکو او د سردارداود خان ادارې مشترک پلان لاره دا لوبه د سیاسیونو په خاصه توگه د خلقیانو په له منځه وړوکي به بریالي سي.

بل اړخ ته د امریکا  سفارت سردارداود خان ته ځانگړې پلان ور کړی وو. شورویانو او امریکا یانو دواړو په داؤد خان باندي خلقي رهبري نيسي او تصمیم دی چي مړه یې کړي. چگونه ما به بیماری وایروسای هجوم به افغانستان مبتلا میگردیدیم. دا سي راوړي دي :د۱۹۷۸م کال د اپریل د میاشتي پر۲۴ تاریخ یوه ورځ د مخه د افغانستان د خلق ددموکراتیک ګوند درهبری دغړو تر گرفتارې د د متحده ایالاتو لوی سفیر ریچارد ایلیوت چي د کار موده يې پای ته رسیدلی وه، د سردارمحمد داؤد خان یا رئیس جمهورڅخه د خدای په امانې ملاقات وکړی. د کتاب مؤلف لیکي:"څو ورځي وروسته ورئیس جمهورته نژدي حلقو راپور را کړي، چي د امریکا  سفیرریچاردایلیوت کوم چي د تشنج د کمولو سرسخت طرافدار معرفي وو،  وداود خان ته داسي مشوره ورکړل د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوند د مشرانو په وړاندي باید سخت چلندوکړئ ځکه چي امنیت تهدید وي او په مقابل کي سفیرد خپل ځان او د امریکا  د حکومت لخوا ورئیس جمهور داؤد خان ته دزیاتو او هر اړخیزو مرستو وعده ورکړه". نور بیا* *******************************************************

 

 

 

پخوانی برخی

 


بالا
 
بازگشت