په ارو پا کی دمیشته افغانانو د تولنو فدراسیون

فدراسیون سازمانهای پناهندگان افغان در اروپا

Federation of Afghan Refugee Organizations in Europe         


 

اعلامیه

 

لیدن، 6 مارچ 2009

درحمان بابا په زیارت کی چاودنه، دISI  لخوادافغانستان دخلکوسره دکلتوری جگړ ه یوه برخه ده!

د آزادۍ راډيو خبر وركړ، چي د پښتو ژبي داولسمی پیړ ی نامتو تصوفی شاعر عبدالرحمان بابا (رح) په زيارت كي څلور چاودني شوې د ي ، چي دزیارت تعمير ته يې سخت زيان رسولى دئ.. دفارومشرتابه هیأت دافغانستان او ټولو پښتنو دمعلوم الحاله د ښمنانودغه ناو ړه عمل په کلکه غندی . رحمان بابا دپښتوژبی هغه پیاو ړی شاعر ده چه هرافغان ماشوم د ښوونځی په لمړیو کلونوکی دده داشعار وسره آشنا کیږ ی اودژوند تر آخره پوری یی دبابا اشعارچه دمینه اوسولی لو ړتبارز د ي، پخپل حافظه کی یی ساتی. دبابا مزارچه دپیښورپه  هزارخوانۍ سيمه کې  جوړشوی وه، په عنعنوی  ډول دده دمرگ نه راپدی خوا دهرې جمعې دماسپښين او مازيګر ترمنځ زيارت ته څېرمه دملنګانو په دېره کې درباب منګي محفل ښه پکښې روان وي او شوقي سندرغاړي چې ځانونه ملنګان بولي دبابا غزلې په ترنم کې وايي. درحمن بابا اشعارپه اوسنی افغانستان  کی هم د ځینی خانقایی اوقوالی سندرغا ړو لخوا ویل کیږی.  درحمن بابا مقام دپښتوژبی په ادبیاتو کی ډ یر لوړ بلل کیږ ی له همدی کبله د رحمان بابا په زيارت  حمله ،  لر او بر افغانانو ته لویه سپکاوی ده.  
د رحمان بابا د زيارت چاودنه  په افغانی کلتوری میراث باندی لمړ نۍ یرغل نده. دافغانستان پر ضد کلتوری جنایتونه چه زمونږ گاوندی هیوادونه ، په تیره بیا پاکستان او ایران پکی برخه لری،  په 2001 کال کی دبامیان دلوی مجسمي دله مینځه و ړلو سره خپل اوج ته ورسیده. اوس اوس ، طالبان د
ISI په اشاره دافغانستان په

سویلی اوسویلختیځ  کی زمونږ ښوونځي باندی اور لگوی ، زمونږ ښوونکی وژنی . له بلی خوا څخه ایران دهرات اونور لویدیزولایتونو دبا ارز ښته  تاریخی آثارو په چپاول اوتخریب بوخته ده. دایران سره ملگری مافیا منقول تاریخی آثارداسلامی جمهوریت داستخباراتو په اشاره ایران ته و ړی اوغیرمنقول شیان ماتوی . 

پاکستان او ایران  له یوی خوا څخه مونږ دکلتوری بڼه خلع سلاح کوی اودبلی خوا څخه  خپل کلتوری یرغل ته پراختیا ورکوی. دوا ړ ه گاوندیان دافغان دحکومت دکمزوری نه  گته پورته کوي. دافغانانو دلوی شاعررحمان بابا په زیارت باندی دپښنودد ښمنانویرغل،  ددغه جگړ ه یوه برخه ده.

"دفارودکلتوری چاروکمیته "

 


FAROE, Post Box 707,   2300 AS,   Leiden,     www.afghandiaspora.org,    

faroe_af@hotmail.com

 


بالا
 
بازگشت