ژباړونکی  ((عزیزاحمد خوارمل ))

 

په منځنـــی ختيځ کــې ،دبوش ددمــوکــــراســـی شعـــار یوازی دسیاسی مــوخـــودلاس ته راوړلــو دپاره دی!

                     دانټرنیټ دفــــارسی منابعو څخه

                   

دامریکادهیواد  دجګړی پرضد یوی ټولنۍ  چې اکثره  وخت ددی هیواد د سیاسي چارواکوپر سیاسی چارواوکړنوباندی  ،خصوصآ دجورج ډبلیوبوش  پرسیاسي کړنو باندی نیوکی او ګوتنیوي کوی  ،اوپه خپلو لیکنوسره دنړی د جګړه غوښتونکومشرانو په هلکه ،لکه  دچرچیل اوهتلر په شان  مشرانو جګره ایز کړنی اوسیاستونه یې یوازی دهیوادونو دبی ګناه خلکو  دوژلودپاره  بللی اودهغه په غنده لوسره یې دامریکی وسیاست پوهانوته  لارښوونه کوی  چې دجګړی غوښتنی  دسیاست څخه دی ځانونه لیری وساتی

 

دانتی وارخبری آژانس په خپل یوی وروستنی  مقاله اولیکنی کې ، لمړی اودوهمه نړیواله جګړه یې  تر پوښتنی  لاندی راوستی دی  اوپه غیر مستقیم ډول سره یې پرسیاست پوهانوباندی یې نیوکی اوګوتنیونی  یې کړی اوله دوي نه پوښته کوی چې ایا کولای سو دجګړه غوښتونکوهیوادونوجنایتونه هیر کړو؟ ،اوایا ددوي وجنایتونوته په  جنایت کولوسره ځواب ورکړو ؟،اوکه په داهسی چارواوکړنوپیل  وکړوتر څودجګړی  درامنځته کیدو څخه مخ نیوی وسی  ؟.  

ددی لیکنی په یوه بله برخه کې راغلی دی  که پرتیر تاریخ یو نظرواچول سی  نولیدل کیږی ،چې یو شمیر سیاست پوهان  اویوشمیر ډېرکسان دی چې  دخدای تعالی (ج) څخه منکر وو  اوداخلاقو څخه یې پیروی  نه کول   او په دی  باور اوعقیدی وو چې  دجنایت په  وړاندی  دی هرومرو جنایت ترسره سی ،دمثال په ډول  دوي  په دی باور ووکله چې  دجرمنی یا المان هیواد دهتلر تر مشری لاندی پرانګلیس باندی یې یرغل وکړ ددی هیوادد ښځو اودکوچینیانو وینی یې ور وبهیول اودوي یې تر خاورلاندی کړل، کوم تردیداوانګیرنه نه وه چې دغه ډول کړنی یوازی اویوازی ددی  هیواده څخه غچه اخیستنه وه اوبل کوم شی نه وو.

ددی  مقالی لیکوونکی   په اشاری سره ددی موضوع  په هکله لیکی :دالمان هیوادیوازی ددی دپاره چې  ونوروجنایتونوته یې ښه ځواب  ورکړی وي  پرنوروهیوادونه یې يرغل وکړ اوهغه څه چې ددی یرغل څخه پاته سو هغه دزرګونواومیلیونونوتنو  ښځېنه اونارینه لوی او واړه مړې  اودهیوادونوورانی وي اوبس  نور څه نه وو.    

ددی لیکنی لیکوونکی  په دی ګزارش کې دانګلیس د تاریخ په هکله وایی اولیکی یې : کله چې چرچیل  خپل دمشرتابه په لمړی ورځ باندی دجرمنی (المان )  دښارونودبمباردیدوامر یې ورکړاودغه سند یې امضا کړ. لیکوونکی په دی هکله  وایي :« چرچیل دفرانسی د  دولت تر نړیدو وروسته د خپل لاس لاندی ویو وزیر ته یې ولیکل : کله چې هاخوا اودی خوا وینم  اوفکر کوم چې څرنګه  وکولای سو چې په جګړه کې بریالی سو داهسی سوچ کوم چې یوازی یوه لاره سته دی هغه لاره یوازی  « دټولو دمنځه وړل » ،« یودمنځه وړونکی یرغل »  دنازیانودټاټوبی دمنځه وړل دچټکوالوتکواوغښتلی بمبونوپه ذریعه  سره وروانه ونکی یرغل دی و شی ،داهغه  رښتینی اوواقعی خبری  وو چې چرچیل هغه یې پرخپله ژبه باندی راوست او وی یې ویل .»

په دی لیکنی کې راغلی دی چې په وحشیانه ډول سره بمباری،دانګلیسانو دناهیلیودپیژندلودپاره یومعیار وو ،اوهر څونه چې دغه بمباردونه  زوریې اخیست اوډېریدله دوي  داهسی فکر کول چې وخپلو اخلاقی موخوته نږدی سوی دی .

انګلیسانودخپل تیوری اود لړلید له نظره دالمان سره جګړه یې  یواخلاقی عمل باله اودالمانانو(جرمنانو) وژنه یې  دخپلواخلاقی اودینی اصولوسره برابر کڼل ،په داهسی حال کې چې دبی ګناه  کوچینیانو،سپین ږیرو،ښځینواونارینو په وژلوسره ، انګلیس په واقعی ډول  سره ټول انسانی، وګړنی  اواخلاقی  قوانین یې تر پښولاندی کړی وو .

ددی  لیکنی لیکوونکی  که څه هم په دی لیکنی کې  دالمان دجګړی دښه والی په لټه کې نه دی  چې  دهیتلر تر مشری لاندی  دغه خونړی جګړه رامنځته سو مګر په اشاری سره غواړی چې ددی جګړی څخه نتیجه  ترلاسه کړی ، کوم چې دیکتاتور اوظالم مشران  کله چې په خپل سیاسي سوچونواوافکاروکې ډوبیږی  اودخپلو سیاسي موخودلاسته راوړلو دپاره  څونی دغمونواومصیبتونونه ډکه جګړه رامنځته کوي چې  په نتیجه کښې دهیوادونو په زرګونی اوپه میلیونونه  بی ګناه ،معمولی او غیر وسله وال خلک په ټولیز ډول سره وژل کیږی .

لیکوونکی  په زغرده سره ددوهمی نړیوالی جګړی دورانیو،غمونواومصیبتونوپه هکله، چې داروپایي هیوادونوپرخلکو اواولسونوباندی راغلل  لیکی اوټينګار کوی : چې دسیاست  پوهانو لویه  برخه دخپلوغوښتنو اوموخو دلاسته راولو دپاره ددغسی جنګ جګړوداور لمبی داولسونواوخلکوپه منځ کې ور بل وي  اورامنځته کوي یې  اوددوي په وژلوسره خپلی جګره ایز ی موخی  تر سره کوی  او مخ ته یې وړی ،لیکوونکی په مستند ډول سره  دنړیوالی  جګړی  اوهمدارنګه دامریکا دجګړی غوښتنی سیاست  په هکله  دپخوا څخه بیا تر دا اوسه پوری  ددی  ټکوپربنسټ لیکی :د امریکا هیواد تل دنوروهیوادونوپه داخلی چاروکې مداخلی  اولاس وهنی کړی اوکوی  یې،اوهمدارنګه  وخپلو لاس وهنو اومداخلیو ته  قانونی بڼه هم  ورکوی  اودوي وهغه ته د دموکراسی  صادریدل اوتامیندل وایی .  

ددی لیکنی لیکوونکی په دی هکله لیکی : دامریکا اوسنی دولت دجورج ډبلیو بوش تر مشری لاندی  یوازی  دخپلوموخودرسیدلودپاره اودخپلوسیاسي او اقتصادی موخو دلاسته راوړلو په خاطر دعراق اودافغانستان په هیوادونوکښې ورانه ونکی اوسوزیدونکی جګړی یې رامنځته کړ ،په داهسی حال کې چې دوي ویل اودعا یې کول چې دا جګړی د دموکراسی دلیږدولواوتامیندلودپاره په دغه هیوادونوکښې رامنځته سویدی  .

ددی لیکنی  په وروستی برخه کې لیکوونکی  لیکی : دبوش د ادعا په هکله پرایران باندی دیرغل کولو په اړه وایی : چې دبوش دغه جګره ایز پیل یوازی دمنځنی خیځ په سیمه کښې دپراختیا غوښتنی موخی دی . اوهمدارنګه دغه لیکوونکی دعراقیانو دټولیزو وژنوپه هکله چې هره ورځ دامریکایی ښکیلاکګروقواو لخوا په دی هیواد کې ترسره کیږی ،ددی هیواد  وسیاست پوهانوته  لارښودنه کوی چې ددغه ډول کړنو څخه دی دعبرت لوست واخلی ،اولیکوونکی وایی چې  دامریکا د دولت واکداران له جورج بوش څخه نیولی بیا تر ها نوروپوری ټوله دخپلوسیاسي  بنسټیزوموخودلاسته راوړلودپاره په درواغ ویلو سره دغه ډول کړنی  ترسره کوی ،نوپه دی ډول دجورج بوش دولت دجګړی غوښتونی  له لاری  غواړي تش د  دموکراسی  ترسرلیک لاندی ورانه ونکی  جګړی رامنځته اوخپلی موخی پیلی کړی ، او هیڅکله هم دواقعی  دموکراسی درامنځته کیدلودپاره په عراق او افغانستان کې انسانی او رښتینی موخی نلری،بلکی ددموکراسی دواژی اولغات په شعار ورکولوسره غواړي په دغه هیوادونو کښې خپلی موخی اوسیاسي ګټی تر لاسه کړی  او وخپلوموخوته درسیدلودپاره یو هم دکمکیانو،کوچینیانو،ښځۍ اودنارینو ټولیز وژنی دی ،اوهمدارنګه په راتلوونکی کې په نظر کښې لری تر څو دایران دخلکو او اولسونوپه وړاندی هم دغه  کار اوچار چلندتکرار اوتر سره کړی ./             

 

 


بالا
 
بازگشت