هیلاری کلینتون وایي : بوش یواحمق سړی دی !

    دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

        ژباړونکی : (عزيزاحمدخوارمل)

اسوشیتدپرس ولیکل : دامریکی دسنادموکراته سناتوره اودبیل کلینتون دامریکی دپخواني جمهوررئیس میرمنه په تاسف ويلوسره یې دبوش دکړنوپه اړه وویله،چې بوش دهیوادواقتصادته یې ډیرتاوان ورپيښ کړیدي،او بوش یې یو«احمق»  سړی وباله .

 



اسوشیتدپرس په یو ه ګزارش کې ولیکل : «هيلاري رودهام كلينتون» دامریکی دسنادموکراته سناتوره اودبیل کلینتون دامریکی دپخواني جمهوررئیس میرمنه چې اټکل کیږی دامریکی د جمهوری ریاست  دراتلونکی ټول ټاکنی کاندیده هم ده«جورج بوش» دامریکی جمهوررئیس او جمهوریت غووښتونکی یې چې دامریکی واقتصادته یې تاوان ورپيښ کړی  اودهیواداقتصادی پالیسی یې داصلی اواساسی لاره نه یې وبل لوری ته وراړه ولی دی او د محرومو،خوارواوغیرششتمنوکورنیو دروغتیایې چاروپه محرومه کیدو او دزده کړی اوښوونی څخه په بې برخه کولوکې یې بوش ککړ کړوباله  اووبوش ته یې په زغره وویله « احمقه!هغه څه چې مهم دی هغه دامریکی  دسیاستونودمثبت اړخ پرځای کیدل دی .»

اوبیا یې  هم وویله : « احمقه! ،اقتصاد مهم دی  .»

دنیویارک دایالت سناتورۍ دګاز اودروغتیا یي چارو اودزده کړي اودښووني دچارو دبیعي د لوړوالي په هکله وویله : «دوي امریکا نه څاري اوپه قصه کې یې نه دي ،دوي هیواددماتي او دډری وړي کیدوسره مخامخ کوي اود اوسني پرابلمونو اوستونزوڅخه پوه ندی        اوخبرتیا نلري .               
 
ده همدارنګه وویله دیوی دولتی ګونددکړنوپه هکله وامریکائیانوته دامنیتی اقتصاد دنه وړاندی کولوپه دلیل سره تاسف کوي،دبیل کلینتون میرمنۍ په اشاری سره ددی مطلب په ویلو سره  وویله  که دنوامبرد میاشتی په ټول ټاکنی کې   دموکراتانو وکولای سول چې د سنادمجلس داستازوکنترول په لاس  کې واخلي دخلکوننی وضعیت ته به بدلون ورکړی  .        
هیلاری کلینتون وویله : «دامریکی هیواد،یوبل ځل ضرورت لري چې یوهیواد سی چې دټولو دپاره کړنی وکړي، نه یوازی دځواکمنواوبډایانودپاره. »   
 دغه دامریکی دهیواددسنا غړۍ همدارنګه وویله : دیوي اقتصادی وړاندیز جوړشوی پلان دمنځنی طبقی دژونددښه والی اوددی طبقی نه ملاتړ  دپقر،خواری اولوږی په وړاندی سره دمبارزی خبرهم ورکړ،ده وویله دغه وړاندیز شوی پلان دامریکی دخلکوداقتصادی وضعیت دښه والی په خاطر په ۲۰ شلومخونوکښی جوړسوی دی . /

دنړی دمشرانوفیزیکی ډیپلماسي اویا لیونتوب  !

بوش داتو (۸)صنعتی هیوادونو په دی وروستیوغونډه کښی دروسیی د سن پطرزبورګ په ښار کې وروسته له دی چې دالمان (جرمنی )دانګلامرکل  دڅوکی (چوکی) شاته ودریدی،خپل لاسونه یې دهغی پراوږوباندی کیښوداوپه ښکاره  یې دهغۍ په ماساژورکولوسره پیل وکړ،اووروسته انګلامرکل هم لاسونه یې راپورته کړه اوڅوځلی یې سره وښوره واه،دخلکوعمومی سوچونه اودخبری رسنیو څیړنی اوڅرګندونی لاتراوسه هم ددی پیښي دواقعی پوهی د معنا نه ، پټه خوله دي   .

نيويورك‌تايمزولیکل :المانی رسنې هغه کړنه یې چې د« بیلدزیتونګ »، ورځپاڼي یوه دمینی اومینانوکړنه ورته ویلی وو ،هغه یې په ټینګه سره وکوټل اووی نه منل،اودامریکی محافظه کارانواولبیرالانوهم،همدارنګه ددغه لیکنی نه  ګوتنیونی وکړی،اودغه امر دبوش ددی پیل څخه لنډیږی نلري،اودایوازی دسیاست پوهانودفیزیکی اړیکو یو نوی بهیرپه دی وروستیومیاشتوکښې دي .        
ولاديمير پوتين په دغه میاشت کې په مسکو کې دکرملین په ماڼي کې دیو پنځه کلن کوچنی هلک سره دروغبړپه وخت کې دپنځه کلن هلک دکمیس لمنه یې پروت کړاودهلک نس یې ورښکل(موچ) کړ،ده بیا وروسته خپل دغه کړنه اوعمل یې یوبی اختیاره اودواکه وتلی عمل وباله،ده بیادژورنالیسټانو دپوښتنواودخبراتروپه یو کنفرانس کې وویل :دغه هلک ډیرځانته،جدی ښکاریدی اوترسترګوکیدی ماوغوښتل چې دیوی پيشی(پیشکه،ګربه) دبچی په شان یې ونازه وم».

په سیاتل کې داپریل په میاشت کې کله چې دبوئینګ دالوتکی  یوه اسټی وردسه و«هو ژينتائو»، ته یوه خولې ورکړه دچین ددولت جمهوررئیس هغې په غږ کې یې راکښ  کړ اوورته په ځواب کې وویل:یودولتی مشاورپه دی علت باندی چې یوتن دهمکارانویې تل ورته دغاړی ماساژورکول ځان یې وبل ځای ته تبدیل اوخپل کاریې بدل کړ .             

دنيويورك‌تايمزدورځپاڼی لیکوونکی ولیکل :ایا دنړی مشران اوددولتونوواکداران لیوني سوي دي؟

له هغه نه ډیره موده نه تیریږی چې دنړي سیاست پوهان دامکان ترپولي (سرحد)خپل فیزیکی اړیکی یې دیوه محدوده لږشمیرسره په تش اووچ  لاس ورکولوسره ترسره کړی وه.               
اوس  داڅنګه کاردی، دهغه نس د ښکلولو اوموچولو او وداهسی نوروته ...........  رسیدلی دی ؟

باید وویل سی چې دغه کړنی تصادفی ندي .سیاسي مشاورین تل سیاست پوهان همدارنګه تشویقه وي اوکه لازم وي خپل  په                 وړاندی کس اوشخص په غیږ کې ونیسی .

«فرانك لونتز»                 یوجمهوریت پلوی سیاسي مشاور،چې هغه خپل بیع پاران،کلنیتونه اومشتریان تل تشویقه وي چې خپل مقابل خلک په غیږ کې  راکښ کړی اوپه غیږکې یې ونیسی . 
دی وایي : «زه سیاست پوهانوته وایم ،چې دوي وډیرفیزیکی اړیکوته اړتیا لري تر  څو وکولای سی چې ډیرتاثیر وښیندی .زما په هاندد سپک فیزیکی اړیکورامنځته کیدل ښه دی  .

دغه امریکایي سیاسي مشاور دایتالیا یواوسیدونکی یې وډیرفیزیکی اړیکوته تشویقه ول،څه عجبه خبره ده،امریکائیان دتاریخ په اوږدوکښې ،دخوارانواوغریبانوسره دفیزیکی اړیکوڅخه ډیره ډده یې کول،حال داچې په مدیتراني فرهنګ کې ،دغه دوداوسنت ډیر غښتلی دی .

«آلن پيس»، دیوی رسنی مسؤول مدیر وسیاست پوهانواوتجارانوته وایي  : دغه کړنه   اوس یوڅه  لږسوي دی،دتاریخ په اوږدوکښې ،دلاس ورکولو نیازمندی وصمیمانه اړیکوته ډیری سوی دي اومعمولآد کین لاس نه څه آزاده دی ،دبل لاس پرمخ به پریښودل کیدل  .

بوش ننه ورځ په معمولی ډول غواړی چې دچا سره لاس ورکړی، نولمړی هغه په غیږ کې نیسی اوښکوله وی (موچه وی ) یې ،په همدی ډول په (۲۰۰۴)کال کې کله چې رایس دبهرني چارووډندو ته وټاکله سوه بوش هغه یې و خپل غیږته یې راکښ کړاوښکول اوموچ یې کړ اوهمدارنګه تیره میاشت دAcademy merchant Marine

دمیرچانت میرني په اکاډمی کې دهمدي اکاډمی دفارغ التحصیلانو په یوه غونده کې یوسرباز یې په غیږکې راکښ کړاو ښکول اوموچ کړ.      
 
په هرحال بیا هم داهسی معلومیږی چې دسیاست پوهانوفیزیکی اړیکی دنوروسره کیدی سی دوي ته په وروستیوکښی تاریخی وکڼل سی اوتاریخی پاته سی .

دسپینی ماڼی دکړکیچ په وخت کې «بيل كلينتون» چې«مونيكا لووينسكي» یې په غیږکې  ونیول، مونيكا لووينسكي یې په نامتو څیره راواړه وله،چې همداسی ښکاره کیدله چې ټوله دغه حرکتونه مثبت اودقیق ندی ،دمثال په ډول : بوش دیو معیوب سړی دسرپه کښیکښولو سره دسیاست پوهانوتر ګوت نیونی لاندی راغی،هغه حرکت چې ښاغلی  «لونتز» هم دهغی نه یې ملاتړ ونکړ.

لونتز وایي یوشمیر کړني ښه بڼه نلري او کیدی سی، چې دنوردخوابدتیا سبب وګرځی نه ددوي دخوشحالتیا وړنه وی،لکه دبوش دغه ډول کړنه اوحرکت چې دانګلامرکل   دالمان  دلمړی وزیری  سره ترسره سو . /             

ایرلندي شاعراودسولی تکړه غړی وايي

په دی هیله یم چې بوش مړ کړم  !

یوایرلندي شاعراودسولی تکړه غړی پرجورج بوش ګوت نیوني وکړ اووی ویل :په دی هیله یم چې  بوش  داهسی ووژنم چې  په سل ګوني زده کوونکي دده دوژلوننداره وکړي  .

دالعربیه دانټرنیټی شبکی په قول ،پتي ویلیامز، یوایرلندي شاعراودسولی تکړه غړی اودنوبل دسولی دجایزی ګټوونکی په خپلوخبراتروکښی د "مځکی  په هکله خبراتری " ترسرلیک لاندی په یوه سیمینارکې چې داسترالیا په ښارکې پرانستل سوی وو، دبی کناهو کمکیانواوکوچینیانودوژنوڅخه په جنګ جکړوکې اوخصوصآدمنځنی ختیځ په جنګ جګړوکې ،دوژنوڅخه په متاثراوغمجن وضعیت کې یې وویل : زه د"وینودبهیدلو" دمفهوم دنشته والی سره مشکل لرم،په دغه شیبه کښې ډیرخوشحالیږم اومینه لرم چې جورج بوش دامریکی جمهور رئیس دسل هاوزده کوونکوپه منځ کې چې  لاسونه  ورته  ټکه وی اوراغلاست ورته وایي ، دی (بوش ) ووژنم .

ده په دی هکله وویل : څنګه می دنوبل دسولی جایزه ترلاسه کړی دی،کله چې وینم کمکیان اوکوچینیان دوژنوپه حال کې دي، دنه منلو خشم ،غضب اودرد ، په تن کې می څپی وهی . موږدانسان په توګه بایددنوروانسانانو دژوندون ساتونکی اوه ووسو.

دغه ایرلندي دسولی تکړه غړی  خپل دداوروستی سفرپه هکله چی  د عراق هیوادته تللی وو، داهسی  یې وویل : زه دنده لرم چې دعراق دکمکیانواوکوچینیانودداستانونوپه هکله تاسو ته معلومات درکړم اوخپل دسترګولیدلی حال تاسوته ووایم . زه دعراق ویوروغتون ته ولاړم  چې دوه سوه (۲۰۰) کمکیان اوکوچینیان دډول،ډول دسرطان دناروغي نه په رنځ اوعذ‌اب کې لیدل کیدل اوحتی معالج داکتران یې هم دسرطان دناروغی په ډولونه پوره نه  پوهیدل .دغه ناروغی دخلیج فارس دلمړی  جنګ جګړو نه په عراقی ټولنه کښې رامنځته سویدی . کله چې ما دمعالج داکتر نه وپوښتل چې څونی اوپه کوم شمیر ددی کمکیانواوکوچینیانوڅخه به  له دی ناروغی نه ژوندی پاته سی  زما وسترګوته یې وکتل اووي ویل : حتی ددوي څخه یوتن هم ژوندی نه پاته  کیږی  ټوله نن اوسبا پرخپله لاره باندی ځی . /

 

 


بالا
 
بازگشت