عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

۱-دناټویوسترقوماندان،په افغانستان کې دبهرنی ځواکونوپر ناکامی باندی اقرارو کړ :

۲- دانګلیس دپارلمان استازی وایی  :په افغانستان کې شرایط پیچلی  اوستونزمن سوی دی  !

۳- دانګلیس اوامـــریکا دقـــــــومـــــاندانو سردرګمی  دافغانستان په پلندۍ (باتلاق )کې  !

۴- یـــوی الـــــمانـــــــــــــی ورځــــــــپاڼــــــــــی وڅــــــیړل :

په افغانستان کې دناټواوه کلنه بی ګټی جګړه،

اودافغانانوبی باوری پرلویدیزوالوباندی !

 

۱-دناټویوسترقوماندان،په افغانستان کې دبهرنی ځواکونوپر ناکامی باندی اقرارو کړ :

 

            دانټرنيټ دفارسی سرچینوڅخه

            ژباړونکی : عــزیــزاحمـدخوارمل

دشمالی اتلانتیک نظامی  تړون «ناټو» یوسترقوماندان  اقرار وکړاووی ویل چې  په افغانستان  کې دبهرنی هیوادونونظامی عملیات  ناکامه سوی  اودغه  هیوادونه  وخپلوموخوته ندی رسیدلی .

 

دایران دایرنا دانټرنيټی خپرونی دیوراپور پربنسټ : جنرال «جان کرادوک»  چې دناټو دنظامی تړون یوسترقوماندان اوجګپوړی چارواکی دی انګلیستان ته یې  سفر کړی دی ،ده په دی هکله یې وویلی دی : په افغانستان کې دناټوماموریت،دځواکونودنشته والی په دلیل او دغړوهیوادونودډېرومحدودیتونودتحمیلولو دکبله دخپلو ځواکونودعملیاتو دپاره په افغانستان کې د ورانیدوپه حال کې دي . دغه امریکائی  جنرال تیره اونی دانګلستان دسلطنتی مرکزی  ګډوځواکونو په موسسئی کې په لندن کې  یې وویل : دناټودنظامی سازمان غړي هیوادونه  وافغانستان ته دځواکونوپر استولوپرخپلووعدو اوژمنوباندی یې عمل ندي کړي  اودغه موضوع متزلزله سیاسی اراده په دغه هیوادونوکښې په ښکاره توګه  بربنډه کوي .

 جنرال جان کرادوک وویل  : دغه  دوه (تزلزل) اوسیاسی نا باوری دافغانستان په جګړي کې دبهرنیونظامی ځواکونودنه پرمخ تګ سبب ګرځیدلی دی اوپه (۲۱) یووشتمی پیړی کې دناټودغړوهیوادونو اړیکی یې تر پوښتنی لاندی راوړی دي .

جان کرادوک په دی هکله زیاتوی : موږهمدااوس  مهال ددی هیوادونودمیشته ځواکونودنظامی عملیاتوپرډول خبری کوو،اودناټودغړوهیوادونو تراویا (۷۰) ډېر داعلان سوی محدویتونواواخطارونوسره  مخا مخ یو . دناټودغه سترقوماندان  وویل  : کیدی سی چې اوس داهسی یې توصیف کړوپه افغانستان کې دغه نظامی  جوړښت  دوخت اوځای  دلړلید پربنسټ  سره شلېدلی دی  او ووایو : دبیلګې په توګه  جګړه ایزه ځواک دمخدره ټوکو په وړاندی  دافغانستان ددولت دنده ده  ،مګردافغانستان دولت  دمخدره توکودقاچاق په وړاندی په مبارزه کې  واک نلري . دی  وایی : په افغانستان کې دمخدره ټوکودکرهڼی اودقاچاق څخه د لاس ته راغلو  پيسوپه وسیله  وسله وال  ډلی په نظامی عملیاتونو اوغلچکی یرغلونوکې کار اخلی  اودغه یوه سرطانی غده ده ،اوهمدارنګه په افغانستان کې مالی فساد دقانونی تجارت  په ورانیونکی نږدي اړیکی سره لري  .

۲-دانګلیس دپارلمان استازی وایی  :په افغانستان کې شرایط پیچلی  اوستونزمن سوی دی  !

 

دانګلیس دپارلمان دمحافظه کارګونداستازی  وویل په افغانستان کې په دا څووروستیومیاشتوکې  شرايط ډېر پيچلی اوستونزمن سوی دی ، چې حتی امریکائیان هم دهمدی موضوع په هکله همداشان وایی .

دانګلیس دپارلمان غړی دمحافظه کارګونداستازی  "ديويد ديويس" په لندن کې دانګلیستان دتلویزون  دڅلرم  چینل سره په خبراتروکې یې وویل : په افغانستان کې په دا څووروستیومیاشتوکې  شرايط ډېر پيچلی اوستونزمن سوی دی،دطالبانوډلي دتګ اوراتګ ډېری لاري یې تړلی دی اویوازی  یوڅو اصلی لاري پاتی  دی اوبس .

ده په دی هکله وویل  : په افغانستان کې شرایط بدتره سوی اوهمدارنګه امریکائیان هم  دغه مسئله منی اوتاییده وی  ،دی وایی که غواړو    چې په افغانستان کې په جګړی کې بری ترلاسه کړو،نو ویوی نوې اشتراتیژې ته  اړتیا لرو.

ديويس پخواتر دی په محافظه کار ګوند کې دهیواد داخلی چارومسؤول ووپه دی اړه یې وویل :دانګلیس دځواکونوقوماندان هم دافغانستان دجګړی دپاره دیوی نوې  کړنلاری  په هکله وویل ،دانګلیس نظامــی ځـــواکونه هم په دی ښه پوهیږی،چې په افغـانستان کې دجګړی دګټلواودبریاودلاسته راوړلودپاره  لازمه ده چې په دی هیواد کې ددوي کړنلاره بدلون ومومی .
ديويد ديويس په افغانستان کې دبهرنی  ځواکونودشتون اودپاته کیدوپه هکله یې په توضیحی توګه وویل :که دافغانیتان څخه ووځو،ټوله وژل کیږی ،اوډېر آخ اوډب به رامنځته سی ،اوګواښونه نورهم زیاتیږی ،په نتیجه کښې ډېرنورځواکونه  بایدپه افغانستان کې ځای پرځای سی  اویوبل ښه دولت  په افغانستان کې  وکارکولوته رامنځته سی .

دغه دمحافظه کار دګوند استازی  زیاتوی : یو دهغوپرابلمونوڅخه چې په افغانستان کې شته دي ، دافغانستان ددولت په کمزورتیا اوضعیفوالی پوری اړه پیداکوی .

"جان ديويسون" دانگليس د "كريسچن‌ايد" (Christian Aid ) دخیره موسسی غړی هم دانګلیس دتلویزیون دڅلرم   چینل سره په خبراتروکې دافغانستان دامنیتی اوضاع اوحالاتوپه هکله وویل : په افغانستان کې په تیروشپږومیاشتوکښې امنیتی شرایط دښه حالت  څخه مخ پرویجاړیدواوښتی دی اوسیمه ایزمرسته رسونکی اوکارکوونکی هم تښته ول کیږی . ده ددی پوښتنی په خواب کې چې ایا په افغانستان کې داهسی پيښی پرنړیوال مرسته رسوونکوباندی  ددی هیواد څخه دوتلودپاره پردوي باندی فشار راوړل کیږی ترڅو دوي ددی هیواده څخه ووځی، ده وویله ډول ډول موخي ددی کارونودترسره کولودپاره سته دی دبیلګې په ډول دیوشمیر سړی تښتوونکوموخی دپيسواخیستل اولاسته راوړل دی اودیوشمیر نوروموخی دخپل نفوذ اودواک دپراختیا دپاره دغه چاری ترسره کوی .

  ديويسون وویل : په افغانستان کې شرايط هره شیبه راز راز بدلون مومی .

 

۳-دانګلیس اوامریکا دقوماندانو سردرګمی  دافغانستان په پلندۍ (باتلاق )کې  !

په لندن کې دجګړی ضدسازمان یوغړی په افغانستان کې دانګلیسی اودامریکائی دجنرالانواودیپلوماتونوپرسردرګمی باندی په ټينګار سره وویل :  په افغانستان اوعراق کې جګړی اودغه  دوه هیوادونه تر خپل ښکیلاک لاندی راوستل  یوجنایت کارانه اوغیراخلاقی کړنه ده اوهمدا اوس ددغو هیوادونو اوضاع اوحالات په  یوپيچلی  وضعیت کې په مسخره امیزه ډول سره دډېرووینوپه بهیدلو سره اوښتی دی  .

"ديويد ويلسون"دائتلاف په نوم په یوانټرنیټی شبکی کې په یو راپور کې ولیکل : «جګړه ودره وي» ترسرلیک لاندی دغه راپوریې خپورکړیدی ،اوددی پوښتنی په طرحه کولوسره چې په افغانستان کې څه تیریږی لیکل یې دی : انگليسي او امريكائی جنرالان،دیپلوماتان  اوسیاست پوهان  خپله لاره یې ورکه کړی ده  اوهغه څه چې  لیدل کیږی  دانګلیس سیاسی اونظامی  ځواکونه  کوم یوداهسی دحل لاره  ایډيا نلری ،په افغانستان کې انګلیسی نظامی ځواکونه  ممکن چې اوس مهال  دځانه څخه دغه پوښتنه وپوښتی  چې دوي دڅه دپاره په افغانستان کې دي  اوپه افغانستان کې کومی چاری او کارونه په مخ کې لري چې ترسره دی کړي .

دی په دی هکله وایی : جنرال "ديويد ريچاردز" دانګلیستان دځواکونونوی رئیس غواړ ی چې  د(۵۰۰۰) پنځو زرو نه نورډېرتره  انګلیسی نظامی ځواکونه وافغانستان ته ولیږی  اوسربیره دانګلیستان دمیشته(۸۰۰۰) اته  زره ځواکونوپرشمیره  باندی  چې په افغانستان کې دی  زیاتوالی دی رامنځته سی  .

په انګلیستان کې دغه دجګړی ضد تکړه غړی په خپل  رپوټ کې یې ویلی دی : دانګلیستان دځواکونو نوی رئیس په دی باور دی  چې د(۲۵۰۰۰) پینځه ویشت زرونوروامریکایی  ځواکونوپه استولوسره  وافغانستان ته چې  دامریکادفاع دوزارت لخوالیږدل کیږی،په اړه  په زغرده سره باید ووایم چې  دانګلیسی نظامی ځواکونو په ډېرلیږدلوسره به په افغانستان کې دانګلیسی میشته ځواکونو یوه برخه تر(۳۰۰۰۰) دیرشو زرو تنوپوری د انګلیسی سربازانوشمیرته  به ورزیات سی  .

ديويد ويلسون ددی رپوټ په یوه بله برخه کې ټينګار کوی اووایی :ویل کیږی چې په افغانستان دانگلستان سفير "شرارد كوپر كولز" تیره میاشت ویلی وو چې په  افغانستان  کې دامریکا استراتیژی ماته خوری  اودائتلافی ځواکونو شته والی خصوصآ نظامی  شته والی په افغانستان کې دستونزویوه  برخه  ګڼل کیدی سی  اونه دحل لاره ، دبله خواه نه ، جنرال "ديويد پترائوس" په سیمه کښې دامریکا دمرکزی  ګډوځواکونوقوماندان تیره اونی ویلی وو،کیدی سی چې دطالبانوسره خبراتری دکارپه لمړی سر کې قرارونیسی  . ددی رپوټ لیکوونکی همدارنګه لیکی : په افغانستان کې جګړی اودغه دوه هیوادونه تر خپل ښکیلاک لاندی راوستل یوجنایت کارانه کړنه اوغیر اخلاقی کار دی  اوپه دی هیوادونوکښې امنیتی وضعیت ډېره غمیزه ده او په مسخره امیزه ډول سره دډېرووینوپه بهیدلو سره اوښتی دی  .

ديويد ويلسون ددی رپوټ په یوه بله برخه کښې په  ټینګار سره ویلی : ائتلافی  ځواکونه دی «جگړه ودره وي» او دافغانستان اودعراق ددوهیوادونوڅخه دانګلیستان دنظامی ځواکونودژرپرشاه تګ  اووخپل هیوادته دبیرته ورتګ غوښتونکی سو.

 

 

 ۴- یوی المانی ورځپاڼی وڅیړل :

په افغانستان کې دناټواوه کلنه بی ګټی جګړه،

اودافغانانوبی باوری پرلویدیزوالوباندی !

یوی المانی ورځپاڼی  په اشاری سره په خپله لیکنه کې دافغانستان پرکړکیچن اوامنیتی  شرايطوباندی،او ددی هیواد دخلکودباور ټيټوالی دامنیت په رامنځته کولوکې دلویدیزوالوپه وسیله ددوی دلړلیدپه وړاندی کولوسره ،اوهمدارنګه دشمالی اتلانتیک سازمان  دنظامی تړون «ناټو» اوه کلنه جګړه یې  په دی هیواد کې بی ګټی وبلل  .

"زوددویچه سایتونگ" په یوه څیړنه کې په دی هکله ولیکل : دا اوه کاله کیږی  چې دشمالی اتلانتیک سازمان  نظامی تړون «ناټو» په افغانستان کې ځای پرځای سوی دی اودا په داهسی حال  کې دی  چې دغه اوه کاله ډېره اوږده موده وه  چې نورهیڅوک به دغه ډول عملیاتونه ،دسولی دماموریت تر سرلیک لاندی نه  یاده وي  .

لیکوونکی په همدی ډول سره وایی : ناټودیوداهسی  جګړی سره مخامخ سویدی  چې حتی موږکله کله  دجنرالانودخولی  نه هم اوروچې وایی دغه جګړه دنظامی وسایلوسره وبری ته  نه رسیږی . اما په هرصورت یوه داهسی  جمله  حقیقت دی .

لیکوونکی  ددغه  مطلب په یوه بله برخه کې په عملیاتونوکښې  دشمالی اتلانتیک سازمان  دنظامی تړون «ناټو» بی خبری اولنډراتلل یې دطالبانودواکمن کیدوپردلیل په افغانستان کې وبلل او وی ویل : دشمالی اتلانتیک سازمان  نظامی تړون «ناټو» نن دخپل دغه لنډراتللو نیمګړتیاوی بیرته ورکوي .

"زوددویچه سایتونگ"په همدی ډول  سره څرګنده کړ: دایساف نړیوالی سمبالی ډلی ډېر لږ کولی سي چې دطالبانواودهغوی دملګروپه وړاندی دی ودریږی،مقاومت اودفاع دی وکړی.یوازی سږکال ډېرتره تر (۲۲۰) دوه سوه شل تنه بهرنی سربازان په افغانستان کې خپل ځانونه یې دلاسه ورکړیدی چې  دغه شمیره ډېرتره د تیر کال ترشمیره دي  .

لیکوونکی همدارنګه ددغه مطلب په بیانولو سره لیکی : دوژل سوي سربازانو ډېره برخه یې امریکائیان،انګلیسان،اوکاناډایان  دي چې دافغانستان په سویلی سیموکښې دمنځه تللي دي .اوسربیره پردی  هم  په دغه جګړه کې ډېر غیرسلوال اوبی ګناه افغانان هم دامریکائیانو په هوایی بمباردونواویرغلونوکښې دمنځه تللی دي .

لیکوونکی ددی مطلب په ادامه  په ټينګار  سره وایی  په دی هیوادکې  چې طالبانو په خپله دغه انارشی اوګدوډوی یې ددی دپاره رامنځته کړی دی چې  دوي ګټه  ځينی ترلاسه کړی ،په دی هکله  دی وایی : دافغانستان ډېر خلک نورپرلویدیزوالوباندی دامنیت په راوستلواوپه ټينګولو باور نلری  .  ددی مطلب لیکوونکی ددی لیکنۍ په یوه بله برخه کې دافغانستان د بیا روغاونی په پروسه کې دمرسته کوونکوهیوادونولږه هماهنګی په مرسته رسولوکې ،په اشاری سره ددی مطلب په هکله وایی : په دی هیواد کې دبیا روغاونی په مرستوکې دنظامی پانګی اولګښت سره په مقایسوی ډول ، مرستی  ډېر لږ اوجزئی دي  .

ددی لیکنۍ په پای کې راغلی دی : په کابل کې حکومت په دی پوهیږی  چې  په افغانستان کې دهری خونړی یرغل سره  دلویدیزوالو تیاری  اواماده ګې دعملیاتوپه ادامه ورکولو سره په دی هیوادکــــې مخ پرکښته بانـــدی ځــــې،په همـــــدی ډول ســـــره زیاراوهــــاندپردی باندی  باســــــی ترڅودطالبانوسره خبري وکړي  اوخپل پخوانی ملګري عربستان اوپاکستان  دعمل وډګرته ور ګډ کړی . مسئله خودادی چې طالبان پوره وخت لري، اما حامد کرزی اوناټو نوروخت نه لري ./

اخځلیکونه :

۱-دجام جم څخه

۲-دفارس نیوز څخه

۳-دفارس نیوز څخه

۴- دمهرنیوز څخه

 

 


بالا
 
بازگشت