عزیزاحمد خوارمل

 

  

زړه بګنونکی واقعیتونه ،ریالسټیک شمیر دامریکا د اردو اودنظامی ځواکونو په هکله!

 

              دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه

           ژباړونکی  ؛عـزیـزاحمد خوارمل

 

دامریکا ددفاع دوزارت پنتاګون څیړنی اوپلټنی څرګنده کړی دی چې دامریکا داردو دغړوپه سلوکښی پرڅلوردیرش فیصده ښځو اوپه سلوکښې پرشپږ فیصده نارینو باندی په (۲۰۰۶)میلادی کال کې دخپلو لوړرتبه چارواکو او یا دخپل هم سطحی ملګرواوهمکارانودخوا ترجنسی تیریو لاندی راغلي  دي . 

  

د آسوشيتدپرس دګزارش پربنسټ ، ددغه شمیرنی فیصدی ډېرلږ تر هغه واقعی اوریالسټیک ارقامو اوشمیرنو څخه دی ، ځکه چې ډېری نظامیان دکاره څخه دګوښه کیدو دبیری اویا داچې جګپوړي چارواکی ددوي ادعا اوعرض نه منی   له دی کبله وشکایت کولو او وګزارش ورکولوته نه حاضریږی چې دموضوع په هکله جګپوړی چارواکـی اولوړرتبه مقامات  پری خبر کړی اودوي ته ګزارش ورکړی ،ددی پورتنی ګزارش پربنسټ په سلوکښې (۲۳) درویشت تنه ښځینه سربازانی  اوپه سلو کښې (۱۵)پنځه لس تنه  نارینه سربازان  دامریکا داردوغړي ، ددی پوښتنی په ځواب کې چې ایا جنسی تیری دڅلور کالوپه اوږدکې ډېرسوی دی  که څنګه ؟،په (دوزره شپږم  ۲۰۰۶)میلادی کال کې مثبت ځوابونه یې ورکړي دي    .

میرمن ان رایت  متقاعده اوپرکورناسته    ډګرواله چې (۲۹ـ نهه ویشت )کاله یې دامریکا په اردوکې نظامی دندی یې ترسره کړیدي،په دی  اړه وایی :دامریکا اردودپه هر ډول شرايطوکې دحوصلی دفرهنګ اودود څخه ملاتړ کوی ،ځکه چې قضایی اوعدلی نظام ویولږ شمیر تیری کوونکو ،ګرم اوتورنو کسانو ته سزاورکوی ،دا وایی : دزده کړی ټولګی  اودزده کړی ډول،ډول دوری ددی جنسی تیریودمخ نیوی  دپاره اونور   په لس ګونه  تدابیرسته دی  اوتل دغسی دزده کړی   صنفونه جوړیږی او پرانستل کیږی ،مګر چندانی ګټه یې نه ده رامنځته کړی  .  

رایت چې په ۲۰۰۳ میلادی کال دیوی امریکایی دیپلوماته  په توګه دخپلی دندی څخه دعراق سره دجګړی کولو په مناسبت  ځان یې ګوښه کړه  اودا اوس دسولی دتکړوغړوڅخه ګڼل کیږی دغه دسولی تکړه غړی  زیاتوی :دغه موضوع یوه نوی موضوع نه ده ، داهسی احساسه ومه چې دپنتاګون دغه  شمیرنه اوفیصدی ډېر لږ دهغوحقیقی اوریالسټیکوارقامو اوفیصدیوڅخه دی، اواړین دی چې چارواکی هرومرو واجیرانو اوپه کار ګمارل سوی  نظامیانو ته داردود دندودمخته بیولودپاره په اردوکې داردوفرهنګ چې دښځوپرضد ددښمنی فرهنګ دی و ښځوته یې  ور توضیح  کړی .   

دامریکا په اردوکې دجنسی تیریولمنه دونی اوپه دی اندازی سره  پراخه سوی ده  چې دامریکاداردواونظامی قواوی، دمځکنی ځواکونو،سمندری ځواکونو،هوایی ځواکونو اودتوپک لرونکوسمندری ځواکونودقرارګاواودجزتامونوپه ټولومرکزونوکښې ،اوپه ټوله نړی کښې  کوم چیری چې هلته امریکایی  نظامی ځواکونه پراته دی ددی قضایاواوپيښودګزارش ورکولودپاره یې تیلیفونی اړیکی  رامنځته کړی اودزده کړی لنډمهاله کورسونه هم ددی قضایاواوپيښودمخ نیوی دپاره جوړسویدی   . 
باربارا كينگ دشپاړد دهوایی اډی دځواکونودجنسی تیریو دمخنیوی ددفتر رئیسه په دی هکله یې وویله : هغه کسان چې  دجنسی تیریولاندی راځی  موږهغوي  ومختلفوضروری منابعوته ورمښلووترڅووکولای سی  چې بیرته وخپل عادی ژوندته راوګرځی   . ددغو کړنلاری تطبیقیدل په  (۲۰۰۴ ) کال کې پیل سو ځکه چې په عراق اوکویت  کې دامریکا په  میشته ځواکونو کې  جنسی تیر ی خورازیات سول  اوددی کبله ډېری څارنی  یې رامنځته کړ دهوایی ځواکونوپه پوهنتون کې رسوایی ګانی اودښځینه کارکوونکوشکایتونه چې پردوي باندی جنسی تیری سوی وه  ددی سبب وګرځیدی چې دوي دکاره څخه وشړی  اوددی کړنلاری  داجرااتوپه پیل سره یې تاثیر درلود.       دامریکا ددفاع دوزارت پينتاګون دیوګزارش پربنسټ چې په مقایسوی ډول سره   خپور سو،(دوه زره نهه سوه اوه ویشت ۲۹۴۷)دجنسی تیریو پيښي اوشکایتونه په (۲۰۰۶) میلادی کال کې  او (دوه زره دری سوه څلوراویا ۲۳۷۴)دجنسی تیریو پيښي اوشکایتونه  په(۲۰۰۵) میلادی کال کې رسمأ ثبت سوی دی ،اوپه تیرکال (۲۰۰۷) میلادی کې (دوه زره شپږسوه  اته اتیا۲۶۸۸)دجنسی تیریو پيښي اوشکایتونه دښځيه اودنارینه نظامیانودعرض اوشکایت پربنسټ دامریکا د نظامی ځواکونولخواګزارش ورکولو سویدی،جګپوړی چارواکی وایی  دارقامواوشمیرمقایسه په مختلفوکلونوکې دګزارش ورکولوطریقه اومیتود  ته یې بدلون ورکړیدی  اوپه  دی اړه  دېرپرابلمونه جوړ سوی  اورامنخته سوی دی .           

هغه کسان چې په (۲۰۰۵) میلادی کال کې ترجنسی تیری لاندی راغلی دی  کولای سی چې  ددی پيښی په هکله خپل مشکلات اوپرابلمونه په ډېر سری اوپټ ډول سره وجګپوړومقاماتوته وړاندی کړی ،جنسی تیری  ثبتیږی مګروروسته  پلټنه ،ګړویژنه اوپوښتنه  نه عملی کیږی  اوولوړوجګپوړی چارواکو  اویا دقطعی ولمړی قوماندان اولمړی درجه مسؤولینو ته  اطلاع نه ورکول کیږی ،په دغه ډول سره  ترجنسی تیری لاندی  راغلی  نظامیان  دډاکټراودرملنی اودرملو ،اودمشورواونوروخدماتوڅخه بیله کوم مصرفه  هم  برخمن کیږی .      

ډاكټر كي ويتلي دامریکا په دفاع وزارت کې  دجنسی تیریودمخنیوی ددفترمشر وایی  : دغه کار مهم دی ،دوي کولاي سی چې ددرملنی  ضروری  مرستی ترلاسه کړی  اوموږ و دی ډول پیل ته ډېر اړتیا لروځکه  زموږ کار دسربازانوڅخه  کنترول اوڅارنه ده .  
دامریکا ددفاع دوزارت دارقامواوشمیردګزارش پربنسټ تیرکال (یوسلوسویواتیا ۱۸۱) تنه امریکایی نظامیان دخپلوهم مسلکواو ترلاس لاندی سربازاونواوافسرانوباندی تیری کړی دی ،دجنسی تیریو په دلیل په نظامی محکمی کې محاکمه سویدي ،همدارنګه (دوه سوه یو ۲۰۱) تنه دغیر قضایی لاروڅخه په جزا باندی  رسیدلی ،(  دوه سوه اتلس  ۲۱۸)تنه دنظامی کاره څخه ګوښه او ایستل سويدي اوهمدارنګه قوماندانانو ونسوکولای چې د(اوه سوه اوه نهوی  ۷۹۷ )دجنسی تیریو دوسیی ، دپيښواومسائیلو دپوره دلائیلودنشته والی له کبله هغه وڅیړی اوترپلټنی لاندی ونسی .

دجنسی تیریو د(یوسلودوودیرشو ۱۳۲) دوسیو دپيښوعوامل  ونه پيژندل سول او دجنسی تیریو د(یولسویوولس  ۱۱۱)ددغه ډول دپيښودوسیی    وغیر نظامی  ارګانونو اواداراتوته دڅیړنی اوپلټنی  دپاره لیږدل سویدي  او دجنسی تیریو  (پنځه سوه اویا ۵۷۰) دوسیی دتیرکال دمنی  ددریمی ربعی څخه ترکار لاندی دي   .                
دتیری میاشتی په پای کې د(ويچيتال فالز) په نظامی اډه کې هوایی ډګروال ساموئل لوفتون په( نهو۹) کالو بند اود(۱۴) څوارلس زره ډالروپه  نقدی جریمی اوداردوڅخه په وتلو باندی محکوم سو  .            
همدارنګه دوروستنی ارقامواوشمیرنی پربنسټ  (۴۰) څلویښت په سلوکښې ښځۍ نظامیانی  دامریکا په نظامی ځواکونوکې تر جنسی تیریو لاندی  راغلي دې .

                 دامریکا دکنګری غړی جين هارمن ددی هیواد داستازودجرګی په کمیټی پوری تړلی چارواکی  هم وویل :چې په سلوکښې تر(یوڅلویښت ۴۱) ډېرتره ښځۍ چې دامریکا په نظامی ځواکونوکې کار کوی دخپلوهم مسلکواوقوماندانواوامرینولخواترجنسی تیریو لاندی راغلې دي ،نه داچې دعراق په جګړه کې  په ګولیوسره ویشتل  سوی وي .

 دامریکا ددفــــاع دوزارت دارقامــــو  اوشمیرپربنسټ په تیرکال کــــې پرښځينه نظامیانـی باندی د

جنسی تیریوپيښـــي دامریکا په نظامـــی ځــواکـــــونوکــې (۳۰۰۰) دره زره پيښي ثبت اوراجــــستر سوی دي .

دجګړی ضدیوبل  انټرنيټی خبری آژانس  لیکی ؛ دامریکاداردوښځينه نظامیانۍ  دجنسی تیریواو دځان وژني قربانیانۍ دی .

همدارنګه یوی  عربی  انټرنیټی خبری رسنی  هم په اشاری سره ولیکل : دامریکا په نظامی ځواکونوکې دښځينه نظامیانی دځان وژنی  دډیریدوپه هکله په ټينګار سره وایی : ددی هیواد دنظامی ځواکونه لیری پاته کیدل دجګړی ضدد مختلفوسازمانونودګوتنیونوڅخه،په همدی ډول سره دخپلواطلاعاتوو مخفی کاریو او وپټ ساتلو ته ادامه ورکوي  .

د "تروث‌ ديگ" خبری آژانس په خپل یونوی ګزارش کې دیونامتواووتلی لیکوونکی په قلم ،دامریکا ددولت  داطلاعاتی مخفی کاریو اوداطلاعاتودپټ ساتلوپه هکله لیکی :  دامریکا دولت  دوژل سوی ښځــــۍ نظامیانی دشمیراودارقاموپه ارایه کولوکې  چې ددی هیوادددفاع دوزارت لخوا  دعراق اودافغانستان وهیوادونو ته لیږدول سوی دی  ترڅوددی هیوادونوپه جګړه کې ګډون وکړی ، لیکی : ددی  روان کال داپریل دمیاشتی  د (۲۸می) اته ویشتمی نيټی څخه  وروسته  په یوه مقاله کې دامریکا په نظامی ځواکونوکې  چې په عراق اوپه افغانستان کې میشته دی ، پرامریکایی ښخینه سربازانو   باندی دجنسی تیریو، اودځان وژنو  په هکله مطلب خپورسو، اود دوو نوروښخینه سربازانو نومونه چې په ډول ډول پيښوکښې لکه دجنسی تیریو اودځان وژنو په پيښوکې  خپل ژوندیې دلاسه ورکړی  وي ،په هغه لیست کې ثبت اوولیکل سول کوم چې  یوشمیر سربازان  اوافسران په خپله  دوي ځانونه وژنی  اوځان وژنې  کوي  .

دامریکا دنظامی ځواکونودغه پرکورناست متقاعدډګروال په خپل دغه مقاله کې لیکی : د(۲۰۰۸) م کال داپریل دمیاشتی په راوروسته کې  دامریکا داردولخواګزارش ورکول سول چې  (۵)پنځه تن نورښځۍ  نظامیانی  په عراق کې وژل سویدی  چې ددریوتنووژنه په  نوروپيښوکې رامنخته سویدی  اودجګړی سره اړه نلری ،دی دغه پيښي  داهسی توضیح کوی کوم چې  ډېرتره ښځینه نظامیانی  ورسره مخامخ دی اوهغه پيښي،جنسی تیري دی  چې لویه برخه ددغه وژل سووڅخه په مستقیمه توګه دتیریو کوونکو لخوا وژلې سوی  اویا دروحی فشارونوله کبله وروسته له تیریو نه په ځان وژنو یې لاس پوری  کړيدي .

رایت  دامریکا دبهرنی  چارودوزارت ددروجګپوړوچارواکودجملی څخه هغه څوک دی چې د(۲۰۰۳) م کال دمارس په میاشت کې  په هغه مظاهری کې کوم چې پرعراق باندی دامریکا دیرغل  پرضد جوړشوی وو  برخه یې واخیست  اوسمدلاسه یې ددولتی دندی نه خپله  استعفاهم اعلان کړ . دی په دی هکله وایی دامریکا دداردو دځواکونو ((نهنوی ۹۹)) تنه ښځۍ سربازانۍ،دانګلیس دهیواد(۶) تنه ښځۍ سربازانۍ،داکراین دهیواده  یوه(۱) ښځه سربازه  اودیرلس (۱۳) تنه نورامریکایی غیرنظامی ملکی ښځیه کارمندانی  په عراق ،کویت اوبحرین  کې دمنځه تللی  دی ،داپه داهسی  حال کې دی چې  په سل هاو زره عراقی ښځۍ  اوانجونۍ  په مختلفوپيښوکښې په عراق کې د منځه تللی دي .

رایت په خپلو خبروکښې په ټينګارسره وایی : اکثرأ دغی امریکایی ښځۍ نظامیانی کله چې  ترجنسی تیریو لاندی راځی  دتیري کوونکولخوا وژلی کیږی اویا وروسته له هغه نه په خپله دوي  ځان وژنی کوي . دی په دي اړه لیکی  : په دغه (نهنوی ۹۹) تنه وژلۍ سوی ښځينه  امریکایی نظامیانوکښې (۶۴څلورشپته ) تنه یې دداردوپه فعاله نظامی برخوکې یې کار کوله ،ددی جملی نه (نهه ۹) تنه یې  دامریکی داردو دملی ګارد په جزوتامونوکښې په کارلیګا وي،او (اوه ۷) تنه یې داحتیاط په برخه کې یې کارکوله ،په همدی ډول (اوه ۷)  تنه  نوریې په سمندری توپک لرونکوځواکونوکښې ،او(نهه ۹) تنه نوریې  په سمندری ځواکونوکښې  او(دری ۳) تنه نوریې په هوایی ځواکونوکښې په  کارلګیا وي .

ددفاع دوزارت دیو ګزارش پربنسټ  ددغو(نهنوی ۹۹) تنوامریکایی ښځیو نظامیانوله جملی څخه (یوڅلویښت ۴۱) تنه  یې په عراق کې په مختلفوپيښوکښې لکه  په جنسی تیریوکښې اویادوي په  خپله  په  ځان وژنوکښې  دمنځه تللي  دی  چې دغه وژنی دجګړی داخ اوډب سره هیڅ ډول تړاو نلری . ددغه ګزارش پربنسټ  ددغو (نهنوی ۹۹ـ تنودجملی څخه  (یوویشت ۲۱) تنه یې امریکایی افریقایی الاصل یا(افریقایی نژاده ) دي ،(شپاړلس ۱۶) تنه یې دلاتینی  امریکی  څخه دي ،(دری ۳) تنه یې داسیا اواقیانوسیه دسیمی څخه دي ،اویوه یې  دامریکی اوسیدونکی یااصلی  امریکایی نژاده ده ، دامریکا داردوهغه (څلویښت ۴۰) تنه  ښځۍ نظامیانی چې په  افغانستان کې دمنځه تللی دي ،(پینځه ۵) تنه یې داردودځواکونوغړي ،(یوه !) یې داردو دملی ګارډ غړۍ ،(دوه ۲)  تنه یې داردو داحتیاط غړي ، (دری ۳) تنه  یې دهوایی ځواکونوغړي ،(دوه ۲) تنه یې دسمندری توپک لرونکوځواکونوغړي،(یوه ۱) یې دسمندری ځواکونودجملی څخه ده .

اوهمدارنګه (یوه ۱) انګلیسی نظامی سربازه او (شپږ ۶) تنه نورغیر نظامی ملکی امریکایی ښځینه کارمندانۍ دمنځه تللی دی . ددی ګزارش په ادامه کې راغلی دی  چې ددفاع وزارت په دی هکله یې ګزارش ورکړیدی  چې  څلورتنه ښځۍ  نظامیانۍ  په مختلفوپيښوکښې  دمنځه تللي دي اوهمدارنګه (یوه ۱) یې  په خپله ځان  وژنه کړی ده . (څلور ۴) تنه  دښځينه نظامیانودجملی څخه  چې رنګین پوسټکي  وي  په افغانستان کې دمنخه تللی دي  چې ددی جملی نه (دری ۳) تنه یې امریکایی افریقایی الاصل او (یوه ۱) یې دلاتینی امریکی  څخه وو .  

په همدی ډول ددغه ګزارش پربنسټ باندی  (څوارلس  ۱۴) تنه  امریکایی ښځینه نظامیانی ، چې (دیرلس ۱۳) تنه یې داردوغړي  او(یوه  ۱) یې دسمندری ځواکونوڅخه وه ،او(یوه  ۱) انګلیسه سربازه چې په عراق ،کویت اوافغانستان کې  دندی یی تر سره کولی په  ځان وژنویې لاس پوری کړی  وي .

ددی ګزارش لیکوونکی دیو شمیر ښځینه نظامیانودنوم اخیستلواولیکلوپه هکله چې دنظامی قطعی  دقوماندان  په توګه دندی یې ترسره کړیدی  اوددغوپيښوپه شتوالی کې دوي هم موجودی  وي ،اولیکوونکی په دی نتیجه باندی رسیږی  چې اکثره اولویه برخه ددی وژنو یاهغه کسان چې  په ځان  وژنویې لاس پوری کړی اویا په نوروپيښوکښې دمنځه  تللي دی  چې دجګړی داخ اوډب سره هیڅ ډول تړاواواړیکی نلری اودجنسی تیریو له کبله یې ځانونه  دلاسه ورکړیدي   . 

اولیکوونکی په دی ډول سره ټينګار کوی چې دامریکا اردوپه ټولیز ډول سره زیارباسی چې ددی نظامیانودوژنواطلاعات اوګزارشونه  خپاره نکړی  ترڅودمختلفونړیوالوسازمانواوخصوصأدجګړی ضدسازمانوترګوتنیونولاندی رانسی  ،نووخپل اطلاعاتی  مخفی کاریواوداطلاعاتووپټ ساتلوته ادامه ورکوي .


دامریکا دنظامی ځواکونوروانی پرابلمونه اوستونزی

 

دامریکا ددفاع وزارت (پینتاګون) دامریکایی نظامیانواوسربازانودروحی اوروانی اختلالاتو  دڅیړنی دپاره چې دعراق اوافغانستان  دجګړوڅخه  رامنځته سوی دی (دری سوه ۳۰۰) میلیونه ډالر یې تخصص ورکړیدی . امریکایی ورځپاڼی توډی USA Today تیره اونی دسه شنبی په ورخ  په یوګزارش کې ولیکل : ددفاع وزارت پریکړی یې کړیدی چې (دری سوه  ۳۰۰) میلیونه ډالره  دعراق اوافغانستان په جګړوکې دامریکایی موجودنظامیانواوسربازانودروحی اوروانی مطالعی اودڅیړنی دپاره دی وکارول سی .

 

دغه شمیر بودجه اوډالر ډېرترینه بودجه دی چې دامریکایی نظامیانواوسربازانود روغتیایی اودطبی څیړنودپاره مصرف اوکاره ول کیږی ،اوددی څیړنیز پلان مطابق (۱۱۷ یوسلواولس  )څیړنیزی طرحی داسترس ،اودرارسیدلی روحې اوروانی پرابلمونودمنځه وړلواودمخنوی دپاره چې دډېروخطرناکوناروغیوڅخه دی ،چې یوشمیرامریکایی سربازان دعراق اودافغانستان دجګړی نه ورسره اخته سویدی ،تراجرااتولاندی نیول سویدی ،تردی بودجې مخکې په (۱۹۹۳) م کال کې  (دوه سوه لس ۲۱۰)میلیونه ډالر دسینی دسرطان دڅیړنی دپاره تخصیص ورکول سوی وو چې دامریکا دنظامی ځواکونودروغتیایی اوطبی څیړنودپاره ډېره ستره  بودجه ګڼل کیدله .

ویل کیږی چې تراوسه پوری  نیمایی ددی (دری سوه ۳۰۰) میلیون ډالروڅخه وپينتاګون ته ورکول سویدي اونورپاته ډالر دسږکال دسپتامبرترمیاشتی پوری ورکول کیږی ،داپه داهسی حال کې دی چې دامریکاکنګری په همدی ډول سره (دوسوه دروایا ۲۷۳ ) میلیونه نور  ډالریې  دهغه ټپیانواوزخمیانودپاره یې تصویب کړی چې دجګړی په ډګرکې ټپيان اوزخمیان کیږی چې یوه برخه یې دجګړی څخه درامنځته سوی روحی اوراوانی ستونزواوپرابلمونوپه څیړنوپوره اړه لری .

د امریکا د((رنددڅیړنیزی موسيسئ))   دڅیړنوپربنسټ چې په تیر اپریل کې خپوراونشر سود(درو سوو  ۳۰۰)زروتنوامریکایی نظامیانوګډون دعراق اوافغانستان په جګړوکښې ،ددی دلیل پربنسټ چې په روحی ،روانی  اختلالاتواخته سوی اودوي  په روانی لحاظ ستومانه ښکاری ،اوهمدارنګه (دری سوه شل  ۳۲۰ ) زره تنه نور یې چې ومغز ونوته یې تاوانونه ور  رسیدلی دی له دی درکه رنځ وړي  . اوپه اوس مهال کې  امریکایی مختلف مطبوعات اورسنی  پرنظامیانوباندی دجګړی دتاثیراتواوداغزمنتیا په هکله ګــــزارشونه یې خپاره کړیدي  چې د دی کبله  ددی نظامیانو

دصبراوحوصلی لږوالی اوتاوتریخوالی  دنورواوسیدونکوسره دهمدی جملی څخه دی ،دعراق اودافغانستان دجګړی څخه د یوشمیرراستون سوی  سرپازانواونظامیانوتاوانونه اوپرابلمونه  په واټونواوکوڅوکې دآخ اوډب اوجاراوجنګجال سبب ګرځیدلی دی اوډېری یې په الکولو اخته سویدی ،اودډېروالکولی مشروبات  دڅښلوسبب هم سویدي چې دموټردچلولواودډریوری په وخت کې  ټکرونه اوتصادفات یې رامنځته کړی  اودډېرودوژنواو دمنځه تللوباعث هم ګرځیدلی دي   .         

دامریکا دروغتیا وزارت :دعراق جګړی دامریکایی سربازانواولادونه او دکورنی غړی یې  دځان وژنی وخواته  ورکش کړی دي :

دامریکا دروغتیا وزارت د یوی  څیړنی په خپریدلو سره یې اعلان و کړ ،دعراق اودافغانستان دجګړوڅخه  روحی اوروانی نښخی اونښانی  دامریکایی سربازانوپه وسیله  ددوي پرکورنیوادکورنیوپرغړواو اولادونوباندی هم منفی اغیزه یې ښیندلی دی او ددوي داولادونو تمایل اومخه وځان وژونوته  ورځ ترورځه مخ پرډېریدو دي

دامریکا دروغتیا وزارت ددی   څیړنی پربنسټ و لیکل : دعراق اودافغانستان دجګړوڅخه  روحی اوروانی نښخی اونښانی ، امریکایی سربازان یې شاته پری ایښی دی  همدا اوس مهال ددوي  کورنی هم دځان وژنی په مسئلی  باندی اخته سوی دي  . دالمحیط دخبری رسنی دیوګزارش  په حواله دعراق اودافغانستان دجګړوڅخه روحی اوروانی نخښی اونښانی  اوس ددی سربازانو وکورنیوته  ورخپاره سوی اوپه نتیجه کښې دځان  وژنی پيښي  اوس ورځ ترورځه  ددی نظامیانواوسربازانودکـــورنیودغړیو په منځ کـې خصوصأ په زامنواواولادونو کښې مخ په ډېریدو دی  .

داپه داهسی حال کې دی چې دامریکا  اردوترمخ  تردی  یې  څرګنده کړی اوپه ښکاره یې هم  ویلی وو، یوشمیر سربازان دعراق اودافغانستان دجګړی څخه وروسته چې  بیرته هیواد ته راستون سویدی ،دراستون سوی سربازانودجملی څخه (یوسلوویشت ۱۲۱) تنه  یې په ۲۰۰۷ م کال کې ځان  وژنی یې کړیدی  اودغه ارقام اوشمیر د۲۰۰۶ م کال په پرتله( شل ۲۰)فیصده په سلوکښې زیاتوالی  ښیی . په همدی ډول ددی ګزارش پربنسټ  یوشمیر نورنظامیان اوسربازان چې غوښتل ځانونه ووژنی او وژل سوی  ندي  ژوندی پاته سوی دي  شمیریې و (دوه زره سلو  ۲۱۰۰) تنوته رسیږی ،په داهسی حال کې چې دغه دارقاموشمیر (شپږ۶) ځله لوړ تللی   چې دهغه وخت دشمیر سره برابراویوشان دی کوم چې دعراق  دنیونی اوترواک لاندی دراوستلودپیل څخه په ۲۰۰۳)م کال کې  وجوددرلودل .

دروانی ډاکټرانودډلی مشرډګروال« السبیت کامرون  رچی »په  دی اړه یې  ویلی : دقطعاتواودجزوتامونودقوماندانودزیار اوتلاش  سربیره  دځان وژنی پيښي ډېر سویدی ،اودی په  ډېر  ټينګار سره وایی  چې په منځنی ډول سره په دریوتیروکالنوکښې  دځان وژنی پيښي تردی اندازی  رسیدلی دی چې  دوروستنی پیړی  په  ربع کې  په امریکایی نظامیانواوسربازانوکې بی ساری دی  .

همدارنګه دامریکا ددفاع وزارت هم اعلان وکړ  چې د (۲۰۰۸) م کال  دپیل څخه تردا اوسه پوری  دځان وژنی  دشمیر ګراف لوړتللی دی  اودغه ځان وژنی دتیروکالنوپه پرتله خورا ډېر دي .

دواشینګتن څخه داسوشیتدپرس  دګزارس په حواله  دامریکا ددفاع وزارت اعلان وکړ چې  دروان کال دلمړی ورځی څخه  تر ننه پوری  ،دامریکا داردو یوشمیرنظامیانوپه ځان وژونویې لاس پوری کړی دی  چې شمیر یې (دووشپته  ۶۲) تنوته رسیږی   اوسربیره پردی شمیر باندی د (یودیرشو ۳۱ ) نورو نظامیانو وژنی  دروان کال دلمړیوورخوڅخه بیا تر ننه پوری  رامنځته سویدی  اوپه دی هکله  پلټنی او څیړنی ترلاس لاندی دی  چې ایا دغه یودیرش نظامیانوهم ځان وژنی یې کړی دی اويا په نوروپيښوکې وژل سویدی  .دامریکا جګپوړی نظامی چاوراکی تیره اونی دپنجشنبی په ورځ اعلان وکړ په هغه صورت کې ،که ددغویودیرش تنونظامیانو  وژنی  ، په رښتیا سره ځان وژنی وبلل سی  نوپه (۲۰۰۸)  م کال کې دامریکایی نظامیانودځان وژنی شمیر د (۲۰۰۷) م کال دځان وژنی تیر شمیر  زیاتوالی ښیی  ،په (۲۰۰۷) م کال کې دامریکا  داردونظامیانو(یوسلوپنځلس ۱۱۵ ) تنه یې ځان وژنی یې کړیدی ،اودامریکا ددفاع دوزارت چارواکی اومسؤولین وایی  ددی پرابلم دمخنیوی  اودحل دپاره  یې  زیار اوتلاښ یې دوه چنده کړیدی   . /                

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت