دلوی ځيښتن په نامه چی انسان ئی د څمکې خليفه وټاکه

د سپین غر  ټو لنیزي ټولني اعلاميه

 

نيټه١٣٨٧ حمل ٩

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 

پدی ورستويو کی د افغانستان د پوځ  یو و تلی او مخکښ استاد ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی په اټکلی ډول دکاندیداتوری اعلام د ټولو هیوادوالو د غوږوه شویدی٠ او ډلیزو رسنیو هم دغه اعلام  په ځو ځلی خپورکړی دی، نو له دی امله د سپین غر ټو لنیزئ ټولنی د دغه خبر په اوریدو سره د یو ټول پوښتنی کمپاین ئی په خپله کچه ددغه زيرې په هکله تر سره کړ ،چی په نتیجه کی هغه زړه سوانده،ملی، سياسی او داندخاوند افغانان چی د دغی ټولنی سره اړیکی لری ارزونه وکړه چی دغه سیاسی,ملی,پوځی او علمی شخصیت ( پروفيسور علی احمد جلالی)د اوسنی ترينګلو حالاتو لپاره ښه انترناتيف دی٠ ځکه چی نوموړی د هيواد د هغو نامتو صالحو سیاستوالو ځخه دی، چی افغانی او نړیواله ټولنه ورنه ديو اکدميک او پوه سياستوال په حيث درناوی کوي٠ او زمونږ په اند په اوسنيو ترينګلو حالاتو کی پرته د ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی ځخه بل داسی لوړ ملی،سياسی او په وطن مين شخصيت دهيواد په سياسی ډګر کی نه ده سترګو کيږی چی زمونږ هيواد او ټول هيوادوال له دغی بدمرغی ځخه وژغوري٠ نو سره لدي چی د سپین غر ټو لنیزئ ټولنی خپل پوره،پوره ملاتړ اعلانه وي بلکه ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی ته دا وړانديز کووه چی په خپل کانديدديدو سره دافغانانو دقيادت دغه تشه ډکه کړې او دغه تاريخی مسوليت وه منی٠ 

 پدی ښه پوهيږو چی دافغانستان قيادت کوم امتياز نه البته يو لوي مسوليت دی،  خو ددغه مسوليت اخستونکۍ شخص بايد لازم کفايت،زرفيت او د اهليت لرونکې وي، تر ځو وشی کولای زمونږ د هيواد دټولو وګړوه( پښتون،تاجک،ازبک،هزاره او نورو درنو اقوامو) دکونډو، رنډو، يتيمان او بی وزلو هيوادوالو په زخمونو د مرحم پټي کيږدي، او زمونږ د پت او عزت شمله بيا په نړيواله کچه راوچته کړی٠

 له هغه ځائي چی مونږ دښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی سره له پخوا اړيکی لرو ( ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی زمونږ حرب تاريخ استاد وه په ح-پ کی) نو زمونږ دغه پورتنی ارمانونه ده دغسي يو ملی لارښود په درلودو سره انشاالله د عمل جامه اغوستی شې٠

 

وسلام

په هيوادنی مينه او درناوي

 

دسپین غر ټو لنیزئ ټولنی د ټولو غړو او مشرتابه په استازيتوب

 

الحاج ډګروال جانداد شينواری   ډګروال قوماندان غلام سخی شينواری   جنرال محمد محسن هلالی

جنرال محمد حسن همت                 انجينر عبدالمجيد بارکزې           محمد صديق جبارخيل

ډګروال عبدالقيوم  جمالي صافي       سمونيار شاه ولی فقيری            انجينر محمد نادر صافي

 

 


بالا
 
بازگشت