په ننګرهار او نورستان  کی دوروستیو بمباریو  دغندنی

په اړه د افغانستان د هیواد ملی ګوند مطبوعاتی وینا

 

 په ډیری خواشینی مو دغه دردناکه خبر تر لاسه کړ چی   د روانی میلادی میاشتی په شپږمه نیټه ،په لسګونه ولسي وګړي په هیواد کی  د میشتو دبهرنیوځواکونو د  الوتکو دبمباریو له امله د ننګرهار ولایت د شینوارو د هسکس مینی په ولوالی کې شهیدان  او ټپيان شويدي دا په تيرو دوو دریو ورځو  کې دافغانستان په ختيز کې دويمه پيښه ده چې پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وراوړي. پرونۍ پيښه دننګرهار ولايت دهسکې مينې دسرحدي ولسوالۍ داوغز په غرنی  سيمه کې سهار وروسته له هغې رامینځ ته شوه چې بهرنیو  پوځي چورلکو دواده پر مراسمو باندی څو پرله پسې بمونه وغورځول.. دا  هغه وخت وو چی دسیمی  خلک دناوې دراوړلو لپاره په ډله يزه توګه پلې  روان ول..عيني شاهدانو ويلي چې دمراسمو دګډونوالو شمير پنځوسو تنو .رسیږی..چي د ماشومانو په ګډون اته ښځی  په داسی حل کی چی د واده ناوی هم په کی وه په شهادت رسیدلی دی. چی په همدی ډول  تر دی اته څلویښت ساعته وړاندی  دنورستان په ولايت کې هم په يوه ورته پيښه کې نږدې ديرش تنه ولسي وګړي  شهیدان  شوی ول.  انا لله و انا الیه راجعون.څومره دردونکی  او څومره زورونکی  ده  چی  د هیواد ولسی وګړی ،هغه وګړی چی د جګړی د ښکیلو غاړو په هیڅ یوه  پوری تړاو نه لری خو په پایله کی همدا،نا اړوند کسان د جګړو د ښکیلوغاړو، د هوسونو او شرارتونو قربانی کیږی  او په نتیجه  کی  د ښکیلو غاړو له لوریو څخه  همداسی بی پوښتنی او ګرویږنی  هم پاتی کیږی.نن د افغانستان ټول خلګ او په ځانګړی توګه ولسی خلک غمجن او سوګواره دی چی ُ له بده مرغه دغه دردونکی پیښه په افغانستان کی نه لومړنی پیښه ده او نه وروستی بیښه.داسی ډیری ورته پیښی هره ورځ تکراریږی او هره ورح زموږ په لسګونه هیوادوال د ښکاری مرغیو په شان د نورو د هوسونو او شومو هدفونو نه بی ځایه او بی مورده  ښکار کیږی.دیرش کسه  بی ګناه انسانان به نورستان  کی او بنځوس تنه به ننګرهار کی  او تردی را وروسته د افغانستان د کورنیو چارو دوزارت تر ځنګ د هند دسفارت پر وړاندی د چا خبره انتحاری پیښه چی لا د قربانیانو دقیقه شمیره یی هم معلومه  نده  هغه روښانه دلالیل  او لاملونه دی چی په افغانستان کی د سیاسی  او د نور هر ډول بی ثباتیو او جنګ جګړو د دوام   ناوړی زمینی را ښکاره کوی. او هر با درده  افغان  غوږ ته د انګازه رسوی چی هیواد دی د یوه لوی خېر سره لاس او ګریوان دی.د افغانستان دولتی چارواکی او هغه بهرنی  ځواکونه چی ددی بمباریو او وژنو عاملین دی پر دی  وپوهیږی چی د افغانستان بی ګناه ولسونه چی ددوی  دجګړو قربانی کیږی د هوامرغی  نه دی چی  نه پوښتنه ولری او نه حساب. دا دیوه قهرمان ملت هغه بچی دی چی ددوی د وینو هره کتره،ددی هیواد په  وچو ډاګونو او دښتو کی داسی ګلونه  را ټوکوی چی د هر هیواد دښمن  سترګی  به په لیدو یی ړندی  شیدفغانستان د هیواد ملی ګوند مشرتابه هیات ُمرکزی شورا او ټول غړی،به داسی حال کی چی دغه ناوړه عملونه په کلکه غندی  او هغه تقبیح کوی،دافغانستان ملی  ګوند د ننګرهار ولایتی شورا  او دشینوارو د لویی ولسوالی د مربوطاتو شوراګانو ته  ددغه غم لړل پیشی له امله او همدارنګه د نورستان  ولایت کی دهیواد ملی ګوند ولایتی شورا او ټولو غړو او د شهیدانو  کورنیو ته د زړه له کومی   تسلیت وایی  او دخبل هیواد سپیځلو شهیدانو ته د لوی خدای له درباره د جنت برین هیله کوی،د هیواد حکومتی چارواکوته،غوږځنډنه کوی چی  ژر تر ژره د چوکیو او بی تفاوتیو له نیلیو ځخه را ښکته شی او د خپل هیواد، دهغه هیواد د خاوری او ولسونو په فکر کی شی چی دوی ورباندی د امر ونهی  قبضی لګولی دی.دافغانستان د هیواد ملی ګوند، ژر تر ژره د خپل اجراییه یه هیات بیړنی غونډه را بولی  چی به هغه کی به د ننګرهار او د شینوارو د لویی ولسوالی او د نورستان   د ولایت د  هیواد ملی ګوند ولایتی شوراګانو  رییسان   هم ګډون  کوی، دغه ناوړی  بیښی په ژوره توګه ځیړی. او د بیښی اصلی عاملونه او لاملونه روښانه  کوی. څو د ولتی چار ځاری د خلکو د ذهنونو د تیر ایستلو له پاره لکه تل د سهوی او خطا او یا د طالب ډلو د شتون  بلمی و نه کاروی.په عمومی  توګه دافغانستان دهیواد ملی ګوند دی نتیجی ته رسیدلی دی او  په بوره باور ویلی شو چی د هیواد ټول روڼ اندی  ورسره جوخت  همداسی انګیری چی د هیواد اوسنی  چار ځارو په ډله  کی نه یوازی د ننګرهار او نورستان پر سطحه بلکه د ټول هیواد پرکچه  یو شمیر  زیات ناکاره کسان ځای پرحای شوی  او په یو ډول نه یو ډول هځه کوی  چی  پر خبل شتون سره  په هیواد کی د خدمت په نامه دهیواد دبهرنیو دښمنانو موخی پلی کړی.دافغانستان دهیوادملی ګوند د ټولو سیاسی  مطرحو ګوندونو ځخه هیله کوی چی په هیواد کی د روانو نا خوالو د له مینځه وړلو په خاطر  ژر تر ژره په یوه لویه سیاسی جبهه کی سره  راټول شی او دهیواد  په سیاسی انداز کی د پوره برخی اخیستنی په موخه ځانونه د یوه  پیاوړی غورحنګ په  چوکاټ کی  سمبال کړی.د افغانستان د هیوادملی  ګوند د هیواد له  لوی چار ځار ،حامد کرزی نه  ددی پیښو د ژوری ځیړنی هیله کوی او تر هغه پوری په کلکه ورنه  غواوی چی د هیواد  داړوندو وزارتونو د مسولینو په  لری کولو او محاکمه کولو کی ځان پاتی را نه ولی.همدارنګه د اړندو ولایتونو د اړوندو بی مسوولیته  مسوولینو د محاکمی حکم جاری کړی او ملت ته دا وښیی چی  ددوی د حال پوښتنه هم کیدونکی دی.د افغانستان د هیواد ملی ګوند د هیواد پارلمان ځخه په کلکه غواړی چی ددغی  پیښی د عاملینو په لټه کی شی او دافغانستان د خلکو دژوند او حقوقو د ساتنی له پاره له درانه خوبه را ویښ  او په واقعی توګه لاس په کار شی.دافغانستان دهیواد ملی ګوند  له  حکومت  ځخه غواړی چی  ژر تر ژره د واکمنی استقلالیت تر لاسه کړی او دهیواد نظامی حالت دکنترول او ځارنی واک په  خپل لاس کی ونیسی  ځو وکولای شی  دهیواد د جګړو په اور کی د هیواد  د دشمنانوپه  پلمه د بی ګناهو خلکو  د سوزیدنی مخه ونیسی .دافغانستان د هیواد ملی ګوند د هیواد د ټولو ګوندونو او سیاسی مستقلو شخصیتونو ځخه په ډیر درناوی هیله کوی چی ژر تر ژره د یوه ملی سیاسی  شورا د جوړولو له پاره لاس په کار شی چی بر وخت و زمان د هیواد  لوی چار ځار ته  په هیوادنی چارو کی لازمی مشوری ورکړی شی او د پیښو په اړه د هیواد او نړیوالو سازمانونو پام  واړولی شیدافغانستان د هیواد ملی ګوند مشرتابه هیات یو ځل بیا د پیښو  قربانیانو ته د لوی خدای له  درباره  دشهادت مقامونه غواړی او دجنتونو هیله  ورته  کوی . ددوی کورنیو او دهیواد ټولو  خلکو ته  د تسلیت مراتب  وړاندی کوی. او هغه کسان چی ددغسی  پیښو عاملین دی په کلکه او بی له  ویری او ډار غندی او غوږونه ورته یو حل بیا ور ځنډی چی  که نن افغان ولس  د بی وسیو له امله  ستاسی د هوسونو د ازمیښت  وسیله ګرزیدلی او هیواد ستاسو د جګړو میدان شوی دی  نو به یاد ولری چی دا ولس او داهیواد ځان له دی بحرانه را ویستلی شی .ددی هیواد په بچو کی دا توان  او ځواک شته چی یوه ورځ  په دی وپو هیږی چی دوی ټول سره وروڼه  او د یوه مورنی وطن بچیان دی  چی باید خد مت ته یی  په وطنی احساس  را غاړی  کیږی

 

ځانګه به نن سبا کی ګل شی

ما یی په سر کی سری غوټی لیدلی دینه  

 

 

د افغانستان دهیواد ملی ګوند د مشرتابه هیات

کابل -افغانستان

 


بالا
 
بازگشت