بسم الله الرحمن الرحیم

ازادافغانستان

AZAD AFGHANISTAN

خبري بولتين

 

چلوونکى : اجمل « شينواري»

  دوه يشتمه گڼه ١٣٨٩هجري  شمسى کال  د قوس ١٥         د2008  ميلادی کال د دسمبر 5

 


په اروپا کي د ميشتو افغانانو لخوا د ښاغلی استاد علی احمد جلالي نه د ملاتړ کنفرانسونو بشپړ رپوټ د انځورنو سره

 

ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی د وينا په حال کی

ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی د وينا په حال کی

 

په اروپا کي میشتو افغانانو په څو ملاتړيزو غوڼدو کي دپروفيسو علي احمد جلالي څخه غوښتنه وکړه تر څو دهیواد حالاتو ته په پام کي نیولو سره ځان راتلونکو ټوټاکنو نوم اند کړي .

د نومبر پر ۲۹ تمه نیټه په فرانکفورټ کي او د نومبر پر ۳۰ مه د ناروې په اسلو ښار کي د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر پرفيسور علي احمد جلالي ته بلنه ورکړ شوېوه ،  تر څو داروپا میشتو افغانانو غوښتني ورسره شریکي کړي . په نوموړو غونډو کي د اروپا او سکندویایي هیوادونو تر ۵۰ زیاتو سياسی او ټولنيزو نهادونو، د سياست د ډګر داند خاوندانو، فرهنګی  ځيرو،  په اروپاکی ميشت  دينې علماو او مخه ورو افغانانو ګډون کړی وه٠

 

 

 

 

 

د فرانکفورت کنفرانس :-

دغه غونډه د ماسپښين په ٣ بجو او ٤٠ دقيقو د کنفرانس د جوړلو د جرګه ګې د غړې سيد نظام وحدت په لنډ ښه راغلاست ويلوسره د غونډې واګې ددغې جرګه ګې بل غړې اجمل شينوارې ته وسپارلې، ورپسی  دغونډې  ګرځونکې اجمل شينوارې لخواد ريسۀ هيت په پيژندګلېوې ( قومې مخه ور حاجی فضل الرحمن پاچاه،دينې عالم شيخ سيد ذکريا کابلی، سياسی او ټولنيز فعال الحاج  ډګروال جانداد شينوارې، فرهنګی او جهادې  ځيره محمد اکرم انديشمند، علمی ځيره پروفيسور هلالی، سياسی او مطبوعاتی فعاله ميرمن فرزانه فارانی، جهادې  ځيره  تورن لطيف،  جهادې  او فرهنګی ځيره ويس ناصرې، سياسی او ټولنيز فعال  جنرال  مصطفی يوسفزې،  قومې مخه ور دايانې سياسی فعال محمد غنی اتمر او د غونډې د دارالنشا غړې هريو ديپلوم انجينر اقامير  لښکرې سيد نظام الدين وحدت او ډاکتر امين الدين سعيدې) او کلما الله مجيد په ځو مبارکو ايتو په لوستو د ښاغلی عباسی لخوا رسما"پيل شوه٠

 

 

 

 د غونډې د ګډونوالو په استازيتوب اجمل شينوارې  ښاغلی استاد جلا لې ته ښه راغلاست وه واې او د ښاغلی جلالی ځخه ئی  مننه وکړه چی سره له نورو زياتو کارې مصروفيتونو ئی په اروپا کی د ميشتو هيوادوالو بلنه ومنله او دلته ئی تشريف راوړ٠ 

  ورسته دغونډې لنډه اجندا ګډونوالوته وارول شوه٠ اود ښاغلی پروفيسو علي احمد جلالي ځخه په درناوې هيله وشوه، تر ځود  هيواد،  سيمې او د نړې د ورستيو حالاتو په هکله،  او دهغې تر ځنګ د افغانستان لپاره د نوې استراتيژي په مورد کی خپله عالمانه وينا د کنفرانس ګډونوالوته واوروي٠

ښاغلی استاد جلالی د غونډې له  ټولو ګډونوالو د زړه له کومې مننه  وکړه او په خاص ډول د کنفرانس د جوړنکې ډلې ځخه،  چی دا موقع هغه ته په لاس ورکړه تر ځو دخپلو هيوادوالو سره چی په اروپا کی له نږدې د زړه خواله وکړې٠ 

 دښاغلی استاد جلالی  وينا دګډونوالو لخوا په تاوده هرکلې بدرګه کيده،  د هغه د وينا مهم ټکې به ډير ژر درنو لوستونکو ته چمتو کړو٠

 

 

د کنفرانس د نورو ويناوالو نومونه په لاندې ډول دې :-

 1 ښاغلی  شيخ سيد ذکريا مشکور کابلی په المان کی د اسلامې موسيسی ريس

2 ښاغلی  فريد الله صافې د کنړ د ځوانانو د ټولنې په استازيتوب

3  ښاغلی محمد اکرم انديشمند دخپلواکو سياسی او فرهنګې ځيرو په استازيتوب

4  ميرمن فرزانه فارانی د افغان جرمن انلاين  دويب پانې په استازيتوب

5  ښاغلی فقير محمد ودان د وطن ګوند په استازيتوب

6 ښاغلی حشرتې د ملی دريځ ګوند په استازتوب

7 ښاغلی توکل همکار پ ډنمارک کی د ميشتو افغانانو په استازيتوب

8  ښاغلی فاروق کارمند د ټولنيزو ټولنو په استازيتوب

9  ښاغلی نور الله وثوق د مولانا جلا ل الدين محمد بلخی د فرهنګې ټولنې په استازيتوب

 

د وخت د کموالې له کبله يو زيات تعداد ويناوال د خپلو وينا ځخه تير شول، خو پورتنيو ويناوالو هر يو په خپل وار د ښاغلی استاد جلالی ځخه خپل ملاتړ په ټنګه  اعلان کړ او له هغه ځخه ئی وغوښتل چی د هيواد او خلکو د چوپړ ډګر ته راودنګې او د ٢٠٠٩ م  کال په ټو ټاکنو کی ځان نوم اند کړې٠

د ويناو ورسته ښاغلی استاد جلالی د ګډونوالو پوښتنو ته لازم ځوابونه  ورکړل ٠ 

 دغونډې په پاې کی د کنفرانس پرېکړه ليک  دټولو ګډونوالو په تائيد د ښاغلی ډاکتر امين الدين سعيد افغاني لخوا و لوستل شوه او اخيرې دعا وکړه٠

 

 

 

 

 

 

 

د اسلو کنفرانس :-

دغه غونډه د د روان کال د نومبر په ٣٠ د مازديګر په ٤ بجو  دکلما الله مجيد په ځو مبارکو ايتونو په لوستو  رسما"پيل شوه٠

د کنفرانس د جوړلو د جرګه ګې د غړې غلام سخی مصباح په لنډ ښه راغلاست ويلوسره د غونډې واګې ددغې جرګه ګې بل غړې جاويد ربانې ته وسپارلې شوې، ورپسی  دغونډې  ګرځونکې جاويد ربانې لخواد ريسۀ هيت په پيژندګلېوې په لاندې ډول وشوه

 الحاج عبدالرحمن حقوقي قومې مخه ور او جهادې څيره، غلام سخې مصباح جهادې ځيره، جنرال ربانې سياسی فعال، دلجو حسينې سياسي، فرهنګی او جهادې ځيره، محمد الله ناقد فرهنګې او جهادې ځيره، جنرال مختار سياسی او جهادې ځيره، سيد يوسف مبارز سياسی فعال، الحاج ډګروال اسحق سياسی او ټولنيز فعال، ميرمن سوسن مصباح د ښځو استازې، اجمل اټک يوسفزې د ځوانانو استازې،

دپيژندګلوې ورسته ښاغلی جنرال ناصرې د ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی ژوند ليک ولوست٠ بيا د ښاغلی استاد جلالی ځخه په درناوې هيله وشوه، تر ځو د غونډې ګډون والو ته دافغانستان د حال او مسقبل په هکله خپله عالمانه وينا  واوروې٠

ښاغلی استاد جلالی د غونډې د ګډوالو ځخه په ډير دوستانه ډول مننه وکړه، بيا استاد جلالی تقريبا" يو ساعت عالمانه وينا د غونډې ګډون والو ته واروله، چی دګډون والو د چکچکو په بدرګه هرکلې کيدله٠ ددغې وينا مهم ټکې به ډير ژر درنو لوستونکو ته چمتو شې٠

د استاد جلالی تر وينا ورسته دغو لاندينيو ځيرو خپلې ويناوې د ښاغلی استاد جلالی نه په وار وار ملاتړ سره  غونډې ته وارولې٠

1 ميرمن سوسن مصباح د ښځو په استازيتوب

2 ښاغلې اجمل اټک يوسفزې د ځوانانو په استازيتوب

3 ښاغلی محمد الله ناقد په وسلو کی د ټولنيز ټولنو په استازيتوب

4 ښاغلی الحاج ډګروال اسحق په ناروې کی د ميشتو افغانانو په استازيتوب

ورپسی ګډونوالوته د پوښتنو وخت اعلان شوه چی  هر یو په خپل وار د نومړي څخه د افغانستان د حالاتو په اړه پوښتني درلودې چي د ښاغلي استادجلالي لخوا ورته قانع کوونکې ځوابونه ورکړل شول٠ 

د نوموړې غوڼدې په اخیره کي ټولو په یوه خوله دښاغلي علي احمد جلالي څخه غوښتنه وکړه چي دهیواد سیاسي شرایطو ته په پام سره باید د ۱۳۸۸ کال راروانو ټولټاکنو ته ځان نوم اند کړي .  او غونډه د ښاغلی الحاج عبدالرحمن حقوقی لخوا ددوعائې په ویلو پای ته ورسیده

ديادونې وړ ده چی دغه غونډه په وسلو کی د ځوانانو هر يو داود عابد، تورالدين او نعيم کنړې لخوا د جوړښت او ميلمه پالنې چارې سمبال شوې وي٠

 

 

 

 دغه دواړه  دمشورت،  تفاهم او ملاتړ کنفراسونه د اجمل شينواري په نوښت  او زيار تنظیم شوي وه .  الله دې ورته نور برکت او اجر ور په برخه کړي٠

 

د سوکاله او اباد افغانستان په هيله

د ازاد افغانستان د خبرې بولتين اداره

 

 


بالا
 
بازگشت