عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

نړیوالوپرجورج بوش باندی دبوټونوګزارونه یې وستایل  اودهغه نه یې هرکله وکړ!

       

 

دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

ژباړونکی :  عزیزاحمد خوارمل

 

دبوش او دعراق دلمړی وزیرمالکی دخدای په امانی اومخه ښه په مراسموکښې عراقی خبرلیکوونکی دخپل یوه جوړه بوټونو په وارکولوسره پرجورج بوش باندی  دخدای په ا مانی اودمخه ښه په مراسموکې یې د مچولواوښکلولوانځوریی دده پرتن باندی  وکرل ! هغه مچي چې ممکن د دموکراسی اوهغه سوله اوارامتیا چې دامریکا دولت  دعراق وملت ته یې  وربخښلی دی  (!) ډېرلږ شی دی  .

عراقی خبرلیکوونکی چې خپل دپښویوه جوړه بوټونه یې  دبوش پرخوا ورګوازکړل ،یوه ډېره لږه دزړه خبره دهغه ټولو « پښو لڅو» اوترظلمونواوستم لاندی  مظلومو عراقیانوڅخه وو چې دامریکایی یرغلګرو نظامیانواوځواکونوپه یرغل سره،عراقی ولس  دخپل ژوندون اوټولوانسانی اړیکوڅخه بې برخي سول . څو ورځې مخکې  نړیوالو دیوه جوړه بوټ دپيښي ګزارونه یې نوي انتفاضه وبلله اوهغه یې وستایل . دیک شنبی په ورځ  کله  چې جورج بوش  دخداپه امانی اږمخه ښه په سفر وجګړی ځپلی عراق  ته دامریکا دغلطو ، ناکامو اوناسموسیاستونوپه هکله  هغه هیوادته تللی وو.

 دیو عراقی خبرلیکوونکی لخوا چې دالبغدادیه دتلویزیونی شبکي کارکوونکی وو دبوټونوپه وارکولو  دخشمه ډکه مخه ښه اودخدای په امانی مچه (بوسه) سره وبوش ته یې ښه راغلاست وویل اوپه همدی ډول سره دعراقیانو دوروستینی  ښکاره عکس العمل دسرلیک په ډول یې دسپينۍ ماڼۍ ورئیس ته  خپله کرکه دبوټونوپه واره ولوسره وروښودل اودغه پيښه یې دعراق اودنړی په پيښلیک (تاریخ ) کې په ثبت ورسول .  

 

 


لطفأ ددی پيښی ویدیویی کلیپ ،انځورونه دلته په یوټوبی کې وګوري

http://landofpersia.com/article.php?id=33520

 

عراقی خبرلیکوونکی په دغه کړنی سره چې هیڅکله هم نه پخوا اونه په اوس کې تردغه پيښی پوری دغسی پيښه  نه وو رامنځته سوی دخپلوبوټونوسره په خپله بوش یې نښان نیولی وو اوخپل بوټونه یې دهغه پرلور ورګزارکړ.

هرڅونی چې بوش زیاریې ویست وخاندی او ترڅودغه پيښه مسخره وبولی اوبی اهمته یې وښهی،مګر ټول نړیوال خبری رسنی دغه پيښه اودغه اوسنی کړکیچ یې چې دجورج بوش اصلی میراث ګڼل کیږی ددی پيښی په توضیخ کولواوپه واضیح کولوکې یې  دورځې دیومهم تاریخی  پيښی دسرلیک په لیکلوسره لاس پوری کړ.       

د امریکا دفکس نیوز تلویزیونی شبکې دغه پيښه یې یوه بی سابقه پيښه وبلل اودبوش سملاسی  عکس العمل یې ددی مسئلی په وړاندی بربنډه وڅیړل اودغه پيښه یې دښاغلی جورج  بوش ډېر ښه تش ځای تعریف کړل اووي ستایل اوعراقی خبرلیکوونکی یې دمجازاتووړ وبلل . دفرانسی تلویزیونی شبکې فرانس (۲۴) څلرویشت اودیورونیوز تلویزیونی شبکې هم دغه پيښه یې په خاص ډول سره خپور کړ اووی  ښودل .دانګلیس تلویزیونی شبکې هم دخپلوخبرونوپه لمړی برخه    کې دغه پيښه یې خپورکړاودعراقی خبرلیکوونکی دغه کړنه یې یوه دښمنانه راغلاست وبلل اوددی تلویزیونی  شبکې خبرلوستونکی دعراقی خبرلیکوونکی دغه کړنه یې یوډول دعراق دښکیلاک اودیرغلګرود واک  لاندی راوستل یې ،دغندنی په توګه یې چې دامریکایی ځواکونولخواترسره سوی دعراق دخلکودښکاره احساس اوکرکی په ډول سره یې جورج بوش ته راغلاست وویل اودی یې وستایل .

بی بی سی  هم ددی کړنی پرپيغورورکول سره سره یې ټینګار   وکړچې دعراقی خبرلیکوونکی دغه پيښه یې رامنځته کړ هغه یې دبوش دخدای په امانی اودمخه ښه سفر وګڼل اوڅوځلی یې دغه پيښه وښودله . دالجزیری انګلیسی  ژبی شبکې خبرلوستونکی اوژورنالیسټ چې دعراقی خبرلیکوونکو اوهم ددغه خبرلیکوونکی سره یې ډېره دوستانه اودملګرتیا اړیکی یې  درلودل دعراقی خبرلیکوونکوسره یې مصاحبه وکړ اودغه ټولوخبرلیکوونکو په ټينګار سره یې وویل : دبوش درواغ ویل  تردی اندازی پوری وو چې عراقی خبرلیکوونکی الزیدی دځان کنترول دلاسه ورکړی، نو پربوش باندی دخپلوبوټونوسره ګزارونه وکړی . سی ان ان دامریکا تلویزیونی شبکې  خبرلوستونکی وویل : بوش  نه دا چې یوازی  ددی بوټونودګزارونوسره کوم تاوان یې لیدلی وي بلکی  دیوګړندی  عکس العمل سره دغه اوضاع اووضعه یې په خپله ګټه سره راوګرځول او دعراقی خبرلیکوونکی دغه عمل یې یوزیاردراټول سوی  خلکو  دتوجود پاره  یې وبلل .

په بغدادکې دسی ان ان خبرلیکوونکی په دی اړه په ټينګار سره وویل  سربیره  پردی چې دبوش  خبری اووینادعراقی  خبرلیکوونکی خشم اوقهریې راوپاره ول  اودغه  عراقی خبرلیکوونکی  په خپل دغه کړنی سره  چې دځانه یې وښودل  ،دا دډېره خشم اونارضایتیوله کبله  څخه دی چې دبوش دکړنوڅخه  دیو لوی میراث په توګه دعراق وخلکو ته ورپاته سوی دی .

 

 دالعربیه تلویزیونی شبکې دعراقیانودتفسیرپربنسټ وویل الزیدی دعراق دالبغدادیه دتلویزیونی شبکې د خبرلیکوونکی په هکله یې وویل : کله چې دصدام نظام ونړیدی  دعراق خلکودخپلوبوټونودګزارونوسره دصدام پرمجسمی باندی خپل خشم اونفرت یې دعراق  ددیکتاتورپه نسبت وښودل .

دترکیی خبری تلویزیونی شبکې  په یو خبرکې دعراقی خبرلیکوونکی دغه کړنه یې دیوه ناکامه  یرغل ترسرلیک  لاندی  چې پرجورج بوش باندی ترسره سو خپورکړ اوپه دی هکله یې وویل : جورج بوش په خپل پټ  سفر سره وبغداد ته ،په داهسی حال کې چې هیله مندوو هغه څه چې اوس مهال دعراق دامنیتی اوضاع بدلون ورته ویل کیږی ددغه  حالت څخه تبلیغاتی ګټه پورته کړی  ،مګر دیوعراقی خبرلیکوونکی  تریرغل لاندی راغی .

د(ینی شفق )ورځپاڼی هم په همدی ډول سره  دغه خبر یې چې ، دامریکا جمهورئیس دبوټونوتربمبارډ لاندی ترسرلیک لاندی خپورکړاودخبرپه پای کې  یې ولیکل :دغه عراقی خبرلیکوونکی څومیاشتی مخکی په عراق دیوی  وسله والی ډلی لخوا تښته ول سوی وو. 

 

 

دالقدس عربی  ورځپاڼی چې په لندن کې خپریږی  دعراقی خبرلیکوونکی یرغل یې  دمخه ښه اودخدای په امانی  مچه ،ترسرلیک لاندی ولیکل  اوخپوریې کړ. الشرق الاوسط چې دسیمی یوه نامتوورځپاڼه ده  په دی هکله یې ولیکل : دیوعراقی خبرلیکوونکی بوټ  بوش یې په بغداد کې غافلګیره کړ.القبس کویټی ورځپاڼی ترددی لیک لاند ی چې بوش دعراقی خبرلیکوونکی دبوټونودګزارونوڅخه روغ رمټ راووت  دغه مطلب یې تردغه سرلیک لاندی خپور کړ .

دا په داهسی حال کې دی چې دعراقی خبرلیکوونکی هغه بوټونه چې دامریکا دجمهورئیس پرخوا ګزارشوی دی ، په یوی انټرڼيټی شبکې کې دمزایده په ډول سره (۵۰۰۰۰۰ ) پنخه سوه زره ډالره قمیت ګزاری سویدی .اودا لمړی ځل دی چې یوناملموسه شیء په انټرنیټ کې و مزایدی ته کښيښودل کیږی اود«منتظر الزيدى» اود «بوش» انځورنه هم په دی مزایدی کې دپوټونوترڅنګ ایښودل سویدی   .همدارنګه دعراق دخلکو په یو خوزښت سره اوددی عراقی خبرلیکوونکی په ملاتړ سره یوسترلاریون ترسره سوددی لاریون ګډون کوونکو اوټولو برخوالوخپل بوټونویې په لاس کې نیولی وه اودشعارونوپه انتقاله ولوسره ددغه پيښه نه دملاتړپه توګه په دغه لاریون  یې پیل وکړ.اوپه حین حال کې دالبغدادیه دتلویزیونی شبکې رسمی ویاند وویل : موږخپل دخبرلیکوونکی دسرلیک څخه خبرنه یواوهیڅ ډول معلومات په دی هکله نلرواوحتی په دی هم نه پوهیږوچې چیری بندی اوپه کوم جیل کې دی«عبدالحميد الصائح» دخپل خبرلیکوونکی نیول یې چې دعراقی امنیتی ځواکونواودامریکایی ځواکونولخوادهغه نیول ترسره سوی او اوس مهال ترنظارت لاندی دی دیوی پوښتنی په ځواب کې چې دغه کړنه مخکی  پلان سوی وواوکه نه وو پلان سوی په دی هکله یې وی ویل : موږدده ددی پریکړی نه خبر اواطلاع مونه درلود اودی دالبغدادیه دتلویزیونی شبکې دپاره ددی غونډی دخبردراجوړه ولواودراټولودپاره تللی وو. اودالبغدادیه تلویزیونی شبکې ددی پیل وروسته یې په یوی بیانې کې یې په اشاری سره وویل  داچې دامریکا حکومت ځان ددموکراسی اودآزادی پلوی بولی نوهرڅه ژرتره هیله مندیوچې  ددی شبکی خبرلیکوونکی دی خوښی کړی  سی .   /

اخیځلیک

- دفارس  نیوزڅخه

- دقطرنیوزڅخه

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت