مسلمانان دې د فلسطین په سرغیرت وکړی

 

د فلسطین خاوره له ډیروکلونوراهیسې اسراییلو لاندې کړې اویو شمیر په اصطلاح دبشری حقونو اودموکراسۍ نه دفاع کوونکی هیوادونه یی هم ترشا ولاړدی . هره ورځ بې دفاع خلک وژل کیږی فلسطینیان ځورول کیږی اوآن چی اوس فلسطینیان داسرایلوپیژندوته هم یو څه راضی شوی نو په دوی تیری کیږی ، دولت یی ړنګیږی ، صدارتی ماڼی یی بمباریږی … خو هغه سوله خوښونکی اودبشرله حقونو نه دفاع کونکی هیوادونه غلی ناست دی اوهیڅ هم نه وایی ، که چیری دغسی عمل یو اسلامی هیواد کړی وای نو دنړیوالو غبرګون به څه ؤ؟ کله چې عراق په کویټ پوځی یرغل وکړ نو څه ورپیښ شول؟ خو دلته هیڅ هم نه کیږی اوان چې یرغلګر تایید کیږی هم .

له دې ټولو پیښو داسې څرګندیږی چی دهغو خلکوخبرې رښتیا دی چی لویدیزهیوادونه اواسراییل یی بنیا دګر، تروریستان، اسلامپالی ، القاعده  اوڅه اوڅه بولی  ځکه یوازی همدغه کسان دی چی اسراییل په ضد یی جهاد اعلان کړی ، صلیبیان ددوی مرسته کوونکی بولی اودڅرګند تیری په وړاندی ولاړدی. نو ر  ان په دولتی کچه  هم  غلی ناست دی اود پیښو ننداره کوی.

که څوک ځان مسلمان کڼی نو دمسلمانانو کتاب خو قران دی اوپه قران کې صریح راغلی که په اسلامی ځمکې تیری کیږی په ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځی  نو که څوک د قران له حکم څخه منکریږی د اسلام له نظره بیا مسلمان نه ګڼل کیږی. نو آیا اوس چی په څرګنده لیدل کیږی چی په اسلامی سیمو تیری کیږی هغه نیول کیږی خلک یی بندیانیږی ماشومان اوتورسرې یی شهیدانیږی هرمسلمان به دهغوی د دفاع په اړوند څه حکم ورکړی؟

 حتماُ به دهغو ی نه ددفاع حکم ورکوی ځکه مسلمانان یو واحد امت دی . خو ډیروخت یوشمیر مسلمان دولتونه غلی پاتې کیږی اوهغه څوک چې اصلی خبره کوی هغو ی ته بیا افراطیان اوڅه اوڅه وایی .

ډیره عجیبه ده چې همدااوس اسراییل په فلسطین یرغل کوی اواسلامی دولتونه غلی ناست دی له دوی سره داسلام له نظره څه دلیل دی چی غلی کینی؟ آیا قران همدا وایی که چیری یهودانو په اسلامی خاوره یرغل وکړ نو مسلمانان دی غلی کینی اوهیڅ دی هم نه کوی ؟ اوکه څوک غبرګون ښیی نو هغه ته دی بیلابیل القاب ورکړل شی ؟. په داسې کولو سره به مسلمانان هم دهمغو خلکو ترشاودریږی چی دوی ته بیلابیل القاب ورکول کیږی اوپه دې سره به ددوی ځواک لاهم ډیر شی.

اودابه بیا ټوله دالقاعده ، بونیادګرو بنسټ پالو ګټه وی ، اوډیری مسلمانان به دې نظریی ته ورواړی. ځکه بله چاره به هم نه لری یا به مسلمان اوسی اویابه هم ذلت ، منافقت اوالیعاذبالله کفر ته تن ورته کوی.

که څوک عذرلری اودابانه کوی چی ځواک وسایل اوشرایط نشته نو نیت خو دې سم کړی، دمسلمانانولپاره دعاوی خودې وکړی اوهغه څه چې په زړه ، خوله ، مال، فکر اوعمل کولای شی هغه دې نه سپموی. که چیری داسرایلو په ضد فلسېطینی جهاد کې برخه نشی اخستی نو په خپل نفس کې خودی بدلون راولی په اسلامی روحیه اواخلاقو خودې دځان کورنی  اوکه دولتی واګی لری دولت کی بدلون راولی اوپه اسلامی اساساتوخو دی برابرکړی!

 دنړی دټولومسلمانانو دویښیدو ، یو کیدو اوریښتنی کیدو په هیله

 


بالا
 
بازگشت