عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

ناټو«  « NATO

او

دناټو«  « NATO پیژندنه !

 

                     دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

                ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

               

    

              څوارلسمه برخـــه

دناټــوشاتــه دپـــيښواودورانـــیو څـــرک!

ناټودروسیی په اړه داوره سره لوبه کوي ، اوبل داچې که دافغانستان اوپاکستان په اړه هم ددغو دووهیوادونومسائل اوپيښي یوځای اویوشانته سره ترڅیړنی لاندی ونیسو نودلته هم  ناټوددینامیت سره لوبه کوي   .

ناټوهیڅ هم نه سی کولای  او ونسوکړای چې نه په افغانستان اونه په صربستان کې امنیتی حالات  تثبیت اووضعیت نورماله کړي  ددی نظامي تړون یوازنی کار دپیشقابونواوظرفونوماتول دی اوبس . ناټوتردا اوسه پوری دیوه نابکاره نظامي ځواک ترسرلیک لاندی  ځان یې څرګنده کړی دی  اوپه کابل کې عصبانی امریکاييان ناټودذخیری پرمیز باندی کیښنوی یې ، اوددپیلوماټیکوچاروپه  برخه کې  دناټو لاسته راوړنی هم تردی نه ښه نه دی ، اودا به پرځای وي چې د ختیځې اروپاپه هیوادونوکښې ددی  نظامي تړون دسیاستونو په اړه یوه لنډه کتنه وسی اوترخپل کتنی لاندی یې تیر کړو.

په دا وروستیوڅوکالنوکښې ناټودلویدیز دیو واک اوتګیه ګاه په توګه دشوروی  دنظامي ګواښونوپه وړاندی  ستر رول  یې لوبه ول . مګردا اوس په یو داهسی سازمان اوښتی دی چې عملی کارونه نلري ،اما کله کله زیار باسی چې ځان ډېر مهم وبریښوی اوراڅرګنده کړی  .

د(۲۰۰۸) م کال داګوست دمیاشتی پر(۲۱مه )یوویشتمه نیټه باندی په بروکسیل کې   دناټودغړیو هیوادونودبهرنیوچاروردوزیرانوغونډه اوراټولیدل  د دا وروستنی ماتی دپاره یوازی  دیوپوښ جوړه ول وناټوته وو،ناټو هیڅ شی یې  ونه سوکړای چې په ګرجستان کې  دروسیی دلاسوهنوڅخه مخ نیوی  وکړی اوددی لاسوهنوپه وړاندی یوشې وړاندی کړی اویوه کړنه ترسره کړی  .

په حقیقت کې دغه لاس وهنه یې مخته بیول چې داوکرائین اوګرجستان په مغز کې یې ورننه باسی  او وهغوته اجازه ورنه کړی ترڅودروسیی دپلو(سراحداتو) ترڅنګ دی  لویدیز   تشه  لوبه  دی ترسره کړ ي . روسیه چې دشوروي  اتحاد دړنګیدو وروسته کولای سوای  اوکیدی سوای چې دناټوغړی  دی سی ،اوسمهال دختیځی اروپاپه پولواو(سرحداتو) کې ديوی دسیسه جوړه ونکی په څیر اوښتی دی .

دناټودپاره هیڅ ډول اړتیا موجود نه وو چې دبالټیک هیوادونه او دروسیی دسویل  وخواته هیوادونه دی دشمالی اتلانتیک ونظامی تړون ته یې  را ګد کړی او ودوي ته امنیتی  ضمانت ورکړی ،او دپولنډاودچک  په هیوادونوکې هم هيڅ ډول  استراتیژیک اړتیا دامریکا دراکټی دفاعی سپر دځای پرځای کیدو دپاره وجود نلري . دغه کړنی بیله  داچې داهسی ښکاری چې ناټوددی هیله مند دی چې خپل ځان ډېرغټ وښیی بله خبره نسته  چې دپينتاګون بازان  دخپلوموخواوګټودمخته بیولوپه سبب دهغوی څخه ګټه ترلاسه کوي اودهغو سرچیني ورختموي .

همداسی کړنی اودګامونواوچته ول  نسی کیدای چې روسانو په خشم نه کړی اودوي  راونه پاره وي  چې همدا ډول هم وسول   .

د(۲۰۰۸)م کال  داګوست په میاشت کې دامریکا جمهورئیس جورج بوش اعلان وکړ چې « دنفوذ لاندی پخوانیوسیموکې  » دوران پای ته رسیدلی دی . نوکه داهسی دی ، نودڅه دپاره په سیمه کې داستونزی دی ،که دنفوذبرلاسه کیدل نه وی ،نوپه همدی ډول سره ناټو یې دروسیی وپلواو(سرحداتو) ته ولی نږدی کړیدی ؟ اوبیا دبوش طرحه  دډموکراسی  دتامینولودپاره په اسلامی نړی کې  دکوم لړلید پربنسټ  دی ؟.اوهمدارنګه هم روسیه اوهم ایران  په اوسنی  معاصر وخت کې  دامریکا دوه  جوړ سوی  لاسی  اسکلیټونه دي اوپه دی هکله پوره دلایل هم موجود دي  چې ددښمنانوپه ځواکونوکې ځان احساسوی  . په همدی ډول سره،که دوي بدی کړنی ترسره کوي ،له دی کبله دی چې ددوي سیاستونه  دبیری (ویری ) دسیاست تحت الشعاع لاندی راغلی  دي . 

روسیه دلویدیز دپاره  ګواښ نه دی . ددی هیواد پولی او(سرحداتو) یود بل دبیریدودپاره  یوه وسیله دبی ثباتی اودناامنی په رامنځته کولوسره اوښتی دی ( ددی پرځای ناټوکولای سواي چې دخپلودفترونواودکار دکوټیوپه مخکې  نوي بیرغونه  ځوړند کړي ؟) .روسیه په پوره اندازی سره  خپل ځان یې دیوقاطع او خشمیدونکی  هیواد په توګه یې وښود اوڅرګنده یې کړ . نو ولی به ددی  نا امنی اوبی ثباتی درامنځته کیدودپاره هغه دلازیات  ټينګ دریځ په نیولوسره یې تشویق کړو  .

 

پرناټوباندی دروسیی ګوت نیونی :

 

دشمالی اتلانتیک په نظامی تړون،دناټوپه سازمان کې دروسیی استازي دمتعارفو ځواکونودتړون معاهده یې یوه استعماری  معاهده وبلله اوپه کلکه یې ګوتنیونی وکړ ل .

د شمالی اتلانتیک په نظامی تړون،دناټوپه سازمان کې دروسیی نوي استازی « دیمیتری راگوزین »  د«راسیسیکا گازتا» دروځپاڼی سره په یوه مرکه کې په اشاری سره داروپا دمتعارفوځواکونودتړون Conventional Armed Forces in Europe (CFE)اصلی ماهیت چې دسړی جګړی دوخته څخه رامنځته سوی دی په دی هکله یې وويل : « موږباید په امنیتی سیمو اوحوزیوکښې  داستعماری اړیکوڅخه ځانونه خلاص اوخپلواک کړو» راګوزین خپل دخبروپه ادامه  کې د شمالی اتلانتیک د نظامی تړون دناټوسازمان وغړیوهیوادونوته یې په دی بیان کې وویل : « دوي باید په دغه موضوع باندی وپوهیږی چې نه سی کولای دنوروامنیت دخطرسره مخامخ کړی اوخپل دځان امنیت تامین اورامنځته کړی» . سیاسی څیړونکی اودسیمیزچاروکارپوهان وایی ، دپوتین لخوا دراګوزین ټاکل اوتعینول  ودی پوست ته ددی ښکارندوی دی چې   کرملین  غواړي دناټوپه وړاندی  په د ی  اړه خپل دریځ ټینګ کړی  .

 

روسیی وناټو ته یې  ګوت څندنه وکړ:

 

دروسیی دبهرنیوچارودوزارت یوجګپوړی چارواکی  په ګوت څندنی سره یې دناټو وسازمان ته یې اعلان وکړ،په هغه صورت کې که وناټوته دګرجستان او داوکرائین دپيوستون اوغړیتوب دپاره زیاراوکوښښ رامنځته سی نو دروسیی هیواد به داروپادمتعارفوځواکونو دتړون څخه وځې .


دروسی دبهرنی چارودوزارت دغه جګپوړی چارواکی چې نه یې غوښتل  نوم یې ومطبوعاتواشواسی دروسی دانټرفکس وخبری آژانس ته په یوه لنډه مرکې کې وویل:وناټوته دګرجستان اوداوکرائین  دپيوستون اوغړیتوب سره سم به په اروپاکې دمتعارفوځواکونو دتړون سرلیک به مشخص کړی سي  .

دغه جګپوړی چارواکی په دی هکله یې زیاته  کړه : په هغه صورت کې دناټوددغه پیل سره سم روسیه به د اروپادمتعارفوځواکونودتړون څخه وځې .

دروسیی هیواد تیرمیلادی کال دنوامبرپه میاشت کې دناټوپرپراختیای باندی په یو اعتراض کې داروپادمتعارفوځواکونودتړون اجراات یې دتعلیق په حالت کې راوستل .

ددی تړون پربنسټ په اروپاکې دمتعارفوځواکونومتعارفی وسلی دهغه جملی نه تانکونه ،دځواکونودانتقالولووسایل اوتوپونه  چې  په روسیی پوری اړه لري اوددی هیواد په اروپایی سیمه کښې لږسويدي اواروپایی پلټوونکی په پرله پسی توګه یې ددی هیواد دنظامی مرکزونوڅخه  لیدنه اوکتنه کول ،نودغه تړون له دغونوموړی موادوڅخه عبارت دی .

 

دناټوشتون بیله کوم دلیل څخه دی :

 

«الکساندر رار»  دالمان(جرمنی)  دبهرنی سیاست دشورا کارکارپوه  دنووستی دخبری آژانس دخبرلیکوونکی سره په یوی تیلیفونی خبراترواومرکه کې یې وویل : په ناټوکې دغړیو هیوادونویوشمیرمشرانو داوکرائین اودګرجستان دپیوستون اودغړیتوب  دموضوع شاته غورځول ،ددی مسئلی مصلحت کول ،دیوداهسی سورې سوي سازمان شتون  بیانوي .

 ده وویل : « دناټومشرانوپه دی غونډه کې د اوکراین اودګرجستان دپیوستون  اوغړیتوب څخه  یې لاس واخیست ،اودایې وښودل چې دغه یووالی هم لکه دعراق دوخت  جګړه کې ،په یوسورې سره اخته سوی وو» یوشان ته دی  . دده دویلوپر بنسټ ،په دی سازمان کې دروسیی پرمسئلی باندی هم  اختلافونه رامنځته سول اوغړی هیوادونوپردووډلوباندی وویشل سول،په دی اړه یې وویل : روښانه اوښکاره خبره ده چې « دناټوپه دننه کې دپخوانیواروپایی هیوادونه څخه  یوه جبهه جوړه سوی اورامنځته سوی ده چې دروسیی سره په ګډه په اروپاکې  دامنیت دټينګولواوتامینولو غوښتونکی دي ،اودمسکوسره دپراخه خبراتروترسره کول دهغه جملی څخه دانرژی په برخه کې ، ددی جبهی دلړلیدونوڅخه ګڼل کیږی ،مګردامریکائیانو وجبهه دنوي اروپا هیوادونوپه ملګرتیا سره دادی اوهغوی غواړی چې  دوتلودنوی سیاست پربنسټ دروسیی وتل اوایستل  داروپا څخه دغه کړنه ترسره کړی .»

دغه دسیاسي اوډپيلوماتیکوچاروکارپوه وویل ، دناټودعمرنیټه اووخت پای ته رسیدلی دی په دی هکله یې زیاته کـــړه : «یونظامــــی سازمان اوبلاک  جـــوړ اورامنځته ســــوی ووترڅود کمو نیزم دایدیالوژی  دتیری په وړاندی دخپلواکه نړي څخه ساتنه وکړي ،مګر داتحادشوروی سوسیالیستی دجمهوریتونودړنګیدواونړیدوڅخه کابو(۲۰) شل کاله تیر سوي دي نورنوموږ دوه قطبی نړي نه لرو،ناټوباید هرومردځان دپاره یوبل رول او بل یووالی اونورملګري پیداکړي .

امنیتی ستونزي بیله دروسیی دګډون څخه نه حلیږی  :

دروسیی دبهرنی چارو وزیر« سرگی لاوروف » په  (۲۰۰۸) م کال کې  دمارچ دمیاشتی پر(۱۵) نیټه باندی  په مسکوکې داوکرائین دبهرنی چارود وزیر«ولادیمیر اوگریزکو» سره په لیدنه کتنه اوپه خبراترواویوه مرکه  کې اعلان وکړ په نړي کې  هيڅ یو امنیتی ستونزه اوپرابلم بیله دروسیی دشتون څخه  حل کیدی نه سي .

ده دناټودغوښتنی په هکله داوکرائین دغړیتوب په اړه یې وویل  روسیه غواړي چې په دغه وپوهیږی چې دناټودپراختیا موخه دختیځ پرلور دڅه دپاره دي ؟ .

لاوروف زیاته کړه : په هیڅ ډول سره دنړي امنیتی ستونزي ،دهغه جملی څخه دمخدره توکو  دقاچاق پرضدمبازره کې ،دهسټوی اواټومی وسلی دنه پراختیا  په مبارزه کې  بیله دروسیی دګدون څخه  نه حلیږی .»     

 ده په همدی ډول سره وویل چې یوبله مسئله هم سته دی  اوروسیه ددی  مسئلی په هکله هم  څارګر ه ده  اوپه دی اړه یې داهسی وویل : «ناټوپه خپل وخت کې  یې ویلی ووچې سړه  جګړه پای ته رسیدلی دی اوناټوددی سازمان دبدلون اواصلاحات بهیریې شاته غورځولی دی . اوسمهال دغه سوال پرخپل ځای پاته دی  چې څرنګه به دغه بلاک اونظامی تړون  دنړیوالومسایلوپه اړه دملګروملتونودامنیت دشوراسره مرسته به ولري؟ ترکومی اندازي پوری منل سوي هوډونه دبلاک دغړیوپه وسیله دملګروملتونودامنیت دشورا په وړاندی دناټودهغه کیدونکی پیل  سره متناسب دی،چې ناټوهغه ترسره کوي ،دهغه جملی څخه دیوګسلاویا بمباردیدل اویا دکوزودیوه اړخیزه  رسمیت پیژندلوڅخه عبارت دي . /

(نوربیا،په پنځلسمه برخه کې ادامه لري) اخیځلیک  : د راوی  نیوزاونووستی څخه

 

 

 

 

++++++++++++++++++++++++++++++

 

 دشمالی اتلانتیک سازمان نظامی تړون

North Atlantic Treaty Organization

ناټو پيښلیک اوددی نظامی تړون دجوړویدو بهیر !

 

 

لمړی برخه

        سریزه  : 

         ناټویوبین الحکومتی سازمان دی چې (۲۶) شپږویشت غړی هیوادونه یې خپلې بشپړې ملی واکمنی لـــري،دناټوټولې پریکړې  دغـــړیوهیوادونوترمنځ دګد نظراودګډلړلید پربنسټ  باندی په ګډه سره رامنځته کیږی .

ددغه سازمان دریځ اوبنسټیزه دندی دتـــــړون دمندرجوموادوسره سم دا دی ، چې دسیاسی اوپوځی وسیلوپه کاره ولوسره دخپلوغـــړیوهیوادونــودآزادی اودامنیت ساتل دیوی منظم پلان دمخی ددندواودوظایفو په سرلیک کې درج کړی اوترکار لاندی ونیسی   .

ناټوددمــــوکـــراسی،شخصي آزادیــــو،دقـــانون دواکمنـــي اودشخړوسولیزه حل په اړه دغــــړیو

هیوادونودارزښتونوساتنه کوي اوداروپا اواتلانتیک په ټوله سیمه کښې  دغه ارزښتونه پیاوړی کوي .

دناټودپریګړیوترټوله مهمه مرجع اومقام  داتلانتیک شورا ده چې دسفیرانو،وزیرانواویا ددولتی اوحکومتی مشرانو په کچه د(۲۶) شپږویشتومتحده هیوادونواستازی په کښې کې ګدون لري .

 ناټـــو« « NATO يو واکمن پوځي تړون دی چې د جوړښت فلسفه يې د هغه عکس العمل په نتيجه کـــې رامنځته شــــوه چې هغـــــه ته يې دپخوانې شـــــوروي اتحاد له خواتهديد وايه .  دناټـــو«  « NATOڅلــــور مخفف تــــوری یعنــی دشمالی اتـلانتیک دسـازمــان انګلیسی نـــوم(North Atlantic Treaty Organization)نورد اتلانتیک ټړیټی اورګانیزیشن دی چې اوس مهال دشمالی امریکا اوداروپا دهیوادونوڅخه (۲۶) شپږویشت هیوادونه ددی نظامی تړون  غړیتوب لري .

دناټو(NATO) دنظامی سازمان غړی د: اسپانیا، استونیا، اسلوواکی، اسلوونی، انگليس، ایتالیا،  ايسلند، المان، امريكا،  بیلجیم ، بلغاریا، پرتګال، تركيه،  دچک جمهوریت ، ډنمارک، رومانیا، فرانسه، كانادا، لتوانيا، لوكزامبورگ، پولنډ، لیتوانی، مجارستان  (هنګری )، ناروي ، هالنډ اود یونان دهیوادونوڅخه عبارت دي .

 ناټو(NATO) هغه نظامی سازمان دی چې  وروسته ددوهمۍ نړیوالی جګړی څخه دشمالی اتلانتیک دتړون دنظامی دندودترسره کولو دپاره په  (۱۹۴۹) میلادی کال کې جوړ اورامنځته سو. ددوهمۍ نړیوالی جګړی وروسته په لمړیوکالنوکې په ختیځ اومرکزی اروپایي هیوادونوکښې  دپخوانی شوروی  اتحاد دپراختیا غوښتنی  په وړاندی  د(۱۹۴۸) میلادی کال دمارس په میاشت کې  دپنځوهیوادونو انگليس، فرانسی، بیلجیم ، هالنډ او دلوكزامبورگ په ګډون اوغړیتوب سره دبروکسیل  دمعاهدی په امضا کولوسره  دټولیزی دفاع اتحادیه جوړه اورامنځته سوه. وروسته دهغه نه دغه غړي هیوادونه دډنما رك، ايسلند، ايتاليا، ناروي او دپرتګال دهیوادونوڅخه هم ودی نظامی سازمان ته دګډون اوغړیتوب دپاره بلنه وکړه اودغه هیوادونه یې ومنل ،بل ځل بیا ددوومیاشتونه وروسته دكاناډا او دامريكاهیوادونه  هم ددی نظامی تړون غړیتوب یې ترلاسه کړاودټولوهیوادونوپه ګډون سره د(۱۹۴۹) میلادی کال داپریل په میاشت کې دشمالی اتلانتیک تړون په واشینګتن کې امضا اولاس لیک سو اودناټـــو« « NATO نظامی سازمان جوړ اورامنځته سو  .  

دناټوفوځي جوړښت  دګډهیوادیز ځواکونوپلانول،سازمان ورکولواودقوماندی نظام دی ،دغه جـــوړښت دناټودستراتیژیـستوقــوماندانانوترقوماندې لاندې  په ګډه دپلان جوړه ولو،روزنې،

تمرینونواوعملیاتو زمینه برابره وي .

دناټـــو«  « NATOدنظامی سازمان زړه دهغه ددندواودوظایفودترسره کولو اودمخته بیولودمقرری  اوبنستیزوموادوڅخه (۵)پنځمه ماده ده چې په هغه کې لاسلیک کوونکی هیوادونه په ټولیـــز ډول سره منلــی دی  که پرکوم اروپایي  اویاپرکوم دشمالی امریکا  پرهــریــو

غړی  هیواداویا پرڅوغړیوهیوادونو باندی دنورو هیوادونولخوا بریداویرغل رامنځته سی نو دغه بریداویرغل  به پرټولوغړوهیوادونوباندی وګڼل سی اوغړی هیوادونه دی  دتړون دلاسلیک  سویواسنادو داحکامواوپریکړومطابق ټوله په  ګډه سره ددی برید اویرغل په وړاندی ودریږي .

دشمالی اتلانتیک دتړون  د (۹) نهمی ماده پربنسټ دناټـــو«  « NATOدنظامی سازمان دپاره نظامی اومدنی څانګۍ په نظر کې نیولی سوی دی . دناټـــو«  « NATO دپریګړیوترټوله مهمه لمړنۍمرجع اومقام  دشمالیاتلانتیک د شورا سیاسی مشرتابه ده چې دغړي هیوادونوددفاع وزارت دوزیرانو څخه جوړسوی دی چې حد اقل په هردووکالنوکښې یوځل غونډه کوي اودغه شورا دناټـــو«  «NATO په نظامی سازمان کې  لوړترینه دپریکړومرجع اومقام دی اوپریکړی یې په ټولیزډول  اودغړيوپه ټولورایواوهوډسره صورت مومی اورامنځته کیږی اوهمدارنګه کله،کله  دسفیرانو،دبهرنی چارودوزیرانواویا ددولتی اوحکومتی مشرانو په کچه هم د(۲۶) شپږویشتومتحده هیوادونواستازی  داړینوموضوعاتواومسائلودحل دپاره ددی نظامی سازمان په نوموړی شورا کښې ګډون کوي .

ترهغه ځایه چېدناټـــو«  « NATOنظامی سازمان دپخوانې  شوروی اتحاد اودوارسا دنظامی تـــړون دګـــواښونوپه وړانــــدی  جـــوړسوی او رامنځته ســــوی   وو ددی  سازمان دپاره  دنظامی قـــومـــاندانــــی یو کامل اوهراړخیز سیستم دکیدونکی جګړی دپاره چې دغړوهیوادونو داردو دځــواکونودستردرستیزدرئیسانواوددرو(۳)ځـایونودقوماندانانولکه داروپایی ځــــواکونـــود

قوماندان،د اقيانوس اطلس دځواکونو دقوماندان اودانګلیسی ځواکونودقوماندان په ګدون  سره په نظرکې نیول سوي دي  .

په (۲۰۰۲) میلادی کال کې په پراګ کې دناټوپه سرمشریزه غونډه کې ،متحدینودنوې کولو یوبهیر په دی نیت پیل کړچې ناټو وکولای سی دیوویشتمې پیړۍ دګواښونوسره په اغیزمنه  ټوګه مقابله وکړي دابهیرپه (۲۰۰۴) میلادی کال کې داستانبول په سرمشریزه غونډه کښې لانورهم پیاوړی  سو .څرنګه چې دګواښونوماهیت په بدلېدو دی .دسولې دساتلولاري چارې هم بدلیږي ناټودنن ورځې دګواښونوپه وړاندې خپلې وړتیاوي دسره سمبالوی . داټلواله وخپلوځواکونوته سمون ورکوي  اودترهګری ناکامه دولتونواودنوروامنیتی ګواښونوپه وړاندې ،لکه دډلیزی وراني وسلیوپه وړاندې دمقابلې اومخا مخ کیدو دپاره  نوې ګڼ هیوادیزی  لارې چارې  غوره کوي او دنویوګواښونوپه وړاندی ،ټلواله نوي عملیات  اوماموریتونه پیلوي په افغانستان کې دثبات ټینګول،دعراق سره مرسته ،دمدیترانی  په سیمه کښې دترهګروپه وړاندی دامنیت اوثبات ساتنه اودسودان د دارفورپه سیمه کښې دسولی ،امنیت اوثبات په راوستلوکې دافریقایی اتحادیي سره مرسته کول اوسمهال ددی سازمان بنسټیزی کړنی  اواساسی دندی ګڼل کیږی  .

دناټـــو«  « NATOلومړ نی دکار ځای اودقوماندی مرکز په فرانسی کښې وو او وروسته دهغه څخه په (۱۹۶۶) میلادی  کال کې کله چې  جنرال دوګول پردغه نظامی تړون باندی  دامریکا واکداری یې ولید ددی تړون څخه ووتی او ددی  تړون دکار ځای او دقوماندی مرکز دبیلجیم وپلازمینی  بروکسیل ته انتقال سو .

امریکادناټـــو« « NATOپه چوکات او جوړښت کې کابو(۳۰۰۰۰) درسوه زره تنه نظامیان لري اودپخوانی شوروی  دګواښونو اویرغلونو دمخ نیوی دپاره په المان (جرمنی )کې او په نورو اروپایی لویدیزوهیوادونوکښې یې خپل اټومی اوهستوی وسلی یې هم ځای پرځای کړی دي  چې دشوروی دړنګیدواودسړی جګړی دپای ته رسیدو وروسته د ناټـــو«  « NATOدتړون شته والی هم دیونظامی سازمان په توګه تر پوښتنی لاندی راغلی دی اوناټـــو« « NATO قرار قرار په دی  پسی دی  چې ونوروسیموته هم  خپل واک وغزوي  .که څه هم دشوروی ړنګیدل اوپه (۱۹۹۰) میلادی کال کې دلویدیزاوختیځ المان ددووهیوادونویوځای کیدل  ددی سبب  سو چې د ناټـــو«  « NATO نقش اورول  ترپوښتنی لاندی راسی  اما ددی سازمان غړی هیوادونه ناټـــو«  « NATOته دیو مرکز په ورکولواودیوسیاسی  سازمان په توګه هغه دنړیوالې  سولې اوثبات درامنځته کیدوخاوندبولی اوله همدی کبله په اروپاکې دهغه دپراختیاپه لټه پسی  راوتلی دی  . اودهغوهیوادونوسره چې دناټوغړي نه دي خبراتری اومرستی دسړی جګړی دپېر(مهال) داختلافونوپه لیری کولواودناټودپولوورهاخواته دامنیت اوثبات په غزولوکې مرسته کوي .

په (۱۹۴۹) میلادی کال کې  دناټـــو«  « NATOدنظامی سازمان دجوړیدووروسته د(۱۲)  ددولسو هیوادونوپه غړیتوب سره قرار قرار دهیوادونوغړیتوب زیاتوالی یې پیدا کړ،یونان اوترکیه  هم په (۱۹۵۲) میلادی کال کې ،المان (جرمنی )په (۱۹۵۵) میلادی کال کې ، اسپانیا په (۱۹۸۲) م کال کې ،اودچک جمهوریت ،مجارستان (هنګری) اوپولند په (۱۹۹۹) میلادی کال کې دناټـــو«  « NATOدنظامی سازمان غړیتوب یې ترلاسه کړ  .

همدارنګه په وروستی پړاوکې ددی نظامی سازمان پراختیا په (۲۰۰۴) میلادی کال کې دختیځ پرلور دبلغاریا،استونی ،لتونی ،لتوانی ،رومانیا،اسلواکی اواسلوونی  په غړیتوب اوګډون سره دناټـــو« « NATO دنظامی سازمان دغړی هیوادونوشمیر و(۲۶) وشپږویشت  هیوادونوته ورسیدل اوپراختیایی وموندل .

سربیره پردی دناټـــو«  « NATOنظامی سازمان اوس مهال دجګړی په چوکاټ کې دتروریزم په وړاندی په مبارزی اوجګړی کې  په دی پسی،اوپه دی لټه کې دی چې دنړی په ټولوسیموکښې دهغه جملی څخه په افغانستان اوعراق کې خپل ځواکونه یې ځای پرځای کړی دی .اودترکیی دهیوادداستانبول په ښارکې دناټـــو«  « NATOدغړوهیوادونود اولسمی (۱۷می) سرمشریزی غونډی په بیانی کښې ټينګار وسوچې وافغانستان ته نورډېرځواکونه ولیږل سی اوپه همدی ډول دعراق دنظامی ځواکونوزده کړي هم ، دناټـــو« « NATO په وسیله سره دیوی نوي لړلیدښکارندوي دی . ناټوپه بوسنیا اوکوسوکې دخونړیوجګړویودبنده ولوسره مرسته کړی اودپخوانۍ یوګسلاویادمقدونیا په جمهوریت کې یې دیوې کورنۍ جګړی  مخه ونیوله،همدااوس دناټوتر مشرۍ اوترقوماندی لاندې ځواکونه په کوسوا،افغانستان ،عراق اودارفورکې دامنیت اودثبات په رامنخته کولوکې مرسته کوي  /

 

+++

 

 دوهمه برخه

ددوهمی نړیوالی جګړی دپای ته رسیدو سره سم دیوی اونی  خبراتروڅخه وروسته دجګړی دګټونکوهیوادونودمشرانو ترمنځ داروپایې هیوادونو دپلواوسرحداتوسیاسی اوجغرافیوی نقشه انځوراووکښل  سو. تر جګړی  وروسته پرنړی باندی دوه قطبی نظام واکمن سواوپه همدی ډول سره  داروپا نوي جوړښت ددوو لویو ګټونکونوترمنځ دیوی بنسټیز ایدیالوژیک دریځ  په توګه،سیالی رامنځته سو. په داهسی شرایطو کې هرهیواد دیوی وروستی سرلیک په ډول سره مجبوره وو چې ددغو دووقطبونوڅخه یو اړخ ونیسی .

په ختیځ اولویدیزکې ددوولویونظامی  اوصنعتی ځواکونویعنی دجاپان اودالمان  دمنځه وړل اوپه نتیجه کښې لوږه ،پقر اوآخ اوډوب  ټوله اروپا یې په  پراخه توګه سره نیولی وو،دغه ستونزي اونیمګړتیاوي ددی سبب وګرځیدی چې  شوروي  ددی تش ځایه څخه را ووځې  اوډېره ګټه  ترلاسه کړی اوپه اروپایي هیوادونوکښې یې دکمونستی  ګوندونو جوړه ول او دختیځ المان (جرمنی) ،درومانیی ،دپولنډ، اودمجارستان (هنګری) هیوادونه یې ترخپل واک لاندی  راوستل اودخپل بهرنی سیاست دموخودپرمخ بیولودپاره دغه کړنی یې ترسره کړ .او دبل لور ی  نه شوروي دهستوي وسلیوترلاسه کول  اوپه ښکاره ډول په جګړه کې دهغه څخه خطر،ددی سبب وګرځیدی چې  داروپالویدیزهیوادونه چې ځانونه یې دشوروي دګواښونوپه وړاندی په خطرکې لیدل ،وروسته ترجګړي نه دخلع سلاح اودوسلیو دمنځه وړلوڅخه ځانونه یې کوښه کړ اوپریکړه یې وکړ چې دټولیز امنیت دتامینولواودټینګولواودګډی دفاع په خاطرسازمانی جوړښت رامنځته کړی . ددی لړلید اوسوچ نتیجه  دا وو چې د انګلیس دبهرنی چارو وزیر  (ارنست بوين) دلویدیزی اروپا دهیوادونو دپاره دیوی اتحادی دجوړښت وړاندیز یې وکړ چې دده دغــه وړانـــدیز دډېر هرکلـــی سره مخامخ ســـو، او ددی جــــریان اوپروسی په پای کې ،ناټـــو

«NATO »دبروکسيل دنظامی تړون په رامنځته کیدوسره رامنځته سواود (۱۹۴۸) میلادی کال دمارچ په میاشت کې د(۵)پنځواروپایی هیوادونو لکه انگليس، فرانسه، بیلجیم، هالنډ او دلوکزامبورگ په ګډون اوغړیتوب  سره دغه نظامی تړون جوړاورامنځته سو. اوددی نظامی تړون دغړی هیوادونو سوچ اولړلیددیوی امنیتی نظم اوجوړښت رامنځته کول وو،همدارنګه مخته تردغه نظامی تړون څخه د دونکرګ تړون لاسلیک اورامنځته سوی  وو،مګردبروکسيل تړون ددونکرګ دتړون سره چې ددونکرګ  تړون یو کال مخته رامنځته سوی وو،ډېرتوپیرونه یې لرل  ځکه دبروکسيل تړون  دهرډول تیری په وړاندی چې دهرهیواد دخوا څخه  ترسره کیدی  غړی هیوادونه هرومرودهغه په مخنیوی کې په ټینګه سره ودریږی ،اوغړی هیوادونه په ګډه سره مخنیوی ځینی  وکړي ،دغه تړون په دی معنا اومفهوم سره دغسی یو تړون وو،په داهسی حال کې چې د دونکرګ تړون یو امنیتی تړون وو اویوازی دالمان دیرغل په وړاندی رامنځته سوی ووچې دغه امنیتی  تړون په (۱۹۴۷) میلادی کال کې دفرانسی اودانګلیس ترمنځ لاس لیک اوامضا سوي وو اودهغه موخی مشوری اوګډ امنیتی پیل دهر ډول نوی تیری پرضدوو چې دغه تیری دالمان (جرمنی ) دخواڅخه ترسره کیدی .ددونکرګ دتړون درامنځته کولو دلیل دا وو چې اروپائیانو دالمانیانو(جرمنانو) نه یې پردی بنسټ چې  دوي( المانیان )ددوو جګړو پیلیدونکی دي ددوي نه یې تریخی خاطری یې لرلی یې او اروپایي هیوادونه ددی تړون سره یې وکولی سو چې اروپا دخطرونو اودګواښونوڅخه وژغوره وي اودهغه دورانی څخه مخنیوی وکړي .

دشوروي  دواک رامنځته کیدل  یود خطر دزنګ په شان ډېرځلی  دالمان (جرمنی) دخطر دزنګ په پرتله لوی اوستروو،له همدی کبله  داروپایي هیوادونودموخولوری دشوروی پرخواواوښت اودهمدی  کبله دبروکسيل دتړون موخی دالمان(جرمنی )سره دمخامخ کیدوڅخه  لاس واخیست اودشوروي په وړاندي  په مخامخ دریدوسره  یې وخپلې لوری ته بدلون ورکړاودغه دلوری دبدلون لمړنی هسته اومرکزیت یې دیوی غښتلی اوځواکمن  نظامی تړونونوله جملی څخه  دغه تړون داروپا په تاریخ (پيښلیک)کې  اوهمدارنګه دنړی په تاریخ (پيښلیک)کې  دستری پيښی په توګه  رامنځته سو.

په ختیځی  اروپا کې دشوروي پرله پسی  لاسوهنی اوداروپا دیوازنی دفاعی امکاناتوپه نشته والی سره دکمونیزم په وړاندي دامریکا ګډون داروپا دامنیت دتامینولو دپاره دیو دفاعی تړون په چوکاټ کې ډېراحساسیدل ،اوپه دی بهیر کې،په دی  وخت کې دبروکسیل په غونډه کښې دفرانسی لمړی وزیر (ژرژ بيدو) یوپیغام وجنرال جورج مارشال (۱)ته ورولیږل  اوهغه لیږل سوی پيغام  ووچې داروپا اودامریکا ترمنځ دنظامی تړون سرلیک وګرځیدی ،دفرانسی لمړی وزیر په هغه پیغام کې یې ویلی وو: هغه وخت رارسیدلی دی چې پخوانی نړی (اروپا) اونوی نړی (امریکا) خپلې نظامي اوسیاسي مرستی  په ګډه سره یودبل سره پیل کړي .

په (۱۹۴۸) میلادی کال کې د انگلستان، فرانسی، بیلجیم، هالنډ ، لوکزامبرگ د امريکا دمتحده ايالاتونو او دکاناډادبهرنې چارودوزیرانوپه رابلنی سره دیوځای کیدو ،دیووالی ،امنیت او ددوه اړخیزی دفاع  په خاطردغه غونډه تردغه اجندا اوسرلیک لاندی  پرانستل سو اود(۱۹۴۸) دمنی په موسم کې په واشینګتن کې  اړوند خبراتری ، دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون په هکله پیل اوپه (۱۸۴۹) میلادی کال کې داپریل په میاشت کې دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون درامنخته کیدو اسناددنوموړوګډونکو غړیوهیوادونولخوا لاس لیک اوامضا سول  . 

امریکا په هغه وخت کې دانزوا غوښتنی اودګوښه نیونی  دسیاست څخه یې پلوی کول  . چې دمونروئه دکترین  (۲) * دامریکاد بهرنی سیاست په هکله یې ورته مشوري ورکول اوهغه یې  ورته دیکته کول البته دغه تړون  دامریکا په ګډون سره په دوهمه اودریمه نړیواله جګړه کې  لږرنګه (کم رنګه) سوی  وو .په همدی ډول سره ناټـــو«  « NATO یو دفاعی تړون  دامریکا دلویی وچی (براعظم )څخه وتلی  وو  چې هغه ته  یوازی دمونروئه ددکتورین  دمنځه وړل څخه  یې ،دامریکا دبهرنی سیاست دپاره  درسیدو بله لاره نه درلوده .

 دامریکا دمتحده ایالاتونوپه بهرنې سیاست کې دلاتینی امریکا سمیه تل یې خاص ځای درلود اودا اوس هم  خاص ځای لری  . دامریکادمتحده ایالاتونودجوړیدوڅخه  ددی هیوادجمهور رئیسانومدام ددی سیمی په هکله یې په علحیده توګه خاص حساسیتونه یې دځانه ښودلي دي . ددی سیمی  ژئوپلتيك  ، ژئواستراتژيك او ژئواكونوميك  ارزښتونه  دامریکا دمتحده ایالاتونــوپه بهرنـې سیاست کـــې تر دی  اندازی پورې مهم اوازرښتمـــند ګنل ســوی  دی  چې یو

شمیر څيړونکي  دغه سیمه یې دامریکا دژوندکولواودخلوت کولو اوسره کرښه(قرمزخط) یې بللي  دي .

ددی  پيښواوجریاناتوپه لړ کې  چې دامریکا دهیواد بهراودباندی دهیوادڅخه رامنځته سوی دی  ټوله ددی ښکارندوی دی  چې نور دګوښه نیونواودګوښه کیدواودانزوا وخت سرته رسیدلی دی  اوپه دی هکله سناتور واندنبرگ دامریکا دسنا وجلسی ته یې وړاندیز وکړچې دهغه پربنسټ دامریکا ودولت ته اجازه ورکول سول چې یولړ هوډونه  دامریکا دپلی اوسرحداتوڅخه دباندی ومنی چې په پای کې  پردغه موضوع پریکړه وسو، دغه موضوع تصویب او ومنل سو .

ددی وړاندیز دپریکړی اودتصویب نه ،وروستی کړنه دا ووچې د ناټـــو«  « NATO دنظامی تړون  په   هکله خبراتری د(۱۹۴۹) میلادی کال دجون پر (۶) نیټه  باندی په واشینګتن کې دامریکا ،دکاناډا  اودبروکسيل دنظامی تړون دغړوهیوادونودبهرنې چارودوزیرانوترمنځ پیل سوي اوددی خبراتروپه نتیجه کښې  د (۱۹۴۹) میلادی کال دمارچ په میاشت کې دنورواروپایی هیوادونولکه د ناروي، ايسلند، ايتاليا، پرتګال او دډنمارک څخه هم بلنه صورت وموندچې بالاخره د(۱۹۴۹) میلادی کال داپریل پر(۴) څلرمه نیټه باندی دشمالی اتلانتیک نظامی تړون د(۱۲) دوولسوهیوادونودبهرنی چارودوزیرانوپه ګډون اولاسلیک سره،چې امریکااودکاناډا دامریکا دلویی وچی هیوادونوڅخه ،پنځه (۵) هیواده دبروکسیل دتړون غړی ،دری (۳) هیواده لکه ناروي ،ډنمارک اوایسلنددشمالی اروپا څخه دایتالیا اوپرتګال په ګډون سره دامریکاد بهرنې چارو په وزارت کې دامریکا دهغه وخت دجمهور رئیس ترمن  په شتون سره دهغه په مخکې  دغه تړون لاسلیک اوامضا سو اودهغه کال دحوت دمیاشی د څلرويشتمی (۲۴می)  نيټی څخه عملی بڼه یې واخیست اوسمدلاسه ترکارلاندی ونیول سو او ددغه سازمان ټلواله داتلانتیک ددواړوغاړودهیوادونوترمنځ اړیکي پالي  چې ترمخې یې شمالي امریکا اواروپایودبل سره په تل پاتې توګه تړل سوي  دا دغړوهیوادونو ترمنځ دهغوګډوګټوپه ملاتړداغیزمنې هڅې یوه عملی ښکارنده ده  .

(۱) * دژباړونکی يادداښت :جنرال جورج کاتلد مارشال دنړیوالولویوجګړیوپه ترڅ کې دامریکادهغو نظامـی لارښودونکواومشرانوله جملی څخه ووچې دامریکا دځــواکــونودستردر

ستیز اوجګپوړی قوماندان په توګه او دامریکادبهرنې چارودوزارت ددریم معاون په توګه یې دندی ترسره کړیدی  دمتفقینوسره په جګړه کې  ددوي دځواکونوپه وړاندی دواکمن مدیراوقوماندان په توګه  اودکار دښه مدیرت اوقوماندانیت له امله چې په دوهمه نړیواله جګړه کې دمتحدینوپه ګټه پای ته ورسیده،چرچل هغه دبریاو طرحه کوونکی وبلل  اوددوهمی نړیوالی جګړی په وخت  کښې دی هم دقوماندان په توګه اوهم دروزولت دخاص مشاورپه توګه یې دندی ترسره کولی یې اوهمدارنګه کله چې دبهرنی چارودوزیر په توګه یې دنده ترسره کوله په (۱۹۵۳) میلادی کال کې  دنوبل  دصلحی دجایزی دترلاسه کولونه  خلکو وده ته یې دمدبراوپوه مارشال لقب ورکړی وو. »

(۲) * دژباړونکی يادداښت :په (۱۹۲۳) میلادی کال کې دامریکا دمتحده ایالاتونودوخت جمهور رئیس جیمزمونروئه یوه طرحه یې وړاندی کړه چې دغه طرحه دمونروئه په دکتورینو باندی وپيژندل سو. دامریکا دمتحده ایالاتونودغه دکتورین  دامریکالویه وچه( براعظم )اوخصوصآدلاتینی امریکا سیمه یې دمتحده  ایالاتونودنفوذ سیمه یې سرلیک کړ اوځواکمن اروپایي هیوادنه یې په دی سیمه کښې دهرډول نفوذ،لاسوهنو،شتون اوکړنوڅخه یې محرومه کړي وه .

همدارنګه دمونروئه ددکتورین دلړلید درامنځته کیدوڅخه دوه پیړی تیرسو،اوڅه ناڅه دیوتاثیرلرونکی لړلیدپه توګه دامریکا دبهرنې سیاست په دستګاه کې عملی کیږی اودا اوس هم کار ورنه اخیستل کیږی  .دغه دکتورین داروپایی هیوادونواونوروهیوادونولخوا په رسمیت پيژندلی سوی وو اوپه همدی ډول سره امریکا په دی سیمه کښې دبلامنازع انحصاری نفوذ څخه  برخمن وو.  /

 

 

 

دریمه برخه :

دشمالی اتلانتیک سازمان دنظامی تړون امنیتي او

دفاعي منشور!

ناټـــو« « NATO دراغونډیدوځای برابره وي چې په هغه کښې دامریکا متحده ایالاتونه ،کاناډا اواروپایي هیوادونه کولای سي دګډی اندیښنی وړ مسائلوپه هکله  یودبله سره مشوره وکړی  اودهغودلیری کولودپاره عملی اوامنیتی ګاومونه اوچت اوپریکړنده کړني ترسره کړي  .

ناټودتیري یا دتیري دګواښ په وړاندی  دخپلوغړیوهیوادونوڅخه دفاع اودي اصل ته ژمن دی چې پریوه یا څوغړیوهیوادونوباندی بريددټلواله پرټولوغړیوباندی برید ګڼل کیږي .

 دمختلفوهیوادونوسره اړیکې ساتل ددی نظامی تړون ددندوپه لمړیو کرښوکې قرارلری او هرکله  چې ارزښتناک  اوکاریدونکی موضوعاتو دمختلفوهیوادونو دملی امنیت  په برخه کې رامنځته کیږی ناټوهغه  څیړی اواړینی پریکړی رامنځته کوی   .

دشمالی اتلانتیک سازمان دنظامی تړون ،ناټـــو« « NATO پراختیا دکارپوهانودلړلید اودڅیړنوله مخی  نه یوازی دیو شمیر هیوادونودامنیت ،دټينګتیا دپاره به نه وي بلکی دستروناامنیواودګډوډیوسرچینه به هم وي . دغه موضوع هغه وخت  ډېر ارزښت پیدا کوی چې  ترڅارنی اونظرلاندی یې ونیول سی چې  ددی نظامی سازمان  پرمختګ اوپراختیاپه یو ډول نه په یو ډول سره مخ پروړاندی ځې  چې  په ډېر نږدی راتلونکی کې  په سیمه کښې  ددی نظامی  سازمان دشتوالی عینی شاهدان  به اووسو.  د ناټـــو« « NATO پراختیا ،شتون اوددی سازمان ورځ ترورځه ډېریدونکی نفوذ په منځنی اسیا ،قفقازاودنړی په نوروسیموکښې دهغه جملی نه په افغانستان ،عراق اوپه راتلونکی کې په ایران کې ګڼلی سو.

ددی سازمان نوي اړیکی د(۲۳)درویشتوملګروهیوادونواودګرجستان ،اوکراین ،روسیې اوپه مدیترانه  کې دخپلو ملګروسره په لویه کچه دمنځني ختیځ سیمې اونورونړیوالوسازمانونوسره خپلې مرستي ژوره وي اوپراخه وي،که څه هم په دا وروستیوکښې دقفقاز دسیمی پرکړکیچ باندی دګرجستان سره داستیا او اوستیا پرسیمی اودګرجستان سره دپنځه ورځنۍ جګړی پرسرباندی دروسیی اوناټوترمنځ  پرابلومونه اوتاوتریخوالی رامنځته سویدی .سربیره پردی هم ناټودیوشمیر هیوادونوسره دخپل سیاسی پالیسی له مخی  خصوصآداروپایې اتحادي سره واستراتژیک ملګرتیا ته وده ورکوي .

دناټواستراتژیک ملګرتیادناټوجوړښتونه اومیکانیزمونه دملګروهیوادونوسره دمرستی چوکاټ برابره وي  .اودادټلوالۍ دورځنیو فعالیتونویوه نه بیلیدونکې برخه ده .

همدارنګه دشمالی اتلانتیک تړون اوددی سازمان نورمهم اوارزښتمنداسنادچې د(۲۶) شپږویشتو  هیوادونو لخوا څخه منل سویدی  چې دغړوهیوادونودندی،مسؤولیتونه او دهغوی تګلاره اولومړیتوبونه ټاکی . وشمالی اتلاتنیک سازمان (ناټو) ته پیوستون اودغړیتوب ترلاسه کول  چې دغه پیوستون دشمالی امریکا اوداروپایی شپږویشتوهیوادونویوه ټلواله نومیږی اودشمالی اتلانتیک دتړون په نوم په (۱۸۴۸) میلادی کال کې داپریل پر(۴) څلرمه  نیټه باندی دغړوهیوادونولخوا ددی تړون اړوند اسنادامضا او لاسلیک سوی ،اودددی تړن دپالیسی  له مخی دخپلوموخووترسره کولوته ژمن دی .اوپه همدی ډول سره په دی نظامی تړون کښې دسیمی دیوشمیر هیوادونوغوښتنی دګډون اوغړیتوب په هکله خصوصآ دایران ددولت ګاونډی هیوادونه ددی نظامی سازمان دغړیتوب په اړه چې ددی نظامی سازمان نوې  طرحه او وړاندیز په ډېر زیار اوهاندسره ددوواړخیزو اودڅواړخیزواړیکوپربنست دفارس دخلیج دهیوادونو سره ترکاراوڅيړنی لاندی نیول سوی دی دغه کړنه  په ښکاره اوروښانه توګه سره دناټـــو« « NATO دنفوذدډېریدواودپراختیا بهیر په سیمه کښې په ګړندیتوب سره پرمخ روانه ده . په دی څیړنی کښې ډېر په ښه توګه څرګندیږی چې دشمالی اتلانتیک سازمان نظامی تړون دڅواړخیزوتړونونودجملی څخه هغه نظامی تړون  دی چې ډېری نورې سترې موخې تر امنیتی اودفاعی موخو وهاخوا ته دځانه سره لري  .

نوکولای سو چېترڅیړنی مخکې ددی منشورپه ښه پوهیدلوسره چې یوشمیر دسیاسی علومواوسیاسی چاروکارپوهانو اکثره وخت د ناټـــو« « NATO نظامی تړون یې دبشری تاریخ (پيښلیک) په اوږدوکې یوبریالی«نظامی یوالی» یې بولی ،دغه مسله ویوی څیړنی ته اړتیا لری چې ددفاعی تړونونو اودامنیتی موافقه لیکونو   څخه تعریف اوددی تړونونودبهیر درامنځته کیدو دلیل توضیخ اوتشریخ کوی ترڅووکولای سو چې ددی موضوع څیړنه په ښه توګه سره څرګندسی  چې دناټـــو« « NATO نظامی سازمان دنړیوال نظام  دتړونونوپه کومه سطحه کې رامنځته سویدی اوڅرنګه شتون لري .

د ناټو غړي هيوادونو د خپلې بنسټ لیک (اساسنامې)پر بنسټ ځانته نور مشخصی  موخی او تعهدونه هم منلي دي . د هغوي له جملې نه د غړو ملتونو له خپلواکۍ څخه ساتنه، د بشري ګډ تمدن او ميراث ساتنه، په شمالي اټلانټيک کې ثبات او هوساينې ته پاملرنه او نور داهسې ارزښمندمسائل  چې د دې موخوپه سر کې راغلی اوځای  لری  .

 د دې تر څنګ د ناټو غړیو هيوادونه کوښښ اوزیارهم باسی  ترڅوچې د اقتصادي او ټولنيزو اړيکواو مزو په ټينګولوسره خپل منځي لانجې او اختلافونه په سوله ايزه توګه سره حل کړي .د سړې جګړې په وخت کې د ناټو د غړیو هيوادونو تر منځ د نظراولړلید د اختلافاتو په شته والي سره،سره دغه سازمان د شوروي د ګواښونو په وړاندی د لوېديزو هيوادونو د امنيت ساتلو په خاطر ديو ډېر غښتلی  او ارزښتناک نظامی ارګان په توګه  پاتې شوی وو. /

 

 

 

څلرمه برخه :

امنیت دڅواړخیزی مجموعی په شان !

 

امنیت دانسان اوبشری ټولنـــی دژونددیــوي نـوي اړتیاپه شان  داړتیاوپه بهیرکې  ګام په ګام په یوازی  اوټولنیزه توګه سره لوړاوارزښتمندمقام ، اویوخـــاص ځای لري له دی کبله  امنیت  راوستل اوامنیت رامنځته کیدل دټولودولتونودپاره دمهموبنسټيزومسائلوڅخه ګڼل کیدی  سی . اونن په نړی کې  امنیت دیوی څواړخیزی  مجموعی په شان په (سیاسی ،اقتصادی ،امنیتی ،دفاعی ،فرهنګی  .... اودداهسی نورواړینو مسايلوپه شان ،که دهمدی  لړلیده ورته په ځیر سره وکتل سی په یوازنی اوټولیز ډول سره،په ملی اونړیواله  سطح کې  په اسانی سره تفکیک کیدی نه سی ،دهغه ځایه څخه چې  دفاعی تړونونه عمدتآ داتحادونواویووالی په چوکات کې تربحث لاندی راوړل کیږی اوپه همدی توګه سره دیوموضوع په څیر رامنځته کیږی  اودبحث وړتیا پیداکوي  دنظریاتواولړلیدونوله مخی به یوتعریف هرومرو ورته ورکړسی  .ځکه دیووالی اواتحادونوڅخه ډېر تعریفونه رامنځته سوی دی .یوشمیر څیړونکی دهغوی دجملی څخه دینګمن  په دی باور وو چې  یووالی اواتحاد ددوو یا دڅودولتونوتر منځ  درسمی اسنادواوموافقت لیکونوپه وسیلی سره دیوی ټاکلی وخت اوټاکل سوی استراتیژیواوموخودپاره دوي دخپلوګټواودملی امنیت  په خاطر رامنځته کوي .اوهمدارنګه یوشمیر نوردنظرخاوندان اوکارپوهان لکه «اتیفن والت »په دی باور دی  چې یوځای کیدل اواتحادیوډول رسمی اویاغیر رسمی اړیکه  دامنیتی مسائلوپه هکله د دوو یا څوهیوادونوترمنځ  چې واکداری  لري شمیرل کیدی سی دده دلړلیدله  مخې څخه  په دوو (۲) علتونوباندی اتحاد اویووالی لزومآ یوه رسمی مرسته نه ده .

لمړی - دا چې  داوسنی دولتونوڅخه ډېرشمیر یې  دخپلومتحدینوسره درسمی تړونونو دامضا کولو څخه یې  ډډه کړی . 

دوهم - داچې  رسمی اسناد اومکتوبونه بیله داچې دواقعیتونودپوهیدلو دپاره مرسته وکړي  هغوي ویجاړه وي اوتخریبوي  یې دبیلګی په توګه که څه  هم دامریکا اواسرائیلوپه یووالی او اتحاد کې اوهغه دريځ چې واشینګتن داسرائیلوپه هکله یې لري  هیڅ کوم بل شک اوتردی په کښې کې نسته ،مګرهيڅکله هم ددغو دووهیوادونو ترمنځ  کوم رسمی تړون نه ووموجوداو داهسی تړونونه یې هم نه لرله  .

دتړون درامنځته کیدوانګیزی اوعوامل :

ددی نظامی یووالی اوتړون درامنځته کیدوانګیزی اوعوامل کیدی سی چې لاندنی موضوعات دشمالی اتلانتیک دسازمان په دی  نظامی تړون کې په ښکاره اوبربنډتوګه سره ملاحظه او وی څیړو:

الف : یووالی دیوهیوادیا دڅوډلوهیوادونو دلاس پیداکولودمخنیوی  دپاره  پرمسلط موقعیت باندی .  

ب : یو والی دلوبغاړه هیواداویا دلوبغاړي هیوادونوپه وړاندی چې دډېروګواښونومنشاء دي .

ج  : یووالی دایدئالوژیک ،ټولنیزاوفرهنګی  دیوشانته والی  پردلیل باندی .

دتړون رامنځته کیدل دیوی  مشخصی موخی دترلاسه کولو دپاره   :

 دفاعی تړون،دمهموتړونودیوسرلیک په توګه  چې دهیوادونوترمنځ  جوړیږی  اورامنځته کیږی اودوتلوویوبهیرته پړاوپه  پړاو په تدریجی  توګه اړین دی . اما مخته  ددی پړاونودټولیز اواړینواوومشخصوموخوته درسیدلودپاره اړین ګڼل کیږی اوداهسی څرګنده کیږی چې  یوڅوبنسټيزمسائل   په لاندی ډول سره وڅیړل سی :

وهریونوی پړاوته درسیدوترمنځ ددی اړینواومشخصوموخودپاره دسیمی دهیوادونویودبل په وړاندی سره دباوراواعتماد دسطحی په زیاتوالی  سره مستقیمه  اړیکه لري یا په بل عبارت سره دیوپړاوڅخه تیریدل او وبل پړاوته رسیدل ،دهیوادونوترمنځ دباوروپراختیا  ته اړتیا دی . هیوادونه او یاهیواد به وتوانیږی چې دغه پړاونه تیری کړی  چې دکورنۍنظم اودسیپلین  درلودونکی وي اودغه دلیل دهغوشرطونو څخه وهغه هیوادونو ته دی چې  غواړي دناټودنظامی سازمان غړیتوب او پیوستون  ترلاسه کړی  اوهمدارنګه ددوي دغه ټولنیز نظم،دسیپلین  اودموکراتیک والی دي چې دغړیتوب  وترلاسه کولوته لاره پیداکولی سی  . اودهغه  په توضیح کول سره باید چې دغه برابروالی اونظم په دوو  اړخونو کې شتوالی ولری .  

لمړی -  داچې سیاسی،اقتصادی اودفاعی حوزي  دیوی برابروالی اوهماهنګی درلودونکی وي . دوهم - داچې دګټویو ګډ تعریف  ،شرايط اوهمداسی نورمسائل اودنظریاتواودلړلیدونو یووالی سره ولری  . دبله خوا څخه باید پاملرنه  ولرو هغه داچې  ددفاعی تړونونوپه جوړه ولواورامنځته کولوکې باید چې دهیواد ودفاعی سیاست ته هم ټینګه پاملرنه ولرو .اما څرنګه چې دمخه وویل سو دیوی دفاعی تړون دموافقت لیک  لاسلیک(امضا) کول، اودوتلووبهیرته پړاوپه  پړاو په تدریجی  توګه اړین دی  چې دغه پړاونه پردریوبرخوویشل سی :

لمړی پړاو : امنیتی موافقت لیکونه :

امنیتی موافقت لیکونه وهغه موافقت لیکونو ته ویل کیږی چې ددوویا څو(سیمیز اوغیر سیمیزو) هیوادونوترمنځ لاسلیک کیږی اوپه بعضی مواردوکښې دغه ډول موافقت لیکونه یوبل ته داطلاعاتوراکړه ورکړه دمجرمینواوټروریسټانوغوښتل اوورکول او یوبل ته ورتسلیمه ول ،دمخدره ټوکودقاچاق کوونکواودهغه مجریمینو ،جرایمو،اوهغه ډولوټپلوپه وړاندی مبارزه کول چې دیوشمیرسازمانونولخوا سازمان ورکول کیږی ددوي ، ددغوموافقت لیکونوپه لاسلیک کولوسره رامنځته کیږی اوددغه سازمانونو اوډولوټپلوپه وړاندی مبارزه اوددوي دورانه ونکوکړنوڅخه په اقتصادی ،امنیتی اونوروبرخوکې  مخنیوی صورت مومی . 

دوهم پړاو: دفاعی  موافقت لیکونه  :

دفاعی موافقیت لیکونه پراخه سیمی اوخوزی دامنیتی  موافقت لیکونوپه پرتله دځانه سره لري اوددغه موافقیت لیکونوسیمی اوحوزی دلاندنی مسائلوڅخه عبارت دی :

الف – په اقتصادی برخه کې:په ګډه توګه سره ددفاعی صنایعواو وسائلواونورواړینو

شیانودپانګی اچونی  دلاری اوددغوصنایعودعلم اوزده کړی راکړه ورکړه په ګډ  دول سره .

ب – دزده کړواوڅيړنوپه برخه کې :لکه ومتخصصوځواکونوته زده کړی ورکول په سیمواوحوزیوکښې  دکلکواوسختودفاعی وسائلواوداسانه دفاعی وسائلو زده کړی اووڅیړنیزودفاعی مرکزونو پراختیاورکول .

ج - په نظامی برخه کې : لکه دمینونوراټول اوپه هغه سیمو کښې چې مینونه ایښودل سویدی هغه سیمی د مینونوڅخه پاکول ،پرنظامی تمریناتواوتطبیقاتوباندی دسیمی دڅارنکوهیوادونودخوا څارنه ،دپردی هیوادونووځواکونوته دنظامی اډیو نه ورکول ، چې پرغړیوهیوادونواویا دغړوهیوادونوپریوهیوادباندی دتیری په خاطرکارورنه واخلی ،نودهغه څخه په کلکه مخنیوی اودغړیوهیوادونولخوا یوپربل باندی تیری نه کول اوداختلافونه حل کول بیله زوراوځواک  څخه کاراخیستل .

د - داطلاعاتوپه برخه کې :ددفاعی کړنولارو پیل اوسپیڅلتیا بیله کومی تیر وتنی نه ،د دفاعی سیاستونوپه هکله داطلاعاتوراکړه ورکړه  .

و – په سیاسی برخه کې :لکه دسیاسی اورسمی جګپوروچارواکوترمنځ دغونډو پرانستل داړیکودپراختیا دپاره اوداختلافونودحل اودهغه دلیری کولوپه خاطرزیاراوهاند  .

هــ – درسنیوپه برخه کې : لکه وجګړی ته ځان جوړه ول دیو هیواد دامنیتی کیدوپه وړاندی دروانی جګړی اودسړی جګړی  له لاری دسیمیزوځواکونودخوا.

دریم پړاو: نظامی موافقت لیکونه :

دنظامی موافقت لیکونولاسیک کول اورامنځته کیدل ولاندنی مسائلوته اړتیا لري  :

 الف : دسیمی دهیوادونوګډه پوهه دګواښونودمفاهیمو،شرايطواوپه دی اړه  نور مسائل اوموضوعات چې په مختلفوبرخوکی له دی ګواښونوسره اړیکی لري .

ب  : ګډی ګټې .

ج : ګډ ګواښونه .

د: دسیمی دلوبی کوونکودامنیت پراختیا.

و: ددندو ویشل او دامنیت راوستلواودامنیت جوړه ولوپرنسپونه اوچاري . /

 

 

پنځمه برخه

دشمالی اتلانتیک دتړون منشور !

په نړیوال نظام کښې دبحث لاندی تړونونودخصوصیاتوپه هکله پوهه ډیر اړین دی ځکه موږ ډېر وخت ددی خبری ارزښت ته نه ګوروچې په یوخوندی اواقتصادی پلوه ثبات لرونکی چاپيریال کې کولای سو آزاد وګرځو. نودورځنی ژوند په ټولوبرخوکې امنیت زموږ دهوساینی دپاره خوراډېر مهم دی ،اولکه مخکې چې په دی اړه توضیح اوتشریح سو اوددی مهمی ټکی څیړنه زموږسره مرسته کوی چې « دشمالی اتلانتیک نظامی سازمان  دنړیوال نظام  دتړونونوپه کومه سطحه کې ځای لري ؟» اودسرلیک په نظرکې لرلوسره چې  تړونونه په مختلفو ډولونه اوپړاونه  کښې څرنګه رامنخته سوی دی اودپيدايښت اورامنځته کیدو په هکله باندی په دی اړه وویل سول ،نودشمالی اتلانتیک دتړون په هکله به ښه دا وي چې دبروکسیل تړون خپل دڅیړنۍ په لمړی سرکې دپیل ټکی  وبولو.څرنګه چې په لمړی برخه کې  وویل سو،دغه تړون (دبروکسیل تړون) دناټودجوړیدوسرلیک  کڼل کیدی سی . دبروکسیل تړون یوګډ دفاعی سیستم  شمیرل کیږی چې غړی هیوادونه برسیره پرنظامی  اړیکواوچارو باندی   واقتصادی اوفرهنګی اړیکوته هم  پراختیاورکړ.

دبروکسیل دتړون ،دټولومهمواصولوڅخه لاندنی مسائل عبارت دی :

۱- دلویدیزی اروپا هیوادونه ، خپلې اړیکي دانساني حقونووفلسفي ته ،وانساني ارزښتونو

ته،دآزادیو،اوددموکراسی داصولوڅخه دفاع او وقانون ته  درنښت(احترام ) اعلانوی .

په سوله ایزواصولوسره داختلافونوحله ول اودمنځه وړ دسولی اودنړیوالی امنیت نه ساتنه  اودجګړی څخه مخنیوی   داختلافونودحل دلاری دسرلیک په توګه منل کیدی سی .

دتیری دسیاست په وړاندی مخامخ دریدل اوپه ټولیزه توګه باندی دفاع کول دتیری سیاست په وړاندی ،کیدی سی چې دهر هیواد دخوا څخه وی ،اعلانه وي .

۴- لاسلیک کوونکی هیوادونه داقتصادي مسائلو وارزښت ته ډېره پاملرنه وکړي اوپریکړه وکړي چې یودبل سره مرسته وکړي ،اوخپل فعالیتونه  داروپایي دنوي اقتصادي ژونددټينګولواومرکزورکولودپاره په بنسټیزه توګه سره دغه نظامی تړون اعلانه وي .

دبروکسیل دتړون دجوړیدو راوروسته،غړي هیوادونه وپوهیدل  چې دغه پیل نه  سي کولای ځان دیو ډاډمن دفاعی دیوال په ټوګه  دشوروي په وړاندی رامنځته کړی  ځکه روسانو هغه مهال کابو (۴) څلورمیلیونه وجګړی ته تیار اواماده سربازان یې په خپل واک کې درلودل . او(۲۵) پنځه ویشت لوي نظامي قطعات اوجزوتامونه یې دشوروي په بهر کې شتون درلود اود(۶۰۰۰) شپږزروالوتکوپه ذریعی سره یې ملاتړکیدل،په داهسی حال کې چې دالمان دتسلیمیدوپه وخت کې  دلویدیز دپنځومیلیونو ځواکونوڅخه یوازی  (۳۹۰) درسوه نهوی زره امریکایې سربازان،(۴۹۰) څلورسوه نهوی زره تنه انګلیسی سربازان په (۱۴) نظامی قطعاتواوجزوتامونوکښې د(۱۰۰۰) زروجګړه ایزو الوتکولخواچې داروپا په خاوره کې وروسته تردوهمی نړیوالی جګړی څخه پاته سوی وه ملاتړ یې کیدل .

لویدیزاروپایی هیوادونه دخپل دغه کمزورتیا اودشوروي  دګواښ په پوهیدلوسره،زیار ویست ترڅودامریکا هیواد داروپا ودغه جبهی ته ورګډ کړی  اودامریکا هیواددکورنۍ مخالفتونودلیری کولوڅخه وروسته د«شمالی اتلانتیک»   مشهوره دفاعی معاهده یې د(۱۹۴۸)میلادی کال داکتوبرپه میاشت کې ومنل اوبلاخره د(۱۹۴۹) میلادی کال داپریل پر(۴) څلرمه نیټه باندی (۱۲) دوولسو هیوادونه دبروکسیل دتړون پلویانو دغه تړون یې د«شمالی اتلانتیک دتړون » دنوي نوم اونوي تړون سره اسناد یې لاسلیک کړاوپه (۱۹۴۹) م کال داپریل  دمیاشتی د(۲۴) څلرویشتمی نیټی څخه وروسته په کار واچول سول   اوپه رسمیت وپیژندل سو . دلمړي هیوادونودیوځای کیدونیټه :(-۱بیلجیم -۱۹۴۹- فرانسه -۱۹۴۹- ایتالیا۱۹۴۹- ایسلیند۱۹۴۹- ډنمارک ۱۹۴۹-لوکزامبورک ۱۹۴۹- هالنډ ۱۹۴۹- ناروي ۱۹۴۹-پرتګال ۱۹۴۹- انګلیستان ۱۹۴۹- کاناډا ۱۹۴۹- اودامریکامتحده ایالاتونه ۱۹۴۹.) هرغړی هیواد دناټوپه سیاسی مقرکې چې په بروکسیل کې دبیلجیم په پلازمینه کښې دی  یو دایمی پلاوی لری ،دپلاوی مشری یې یو سفیر یا دهغه مربوطه هیواد لمړی جګپوری دپیلوماتیک استازی چې عبارت د(سفیر ) څخه دی کوي اودمشورواوپریکړوپه بهیرکې دخپل هیواد استاری توب کوي .

دشمالی اتلانتیک شورا دناټوپه سازمان کې دپریکړودکولوترټولومهمه سیاسی مرجعه ده . داشورا په بیلابیلوکچوغونډی کوي اومشری یې دناټودسرمنشی پرغاړه دی چې دمهمومسلو

په اړه موافقی ته په رسیدوکې دشورادغړیوسره مرسته کوي . دناټوپه هره کمیټه کښې ټولی پریکړی دلړلیداونظرپه یووالی سره رامنځته کیږی  ځکه نو دناټوپریکړه دټولوغړیودګډی ارادی څــرکندونه ده  . دملګـــرتیاووجــوړه ول  دخبراتروپیلول اومرسته دسوله ایزه اړیکواوژور

نړیوال پوهاوی دپاره مهم دی اوناټودغړیواوملګروهیوادونودپاره یوځانګری موقع برابره وی چې د ډاډ درامنځته کولواوپه اوږدمهال کې دجګړی دمخنیوی دپاره پرمهموامنیتی مسائلویودبل سره مشوره وکړي . دعملی مرستواوګڼ اړخیزو نوښتونودلاری ،هیوادونه په ګډه دنویوامنیتی ننګونوسره مخامخ دي  .ددی نظامی تړون دشته والی فلسفه دیوی ډاډمنی امنیتی کمربندرامنځته کولواوراګرځول دلویدیزی دموکراسی په شااوخوا اودکمونیزم دزبرځواک اودهغه دملګروهیوادونومحاصره کیدلوڅخه اصلی موخی وي اوهغه ملګری هیوادونه ،دا هغه (اقمار) وي  چې بیا را وروسته دوارســا دتړون په څلــــورچـــوکاټه کې سره راغونډسول .

دشمالی اتلانتیک دتړون دمتن ټول مطالب عبارت د(۱۴) څوارلسو مادو څخه دي  چې هریو ددی غړیوهیوادونوڅخه دددی تړون ددغه متن اومندرجوموادوپرمنلو، رعایت کولو اوپه پرځای کولوکې مسؤولیت لري اوورته ژمن دی ،اودهغه دموخوپه ترسره کولوکې ګامونه اوچته وی اوددی موخوپربنسټ  هوډونه او امتیازات یې خپل دلاسلیک دپاره دسولی اویا دجګړی پرمهال اویا دګواښ په حالت کې  په نظرکې یې نیولی دي .

ددی تړون په سریزه کې داهسی لیکل سوی  ده :

ددی تړون غړي یوبل ځل خپل وفاداری دملګروملتونودمنشوردموخواواصولوپه نسبت بیانوی اوهیله مند دي چې دنړی دټولوملتونواوهیوادونو سره دسولی په فضاکی ژوندوکړي .ددی تړون غړي ددی غوښتونکی دي  تر څودآزادیو،دبشریت دګډ میراث اوتمدن څخه ،دفردی ازادیواودقانون او دحکومت دواک څخه ساتنه  اوملاتړ کوي .

دشمالی اتلانتیک  دتړون منشورپه ټولیز ډول سره دهیلواواصولوترڅنګ لکه په سوله کې ژوندکولودسولی اوامنیت ساتنه اونوراصول لکه دآزادی څخه ساتنه دګډمیراث اودخپلوملتونودتمدن څخه ملاتړچې دمردمسالاری ملاتړهم دځانه سره ولري،فردی آزادی اودقانون واکداری اوحکومت  باید ومنی چې په خاص ډول سره دغه عمده فکتورونه څرګنده وي .

دتوجو وړ دا دی چې دناټوتړون که څه هم په (۱۹۴۹) میلادی کال داپریل پر(۴)څلرمه نيټه باندی دامریکا اودشوروی اتحادترمنځ  دایدیالوژیک سیاسی اونظامی کړکیچ پرسر په هغه وخت کې د دووزبرځواکونویودبل په وړاندی دګواښونودمخنیوی دپاره دغه تړون رامنځته سومګر په هیڅ ډول سره امنیت  یې دتک بعدی په توګه تعریف نکړ .ددی تړون غړي داتلانتیک په سیمه کښې  دثبات او سوله ایزه فضااودښه ژوندکولوغوښتونکی دي .دوی پریکړه یې کړیدی چې خپل ځواکونه دسولی ،امنیت اودګډی دفاع دساتنی دپاره سره  یوځای کړي  .

دشمالی اتلانتیک دتړون توپیر دنوروپخوانیو دفاعی تړونونوسره !

دشمالی اتلانتیک تړون دنورو تړونونوسره په پخوانی دفاعی مفهوم سره ډېرتوپيرلری .

لمړی  - دغه تړون دپخوانیوتړونونوسره په توپیرلرلو یوسازمانی تړون دی  .           

دوهم  - دشمالی اتلانتیک تړون نه داچې یوازی یوامنیتی اودفاع تړون وبولوځکه نوموړی تړون  دنږدی مرستودپاره خصوصآ داقتصادی اړیکوپه رامنځته کیدوکې دغړیوهیوادونوپه منځ کې ډېر زیاریې ایستلی دی .     

دریم  - دشمالی اتلانتیک تړون دنوروپخوانیودفاعی تړونونو سره په توپیرکې اودهغوی خلاف دیوځانګړی  هیواد  اویا دنوروځانګړوهیوادونوپه وړاندی نه دی جوړسوی اونه دی رامنځته سویدی   . / 

اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه .                 

 شپږمه برخه

دشمالی اتلانتیک دتړون پوره متن !

واشینګټن داپریل  دمیاشتی (۴) څلرمه  نیټه  د۱۹۴۹ میلادی کال

ددی تړون لاس لیک کوونکی هیوادونه یو بل ځل خپل هوډ اودریځ یې دملګروملتونو دمنشور داصولواودموخو پرمراعات کولو،منلواوپه نظرکې لرلوسره یې منی اوخپله غوښتنه  دنړی دټولوملتونواودولتونوسره په سوله یزه توګه دسولی او آرامتیا په  فضا کې اعلانوی  او پری   ټينګار کوي  .

دشمالی اتلانتیک دتړون غړي هیوادونه دآزدی دساتنی ،اودخپلوملتونودګډ میراث اوتمدن څخه ساتنه ددموکراسی اوفردی آزادیواودقانون دواکمنی اودحکومتی واک پر اصولواوپربنسټ باندی دغه فاکتورونه چې په مثبته توګه  رامنځته سوی دی،دهغه نه په کلکه ملاتړ کوي . دغه هیوادونه پریګړه یې کړی ده چې په خپل زیاراوهاند سره دټولیز دفاع اود سولی اودامنیت دساتنی په خاطر یووالی جوړاوخپل هیوادونه ددی پروسي  په تحقق ورکولوسره متحد یې کړی .اوله همدی کبله دشمالی اتلانتیک دتړون سره موافقت کوي اودلاندنی  مطالبو اوموضوعاتو په پاملرني  سره خپلی دندی ترسره کوي اوپرمخ وړي  :

(۱)  لمړی  ماده : په  هم هغه ډول سره چې دملګروملتونودسازمان په منشور کې اشاره ورته سوی ده،ددی تړون لاسلیک کوونکی هیوادونه هم په همدی ډول سره منلی دي  که هرډول نریوال کړکیچ او اخ اوډب  چې ممکن وی په هغه کې واک اورول ولري دسوله یزه لاری نه حل اورامنځته سوی  پيښي له منځه یوسي ، په هغه ډول اودریځ  سره  کوم چې نړیواله سوله ،امنیت اوعدالت دخطره سره مخامخ نسی ، هغوی منلي دي  اوددی دریځ  پلویانو دی چې په خپل منځ کې یووبل ته ګواښ  نه وي اویودبل په وړاندی دی دځواک ،واک اوزوره څخه کار وانخلی اوکه دغسی پيښي  چې په هر بڼه ،ډول اوانځور سره  دملګروملتونودموخوپرخلاف وي هرومرودی مخنیوی ورځينی   وکړي .

(۲) دوهمه ماده – دغه ماده اصلآدسولی اوثبات دشرایطوپه لوړوالی کې دپرمختګ پرلور دسیاسی مرستوزیاتوالی دناټودغړیوهیوادونوپه منځ کې دی،چې په همدی ډول سره یې سرلیک کړی دي :دولتونه دنړیوالوسوله یزواودوستانه اړیکودپراختیا پرلور، دآزاده ارګانونواونهادونو په ملاتړ کولواورامنځته کولوسره به په ښه پوهه اوپوهاوی سره دهغواصولو پربنسټ باندی چې دغه ارګانونه اونهادونه دهغه څخه جوړسوی اورامنځته سویدی ،دسولی،ثبات اودپرمختګ په رامنځته کولوکې به مرستي وکړي . دوي دیرغلونودله منځه وړلوپرلور په نړیوال اقتصادی سیاستونوکښې په خپله یې حرکت کړی اوپه خپل منځ کې به دمرستی زمینی رامنځته کړي   .   

 (۳) دریمه ماده – دولتونه ددی تړون دموخودلازیات لاسته راوړلوپه منظورسره ،په ځانګری اویا په ټولیزه توګه سره په خپل واک اودیودبل سره په مرسته کولوسره په دوامداره  اوګټوره توګه په ځانګړی اوټولیزظرفیتونو   سره ځان یې ساتلی اوپراختیایې ورکړی ترڅودوسلوالو یرغلونوپه وړاندی ودریږی اومقاومت  دی وکړاي سی .

(۴)  څلرمه ماده – دولتونه کوم وخت چې خپل دڅیړنی اومطالعی پربنسټ خپل دمځکی اوخاوری بشپړتیا،سیاسي استقلال اوامنیت دخطره سره ووینی ،یودبل سره په مشوریو اوخبراترولاس پوري کوي .

(۵) پنځمه ماده  – دولتونه یودبل سره همږغه دی که پریویا پرڅوغړیو هیوادونوباندی  په اروپا یا شمالی امریکا کې کله چې دیوبل هیواداویا دنوروهیوادونو لخواڅخه پریو یا څوهیوادونوباندی وسله واله یرغل  ترسره سی نودغه یرغل پرټولوغړیوهیوادونوباندی ګڼل کیږی اوپه پایله کښې ټول غړي هیوادونه موافقه سره کوي په هغه صورت کې که دغسی یوه پيښه رامنځته کیږی هریوددي  هیوادونوڅخه دځان  ددفاع دحق په عملی کولوسره په ځانګړی توګه اویا په ټولیزه توګه سره دملګروملتونودسازمان دمنشور د(۵۱) یوپنځوسمی مادی پربنسټ ،هغه دولت اویا دولتونه چې  تریرغل لاندی راغلی دی دکیدونکی اړین پیل په ذریعه هغه څه چې اړتیا ورته پیداکیدی سی په ځانګړی اویا ټولیزه توګه دغړیوهیوادونوپه مرستی سره دفاع ترسره کوي اودتیری مخه نیسی،ترڅوپه اروپایې اویا داتلانتیک دسیمی په هیوادونوکښې  بیرته امنیت  رامنځته سی  اوکیدی سی چې دغه کړنه دوسله والوځواکونوپه ګډون اوکارولو سره  ترسره سی .اودهرډول پریکړنده وسله وال یرغل اوکیدونکی پیل دنتیجی څخه سمدلاسه دملګروملتونودامنیت وشوراته به راپورورکول کیږی اودغه کیدونکی پیل اوکړنه هغه وخت تم کیدی سی اودره ول کیږی چې دملګروملتونودامنیت شورادنړیوال سولی اوامنیت په راوستلوکښې کیدونکی اړین پیل اوکړنه رامنځته کړی .

دشمالی اتلانتیک دتړون (۵ مه )پنځمه ماده ددی تړون زړه بلل کیږی اوددی مادی پربنسټ هرډول وسله وال یرغل پریویا پرڅولاسلیک کوونکی هیوادونو(غړیوهیوادونو) باندی ،دغه یرغل پرټولوغړي هیوادونوباندی تیری اویرغل ګڼل کیږی او ټول غړي هیوادونه په یووالی سره  ددی تیری اویرغل په وړاندی دریږی .

دمنشوردغه ماده ددی نظامی تړون تاریخی بریالیتوب جوړه وی اورامنځته کوي ،وروسته دسپټامبر د  یوولسمی (۱۱می) پيښی نه په (۲۰۰۱) میلادی کال کې دسپټامبرپر( ۱۲مه)دوولسمه نیټه باندی دناټوغړي هیوادونه ددی نظامی تړون د(۵ می) پنځمی  مادی په نظرکې لرلوسره دشمالی اتلانتیک دتړون دټولیزی دفاع دمقرراتوله مخی نه  هرډول  تیری اویرغل پرهریوغړی هیواد باندی یاپرټولوغړیوهیوادونوباندی ګڼل کیږی ، دیوعکس العمل په ترځ کی دیوه پراخه  يرغل په کولوسره پرافغانستان باندی ددی پیل نښی اونښانی تردا اوسه پوری په دی هیواد کې ددی نظامی تړون دغړیوهیوادونودکړنوښکارندوی دی .  ترمخه دشمالی اتلانتیک دسازمان دمنشوروډېرو

مهموموادوته اشاره وسول ،ددی تړون نورې مادي ددی لیکنۍ په لاندنۍ متن کې یې په لاندی توګه سره لولو.

   (۶) شپږمه ماده – : دغه تړون په اروپا کې دناټودغړیوهیوادونواوهمدارنګه دشمالی امریکا دجغرافیاوی پراختیا،دغړیوهیوادونودمځکی دبشپړتیا ،د الجزایر په هیواد کې دفرانسی ترکنترول لاندی سیمی ،یوشمیر مځکی اوجزیری چې دشمالی اتلانتیک دغړیوهیوادونودهر هیوادترواک لاندی دی ،او دشمالی مدار راس السرطان دځواکونو،دالوتکواو دکښتیو              په هکله چې په دی جغرافیاوي حوزی اوسیمی کښې شته والی لري اوپه غړیوهیوادونوپوری اړه لري، ټاکی یې .

(۷)  اوومه ماده – : دغه تړون هیڅوخت په هیڅ ډول سره دملګروملتونودمنشوردحقوقو اوهغه الزاماتو چې لاسلیک کوونکو دولتونه دملګروملتونودسازمان دغړیوپه توګه دامنیت دشورا لمړنی مسؤولیتونه یې دنړیوالی سولی اودامنیت درامنځته کولو اودتامینولو  دپاره یې منلی دي هيڅکله یې ترتاثیرلاندی نه دی راوستلی اونه باید چې په ډول سره تفسیر اووګڼل سی . 

(۸)  اتمه ماده - : دغړیوهیوادونوڅخه هریویې اعلانوی چې دنړیوالوهوډونو ،تعهداتو اومنل سوی موادو څخه چې داجراپه حال کې دی اودلاسلیک کوونکوغړیو هیوادونواونوروهیوادونوسره ددی تړون دګټوسره په توپير اوتیری کې نه وی،هر یویې په همدی ډول سره هوډمن اومتعهد دي چې وبل یو داهسی تړون اونړیوال هوډته به ورګډ نه سی اوپه کې ګډون به ونکړی چې داوسنی تړون سره په توپیر اوتیرې کې وي .

(۹) نهمه ماده - : غړي دولتونه له همدی کبله شوراګانی رامنځته کوي ،چې ټوله هغه غړي هیوادونه په هغه کښې استازی به ولري ،ترڅوددی تړون تراجرااتواوکړنولاندی واړوند مسایلوته پاملرنه اووسی اوتر کنترول لاندی ونیول سی .اودغه  شوراګانی داړتیا وړنورارګانونه رامنځته کوی اوجوړه وی یې ،خصوصآ شورا به ژر اوپه ګړندی توګه  سره به یوه دفاعی کیمټه رامنځته کړی اودپیل په پرځای کولوسره لارښودنه ددی تړون و (۳) دریمی،(۴) څلرمی او(۵) پنځمی ماده ته کیږي .

(۱۰) لسمه ماده - : غړي دولتونه ممکن چې درایوپه ټولیز ډول سره ددی تړون داصولو دټنګیښت دپاره اودشمالی اتلانتیک په سیمه کښې دامنیت سره دمرستی دپاره دنورو اروپایی  هیوادونوڅخه ددی تړون و غړیتوب ته بلنه ورکوي ترڅوددی تړون غړیتوب ترلاسه کړی .هرهغه هیواد اودولت چې په دی ډول سره رابلل کیږی کولای سی  چې  ودی تړون ته دغوښتن لیک په ورسپارلوسره دامریکا دمتحده ایالاتونوسره په پيوستن اویووالی سره ددی نظامی تړون غړیتوب ترلاسه اوددی نظامی تړون غړی دی سی ،اودامریکا هیواد دغه  غوښتنلیک ونورو هیوادونوته دخبرتیا دپاره ودوي ته یې اعلانوي اودوي ته  اطلاع اوخبرورکوي .

(۱۱) یوولسمه ماده - : دهرهیواد داساسی قانون پربنسټ  دغه معاهده به تصویب وي او دمتن ګټه به یې ترکاراواجرااتولاندی ونیول سی ،اوتصویب سوی اسناد دی  ژردامریکا ودولت  ته دی وسپارل سی اودامریکا هیواد ددغه ډول اسنادو لاسته راوړل دی په ګړندی توګه سره به و (لاسلیک کوونکو) غړیوهیوادونوته راپوراومعلومات ورکړی  .دغه تړون دهیوادونوپه منځ کی چې تصویب سوی دی سمدلاسه دټولوغړواویالویه برخه( اکثریته برخه )تصویب کوونکوهیوادونه  لکه : بیلجیم، كانادا، فرانسه، لوكزامبورگ، هالنډ، انگليس او متحده ايالاتونو دتصویب څخه عبارت  دی،اوبیا وروسته ،دکارونی اود اجرااتووړبه وګرځې .دغه تړون دنوروهیوادونواودولتونودپاره داسنادودسپارلواو تصویب اوپرکړی دنیټی اوتاریخ څخه داجرااتووړبه وي   .

(۱۲) دوولسمه ماده - :دلسوکالنوپه تیریدوسره ددغه تړون داجرااتواوکړنوڅخه اویا وروسته دهغه نه په هغه صورت کې چې دغړیو دولتونوپه وړاندیزسره ،غړي دولتونه دتړون دنوي لړلیدپه هکله یودبل سره مشوري کوي اوپه دی لړ کې  هغه فاکتورونه اوفاکتونه چې دشمالی اتلانتیک په سیمه کښې سوله او امنیت ترخپل تاثیر لاندی راوړي  اووسولی  اووامنیت ته ګواښ وبلل سی ، اودنړیوالو اوسیمیزو مسایلودپراختیا په هکله دنړیوالی سولی اوامنیت دتامنیولواودرامنځته کولودپاره دملګروملتونودسازمان دمنشورپر بنسټ ، پاملرنی اونظرکې نیولو سره خپلی  اړوندی  چاري  ترسره کوي .

(۱۳) دیارلسمه ماده - : د شلوکالنوپه تیریدوسره ددغه تړون داجرااتواوکړنوڅخه ددی غړیوهیوادونوڅخه  هریو یې کولای سی چې  وروسته دیوی اعلامیی په وړاندی کولواوخپره ولوسره ددی تړون څخه خپل دنه غړیتوب اوپه دی تړون کې  دګوښه کیدو نه دامریکا دمتحده ایالاتو ودولت ته  وړاندیزوکړی اوددی تړون څخه ووځې اودامریکا متحده ایالاتونه  وروسته ددی وړاندیزدترلاسه کولوڅخه مکلف اوموظف دی چې دغه اعلامیه دغړیوهیوادونو واطلاع اوخبرتیا ته ورسوي   .                

(۱۴) څلورلسمه ماده - : ددی تړون  ټول مطالب اومتنونه چې په انګلیسی اوفرانسی ژبوباندی  لیکل سوی ،په دواړه ژبو معتبراوددرنښت وړ دی ،اودتړون نوموړی اسناد دامریکا دمتحده ایالاتونوودولت  ته د ساتلودپاره سپارل کیږی  .            

ددندی له مخی نه ،دامریکا دمتحده ایالاتونودولت هم په همدی ډول سره  دتړون اسناد وروسته ترتصویب اوپریکړی نه دکاپی په ډول دتړون ولاسلیک کوونکو(غړیوهیوادونو)ته ورلیږی،اوبیاتراجرااتواوترکارلاندی راوړل کیږی،دغه تړون د‍ (۱۹۴۹) میلادی کال  داګوست د(۲۴)څلرویشتمی نیټی نه د لاس لیک کوونکوغړیوهیوادونو،دمنل سوواوتصویب سوواسنادو وروسته  داجرا اتووړ وګرځیدی  . دخاوری دبشپړتیا تعریف چې په(۵) پنځمه ماده کې وهغی ته اشاره سوی دی دشمالی اتلانتیک دپيوستون دپروتوکول د (۲) دوهمی مادی په وسیله چې په (۱۹۵۱) میلادی کال کې داکتوبر پر(۲۲) دوه ویشتمه نیټه باندی دیونان اودترکیی دپیوستون په اړه دیوی نوي لړلید وړ وګرځیدی . په (۱۹۶۳) میلادی کال دجنوری پر(۱۶) شپاړلسمه نیټه باندی  ،دشمالی اتلانتیک شورا اعلان وکړ: ددی تړون هغه بندونه چې دالجزایردهیواد په اړه، چې دفرانسی دحکومت  ترواک لاندی دی د(۱۹۶۳) میلادی کال د جولاې دمیاشتی  څخه داجرااتو وړی ندی . 

دغه تړون په (۱۹۴۹) میلادی کال کې داګوست پر(۲۴) څلرویشتمه نیټه باندی وروسته  داسنادودسپارولوڅخه چې  دټولوغړیوهیوادونوله تصویب  اومنلو څخه صورت وموند داجرااتووړاوتر کارلاندی واچول سول   .             همدارنګه په هم هغه ډول سره چې دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون ( ۹،۵،۳ مه)دریم ،پنځم اونهمه ماده ترملاحظی اونظرلاندی تیرسو،دشمالی اتلانتیک تړون دسیاسی یووالی ،دنظامی یووالی اوټولیزدفاع بنسټ جوړه وي  اوپه همدی ډول سره ددی منشور (۲) دوهمه ماده دغړیوهیوادونو پرسیاسی اواقتصادی چاروباندی څرګندونی اوټینګاریې کړی دی ،له دی کبله  دشمالی اتلانتیک  نظامی تړون دوه اړخیزه اودوه برخه لرونکی ده .دیوی خوانه واقتصادی اووټولنیزو پرمختګونوته ارزښت ورکوي اوهغه تائیدوی،منی اوملاتړورڅخه کوي ،دبله خوانه  پریوی پریکړنده امنیتی سیاست  باندی ټینګار کوي چې په ریالسټیک او واقعی توګه سره  دټولیزدفاع نه ملاتړ وکړ ي . اوس چې ددی نظامی تړون څخه همدا سی څيړنه  اوپوهه ترلاسه سو        ،چې دشمالی اتلانتیک تړون،نظامی سازمان (ناټو) په هکله مو څه ناڅه معلومات ترلاسه کړ،بیاکیدی سی چې وویل سی ددی کاردکړنی دډول په هکله ویلی سوچې ددی دفاعی تړون غړیوهیوادونه لاندنی ګټي دځانه سره لري .

(۱) لمړی- : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی چې دهیواد واکمنی په خپله خوښه په مسلکی اوانجینری  توګه سره دهیواد په امنیتی فضا کښې پراختیا ورکړی  .

(۲) دوهم- : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی : (دګواښ په شرایطوکښې) دهیواد دامنیتی کیدو اوځانله کیدوڅخه مخنیوی وکړي .

(۳) دریم - : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی ( دګواښ په شرایطوکښې )  دنوروهیوادونودځواکونودراټولیدو اوائتلافونودجوړه ولوڅخه دیرغل دپاره پربل هیواد باندی دمخنیوی  سبب وګرځې .

(۴) څلرم - : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی چې دیوهیواد دځواکونوواک  دلویو قدرتونو اوستروهیوادونودهژمونی غوښتنی اویواړخیز ځواکمن کیدوپه وړاندی پراختیا ومومی .

(۵) پنځم - : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی چې دهیواد ځواک او واک په سیمه کښې دکړکیچونوپه مدیریت کولوسره پراختیا ورکړی .

(۶) شپږم - : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره هیواد کولای سی چې دخپل واکمنی په شرايطوکښې  وخپل نظامی لوړتیا ته په ګټورتوګه سره پراختیا ورکړی او لوړ یې بوزې .

(۷) اووم - : ددفاعی تړون په رامنځته کولو سره کولای سی چې دفرصتونوڅخه په کاراخیستنی سره د ظریفتونو په  پاملرنی سره دګواښونوپه وړاندی  ودریږی اووهغه ته پراختیا ورکړی .

(۸) اتم - : ددفاعی تړون درامنځته کولو سره کولای سی اړوند هیوادخپل امنیت په څواړخونواوبعدونوسره مطرح کړي اوپه همدی ډول سره اقتصادی سیاستونه  کولای سی چې داقتصادی پلوه   هم مثبت اوګټوراغیزه دغړی هیواد دپاره دځان سره ولري   . / 

   اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه . او د military.irڅخه .

 

 

           اوومه برخه

دناټودبهرنی سیاست مفاهیم اونړیوال اړیکي،

دناټوجوړښتونه اوارګانونه !

په لنډ ډول سره ودی موضوع ته يوه کتنه اواشاره  :

نظامـــی تـــړونونه اودمختلفوهیـــوادونواړیکـــي ددی تــــړونونوسره تل یودمهمـــــواوبنسټیزو موضوعاتواودیوی بریالی کړنلارودجملی څخه  دمختلفوهیوادونودملی امنیت په څيړنه کښې شمیرل کیږی .دشمالی اتلانتیک تړون،د(ناټودسازمان ) پراختیا دسیاسی اونظامی چارود  کارپوهانودلړ لیددمخۍ نه یواز داچې دیوشمیر هیوادونودپاره دامنیت دټینګتیا دپاره به نه وی  بلکی دنړی  په  یوشمیرسیموکښې  به دلوی ناامنی سبب هم وګرځې اوګواښونه به څه ناڅه  زیات کړی . دغه  موضوع هغه  وخت ډېر ارزښت پیداکوی اودپام وړ ګرځې  چې دا په نظر کې ونیسو چې څــــرنګه ددی نظامی  سازمان پرمختګ  په یوداهسی میتود  اوډول سره پرمخ ځې   چې په راتلونکی دسیمی په نـــوروهیوادونــــوکښې به ددی نظامی سازمـــان دشتون شاهیدان اووسو .

دناټودشتون پراختیا اودورځ تر ورځه دنقوذ زیاتوالی  دمنځنی اسیا اودقفقاز په سیموکښې  اوهمدارنګه دافغانستان اودعراق په هیوادونوکښې  اوپه همدی ډول سره  دسیاسی  کارپوهان  دڅیړنواودلړلید له مخی  په نږدی  راتلونکی  کې ممکن چې دناټوشتون لاهم پراختیا ومومی  ځکه  دسیمی یوشمیر هیوادونو خصوصآ دایران ګاونډیوهیوادونه  غوښتني اوطرحي یې  رامنځته کړی دی ،اودغه هیوادونه هم غواړي چې ددی نظامی سازمان  غړیتوب ترلاسه کړی اوپه دی سازمان کښې ګډون  وګړی چې ددی نظامی سازمان دنویوطرحیو اووړاندیزونوپربنسټ  دغه سازمان په ډېر ګرندیتوب سره  خپلی ټولی  دوه اړخیزی  اوڅواړخیزی اړیکی دفارس دخلیج دسیمی دهیوادونوسره پراختیا ورکړی  اودا په ښکاره توګه ددی بهیردهڅوهغه نښی اونښانی دی  چې دناټوسازمان  په ګړندیتوب سره غواړی چې په دی سیمه کښې  وخپل نفوذ ته پراختیا ورکړی  .

له دی کلبه دناټو دنظامی سازمان  دشتون پراختیا اوګواښونه په سیمه کښې دایران اویوشمیرنوروهیوادونوخصوصآ دایران دامنیت دټینګتیا دپاره اودیوبریالی کړنلاری اودیوی منطقی څیړنی په وړاندی کولوسره ددی بالقوه ګواښونوپه وړاندی یودډېرومهمواوبریالی کړنلارواومسایلودجملی څخه دی چې دایران اودسیمی دنورو هیوادونودبهرنی سیاستونوپه برخه کې دپام وړاودارزش وړ ګڼل کیدی سی هغه څه چې  په لاندنی  برخه کې  هغه  هم په نوموړی برخوکښې  ناټواو دناټوپیژنده «دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان  ناټوپيژندنه »  په مجموع  کښې دبهرنی سیاست په برخه کې یې ډېر دزده کړی مسایل درلود چې  دسیاسی کارپوهانو اودنړیوالوسیاسي اړیکو دچارودکارپوهان اودسیاسي څيړنوکولخوارامنځته سویدی  په  دی برخه کښې دناټود جوړښتونو اودارګانونو مفاهیم په لاندی دول سره دی             .

دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان ناټو جوړښتونه او ارګانونه :

دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان (ناټو) جوړښتونه  عبارت د (۳) دریو اصلی برخوڅخه دی :

(۱) لمړی  :- دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان شورا.

(۲) دوهم :- مشرتابه (رئیس ) .

(۳) دریم :- نظامی کمیټه  . په دی جوړښت کې  ،شورا ،مشرتابه (ریاست) اولاندنی ارګانونه په اوهغه برخی لکه غیرنظامی او نظامی  کمیټی اوڅانګې په  ټولیزاومجموعی توګه باندی  دناټونظامی  جوړښت  جوړه وی  .

دشمالی اتلانتیک شورا

دشمالی اتلانتیک شورا دناټودسازمان یوبنسټيز ه اصلی برخه ده . اوټول غړی هیوادونه په دی شوراکې استازي لری  اودرایودمساوی اوبرابر حق درلودونکی دی .دناټوپه شوراکې دپریکړونیول دټولوغړیودوډونوپربنسټ  رامنځته کیږی اوهرهیواد یوازی دیووډ حق لري. دغه  شورا په دوه سطحه کې جلسی کوي : 

(۱)لمړی :- دوزیران شورا .

(۲) دوهم :- ددایمی استازوشورا .   

دوزیرانو دشورا جلسي

دوزیرانودشوراوزیران  جلسي ، په کال کې  دوه الی  دری  ځلی جلسی  پرانستل کیږي ، اودا جلسیي دشورا په کاراودندوپوری تړلی دی ،یو یا څو وزیر دغړی هیواد په استازیتوب  سره په هغه کې ګډون کوي . اوددی شورا دهری جلسی پرمخ بیول دغړیوهیوادونودیووزیرپرغاړه دی اونوموړی وزیر دپلا مطابق جلسه پرمخ وړی   . په همدی ډول سر ه دوزیرانوشورا  مسؤولیت لری چې ددی سازمان  ټولیزه کړنلاره اوملی چاري اومسائل اوهمدارنګه دنظامی لوړوچارواکواوغیر نظامی لوړوچارواکوترمنځ داړیکو تامینول  اورامنځته کول  په  غاړه لري .

داستازودشورا جلسي هم مدام دهیوادونوددایمی استازوپه سطح کې چې  تل په بروکسیل کښې  شتون لري ، جلسي ترسره کيږي  اودغه  ډول جلسي دترتیب سوی پلان له مخی په اونی کې یوځل یا دوي ځلی جلسي صورت ومومې .ددایمی استازودشورادندی ،دیولړ چارود وړاندیزونوڅیړنه اومطالعه ده چې د هغوي  په  هکله دوزیرانودشورا داستازولخوا پریکړه اوتصمیم پری  ونیول کیږی ،اوهمدارنګه دشورااستازي تل دشوراپه سطح کښې  چې ددی سازمان درامنځته سووپریکړواوسیاستونو څخه څارنه وکړی اوهغه ترخيل نظر لاندی ولري اودتطبق اوعملی کولومسؤولیت پرخپله غاړه  باندی لري .  

دشمالی اتلانتیک کمیټي ،تخصصی مؤسسات  اوډلي :

دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان (ناټو) ددغه شورا برسیره ،دوي نوري شوراګانی هم سته دی ،چې یوشمیرنوري کمیټي اوډلي یې  جوړي کړي  اورامنځته کړیدي ، ترڅو ډول ،ډول مسايل لکه سیاسی ،اجتماعی،فرهنګی  اونور اړین مسایل  چې دغړوهیوادونو په اړه ددغوکمیټواوډلو دخوا وړاندی کیږی ،ترمطالعی  اوڅيړنی لاندی نیول سی . ددغوکمیتیو دجملی څخه ډېرې مهمي کمیټي  : دسیاسي مشاورینوکمیټه ،داقتصادی مشاورینوکمیټه ،د څیړنی .مطالعی،تدقیق  اودکلنی بررسیو کمیټه ،دتسلیحاتواووسولیوکمیټه ،دنظامی بودجې کمیټه  اونوري ..... داهسی کمیټي دی .

دغه کمیټي خپلې څارنې   دتوصیی  اووړاندیزونوپه چوکاټ کې دناټودشورا په واک کې یې ورکوي ،اوبرسیره پردغی کمیټي باندی دناټوشورا تخصصی موسسئی لکه د(ناټودفاعی  کالج) ،د«پراختیا دپاره  دمشاورینوډلي »،د«فضایی څیړنو ډلي » « تراوبو اوترسمندر لاندی دکښتیودڅیړنومرکز» اود«اړیکومؤسسه  »  هم ده  ./

   اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه ،او د military.irڅخه .

                 

 

           اتمه برخه

دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان (ناټو) مشرتابه :

د شمالی اتلانتیک  نظامی سازمان (ناټو) یوه  ترټولوډېرمهمه څانګه  ددی سازمان مشرتابه  اوریاست دي  چې دهغه په راس کې عمومی رئیس قرارلري ،عمومی رئیس داستازوپه وسیله ټاکل کیږی  اودعمومی رئیس څخه دټولوچاروپه سازماندهی اوترسره کولوکې کار ځنیی اخیستل کیږی .دناټوعمومی رئیس داستازوددایمی شورارئیس اودشوراداستازودجلساتو ریاست اودمشرتابه داداري چارواودشورااودنورومختلفوچارومسؤولیت اوریاست پرخپله غاړه باندی لري .عمومی رئیس په همدی ډول سره راز،راز مسايل دلړلیدونواونظریاتودراکړي ورکړي دپاره وشوراته وړاندی کوي . عمومی رئیس کله چې دغړیوهیوادونو ترمنځ دیوی مسئلی په سردنظراودلړلید اختلاف رامنځته کیږی مسؤولیت لری چې  په دی هکله داختلافاتو دمنځه وړلودپار ه اړین پیل اوګټور وړاندیزونه ترسره کړي .

ناټودسیاسی اوپوځی لارودخپلوغړیوخوندی ساتلوته ژمن دی داسازمان اوخصوصآ دهغه مشرتابه  دهغو هیوادونوسره دتړلوپراخومسائلوپه اړه لکه دفاعی اصلاحات اوسوله ساتنه ،سلامشوري اومرستي هڅوي .

نظامی کمیټه :

دناټودډېرومهموارګانونواوڅانګودجملی څخه یوه یې هم نظامی کمیته ده چې دناټودعالی او لوړو نظامی  ارګان په توګه پيژندل کیږی ،نظامی کمیټه دوزیرانودشورا له خواڅخه ټاکل کیږی  اوپه دی نظامی کمیټه کې دټولــوغـــړیوهیوادونوڅخه دهرهـــیوادلوی درستیز،ددی نظامــی کمیټی غــــړی دی او ونومــــوړي شــورا ته مسؤولیت  لري اودشورا په وړاندی ځواب ورکوونکی دی .

دنظامی کمیټی جلسی  تل اودایمی ندی ، مګرڅه ناڅه په کال کې دوه ځله اویا دوخت اوزمان داړتیا په صورت کې کوم وخت چې اړین اومهم موضوعات رامنځته کیږی  ددغه نظامی کمیټی جلسی هم صورت نیسی .دنظامی کمیټی بنسټیزی دندی دشمالی اتلانتیک وشوراته، ونظامی مسائلوته  د معقولواومناسبوچارودحل دلارودوړاندیزنودوړاندی کولوڅخه عبارت دی . ددی نظامی کمیټی دریاست کولوچاري دیوی جلسی نه تربلی جلسی پوری هرځل په وارسره دیوغړی پرغاړه باندی دی اودبلی جلسی  ریاست اومخته بیول بیادبل غړی پرغاړه باندی  په دورانی توګه باندی دی . دچاروسمبالول  چې ددی  کمیټی دجوړښتونه اودنظامی کړنو څخه عبارت دی ،چې « تل پاته اودایمی  ډله نومیږی » اوپورتنی مسائل  پرخپله غاړه باندی لري .

په (۱۹۵۲) میلادی کال کــې دلـــزبن یوه کمیټه  چې «دنظامـی استازودکمیټی » په نـــوم  جـوړاو رامنځ ته سو،یودایمی اوتل پاته ارګان دی .دغه ارګان  ددایمی ډلواودغړیوهیوادونود استازوڅخه عبارت دی ،اودکارځای یې په واشینګتن کې دی .

د« نظامی استازوکمیټه » داړینوخبرونواواطلاعاتوپه  ورکولوسره ونورونظامی کمیټیوته په همدی ډول سره مرسته اوخپلې چاري ترسره کوي .ددی نظامی کمیټی ترڅارنه لاندی،یو نورشمیرسازمانونه  هم خپلې چاري ترسره  کوي  چې دهغو دجملی نه لاندنی  ارګانونه : لکه د«نظامی اسټاندردونو آژانس » ،« د فضایی څیړنودپراختیااودمشاورینوډله » او دشمالی اتلانتیک دتړون دفاعی کالج » څخه عبارت دی  .

اما نظامی عالی قوماندانی  دډېرومهموسازمانونوڅخه جوړسوي ديٍ چې  دنظامی کمیټی ترلارښودنی اوڅارنی لاندی کار اوفعالیت کوی . دناټوپه هره کمیټه کښې ټولی پریکړی دنظرپه یووالی سره رامنځته کیږی ځکه نودناټوپریکړه دټولوغړیودګډی ارادی څرګنده ونه ده.

دناټوعالی نظامی قوماندانی :

ناټوپه خپله ډیر لږشمیردایمی ځواکونه لری .کله چې دشمالی اتلانتیک شورا پریوعملیات موافقه وکړی .غړی هیوادونه په خپله خوښه ځواکونه ورکوي ددندی دترسره کیدو وروسته بیا دغه ځواکونه بیرته وخپلوهیوادونوته ورستنیزی ددغوعملیاتودهمغاړی کولواوترسره کولودنده دناټودپوځی قوماندانی  دجوړښت پرغاړه ده اوپه دغه جوړښت کې قرارګاه اوپه بیلا بیلوهیوادونوکښې پرتی هډی شاملې دي .

دناټوورځنی فعالیتونه مسلکی اوپوځی جوړښتونه اودامنیتی پانګونی پروګرامونه له ګډویو بودیجوڅخه تمویلیږی چې دلګښت دشریکولوپه اړه دیوه منل سوی فورمول د مخی دټلوالی غړي حکومتونه پکښې برخه اخلي .                                                                                      

دناټو دتړون دغړیوهیوادونو نظامی ځواکونه پردریو برخوباندی  په لاندی ډول سره ویشل سوي دي  :

-۱لمړی :-  هغه ځواکونه چې دناټوترمستقیمی قوماندی لاندی دي .

۲- دوهم :- هغه ځواکونه چې غړي هیوادونه منلی دي  چې دجګړی درامنځته کیدوپه وخت کې  په ټولیز راغونډیدلواوراټولیدلوسره  دناټوپه واک کې دي ورکول کیږي .

۳- دریم : -هغه ځواکونه چې دناټودتړون دغړیو هیوادونوترملی قوماندی لاندی دي .

دشمالی اتلانتیک نظامی سازمان قوماندانی دسیاسي اوجغرافیاوي له لړلیدنه پردری قوماندانی اوپریو دطرحواووړاندیزونوپرناحیوی ډلی باندی ویشل سویدی . دهریوقوماندانی دواک اودصلاحیتونوحداواندازه درامنځته سویوعواملوپه پاملرنی سره،دهغه جملی نه  جګړه اووسله کې توپیرکوي .

 الف : داروپا عالي قوماندانی :ددی قوماندانی ترنظرلاندی دقوماندی سیمی د دماغه دشمال څخه بیا دمدیترانه پوری داطلس داوقیانوس څخه  دترکیی ترختيځ پوری دی .دغه قوماندانی ترخپل واک لاندی  په دغه ځایونواوسیموکښې نورې مادونی قومانداني هم لري  :

۱- لمړی : - دشمالی اروپا قوماندانی   .

۲- دوهم : - دمرکزی اروپا قوماندانی   .

۳- دریم : - دسویلی اروپا قوماندانی .    

ب :دااوقیانوس اطلس دسیمی داتلانتیک حوزی قوماندانی  :ددی قوماندانی ترنظرلاندی دقوماندی سیمی دشمالی قطب څخه بیا دمدارراس السرطان دشمالی امریکا دساحلی اوبوڅخه بیا داروپا اودافریقا ترساحلی اوبو اوپرتګال پوری واټن اواوږدوالی لري . دغه قوماندانی ترخپل واک لاندی  په دغه ځایونوکښې نورې مادونی قومانداني په دی  ډول سره لري  :

۱- لمړی  :- داوقیانوس اطلس لویدیزه قوماندانی  .

۲ – دوهم :- داوقیانوس  اطلس ختیځه قوماندانی .

۳ – دریم : -داوقیانوس اطلس  دسمندری کیښتیو دورانولو(ددښمن دکيښتيوضد)قوماندانی  .

ج  : دمانش دکانال قوماندانی  : ددی قوماندانی تر واک لاندی سیمی دمانش دکانال څخه بیا دشمالی سمندر داوبوتر سویلی برخو پوری  دی  .

د : دناحیوی طرحواووړاندیزونوډله،کاناډا اودامریکا متحده ایالاتونه  :ددغه ډلی دمسؤولیت حوزه چې یواځی شمالی امریکا ده ، دفاعی طرحی دکاناډا اودامریکا دمتحده ایالاتونو دسیمی دپاره رامنځته کوي  اوجوړه وي اوونظامی کمیټی ته یې وړاندی کوي  .

  د(۱۹۹۰) کالنوپه لسیزه کښې کله چې شوروی اتحاد ونړیدی  او دورشو،یا«وارسا» نظامی تړون هم دمنځه ولاړې ،اودناټو په جوړښت کې هم بدلون راغی ،او ډېرزیات بدلون دنظامی عالی قوماندانی په برخه کې وواوددی بدلون په نتیجه کښې  دغه بدلونه هم  رامنځته سول :

۱ – لمړی : - دمانش  دعالی قوماندانی منحل کیدل اودمنځه یوړل صورت وموند .

۲ – دوهم : - داروپا څلورقوماندانی ودریو قوماندانیو ته را ټيټ سواویویې دمنځه یوړل سو، په دی  ډول سره دانګلستان دسیمی اوداروپا شمالی قوماندانی  یودبل سره ګډ سو اوویوی قوماندانی ته دشمال لویدیزدقوماندانی په نوم واړه ول سول اوبدلون یې وموند چې مسؤولیت یې دناروی ،دانګستان  دبالتیک دسمندر،دمانش اودشمالی سمندر دسیمو قومانده ددی قوماندانی پرغاړه باندی واخیستل سو . او ددی قوماندانی  اډه اومرکز په  انګلستان کې ځای پرځای   اووټاکل سو .په دی هکله نوربدلونونه هم داروپا ترقوماندی لاندی سیمواوپه نورو امنیتی خوزیوکښې  راڅرګنده سول  .   

دناټوپراختیا اوکیدونکی پیل دناټودسیمی بهر:

 

خورامهمه ټکی خو په دی ځای کښې دادی چې    دشمالی اتلانتیک نظامی سازمان  «ناټو» بیله دنورودزیاتو پاملرنی اوبیله کوم ږغ اوږوغه  څخه کابوویو نړیوال سازمان ته  داوښتوپه حال کې  دی   . اودغه  نظامی  تړون  چې وروسته ددوهمی نړیوالی جګړی څخه داروپا دامنیت دساتنی دپاره دشوروی اتحاد په وړاندی  جوړاورامنځته سوی وو،اوسمهال  خپلی موخی دنړی په ډېرونوروسیمو کښې  پرمخ بیایې . ناټوپه خپل دغه کړنی سره وخپل   جغرافیوی پراختیا اووخپل ماموریت ته اوپه خپل نظامی چارواودندوکې  یې هم زیاتوالی راوستیدی ،اوله دی کبله  د«اروپایي اتلانتیک ګډون » ،« دسولی  دپاره ګډون » اود«مدیترانی دخبراترو »  څخه  یې ګته اخیستی  ده . ناټودخبراترواوملګرتیا دلاری په خپلوغړیوهیوادونواودهغو دپولوورخوادشخړو په مخنیوی کې برخه اخلی ،ناټودموکراتیک ارزښتونه هڅوي اودشخړو دسوله یزهواري ژمنه ده .که دیپلوماتیکی هلی ځلی پاتي راسی ناټوداړتیا وړ پوځی وړتیا لري  چې دکړکیچ دمخنیوی اوکابوکولواوسوله ساتنی عملیات په یوازی سراویادنوروهیوادونو اونړیوالوټولنو سره په ګډه پیل کړی .

ناټو یودریم اړخ هم لري چې دملکی بیړنیواواسطراری حالاتودپاره پلان جوړه ول،متحدینو اوملګروهیوادونوسره دناورین په وړاندی  ددریدودپاره مرسته کول، او دسیانس اوچاپیرل په برخه کې دمرستوهڅول  ددی سازمان په دندوکښې راځې .

همدارنګه داروپا دسیمو بهراړین پیل  چې دناټوپه ادبیاتوکې (( دواک لاندی بهر سیمی))  ورته  ویل کیږی ، ورځ ترورځه  ددی  نظامی سازمان  په ټينګار سره  دپراختیا په حال کې  دی   اوپه دی هکله یې،   نوی کمیټی اونوی ډلی یې  ددی نویو سیموسره  داړیکودټینګولو پا ره چې دناټودفعالیت په حوزه کښې  قرار لري  جوړسویدی  اویا هم دجوړیدوپه حال کې دی . په هم هغه ډول سره  چې دسولی  دپاره دګډون د طرحی په اړه چې داړیکو درامنځته کولوپه  هکله دناټواو داروپایی هیوادونودقفقازاودمنځنې اسیادهیوادونوترمنځ رامنځته اوجوړ سویدی چې اوس مهــال دناټوملګـــری هیــوادونه عبارت  دي  :

د (۱- البانیا،۲-ارمنستان،۳-اطـرایش،۴-اذربایجان،۵-بلاروسیه،۶-بـوسنیا هرزه ګـوینا،-۷-کــرواسیــا،۸-فنلــــند،۹-ګــــرجستان،۱۰-ایرلـــند،۱۱-قــــزاقستان،۱۲- قــرغــــیزیستان، ۱۳- ملـــــدویا،۱۴-مونتینګرو،۱۵-دروسیـــی فیدراتیف،۱۶-صـــــربستان ،۱۷-ســـویډن ،۱۸-تونس ،۱۹-تاجکستان،۲۰-دپخوانی یوګوسلاویا دمقدونی جمهورت ،۲۱-ترکمنستان،۲۲-اوکرائین،او-۲۳-ازبکستان )  څخه عبارت دي ،که څه هم دناټوسره دروسیی دفیدراتیف اړیکی وروسته دګرجستان سره په جګړی  کې له همدی کبله خړاوپړسویدی  . اوهمدارنګه دناټولخوایوه بله کمیټه هم دمدیترانی دسیمی داوو(۷) ملګرو هیوادونوسره  دخبراتروترسرلیک لاندی  جوړه سوی ده،اودغه خبراتری اوجلسی  دلاندنی هیوادونوسره صورت موندلی لکه :

( ۱-الجزایر،۲-مصر،۳-اسرائیل،۴-اردون،۵-موریتانیا،۶-مراکش او- ۷-تونس)                

 هیوادونوسره داړیکودنیولودپاره دمدیترانی دسیمی دهیوادونواودناټوترمنځ دخبراترو طرحه  جوړه سوی ،اوپه همدی ډول سره په  دا وروستیو کښې هم  دیوی کمیټی  دجوړه ولووړاندیز دمرستی دپاره دخلیج فارس دعربی هیوادونواودناټوترمنځ  طرح اورامنځته سویدی  اوپریګړه سوی چې  دناټوسازمان دې ددی هیوادونو   دغړیتوب او دمرستی لمړنی چاری سازماندهی کړې   .  دغه وړاندیز  دناټودخاصی پاملرنی  پربنسټ   ومیلادی نوی کال ته دخلیج وسیموته  طرح اووړاندی  سو،په دی لړ  کې دناټواستازی  ډېری خبراتری اوجلسی یې  دخلیج فارس دعربی هیوادونوسره ترسره کړی دي .همدارنګه  ډېری لیدني اوکتني هم ددغو هیوادونوسره ددوي دمرستودراجلبولودپاره دشمالی اتلانتیک دنظامی سازمان «ناټو»  لخوا  صورت موندلی دی  .  /

             اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه ،او د military.irڅخه .  

 

 

                     نهمه برخه

دناټوپراختیادختیځ پرلور:

          ددوهمی نړیوالی جګړی دپای ته رسیدو سره سم لویدیزوال ( دجګړی ګټوونکی ) هیوادونه دیوی ټولیزی امنیتی سیستم رامنځته کولو اوجوړه ول یې دباخترپربلاک باندی پرتکیه کولوسره ډېراړین وبلل چې دپخوانی شوروي اتحادسره د مخامخ کیدودپاره په کامله توګه سره دغه مسئله ډېره احساسیدله،اوپه هغه شرایطوکې دملګروملیتونوسازمان چې دخپل تاریخ دجوړیدوڅخه په همدی وخت کې ډېره کمزوره وه چې هیڅ هیله اوتوقع دنړیوالوقوانینواومقرراتم په عملی کولواوپه ترسره کولوکې ورڅخه نه  کیدی خصوصآ دیاغی اویرغلګروهیوادونوپه وړاندی چې نړیوال حقوق اومقررات یې ترپښولاندی کول، او هغه وخت هم دغه سازمان  بی واکه وو اوپه وسه یې هیڅ شی هم  نه ترسره کیدی نو ځکه دشمالی اتلانتیک نظامی سازمان ناټو راوزیږیدی .    اوتردغه نامه لاندی            :
« organization           North Atlantic Treaty »په (۱۹۴۹ )میلادی کال کې داپریل پر(۴) پرڅلرمه ڼيټه باندی دیوسیاسی اونظامی اتحادی اوتړون په څیر ددوولسو(۱۲) اروپایی هیوادونولکه انګلستان، هالنډ، بیلجیم او لوكزامبورگ (د بروكسیل دتړون غړي هیوادونه )‌ ، فرانسه، ايټاليا، ، ډنمارك، ناروي، پرتګال او ايسلنډ، اود دشمالی امریکا، دوه هیواده متحده ايالاتونه اوكانادا دهیوادونو په ګډون اوغړیتوب سره دغه نظامی تړون جوړاورامنځته سو.اوبیا په وروستیو کالنوکې د آلمان فیدرالی جمهوریت ،  تركيه او يونان په دی نظامی سازمان کې غړیتوب  یې ترلاسه کړ.

               دډېرولویدیزپلوڅیړونکودلړلید پربنسټ ناټو په اصلی جوړښت سره دخپلو موخو په تامینولو کې  بریالی وواو وی کولای سوای چې دلویدیزی اروپا اودشمالی امریکادهیوادونو امنیت  دشوروي دهیواداودختیځی اروپا دهیوادونو دخطر په وړاندی وساتی اوساتنه ورنه وکړی                . په همدی ډول سره دشوروي هیواد اودختیځ بلاک هیوادونه هم یوازی ننداره کوونکی نه وه،په (۱۹۵۵) میلادی کال کې د(شوروي اتحاد،ختیځ المان،چکسلواکیا ،پولنډ،بلغاریه،رومانیه مجارستان (هنګری) اودالبانی  ) هیوادونه هم دوارسا (ورشو) (Warsaw treaty organisatian) نظامی تړون یې جوړ اورامنځته کړ  .اوددی تړون اصلی موخی هم دفاعی اونظامی برابروالی اویووالی دلویدیزوهیوادونو(دلویدیزبلاک) دیرغل په وړاندی چې دهرغړی هیوادلخواڅخه دغه یرغل ترسره کیږی اورامنځته کیږی دغه تړون هم د همدی  موخی دپاره رامنځته سوی وو  .                    

             دشلمی پیړی نیمی برخه دناټودنظامی تړون دپاره  تیری کوونکی اویرغل کوونکی دښمن  پخواني شوروي اتحاد ګڼل کیدی .اوپه لنډ وخت کې وروسته دناټودجوړیدواودقرارداددلاس لیک کولونه ،دمخالیفو بلاکونوترمنځ دغه سوری لوی او ژورسو،اودساړه جګړی په وخت کې دناټوغړی هیوادونه اودوراسا(ورشو) دتړون دغړیوهیوادونوترمنځ (۴۰) څلویښت کاله ډېره ټینګه ،زوره،اوځواکمنه دصفونوجوړولواومخامخ کیدل صورت وموند. دیو شمیرلویدیزپلوه څیړونکوپه هاند اوباور سره ناټووروسته دهغه نه چې پخوانی شوروی اتحاد ړنګ سواوپه (۱۹۹۱) میلادی کال کې دامنیت ساتنه یې دغړیوهیوادونه دټولیزامنیت په چوکاټ کې  د همدی سرلیک لاندی  دلویدیزی اروپادهیوادونو،امریکا  اوترکیه یې خپل دکاراودکړنوپه لمړیوسر کې یې قرارورکړل،اوددی موخوپه ترسره کولوکی یې اړینی چاری ترسره ،او بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل چې همدا اوس دنړی ونوروسیموته ځان غزوی اوپراختیا مومی .    

           همدارنګه دناټوپراختیا دختیځ پرلور اوددی نظامی تړون  ددندواوکړنلارو دنوی تعریف په رامنځته کولوسره پراختیامومی، اوس مهال چې شوروي اتحاد نسته مګرځای ناستی یې  دروسیی فیدراتیف هیوادیې راوپاره ول او روسیه  په دی هکله ډېرکلک عکس العمل یې  دځانه وښودل، که څه هم دسپټامبرد(۱۱)یوولسمی نيټی دپيښی  رامنځته کیدوراوروسته دروسیی ملګرې اوهمږغه کیدل دامریکا سره دتروریزم پرضد په نړیواله مبارزه کې ،روسیه ودی ته  اړ وایستل سو چې  دناټودنظامی تړون سره    د« روسیی اوناټو» دمرستی په چوکات  کې  په دی نظامی تړون کې برخه واخلی . اوپه همدی توګه سره دمنځنې اسیا په هیوادونوکې اودقفقاز دسیمی په هیوادونوکښې دناټووفعالیتونو ته اسانتیاوی رامنځته سول ،اوډېرمهم بدلونونه اوپرمختګ  دناټو فعالیت په افغانستان کې په «۲۰۰۳» میلادی کال کې دملګروملتونودسازمان دځواکونو«ایساف» لخوا په دی هیوادکې دقوماندی اخیستل وو.چې په رښتیا سره دغه لمړنی پیل دناټودفعالیت دپاره په دی سیمه  کښې دناټودسنتی سیمی څخه، داروپا بهر ګڼل کیږی . برسیره پردغوپرمختګونوباندی ،دتوجووړټکی خودا دی چې دناټونوي فعالیتونه په خاص ډول سره دایران په امنیتی سیمه کښې رامنځته سوي دی .ددی مسئلی ارزښت  ایجابوی  چې دغه موضوع دمختلفواړخونوڅخه ترڅیړنی لاندی ونیول سی  ځکه چې دناټودفعالیتونوپه اړه څیړنه یې اړین اوپه  دی هکله موضوعات یې هرومر باید ارایه سی چې دناټودفعالیتونواغیزه  په سیمه کښې اوخصوصآ پرایران باندی به څنګه وي ؟ باید ترڅیړنی اوپاملرنی لاندی راسی په دی هکله دناټونوي پرمختګونه اونوی استراتیژی ،کړنلاره اوفعالیتونه په سیمه  کښې په څه ډول باندی  دی ؟،نوددی څيړنی پربنسټ په دریو برخو  باندی ویشل سویدی  . په لمړی برخه  کې د«نوی ناټو» ترسرلیک لاندی چې دناټو سیاستونه اونوي شرايط څیړل  سوی دی په لاندی ډول سره یې لولو: 

لمړی برخه « نوي ناټوپه نړیوالومعادلاتوکښې » :

          تر دی سرلیک لاندی ددی تړون وضعیت وروسته دشوروی اتحاد دړنګیدوڅخه  اوپه دی تړون کې داړینوبدلونوداړتیا اودهغه تطبیق دنړی په  نویو شرايطوکې اوپه دی اړه  خصوصآ دامریکااواروپااړیکی وروسته دساړه جګړی نه اودامریکائیانوټینګارپراروپایی هیوادونو باندی دنویومسؤولیتونوپه منلوسره،دامریکا هیواد ددی غوښتونکی سو چې اروپایی هیوادونه  بایددناټوپه دی سیاست او نوی پيل کې  دمالی اوعملیاتی له کبله  ډېره برخه پرخپله غاړه باندی واخلی ،دبله خوا نه ناټوددغه نوي فعالیتونوپه وړاندی کولوسره دیوشمیر هیوادونوعکس العملونه یې هم رامنځته کړ، اوپه همدی ډول سره دروسیی هیوادیې هم راوپاره ول  چې په نتیجه کښې  په دی مورد کې متضاده لړلیدونه یې  دناټودغړیو هیوادونه په منځ  کې اوپه روسیه کې دسیاسی محافلوپه  منځ کې  ودی نظامی تړون  ته دروسیی دکامل ګډون او دغړیتوب په هکله یې حساسیتونه هم دننه په روسیی کې اوهم بهر دروسیی نه رامنځته کړ ،اوټلواله په دی اړه داهسی نتیجه ترلاسه  کوي اووایی  چې دروسیی هیواد په دی تړون کې دغړیتوب دپاره تراوسه پوری اړین اوپوره تیاری اواماده ګی نه دروسیی په دننه کې اونه په ناټوکې ،روسیی ته وجودلری اوناټووایی روسیه دم  ګړی ددی تړون غړیتوب نسی ترلاسه کولی ترڅونوموړی شرايط ترسره اوپوره نکړی  .

دوهمه برخه «دروسیی دریځ اودهغه بهرنی سیاست دناټوپه وړاندی»   :

              داچې دروسیی دبهرنی سیاست اودهغه پیژنده دناټو دپراختیا دپدیدی په وړاندی  څیړل کیږی . دمختلفوارزښتونوښه والی اوپه عین وخت کې دروسیی اودناټوترمنځ ګډی  موخی ددی سبب ګرځیدلی دی  ترڅوډول ډول سناریو ددی دواړونړیوال لوبه کوونکو ترمنځ دوه اړخیزی اړیکی رامنځته  سی .ددی استدلال پربنسټ باندی دروسیی پربهرنی سیاست باندی واکمن ژئوپولټیکی پیژندنه دیوی خوانه اودروسیی عملی کړنی دبله خوا نه  اصلآددی سبب ګرځیدلی دی ترڅوپه ختیځ کې دناټودپراختیا څخه مخنیوی وکړی او دغه پراختیا ته خنډ وګرځې اوپه هغوسیموکښې ددی نظامی امنیتی تړون دنفوذ مخه ونیسی چې  روسیه خپل دحائلی سیمی په توګه یې بولی  .

دریمه برخه « دروسیی اودناټوترمنځ په اړیکو کې نوي استراتیژیک  چوکات »  :                

             دغه برخه دروسیی اودناټوترمنځ داړیکوپه څیړنه کې تربحث لاندی نیول سویدی چې دناټواوروسیی  مرستی  دروسیی اودناټودشورا په چوکاټ کې څنګه ترسره کیږی او ددی مرستواغیزه پردواړوخواو«روسیه اوناټو» باندی یو دبله سره په مرستوکې څه ډول اغیزه یې رامنځته کړی دی . په رښتیا سره دسپټامبر دیوولسمی (۱۱) نیټی دپيښی څخه را وروسته دتروریزم پرضد په نړیواله مبارزه کښې دمرستونوی دکارمیتوددروسیی اودناټوترمنځ رامنځته اومطرح سویدی . اود اروپایی ،امریکایی،اوروسیی دریولړلیدونوله کبله دروسیی اودناټوپه اړه دوه اړخیز ی مرستی اوموافقی سره رامنځته سویدی  .

          همدارنګه «دناټو شتون دایران په امنیتی سیمه کښې »ډېره مهمه مسئله ګڼل کیږی چې دناټودسیاستونودپیل اغیزه دایران په امنیتی سیمه کښې په څه ډول سره دی،په ښکاره ټوګه سره ویلای سوچې «دنوي ناټوزیږیدل اودهغه دکړنواغیزه پرایران باندی» چې دناټو دنویوفعالیتونواغیزه دنوي غړیومنل اوګډون اودهغو طرحواجرا کولوداسیا دسولی دپاره دګډون څخه عبارت دی .اوپه همدی توګه سره دناټوشتون دقفقازپه سیمه اوپه افغانستان کې هم ددی سبب ګرځیدلی دی چې دغه نظامی تړون په خپل مهموپرمختګونواوپراختیا سره په یوه عملیاتی سیمه اوحوزه کښې داروپا بهراو دباندی ویوبل پړاوته ورننوځې  دناټوګاونډیتوب دایران سره برسیره پری دی چې ترکیه دناټودرسمی غړی په توګه چې دایران دشمال او دختیځ ګاونډيو هیوادونه څخه هم عبارت دی ،چې ددی سبب ګرځیدلی دی  ترڅودیوډول داړیکودتامیندلویواړین کوردینه سوی اویاپه  رسمی توګه سره اړیکی  دایران اودناټوترمنځ دتوجو وړ وګرځې .

پرایران باند ی دناټودپیل اغیزه:

         په اوسنی شرايطوکې په داهسی حال کې چې دټولیز لړلید له مخی  په سیمه کښې دناټوفعالیت دایران دګټوسره سم ندی  اوپه ایران  کې دیوی ټولیزی  لړلیدپربنسټ چې  ددی هیواد داوسیدونکولویه برخه  دناټونظامی تړون دامریکا دهیواد ترلاس اوترواک لاندی بولی اودناټوددی کړنوپروړاندی  عکس العملونه رامنځته سویدی اوسربیره پردی هم  کولای سو ووایو چې دناټویوشمیر پیل اوکړنی په سیمه کې دایران دسیاستونوسره یوشان  اودهغه دسیاستونوپه وړاندی  هغسی کړنی ویلی سو . چې دناټودلمړی درجه غړی هیوادونونظامی شتون دفارس په خلیج اودعمان په سندکې  اودایران دسویلی  ګاونډیوهیوادونوسره دیوشمیر ډېردفاعی تړونونو رامنځته کیدل اودایران په شمال کې دناټوداړیکو پراختیا دمستقیل اوګډوګټوهیوادونوسره لکه داذ‌ربایجان دجمهوریت سره، یوه ښه بیلګه دناټواودهغه دلمړی درجه غړیو هیوادونوشتون بللی سوچې دایران دپولو(سرحداتو)په اوږدوکې دی په همدی ډول سره څرګنده یې کړو  . اودغه امر کولای سی  دیوګواښ ترسرلیک  لاندی  دایران داسلامی دولت دامنیت  په وړاندی وګڼل سی . دبله خوانه  دامریکا اودهغه دملګروهیوادونو وسله وال او مالی ملاتړ دعراق دهغه وخت ددولت د(صدام حسین )سره دایران اودعراق  ترمنځ په جګړه کې،اودناټودلویه برخه داصلی غړیوملاتړدایران ددولت دمخالفوډلواوګروپونوسره لکه د(مجاهیدین  خلق )سره ،اودیوشمیر غړوهیوادونوملاتړدفارس په خلیج کې  دعربی متحده اماراتودخاوری اوداراضی دادعاپه هکله  دتومبی صغیر اوتومبی کبیرپرټاپوګانواوپرجزایرو باندی،اودبشری  حقونوڅخه تیری اوسرغړونی  دایران لخوا تر دغه سرلیک  لاندی دیوسیاسی  فشارد اهرم  په توګه ،اویا داچې ایران د اټومی اوهستوی ټولیز وژنو دوسلوپه جوړه ولوسره تورن کوي  اویا وایی چې دایران دولت دتروریزم څخه ملاتړ کوی ،دادهغه مسائلودجملی  څخه دي  چې ناټواودناټوغړی هیوادونه ایران په همدی کړنوسره تورنه وي  اوپه دی  پاملرنی سره دایران وسمیه یزامنیتی شرايطوته یوګواښ ویلی سی او کیدی سی دغه ګواښونه  چې دناټو لخواوایران ته متوجی دي دباوراواعتمادپه رامنځته کولواود دوواړخیزو مرستوپه تعریفولو سره ددغه رامنځته سوی ګواښونوڅخه  دباندی اوبهرراووځې .

په افغانستان کې دناټوشتون او دایران ددولتی مشرانوانګیرنه :

          یولړوړاندیزونه دایران لخوا په افغانستان کې دناټودکړنوپه هکله رامنځته سوی دی اوناټو په افغانستان کې خپل  دشتون او دکاراوفعالیت په اړه دملګروملتونودسازمان دپریګړی  دمخی اودهغه دسولی ساتی،دځواکونواوسربازانودقوماندانی په چوکاټ کې ، نوموړی  تعریف  وړاندی کوي . اودغه مسئله هم یو دهغومهموموضوعاتواومسائلودجملی څخه وو چې دناټوپه سرمشریزه غونډه کښې په (۲۰۰۶) میلادی کال کې دلتونی په پلازمینه دریګا په ښار کـې دناټودغړیوهیوادونود مشرانو لخواترڅیړنی لاند ی ونیول سو.  

     دناټوفعالیت په افغـــانستان کې یو دهغومسائلودجملی څخه دی چې دایران ددولتی مشرانو ډېر دتوجووړ دی اودایران دولت داهسی شکمن سوی دی چې په افغانستان کې دناټو شتون  ګواکی دایران وامنیتی ګټو ته ګواښ دی اوممکن دناټو ددی دومداره شتون له کبله په  راتلوونکی کې دایران  دولت دپرابلمونواوستونزوسره مخامخ سی  . /

         اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه ،او د military.irڅخه .  

                     لسمه برخه

                 ناټوپه یو نوي ازموینه کښې  !

             دپخوانی شوروي اتحاد دړنګیدوسره سم دوارسا (ورشو) نظامی تړون هم دمنځه ولاړ،اوناټوخپل اصلی کړنی چې په مخ کې یې درلودل هغه یې دلاسه ورکړ. ددغه دلیل پربنسټ داتیاومی (۸۰ ومی ) لسیزی په پای کې  دنهویومی(۹۰ومی ) لسیزی په لومړیوکې ،دسیاسی  اوامنیتی چاروډېرکارپوهان داهسی سترګې په لاره اومنتظر وو چې ګواکی دناټودنظامی تړون په منحلولو اوپه دمنځه وړلوسره ،یونوی امنیتی چوکاټ  داروپا اوامریکا دپاره به جوړ اورامنځته به سی . په هغه وخت کې په  دی اړه ، دناټودراتلونکی دپاره دوه ډوله لړلیدامریکایی اواروپایي لړلیدونه رامنځته اوانځورسول .اودواشینګتن دجګپوړوچارواکو لخوا دناټوپرژوندی پاته کیدلوباندی،اوددی نظامی تړون دپخوانیوکړنوپه ترسره کولو کې په یولږبدلونوسره دامریکا ترلارښودنی  لاندی پری  ټینګار وسول  .

    دبله خوانه  یو  بل لړلیدخصوصآ داروپایي دولتی واکدارانواوچارواکوپه منخ کې وروسته دماستریخت دتړون نه چې په (۱۹۹۲) میلادی کال کې  جوړ اورامنځته سو او ددی تړون پربنسټ باندی دغه  بحث  وړاندی او رامنځته  سوچې اروپايی هیوادونه  دیوی دفاعی او امنیتی جوړښت  په غښتلی کولو اوملاتړسره ،دناټوڅخه جلااو ځانګړی امنیتی جوړښت  په اروپا کې راجوړ کړی  اودغه جوړښت وکولای سی  چې داروپا داتحادیی امنیت په خپله په  یوازی توګه سره  ونیسی  اوامنیت یې تامین کړی .  د(۱۹۹۱) میلادی  کال دجنوری په میاشت کې دیوی اعلامی  په تصویبول سره ، دغه دلړلیدونوتوپيرونه دامریکی دلړلیدپه ګټه  دیولږبدلون سره پای ته ورسیدی . په همدی ډول سره پریکړه وسوه چې  ناټودی څه ناڅه دیوسرلیک لاندی داروپایی اصلی امنیتی فعال ارګان  په توګه دی پاته سی  اودهغه ترڅنګه اروپائیان وکولای سی  خپل امنیتی اودفاعی سیاست (EPSP) پرمخ بوزی  . ټول نهویمه (۹۰ومه )لسیزه  ددی بحث سره مل وو چې ایاناټو کولای سی  نوي امنیتی بدلونونه  اوهغه خنډونه چې په راتلونکی پیړی کې په مخ کې لری  وهغه  ته دی ځواب ورکړی ؟ ځکه چې دناټو جوړښت  ددفاعی محورپه توګه سره  رامنځته اوجوړسویدی  اودهمدی بنسټ له مخی  بیله کوم جوړونکی کړنواواړین اوګټور کاره څخه دنویوګواښونود مخنیوی اودمنځه وړلودپاره لکه ټروریزم ،دهسټوي اواټومی وسلیود خپریدواودهغه دپراختیا څخه مخه نیوی،دقانون ماتوونکودولتونو دخطرپه وړاندی دریدل ، دکورنېو ناآرامیواوناامنیو دمنځه وړل اوپه همدی ډول سره دیوشمیرنورواړینو مسائلو..... څخه عبارت وو.   

           په دی لړکې، دناټودپاره دکړکیچ مدیریت  کول دیونوي کاره ونکی سرلیک په توګه تعریف سو.دغه نظامی سازمان د(۱۹۹۰) بیا د(۲۰۰۱) میلادی کال په ترځ کې بل ځل دناټو درول په تعریفولوسره په نړی کې  ترسړې جګړی راوروسته څرنګه وکولای سی چې ددغه نویوپيچلی ګواښونوپه وړاندی،چې په ټينګه سره دلویدیزی نړی امنیت یې دخطر سره مخامخ کړی،بریالی  ځینی راووځې ،نوددی  سرلیک په تعریفولو یې لاس پوری کړ. په همدی ډول سره ناټودنویو ادبیاتواوکاره ونکو نویو نوښتونوپه رامنځته کولوسره زیار یې وایست  نه یوازی داچې خپل دشتون دلږرنګه  کیدلو دفلسفی څخه یې مخنیوی وکړ،بلکی په دی وتوانیدی  چې په همدی ډول سره  دیوی امنیتی  نظامی لوړمقام لرونکی سازمان  ترسرلیک لاندی  دنړی په سطح کښې  په  رول لوبه ولوسره لاس پوری کړي               .    

              «دسولی دپاره دګډون»،طرحه اووړاندیز (Partnership For peace)چې د(۱۹۹۴)م کال کې دشمالی اتلانتیک دنظامی  شورا(دناټوداصلی  رکن )په توګه سره په  تصویب رسیدلی وو ،په رښتیا سره ودی اړتیا ته یو ځواب وو .په اروپا کې دیوګسلاویا دکړکیچ رامنځته کیدل دوه مهم پرله پسی اړخونه یې درلودل چې د دواړوپرله پسی اړخونو نتیجه دامریکا اودناټوترمنځ خبراتری یې غښتلی کړاوددی نظامی سازمان کارکول یې وروسته تر سړې جګړی په نړی کې دامریکا ترلارښودنی اومشرتابه لاندی ګټورثابت کړ.

        دامریکا ترمشری لاندی  دناټولومړنی کړنه  مداخله اولاسوهنه په کوزوکې دصربستان پرضد وو چې دغه ځوانه اروپایي اتحادیه اودهغه دفاعی اوامنیتی ځوان جوړښت لاپوره ومړانې اوپوخوالی ته نه وورسیدلی له همدی کبله دناټوولارښودنی ته اودامریکا وملاتړ ته یې اړتیا لرله  .  اودناټودوهمه کړنه دنویو کاره ونکی مهارتونوثبوته ول دناټوپه اړه د نړیوال کړکیچ په مدیرت کولوکې څرګنده سوه .  

        ناټوپه رښتیاسره دکوزوپه کړکیچ کې وکولای سوچې دا ټکی په ثبوت  ورسوی اووی کولای سوای چې دملګروملتونودسازمان دامنیتی شورا ترڅنګ دیوی اجرائیوی مرستندویه په توګه اووسی اوداړتیا په وخت کې دندی ترسره کړی .         

          که څه هم دناټو دغه رول اونوی کاره ونی دکړکیچ په مدیریت کولوسره دغیرلویدیزواکمنوهیوادونولخواپه اسیا اوروسیی کې دنوروهیوادونوپه کورنۍ چاروکې یوبل ډول لاسوهنی وبلل سول  اودامریکا ډېری غوښتنی تفسیرسولي ،مګردغه انګیرنی اومخالفتونه دونی ګټوروثابت نه سول اوناټوپه عمل کې وکولای سو دمدیریت په کولوسره دنړیوالوکړکیچونوپه منځ کې ،دخپل ځان په تعریفولواورول لوبه ولوسره بل ځل په نړی کې وروسته دسړی جګړی نه،په بریاسره عمل وکړي   .        

تفلیس دناټو دپراختیا اډه دختیځ پرلور:

            د(۲۰۰۸) کال داګوست د(۱۸می ) اتلسمی  نیټی نه مخکې ،کوم وخت چې  دګرجستان ددفاع دوزارت قوماندانانودروسیی په سویل کې دقفقاز په غرنیوسیموکښې  ځای پرځای سول ،اوپریکړه یې وکړل چې  دسویلی اوستیای په نوم پرخپلواکه سیمه باندی  یرغل وکړي ، اوواشینګتن  هم دنظامی پلوه په ګرجستان کې ډېرپه  ښه توګه سره یې شتون درلود. دګرجستان دډېر ښه  سازمان ورکول سوي یرغل په ترځ کې یې تسخينوالى،دسویلی  اوستياى پلازمینه یې دډېروساعتونودپاره په اورکې وسوزل او ددی ښار ډیر جوړښتونه ،تعمیرونه اوبیلډینګونه لکه پارلمان،پوهنتون،اوروغتونونه یې وران کړ.داسوشيتدپرس دیورپوټ پربنسټ چې دخلکوسره یې مصاحبی ترسره کړی وه لیکی : ډېرلږ ساختمانونه اوجوړښتونه په دی ښارکې روغ پاته سویدی .

            ادوارد كوكويتى دسویلی اوستیای دولتی مشر وایی ډېرتره تردووزرو(۲۰۰۰)ددی ځای اوسیدونکی  په دی تیری کوونکی جګړه  کې ووژل سول .

همدارنګه رویترزهم د۲۰۰۸ میلادی کال داګوست پر(مه ۱۸) اتلسمه نیته باندی ولیکل : روسیی ځواکونه وروسته ددی تیر ی نه دګرجستان  دځواکونونظامی اډي ،هوایی ډګراوپه تورسند کې د«پوتى» پر بندریې  یرغل وکړ،که څه هم دامریکی  ډېری خبری رسنی  دخبرونوپه تعریفول سره غوښتل چې  ووایی : روسیه دګرجستان سره یې جګړه پیل کړی دی  . اوپه سل ګونی مقالی په مفصل ډول سره  دګرجستان داهمیت په هکله دیوی استراتیژیکی هیواد اوځای په توګه اودخزردسیندڅخه  دتیلواوګازو دانتقالودپاره  څو ورځې په پرله پسی ډول سره خپریدل  اولیکل کیدل  اودګرجستان د هیوادنه خبری کیدل ،مګرهغه لړلید چې  دغه مښته اوجګړه دامریکا داسترتیژی دپاره په دی استراتیژیک  سیمه کښې  اړیکی ورکوی ،ډېرلږ مطرحه سویدی . په داهسی حال کې چې  روسیه دیوه داهسی جګړی څارونکی دی چې دهغه په پلو(سرحداتو) کښې  دغه جګړه جریان لری  اودنړی توجویې هم ځان  ته را جلب کړی دی . 

دلویدیزسره دګډاردودځواکونودجوړه ولواودرامنځته کولوطرحه :

 

              دهغه وخت څخه چې دلویدیز ایډیا په کیف اوتفلیس کې دلیبرالو دولتونودجوړه ولو اودرامنځته کول موخی وي اوپينتاګون دنظامی اډی دجوړه ولو په سوچ کې  دپخوانی شوروی په دی مهمو سیموکښې ولویدی  .ځکه دسپينی ماڼۍ هوښیار اوزیرک کارپوهان په دی پوهه سوی وه چې په دی سیمه کښې  یوازی دیوی لیبرال دولت رامنځته کول دروسیي دپاره بلکی ګواښ نه وي او کیدی سی چې یوازی دمسکو دپاره یودسر درد وي اوبس ،اوهغه دیو ی غښتلی ګډاردو دځواکونوجوړه ول  اورامنځته کول ترخپل واک  اونفوذ لاندی به وي ،چې دغه طرحه په ګرجستان کې عملی سو.

           په دی ډول سره واشینګتن دګرجستان دیرغل څخه پرسویلی اوستیای باندی چې دګرجستان دجمهور رئیس ميخائيل ساكاشويلى په فرمان ترسره سواودغه یرغل  صورت وموندکومه ګټه اوامتیازیې ترلاسه نکړاودګرجستان ځواکونه مخ ته تردی چې وخپلوموخوته ورسیږی ډېره ټينګه ماته یې وخوړله اوکوم وخت چې ګرجستانی سربازان بیرته دګرجستان پلازمینی تفلیس ته راوګرځیدل ډېر زرهدارټانکونه ،موټران اونظامی وسایل دتفلیس دپلازمینی پر شااوخواراګرځیدلی وه اوسربازان یې ټول  وخپلوکورنوته تللی وه اوتښتیدلی وه اوټول  نوموړی وسايط بیله سربازانوتش ولاړ وه .

بی بی سی  نیوزولیکل : دګرجستان یرغل پراوستیای باندی داهسی یووخت رامنځته سو چې اطلاعاتی سرچینیو ډېرمخکې دقفقاز په سیمه کې دامریکا اودهغه دملګرو دنظامی لمسون څخه  ډېر دقیق رپوټونه  یې خپاره کړی وه  . اودامریکا متحده ایالاتونه اوناټو،دګرجستان دولت یې  په ډېرو زیاتووسلیوسمبال کړي وه اوهمدا ډول دګرجستان ونظامی ځواکونوته یې هم نظامی زده کړې  ورکړي وه  .

 

               دجګړی دمخه  امریکایی نظامی مشاورین په ګرجستان کې ځای پرځای سوي وه  او دامریکا ددریم نمبر قول اردو د(۲۵) پنځه ویشتمی فرقی (۱۰۰۰) زرتنه توپک لرونکی افسرانواوسربازن په ګرجستان کې ګډنظامی مانور یې دګرجی سربازانواوافسرانوسره یوځای «دګړنډی عکس العمل دعملیاتو» په نوم د دریو(۳) اونیوپه موده کښې  دغه ګډمانور یې پای ته ورسول،اوپه دی دوره کې چې دګرجستان لخواپراوستیای باندی یرغل رامنځته سو،پينتاګون سل ګونی  ټانکونه اوزرهپوښونه ،توپونه ،راکټ لنچرونه،لس ګونی هیلکوپترونه او هوایې ضد راکټونه یې وګرجستان  ته ور ولیږل .اوهمدارنګه په دغه موده کښې  ډېرنور وسلی اومهمات دناټودغړیوهیوادونواوداسرائیل ددولت  لخوا وګرجستان ته ور واستول سول ، انټرفاکس ولیکل : وقفقازته ددغه نظامی انتقالاتو ،استول اولیږل په داهسی یووخت کې ترسره کیږی چې ګرجستان په عراق کې دامریکا ترښکیلاک لاندی دریم هیواد دی چې ډېرسربازان لری او شمیریې  و(۲۰۰۰) دووزروتنوته رسیږی کله چې امریکا په دی پوهه سواوپه دی پوهیدی  چې دروسیی دبری خطرپیل سوی دی سمدلاسه یې ګرجستانی سربازان دعراق څخه وایستل  اوخپل دهوایی امکاناتوپه وسیله یې په چټکی سره  دګرجستان  په هغوسیمو کښې یې ځای پرځای کړ چې هلته جګړه پیل سوی وه . ډېره په زړه پوری  خودا دی چې لویدیز ی رسنی  په خپل رپوټونوکې وویل  چې موږدامریکا دنظامی ځواکونواونظامی مستشارانوترڅنګ دګرجستان و هیوادته  لیږل سوی یو،اونورډېر امریکای نظامی اوامنیتی قطعات اوجزوتامونه دامریکایی خصوصی شرکتونواونورو ارګانونوپه چوکات کې ګرجستان  ته په کارګمارل سوی وه ،دهمدی رپوټ پربنسټ  اوسمهال څوزره نظامی مامورین ،دنړیوال مشاور،سیاسی کارپوهه اوتخنیکی مرستوترسرلیک لاندی په اوکراین اوګرجستان کې په کاربوخت دي . اودا به دواقعیت څخه لیری وی چې دروسیی استخباراتی او اطلاعاتی شبکی ددی مسئلی څخه بی خبره وي ،کرملین هرډول دغسی تړونونه  اونظامی  مرستی  دپخوانی شوروی دجمهوریتونوسره په خپل ګاونډیتوب کې  دناټودغړی هیوادونوسره دخپل هیواد وملی امنیت ته یولوی ګواښ بولی ،اودا  دروسیی یورښتینی اومسلم حق دی  اوخپل دملی ګټودخوندی ساتلوپه خاطر هیڅکله هم  دداهسی ډول لمسونکی نظامی  سنارییوتربارلاندی نه ځې .  /     

    

         اخیځلیک :- دایسنا نیوز څخه ،او د military.irڅخه .  

   يوولسمه برخه

په ناټوکې اختلافونه اوګډوډی !

    سربیره پردی چې ناټوپه سنتی ډول سره دامریکا ترلارښودنی لاندی یوه نظامی  اتحاديه ده، دا اوسمهال دامریکاغوښتنه ددی نظامی سازمان  دپراختیا په هکله دا دی :چې امریکا غواړی  دناټوپه واک سره دروسیی وپولو(سرحداتو) ته ځان ورسوی،مګردامریکا ددغی طرحی او وړاندیزسره دناټونظامی اتحادیه پرډلوباندی ویشلی سوی ده ،اودغه اختلافونه لمړی ځل دبخارست په جلسی کې   چې په(  ۲۰۰۸ میلادی کال  داپریل د(۲می څخه تر۴)  ددوهمی ،ترڅلرمه پوری د رومانیی په هیوادکې  جوړسوی وو،په دی غونډه کې  امریکا دروسیی وپولوته  خپل دنظامی شتون اودنږدی کیدوپه هکله دغه غوښتنه یې  وړاندی کړی  اوداروپایي څانګۍ دنه منلوپه ځواب سره مخامخ سواوپه بخارست کې دناټوپه سرمشریزه غونډه کې دالمان، فرانسی،اسپانیی،ایټالیا،بیلجیم ،هالنډ اودلوکزامبورک  مشرانو دبوش وړاندیز اوغوښتنه یې دګرجستان دغړیتوب په هکله  وناټوته په ډېرکلک اوښکاره ډول سره مخالفت وکړ اوهغه یې ونه منل .اوحتی ددی هیوادونوڅخه یوشمیر یې وویل  داهسی  معلومیږی چې دکوزوجلا کیده اورسمیت پیژندنه  دیوی  امریکایي  پروژی ترسرلیک لاندی دڅارنی و ړ وبلل  سو.دوي په دی باور دی چې ددغه جلاوالی  دپاره په اوکرائین اوګرجستان کې  هغه مظاهری او دخلکوخوزښتونه چې رامنځته سوی وه ددی جلاوالی دپاره یې لاره پرانستله ،ناټو خپله پریکړه يې داوکرائین اودګرجستان دغړیتوب په هکله دډسامبرترمیاشتی پوره وځنده وله اوشاته یې وغورځوله ،اما دامریکا مشرانو دناټوپرزیاته پراختیا باندی دختیځ په  لورټينګاریې کول . اودغه دوه هیوادونه اوکرائین اوګرجستان چې یووخت دشوروی اتحاد د هیواددخاوری برخی وي اودغه دواړه هیوادونه اوس دروسیی سره ګډی پولی لری اوګاونډي  دي   . 

        کاندولیزارایس  دامریکا دبهرنی چارو وزیره په (۲۰۰۸) میلادی کال دجولای پر(۱۰) لسمه نیټه باندی دګرجستان نه یې لیدنه اوکتنه وکړه او دناټوونظامی  سازمان ته دګرجستان دغړیتوب نه یې  ملاتړاویوبل ځل  بیا دغه خبره یې څرګنده کړه  .او ددی طرحی په وړاندی کولوسره سم په یووخت کې دامریکا نظامیګری ډلی دامریکا دراکیټونوضد سیستم  دځای پرځای کولوکاریې په لمړی پړاوکې قرارورکړ چې دغه  امر دروسیی پرضدګواښونه زیاتوی اودغه خبرونه په خپل ذات کې  دهغوکسانوپرلړلیداوخبروباندی دمنلواودتائید مهر دی چې دغه خبری یې اعلانه ولی اوټینګاریې پری کول ،اودغه مسایل دقفقاز دوروستی  جګړی پربنسټ  دناټودپراختیا پر طرحی  باندی  راګرځېدی نوددی کارپوهانوپه باور،امریکایي تئوریسنان  وروسته د(۴۰) څلویښتوکالونونه بیا دناټودنظامی تړون روسیی ضدپلانونه یې رامنځته کړی دی اوقرارقرار ددی نظامی تړون شتون یې  دروسیی دپلو(سرحداتو)په اوږدوکې دافغانستان څخه بیا ترقفقازه پوری بیولی دی . 

 دناټوددغه ماموریت  په بدلون باند ی دروسیی دفیدراتیف،جمهور رئیس پوتین  پری پوهه سو اوددی دلیل پربنسټ باندی دلویدیزوالوسره په خپل  ټولوخبراتروکې  په سیمه کښې دناټودشتون فلسفه یې دخڼدونوسره مخامخ کړ او وی ویل هغه ارګانونه چې په پخواوختونوکې دسوسیالستی انقلابونوپه وړاندی  دجګړی دپاره په اروپايي هیوادونوکې جوړ سول  اوسمهال کومه موخه بیله  دروسیی دواکمنی  دراټيټه ولو اومهارولو څخه په افغانستان اوپه قفقاز کې  بل مفهوم نه شی درلودلی .

دامریکا ترلارښودنی لاندی ،په داوروستی  دولسیزوکښې دناټونظامی سازمان د(۱۹۹۲څخه بیا تر۱۹۹۹) میلادی کالنوپوری  دیوګوسلاویا پرضد جګړه کې خپل دپراختیا دتوضیح کولوپه خاطرددی نظامی سازمان غړی هیوادونه یې دشپاړلسو (۱۶)غړي هیوادونوڅخه وشپږویشت (۲۶) غړي هیوادونوته یې زیاتوالی وموندل اوهمغسی چې کاناډایی جنرال ری هنولت دناټودنظامی کمیټی غړی په خپل رپوټ کې وایی ،ناټود(۳۸) اته دیرشوهیوادونوسره  دمرستی قراردادونه لري . ناټوخپل دلاسوهنی حوزه یې داتلانتیک دکړنلارواومندرجوموادوڅخه  ډېره زیاته پراختیا ورکړی ده . مګر امریکائیان دلمړی سره څخه په دغه عقیده  باندی وه اوټینګار یې کول  اوویلی یې ، ناټو په هغه وخت دیونړیوال ځواک په څیر کولای سی چې خپل رول په ښه توګه ولوبه وي،چې دپخوانی شوروی دمځکوهغه نوی سیمی  چې دپخوانی شوروی دلاسه وتلی دی ،ترخپل واک اولاس   لاس لاندی یې راوړي . ددی دلیل پربنسټ په داوروستیوکالنوکې  دامریکایي دیپلوماتانودزیار اوهاندلوړګراف  چې وناټوته دنوروغړوپه راجذبولواودناټوسره دمرستی ترنامه لاندی دپخوانی شوروی دسوسیالستی هیوادونوپرلورپاملرنه یې پیداکړی ده . په خاص ډول سره  تراوسه پوری درنګه انقلابونو رامنځته کیدل څخه نوم اخیستلی سو،امریکا زیارویست دناټوتربیرغ لاندی دمنځنی اسیادهیوادونو،دقفقازدسیمی ،دخزردسینداودتورسینددپراخه زریموکنترول په خپل لاس کې واخلی . 

ټوله هغه کسان چې دامریکا دغه  پراخه لمسون یې ترخپل څارنی لاندی درلودپه دی باندی هم  پوهیدل چې بلاخره روسیه  اودامریکا متحده ایالاتونه یودبل په وړاندی په یولوی مخا مخ کیدو سره ډګرته راووځې . دروسیی اوواشینګټن استراتیژیک مخامخ دریدل دیوبل په وړاندی داروپا اوداسیا سیموته درسیدودپاره یوثابت اواړین امر دی ځکه چې داوستیای په کړکیچ کې دګرجستان سره  ددغه دریدوزیږیدل رامنځته سوی دی .

دروسیی داردودځواکونوکړنه دګرجستان سره په جګړه کې !

د روسیی داردوځواکونه دګرجستان سره په جګړه کې دپنځلس (۱۵) فیرهSS-21 – ایس ایس ۲۱-یوویشت راکیټونوڅخه یې کار واخیست .

 

SS-21 - انځوردويكي پدياڅخه

دروسیی  داردوځواکونه په( ۲۰۰۸)میلادی کال کې داګوست دمیاشتی د(۸می ) اتمی اودیوولسمی (۱۱) نیټی په منځ کې دپنځلس(۱۵) فیره لنډواټن ویشتونکی بالیسټیک راکیټونه SS-21 Tochka/Scarab یې دګرجستان دځواکونوپرسنګرونو،مورچلو نواوپرمواضعیوباندی  وروغورځول،استعمال کړی  اوکار یې ورنه واخیستی دی . اوتردااوسه پوری ددی ډول راکيټونودورانی او ویجاړی اودکارونی  دګټورتوب په هکله راپورونه ندی خپاره سوی ،که څه هم ددغه راکیټونوڅخه  دچیچین په جګړه کې  (۶۰) شپته فیره دچیچینی چریکانوپرسنګرونواومورچلونوباندی کارول سوی وه.دا ډول راکیټونه دهغوی پرډول اود(مډل)او واټن له کبله توپیرسره لری  یعنی د(۷۰) اویا څخه تر(۱۲۰) یوسلوشل کیلومتره پوری ددی ډول راکیټونوواټن  دي .

دسپینی ماڼی جګپوړی چارواکی  وایی کله چې  جورج بوش دګرجستان په جګړه کې ددی راکیټونودکارونی څخه خبر سو چې دروسیی داردو ځواکونه دګرجستان داردوپرسنګرونواومورچلــونوباندی ددغه ډول راکیټونو SS-21 او توغو ندیوڅخه کار اخیستی دی سم دلاسه خپله انګیرنه اومخالفت یې  ددی موضوع په هکله  دکرملین وچارواکوته  ور ورسول  .                                 

رسمی چارواکی وایی په دی جګړه کې دسووڅلرویشت Su-24،سووپنځویشت، Su-25،سوواوه ویشت Su-27، او ټی یو دوه ویشت ام دری Tu-22M3 بم اچوونکی جګړیزی الوتکی دروسیی دهوایی ځواکونو دمهارت اودلوړوالی درامنځته کیدوسبب سو.

 نظامی متخصیصین اوکارپوهان دروسیی دنظامی ځواکونودیرِغل په لمړنیوی ساعتونو کښې  دګرجستان دهوایی ځواکونو دهوایی کنترول دسیستم  دکښته کیفیت ددرلودلو له کبله اوداردودقوماندانی دقوماندی پرټیټ سازماندهی باندی اقرار کوي،مګرپردی سربیره لا تراوسه پوری ندی مشخص وی  چې دغه کمزورتیا دګرجستانی ځواکونولخوا ښودل سویدي اویاکه د روسیی دالکترونیک یرغل په سبب رامنځته سوي  وو .    

 

اوسمهال دروسیی دهوایی ځواکونوقوماندانان منلی دی اودا په ډاګه سره وایی چې  دګرجستان په جګړه کې یې  دګرجستان داردوپرسنګرونواومورچلونوباندی په دقیقه توګه دهدایت کیدونکواورهبری سوی وسلیوڅخه کار اخیستی دي .

دروسیی دفیدراتیف دټولومسلحو قواوودستردرستیز معاون اناتولی نوګوفیت سین

اعلان وکړ اووی ویل :دروسیی ددفاع وزارت دوسلیو په زریمتون کې داهسی وسلی اومهمات سته دی  او اجازه ورکوی  چې دجګړه کولوپه وخت کې دجګړی پرځای  دبمبونوپه فرشه ولوسره یوازی دګواښګرو  ځواکونوحیاتی جوړښتونه  خپل  موخه وټاکی  اوپه دقیقه توګه سره دغه کار موهم ترسره  کړل دغه جنرال (دهیڅ ډول وسلیوڅخه نوم وانه خیست) کیدی سی چې دروسیی ځواکونه دلیزری هدایت کوونکی  KAB-500L بمونوڅخه  چې د Su-25،سووپنځه ویشت الوتکوپه وسیله  انتقالیږی دګرجستان دځواکونوپرضدیې کاره ولی وي ځکه ددی ډول وسلیو دنښودویشتلو غلطی ترلس متره پوری  ډېر ندی .

دناټوپراختیا داوسنیو واقعیتونوخلاف دی

دروسیی دفیدراتیف هیواددبهرنی چارو وزیر"سرگی لاوروف" په (۲۰۰۸) میلاد ی کال کې  داپریل پراتمه (۸) نیټه باندی په مسکوکې وخبرلیکوونکو اوژورنالیسټانوته یې وویل : دناټودپراختیا کړنلاره دنړی داوسنیوپيښوسره سم نه بولم .

" لاوروف"دخبرلیکوونکو اوژورنالیسټانودیوی پوښتنی په اړه ،چې دلویدیز سیاست پوهانودویلوپه هکله داوکرائین اوګرجستان دچټک پیوستن او غړیتوب په اړه وناټوته ،دده په هاند اودده لړلیدله مخۍ دغه مسئله څرنګه ده ؟،ده په دی  هکله په ځواب کې  وويل : دمعاصری نړی ګواښونه ټولیز دي اویوازی کولای سوچې په ګډه سره  ددی ګواښونوپه وړاندی مبارزه وکړو، نه دبلاکونودپراختیا دلاری نه  چې دسړې جګړی  دوخت څخه راپاته اوساتل سوي دي  اونه ترخپل واک لاندی دسیموراوستل  دبلاکونود  اډه یوپربنسټ باندی .

په همدی شان داپريل دمیاشت په لمړیوکې دناټوسرمشریزه غونډه درومانیی په لازمینه بخارست  کې  پرانستل سول اودغونډی په اجنداکې دناټوونظامی سازمان ته داوکرائین اودګرجستان غړیتوب ترڅیړنی لاندی ونیول سو مګرددغودوو هیوادونودغړیتوب مسئله داروپایی هیوادونو دمخالفت سره مخامخ سو . 

دناټوپه نظامی سازمان کې  دهغه دپراختیا په هکله  دلړلیدیووالی  نه سته دی :

په (۲۰۰۸) میلادی کال کې  دمارچ دمیاشتی پر(۲۸) اته ویشتمه  نیټه باندی  په بروکسیل کې دنووستی دیورپوټ پربنسټ ،دبروکسیل په یو ډیپلوماتیک محفل کې ویلی سوی وه چې دناټویوشمیر هیوادونه لکه : (المان،فرانسه،ایټالیا،پرتګال،هالنډ،بیلجیم اولوکزامبورګ) نه غواړي چې داوکرائین اودګرجستان هیوادونه دی دناټودسازمان غړیتوب ترلاسه کړی دغه هیوادونه  په دی هکله   یې خپل مخالفت اعلان کړ،او ویلی یې دی موږددی دپاره  مخالفت کووچې  دروسیی  سره زموږ  اړیکی دډېر مشکل سره  مخامخ نه سی .

داوکرائین اودګرجستان غوښتنه دا وه  اودغه هیوادونه ددی هیله مندوه چې  دناټوپه سرمشریزه غونډه کې چې په (۲۰۰۸) م کال کې داپریل د(۲څخه بیا تر۴) پوری په بخارست کې پرانستل سوی وو ددی نظامی سازمان غړي دي سي . 

همدارنګه ددی مسئلی په هکله د(G8) جی اته  دډلی دریځ دامریکا داستراتیژی سره وناټوته داوکرائین اوګرجستان دغړیتوب په هکله هم توپیر لری .

دناټوهغه  غړی هیوادونه چې داوکرائین اودګرجستان دغړیتوب دپاره ودی نظامی تړون ته  ټینګارکوی: دپولنډ،رومانیا،استونیا،لیتوانیا،لتونی ،بلغاریا،اسلواکیا،اسلونی ،چک اودکانادا دهیوادونوڅخه  عبارت دي  .په همدی ډول سره"یاپ دی هوپ شیفر"  دناټوعمومی منشی (رئیس ) اوسمهال ددی مسئلی دوړاند ویلو څخه  پټه خوله دی اوچوپتيایې اختیارکړی اوده په خپل یوی مصاحبی کې دانګلستان د Financial Times فاینیشیل تایمزورځپاڼې سره څرګنده کړ چې په راتلوونکی ټواله (دناټوغړی هیوادونه ) په ناټوکې به دغه مسئله وڅیړی  ./

     اخیځلیک :- دقطر نیوز ،اونووستی څخه  

 

        دوولسمه برخه

 

 

ناټو،ګرجستان او اوکرائین : په تیروخت کې،اوسمهال  اوپه راتلوونکی کې!

 

 

داوکرائین اوګرجستان پر غړیتوب باندی وناټوته  په کلکه  سره ډېربحثونه  رامنځته  سوی  دی اوخصوصآ دګرجستان دوروستیوټول ټاکنونه راپه دی خوا یو ځل بیادناټوپراختیادروسیی ترپلو(سرحداتو)پوری دغه امر ډېراهمیت یې پیداکړی دی . لاوروف دروسیی دبهرنی چارو وزیر څه موده مخکی یې اعلان وکړ : پوتین  داپرائل په میاشت کې دلمړی ځل دپاره د(۲۰۰۲) میلادی کال  څخه راپه دی خوا په بخارست کې دناټواودروسیی د مشرانوپه ګډه غونډه کې   ګډون کوي .   

دناټوورتګ دقفقازوسیمی ته اودهغه نږدی کیدل دروسیی وپلواوسراحداتوته  دشوروي اتحاد دړنګیدوڅخه پیل سوی دی ، اوددی ړنګیدوراوسته داهسی یو حالت اووضعیت  رامنځته سو چې ناټو وکولای سو وخپل  امنیتی سیمی ته پراختیا ورکړی . دهمدی امله ناټو ودوه میتودته یې لاس وراوچول  :

 لمړی -  دشمالی اتلانتیک دمرستی دشورای  درامنځته کولو دلاری  .

دوهم- دسولی دپاره دګډون طرحه  اوپه دی هکله کړنی .

په (۱۹۹۲) میلادی کال کې ټول خپلواک اودګډوګټوهیوادونه دشمالی اتلانتیک دمرستی دشوراپه غړیتوب سره  ومنل سول اودناټوسره دنظامی اودفاعی مرستودپراختیا دپاره دسولی دپاره دګډون طرحی  رامنځته سول .ګرجستان او اوکرائین په همدی ډول سره د دی  طــــرحه اوړاندیز نه یې ملاتړاو ګــــډون په کې وکړ .

ګـــرجستان  همدارنګه په (۲۰۰۴) میلادی کال کې په عملیاتی  کړنلاروکې دځانګړی ګډون NATO Topics: Individual Partnership Action Plans   « IPAPs » په توګه  په (۲۰۰۲)میلادی کال دنوامبردمیاشتی په غونډه کې یې چې په پراک یې جوړه سوی وه ګډون وکړاودهغه وخت راپدی خوادناټوسره مرستی کوی .

 

یوه بله کړنلاره چې ګرجستان او اوکرائین یې دناټوسره لری اودناټوسره یې رانږدی کړی دی ،هغه  دخبراترویوه هراړخیزه کړنلاره ده او دیوپړاوترسرلیک لاندی ونظامی تړون ته مخته تر بلنی نه دهغه دغړیتوب  عملیاتی کړنلاره څیړل کیږی  . 

اوکرائین اوناټو:

اوکرائین په ګړندیتوب سره دخپلواکی داعلانولونه وروسته په (۱۹۹۱) میلادی کال کې خپله مرسته یې دناټوسره پیل کړاودشمالی اتلانتیک دمرستی دشورا (داورواتلانتیک دګډون  دشـــورا)فعـــال غـــړی  سو اوپه (۱۹۹۴) میلادی کال کــــې دلمـــړنۍ هیـــــوادپه توګـــه د CIS/

Communicatie en Informatie  systemen Nato دناټود سولی دطرحی دپاره ، PFP/ NATO Topics: The Partnership For Peace و ګډون ته  یې خپل پيوستون  اعلان کړ،ددی سازمان موخی دناټوپه غړی هیوادونوکښې دامنیتی ګواښونه په وړاندی مبارزه اودسولی تامینول اودهغه څخه ساتنه ده .  دااوسمهال اوکرائین دمرستی دګډون دمنشورپه لاس لیک کولوسره په جلاتوګه سره په (۱۹۹۷) میلادی کې دناټوسره وخپلومرستوته یې پراختیا ورکړده . 

داوکرائین سوله ساتونکی ځواکونه دناټودځواکونوسره په ګډوعملیاتوکې یې په بوسنیا،هرزګوینا،افغانستان اوپه عراق کې ګډون وکړل ،همدارنګه داوکرائين ملاتړ دتروریزم پرضدپه مبارزه کې داوکرائین دهوایی نظامی ځواکونوانتقالات اولیږدل  دمتحدینودځواکونوپه منځ کې په افغانستان کې دپراخه جاراو جنجال  سبب هم ګرځیدلی دی ،اوکرائین  همدارنګه دناټوترمشری لاندی  اوخپل دنظامی ځواکونودلیږدواوکمیدوپه سوچ کې دی ، دمدنی ټولنی دکنترول په زیاتوالی  سره ددفاعی اوامنیتی تشکیلاتواوجوړښتونو اودتسلیحاتواودپاته سوی                     مینونودراټولولواودپاکولو دترسره کولوپه حال کې دی  ،داوکرائین اودناټو ترمنځ دمرستوپراختیا ددی سبب ګرځیدلای دی ترڅویو داسناداوداطلاعاتودراکړی ورکړی  دپاره داوکرائین په پلازمېنه کیف کې  یومرکز جوړاورامنځته سی چې دغه کړنی دناټورول یې وروسته ترسړی جګړی  داوکرائین وخلکوته  یې راڅرګنده کړی  ده .

سربیره پردی ناټوپه (۱۹۹۹) میلادی کال کې داړیکو یو دفتراوڅانګه یې په کیف کې په PFP کې د  اسانتیا ګډون اوهمدارنګه داوکرائین نه ملاتړدنظامی اصلاحاتودپاره یې پرانستل سویدی  .

په (۲۰۰۸) م کال کې دجنوری په میاشت کې جمهور رئیس یوشچنکو،لمړی وزیره تموشنکو اودپارلمان ویاند یاتسنک ،دناټو ومشرهوپ  ډپ شفر ته یې  داوکرائین د غړیتوب په هکله وناټوته  یې غوښتنلیک  وړاندی کړاووده ته یې ورتسلیم کړ. په دغه غوښتنلیک  کې داوکرائین غړیتوب یې دناټوو(MAP) / NATO Topics: Membership Action Plan ته یې  مطـــرحــــه کــــړه وه او اوکرائین غوښتنهیې کړه وه  چې داقتصادی ،اداري ،دفاعی او امنیتی  چارو دهم سطحه کیدودجوړښت  سره دناټودالزاماتوسره سم به مرسته وکړی ،که څه هم په  MAP  کې غړیتوب تضمین کوونکی دی  مګر دناټوپه تړون کې غړیتوب نه ګڼل کیږی ،همداسی ددغسو پيښوپه شان  دختیځی اروپا دهیوادونوپه هکله ډېری کړنی  رامنځته سوی دی ،اودغه کړنی داوکرائین دپار ډېردعلاقی وړ دی  . ځکه د (MAP)  پخوانی غړی لکه بلغاریه ، لتوني، ليتوانيا، رومانيه ، اسلواكيا اواسلووني په (۲۰۰۴)  م کال کې ټوله دناټوپه غړیتوب سره ومنل سول .

داوکرائین دغه غوښتنه  په (۲۰۰۸) م کال داپرايل په میاشت کې  دناټودمشرانوپه سرمشریزه غونډه کښې چې درومانیی په پلازمېنه بخارست کې پرانستل سول ،مګر څرنګه چې  داوکرائین هیواد دهغه هیله مندوو ترڅو دناټومشران پریکړنده پړیکړه لیک  داوکرائین دغړیتوب دپاره (۲۰۰۸) م کال  کې رامنځته سی  اوداکرائین به پوره غړیتوب په (۲۰۱۰) م کال کې ترلاسه کړی اودا پریکړه عملی سی ،مګر داهسی ونه سوه چې  ددی نظامی تړون  غړیتوب دی ترلاسه کړی                  . په همدی ډول  اوکرائین خپل دپيوستن دپاره وناټوددی غوښتنلیک دوړاندی کولودنيټي څخه راپه دی خوا په ناټوکې مخالفتونه داوکرائین دغړیتوب په باب ډېر سویدی ،داوکرائین په پارلمان کې ،دسیموپه نوم   ګوند اوکمونست ګوند داوکرائين دغړیتوب سره وناټوته اوديوشچنكو، تيموشنكو او ياتسنيك خبراتری یې دناټوداستازو اودناټودسرمنښی سره بیله دپارلمان دمشوری اواجازی نه یې وبلل او په کلکه یې وړاندی اوخبراترو سره یې مخالفت اواعتراض یې وکړ،دپارلمان استازو دخلکووټول پوښتنی ته یووړاندیز ی دلړلیدونو دسنجولواوداوکرائین دخلکودوټونوپه نظرکې لرلوسره په ناټوکې داوکرائین دغړیتوب دپاره یې   راوړاندکړ،دپخوانیو لړلیدونواوټول پوښتنوپایلی  په ښکاره  توګه یې څرګنده کړی وه  چې  داوکرائین خلک په دی باندی  خوښ نه  دی ،علاقه اومېنه نلری چې اوکرائین دی دناټو غړی دی سي  او واقعیت خودا دی چې په رښتیا سره وركوونا رادا( داوکرائین ملی پارلمان )  ددغو دووګوندونو لخوا چې دروسیی سره  دپراخه اوښو اړیکو  درلودونکی دی اوددی اړیکوڅخه ملاتړ کوی  تحت الشعاع قرار نیولی دی  .

داوکرائین دخلکو موضع :

اوسمهال داوکرائین ټول خلک ، ځانله اوپه جلاتوګه سره دخپلولړلیدونو اومختلفوسیاسی عقایدوڅخه ،ناټوکې داواکرائین دغړیتوب  سره مخالف دی ،اودخلکودغه مخالفتونه داعتراض امیزه مظاهریوپه ترڅ کې اودکاغذدسپینوپاڼوپرمخ داوږده لاسلیکونوپه کولوسره دروسیی  سره داړیکو په ملاتړراټول سوی دی ،اودغه کړنی ددی څرګندیو دی  چې داوکرائین دغړیتوب  کړنلاره هم په (۲۰۰۴) م کال  دسپټامبردمیاشتی پر (۱۴) څوارلسمه نیټه باندی ددغوکلکودمخالفتونوله کبله کنګل پاته سواودابه ممکن په ناټوکې داوکرائین دپراخه فعالیت سره په تیره لسیزه کښې په توپير کې وليدل سی  .

همدا رنګه اوسمهال اوکرائینیان داروپا واتحادیی ته دورګډیدواوداخلیدواوددی اتحادی وغړیتوب ته یې ډېره مېنه لری اوددی غوښتونکی دي  چې دهغه په چوکاټ کې په قانونی ګدکار،دکالیواودموادودځای پرځای کولودپاره  په نامحدوده توګه باندی  ،پانګه والی چاری او دپانګه اوچونی دندی اویوشمیر کسان داروپا داتحادی دپلو(سرحداتو) په منځ کې یې سره راټول کړی .اما داوسنی لاسته راغلی پایلوپربنسټ  اوکرائین تر(۲۰۱۷) م کال پوری نه سی توانیدلای اونه سی کولای چې داروپا داتحادیی غړیتوب دی ترلاسه کړی . ځکه لمړی خوباید داوکرائین اقتصاد داروپا پرقوانینواومعیارونوباندی برابرسی.په رښتیا سره هم  داوکرائین غوښتنه اوپيوستون وناټوته دناټودنظامی ملاتړددلیل پربنسټ باندی،نوددی هیلی په تمه  ده چې داروپاداتحادیی دروازی ددی هیواد پرمخ باندی راخلاص دی  .

 

اوکرائینیانوته دناټوپه هکله زده کړی

دناټودغړی هیوادونو اجرائیوی پریکړی دټولوغړیودلړلیدونواووټونوپر بنسټ باندی  رامنځته کیږی   .

په اکرائین کې  دیوی ملی ټول  پوښتنی دپرانستلواورامنخته کیدلوپه صورت کې  ددوي په قضاوت کولوسره به په پریکړنده توګه  ګټور وی  .هوپ دپ شفر دناټوعمومی رئیس ،د(۲۰۰۸) م کال په تیر دوبی کې  دازادی دراډیوپه یوی مصاحبی کې وویل : پرناټوباندی ګوتنیونی داوګرائینیانومشروع حق دی  یوازی دهغه دلړلید دبدلون دپاره ناټودخرڅلاو تړون نه دی ، بلکی توضیح  دادی  چې ناټوڅه  دی . په اوکرائین  کې ددی تړون دلږګرانښت په لیدوسره ،دناټو اجرائیوی مسئولینو دیو ټولیزی داطلاعاتودورکولو دلوی کمپاین  په جوړه ولواوپیل کولوسره یې لاس پوری کړی  دی .

ناټوته داوکرائين دغړیتوب په وړاندی دروسیی  دریځ :

روسیی  دناټودپراختیا په وړاندی خپل دپخوانی محدودی څخه  یې مخالفت کړیدی  اودروسیی جګپوړی چارواکی  په  ښکاره  اوزغرده توګه سره داوکرائین نه چې دناټوشاته روانه ده  خپله ناخوښی څرګنده کوی  . په همدی ډول روسیی اعلان کړی دی  چې دروسیی اوداوکرائين ترمنځ دټولیزی  نظامی  ،صنعتی  چارو اومرستو په ادامه ورکولوسره دکیف داړیکوپرپراختیا دناټو سره تړلی دی .

روسیی همدارنګه داوکرائين  دغړیتوبه څخه وناټو ته داوکرائین وخلکو ته یې  ویلی دی چې دغه پیوستون ډېره  دغمیزی نه ډک دی اوپه دی اړه ویلی دی  که اوکرائین  دناټووغړیتوب ته ونومول سی  باید دروسیی  واوسیدونکوته ویزه صادره کړی  اواوکرائین به خپل ددی کړنی په وړاندی دروسیی لخوا دمناسب ځواب سره مخا مخ سی  دروسیی جمهورئیس څه موده مخکې   اوکرائین ته یې ګوت څندنه وکړاو وی ویل په هغه صورت کې که اوکرائین دناټوغړی سی اوددی نظامی تړون غړیتوب ترلاسه کړی ، اوناټوپه دی هیواد کې اډه جوړه کړی روسیی به ودی ته اړ سی چې خپل دامنیت دساتلودپاره  دغه به اډه ترنښی اونښان لاندی ونیسی اودمنځه یې یوسی ،دروسیی ددی  کلکوویناوپه غبرګون سره داوکرائين جمهور رئیس یوشچنکواعلان وکړ: دناټونظامی اډی به په دی هیوادکې ځای پرځای نه سی ،داوکرائین اساسی قانون دنورو  هیوادونونظامی اډی ته ددی هیواد په خاوره کې اجازه نه ورکوی اوهم دنوروهیوادونوسره ددی هیوادنظامی یووالی  هم ددی هیوادداساسی قانونه څخه خلاف ورزی ده اومنعه کړی یې ده، دناټوسره داوکرائین مرستی دهیڅ بل دریم هیواد پرضد،خصوصآ دروسیی پرضد نه دي .

دامریکا اولویدیز دریځ :

د(۲۰۰۷) م کال په لمړیوکې دامریکا جمهوررئيس ددی هیواد دسنا قانون یې چې داوکرائین اوګرجستان د هیوادونو سره مرسته ددوي دغړیتوب دپاره وناټوته یې سناتصویب کړی وو جمهوررئیس هغه یې لاس لیک کړ اودامریکا سنا دغه قانون یې د(۲۰۰۶) م کال دنوامبرپه میاشت کې تصویب کړی وو،دسناتوورریچارډ لوګار چې دبهرنیوچاروداړیکوغړی دی دده دویناپربنسټ  داوکرائین خاص جغرافیوی  جوړښت دغه هیواد یې وناټوته ډېر په زړه پوری کړی دی ،ده چې په یوی خبری کنفرانس کې په کیف کې  وینا کوله ، په همدی ډول سره یې  وویل : دانرژی هغه لیکي چې داوکرائین دخاوری څخه  ونوروهیوادونوته ځې اوددی هیواده څخه تیریږی  داوکرائین رول اونقش یې داروپایی اولسونواوملیتونوته یې ډېر مهم اوحیاتی کړی دی .

په عین حال کې  داروپا اتحادیه هیله منده ده  چې دغه دوه هیوادونه(اوکرائين اوګرجستان) خپلی ستونزی دروسیی سره حل کړی اودمنځه یې یوسی  اوخصوصآ دګرجستان په هکله  دغه اتحـــــادیه  د دواړوپه جګړه کـــې راښکیل اړخونودمستقیمو خبراتراومذاکراتوڅخه ملاتړکوی .روبرت. ف. سیمونز دقفقازپه سویلی هیوادونوکې دناټوفوق العاده استازی  د(۲۰۰۷) م کال دسپتامبرپه میاشت کې اعلان وکړ : ګرجستان وناټوته دغړیتوب په خاطر باید خپلی اړیکی دګانډیوهیوادونوسره دهغه جملی څخه دروسیی سره  عادی اوسم کړی . داروپااتحادیه  همدارنګه په دی باور دی  چې روسیه دګرجستان دیومهم ګاونډی په توګه دتل دپاره به شتون ولری ،ځکه دغه هیواد خپل دجغرافیوی بدلون په لټه کې نه دی  او داوستیای او ابخاریا سره دخبرواتروپر پرمختګ دجګړیزوستونزوهواری اومشکلاتودلیری کولو، اودمنځه وړلودپاره دروسیی په ګډون سره بایدترسره سی ./

 

        دیرلسمه برخه

 

 

ناټودروسیی ددراوزې (ورونو) وشاته !

 

        دروسیی دفشارله کبله .دناټونظامی سازمان دشوروی ددوپخوانیوجمهوریتونو،اوکرائین اوګرجستان غړیتوب یې په دی نظامی تړون  کې شاته  وغورځول ،اواعلان وکړ چې  داستراتیژیک  لړلیدله مخی  دتورسند دشااوخواهیوادونو غړیتوب په دی اتحادی کې خورا ډېر مهم دی  او وړاندیز یې وکړ چې ددی دووهیوادونودغړیتوب  پروسه اوتخنیکی  چاري دی  د(۲۰۰۸) م کال دپای رسیدوڅخه دمخه  دغه  مسئله  دی رامنځته سی،اوهمدارنګه دناټومشرتابه ټينګار وکړ چې داوکرائین اودګرجستان دمشرانوسره دلویدیزملاتړسته دی، اودوی تل ویلی دی چې سل په سلوکې دغه خبره تضمین سوی  اوپریکړه یې کړه ده چې  دا دوه هیوادونه دی دناټوغړی سي ،اودامسئله وناټواو ودی هیوادونوته یو بریالیتوب دی .

په همدی ډول سره دروسیی دبهرنی چارودوزارت  ویاندددی دووهیوادونو پیوستون اوغړیتوب یې  وناټوته «یوه استراتیژیکه تیروتنه» وبلله  اوپه دی اړه یې ویلی  وه چې دغه کړنه به دټول اروپاامنیت دګواښ سره مخامخ کړی  . 

 

وناټوته ددی دووهیوادونودغړیتوب شاته غورځول په داهسی یووخت کې صورت موندلی دی چې جورج ډبلیوبوش وناټوته ددی دووهیوادونودغړیتوب څخه  ملاتړ کړی وو.          
بوش که څه هم ونسوکولای چې په خپل پرله پسی ملاتړسره ددی دووهیوادونودغړیتوب په هکله بریالی سی ،مګر د دوونوروموضوعاتوپه اړه ،یوپه افغانستان کې دناټودځواکونو دزیاتوالی  په هکله ،اوبل دناټودغړیوهیوادونوپاملرنه اوملاتړ په ختیځی اروپاکې دامریکا دراکټی دفاعی سپرڅخه هم رامنځته سو، اوبوش بریالی سو اودناټوټول (۲۶) شپږویشت غړی هیوادونه په افغانستان کې دناټود(۴۷۰۰۰) اوه څلویښت زروځواکونودپاته کیدواوددندود دوام په هکله خپل مثبت  لړلیداوموافقت یې اعلان کړ .  

  همدارنګه دناټونظامی تړون دکراوسیا اوالبانیا  نه یې هم ودی نظامی تړون ته دغړیتوب دپاره بلنه وکړه،مګردیونان هیواد دناټووتړون ته یې دمقدونېا پیوستون اوغړیتوب  یې وتوکړ.

په همدی ډول دبخارست په سرمشریزه غونډه کښې دفرانسی هیواد دایې ومنل ترڅونوي ځواکونه اوسربازان وافغانستان ته ولیږی اوپه دی ډول  سره یې وکولای سوترڅوهغه انګیرنه چې کاناډا دخپلوځواکونو دوتلوپه هلکه په راتلونکی کال یې درلودل هغه لیری کړی اودمنځه یې یوسی   .

جیمزاپاتورای دناټوویاند دهغوهیوادونودغوښتن لیکونواووړاندیزونه په هکله چې غواړي دناټوغړي دی سي،په دی هکله وویل : په ډاډ سره کولای سم ووایم دا اوس مهال ددروهیوادونو دجملی څخه ددوو هیوادونو په هکله  دناټودټولوغړیوهیوادونولړلیداوموافقه اخیستل سوی دی  ترڅو ددی دووهیوادونوسره دخبراترو دپړاو څخه  وروسته ددوي پیوستون پیل سي .

 دناټوویاند وویل : همدارنګه دناټودغړیو هیوادونوترمنځ دلړلیدونویووالی وجودلري چې ودریم هیواد ومقدونیا ته دی هم هرڅه ژرتره  دپيوستون اوغړیتوب دپاره دخبراترو وړاندیز وسي .

          دا په داهسی حال کې دی چې دکرواسیا،البانیااودمقدونیاهیوادونه ډېره موده کیږی چې دشمالی اتلانتیک تړون دناټود(۲۶) غړیوهیوادونو دمشرانونه دزرغون څراغ دلاسته راوړلو په تمه اوهیله دي اوپه دی هکله زیاراوهاندباسی ترڅوددی نظامی تړون غړیتوب ترلاسه کړي ،  د ناټوپه غونډه کې حاضرچارواکی او دیپلوماتان اعلان یې وکړ چې نوموړی دری هیوادونه هغه شرایط اونورمونه چې وناټوته دغړیتوب دپاره اړين اوضروری دی دغه هیوادونه هغه یې  پوره کړی دی  .مګر دپخوانی یوګوسلاویا دهیوادسویلی سیمه اوسنی (مقدونیا) دهیوادغړیتوب چې دیونان دهیواداعتراضونه اوګوتنیونی یې رامنځته کړی وي ددغه هیوادد رسمی       نوم (مقدونیا) پرسر،له کبله ددی هیواد غړیتوب یې دیولړ ستونزواوپرابلمونوسره مخامخ کړی دی  .اودیونان دولت دیوګسلاویا دپخوانی هیواد دغه جمهوریت (مقدونیا) نوم په رسمیت نه پيژنی که څه هم دمقدونیا قانونی نوم مقدونیا دی اوداهیوادغواړی چې ددی نوم سره په نړیوالواړیکوکې په رسمیت وپيژندل سی . مګردیونان دبهرنیوچارووزیرگیورگوس کــوموتساکوس وایی :په هیڅ ډول سره په دی اړه ټولیز لړلید وجود نلری .

په بخارست کې دناټودغوڼدی را وروسته دناټومشرانو دولادیمیرپوتین دروسیی دجمهور رئیس سره دتودواړیکو درامنځته کیدوپه هیله دپوتین سره لیدنی اوکتنی وکړي،اوروسیی اعلان وکړ په هغه صورت کې که په ګرجستان کې دخلکولخوپاڅون اواخ اوډب  رامنځته سي  روسیه یې مخ نیوی نه کوي .

       جورج بوش دامریکا جمهور رئیس هم وروسته دناټودمشرانودلیدنی اوکتنی نه دپوتین سره ولیدل اوخبراتری یې ورسره وکړ،بوش په دی کتنه کې دغه خبراتوریې دوروستنی چانس ترسرلیک لاندی دپوتین سره دنږدیوالی دپاره ونومول  اودامریکا جمهور رئیس وویل ،هیله مندیم چې دعراق دجګړی راوروسته هغه  اختلافونه چې ددوهیوادونوترمنځ رامنځته سویدی  دیوی (استراتیژیک ) چوکات دموافقی په رامنځته کولوسره ویوی پایلی اونتیجی ته سره ورسیږی .

      کرملین هم مخته دپوتین دتګ څځه وبخارست ته اعلان کړی ووچې پوتین وبخارست  ته ددی لیدونواوکتنو وځای ته  دیومثب لړلیدسره ورځې  ترڅو دمختلفو مسائلوپه هکله  دکوزوڅخه نیولی بیا دامریکا دراکیټی دفاعی سپراودراکيټی اډیو په هکله بحثونه اوخبراتري به وکړی  .

          د(۲۰۰۲) میلادی کال څخه را په دی خوا دالمړی ځل دی چې دناټومشران دروسیی دجمهور رئیس سره لیدنه اوکتنه کوي او دوی وایی دا به ښه فرصت وي  چې دپوتین دواکداری په وخت کې،دروسیی دراتلونکی جمهور رئیس دیمتری مدودوف په دروان کې چې په راتلونکی میاشت کې پیلیږی ،ددغه  لیدنی کتنی په نتیجه کې دوه اړخیزی اړیکی سره ټينک کړی .

         یوشمیر دناټومشرانولاتراوسه نه سی کولای  وړاندوینه وکړی    چې ولادیمیر پوتین تل لویدیز په دی باندی تورن کوی چې  تسلیحاتی مبارزه دوي پیل کړی دی ،اوپه په دی هکله پدی جلسی کې به څه ډول دریځ دځانه وښیې ،دغه  پوښتنه  هم دبحث اودخبروکولو وړ دی .

 

دبوش وینا دناټوپه سرمشریزه غونډه کښې درومانی  په پلازمېنه بخارست کې :

 

       دامریکا جمهوررئیس په بخارست کې دناټوپه سرمشریزه غونډه کې وویل : رومانی په خپل مرستو سره ډېر رول یې دناټودغړیوهیوادونواودهغودمتحدینوسره لوبولی دی .

جورج بوش په دی هکله یې زیاته کړه ؛دامریکا خلک ویاړی چې درومانی هیواد خپل یودوست  هم تړونه او دسولی دموخو اوهیلوورسیدلوته یوښه ملګری ونوموی ، بوش وویل ناټوباید ددی نظامی تړون دپراختیا دپاره  اودبالکان دحوزی اوسیمی د دریوهیوادونولکه کرواسیا ،البانیا اومقدونیا دپيوستون اوغړیتوب دپاره  ودی نظامی تړون ته مهمی پریکړی رامنځته کړی اوخپل ملاتړدی اعلان کړی ،بوش په همدی ډول سره وویل: دامریکا هیواد وناټوته ددی دریوهیوادونودپيوستون اودغړیتوب څخه په تينګه سره ملاتړکوي،بوش وویل ناټوهمدارنګه داوکرائین اوګرجستان دغوښتن لیک په اړه چې دناټوونظامی سازمان ته  دپيوستون اوغړیتوب دپاره وړاندیزیې کړید ی ،ناټودی هم پدی هکله خپله پریکړه وکړی، بوش همدارنګه وویل په افغانستان  کې دناټوماموریت یوخطرناکه ماموریت دناټوپه پيښ لیک دی ،ده بیا وویل په عراق کې پرمختګ وینو اوپه دی هیوادکې بدلون رامنځته سویدی .

بوش  دروسیی اوناټوترمنځ د«بی سابقی مرستوسطح » یې دپخوانی شوروی دنظامی اډیودیوه ټوټه اویوه پارچه کیدوله طریقه داروپا دراکیټی دفاعی سپر دځای پرځای کولوغوښتنه یې وکړ. جورج بوش وویل همدارنګه په اروپا کې دراکیټی دفاعی سپرپه ځای پرځای کیدلوباندی  باورمند دی اودروسیی دجمهور رئیس ولادیمیرپوتین څخه غوښتنه به وکړی چې خپل داعتراض څخه ددی طرحی په هکله لاس واخلی ،بوش په همدی ډول سره وویل هیله مند دی چې دپوتین سره دیوشمیر طرحوپه اړه چې روسیه یې موخه ندی مرسته  ورسره وکړی .

بوش زیاته کړه دپوتین سره ددی اونی په کتنه کې دغه موضوع دده په اطلاع ور رسوی .

بوش همدارنګه وویل په اروپاکې دفاعی راکیټی سپر دمنځنی ختیځ له لوری  دکیدونکوګواښونودپاره اړین دی .جورج بوش  په ناټوکې دخپل ملګروهیوادونوڅخه وغوښتل  چې وافغانستان ته دی  نورډېرځواکونه ولیږی  اوپه دی هیواد کې دماموریت اوددندو ترسره کول  و خپل  لومړنی اصلی موضوعاتوته یې ور واړه وي  .

دناټودپراختیا سره دامریکا دسیاست پوهانومخالفت :

         دامریکا نامتواومخور دیپلوماتان او سیاست پوهان دبوش دسیاستونوسره دناټوپرپراختیا باندی دپخوانی  شوروی اتحاد دجمهوریتونوپرلور مخالفت وکړ.

هنری كیسینجر او جورج شولتز دامریکا دبهرنیوچاروپخوانی وزیرانو د واشینګتن پوست  دورځپاڼی  په یوی مقالی  کې   د شمالی اتلانتیک تړون ونظامی سازمان ته یې وړاندیز کړی دی چې داوکرائین اودګرجستان ددی دووهیووادونو دغړیتوب مسئله دی دامریکا دنوي جمهور رئیس ترراتګه پوری  دی  وځنډه ول سي  اودااوس  مهال دی ددی مسئلی څخه لاس واخلي .

    دغو امریکایی سیاست پوهانولیکلی دي :« موږپه دی باور یو چې داوکرائین اوګرجستان امنیت دی په یوه پراخه چوکاټ کې نه یوازی په یومکانیکی خوځښت اوحرکت سره، اودناټوپراختیا دروسیی دپلواو(سرحداتو) پرلوردی ترڅیړنی اومطالعی لاندی ونیول سی» دوي څرګنده کړی ده : «ناټوهمدا اوس داوکرائین اودګرجستان پراصلی غړیتوب  باندی موافقه یې کړی ده، په داهسی حال کې اړین  خودا دی  چې ددی امردپرځای کولودپاره دامریکا دمتحده ایالاتونودنوی دولت ترجوړیدواورامنځته کیدوپوری دټولو کیدونکی امکاناتوسره دی شاته وغورځول سی ،دامسئله به نه یوپرشا تګ وي بلکی  یومسئولانه لړلید به داوسنیو پروسی اودراتلونکی تحولاتوپه اړه  ګڼل کیدی سي  » .

       هنری كیسینجر او جورج شولتزپه دی باور دي او وايي :سربیره پر دا وروستی کړکیچ باندی چې په ګرجستان کې رامنځته سوی دی ، نن ترنورووختونوډېرتره دامریکا ،اروپا اودروسیی اقتصادی ګټی یوپربل منطبیق اویوشانته دي  نونباید داهسی کړنه ترسره کړو ترڅوچې دغه امکانات دلاسه ولاړسي ./

 

 

  

 


بالا
 
بازگشت