په افغانستان (هرات) کې د ايکو کلنۍ (١٧مه) غونډه:

په بين المنطقوي تجارت کې د افغانستان رول

 

 

محمدآصف ننگ

 

د اقتصادي همکاريو سازمان (ايکو)

Economic Cooperation Organization (ECO)

 

 

که څه هم د بين المللي منابعو د احصائيى له مخې، د ٢٠٠٥ کال تر پاى پورې د افغانستان اقتصادي وضعه ښه نه وه ښودل شوي. د روغتيا په ډگر کې د روغتيايي خدماتو کچه تر يوه حده ټېټ وه، په منځۍ کچه د سړي د سر عايد دهيواد د ٧٥% وگړو لپاره تر ١٠٠ ډالرو ټېټه وه، د صادراتو گراف د وارداتو په مقايسې په مراتبو ښکته و، پدې معنا چې په تيرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات تر ٣ ميليون ډالرو نه دى لوړ شوى، باقي چې څومره سوداگري شوي په حدود د دوه نيم ميليارد ډالرو- پر وارداتي تجارت بنا وه، له همدې سره د هيواد ملي صنايعو منفي وده وکړه، د امنيتي گواښمن حالت، بروکراسي او برېښنا د نه موجوديت له کبله ډېرو صنعتگرو له صنعتي پانگوني څخه لاس اخيستى، د پانگي د فرار راپورونه هم تر يوه حده درج شوي، همدا اوس هم چې څومره افغان پانگوال په متحده عربي اماراتو او پاکستان کې دي، د هر يوه شمېر او پانگه د افغانستان په نسبت زياته ده، د فقر، بيکارۍ او بى وزلې په وړاندې د دولت له لورې مشخصه زيربنايي ستراتيژۍ نشته، د هيواد ملي ميزانيه تر ډېره حده په نړيوالو مرستو ولاړه ده، د کانونو د کشف او استخراج په برخه کې د حساب وړ پرمختگ نه دى راغلى اوس هم ډېر جامد او مايع کانونه د زورواکو ټوپکمارو ډلو په ولگه کې دي په همدې توګه د گمرکاتو د عوايدو ډېره برخه د يو شمېر جهادي واليانو او قوماندانانو په لاس کې ده، د نړيوالې پانگوني، توريزم، او تر ټولو مهمه دا چې د ترانزيتونو له کبله افغانستان هيڅ پرمختگ ونکړ. له ترکمنستان څخه د نفت او غاز د نلليکي کار چې د ژمنو او تخميناتو له مخې بايد د ٢٠٠٧ کال تر پايه پېل شوى واى، لا تر اوسه پورې يې د احصائي او برآوردونو کار په نيمه کې پاتې دي، د بيا رغاوني او اداري اصلاحاتو په ميدان کې سمون ډېر سست روان دى، که چېرې د بيارغاوني، عدالت او سالمې ادارې په لور کوټلې گامونه اخيستل شوي واى نو ملي او بين المللي پانگوال به يې په هيواد کې دېره کيدو او تم کيدو ته هڅولې واى.

پدې لړ کې ډېر غوره کارونه هم شوي، د پاريس په کلپ کې د روسي لخوا افغانستان ته د څه د پاسه يوولس ميلياردو ډالرو پورونه وبښل شول، که څه د شوروي اتحاد د دغو پورونو حقوقي اعتبار نه د افغانستان حکومت او نه هم نړيوالو منلى، خو په لوى لاس د روس لخوا د دې پور بښل، يو ښه پرمختگ دى، په تيرو پنځو کلونو کې د افغانستان حلقوي سړکونه ورغول شول، د دولت جوړونې په برخه کې د اساسي قانون جوړيدل، چې د قانونمندى لومړى بنياد دى، او د سياسي بيارغاوني په برخه کې د دولت د دري گونو قواوو تکميليدل، د سيمه ايزه او نړيوالو سياسي اقتصادي اړيکو پراخيدل، د بشري قوانين او نړيوالو معاهداتو د منلو په ډگر او په نړيوالو (عنقريب د تجارت نړيوال سازمان، د اسلامي هيوادنو سازمان، ملگري ملتونه) او سيمه ايزه سازمانونو (ايکو، سارک او احتمالاً په شانگهاى) کې د افغانستان گډون په شکلي او ارزشي لحاظ د قدر وړ پرمختگونه دي، د تعليم او معارف په ډگر کې د هيواد ١٤ رسمي او غير رسمي پوهنتونونه فعال شوي څه د پاسه شپژ ميليون ماشومان او ځوانان د زده کړو مرکزونو ته ور توى شوي، د کرنسى د اعتبار له پلوه ((افغانۍ)) د پيسو د تبادلې په ټولو صرافيو کې خپل اعتبار موندلى په همدې توگه د بيان د آزادى او رسنيو په ډگر کې خورا پرمختگ شوى. د افغانستان په څېر غريب هيواد لپاره او په دغسې جگړيز او کړکيچنو حالاتو کې دغه پرمختگونه ډېر غنيمت دي، کيداى شي هغه د چا خبره چې په مفته د نړيوالو لخوا دومره مرستي کيداى شي د ځينو مصلحتونو له مخې وي، خو موږ د مفت خواره مستفيدينو په څېر په هر حال کې د دې مرستو او منتونو مديون يو.

په گڼو څېړنو کې دي نتيجې ته رسيدلى وم، چې په افغانستان کې تر هغو پورې دايمي سوکالې، پرمختگ، سياسي او اقتصادي استقلاليت او ثبات نشي راتلى تر څو پورې چې افغانستان د سيمې د هيوادونو او د نړيوالې ټولنې لپاره د خپل موجوديت گټورتوب او مفيديت ثابته نکړي.

افغانستان کولى شي په بين المنطقوي تجارت کې ډېر مهم، بلکې د سيمې تر ډېرو هيوادونو مهم رول ولوبوي. که چېرې افغانستان له اوسنيو جگړيزه حالاتو او د پرديو ((غازيانو او د نجات پرښتو)) له مقدسو لوبو څخه راووځي او په يوه سياسي جادو او هنر سره دغه پردي لوبغاړي په دواړوو خواوو کې ديته متقاعد کې چې د ښېرازه، سمسور او په خپلو پښو ولاړ افغانستان گټه په مراتبو  د دوى لپاره تر دې اوسني کړکيچن حالت نه غوره ده، نو هغه وخت به مو د خير تهداب ايښى وي.

پدې مبحث کې غواړم څو مهم وړانديزونه په داسې حال کې وړاندې کړم چې د ايکو (١٧مه) کلنۍ غونډه د هرات په لرغوني ښار کې جوړيږي.

د ايکو په اوسنۍ غونډه چې په هرات کې جوړيږي او همدا نن يې لومړۍ ورځ ده، په مقدماتي توگه د غړو هيوادونو لخوا پتېل شوي چې په هرات کې به د ((ايکو پارک)) په نامه يو تفريحي پارک جوړوي، چې کور دې ودان وي، خو کاش چې دوى پوهيداى چې په اوسنيو شرايطو کې افغانانو تر پارک، پوهنتون او فابريکې ته ډېره اړتيا درلوده، کاش کې چې يو ستر بين المنطقوي سړک يې بنسټ کړى وى.

په هر حال د ايکو ژمنو د افغانستان لپاره، آن د عضويت له کال (١٩٩٢ نومبر) څخه تر اوسه چندان عملي بڼه نه ده نيولې، د ايکو په اتمې غونډې کې (٢٠٠٤، ١٣٨٤) چې په دوشنبه کې شوي وه، د غړو هيوادونو لخوا ((د افغانستان د بيارغاوني)) صندوق په نامه د پنځه ميليون ډالرو يوه بسپنه راټوله کړه چې د کانونو، سوداگرۍ، ترانسپورت، امنيت او د کوکنارو د نه کښت لپاره بايد لگيدلې واى خو د دې مرستو د لگښت او تطبيق په اړه بيا څه نه دي اوريدل شوي. تيرکال ١٣٨٥ ( دلړم ١٨) د ايکو يوه لږ شانتې مختصره غونډه د کابل ښار په سرينا هوټل کې ترسره شوه چې څه د پاسه ٢٠٠ کورنيو او بهرنيو ميلمنو پکې گډون درلود، دا د ايکو نهمه غونډه وه، په پام کې ده چې د ايکو په سښنۍ غونډې کې به د ايکو نوبتي رياست له آذربيجان څخه افغانستان ته ورکړل شي.

خداى دې وکړي چې د رياست له سمبالښت سره يوه داسې افغان د دې رياست په غاړه واخلې چې وکولى شي د ايکو په اجنداوو او پلانونو کې د افغانستان بيا رغاونه په اولويت کې راوستل شي، ځکه چې د ايکو د ټولو لسو غړو (ايران، پاکستان، ترکيه، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان) تر ټولو فقير، ويجاړ او ضعيف هيواد، افغانستان دى، نو لازمه ده چې د پرمختگ او عروج په سير کې غړي هيوادونه وکولى شي چې افغانستان د سيال کيدو او برابرۍ کچې ته راوړ کړي، دا هغه لازمي شرط دى چې په يوه اقتصادي سازمان کې لازم بلل کيږي.

 

دغه سازمان چې لس غړي (ايران، پاکستان، ترکيه، تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان) لري په کال ١٩٨٥ (١٣٦٤) کې د ايران، ترکې او پاکستان لخوا د سيمه ييزي اقتصادي پراختيا، د سوداگريزه اړيکو ارتقا او د غړو هيوادونو د انکشافي پلانونو شريک کول يې عمده موخې وي، اوو کاله وروسته (١٩٩٢کې) افغانستان هم د دې سازمان غړى شو، په داسې حال کې چې په کابل کې د استاد رباني حکومت و او هيواد د کورنيو جگړو په کشمکش کې راگير و. د ايکو غړو په سياسي ملحوظاتو ونه غوښتل د همدې کلونو په ترڅ کې له افغانستان څخه مخ واړوي، خو جداً د رباني د حکومت له غير قانوني چاپيدونکو بانکنوټونو، چې په د روسې په اقمارو کې چاپېدلې د دغه سازمان لپاره د منلو وړ نه و، ځکه چې همدې ناقانونه چاپيدونکو پيسو که له يوې خوا په افغانستان کې د رباني د جنگياليانو د تمويل چارې په کورنيو تنظيمي جگړو کې پر مخ بيوه، نو له بلې خوا يې د افغانستان اقتصادي حيثيت په ملي او بين المللي کچه له سخت گواښ سره مخامخ کړى و.

د غړو هيوادو لپاره په ايکو د افغانستان گډون ځکه مهم و، چې هغه مهال د ترکمنستان د نفت او گاز د انتقال لپاره د غرب تنده په دومره لوړ حد کې وه چې دسيمې هيوادونو خپلې گټې په افغانستان کې ليدلې، خو متاسفانه چې دغه اقتصادي لوبي د وخت په تيريدو سره دومره سياسي شوي چې د ايکو د غړو اميدونه يې د افغانستان په تمام عياره جگړو کې دلدل کړي.

اوس چې د هيواد وضعيت د اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مساعد دى او عملاً نړيواله ټولنه د افغانستان په څنگ کې ولاړه ده او د دې ټولو تر څنگ د سيمې هيوادونو د جگړيز افغانستان زيانونه څټلې، ډېر اميد دى چې د ايکو له پراخيدونکي رول سره به د دې سازمان د غړو تر مينځ گډه همکارى خپل مثبت ثمر راوړي. 

پدې کې شک نشته چې د ايکو غړي د کمزورو هيوادونو يوه مجموعه ده چې د کړيو ژمنو او تعهداتو په وړاندې اوچت گامونه نشي اوچتولى، خو له دې ټولو سره سره دا سازمان پلان لري چې تر کال ٢٠١٥ پورې به ((د آزادې سوداگرۍ سيمه)) ايجاد او پدې ترتيب به د غړو ترمينځ د راکړې ورکړې په وړاندې گمرکي محصول ختم او ياهم تر ټولو نازل حد ته راښکته شي.

جالبه دا ده چې افغانستان په داسې حال کې د ايکو د غړو د کلنۍ غونډې کوربه توب کوي چې پخپله د دې سازمان له غړو نه، مشخصه پلاني غوښتنه او انتظار نلري. هغه مرسته چې د ايکو غړي يې د افغانستان لپاره کولى شي هم چندان واضح نه دي خو که چېرې د ايکو غړي هيوادونه وغواړي نو کولى شي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې مرسته او پانگونه وکړي په خاصه توگه د کانونو د استخراج او د دې کانونو په صنعتي استفادې کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې په لس گونو کانونه شته چې د رسمي احصاييو له مخې يې ظرفيت په ميليونونو، بلکې بيلونونو ټنو ته رسيږي چې مشهور معادن يې د مثال په توگه دغه لاندې دي:

د حاجيگک معدن په باميان کې، د مس عينک معدن په لوګر کې، د زمرد معدن په پنجشير کې، د بروچ معدن په نورستان کې، د ګاز حوزي د هيواد په ختيځ کې، د سرب معدن په غورکې، د بيرات معدن په غوربند کې، د سيماب معدن په غور کې، د د کاڼو د سکرومعدن د هرات په سبزک کې، د کاڼو د سکرو معدن د بغلان آش پشته کې، د کاڼو د سکرو معدن د سمنگان په دره صوف کې، په جبل سراج کي د چراټ سمنټ، د څرخي پل سمنټ، دهرات سمنټ

دهرات سپين ګچ، د فلورايت معدن په ارزګان کې، د مالگي معدن په هرات اوتخار کې، دلاجورد معدن په بدخشان کې، د رخام د کاڼو معدن په هلمند کې، دمرمر د کاڼو معدن په هلمند کې، دکرکر د کاڼو د سکرو معدن په بغلان کې، د د کاڼو د سکرو معدن د هرات په مسجد چوبي کې، د کاڼو د سکرو معدن د هرات په شپاشک کې، د اوسپني معدن په بدخشان کې،  د مس شيدايي معدن په هرات کې، د مس کندالان معدن په زابل کې

د مس معدن په کابل کې، د جست معدن په غور کې، د سرب اوجست معدن په قندهار کې، د المونيم معادن په زابل کې، د موليدين معدن په زابل، بغلان اولوګرکې، د قلعي معدن په هرات اوفراه کې، د بريل معدن په کنر کې، د ليتم معدن په کنر کې، د تنتال فيوبي معدن په نورستان کې، د طلا معدن په غزني کې، د طلا معدن په بدخشان کې، د طلا معدن په تخار کې، د سلفر معدن د بلخ د البرز په غره کې، د تلک معدن په ننګرهار کې، د مالگې معدن په اندخوي، فارياب او دولت آباد کې، د ياقوت معدن په ننګرهار کې، د طلا معدن د قندهار په خاکريز کې، د شاه مقصود معدن په ماهيپر کې، د ګروميت معدن د خوست په ولايت کې، د رخام کاڼه په هلمند کې او... (انيس، احمد سعيدى، د تلې ٢٤ مه، ١٣٨٦) پدې توگه په لس گونو نور کانونه او تر ځمکې لاندې با ارزښته زېرمې زموږ په هيواد کې موجودې دي.

د سياسي جغرافيا له پلوه افغانستان په داسې يوې خطې کې پروت دى چې د منځنۍ او جنوبي آسيا لپاره فوق العاده ارزښت لري. په تيرو ليکنو کې مې دې ټکې ته اشاره کړې وه چې د يوريشيا او سنترال ايشياي هيوادونو لپاره، هندي سمندر گې ته يواځنې لنډه لار پر افغانستان تيريږي، د چين لپاره د عربي نفتي دريابونو ځمکنۍ آسانه لار پر افغانستان تيريږي، يواځي نفتي لار نه بلکې د چين لپاره له منځنۍ آسيا، پاکستان، عربي نړۍ او ايران سره د سوداگرۍ مخامخ لار پر افغانستان باندې تيريږي. د منځنۍ آسيا د انکشافي ماستر پلان تر ټولو لوى خوب هندي سمندرگې ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترانزيتي لين موندل دي او دا هغه وخت ممکن دى چې د دې هيوادونو له لورې پر افغانستان باندې ترانزيتي لاره جوړه شي.

په مجموع کې افغانستان يوه ښه مارکيټ دى، داسې مارکيټ چې هم د ډېرو هيوادونو توکې پکې ويلې کيداى شي او هم کولى شي په آرزانه نرخ بې شمېره خام صنعتي، زراعتي توکې خپلو سيالو گاونډيانو ته ورکړي. د کار په مارکيټ کې افغانان د ارزانه کاري مټو خاوند دى، دلته د هرې اقتصادي پروژې له پرانيستل کيدو سره د جگړو يوه جبهه کميداى شي خو که چېرې د نړۍ او سيمې د هيوادونو لپاره دا مهمه وي.

کيداى شي د ايکو په غونډې کې د افغانستان د امنيت موضوع هم مطرح شي، خو په ياد بايد ولرو چې امنيت له اقتصادي انکشاف، سوداگرۍ او پراخو مثبتو اړيکو سره اړه لري. مهمه دا ده چې د ايکو هر غړى بايد پدې باور ولري چې د افغانستان مرکزي حکومت په هره بڼه چې وي، د متفرقه ډلو تر حمايي، د دوى لپاره مثمر او غوره ده.

ايکو او افغانستان:

په افغانستان کې څو داسې عمده ستونزي شته چې د ايکو غړي هيوادونه يې له دې هيواد سره د پراخې همکاري په وړاندې خنډ بولي: د امنيت ستونزه، د اقتصادي مديريت نشتوالى، د طبيعي زيرمو بند پاتې کيدل، د غرب د نا متوازن او په عين وخت کې د متضادو سياستونو اغيز، چې د ايکو له ځينو غړو سره يې لري، بخصوص ايران او د منځني آسيا ځينې هغه هيوادونه چې روسې ته وفادار دي. غرب او په راس کې يې امريکا، ويره لري چې مبادا له اقتصادي پلوه د دې هيوادونو پراخه او هر اړخيزه همکارۍ د دې باعث شي چې افغانستان خپله اتکا او وابستگۍ پر دغو هيوادونو پراخه کړي چې په هغه صورت کې به د ((بې نيازۍ فضا)) رامنځته شي او پدې ترتيب به په سرنوشت سازه قضاياو کې د غرب نفوذ راښکته شي. البته دا يو تحليل دى.

که څه هم دا وېره سخته بېځايه ده، ځکه چې د ايکو غړي هيوادونه په اقتصادي او سياسي لحاظ د دې توان نه لري چې د غربي مرستو او رسوخ سره مقابله وکړى شي. په افغانستان کې د پانگوني څخه د ملاتړ ادارې د گزارش له مخې، په افغانستان کې د ايکو د غړو هيوادونو څه د پاسه ٢٠٠ خصوصي او دولتي شرکتونه په مقدماتي ډول په اقتصادي او تجارتي کاروبار کې پانگونه غزولې چې ټول ټال يې تر ٢٢ زرو پورې کاري مټې او کادرونه ور جذب کړي چې د ٢٠٠ ميليون ډالرو په ارزښت پانگه يې په چلند راوستي.

په داسې حال کې چې امريکا هر کال د درېو ميليارد ډالرو په ارزښت مرسته له افغانستان سره کوي، امريکا په پام کې لري چې سښکال د ١٠ ميليارډ ډالرو په ارزښت د افغانستان د سياسي نظامي توان د غښتلتيا لپاره ځانگړې کړي. په ظاهره که دا مرستې د کانگرس له لورې نه دې منل شوي خو امکان لري دا مرسته منظور شي. په همدې توگه نړيوال بانک هر کال افغانستان ته ٢٦٧ او آسيايي بانک ٢٠٠ ميليون ډالره هر کال مرسته کوي. يواځي د المان هيواد ژمن دى چې تر کال ٢٠١٠ پورې ٩٠٠ ميليون يورو د تخار په ولايت کې د کوکنارو د مخنيوي لپاره مرسته وکړي. دا له هغو ١٠.5 ميليارد ډالرو بسپنو څخه جلا ارقام دي چې د لندن  په کنفرانس(٢٠٠٥) کې د دوستو هيوادونو له لوري يې د ورکړې ژمنه شوې.

د ايکو د غړو لپاره د پانگونې ډېر فرصتونه شته، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځې استاد، پوهندوى سيد مسعود په قول، د کاري مټو او ظرفيتونو له پلوه په افغانستان کې ٨ ميليون وگړي د کار له واجدو شرايطو برخمن دي چې اوسنې موجوده پروژې او سکتورونه له دې شمېرې څخه يواځي ٢ ميليون جذب کړي دي. پداسې حال کې چې يواځي د معادنو د استخراج او بهره بردارۍ په برخه کې افغانستان څه د پاسه د ٨٠ ميليارد ډالرو پانگي او ٢٠٠.٠٠٠ کارگرانو د جذب قابليت لري. په همدې ډول که چېرې د افغانستان د ٨٥% زراعتي سکتور د ميکانيزه کيدو پروژې ته وگورو، پدې سکتور کې د ٤.5 ميليون وگړو او ٣٠ مليارډ ډالرو د جذب گنجايش شته.

په تاسف سره بايد اعتراف وکړو چې دولت د زړه سواند ادارې د فقدان، د پانگونې د ناسالم مديريت، د برېښنا د نه غزيدو، ناامنه شرايطو او د صنعتي او زراعتي سکتور د نه ملاتړ له امله دغه سکتورونه له ودې غورځولې او نژدې ده چې شکست وخوري. د هرات له 3٩٦ کارخانو څخه يو غټ شمېر يې له رقابتي توليد څخه پاتي دي، په ١٣٨٣کال کې د هيواد په کچه د بوټ گنډلو ٢٥٠٠ کارخانې فعالې وي چې تر ٢٠ زره پورې فني او ماهر کارگر يې بوخت ساتلې وو، د قالين او گيليم اوبدلو څه د پاسه٣٠٠٠ کارگاوي په هيواد کې د ننه پر کار پيل وکړ خو اوس سوکه سوکه له هيواد څخه د پاکستان په لور، مخ په کوچيدو دي. تاجر طبقه چې تر ډېره حده په ښارونو کې د ننه د مافيايي ټوپکمار گروپونو لخوا ترينه په مختلفو نومونو جزيه اخيستل کيږي او ياهم اختطاف کيږي، په ويره ده. ځکه يې گيله له امنيتي ارگانونو او هغو کمپنيو څخه ده چې د ټوپک گرځولو مجوز په جيب کې گرځوي. متاسفانه پدې کمپنيو او حتى د دولت په امنيتي ارگانونو کې تر ډېره حده هغه بې بندوباره مليشو هم نفوذ کړى چې يو زمان پرې د غلا او شوکو کړۍ را لنډې شوې، اوس نو د خپلو مشرانو او قوماندانانو لخوا د سيکورټي کمپنيو تر چتر لاندې راټول شول.

که څه هم دا زموږ د بحث موضوع نه ده، اما يو له هغو مهمو لاملونو څخه چې کورنيو پانگوالو ته يې انديښنه پيدا کړي همدا ده.

که چېرې د ايکو سرمشريزي ته د پراخې پانگونې او پراخ مساهمت غوښتنه کيږي، نو لازمه ده چې په کور کې د ننه له موجوده خنډونو سره هم په کلکه معامله وشي. تر کومه ځايه چې د افغانستان په دريځ او پلانونو پورې اړه لري، د ايکو په اوسنۍ اولسمې غونډې کې د افغانستان ولسمشر د غړو لپاره د پانگوني او ترانزيتي خدمتونو د هرډول آسانتياو ټټر وواهه. هغه څه چې د هرات د غونډې په ترڅ کې را توى شول، تر ډېره حده د پخوا په څېر تکراري خبري او ژمنې وي. ايران پداسې حال کې د ايکو لخوا د افغانستان د ((انکشافي صندوق)) لپاره د ٦٠٠ زرو اضافي مرستو وعده وکړه چې په پام کې لري، د روان عيسوي کال تر پاى پورې به ٥٠ زره مهاجرين له خپله هيواده باسي. ايران د ايکو هغه سياسي غړى دى چې په افغانستان کې له خپل سيال سره د اوږدې لوبي لپاره هم پيسې راليږي هم مهاجرين، هم باروت او هم...

  د غړو هيوادونو په گډې اعلاميې کې څو جالب او د حساب وړ ټکي هم موجود و. پدې  ګډې اعلاميې کې، دغړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو په پراختيا د اوسپني پټلي د جوړولو له لاري له ګاونډيو هيوادونو سره د افغانستان په نښلولو او د هرات په ښار کي د ايکو د پارک په جوړولو  ټينګار وشو او دغه راز د ګمرکې تعرفو لري کول، سوداګرو ته د ويزي ورکول او په افغانستان کي د ايکو د تجارتي مرکز په جوړولو ټينګار وشو. په اعلاميه کې څرګنده شوي او ويل شوي دي چي د افغانستان په يو شمير وړانديزونو باندي به د ايکو د غړو هيوادونو د استازو په  راتلونکي غونډه کي چي ټاکل  شوي ده په پاکستان کي جوړه شي خبري وشي. پدې معنا چې يو کال وروسته به د افغانستان پر پاتې وړانديزونو، چې د افغانستان لپاره فوق العاده اهميت لري، يواځي غور به پرې کيږي. که د گډې اعلامې پريکړو ته وگورو نو  له تيرو پنځو کلونو د ايکو د غړو هيوادونو له لورې د ريل د پټليو پر غزولو ټېنگار کيږي خو هيڅ هيواد، حتى افغانستان، په خپل نوبت سره د دې پټلې د تخنيکي پروژې خاکه نه دې وړاندې کړې.

که د ايکو د غړو يواځي همدا يوه ژمنه (د غړو ترمينځ د ريل پټلې غزول) عملي شي، نو يقيناً چې په افغانستان او سيمې کې به روان تجارت د اوسنې مقدار په پرتله ٨٠ ځلې زيات شي او پدې توگه به ټوله سيمه له بين المنطقوي تجارت څخه مستفيد وي.

 

د جنوبي آسيا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان (سارک)

South Asian Association for Regional Co-operation (SAARC)

هند، پاکستان، سريلانکا، بنگله ديش، بوتان، نيپال، مالديف او افغانستان چې د سارک غړي دي. د افغانستان په څېر هيواد ته د سارک غړيتوب هغه مهال مهم بلل کيداى شي چې د سارک کړۍ له ايکو سره او په همدې ترتيب يو وخت له شانگهاى سره وتړل شي.

د سارک غړي هيوادونه ډېر غښتلې نه دي، دوى ته د نحيفو (ډنگرو) هيوادونو سازمان هم وايي، چې د غنمو د وړو پر ځاى د وريږو خوراک پکې ډېر دى. دا هيوادونه تر ډېره حده د هند او پاکستان له پراختيا او هم يې د دواړو ترمنيځ د رقابتي سياستونو له امله، وده نه ده کړې. د سارک سازمان په غټ لاس د هند په گروت کې دى. اما له دې سره سره هند د پاکستان له لارې د تجارت غزيدو ته سخت اړ دى، هند پوهيږي چې له افغانستان، منځنۍ آسيا او ايران سره مخامخ لار نه لري ځکه يې هڅه دا ده چې د پاکستان له ځمکې نه يې د ترانزيتونو خوب برآورده شي. هند د چين په څېر د نفت او گازو يوه نه مړيدونکې تنده لري او دا تنده د منځنۍ آسيا او ايران له لورې مړيداى شي، خو که وړوکۍ پنجاب يې مخه پرېږدي. ځکه نو د سارک غړي هيوادونه د افغانستان په څېر زرين او رنگين خوبونه ليدلى شي خو چې تر اقتصادي پراختيا مخکې يې د غړو ترمينځ سياسي تفاهم رامينځته شي.

افغانستان د سارک لپاره همدومره مهم دى، څومره چې پاکستان دى، اوس خو پاټک پاکستان اچولى، خو که دا پاټکه پورته شي او افغانستان د لارو پر سر راځي، بيا نو طبيعي ده چې د ټولو هيوادونو آن  د پاکستان په شمول به هڅه او هيله دا وي چې په افغانستان کې دې هيڅ ډول کړکيچ نه وي.

ښايي يوه بله ستونزه دا هم وي چې د سارک ځينې غړي په افغانستان کې د لويديځو قواوو شتون، د خپلو ستراتيژيکو پلانونو په وړاندې يو ډول اندېښنه بولي خو دا اټکل سم نه دى. ځکه چې غربي نړۍ ته اوس هغه افغانستان پکار دى چې د سياسي او مذهبي لوبو پر ځاى پکې اقتصادي مصروفيتونه ډېر وي.

 

شانگهاى گروپ، يا د شانگهاى د همکاريو سازمان

Shanghai Group, Shanghai Cooperation Organization

که څه هم د شوروي اتحاد له سقوط وروسته په کال ١٩٩٦ (١٣٧٥) کې دغه سازمان د پنځو غړو هيوادونو (روسيه، چين، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان) لخوا د سيمه ييزه امنيتي همکاريو لپاره ايجاد شو. د غړو هيوادونو له لورې د هغوى له جنوبي سرحدونو څخه د اسلامي بنيادگرايي او اويغوريانو ويره هغه لومړنۍ مقصد و چې غړي يې سره راټول کړل. خو کله چې په کال ٢٠٠١ کې د غړو هيوادونو لخوا د چين د شانگهاى په ښار کې د منځنۍ آسيا د قومي او سرحدي جگړو په اړه د غړو هيوادونو غونډه جوړه شوه، دې سازمان د ((شانگهاى گروپ)) نوم ځانته غوره کړ. اوزبکستان په همدې کال ٢٠٠١ کې د شانگهاى غړيتوب ترلاسه کړ.  په کال ٢٠٠٥ کې د آنديجان د جګړو او عامه وژنو له امله اوزبکستان د شانگهاى غړو تر انتقادونو لاندې و، انديجان په اوزبکستان کې پرته سيمه ده چې د فرغانه په پراخې وادې کې قرغزستان ته څېرمه پرته ده. خو اوزبکستان خپل گاونډ قرغزستان د انديجان په بغاوتونو کې پر دخالت گرموي.

په کال ٢٠٠٤ [١٣٨٣] (په اومې غونډې کې) دغه سازمان د سيمې د سياسي امنيتي سازمان په عنوان رسميت وموند، چې په کال  کې افغانستان د دې سازمان د ناظر او د اجرائيه کميټه گۍ د مشورتي غړي په توگه د دې گروپ گډون وال شو. دم مهال د ځينو سياسي ملحوظاتو او ملي مصالحو له امله، افغانستان نشي کولى د دې سازمان اصلي او هم پيمان غړى شي، خو که چېرې د دې سازمان اقتصادي، امنيتي او تجارتي موخې پدې سيمې کې پراخې شي، هغه مهال د افغانستان غړيتوب حتمي دى.

د دې گروپ بدوالى پدې که ده چې له تيرو دوو کلونو راهيسى (٢٠٠٥- ٢٠٠٧) په خاصه توگه د روسيې لخوا-  تلاش شوى چې شانگهاى د ناټو او امريکا د يوه اړخيزهن سياستونو او نظامي  پرمختگ په وړاندې د يو سد په جوړولو يو گډې ستراتيژۍ ته ورسيږي خو دغه ميل يې د دې سازمان د غړو هيوادونو له نظامي همغږي او گډو تړونونو او تشکيلاتو له لارې، د متضادو لور ليدونو له امله ممکن نه دى. چين چې د يوه ويده اژدها په څېر د غربي آسيا، جنوبي آسيا، منځنۍ آسيا، آورآسيا او آن تر امريکا او افريقا پورې خپل آرزانه او پريمانه تجارت غزولى، په بشپړ ډاډ کولى شي چې د سوداگرۍ او اقتصادي اړيکو له پراختيا سره سياست د اقتصاد تابع کړي او پدې توگه نړۍ سيمه او نړۍ په بې اقرارۍ کې تر خپل نفوذ لاندې راولي. اوسمهال آن د امريکا په سترو ښارونو کې هيڅ توکي د چينايي توکو ځاى نشي نيولى. د چين او شانگهاى گروپ باور دا دى چې تر کال ٢٠١٠ -٢٠١٥ پورې د آسيايي هيوادونو خريطه بدليدونکي ده، افغانستان او عراق چې د جگړو ((محک ځاى)) دى او تر ډېره حده د غرب سياستونو ته د ((سر مزي)) حيثيت لري، د سيمه ييزه بحرانونو، نارضايتيو، بغاوتونو او د يو لړ سياسي اقتصادي او ټولنيزو ((مجبوريتونو)) له امله له مزمن پاړسوب سره مخامخ کيږي او د غربي سياسيتونو د زغملو توان له لاسه ورکوي.  پدې توگه روسيه، ايران، عربي خليج، چين او ياران يې پدې باور دي چې د جگړو راتلونکى ((محک ځاى)) به اسرائيل، اروپا، لاتينه امريکا او افريقا وي. پدې معنا چې د چين پر پراخيدونکي لمن پراته هيوادونه به د چين د مارکيټ او يا هم مارکيټونو ته د ورغزيدلې لار (ترانزيت لين) حيثيت مومي چې د بين المنطقوي پراخ تجارت له امله به يې اقتصادي او ټولنيزه وده لوړه کيږي، نو طبيعي ده چې چين په سيمه کې روانې لانجې، بغاوتونه او وروسته پاتي توب د خپل خيالي نفوذ لپاره يو ((غوږ انتظار)) بولي.

اوسمهال چين په ډېرې چابکۍ سره د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره خپلې اقتصادي تجارتي اړيکي پراخوي. د مثال په توگه چين غواړې په راتلونکو لسو کلونو کې له ايران سره د اقتصادي مبادلاتو او پانگونې کچه تر ٢٠٠ مليارډ ډالرو پورې ورسوي. چين غواړي د ايران د نفتو او ګاز تر ټولو لوى اخيستونکي وي. ځکه چې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې به د چين د انرژۍ تنده دوه برابره لوړه شي. د دې معنا دا ده چې چين که انرژۍ ته اړتيا لري، نو د توليد کچه يې هم مخ په پراخيدو ده او دا پراخيدل تر هغو محقق نه دى تر څو پورې چې پراخ مارکيټ ته لاس رسۍ ونلري.

چين له قزاقستان سره د سوداگرۍ د تبادلې په برخه کې هر کال د ١٠ مليارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لري او هر کال دغه ارقام ٣٠% لوړيږي. په همدې توگه له قرغزستان، تاجکستان او اوزبکستان سره.

په کال ٢٠٠٦ کې چين تاجکستان ته ١٦٠ ميليون ډالره کالي استولې و. خو د چين لپاره مهمه دا ده چې،  د منځنۍ آسيا د هيوادونو د نفت او گازو، اوسپنې، برېښنا او  انرژۍ د توليد د منابعو په برخه کې پانگونه وکړي. په همدې موخې يې د قزاقستان، اوزبکستان او ترکمنستان د نفتي منابعو د استخراج او د تاجکستان او قرغزستان سره د برق د انرژۍ په برخه کې اوږدمهاله پانگونه وکړه. چين يادو شويو هيوادونو ته په ميليونونو ډالره آسانه، اوږدمهاله او امتيازي پورنه ورکوي تر څو د نفت او گازو د استخراج، تصفيه خانو او پايپ لينونو د غزولو په برخه کې يې مصرف کړي. چين پدې لړ کې بريالى شوى چې د قزاقستان د شيمکنت، آتاسو، قره عنده، او نورو ښارونو نفتي ښارگوټو، څه د پاسه ٥٠% کارخانې په آسانه پورونو تمويل کړي. چين د هغه نل ليک تر نيمايي ډېر مصرف پر غاړه اخيستې چې د قزاقستان نفت او گاز پکې د آتاسو له سيمې د چين آلاشانکاو پولې ته رسوي. په همدې توگه به په راتلونکي کال ٢٠٠٨ کې له ترکمنستان څخه پر اوزبکستان باندې د گاز او نفتو يوه بله نل ليکه چين ته پيل شي. له تاجکستان څخه چين ته د برېښنا د لينونو د غزولو په مقصد چين ٧٢٠ ميليون ډالره اوږدمهال پور تاجکستان ته ورکړي. ديته ورته پروژه يې د اوزبکستان د ((زرافشان)) د برېښنا د بند د جوړولو لپاره هم پکار اچولى. په روان ٢٠٠٧ کال کې د چين د ((زيجين)) شرکت وکولى شو د زرافشان په نامه د طلا د استخراج له بريتانوي کمپنۍ څخه د دې کمپنۍ ٧٥% سهميه واخلي. د طلا د استخراج دغه کمپنۍ چې د تاجکستان په پنجده کې واقع ده ټول ارزښت يې ١٠٠ ميليون ډالرو ته رسيږي، چې د تاجکستان په سطحه يوه ستره او پانگواله کمپنۍ ده.

اما روسيه د شانگهاى د احساساتي او عجول غړي په عنوان، تل د ژر حاصليدونکو گټو په فکر کې ده، روسيه د امريکا په څېر د حکيمانه گټو پر ځاى لنډې او عاجلې گټې غواړي، همدا دريځ دوى د بري په ځاى له ټکرونو سره مواجه کړي او په نتيجه کې يې د سالمو سياستونو ځاى رقابتي او بدگمانه سياستونو نيولى.

شانگهاى لوى گروپ دى، داسې گروپ چې په اوس مهال د ټولې نړۍ ٢٥% نفوس او ٦٣% طبيعي زيرمي او منابع لري. که چېرې ايران، هند، مغولستان او افغانستان چې د دې گروپ ناظر غړي دي، اصلي غړي شي، نو د نړۍ ٥١% نفوس او ٧٠% طبيعي زيرمې او د انرژۍ منابع به له ځان سره ولري.

خلاصه دا چې شانگهاى، ايکو او سارک د نړۍ د نفوس او وچې ٧٥%، د طبيعي زيرمو ٧٧% او د مصرف تر ټولو لوى مارکيټ دى. اروپا او امريکا هميشه تلاش کړى چې د خپلو څو مليتي کمپنيو لپاره د مصرف مارکيټ په افريقا، لاتينې امريکا او مدرنې نړۍ کې پيدا کړي. خو دوى پوهيږي چې له آسيا پرته د دوى کمپنۍ په ټپه ولاړيداى شي. ځکه نو يو سياست له پخوا څخه همداسې راغلى، چې يوه برخه د نړۍ بايد توليدي پاتي شي، د توليد ټوله مشينري په خپل انحصار کې ولري او بله نړۍ بايد تل تر تله مصرفي پاتي شي، تر څو د نړۍ د اقتصاد توازن (!) خراب نشي. پداسې حال کې همدي تلاش د فقير او غني ترمنځ فاصلې د بغاوتونو او ترهگرۍ تر بريده رسولې او که دغه تسلسل ادامه ومومي نو يواځې القاعده به د غربي کمپنيو په وړاندې نه، بلکې ډېر بې وزله اولسونه به له دې قطار سره يوځاى شي.

په ټوله کې ويلى شو چې افغانستان د دريو سترو سازمانو په چوکاټ کې يو مهم، گټور او ستراتيژيک هيواد دى، که دلته د بين المنطقوي تجارت او اقتصاد د پرمختگ فرضيه وړاندې کيږي، نو په هيڅ وجه به بشپړه نه وي، تر څو پورې چې د افغانستان رغنده او بسيا رول ته پکې ځاى نه وي ورکړل شوى.

 

نوت:  دواړه عکسونه په بشکيک کې د شانگهاى د غړو غونډه، ٢٠٠٧

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت