ډونټ ټاک(خبرې مه کوئ )

 

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دکب ٢٧مه

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

 

دکب اتمه وه  دخپل دفتر څخه دارشاد حج او اوقافو وزارت په لور روان شوم له ماسره دخپل دفتر  ملګري  عکاس ايمل جان  هم روان شو ترڅو هغه غونډه کې ګډون وکړو کوم چې عيدګاه جومات نه دراتاو شوي پنجره لرونکي نوي جوړشوي ديوال دپرانستلو په خاطرجوړشوي وو

وزارت ته له رسيدو سره بيا دجوماتونو دچارو ريس قاري شير محمد دفتر ته ورغلو اوهغه سره له روغبړ وروسته دواړه له نوروملګروسره  دهغه په موټر کې  دعيدګاه جومات پرلور روان شو.

دجوماتونو دچارو ريس  راته ويل چې خپل موټر کې مه ځئ او له ماسره به يوځاي لاړشئ او په موټر کې به په يولړ موضوعاتو وغږيږو .

په تور رنګه کرولا  موټر کې سپاره شوو اوموټرچلوونکي ته يي وويل چې دشير پور له  لاري شش درک ته تللي سړک  ځوچې عيدګاه جومات ته نيږدې دي  اوهلته خبريالان انتظاردي .

دشير پور څلور لاري اودجرمني سفارت څخه تيرشو خوداهغه سيمه ده چې امريکايان  دسړک دواړو غاړوته  ولاړ وو.

دسړک دواړو غاړوته دامريکايانو لخوا لوړ لوړسيمټي ديوالونه درول شوي اوددسيمټي ديوالونو پرسرمورچلوکې شين سترګي امريکايان ګوتي په ماشو ولاړ اودټوپک شپيلئ يې داسې لارې ته ايستلې چې ته به وايي دجګړې لوموړۍ کرښه ده ولاړدي اوداسيمه کلکه څاري .

ددې سيمې نه دتيريدو په حال کې  وو اودجوماتونو  ريس دموټر مخ ته سيټ کې   او زه او زما بل ملګري فلم اخيستونکي اويوبل دحج وزارت کارکوونکي دموټر په دوهم سيټ کې ناست وو چې ناببره مو مخې ته يوامريکايي اودوه افغان پوځيا چې  د امريکايانومرستندويان دي ګوتې يې  په ماشه نيولې وي دموټر مخې ته يي راودانګل او چيغه يي کړهودريږئ!

دجوماتونوريس ته مې وويل چې دا چاته وايي ، هغې وخند ل او ويل يې چې ليونې شوي دي په دې وخت کې موټر وان دخپل طرف ښيښه ټيټه کړه او ورته يې وويل چې څه خبره ده ؟ دامريکايانو ملګرو افغان پوځي (هغه وسله وال دي  چې دامريکايانو په شان يي جامي اغوستي اوددوي خاص کسان دي په ملي اردو اوپوليسو پورې تړاو   نه لري ) مخامخ خپل ټوپک ورته ونيو اوورته يې ويل چې موټر دې تاوکړه !! خبره مه کړه! په دې وخت کې ريس ورته وويل چې عصاب دخراب شوي داموټر زما دي زه دحج وزارت کې دټول هيواد دجوماتونودچارو ريس يم  .  ددغه  افغان  ترڅنګ   ماشه په لاس امريکايي ورته وويل چې ډونټ ټاک (خبرې مه کوه) موږ ته امر شوي موټر مو وګرزوه!!    ريس بيا ورته شله شو اورته ويل يې چې زه دجوماتونوعمومي ريس  يم موټر مې نه شي ګرزولاي امريکايي بيا کپاک ورته کش کړ او ورته يي وويل چې خبرې مه کوه موټر دې وګرزوه، په دې وخت کې ماهم ريس ته وويل چې ددې کسانو سره خبرې ډيرې مه کوه کيداي شي  چې لويه ستونزه راته جوړه کړي .

 

ريس هم نورچوپه خوله شو او يو امر يکايي ترمخ او درې نور دامريکايانومرستندوي افغانان  دموټر څنګ اوترشاه روان وو چې موټر يې دامريکايانو اړوند هغه سړک چې دواړو خواته يي سيمټي دويوالونه درول شوي اودموټرو سراي يي تري جوړ کړي هلته دننه  بوتللواو ډير سخت امنيتي تدابير دامريکايانولخوانيول شوي وو .

 

په دې وخت کې يو په يو دروازې دامريکايانو لخوا کش شو ي يو يو يي له موټر څخه کوز کړو اوله يوه اوبل څخه يي لري لري ودرولو او راته  ويل يې چې ډونټ تاک (خبري مه کوي ) اومبايلونه اوپه جيب کې ټول اسناد او جمپر يې رانه ويستل اوراته يي  وويل چې لاسونه مو پورته ونيسۍ اوخبرې مه کوي .

 

په دې وخت کې  دجوماتونوريس راباندې غږ وکړ چې داڅه پېښه راوشوه ما ورته ويل چې  خبرې مه کوه چې امريکايان نور هم په غوسه کيږي اوصبر وکړه تلاشي وکړي کيداي شي خوشي موکړ ي که  چيرې يي  خوشي نه کړو بل څه يې  کول بيا به پرې خبرې وکړو .

 

ماد اخبره لاټوله نه وه ورته کړې چې يو امريکايي چې ګوته په ماشه ولاړ دديوال په سر جوړشوي مورچل  کې راباندې غږ وکړاوخپله خبره يي  ډونټ ټاک بياوکړه ،  ماورته  وويل چې زه خبريال يم اودغه کس دجوماتونو ريس دي اوګناه موڅه ده ولي دخبرو کولو اجازه نه راکوئ .

  ترشا ولاړ کس امريکايي راته وويل چې، مسټر! و ټ ايز يور جاب ؟ (ستادنده څه ده ؟  ماورته ويل چې زه  خبريال يم ، نوده ويل چې دازموږ دنده ده اوموږ ته امر شوي چې دغه کسان راولي اوتلاشي يي کړي اوترې پوښتنې وکړي ځکه دغه موټر چې په کې سپاره ياست دغه دځان وژونکي موټردي اوموږ ته يي لست راغلئ ؟؟

په دې وخت کې مبايلونه رانه اخستل شوي اوموږ نه شو کولاي چې چاته ټليفون وکړو خودجوماتونوريس ورته وويل چې ستاسو مشر قومندان څوک دي ماته يي نمبر راکړئ چې زه ورسره خبرې وکړم ترڅو پوه شو چې څه خبره ده بل آخره خو موږ په عيدګاه جومات کې پروګرام لرو اوهلته ډير خلک اوخبريالان راته انتظار دي .

 

دلته په دې نيږدې ولاړو امريکايي سرتيرو کې چې ګوتې په ماشه ولاړ وو پرموږ غږ وکړ چې غوږ شئ !

 موږه پيژنئ ؟ چې موږ څوک او دڅه لپاره راغلي يو اوڅه کوو ؟

دغه سرتيري پرته له دې چې دخبرو اجازه راکړي وويل چې ( وي آر کم اين فرام يو اس اې)  اوخپل ښئ مټ يې راته وښوده چې دغه وينئ دغه دامريکانښان دي چې دموږ پرمټ لګيدلئ اوموږ پرامريکاپورې اړوند يو اودبل چاقومانده نه منو اوله مشر قومندان سره مو تاسو خبر ې هم نه شئ کولاي .

دلي نو ډير وخت راباندې تير شو خوکه زه ووايم چې څلور ساعته يي راباندې تير کړل خو له حقيقته لري به نه وي اوهغه پروګرام نه پاتي شوو کوم چې ور روان وواوډيرئ شمير خبريالان اونور چارواکي منتظر وو.

 

امريکايي پوځي  دخپل ترجمان په واسطه   راته وويل چې تاسو که غواړئ چې ژر خلاص شي نوخبرې مه کوي اوتلاشي ته اجازه راکړئ چې ژر مورخصت کړو اوکه غواړئ چې لاس اوسترګې مووتړواوبګرام ته مو يوسو هلته بندي شي داغواړئ ؟

 

موږ ورته وويل چې نه تلاشي وکړي اوخوشي موکړي نودهريوه يې  دسترګو بيل بيل عکسونه اودګوتودنښانونوداخستلو ترڅنګ دټول ځان عکسونه واخستل اونيم ساعت بياراته لګياوواودخپل ترجمان په واسطه ويل چې موږ افغانستان ته دامنيت ټينګښت په خاطر راغلي يو اوموږ ستاسو امنيت نيسو اوتاسوبايدخوشحاله وي چې موږ دلي پراته يو.؟؟

په دې وخت کې  موږ ټولو ورته وويل چې  ژر مو خوشي کړه چې لاړ شو اوهلته خپل پروګرام ته ورسيږو،امريکايي دخپل ترجمان په خوله خپل صفت کاوه ما دجوماتونوريس ته وکتل اوهغه ته مې و خندل چې دا نور لاپسې څه کوي ؟ خو مجبورشوم  ماخپله امريکايي قوماندان ته وويل چې ز ه يوه خبره لرم اوژباړونکي ته يي دې کړم اوته ورته غوږ شه هغه ويل چې صحي ده وايه .

 ورته مې وويل افغانان ډيرغيرت مند خلک دي اوپه تاريخ کې يې خپله ميړانه په ډاګه کړي ده  اوهغه په دې مانا چې هيچاته خپل سرنه  ټيټه وي اوتاسو اوس موږ ته دخبر و کولو اجازره رانه کړه اوپه دې پوه شه چې  افغانانو سره چې هرچا داسې عمل کړي دي نو ډير ژري عکس العمل هم ليدلئ دي اوژر دوطن څخه ورک شوي دي اوتا سو به هم يو  وخت ورک شي اوداسې ناوړه چلند څوک نه کوي لکه چې تاسو اوس له موږ سره وکړ .

دادجوماتونو عمومي ريس دي اوماهم په خپله ژبه درته وويل چې  خبريال يم هلته ځو خبري پروګرام لرو خو هيڅ دې ونه منل اودادې راته ويل چې ډونټ ټاک ؟؟؟ .

په دې وخت کې ١٢:٤٠ دقيقي شوي اوهغه پروګرام هم رانه لاړ اوترپايه يي نه دجوماتونو دريس غوښتنوته غوږ ونيو اونه يي هم زما   اوپه اخر کې يي داهم ويل چې زموږ موجوديت ستاسو په ګټه دي ؟؟؟

په پاي کې دا وايو چې الهي   په افغانستان يرغل کوونکي  خو  ژر ورک کړي اوپه افغانستان کې سوچه اسلامي نظام چې دافغانانو په لاس جوړشوي وي رامنځ ته کړي اوجګړه مو له هيواده ورکه کړي اوپه ګران هيواد کې مو ديوې تلفاتې سولې په هيله .  په همدې هيله .




 


بالا
 
بازگشت