عزیزاحمد خوارمل

 

  

پرافغانستان باندی دامریکا واکداری مخ پرلویدو اوډوبیدودی !

                

دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

 ژباړونکی  : عــزیزاحمد خــوارمل

 

 

یوی امریکایی خپرونی په اشاری سره  دامریکا داوسنی اقتصادی اومالی کړکیچ ،اوپه دی هیوادکې دراتلونکی ټول ټاکنی اودافغانستان دوروستیوتحولاتوپه هکله دهغه جملی نه دطالبانو درئیس "ملامحمدعمر" څخه بلنه دافغانستان دجمهوری ریاست په ټول ټاکنوکې اودګډون په هکله ولیکل : «پر افغانستان باندی  دامریکا واکداری مخ پرلویدواوډوبیدودی . »   

 

"جي بوكمان"د"آتلانتا ژورنال"خپرونی د(۲۰۰۸) میلادی کال داکتوبردمیاشتی د(۸) اتمی نیټی په ګنی کې یې ولیکل : «زموږنفوذ په افغانستان کې دجمهوری ریاست دټول ټاکنی ترتاثیراو د وال استريت داقتصادي کړکیچ له امله په ډوبیدو،په لویدو اومخ په دمنځه وړو دی . »

په دی راپوټ کې راغلی دی : «حامد كرزي،د افغانستان جمهور رئيس په ښکاره توګه دطالبانومشر  "ملا محمدعمرڅخه وغوښت اوبلنه یې ورته ورکړکه څه هم "چې داسامه بن لادن هم هوډه اوهم تړونه دی ،اوه  

مدارنګه هغه دجملی کسانو  څخه دی  چې دامریکا ترڅارنی اوتعقیب لاندی دی اوددی هیواد په تورلیسټ کې نوم یې ثبت سویدی  ددی  کس نه هم بلنه سویدی  چې دحامد کرزی ددولت په ملاتړ سره دجمهور ریاست په ټول ټاکنوکـــې دی برخــــه واخــلی .همدارنګه دتیری اونـــی دراپـــورونــوپربنسټ دطالبانوداستازواود افغانستان ددولت

داستازوترمنځ په سعودی عربستان کې پټ اوسری خبراتری  صورت موندلی دی .

په دی راپورکې راغلی دی  په افغانستان کې  دانګلیسی  میشته ځـــواکــــونودقوماندان په وینا چې په افغانستان کې  دطالبانوسره جګړه به په هیڅ ډول بریالیتوب ونلری ،«دغه وینا په افغانستان کې دانګلیس دسفیر دوینا پربنسټ باندی ویلی سوی ،دانګلیس سفیر ویلی وو چې دناټوسیاستونه په دی هیواد کې دماتی سره مخا مخ دی . اوپه همدی دول دغه خبره دکاناډا دلمړی وزیر "استفن هارپر" دخبروسره  هم یوشان دی چې ده هم ویلی ووناټو نه سی کولای چې دتل دپاره په افغانستان کې پاته سی ».

ددی خــپرونی دلیکل ســوی موضوعاتـــوپربنسټ، امریکایی چارواکی دخپلوملګروهیوادونو

ددی خبراوموضع سره چندانی دښه لړلید درلونکی نه دی ،اوپه همدی ډول سره اوس ډېر په پراخه ډول سره ویل کیږی چې دافغانستان دولت خپل حیثت اواعتبار یې دخلکوپه منځ کې  دلاس ورکړی دی . اودغه امر یوه مهمه  مسئله ده چې امریکائیان یې نه  سی کولای  چې هغه جوړاو سم کړی   .

په دی راپوټ کې په افغانستان کې دناټودځواکونو دقوماندان  جنرال "ديويد مك‌كيرنان"په حواله چې دی وایی ، اوس مهال په دی هیواد کې د(۱۰۰۰۰) لسوزروتنوسربازانو داړتیا سربیره وڅونوروجګړیزه غنډونو ته هم  اړتیا سته دي  .

دغه جنرال ټینګار کوي  «چې بیله دغسی  ځواکونوڅخه د افغانستان د سویلی اوختیځو سیمو دامنیت دتامینولو دپاره بل هیڅ امکان اودحل لاره  نه سته»  .

 

فوكوياما:امريكادنړیدوپه حال کې دی !

دنړی دسیاسی چارو نامتوکارپوهه «فرانسيس فوكوياما»  د«نيوزويك» په اونیزی مجلی کې یې ولیکل : سربیره پریوشمیر دحساب وړ امریکایی شرکتونه باندی ، دسرمایداری خاصه ایدیا ونړید او دمنځه ولاړ .

فوكوياماددی موضوع په هکله لیکی : دامریکاد بانکوپه دننه  کې دسرمایې چاودني ،اوپه یوورځ کې  دسهاموپه بازارکې دیوتریلیون ډالروورکیدل دغه کړنه دامریکا دسرمایداری نظام  دنړیدونښه او  نښانی ده . همدارنګه دنړیوال تمدونونودموسسئی دمطالعاتومشاوروویل :امریکایی  ځواکونه په ماتی سره به ودی ته اړسی چې دافغانستان څخه ووځې ،ده په دی هکله  وویل :امریکایی ځواکونه په افغانستان کې په ډېر بدوضعیت کې شپی او ورځی تیره وی او ودی ته به اړ وایستل سی چې  دماتی سره به ددغه  هیوادڅخه ولاړ سی  .

"كمال الهلباوي" «دالحوار»دتلویزونی شبکی سره  چې دغه تلویزیون دلندن نه خپریږی په یوی

 

مصاحبی کې یې دافغانستان داوسنی حالاتواوپه دی هیواد دامریکایی اودشمالی اتلانتیک دسازمان د(ناټو) دمیشته ځواکونو په هکله یې وویل :دامریکا اودناټوځواکونه په افغانستان کې په دېر بد حالت او وضعیت کې شپی ورځی تیره وي  .ده په اشاری سره دافغانستان دهلمند په ولایت کې دمیشته انګلیسی ځواکونودقوماندان ددا وروستیو خبرو په اړه یې وویل : دافغانستان تاریخ ښودلی دی    چې دافغانستان خلک په خپل هیواد کې یې ماته نه ده خوړلی . "مارك كارلتون اسميت" په هلمند کې دانګلیس دځواکونوجګپوړی لمړی قوماندان څوورځی مخکې یې ویلی وو«اوسنی جګړه په افغانستان کې په هیڅ ډول سره به بریالی نه سی ».دغه انګلیسی قوماندان دځواکونولږوالی اودموجوده ځواکونو تراندازی زیات ستړیاوی او ددی ځواکونو دروحی اوروانی حالت په هکله زیاته کړه: هغه څه چې موږ یې هیله لرو باید هغه رالږیې کړو اوپه  دی باندی وپوهیږوچې په افغانستان کې بهرنی ځواکونه په جګړه کې دبری په حال کې نه دي  .

دنړیوال تمدونونودموسسئی دمطالعاتومشاوروویل :دامریکادولت دافغانستان په جګړه کې په یوډېر لوی  ګرداب کې راګیر سویدی اوطالبان دافغانستان په اکثره ولایتونوکښې واک لری . ده په اشاری سره وویل چې دامریکا مشران دخپل بي ځایه غرورله کبله      نه غواړي دافغانستان ددغه ګدوډ وضعیت اوحالت په هکله څه ووایی ،دی په همدی ډول سره وویل :دامریکا هیواد دسیمی څخه صحیح اودقیقه پوهه نلری  اودخپلی پخوانیوتجربو څخه یې  لوست نه دی اخیستی .

الهلباوي وویل حامد کرزی دافغانستان ددولت جمهور رئیس دامریکا دزرغون څراغ په ښودلوسره زیار باسی ترڅودطالبانوسره دخبراترو په هکله دسعودی عربستان په منځ غړیتوب سره یوه دحل لاره پیدا کړی ،ده په دی اړه وویل :امریکا دمنځ غړی په ټاکنه کې یې تیر وتنه کړی دی ،ځکه عربستان  نه سی کولای  چې دغه  ستونیزی حل کړی .

الهلباوي ددی وروستی لیدنی اوکتنی    دیوشمیر خبراترو په هکله چې دطالبانو  داستازواودافغانستان ددولت داستازوترمنځ ترسره سوی دی وویل : ریاض دحج دمراسودترسره کولودپاره  دوی یې راوبلل
اما دغه خبراتری ريښه یې  نه دی ځکه (امير بندر بن‌سلطان دعربستان د ملي امنيت دشورامشر) دامریکا سیاستونه په سیمه کښې پیلی کوی اوتر سره کوی یې داهغه کړنه ده چې طالبان  یې نه غواړی .

الهلباوي دافغانستان څخه  دپخوانی شوروی  دځواکونودوتلوپه اړه په اشاری سره وویل : هغه ورځ به راورسیږی چې بهرنی ځواکونه ودی ته اړ وایستل سی چې  دافغانستان دخاوری څخه ووځې  .

دنړیوال تمدونونودموسسئی دمطالعاتومشاوروویل : دامریکا هیواد همدا اوس  په مالی کړکیچ کې ډوب تللی دی  اوپوره بودجه  دخپلونظامی مصارفو دپاره نه لری  اونه فقط په افغانستان کې دجګړی په خاطر ،بلکی  په نړی کې دخپل ظلم په یوډېر لوی ګرداب کې ډوب اوراګیرسویدی .

عبدالباری عطوان  : امریکا په افغانستان کې یې ماته خوړلی  ده 

 

امریکا دافغانستان  څخه د ابرومندانه تښته په لټه کې ده !

په لندن کې د«القدس العربی » دورځپاڼی  مسؤول مدیروویل : امریکا په افغانستان کې دخپلی ماتی پسی  ددی هیواد څخه  دخپل نوم  دخوندی کولو اود ابرومندانه تښته په لټه کې ده .

"عبدالباري عطوان" د "الحوار " دتلويزيوني شبكی سره،د"اونی  دمهموپيښو" دپروګرام دچلوونکی سره چې دلندن څخه خپریږی په یوه مصاحبه کښې ، دافغانستان داوسنی امنیتی وضعی په هکله وویل :  امریکا په افغانستان کې یې ماته خوړلی  ده  .

عطوان  وویل : واشنګتن په اصطلاح د ټروریسم پرضد  جګړه کې ېې ماته خوړلی ده او(۷۰۰)  اوه سوه ملیارډه ډالره  یې تاوان لیدلی دی  اوپه همدی ډول ویلای سو (۷۰۰) ملیارډه دالره چې دا اوس دامریکا دجمهور رئیس  جورج ډبلیوبوش دولت دمالی اواقتصادی کړکیچ څخه دوتلودپاره یې په خاص ډول سره دغه شمیر پيسی (ډالر)ومنل ،په ريښتونی توګه داهغه (۷۰۰) اوه سوه ملیارډه ډالره دی  چې په عراق اوافغانستان کې خرڅ (مصرف) کړی دی  اوپه دغه دووهیوادونوکښې  دمقاومت په وړاندی په سیمه کښې  یې ماته وخوړه .

دغه عربی څیړونکی  زیاتوی :  امریکا په افغانستان کې دخپلی ماته نه وروسته  ددی هیواده څخه دابرومندانه تښته او دباعزته وتلوپردلیل  په دی سوچ کې دی چې دسیاسی  کار دلاری څخه دی دغه کړنه ترسره سی ، عطوان دغه مطلب یې  دحامد کرزی  دافغانستان دجمهور رئیس دهغه وړاندیزپربنسټ  وویل چې دافغانستان جمهوررئیس غواړی دطالبانوسره دخبراترودلاری نه ددا اوسنی آخ اوډب دپای ته رسولی  دپاره  دغه کړکیچ  اواخ اوډب پای ته ورسوی .

دالقدوس عربی  دورځپاڼی  مسؤول مدیر وویل :  کرزی دغه وړاندیز یې دامریکائیانو دلاری نه  مطرح کړاوامریکا غواړي  ددی کار دکړنی  اورامنخته کولودلاری نه دطالبانو اودالقاعدی دشبکی ترمنځ یوی سوری رامنځته کړی،لکه دعراق دبیداری دشورا (شواری بیداری ) دتجربوڅخه په ګټه اخیستلوسره په افغانستان کې دغسی  کړنه  عملی اوترسره یې کړی .

عبدالباري عطوان توضیح یې کړ: امریکا غوار ي »دویښی شورا د(بیداری شورا) په شان په افغانستان کې  دغه شوراګانی رامنځته کړی ،خصوصآ چې همدا اوس "  دامریکا دمرکزی ځواکونوقوماندان جنرال "ديويد پترائوس" دی چې ده څه موده مخکې دامریکا دځواکونوقوماندان په عراق کې وو اوپه دی هیوادکې یې دویښو ځواکونو دجوړیدو ایدیا اومفکوره یې رامنځته کړ اوهغه یې جوړاوترسره کړ.

عبدالباري عطوان دواشینګتن ددی طرحی  بریالیتوب کیدل یې په افغانستان کې لیر ی وبلل اود هغه دعلتونه په هکله یې وویل : دافغانستان وضعیت د جغرافیوی  جوړښت اودقومی اومذهبی  جوړښت له کبله دعراق سره کاملآ توپیر لری  .

عطوان په اشاری سره په افغانستان کې دپخوانی شوروی دماتی په هکله وویل : هر هیواد چې افغانستان یې ترخپل ښکیلاک اوواک لاندی راوستی دی  ،په دی کړنه باندی  نه دی  بریالی سوی  اوامریکا دښه ژوند اوپرمختګ دطرحی په ادعا کولواو وړاندی کولوسره دافغانستان وخلکوته درواغ وویل او وروسته تر اتو(۸) کالنونه ، نه داچې  ددی  هیواد دخلکو دپاره یې ښه ژوند یې ندی رامنځته کړی بلکی ددی هیواد بی ګناه خلک یې ډېر مړاوشهیدان کړل اودېره ناامنیی  هم په دی هیواد کې رامنځته کړی دی .

جنرال " ډيويډ پتريوس"وویل : دطالبانو سره باید خبري وسي،ملامحمد عمردطالبانومشر نور د القاعدې  سره ملگري نه کوی !

د امریکا د مرکزي  ګډوقواو جگپوړي  قوماندان " ډيويډ پتريوس" ویلي  یې دی چې د طالبانو سره باید د خبرو اترو او سیاسی ډیالوگ لاره غوره سي . نوموړي  څوورځی مخکې په واشنگټن کې په يوه  څيړنیز مرکز کې خبري کولي اوپه دی هکله یې وویل : په افغانستان کې یواځي جگړه، موږدبریالتوب وپړاوته نه رسوی  هرومرو  د مخالفینو سره دی  سیاسي خبراتری بایدپیل سي .

جنرال ډيويډ پتريوس دغه خبره  یې په داسی حال کې کړی ده   چې  دی  د اکتوبر پر (۳۱مه) یودیرشمه نیټه باندی د امریکايي ځواکونود قوماندی مسؤولیت په  افغانستان او عراق کې په لاس کې اخلي . دغه امریکایی جنرال   ویلی چې دی غواړي د عراق تجربه په افغانستان کې تکرار کړي  او مخالفین پخلایني  ته راوبولي .

په همدی ډول  شرق الاوسط عربی ژبی ورځپاڼي د تیری پنجشنبې   د یوخبر په خپرولو سره ولیکل : د طالبانو مشر ملامحمد عمر نور دالقاعدې  دډلي سره خپلي اړیکی یې پرې کړي دي . دغی ورځپاڼي همدارنګه د یو افغان چارواکي په حواله   چې د طالبانو سره یې  په سعودي عربستان کې په  دی وروستیو خبراترو کې برخه درلود، هغه وویل  چې په دې خبرو اترو کې د طالبانود خوانه د ملاعمر ویاند ملامحمد طیب آغا ، مولوی کبیر چې د طالبانو د حکومت په وخت کې د ننگرهار والي اودطالبانود اووکسیزی مشرتابه شورا غړی وو، او همدا اوس هم د طالبانو د مرکزي شورا غړی ګنل کیږي ،اوپه همدی ډول سره د ګلبدین حکمتیار د یو شمیر استازو په ګدون په  دی خبراترو کې یې برخه درلودل .

 

- دامريكا ددفاع وزير گيتس اقراروکړاوپه ډاګه یې کړچې : وسلوال طالبان په افغانستان کې  ددی هیواد په راتلوونکی کې بنسټیز اوکلیدی رول لرئ

-  کرزی اوطالبانو په سعودی عربستان کې دترسره سوی خبراترورپوټونه یې ونه منل اودواړه خواوی وایي چې دغه خبراتری نه دی ترسره سوي

دامریکا ددفاع وزیروویل داړیکـودتامینولوکـړنه زیار اوهاند چې دوسلوالوطالبانواویانورو

وسلوالو  ډلو سره چې په افغانستان کې دپخلاینی  وپروسی ته حاضر دی ، دی وایی ( دا هغه کړنه ده چې  په عراق کې رامنځته سوی)  زه یې  ملاتړځينی کوم .

دداسوشیتدپرس  درپوټ پربنسټ ،رابرټ ګیتس  دامریکا ددفاع وزیر همدارنګه په افغانستان کې دمیشتوانګلسیی ځواکونودقوماندان هغه خبری یې چې ویلی یې وود افغا

نستان په جګړه کې بری نه ترلاسه کوو هغه یې ونه منل اوردیې کړ.

رابرټ ګیتس چې په یوکاری سفرکې په نړیواله غونډه کې دګډون دپاره دمقدونیااوهنګري وهیوادونوته روان وو،په لاره کې  دیوشمیرژورنالسټانواوخبریالانوسره په خبرو کې وویل : لومړی باید دا زیار صورت ومومی  چې څوک سوله غواړي ،څو د راتلونکي افغانستان برخه واوسي .  اوکوم هغه کسان چې ودی ته علاقه نلری ،روغه اوپخلاینه نه منی څرګنده اومشخصه  دي سي  .

دامریکا د دفاع وزیروویل هغه کسان چې غواړي دافغانستان په راتلونکی  کې ګډون وکړی  اوبرخه واخلی ،باید هماغسي چې په عراق کې وشول دغه یوه کلیدی اوبنټسزه اوږدمهالی دحل لاره په افغانستان کې ده ، ورسره روغه جوړه وسي ، ده زیاته کړه کوم کسان چې روغه جوړه نه مني اونه غواړي چې سوله اوامنیت دی  په افغانستان کې رامنځته سی  نواړین دی چې ددوي پرضد دی د پوځي لاروچاروڅخه کارواخیستل سي .

ګېتس دا خــــبرې په داســــــي وخت کــــې وکـــړې چې دطالبانویوپخوانـــــی سفیراعـــلان وکړچې دطالبانواستازی تیره میاشت په سعودي عربستان کې دطالبانوداستازواودافغانستان د دولت

دجګپوړوچارواکواواستازوترمنځ لیدنی کتنی صورت موندلی دی .

عبدالسلام ضعيف، په پاکستان کې دطالبانوپخوانی سفیر وویل چې دی د ملك عبدالله، دسعودی عربستان دپاچا لخوا دروژه ماتی (افطار)وملمستیا ته دعوت اورابلل  سوی  وو چې په دی ملمستیا کې دطالبانونور استازی اودافغانستان ددولت چارواکی اواستازی هم پدی دعوت کې ګډون درلودل .

 څارونکي په داسي وخت کې دګېتس څرګندونې دافغانستان دشخړې د سیاسي حل څخه دامریکا د ملاتړنښه نښانی ګڼي .خوځیني کسان دهغه جملی نه ملاعبدالسلام ضعیف په پاکستان کې دطالبانوپخوانی سفیر پوره باور نه لري چې امریکا دې له وسله والوطالبانوسره د سولې د پروسې غوښتونکې وي . که امریکا هم خپل رول ولوبوي دافغانستان د حکومت اوطالبانوترمنځ د سولې اوپخلاینې پروسه نتیجه ورکولی شي

همدارنګه په دی اړه یوخبریال دامریکا ددفاع دوزیررابرټ ګیتس څخه وپوښتل چې دسعودی عربستان ددی هڅواوهاندهرکلی  کوي؟ ګیتس په ځواب کې وویل :هر څوک چې یو جوړه ونکی رول اوکړنه دسولی درامنځته کولودپاره ترسره کړی  دهغه نه هرکلی کوم .

 دامریکا ددفاع وزیروویل په مجارستان کې ، دناټو په غونډه کې به دامریکا دملګروهیوادونو سره دافغانستان دجګړی دپاره دناټودسربازانودپاره دنظامی وسایلواودراتلونکی دپاره دګټوري بودجې دبرابرولو په هکله خبری به وکړی .

ګیتس وویل  دغه موضوع به هم مطرح کــړی دناټوغـــړی  هیوادونوته ،کــــوم هغه هیوادونه چې تراوسه یې ونه سوای  کړای خپل نورځواکونه وافغانستان ته ولیږی اویا هغه پخوانی ژمنی یې چې تراوسه ندی ترسره کړی دغه غړی هیوادونه دی دخپلومالی مرستوپه ورکولوسره دی ددی هڅوڅخه ملاتړ وکړی .

امریکا غواړي ددی کال ترپایه پوری  دسمندرې توپک  لرونکی ځواکونوڅخه څوغنډونه وافغانستان ته ولیږی اوپه راتلونکی میاشتوکې به دخپلوځواکونودنظامی مورال دلوړتیا دپاره  وافغانستان ته ددغوځواکونوپه لیږلوسره په دغه کار پیل  وکړي .

دامریکا ددفاع وزیر وویل :غواړم چې ډاډمن سم چې ټوله په دی پوه سی چې په افغانستان کې دامریکایی ځواکونو ډېریدل اوځای پرځای کیدل   په دی معنا ندی   چې دناټو دژمنو پرځای دی وګڼل سی ،ګيتس وویل امریکادخپل متحدینوڅخه چې دناټوغړی  اویا دباندی دناټونه دناتوغړی نه دی ،ددوي څخه غواړو چې وافغانستان ته دی خپل ځواکونه اوسربازان ولیږی اوپه خاص ډول سره دی دډېر شمیر ښوونکوپه استولو سره دی دافغانستان دځواکونودزده کړی دپاره مرستی وکړي .

امریکا دم ګړې په افغانستان کې  (۳۳۰۰۰) دورودیرش زره سربازان لری چې ددی جملی نه (۱۳۰۰۰) دیارلس زره تنه یې دناټوترامر او قوماندی لاندی کار کوی او(۲۰۰۰۰)شل زره تنه نوریې دوسله والوطالبانوسره په جګړه اخته دي .

دامریکا ددفاع وزیر دیوی پوښتنی په ځواب کې د انګلیسی ځواکونودیوقوماندان په پرتله چې هغه ویلی وو موږدطالبانوسره په دی جګړه کې نه بریالی کیږو،په خوش بینانه توګه یې وویل : په داهسی حال کې چې موږپه افغانستان کې دیوشمیر مهموګواښونوسره مخا مخ یو،په ډاډمنه توګه سره  هیڅ داهسی دلیل نسته دی چې  موږ مایوسه  اوخوابدی  دی وه وسواو بریالی  فرصتونه  په اوږدمهاله  وخت کې  هغه په پام کې ونه نیسو. 

برايان ويتمن، د پنتاگون ویاند وویل : موږپه افغانستان کې  دماتی په حال کې نه یو، په همدی ډول  باید اعتراف  وکړو چې ډېری  چاری  باید ترسره سی .ده دیوی پوښتنی په ځواب کې  دطالبانوسره دکیدونکی خبراتروپه هکله وویل : دا موږد  استراتیژی جز ندی  هغوی کلونه کلونه دافغانستان خلک یې زورولی اویوشمیرخلک یې ترور کړی دی .

دپينتاګون دویاندویانو دډلی څخه یوبل دجف مورل په نوم وویل  :  موږباید هرڅه ژرتره دافغانستان داردودبیاروغاونی چاری ترسره کړو اوکیدی سی چې ژرتره داړتیا وړځواک رامنځته سی  اوبیا به وبهرنی ځواکونوته دامنیت په ټینګولوکې ډېر لږ اړتیابه محسوسه   سی .

دافغانستان ددفاع وزارت اعلان وکړ  چې  په افغانستان کې دیوبهرنی سرباز میاشتنی  بودجه دافغانستان د(۶۰) شپتوتنوسربازانودیوی میاشتی له بودجې سره مساوي دي .

 

دمطبوعاتودخپرونوپربنسټ قیوم کرزي هم تېره میاشت دروژې په وروستیو شپواوورځوکښې په هغه غونډه کې ګډون کړی وو چې دسعودي عربستان دپاچا د لوري دافغانستان  ددولت دچارواکواواستازو اودیوشمېردطالبابود استازو په ګډون،په افغانستان کې دسولې اوپخلاینې لپاره جوړه شوې وه برخه یې درلود.

په همدی ډول سره طالبانو دخبراترو دپاره هر ډول  وړاندیز یې  پرته د(۷۰۰۰۰) اویازروبهرنی ځواکونودوتلونه  یې  نه دی منلی اوهغه یې رد کړی دی . قاری محمد یوسف دطالبانوویاند اعلان وکړڅرنګه چې موږ مخکې هم موویلی وو تر هغه وخته پوری چې  یرغلګرځواکونه په افغانستان کې وی  په هیڅ ډول خبراترو کې به برخه وانخلواوپه مذاکراتوکې به ګډون ونه کړو.

همدارنګه دسعودی عربستان دولت  دهغه هیوادونودجملی څخه یوازنی  هیوادووچې په نهویمی  (۹۰می ) لسیزی کښې چې په افغانستان کې کله چې طالبانو  واک  ته ورسیدی ددوي دولت یې په رسمیت وپیژندل .

دپاکستان دپخوانی لمړی وزیر"نواز شريف"هم غواړي چې دمنځ غړی په توګه دافغانستان ددولت اودطالبانوتر منځ په خبراترو کښې برخه واخلی دغه خبره یوی پاکستانی ورځپاڼی ولیکل :نوازشریف  زیار باسی   چې دسعودی عربستان ددولت په مرستی سره دطالبانواوحامد کرزی ددولت ترمنځ دسولی  دپروسی سره دمنځ  غړی په توګه مرسته وکړی .په دی اړه د "نواز شريف"ویاند"صديق فاروق ،دفرانسی  دخبری آژانس سره په یوی مصاحبی کې وویل چې نوازشریف دپاکستان دهغومشرانودجملی څخه   یومعتبرمشر دی چې دخپل واک په وخت کې یې دطالبانوسره ډېر ښه اړیکی درلود اونوازشریف به ډېر خوشحاله سی که وسی کولای چې دملی او دنړیواله سولی په پروسه کې رول ولوبوی ،دنوازشریف ویاند وویل زه نه سم کولای چې ووایم چې ایا نوازشریف دافغانستان ددولت اودطالبانوسره په دی هکله یې اړیکی لرلی  اوکه یې نه لرلی  .

کوشنر دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ خبراتری  یې مثبت وبلل !

په داهسی شرایطوکې چې په افغانستان کې کړکیچ اوګواښونه ادامه لری ،دفرانسی دبهرنی چارو وزیر  دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ خبراتری  یې مثبت وبلل .

آسوشیتدپرس، په یوراپوټ کې ولیکل : برنار کوشنر دفرانسی په پارلمان کې په یوی بیانی کې وویل دافغانستان ددولت اودطالبانوداستازوترمنځ دخبراترو نه دملاتړ اعلان کوم او دپاریس غوښتنه یې ددی خبراترو دپاره یې دکوربه توب خبریې ورکړ . کوشنردفرانسی دبهرنی چارو وزیر  همدارنګه دپاکستان او ایران څخه دافغانستان دګاونډیوهیوادونوپه توګه ددوي نه یې  وغوښتل  چې  ددی هیواد دملی سولی په پروسه کې دی ګډون وکړی   .

 برنار کوشنردافغانستان ددولت غوښتنه یې چې وطالبانوته دخبراترو دپاره وړاندیز کړیدی اوطالبان چې دالقاعدی سره  اړیکی هم لری جلب اعلان کړ. دسی ان ان خبری شبکه  دتیری یکشنبی په ورځ  دیوی باخبری سرچینی په حواله  راپور ورکړ : دسعودی عربستان پاچا په دی وروستیو ورځوکښې په مکه کې   دافغانستان ددولت اودطالبانوداستازوترمنځ ددی خبراتروکوربه اومیلمه پال وو.

ددی راپورټ پربنسټ ،دغه خبراتری  دسپټامبر د(۲۴ می نه بیا تر۲۶ می ) نيټی پوری  ترسره سوی دی اوپه دغه خبراتروکې (۱۱) یوولس تنه  دطالبانوغړی اودافغان دولت ددووجګپوړی چارواکی اونوروکسانوپه ګډون په دی خبراتروکښې یې برخه اختیسی وو.

ددغی سرچینی  ددی رپوټ پربنسټ :چې دا لمړنی کړنه   اویو دحل لاره په افغانستان کې دجګړواوشخړودمنځته وړلودپاره دخبراترو د لاری   دی  چې ټوله خواوی  وکولای سوای چې خپلې موخی اودریځ  په زغرده  اوشفافیت سره  اعلان کړی ./

پورتنی مطالب د لاندنی ادرسونونه اخیستل سویدی :

-دایسنا  څخه

- دفارس نیوز څخه

-دایرنا څخه

-دجام جم څخه

 

 


بالا
 
بازگشت