پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د  COP28د نړیوالې غونډې پای

[خیر که څوک مو یو خروار لیټۍ کې نه شمیري، موږ به خپله خپلې ستونزې حلوو]

د اقلیمی بدلونو په اړه د COP28 نړیوال کنفرانس چی د م.م.(UN) له خوا عربی اماراتو کې د دولس ورځو لپاره تر دوه سوه دزیاتو هیوادو، سازمانو او ادارو په ګډون دایر شوی و، له ټاکل شویو ورځو یوه ورځ اضافه وخت یې ونیو،د ۱۴۰۲ل. کال د لیندۍ په ۲۲مه=13/12/2023 پای ته ورسېد. دولس ورځې علمی او مسلکی بحثونه وو، او په آخر کې د پریکړه لیک جوړول. خصوصاً د فوسیلی سون توکو دسلنې د کمولو برخه کې ډیر بحثونه وشول، سره له دې چې ټولو د نګه انرژی لګښت او د فوسیلی سون توکو پرېښودو باندې توافق ونشو کړای، خو بیا هم یو داسې مشترک پریکړه لیک صادر شو چې څه ناڅه تر ۲۰۳۰م. کال پورې به د فوسیلی سون توکو سوځول زیاته اندازه کم او باالمقابل به  د غیر فوسیلی انرژیکی منابعو( پاکی انرژی) سوځولو سلنه لوړه شي. بحثونه د اوپک غړو، هند او چین او یو دوو افریقایی هیوادو وغځول. دوی د فوسیلی سون توکیو کمولو ته په آسانه حاضر نه وو.

د دغه کنفرانس هدف ډیر انسانی و. اوس هم ښه شو. تر هیڅ همدومره هم غنیمت ده.  دوی د فوسیلی سون توکیو د لګښت حد اقل کولو ته ۲۰۳۰ م. کال، یعنی هغه کال چی  SDGsهم باید خپل اهداف په همدې کال ترلاسه کړي، وټاک. ښه زیری دا و چی بیوزلو هیوادو کې د اقلیمی بدلون د منفی اثراتو د جبران لپاره  سل میلیارد ډالره ومنل شول. دا د افغانستان په شان هیواد لپاره چې د چاپیریال ککړتیا کې یې دپښې پل کوچنی، خو زیانمن کیدل یې زیات دي، ښه خبر دی. افغانستان دغه کنفرانس ته نه و ورغلی. د دې مانا دا نده چې اقلیمی بدلون موږ ته بی توپیره ده، بلکې موږ خپله کولای شو ډیر ښه تدابیر ولرو او ځان له دی ناورین خوندي کړو.

راقم الحروف د دې کنفرانس د پیل پرمهال اقلیم، اقلیمی بدلون، د اقلیم د بدلون اغیزو او د افغانستان داقلیم په اړه لیکنه کړې وه. دلته به هغه ضروری وړاندیزونه ولیکو چی زموږ پر وس پوره او راته ګټور او حتمی دی:

·      د انرژی د ډول تعویض ، لکه د فوسیلی سون توکو پر ځای د بریښنا، طبیعی ګازو، سولرښیښو(پاکې انرژي) استعمال.  په تیره بیا نن ورځ ډیرو  هیوادونو نوې  طریقې رامنځته کړي دي  لکه د تنویر لپاره  د سولر انرژی او  له باد څخه د بریښنا تولید او داسې نور.

·      د ککړوونکو او فاضله موادو دوباره دوران لکه بیا تصفیه کول او له کاره لویدلو وسایلو دوباره  ترمیم،

·      دهغو احتراقی موادو پر ځای  چې پوره نه سوځي، د داسې موادو سوځول چې پوره سوځی او ډیر کم  مضره ګازونه هواته ازادوي.  دبیلګی په تو ګه د  ډیزلو پر ځای د پټرولو استعمال او د پترولو په عوض د طبیعی ګازونو او دګاز په عوض د برېښنا استعمال.

·      د زراعتی  آفاتو په وړاندی د کیمیاوی  مرکباتو  د استعمال پر ځای د میخانیکی  او بیولوژیکی مبارزی غوره کول. مثلاً د مفیده حشراتو  په واسطه د مضره حشراتو ښکار کول، د خیشاوی او د لاس په واسطه د اضافی بوټوله منځه وړل او داسی نوری طریقی،

·      د زړو انجنونو ترمیم او تعویض کول او د سون د دستګاه د نواقصو ترمیم،

·      د شنې ساحې ساتنه  او د ځنګلونو احداث،

·      دڅړځایونو او پارکونو ساتنه،

·      د ککړوونکو دمخنیوی، د شنې ساحې د ساتنی، د ځنګولو د احداث او نورو برخوکی د خلکو پوهاوی او د عوامو د معلوماتو زیاتول او کلیوالی سیمو کی د چاپیریال ساتنی د اصولو ښودنه،

·      د عناصرو تعویض، مثلا د سربو پرځای د نورو عناصرو استعمال.  دبیلګی په توګه: ترڅو کلونو مخکی پوری  په طباعتی  صنعت کې سرب ډیر استعمالیدل، خو نن ورځ له دغه  مضر فلز څخه کار نه اخیستل کیږي.

·      د خامه سړکونو پخول او د عمومی  ترانسپورت اصلاح  او د کوچنیو موټرونو پرځای د عامه ترانسپورت(شهری بسونو، ملی بس او ټرن)څخه کار اخیستل،

·      د یو شمیر تجزیه کیدونکو عضوي موادو تر خاورې  لاندې کول  چی تجزیه شي(خو هغه کیمیاوی مواد باید تر خاورو لاندې نشي  چی خاوره ککړه یا زهری کوي)، یعنېهغه عضوی مواد دې  د ځمکی له سر څخه تر خاورو لاندې شي  چې تعفن رامنځته کوي.

·      د بدرفتونود تخنیکي او بې ضرره سیستم ایجاد،

·      د شور- زوږ کمښت،

·      په هغو صنایعو او تولیداتو باندې د مالیاتو  لوړول چې ډیر مضره ګازات تولیدوي یا  یې محصولات بی کیفیته یا  چاپیریال ته  ضرر رسوونکی دی او یا له ډیر افراط څخه کار اخلی،

·      د ډیر اسراف مخنیوی او د یو ځل مصرفیدونکو توکو پرځای د دایمی وسایلو استعمال ته پاملرنه،

·      د وسلې، باروتو، انفجار او بمباریو دایمی درول او له جګړی او د جګړی ناولتیاوو سره دایمی خدای پامانی،

·      په ودانیو کې دپخو – خټینو خښتو پرځای د عایق ساختماني توکو استعمال، ترڅو دژمي پر مهال کوټې ډیرې  یخې نشي او د سون توکو لګښت کم شي،

·      د مفرط ښکار مخنیوی او د مفیده حشراتو ژوند ته د ګواښ کمول، دا ځکه چې ډیر الوتونکی او حشرات اضافی مضره مواد تصفیه، تجزیه او یا د خوراک په توګه خوري،

·      د سینګارد وسایلو، د احتراقیه لوبو وسایلو، پلاستیکی بازیچو استعمال کې کمښت راوستل،

·      د پلاستیک د استعمال محدودول، مثلا د پلاستیکی کڅوړو پر ځای د  ټوکر د دایمی کڅوړو استعمال، په اخترونو کی د پټآقیو د چاودنو مخنیوی،

·      په اوبو کې د پلاستیکونو  او نورو ککړوونکو نه غورځول،

·      دفامیلی پلاننیګ تدابیر،

·      د اقتصادی  فعالیتونو ډېر ښه تنظیمول اولهطبیعی شتمنیوپههوښیارۍاوعقلمندۍکار اخیستل،

·      دځنګلونو احیا او احداث او تردې هم مهمه دا چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي. زموږ مبارک پیغمبر فرمایلی و: که چیرې سباته قیامت راتلونکی وي، او نن ستا په لاس کې نیالګی وي، نو هغه باید کینوی. د اسلام مبارک دین د فلاحت خوښوونکی دی. الله پاک په قرآن عظیم الشان کې انسان پروچه او سمندر له فساد څخه منع فرمایلی دی. دغه مبارک ارشادات باید ولس ته ورسوو،

·      .په نورو استعمالونوباندې باید د کرنیز استعمال د اړولو مخه ونیول شي. د ځمکې نهه ډوله استعمال دې تفکیک او لارښوونه دې ورته وشي،

·      دبې وختهښکاراودژوند دتنوعلهتباهيځانوساتو،

·      دکرنېوړشنېزمکېپهکورونوسړکونو،سرایونو(غیرزراعتیاستعمال) لهکښتونهکاږو،

·      دموسمياورښتونواوبهزیرمهکړواوداوبولهککړتیاډډهوکړو،اوبوتهبندونهاوکانالونهجوړکړو،

·      چاپیریال ته له زیان اړولو او د ککړتیا د مخنیوي برخه کې پوهاوی ته پاملرنه وکړو،

·      داقلیمی بدلون د بحران ناورین او دهغه لپاره تدابیر یواځې د چاپیریال ساتنې د ادارې مسئولیت نه، بلکې د ټولو حکومتی ادارو، سازمانو، عوامو او ټول ولس مسئولیت دی.

·      د اقلیمی بدلون د بحران د مخنیوی پالیسی باید ټولو اداراتو ته ورسول شي او دتطبیق راپور یې وغوښتل شی.

·      ډیره ضروری ده چې د کرنې وزارت، د کلیو د پرمختیا اداره، د چاپیریال ساتنی اداره، دښارجوړولو وزارت او ښاروالیګانی د م.م. د هغو سل میلیارده دالرو څخه د ګټې اخیستنی لپاره لازم پروپوزلونه او وړاندیزونه برابر کړي، چی د افغانستان په شان هیوادو ته د اقلیمی بدلون د مخنیوی او د چاپیریال د نه ککړتیا لپاره په پام کې دي.

 

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت