عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

 

-۱ د(۲۰۰۱بیا تر۲۰۰۸) م کال پوری د شمالي اتلانتيک دنظامی تړون د(ناټو)دسازمان زر (۱۰۰۰)تنه سربازان په افغانستان کې وژل سویدی  !

-۲تایمز بربنډه اواشوایې کړ:

دناټودقوماندانانواړیکی دمافیا دمشرانوسره!

وال استريت ژورنال خپور کړ:

امریکا دطالبانوسره دخبراتروپه لټه کې دی !

 

-۴انګلیسی جنرال په افغانستان کې دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان پرکړنوباندی وناټوته یې ګوت څندنه وکړ!

-۵دافغانستان جګړه لسګونه کلونه نور به هم وخت ونيسي !

         دانټرنيټ دفارسی سرچینوڅخه

           ژباړونکی :عزیزاحمد خوارمل

د(۲۰۰۱)م څخه بیاترننه پوری  ډېرتره تر زروتنوپوری دبهرنی ځواکونو د( شمالي اتلانتيک دنظامی تړون د«ناټو»دسازمان  ) سربازان دافغانستان په جګړه  کې  ځانونه یې دلاسه ورکړی او وژل سویدی . دفـــــرانسی خــــبرآژانس تیره اونــــی په یـــورپــوټ کــې ولیکل  چې دافغانستان رسینود دووبهرنیوسربازانودوژل کیدودخبر په خپرولوسره ولیکل ،دبهرنیوځواکونود (۱۰۰۲) یوزرودوه تنه سربازانوپه وژلوسره ،دوژلوسوسربازانوشمیره زیاتوالی یې موندلی دي . په دی راپور کې راغلی دی : په دغه موده کښې په افغانستان کې په جګړواومخامخ یرغلونوکښې (۶۲۴)  شپږسوه څلرویشت تنه امریکائی سربازان وژل سوی ،چې دوژل سوی بهرنیوسربازانو ډېرتره برخه جوړه وي چې په دی  هیوادکې ځانونه یې دلاسه ورکړیدی  . 

همدارنګه  دافغانستان په جګړی کې (۱۲۱)یوسلوویشت تنه انګلیسی سربازان،(۹۷) اوه نهوی تنه کاناډایی سربازان،(۳۰) دیرش تنه المانی سربازان او (۲۳)درویشت  تنه فرانسوی سربازان  دعملیاتونوپه ترڅ کې وژل سویدی .

په همدی ډول سره (۱۶) شپاړس تنه ډانمارکې سربازان،(۱۳) دیرلس تنه ایټالوی سربازان او(۸) اته تنه پولنډی سربازان هم دافغانستان په داروانه جګړه کې دمنځه تللی او وژل سویدی .

دخپاره سوي شمیرنې پربنسټ په افغانستان کې، دوزره اتم(۲۰۰۸) میلادی کال دښکیلاګروځواکونودپاره دوینوډک  کال وو.

-۲تایمز بربنډه اواشوایې کړ:

دناټودقوماندانانواړیکی دمافیا دمشرانوسره!

 

تایمز انګلیسی ورځپاڼی  د شمالي اتلانتيک دنظامی تړون( ناټو) سازمان دقوماندانانوداړیکونه یې دمافیا دمشرانوسره پرده پورته کړ،اودغه مسله یې ومطبوعاتوبربنډه اواشوایې کړ.

دتایمزورځپاڼی ولیکل ،دناټوامریکائي قوماندانان دایټالیا دناپل دښارپه نږدی سیموکښې  ویلاګانی  اوښکلی  کورونه یې په اجاره اخیستی دي  چې دغه ویلاګانی  او کورونه په یوسړی  پوری  اړه لری  چې دهغه  نوم "انتونيو لووين" د(ناپل دښار دمافیایی ډلو ) د"کامورا" دیوی ډلی مشردی .

دتایمز ددی لکنۍ پربنسټ ،انتونیولوین دهغو(۳۰)  دیرشوتنوخطرناکوایټالویانودجملی څخه دی چې دجرمونواوقتلونواودیوشمیر نوروجرایموپه ترسره کولوکې دایټالیا ددولت دپولیسواودامنیتی ارګانونوترڅارنی لاندی دی  اودغه سړی  (۱۲)  دولس کاله کیږی چې  پراری  کڼل کیږی اودپولیسوڅخه ځان  یې پټ ساتل دی  .

دهغه څيړنی اوپلټنی پربنسټ چې د "کورير دلا سرا"ورځپاڼۍ تیره اونی ترسره کړی اوبیا یې خپور کړدایټالیا پولیس اعلان یې وکړ چې دناپل دښار په شااوخواکې ډېرځایونه(کورونه او اپارتمانونه) سته دی چې د شمالي اتلانتيک دنظامی تړون (ناټو)دسازمان دامریکایی قوماندانانولخواپه اجاره  اخیستل سویدی اودغه ځایونه دمافیایې ډلوپه مشرانوپوړی اړه لري خصوصآ دانتونيو لووين شتمنی دی  . 

دتایمز ددی رپوټ پربنسټ ،دناپل دسیمی په شا اوخواکې،یوشمیرساختمانونه اوجوړښتونه  شته دی چې په ناټوپوړی اړه لری  اوهمدارنګه دناپل د"کاپوديچينو"په سیمه کښې دامریکا هوائې هډه   موجوده ده  چې په اصل کې دامریکا نظامې  هډه ددی اجاره سوی ویلا(کور) څخه د(۱۸) کیلومتر په واټن سره لیری واقع دی . 

دایټالیا دمافیا ضد چارواکي په دی هکله وایی : داپه رښتیا سره دخنداوړ دی ،دناټوقوماندانان چې ایټالیا هم ددی نظامی تړون غړی ګڼل کیږی  دمافیا دبکسونوپه ډکولو کې مرسته کوی . دغه  کړنه دالمړی ځل ندی چې  دامریکا اړیکي دنوروهیوادونودښورښی ګروپونواوډلواودقانون دمخالفوډلوسره بربنډه اواشواکیږی ،په دی هکله مخکې  واشینگټن تايمز دواشینګټن اود دتامیل دبیلتون پالوپړاګانوترمنځ داړیکوڅخه خبرورکړ اوددی پټواړیکونه یې پرده ورنه پورته کړ .اودیوشمیرنورودترلاسه شویواسنادوله مخی په دی هکله  ویلـــی سو چــــې  دامریکا مــــرستی  په تیرولسیزوکښې دنیکاراګــوا  وښورښیانوته رښتینی او

حقیقی بیلګه ګڼلی سو.

-۳وال استريت ژورنال خپور کړ:

امریکا دطالبانوسره دخبراتروپه لټه کې دی !

 

یوی نامتو امریکایی ورځپاڼی په یورپوټ کې دسپينی ماڼی دجګپوروچارواکوپه حواله یې ولیکل ،واشینګتن دطالبانوسره دخبراترو دڅیړنی په حال کې دی .

 

د"وال استريت ژورنال"ورځپاڼی  په خپل یورپوټ کې دسپينی ماڼی دجګپوروچارواکو په حواله چې ددوي نومونه یې نه دی اشواکړی  وی  ولیکل :امریکا دطالبانودډلی سره دخبراترو دڅیړنی په حال کې دی، دغه پیل دامریکا په سیاستوکښې په ښکاره توګه یولوی بدلون دافغانستان په جګړه کې  شمیرل کیږی .  ددی رپوټ په یوه برخه کښې راغلی ده : شااوخواڅومیاشتی مخکې  کابوودی موضوع ته سوچ کول  یوغیرممکن  امر وو.نظامی جګپوړی چارواکی اوسپینه ماڼی  اوس په دی باور اوعقیدی دي  چې دیوشمیر د طالبانودغړوسره نږدیوالی بیله ددوي دوتلومشرانوڅخه  کیدی سی  چې په افغانستان اوپاکستان کې داوسنی کړکیچ په راکښته کولوکې لویه  اوګټوره مرسته وکړی  .

ددی رپوټ په ادامه کې لیکل سوی دی : دسپینی ماڼی په څیړنو کښې دغه رامخته سوی  کــړنلیک   په افغــــانستان کې دامریکا داستراتـــــیژی یوه برخــه  ګڼل کـــیږی  . اودغه خبراتری د

افغانستان ددولت  په وسیله ،مګردامریکا په فعال  مدیریت  اوشته والی سره به  پرمخ  بیول کیږی     .امریکایی اطلاعاتی ارګانونه به دافغانستان دامنیتی وضعی اوپه دی هیوادکې دامریکائی ځواکونو  په هکله به رپوټ  ترتیبوی چې همدا اوس دغه رپوټ وخپل وروستی پړاوته رسیدلی دی .

وال استريت ژورنال ولیکل : دسپينی ماڼی په دا وروستنی څیړنه کې دافغانستان دامنیتی وضعی په هکله په راتلونکی میاشت کښې  دجمهوری ریاست دټول ټاکنونه  وروسته په امریکا کې خپورسی اودراتلونکی نوی دولت په واک کې به کیښودل سی  .

په دی رپوټ کې راغلی دی: دطالبانو سره دخبراتروایډیا د"ديويد پترائوس"، په منځنی ختیځ اومرکزی اسیا کې  دامریکا دځوکوانودقوماندان لخواهم ملاتړ کیږی  .  
پترائوس تیره اونی په منځنی ختیځ ،افغانستان اوپاکستان کې دامریکائی ځواکونوقوماندان  وټاکل سو اودی به دغه نوی دنده پرغاړه واخلی .

په دغه امریکائي ورځپاڼی کې  لیکل سوی دی  دامریکا دجګپوړوچارواکومخه کیدل دطالبانو سره وخبراتروته ،داوړاندیزپه داهسی شرايطوکښې ترسره کیږی چې داکتوبرپه لمړی اونی کښې په سعودی عربستان کې دافغان چارواکواودطالبانودپخوانیوچارواکوسره په کتنه کښې یو دبل سره یې خبراتری وکړي ،او.ویل کیږی چې دغه خبراتری د سعودی عربستان په منځ غړیتوب اودپاکستان دپحوانی لمړی وزیر نوازشریف په ګډون سره  ترسره سوی  دی   .

۴-انګلیسی جنرال په افغانستان کې دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان پرکړنوباندی وناټوته یې ګوت څندنه وکړ!

دانګلیس یو جګپوړی جنرال په افغانستان کې دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان پرکړنوباندی وناټوته یې ګوت څنډنه وکړ او وی ویل  په افغانستان کې دناټوځواکونه دخپل کار و وروستی  پړاوته رسیدلی دی ،اوپه هیوادکې دثبات اودسولی دټينګولو اوتامینولودپاره باید دسیمی  دځواکونوڅخه دی ملاتړ اووسی .             

جنرال مايکل رز په بوسنی کې دملګروملیتونودسازمان  پخوانی قوماندان تیره شنبه یې اعلان وکړ اووی  ویل زما په هانداوس مهال ناټوپوره جګړه ایز ځواکونه دطالبانوسره  دګټوری مبارزی  دپاره په خپل واک نه لري  .

انګلیسی جنرال وویل ، دافغانستان  جګړه هم لکه نوری  جګړي دخلکودخوښی دلاسته راوړلو اوداعتماد دراجبولو دپاره ډېره مهم تره اوګټورتره تربل هرډول  نظامی تاکتیک څخه  ديرغلګرواوټروریسټانوپرضد دی .

دغه انګلیسی جنرال  چې په دا وروستیو کښې دافغانستان څخه راغلی دی  وی وویل : په داهسی حال کې    چې نړیواله ټولنه په ټینګه سره دبریاو پرلاسته راوړلوباندی ټينګار کوی ، همدارنګه دناټوځواکونه هم په افغانستان کې دعملیاتی ستونزواوپرابلمونوسره مخا مخ دی .ده په دی هکله وړاندیز وکړ چې قبیلوی افغان وسله وال(اربکیان) دی باید دلویدیزوهیوادونو دځواکونو اودافغانستان داردو دځواکونو سره  دمرستی دپاره دی جوړ اوسازماندهی دی سی .

 دالمان خبری آژانس دلندن څخه په یورپوټ کې ولیکل: ددی جنرال دویلو پربنسټ دپلی(سرحد) په دواړه خواوکې دمیشته اوسیدونکو، چې ټوله یې  پښتانه قبایل دی ددوي په راجلبولو اوپه ملاتړسره کولی سو،چې ددی هیوادپه ختیځ اولویدیزوسیموکښې امنیتی وضعیت ښه والی پیداکړي   .

 

-۵دافغانستان جګړه لسګونه کلونه نور به هم وخت ونيسي !




 

 

جان بتن د انګلیستان  د دفاع وزير دیوی انګلیسی  ورځپاڼی سره په يوی مصاحبی  کې ويلي دي ، دافغانستان جګړه به تر لسګونو کالنو پورې  دوام ومومی  ، نوموړي ويلي دي ، چې په دې جګړه کې د ماتې دمخنیوی دپاره بايدنړيوال ائتلافي ځواکونه  ځانګړې پاملرنه  دی وکړي،  نوموړي زياته کړه ، د طالبانو  د منځه وړلو  اوماتولودپاره  ، او دائتلافي ځواکونو دموخو په ترلاسه کو لو کې به لسګونه کلونوته به اړتیا ولرو ، د انګلیس   د دفاع وزير په دی هکله زیاته کړه  دطالبانو سره جګړه يواځې دنظامی اوجګړه ایزوفوځي لارو په وسیله ګټل کېدى نه سي بلکې ددی جګړی د ګټلو اودبریاو دلاسته راوړلودپاره بايد ښه پوه او اولسی  چارواکي  وټاکل سی او دبيا رغونې کارونه دی ګړندی  سي ، نوموړي زياته کړه ، هغه بهرني فوځيان او يا نور چارواکي ، چې په افغانستان کې په دندو  بوخت دي ، کله چې هغوى وخپلو هېوادونو ته ځې او بیرته ستنیږی  نو بیادا اوازې خپره وي ، چې دوي ذهني مريضان دي ، چې دا کار د هغوى په کار او دندو کې ستر خنډ رامنځ ته کوي .

 جان بتن همدارنګه ويلې یې دی،وطالبانو ته دافغانستان تسليمول به دټولې نړۍ په تاوان وي .

دانګلیس ددفاع وزير ويلې دی ،چې  ناټو او بهرني ځواکونه بايد د وړو بزګرانوبی ګناه او اولسی خلکود نخښه اونښان کولو پرځاى دی د مخدره ټوکو لابراتورونه او د مخدره ټوکو قاچاقبران دی په نخښه کړی او د منځه دی يوسي .

جان بتن ومنله ،چې  په افغانستان کې دمیشته انګلیسی ځواکونه او فوځيانو په شمیر کې یوڅه ټيټوالی راغلی دی اصلی  وجه یې دادې چې یوشمیر  فوځيانو د خپلو رخصتيو په قواعدو کې  ناقانوني او خلاف ورزي کوی  .        په  همدې ډول سره دانګلیستان د دفاع وزير جان بتن هم افغانستان ته ولاړی  او هلته يې د خپلو میشتوځواکونو اوپوځیانو څخه لیدنه اوکتنه یې وکړاو دافغانستان د دولت دچارواکيو سره هم وکتل . /     
اخځلیکونه   :

-دجام جم څخه

- دحیات نیوز څخه

- دفارس نیوز څخه

دفارس نیوز څخه

دایرنانیوز څخه

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت