د پاکستان د سياسي رکود پيل

پر افغانستان او سيمې يې منفي اغيزې!

 

لومړۍ برخه

 

 

محمدآصف ننگ، پکتيکا

 

د پاکستان د سياسي وضعيت په اړه يوه مقوله دا ده چې، دا هيواد د يوې سپېڅلې وعدې (د مسلمانانو کور) په عنوان د انگريزانو په مرسته له هندوستان څخه د انگريزى استعمار په خلاف د مبارزې له برکته آزاد او (١٤ اگست١٩٤٧) رابېل شو. له پنجاب پرته، د پاکستان اصلي هويتي خاوره ډېره کمه ده، د پلوجستان يوه غټه برخه خاوره د انگريزانو له خوا د ناصرالدين شاه قاجار په سلطنت کې (د گلداسميت د تړون له مخې) له ايران او افغانستان څخه را بېله شوه، د کشمېر او مظفرآباد جنت نظيره سيمې د پښتنو په مټ له هند څخه مستقله کړاى شوې، په همدې توگه د ديورند لاين بره او کوزه سيمه (پښتونخوا) له افغانستان څخه د يوه موقتي نيرنگي ((تپل شوي تړون)) له مخې ور سره ملحق وگرځول شوي. په کال ١٩٧١ کې د پاکستان شرقي ايالتونه (بنگلاديش) د پنجابي نظاميانو د تعصب او غلطو سياستونو له مخې په داسې حال کې بېلې شوې چې د پاکستان د جمهوري رياست انتخابات يې په لوى اکثريت سره گټلې وې.

له هند څخه د مسلمانانو د بېلتون مبارزه تر ډېره حده د پاکستان په نابالغه سياسي زعامت پورې اړه درلوده، د محمدعلى جناح او گاندې مزل له يوه ستيج څخه پيل شو، خو د پاکستان له تجزيې سره، د هند د نيم وچې عظيم مسلم اکثريت په دريو ټوټو وويشل شو (په هند کې د اقليت په نوم، په بنگال او پاکستان کې د دوو تجريه شويو متفرقه ټوټو په حيث) ښايي انگريزان پوهيدل او غوره يې گڼله چې هندي مسلمانان په دې توگه تجزيه شي تر څو په لوى هند کې يې اکثريتي تجمع او وحدت سره وپاشل شي او په نهايت کې يې تر موثريت، زيانمن توب ډېر وي.

که څه هم پاکستان د نړۍ د ډېرو وگړو لرونکى (١٥٨ ميليون، ٢٠٠٥) هيواد دى. پدې معنا چې له چين او هند وروسته پاکستان د نړۍ د نفوس لرونکو هيوادونو په شپژم کتار کې راځي، خو دغه هيواد د آزادۍ له شيبو راهيسي تر نن پورې له ډېرو سترو کورنيو او بهرنيو لانجو سره لاس او گريوان دى، د کنترول پولې پر سر له هند سره، د کشمېر په موضوع کې، د ديورند په موضوع کې له افغانستان او د بلوچستان په موضوع له ايران او پخپله له بلوچانو سره، په سند کې له بهريانو (هندي مهاجرو) سره او په همدې توگه د کور گوندې له تراکم، د شيعه او سني، کودتايي حکومتونو، په اقتصادي او ادارې لحاظ له پراخ او مزمن اداري فساد سره لاس گريوان دى.

تر سپتمبر (١١) وروسته له ترهگرو سره د جگړې په پلمه دغه هيواد د اسلامي اورپکو له ډېرې تندې بدۍ سره نښتى، داسې بدۍ چې لمن يې له غرونو څخه د ښارونو پر لور را خوځيدلې ده. اوس چې په شمالي او جنوبي وزيرستان، واڼه، ملاکنډ ايجنسۍ، خيبر ايجنسى، باجوړ ايجنسى، مهمند ايجنسى او سوات کې کومه وضعه (طالبانيزشن) حاکمه شوي، د پاکستان مهم او وروستۍ قدرت (پوځ) يې له سخت غوبل سره مخامخ کړى.

په تيرو دريو لسيزو کې د پاکستان د منفي سياستونو له امله افغانستان ډېر لوى قيمت ورکړ، داسې لوبې وشوې چې د افغانستان په شمول يې د ټولې نړۍ آن پخپله د پاکستان امنيت او مشروعيت له سوال سره مخامخ کړى.

 

سياسي جگړې په فکري جگړو څنگه بدلې شوې؟

هسې د ټولنيزو علومو له مخې د هرې اقتصادي، سياسي او تخنيکي ستونزي علاج ناممکن او مستحيل کار نه دى، خو د يوې مفکورې وژنه په هيڅ ډول په نظامي زور او پيسو ممکن نه دى. که چېرې د پرويز مشرف خبره سمه وي چې طالباني مفکوره (طالبانيزيشن) او (بن لادنيزم) د پاکستاني ولس او ځوانانو په مغزو کې مخ په پراختيا ده، نو په دې آسانۍ سره يې معالجه ممکنه نه ده.

ځينې واقعيتونه داسې دي که د سياسي ملحوظ په بنا يې ويل تاوان هم لري، خو بايد وويل شي. په تيرو دريو لسيزو کې له افغانستان سره د پاکستان دريځ که له يوه پلوه د انقلابي غورځنگونو د حمايي او رشد لپاره گټور واقع شوى، نو له بل پلوه د همدې سياستونو په نتيجه کې افغانستان ډېره زياته صدمه ليدلې، داسې صدمه چې په پاى کې يې دغه انقلابي غورځنگونه په باغي او مهار نه کيدونکو غورځنگونو بدل شوي.

پاکستان د افغانستان په جگړو کې د دوو ميليون ککريو خونړي انقلاب نظاره کړه، د دې انقلاب په تداوم کې يې د غرب او امريکا ډېره لويه توجه او مرسته ترلاسه کړه، په سيمه کې يې خپل قوي موقعيت، تکراجي او د افغانستان د سرنوشت مهمې دوسې په خپل گروت کې نيولې وي. داسې دوسيې چې غرب پرته له پاکستان د سيمې بل هيڅ هيواد ته نشواى ورکولى. پاکستان په ډېر مهارت سره وکولى شو په تيرو دريو لسيزو کې د افغانستان گاونډ هيوادونه له غرب څخه په فاصلې کې وساتې. ښايي اوس هم له هغو کلونو سره پاکستان ډېره فاصله نه وي نيولې، چې معمولي ډگروالانو به يې زموږ د مهمو رهبرانو آب او دانه ټاکله! د دې ټولو تر څنگ د طالبانو په دور کې د پاکستان استيلا غوښتونکى حرص يوه خاصه او بېله مرحله وه چې پکې اکثريت افغانانو دومره مايوس او ناهيلې شول چې د دې اميد يې نه درلود چې نور به يې خپل وطن، ښادمن وطن شي. پدې کلونو کې ډېرو وطندوستو افغانانو خپل ملکيتونه د هيڅ په بيه خرڅ کړل او په ډېره بيه يې ځان بهرنيو هيوادونو ته ورسول. په پاکستان کې د افغان مهاجرينو تر ټولو ذليل او غلام کلونه همدا کلونه وو.

نن چې همدا طالبانيزيشن د پاکستان پر غولې ويړ شوى، نو لويه ملامتي بېرته دوى ته راجع کيږي. د دوى (طالبانو او پاکستان) بې رحمه او غير انساني سياستونو په ټولو ميدانونو کې افغانانو ته صدمه ورسوله، په ټولنيز لحاظ يې له شرمه ډک سرنوشت سره مخامخ کړي، په اقتصادي لحاظ يې له پراخ فقر، په سياسي لحاظ يې د اسلامي غورځنگونو د رسوايې او شکست زمينه مساعده کړه او په مجموع کې يې د کمونيستي امپراطورۍ راڅملونکى عظيم انقلاب داسې خوار او صغير کړ چې اوس د يوې وړې ټولگۍ بهرنيانو خيرات ته په سوال ولاړ دى او جالبه دا چې د همدې عظيم انقلاب ته يې هيڅ فاتح ور په برخه نکړ.

دا خو د پرون او روانو سياستونو يوه پاڼه ده، چې په اختصار سره مو وويله، کنې د ((سرحدي جيلونو)) ډېرې داسې کيسې شته چې زموږ پتنو پيغلو به پکې د يوه ((تور بابو)) هوس ته سر کوزاوه او دومره څوک نه و چې له پت څخه يې دفاع وکړي، حتى د طالبانو په هغه نايابه تند امارت کې چې د اسلام مستحبات يې هم پر خلکو فرض کړي و، خو د خپلو پتنو پېغلو په اړه يې له دې ((بابوانو)) څخه هيڅ هم نه پوښتل.

زړه مې باور لري چې طالباني مفکوره، قطعاً له عزيز اسلام سره تړاوو نه لري او نه يې درلودله. چېرته دا عظيم او سعادت بښوونکى دين او چېرته هغه دوزخي فرمانونه چې د چړيانو له لوري د اسلامي خلافت او اسلامي امارت د تحکيم په مبارک نيت پلې کيدل؟!!

اوس هم چې د دې مفکورې زور په خپله د استاد له کوره اوزي نو که د وجدان محاسبه په سياست کې نه وي، نو د سياسي محاسبې له مخې دې د پاکستان سياسيون او تصميم نيوونکي سوچ او تامل وکړي چې آيا د تيرو دريو لسيزو هوس او سياست يې د افغانانو په حق کې څه پايلې درلودلې، چې اوس به يې د دوى لپاره په پاکستان کې ولري؟

آيا په شمالي، جنوبي وزيرستان، سوات او څو سرحدي ايجنسيوکې راپاڅيدونکې بلاوي چې په اصل کې د افغانستان د غمخوني لپاره تيارې شوي وي، اوس به دوى پخپله ترينه چرته پناه يو وړل شي، آيا دوى يې مهار کولى شي، آيا د دوى وگړو ته يې ((سوچه گروه)) او سرحد نه منونکى امارت نيکمرغي ورکولى شي؟

**************

دويمه برخه (٢)

 

له افغانستان سره لوړې ژورې

د طالبانو له سقوط وروسته په لومړنيو دوو کلونو کې د ډېرو هيوادونو په څېر پاکستان هم د افغانستان نوي حکومت ته د دوستۍ او مرستې لاس ور اوږد کړ. په پيل کې يې د توکيو په کنفرانس کې د ١٠٠ ميليون ډالرو مرسته، بيا يې د برلين په کنفرانس کې د ٢٠ ميليون ډالرو مرسته، چې يو څو ملي بسونه او د کرنې د مشينرۍ په شكل مصرف شوي او بيا يې په ٢٠٠٥ کال کې د لندن په کنفرانس کې د ١٠٠ ميليون ډالرو د مرستو ژمنه وکړه، چې تر دې مهاله د طورخم جلال آباد سړک، د رحمان بابا ليسه او څه نورې وړې لويې پروژې پرې ورغول شوي. خو له دې ټولو سره سره د پاکستان او افغانستان ترمينځ تبليغاتي وضعه د مرموزو کړيو لخوا کړکيچنه وساتل شوه. د ٢٠٠٦ کال په پيل کې د تبليغاتي بريدونو لمن دومره پراخه شوه چې آن د نړيوالو دوستانو پر اړيکو او سياستونو يې اغيز وشينده، پايله يې دا شوه چې امريکا د سيمې د موثر او بارسوخه هيواد په عنوان، مجبوره شوه په مينځ کې د مينځگړې په عنوان مداخله وکړي. د امريكا د دفاع وزير، د سنا د مجلس مشرې، د باندنيو چارو وزارت، راتلونكې ولسمشرۍ ته كانديد، او د جورج واشنگتن د پوهنتون ګزارش، په مجموعي توگه پاكستان د القاعدې او طالبانو په مرستې پړ وباله.

 د ۱۳۸۵ كال په پاى كې د افغانستان ولسمشر په كندهار كې تر ټولو تنده، گيله منه او بريدواره وينا وكړه، د پاكستان په وړاندې د ولسمشر دا وينا دومره پر درده وه چې پخپله يې په وينا كې وژل او وي ويل ((موږ له هرې خوا قربانۍ كيږو، القاعده مو عمراني پروژې او د سر سړي وژنې، پاكستان تروريستان راته روزي او بچي مو وژنې او خارجيان مو په بمباريو كې كلې ورانوي او ولس مو وژنې...)) ديته ورته ويناوي او په گڼو نورو مواردو كې د پاكستان د لاسوهنې ډېر داسې دلايل وموندل شول چې پاكستان په افغانستان كې تخريبكاره مداخله جاري ساتلې، دا ټول باعث شول چې پاكستان د افغانستان په وړاندې خپل دريځ بدل كړي.

د ۲۰۰۶ كال د نومبر په ۲۷ نېټې د ملگرو ملتونو د کلنۍ غونډې په حاشيې کې د پاكستان او افغانستان ولسمشرانو په هغه ميلمستيا كې ونډه واخيسته چې د جورج بوش لخوا په نيويارك كې جوړه شوې وه. په همدې ناستې كې د دواړو هيوادونو ترمينځ د امن گډې جرگې طرحه وړاندې شوه. كه څه هم په ظاهره پاكستان له دې طرحې سره هوكړه وكړه خو په زړه كې پرې چندان خوشحاله نه و.

د افغانستان له لورې د قوس په لومړۍ نيټې د گډې جرگې لپاره ۲۱ كسيز كميسيون د پيرسيداحمدگيلانى په مشرۍ جوړ شو، داسې كميسيون چې تر ډېره حده يې كارونه او فعاليتونه د دې كميسيون د دارالانشاء د رئيس، فاروق وردك او د هغه د ځوان ټيم لخوا پر مخ بيول كيدى.

 

د امن گډه جرگه

د امن گډې جرگې لومړنۍ ناسته د كابل ښار د لويى جرگې په خيمه كې د دريو ورځو لپاره (۱۸-۲۱ زمرى ۱۳۸۶) د افغانستان د ٣٠٠ استازو او د پاكستان د څه د پاسه دوه سوه تنو په گډون، د شوكت عزيز او شيرپاو په مشرۍ ترسره شوه چې د توقع برخلاف، د جرگې په وروستۍ ورځ د هغه هيواد جمهور رئيس پرويز مشرف هم پكې گډون وكړ.

د افغانستان ولسمشر په جرگې كې په ډاگه وويل چې ترهگر خو افغانان نه دي، او چې افغانان نه دي نو څوك دي، او له كومه ځايه راځي؟ په حقيقت كې دا هغه پوښتنه وه چې افغان ولس يې له مودو راهيسې پوښتې، دا څوك دي چې د دې هيواد د وگړو سكون او راحت يې ترينه لوټلى؟ آيا داسې څوك په دنيا كې شته چې خپل كور په خپل لاس ورانوي؟

همدې پوښتنې ته په ځواب سره، د پاكستان ولسمشر پرويز مشرف وويل چې دا ترهگر دي او دوى بې هويته خلك دي. دوى نه افغانان دي او نه هم پاكستانيان، دوى د افغانستان او پاكستان گډ دښمنان دي، ځكه چې دواړه هيوادونه يې له شر څخه سوزي.

په گډې جرگې كې د ټولو ويناوالو فرياد، غوښتنې او وړانديزونه مشابه ول، داسې وړانديزونه او غوښتنې چې د دواړو هيوادونو وگړې يې نژدې كيدو ته رابلل. د پښتونخوا ملي غورځنگ څو مشرانو په ډاگه وويل چې د پاكستان او افغانستان په قبايلي او پښتنې سيمو كې ترهگرو ډلو ته ځكه د فعاليت چانس مهيا دى چې دا سيمې د خپلو دولتونو او نړيوالې ټولنې له دوه گونې چلند سره مواجه دي، دوى هم د دولتونو او هم د نړيوالې ټولنې له عمراني پروژو څخه محرومي پاتې دي او هم يو ډول تپل شوي، غير ارادي او مکروه جگړې پرې تحميل شوي.

كه څه هم د جرگې غوښتنې ډېرې پرځاى، انساني او گټورې وي، خو وكتل شي چې د پاكستان حكومت، چې تر ډېره حده پكې پنجابي پوځيان قدرت لري او د كابل حكومت چې په مطبوعاتي ډگر كې يې تر ډېره حده د مغرضو، متعصبو، وطن دښمنو او اجنبي كړيو نفوذ غزيدلى، آيا ديته ليوال دي چې د جرگې پريكړې عملي شي؟ ځينې كړۍ په كابل كې فكر كوي چې دا جرگه داسې جرگه وه چې تر ډېره حده يې د پښتونخوا د دواړو غاړو مشران سره نژدې كړل.  د دوى په آند په تيرو ۱۰۰ كلونو كې دا لومړى ځل و چې په دومره غټه كچه پښتانه مشران په يوه غولې سره كښيناستل او د خپلو ستونزو په اړه يې خبرې وكړي، او خپلو حكومتونو ته يې په ډاگه وويل چې د جگړو له څو عمده عواملو څخه يو څو داسې عوامل دي چې په سبب يې په افغانستان او سيمې كې جگړه روانه ساتل شوي، په نړيواله كچه د يوه واحد قوم په خلاف دومره ستره جگړه جاري ساتل او د پولې په دواړو غاړو كې د دوى په وړاندې د ترهگرو او مخدره موادو د قاچاق وړونكو په عنوان د جگړو لړۍ، او په همدې توگه د يوه لوى قوم په توگه دهغوى ژبې او وگړو ته اندك ونډه وركول، په نړيوالې ميډيا کې هغوى خشن، ظالم، ناپوه، له ترقۍ لريي او په ټولنيز لحاظ ورسره د متهم او ملامت قوم په سترگه كتل او... دا ټول د دې باعث شوي چې دغه قوم په دواړو هيوادونو کې د مركزي حكومتونو او بهرنيو ځواكونو پخلاف له كركې ډك دريځ ورخپل كړي.

که څه هم په افغانستان کې، په تيرو شپژو كلونو كې، د دولت له لوري، د سولې د تحكيم د كميسيون ترڅنگ، دوه لويي پروژې چې په غټ لاس پكې د جمهور رئيس كرزى او د ده د نژدې وطندوستو ملگرو ټيم شامل و، د هيواد د نجات لپاره مطرح شوې. يوه طرحه د ((امن گډه جرگه)) او بله د ((ملي پخلاينې)) وه چې په لومړنۍ طرحې كې دولت وكولى شو ښې لاسته راوړنې د افغانستان او پاكستان د اړيكو په ډگر كې ترلاسه كړي، د امن له گډې جرگې وروسته د دواړو هيوادونو ترمينځ تبليغاتي واټن او تريخوالى کم شو، د تجارتي تسهيلاتو او د امنيتي همکاريو په ډګر کې د پام وړ بدلون رامينځته شو. خو په افغانستان کې ملي پخلاينې ته د طالبانو او مخالفو وسله والو ډلو لخوا مثبت ځواب ورنکړل شو. کيداى شي د طالبانو د منفي دريځ ترشا د هغو هيوادونو لاس وي چې، په افغانستان کې د بهرنيو قواوو شتون د خپلو هيوادونو لپاره گواښ بولي، کيداى شي نور عوامل هم وي!!

پدې دواړو ډگرونو کې ((د امن د گډې جرگې او ملې پخلاينې)) گڼ شمېر چلنجونه او خنډونه موجود و. په کابل کې ځينې معلوم الحاله کړيو غوښتل د گډې جرگې برنامه ناکامه کړي، دې کړيو له پخوا څخه زيار ايستى چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ نه ماتيدونکي ديوالونه او نه پخلا کيدونکي اړيکي ايجاد کړي، ځکه يې د جرگې د تياريانو په درشل کې له مختلفو سياسي او ميډيايي کانالونو څخه زيار ويست چې گډه جرگه له سره دايره نشي او که دايريږي نو له ناکاميو او ناخوالو سره يوځاى دايره شي. دغو کړيو د جرگې د دارالانشاء د فعالو غړو لپاره توطئي جوړې کړې، تر فشار او غيرقانوني څارنې لاندې يې ونيول او غوښتل يې د نظام له مشروع ادارو څخه د نامشروع افرادو په واسطه نا مشروع فعاليتونه ترسره کړي، خو پدې شوم هدف او نيرنگونو کې پاتې راغلل، دغو کړيو ونشو کولى چې د جرگې د جوړونکو ارادې او زيار له تعلل سره مخامخ کړي، دوى په ظاهره د پاکستان په خلاف نارې سورې وهي، خو دريځونه يې داسې دي چې افغانانو او افغانستان ته تاوان رسوي او پاکستان او پنجاب ته گټه!!

 

د ملي پخلاينې طرحه:

په همدې توگه ويلى شو، چې همدا منحوسې کړۍ اوس هم زيار باسي چې د ملي پخلاينې پروژه ناکامه شي، ځکه چې دوى د ملي پخلاينې په تحقق سره پوهيږي چې له يوې خوا يې مکروه ونډه، ناجايز کاروبار  اوپه نظام کې يې موجوده صلاحيتونو او اربابي کميږي او له بلې خوا کله چې د پخلاينې په نتيجه کې جگړې ختميږي او د قانون تنفيذ ته مخه خلاصيږي په هغه صورت کې دوى د عدالت او محاسبې له منگولو سره مخامخ کيږي او د جنگي جنايتونو، نشنلستي عزايمو او د پرديو د نوکري دوسې يې افشاء کيږي.

ځکه نو د دې کړيو لخوا د ولسمشر د ملي پخلاينې د هڅو په وړاندې د منفي تبليغاتو سلسله دومره پراخه شوه چې آن د بهرنيو دوستانو پر دريځ يې تاثير وغورځاوه. هغوى يې ديته اړ کړل چې ديوه چټک غبرگون په نيولو سره د افغان ولسمشر په مخکې ودريريږي. د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو يو تن مشر وويل چې افغان ولسمشر نشي کولى چې د ملي پخلاينې په لمن کې ټول واړه او پاخه مشران راغونډ او هغوى په پخلاينې کې راگډ کړي!! په حقيقت کې دغه ډول دريځ نيول که له يوې خوا د افغانستان د ملي او قانوني حاکميت په وړاندې په ملي او بين المللي کچه سوالونه راپورته کړل، نو له بلې خوا په غټه پيمانه د دې باعث شوه چې زموږ سياسي او نظامي ځواکونه مايوس او ستومانه شي. يقين لرم چې يوکال وروسته، چې تر هغه مهال به ډېرې معصومي او ملامتې وينې توى شي، بيا به هم همداسې طرحې ته رجوع کيږي. او هغه مهال به د دې طرحې په وړاندې مخالف ځواکونه تر دې زيات امتياز او غوښتنې غواړي. کيداى شي له عوامو سره دا سوال پيدا شي، چې ولي د اوسنيو مخالفو ځواکونو د رهبرانو په وړاندې داسې دريځ نه نيول کيږي؟ آيا هغه عفوه او مصالحه چې جنگ پرې ختميږي او د سولې په راوستو کې مرسته کوي، د هغې په وړاندې ولس مخالفت کولى شي؟ ښايي خلک داهم وپوښتې، که چېرې د جنگي جرايمو خبره وي، نو دم گړۍ په کابل کې ډېرې داسې څېرې شته چې د يوې لسيزې لپاره يې د کورنيو جگړو، برباديو، عامه وژنو او جنايتونو چارې پر مخ بيولې خو هغوى نن د محاکمې پر ځاى د لازياتو امتيازاتو خاوندان دي؟! که چېرې د دوى لپاره عفوه او امتياز د امنيت لپاره د توجيه وړ وي، نو ولې د نورو لپاره د توجيه وړ نه ده؟

بيرته راځو پاکستان ته، پاکستان هم د افغانستان په څېر د ملي پخلاينې څو طرحې پلې کړې، لومړۍ يې په ٢٠٠٥ کې د وزيرستان د سولې د تړون تر چتر لاندې چې پکې د يو کال لپاره له اورپکو سره اوربند قايم شو، بيا د مهمند ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ او بيا د پېښور تړون چې له مخې د پاکستان حکومت له مخالفو اروپکو سره د جگړو بنديز وکړ. اوس د اکتوبر په مياشت کې د ملي پخلايني او عفوي يو تړون اعلام شو، د دې تړون له مخې د پاکستان د ټولو سياسي رهبرانو لپاره د هغوى محکوم به، جرمونه او اتهامات وبښل شول، د همدې تړون له مخې د نواز شريف او بې نظير بوټو په اړه د اختلاس او خيانت دوسيې وتړل شوي او بيرته يې په خپل هيواد کې د سياسي فعاليتونو مجوز وموند. سره له دې چې په پاکستان کې پوځي حکومت دى اما دوى د خپلو ملي گټو لپاره د دې پوتانشيل او ظرفيت لري چې ټولې سياسي او مدني کړۍ په يوه خوله سره راغونډې کړي.

 

نور بيا...

 


بالا
 
بازگشت