په وينوککړپيغام

دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي لکنه کابل  دوري اتمه

Ibrahimi.jornalist@gmail.com

 

د نوي کال لومړۍ  ورځ وه دغه ورځ د مسلمانانو دستر لارښود حضرت محمد مصطفى د نېکمرغه ميلاد دورځې سره برابره وه ، سهار شاوخا اته بجې وې ، په کورکې د مېلمنو په کوټه کې ناست وم او د سيرت النبي کتاب مې مخې ته پروت ، ترڅنګ مې راډيو هم  وه،  په دې وخت کې د خبرونو وخت شو  چې پکې له يو شمېر ولايتونو څخه د نوي کال په اړه د جوړ شويو مېلو خبرونه ورکول کېدل ، ورپسې سمدلاسه د فراه ولايت څخه  يو راپور خپور شو، چې امريکايانو پريوه کلي حمله کړې  او هلته يې د څوتنو  افغانانو کورونه تلاشي کړي او څوتنه يې له ځان سره وړي  هم وو.

له دغه کلي څخه يوتن دخبريال سره خبرې کولې او ددې پېښې په اړه يې ورته معلومات ورکول .

د فراه ولايت څخه دغه کس  خبريال ته ويل چې د نوي کال په شپه يې امريکايانو پرکلي چاپه لګولې او څوتنه يې بيولي اود دوي کورونه يي تلاشي کړي او دوي يې ډېر ويرولي هم وو .

 له دغه تن څخه خبريال پوښتنه وکړه چې په نورو سيمو کې خو د نوي کال په اړه مېلې جوړې شوې،  ستاسو په سيمه کې د نوي کال په اړه څه پروګرامونه جوړشوي وو،  ده ورته  په ځواب کې وويل چې دوي خو  په ښه ميله واوښتل اوهمدا مېله يې بس ده چې د کورنه يي امريکايانو وکتل اوڅو تنه يې ترې وېوړل  اوخداي خبر ژوندى به  يي راخوشې کړي اوکه مړه .

نوموړي له دولت څخه مننه وکړه، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ يې ورته داسې تحفه ورکړه چې کورونه يې د امريکايانو په وسيله ورتلاشي کړل او څوتنه يي د تورو تمبو شاته بنديان کړل، چې څوک يې د پوښتنې جرئت هم نه شي کولى .

ددغه راپور له اورېدو سره سم زما فکر هم ګډوډ شو او نوره مې راډيو بنده کړه او سيرت النبي کتاب مې بيا راواخيست او دا حد په غزوه کې د رامنځ ته شوې پېښې پاڼه مې پر نښه کړه  .

 

خو کله چې د ورځې ١١ بجې شوې د خبرونوسرليک ته مې بيا طاقت ونه شو راډيو مې راواخيسته اوخبرونه مې ونيول چې د خبرونو په سرکې  وويل شول، چې د امريکاولسمشر جورج بوش ايرانيانو ته د نوي کال مبارکي ورکړه او په خپل پيغام کې يې  ويلي دي چې د ايران کلتور ته درناوي لري خو که چېرې  ايران   د اتومي بټيو د توليد اوزروي وسلوتوليد بند کړي   دامريکادښو روابطو څخه اوس هم برخه من کېداى شي .

 ده داهم وويل چې دايران ولس يي په ياد دي اوداسي يوه ورځ به راشي چې  دعراق او افغانستان په شان د ((ازادو))  ولسونو؟؟ په څېر  به د نوي کال جشنونه کوي .

ددې پيغام سره سم مې په عراق او افغانستان کې روان وضعيت ته پام واوښت چې د امريکا يانو د يرغل له برکته په عراق اوافغانستان کې  د نوي کال په ورځ څرنګه جشنونه جوړيږي .

 

په افغانستان او عراق کې هره ورځ دانسانانو وينې بهيږي اوټول دنياوال پرې خبر دي چې نږدې يومليون انسانان  په عراق اونيږدې شل  زره انسانان په افغانستان کې وژل شوي دي .

 د بش ددغه په غم لړلي پيغام اورېدو سره  مې فکر وکړ چې  که چېرې په ايران  دغه يرغلګر،  بريد وکړي نو داسې وينې به تويې شي لکه په افغانستان اوعراق کې چې توييږي.   .

په دې نوي کال کې ديو داسې بد پيغام اورېدلو زما فکر دمره خراب شو، چې  خداى خبر دايرانيانو به يي څومره خراب کړي وي .

 

نه پوهيږم بوش په وينو سور پيغام څرنګه ايرانيانوته استولى دى کاشکې هغه ددې پرځاى چې دخوښۍ په نوم يې دغه پيام نومولى واى  يو په سرو وينو ککړ پيا م يې ياد کړي واى .

ځکه افغانان اوعراقيان به چې د بوش  نوم اوري اودامريکايي پوځيانو دبرکته په يادوشويو هيوادونو کې  جنګونه اوجګړې ويني نو دوي به فکر کوي چې داپه سرو وينو ککړ پيغام يي ايرانيانو ته ولې واستاوه اوکېداي شي په اير ان کې هم داسې وضعيت رامنځ ته شي .

 

بوش په عراق باندې د امريکا د يرغل د پنځم کال د نمانځنې په ورځ چې دمارچ (٢٠) سرې سمون خوړ  په امريکاکې يوې جوړې شوې غونډې ته  څرګندونې کولې او د دوي لخوا پرعراق د ترسره شوي بريد څخه يې ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې په عراق کې يې  يې ډيرې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .

 که چيرې  په عراق او افغانستان کې دامريکايانو دبرکته داسې يوه سوله رامنځ ته شوې واي  چې هلته انسانانو اودهيوادونودپرمختګ سبب شوي واي نو بيا به په سرو وينو ککړ پيغام نه وو .

 

 


بالا
 
بازگشت