دشوروی تیروتني  مه تکراره وي

فانینشیال تایمز اودبرژنسکی لړدید دمنځنی ختيځ په هکله !

 

ددانیل دامبی لیکنه

                 

دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه

  ژباړونکی  : عزیزاحمد خوارمل

 

  دامریکا دملی امنیت یوپخوانی کارپوه اودبارک اوباما یو وتلی اونامتوپلوی ، دجمهوری ریاست دټاکنی ودی نوماندی دیموکرات ته په زغرده سره وایی :  اوباما ، دشوروی دماتی دتجربی دتکرارولو دخطرسره ځان یې په افغانستان کې مخا مخ کړی دی .

ښاعلی اوباما وافغانستان ته ترلسوزرو (‍۱۰۰۰۰) ډېردامریکایې ځواکونودلیږدولو غوښتونکی سویدی،دا په داهسی حال کې دی چې پخوانی شوروی اتحاد هم په همدی ډول دخپل زرهاوتنه سربازانوپه لیږدولوسره وهغه هیوادته په هغه هیواد کې ستره نظامی ماته یې ورپه برخه سو.

روبينيو برژينسکي  په یوی مصاحبی کښې  وفانينشيال تايمزته په زغرده اوبربنده توګه یې وویل اوګواښ یې وکړ:«ددی نکته ی په پوهیدلوسره  دامریکا دسیاست  دپاره په مجموعی اوټولیز ه توګه سره اوپه خاص ډول سره داوباما دسیاست  دپاره ډېر مهم دی  ،چې یوازی دځواکونواودسربازانوپه ډېرو لیږدلوسره ،د داټولواوسنی مسائیلواومشکلاتودحل لاره نه ده ،موږځانونه دهم هاغسی  تیروتني په وړاندی  مخامخ کووچې  هغه یې پخوانی شوروی اتحاد ترسره کړ» .

ښاغلی برژينسکي معمولأ له  دی سببه چې پرروسیی باندی هم ډېری  ګوتنیونی کوی ، اودده غوښتنه  په دی هکله  دا دی چې  دامریکا سیاست  دی په منځنی  ختیځ کې   داهسی نه ،چې  د« اسرائیلو دګټوتابع وی » . نوځکه دی دیوجنګجالی  سړی په څیر یې وینی   اودی هم اوس مهال خپل ځان داوباما یوملاتړ ورپیژنی  ،مګر داوباما دجمهوری ریاست په تبلیغاتی کمپاین کې برخه نه اخلی  اوحاضر نه دی چې ځان  دپیغامونو اورسنیو ترتبلیغاتولاندی راولی  . 

     اتیا (۸۰) کلن  برژینسکی ،د هاوارد اود کلمبيا دپوهنتونواستاد او دجانسون اود کارترددولتونوپخوانی لوړپوړی چارواکی وویل : د(۱۹۶۰ )میلادی کال راپه دی خوا دی ډېر دجمهوری ریاست دټولو نوماندوخصوصأ داوباما وا دجان اف کندی ترتاثیر لاندی راغلی دی چې دوي هردواړه جوړه دوخت اوزمان داهنګ دږغ سره یوځا ی روان دی  اوهمدارنګه دی وایی دښاعلی اوباما دپاره  ډېر مشکل دی چې یو شفافه اوسپیڅلی باندنی سیاست تعین اومخته بوزی .

دغه امریکایی نظریه ورکوونکی دایران،اسرائیلواو دامریکی ترمنځ داوسنی کړکیچ په هکله وویل :«اوسنی وخت اوزمان  ډېرخطرناکه وخت دی » . که زموږ کار په یووخت کې  دعراق ،افغانستان ،پاکستان اوایران سره په جګړه کې تیر سی ،نوایا بل څوک کولای سی چې دامریکا درول په هکله په نړ ی کې  چې په راتلونکی  کې  به ،ورانه ونکی اندیښنه  رامنځته سی اودغه یوبنسټيز ګواښ دپردی شاته دامریکی دجمهوری ریاست  دراتلونکی ټول ټاکنی دپار دی .  او یوه څلوراړخیزه جګړه به ،کلونه کلونه موږ را  ښکیل کوی ..... اودغه کړنی  به دامریکاد ښکیلاک پای ته رسیدل به وی .

 

څوکاله وروسته په افغانستان کې دامریکا اودهغه دملګروهیوادونودستړیاشیبی رانږدی کیدونکی دی

 

سیمیون باگداساروف دمنځنی اسیا دسیمی  دچاروکارپوه اودروسیی  په ولسی جرګه کې دخپل سیمی دخلکواستازی  په یوی  مصاحبی کښې  دافغانستان داوضاع په هکله دریا نووستی  دورځپاڼی دژورنالیست وپوښتنوته داهسی  وایی :

س -  دا اوس مهال دافغانستان امنیتی اوضاع څرنګه دی ؟

ځ - همدا اوس په افغانستان کې  دنړیوالو کډونظامی  ځواکونوپه وړاندی  یوڅوډلی دښمنان  ددوي پر ضدجنګیږی  ،لمړی د طالبانووسلوال ګروپونه  د ملا عمر څخه  قومانده اخلی  اودافغانستان په سویلی اوسویل ختیځوسیمو اوپه قندهار کښې  جنګیږی  اویوشمیر پښتانه قبایل  بیله داچې دملا عمر څخه دستور واخلی دهمدی ګروپونوسره یوځای کیږی     .اوهمدارنګه  دافغانستان اسلامې  ګونډ د گلبدین حکمتیار ترمشرتابه لاندی  دجګړی ډګرته ورننوتی  دی  .

او دا په ډېر جرائت  سره ویلی سوم چې د« لویدیزد دموکراسی ددښمنانو» دجبهی دپراختیا امکانات  دهغی جملی نه  دامریکی دننی پلویانوپه ګډون سره  په راتلونکی کې دامکانه څخه لیری نه دی .  

س - ستاسومنظور دشمالی ټلوالی څخه دی  ؟

ځ - دقیقآ همداسی  دی چې پوهیږی ،په اصطلاح شمالی ټلواله چې دامریکا اودهغه دملګروسره په جګړه کې یې په فعاله توګه سره دطالبانوپرضدمرسته وکړل اوس مهال هم  مرسته کوی . اودغه ډله دتاجیکانواوازبکانوڅخه جوړه سویده  اودتجزیه غوښتنی  سوچ په سر کې لری  اوزیار باسی تر څوخپل دولت دافغانستان  دخاوری په یوه برخه کې جوړاورامنځته کړی اودیوشمیر کارپوهانودڅيړنی پربنسټ  ،واشنګتن  ددغه ځواکونوسره دیولړ مسائیلوپه اړه لکه دمخدرټوکودقاچاق   په هکله  ددوي سر ګډ توافق اولړلید لری . که څه هم دغه خبری  په اصل کې  تعجب اوره اوغیر رښتینی معلومیږی  مګر دا به پوره اوپرځای وی چې یووار ونقشی ته وګورو تر څوددی خبروپه ریښتینوالی باندی پوه سو.داښکاره خبره ده   چې دافغانستان نه دمخدروټوکوانتقاله ول  دڅولاریوڅخه تر سره کیږی . دشمال لاره  دتاجکستان  پرلور،سویلی  لاره دپاکستان پرلور  او لویدیزه لاره  دایران پرلور.اوترټولوغښتلی لاره دغه دشمال لاره ده .چې  په دقیقه توګه دغه لاره  دتاجیکستان اوافغانستان  سیمیزه  پوله (سرحد)  ددغه شمالی  ټلوالی  لخوا څارل اوکنترول کیږی ،همدارنګه که یې په یاد ولروچې دامریکائیانوپه راتګ سره افغانستان ته  دمخدره ټوکوکراوکښت  دملګروملتونواودنړیوالوسازمانونودرسمی ګزارش پربنسټ  لس ځلی ډېرسوی دی ، اوددی مسئلی   سره  ښکاره اوبربنډه اړیکی دی .   

س-  نو ولی به شمالی ټلواله  دامریکا سره دښمن سی ؟

ځ - دعینی څیړونکودڅیړونوپربنسټ  دامریکا کوچنی ترینه زیار اودمخدره ټوکوپه وړاندی  مبارزه به ،دشمالی ټلوالی  دمخالفت اود اور کولوسره به مخا مخ سی .  اوهمدارنګه  امریکا دنړیوال فشار له کبله هرومروبه دمخدره توکوپه وړاندی  باید وجنګیږی  اوله دی کبله یوه نوی جبهه  به دامریکائیانوپرضد جوړاو رامنځته  به سی  ،هغه قوماندانان  اوسیمه ایزی چارواکی چې مخدره ټوکی تر خپل کنترول لاندی لری  په دی ډول سره به  هغه ګټی چې  په دی اړه یې لاس ته یې راوړی  دی په اسانی او په ډېره سادګې به  یې دلاسه ورنکړ ی اولاس به تری وانخلی .

اوهمدارنګه  نوی څارنی  داهل تشیع  دجوړښته څخه  را منځته کیږی  چې ددوي  ددغه ډول  کړنوځای دهزارجاتواودهرات سیمه ده  ،چې دغه جوړښتونه  دایران  داسلامی انقلاب دسپاهی پاسداران تر کنترول لاندی کار کوی  اودامریکا اوایران اویا دایران اواسرائیل  دناسم اړیکوله کبله ،دتاوتریخوالی درامنځته کیدوپه صورت کې کولای سی دایران په  وسیله  دافغانستان په خاوره کې دامریکا  پرضد کار ورنه واخیستل سی . که دغه مسئله رامنځته سی  په افغانستان کې یو دایمی اوغیر کنترولی  جګړه به دامریکائیانواودهغه دملګروپرضد به راپیل سی .

ددغسوپيښوپه وړاندی  په مبارزه کې  اوسنی  میشته پنځوس زره (۵۰۰۰۰) کسیز لویدیزګډځواکونه  به ونه  سی کولای خپلی دندی اوچاری په سمه توګه ترسره کړی ،اوهمدارنګه  په سیمه کښې دجګریزوعملیاتونوپراختیا بیله ددی ځواکونودتلفاتودمخنیوی څخه چې تر دا نن پوری ډېرتر ه تر (۵۰۰) پنځه سووتنوڅخه وژل سوی  او(۲۲۰۰)  دوه زره دوسوه تنه یې ټپیان سوی دی چې بله لاره هم نلری .

س- امریکا تر کومی اندازی  پوری کولای سی  چې  « په افغانستان کښې  و دغه  جګړی ته » دوام اوپایښت ورکړی ؟

ځ - زما په هاند ددریو (۳) او  یا پنځه کلونوڅخه وروسته دامریکائیانو  اوددوي دملګرو  دستړیا شیبی رارسیدونکی دی اودوي به خپل دځواکونو دایستلودپاره دافغانستان څخه  اړین  پیل به رامنځته کړی . اودهغه نه به وروسته طالبان دیوی غښتلی جوړښت  دپاره به زیار اوتلاش رامنځته کړی  چې ټول افغانستان تر خپل واک لاندی راولی   اودنوروملی لګه کیو دله منځه وړلودپاره به بل ځل افغانستان  دخپل  سنی فوندمنتالیستی  اوپښتون ملی  ګرایی خصوصیاتوپربنسټ به  اداره اوکنترول کړی  .  

یوی امریکایی  خبری  رسنی  ولیکل :

امریکا باید دعراق اودافغانستان نیونه پای   ته  ورسوی !

د« كامن‌دريمز » خبری رسنی په یوی ګزارش کې ولیکل : تردا اوسه پوری دامریکا جمهور رئیس  «جورج بوش»په عراق  کې  دخپل هیواد دځواکونودتل پاته کیدو په اړه دعراق ددولت دټينګ مقاومت سره مخا مخ سوی .

اودبلی خوانه دامریکا دجمهوری ریاست دپاره ددموکراتانودنوماندی  بارک اوباما طرح اووړاندیزچې یې وویل ، امریکایی ځواکونه به د(۱۶) شپاړلسومیاشتوپه موده کې به دعراق نه وباسم ،دنورالمالکی دعراق دلمړی وزیر دخوا ورته هر کلی وویل سو .

 

پردغه بنسټ بوش هم په دا وروستیو ورځوکښې دخپلوځواکونودرا ایستلولپاره یې  په افقی  ډول اووخت باندی یې  اشاره وکړ.اودبلی خوا نه عراقی ورځپاڼی «الصباح » هم تیره اونی دغه موضوع یې په بربنده توګه څرګنده کړ:بغداداوواشینګتن په دوه اړخیزه توګه سره ومنل اوموافقی ته سره ورسیدل چې دعراق څخه امریکایی ځواکونه به د دوه زره (۲۰۱۰) څخه بیا تردوه زره یولسم (۲۰۱۱) کلونوپوری ووځی  .

 اينتر پرس سرويس ددی موضوع په هکله لیکی : مګرموږ هرومرو دامریکایی سربازانودوتلوغوښتونکی یو چې خپل کورونوته دی ولاړ سی اودامریکا ټول نظامی اډی دی وتړل سی اودعراق دتیلو  نه  دی سترګي پټی کړو .اوهمدارنګه باید وویل سی چې دامریکی یرغل پرافغانستان باندی هم په هم هغه اندازی سره  غیر قانونی دی چې پرعراق باندی دغه یرغل صورت وموندی اودملګروملتونودمنشورپربنسټ ټوله هیوادونه نړیوال مناقشی دی په سوله ایزوپرنسپونو سره حل اودمنځه یوسی  اوهیڅ کوم هیواد نه سی کولای چې دخپل نظامی ځواکونوڅخه دی دبل هیواد پرضد دملګروملتونودامنیتی شوراء څخه په اجازه اخیستلوسره دی دخپل دفاع ترنامه لاندی کار ځينی واخلی .

 په دی اړه ویلی سو چې پرعراق اوافغانستان باندی یرغل نه دامریکا څخه دفاع دی اونه دملګروملتونودامنیت دشورا پربنسټ  رامنځته سویدی ، نوواشنګتن باید چې خپل ځواکونه ددی دلیل پر بنسټ د عراق اوافغانستان د غیر قانونی نیونی له کبله دی  ددی هیوادونو څخه راوباسی  . /

دپورتنی موضوعاتوپربنسټ دغه لاندنی سوژه  مې وګرانولوستونکوته ولیکل چې زموږ باندنی دښمنان ،زموږ دګران هیواد په هکله  څه  ډول فکرونوپه سرکې ،موخې  اوپلانونه په مخکې  لری

دخپل پلار اودنیکه وګران ټاټوبی ته !

زما ګران وطنه  : داچې  زه درنه  تللی یم ما وبخښه

اوڅوک  که راته وایی چې دی بی وفا وو، وفایې نه درلود

بله لاره بیله تښتی ماته نه ووپاته سوی

دوطن سره  اورین مینه دبې هیلودردونوسره  مل

دوطن اودهغه دسرلوړی اولسونونه ساتنه

ددغه سترارمان له کبله

ددغه هوډاودريځ  له امله

ددښمنانوپه لمسون

 دجنون اودګناهونوسیمی ته ورکش سوم

اوخوارزار دلته  راغلم

، دهیوادسره دمینی داغونه

چې  زمادزړه پرسر  باندی انځور سویدی

هر ورځ دخپلوسترګوپه اوښکو یې مینځم

زما ګران هیواده  :

دم ګړی چې درنه تللی  یم

هره شیبه  غواړم

چې ستادوطنی مینی په هنګامه کې دی

تل پاتی بی پايه پاته سم

اودخپل ځان په دی  ویلوسره  تاته ډاډ ورکوم

ترڅوژوندی یم  ستاسره مینه لرم

  که زه درنه تللی یم

څوک  دی نه راته وایی

چې ولاړې اوتګ یې یوننګ ،یوعیار دی

زما مینه ،زما موخی

زما سوی آهونه  اوسوی فریادونه

دچوپتیا اودخواریودپردی نه

زما دمینی اومحبت  راز  یې

چې په رښتین ډول سره

ستا سره یې لرم

لکه دسهار دسپيدودنورپه شان یې

دباندی  راایستلی ،ځلانده ښکاری

اوداچې زه  دخپلی ټاټوبی  نه

لکه دسترګودیوی څاڅکی په شان

دژوندون دتورتمونوپه لوړوژوروکښې

 ورک سوم

او

ویوی بی نښانه توری تیاری قبرته  راغلی یم

په دی خاطر نه یم راغلی  چې 

د غلیم سره په  عقیده وی جګړه کې 

دکشولواودراکشولوڅخه  ځان خلاص کړم

داهسی نه ده

زه دژاړګانوډکو ځلاندوسترګوڅخه را تښتیدلی یم

زه  دوحشیانودوحشی  طوفان څخه را  تښتیدلی یم

زه په وسلوسمبال ظالمانود غیرانسانی  کړنوڅخه راتښتیدلی یم

زه دتیری کوونکو دتیری اودلوټمارانودلوټماری څخه  راتښتیدلی یم

دکوم ځایه څخه ؟

 دخپل پلاراودنیکه دټاټوبی څخه  

دوصل ،دمینی اودمحبت له ځایه  څخه

دهجرت وسړې  لمنی  ته مې ځان ورغورځولی دی ،

چې وجدان  مې هم ملامت نسی 

نا رضا اوخوابدی راتښتیدلی یم

نوای زما زهیر زړګیه :

دهجرت په سوزیدونکی اورکې وسوزه

 نورنودا  داورسکروټي داورلمبي

زما څخه مه پوښته ، زما څخه یې مه غواړه

ما هم په خپله غوښت

چې  زه دی  پرخپلوغلیمانواودهیوادپردښمنانوباندی

داورلمبه  دی سم ، تندر دی سم ،دوزخ دی سم

زلزله دی سم ،سیلاب دی سم ،طوفان دی سم

سرونه  یې  ور غوڅ کړم ،او دوي ایری ایری کړم

مګرحیف اودریغ ، سل زره افسوزه چې  اوس

دمرغه په شان  د قفس په کنج کې تړلی او بندی یم

زه اوزما دتشویشه ډکه روح  په ملتیاسره یوځای

یوه شپه بی خبره له ځانه

په ډېرتریخوالی اوسختی سره

دچوپتیا په لمنه کې دخپل ګران هیواد څخه وتښتیدم

زه دخپلوکړنونه  اودخپل وکړنی موخونه ستړی  نه وم

مادخپلوپتمنوخلکو سترارمان ترسره کول

 او زه دخپلوویلوڅخه هیڅکله 

پيښمانه  هم نه وم اوپيښمانه هم نه یم

نوکله چې مې ولید

دبنسټپالو،چپاول ګرواودیرغلګروترواکداری لاندی

 تاته دچوپړ وړ نه  وم

  بیا هم سل زره ځلی افسوز چې 

دم ګړی ستا له غیږی نه لیری

دپردیو په انګړ کې ژوندترسره کوم

مګرهیڅکله دی نه هیروم په رښتیا اوصداقت سره

 تاته په خدمت کولو ویاړم

سر اوتن  مې،هرڅه مې ، هست اوبودمې

مادی اومعنوی شتمنی مې تر تا ځار دی  .

عزیزاحمد خوارمل

بیلجیم دانتورپین ښار

 

 

           

 

 


بالا
 
بازگشت