عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

دبشری حقونو څارونکی  ګزارش ورکړ !

په افغانستان کې دامریکاديرغلونو په ترڅ کېدغیر  نظامیانوپه وژنه کې دری ځلی زیاتوالی راغلی دی :

          

                 دانټرنیټ دفارسی منابعو څخه

             ژباړونکی  ؛ عزیزاحمد خوارمل

              

                 دبشری حقونو څارونکی   په یوګزارش کې ولیکل : په افغانستان کې دغیرنظامی اوبی ګناه خلکووژنه دامریکااودناټودځواکونوديرغلونو په ترڅ کې دری ځلی زیات سوی دی .

 

       دبشری حقونوڅارونکی  په داورستیوورځوکښې  دیوګزارش په خپره ولوسره دافغانستان دامنیتی وضعیی په هکله  خصوصأ دافغانستان دبی ګناه خلکودوژنو په اړه یې چې دناټواو دامریکایی ځــــواکــونوپه وسیله  په دی هیواد کـــې رامنځته سویدی  دغیر نظامی

افغانانو دمنځه وړل او وژنه  د(۲۰۰۶- او- ۲۰۰۷) کالنوپه پرتله دری ځلی زیاتوالی  پیداکړی دی   .

      په دی ګزارش کې  راغلی دی  : دناټواودامریکا دهوایی ځواکونو دیرغل له کبله  ددریوکالنوپه اوږدوکې دغیر وسله والواوغیر نظامی  خلکو وژنه  دری ځلی زیات سویدی  ،چې دغه  موضوع  دافغانانودډیر تندعکس العملونوسره مخامخ سویدی ، ددی ګزارش پربنسټ دسږکال داوو(۷) میاشتوپه موده کښې لږترلږه (۵۴۰) پینځه سوه څلویښت تنه غیر وسلوال اوغیر نظامی افغانان  دافغانستان په دا روان اخ اوډب اوجګړوکښې وژل سویدی    چې ددی جملی څخه (۱۱۹) یولسونهولس تنه یې  دناټواودامریکایی ځواکونوپه هوایی بمباردونوکښې وژل سوی اوخپل ځانونه ېۍ دلاسه ورکړیدی  .      

 اوهمدارنګه  په دی ګزارش کې لیکل سویدی چې دناټوځواکونه په خپل   یو هوایی یرغل کې دجولای  په میاشت کې دیوواده دجشن پر مراسموباندی په یوبمباردکښې  چې (۴۷) اوه څلویښت کسه ټوله یې بی ګناه ښځۍ اوکوچینیان وو ووژل سول .
 
دبشری حقونو څارونکی    زیاتوی : په افغانستان کې په (۲۰۰۸) کال کې په پراخه پیمانه سره هوایی یرغلونه ترسره سویدی .په (۲۰۰۷) م کال کې  دناامنیوپه وړاندی په مبارزه کې  د(۲۰۰۶) کال په پرتله دوچنده بمباردونه صورت نیولی دی  چې حتی دغه  بهیر په (۲۰۰۸) م کال کې  یې ډېره چټکتیا موندلی دی  ترهغه ځایه چې یوازی  دجون اوجولای  ددوومیاشتوبمباردونه ، د(۲۰۰۶) کال  دبمباردونو سره مساوی دی .

                 "براد آدامز"،دبشری حقونودسازمان داسیایی څانګی مدیر په  دی اړه وایی ، دناټواود

امریکادځــواکــونوتیروتنـــــی دافــــغان اولس ملاتړیې هـــم دافغانستان ددولت نه اوهم دپردیو

دبهرنیوځواکونودشتون په هکله یې په پراخه ډول سره رالږ(ټيټ) کړی دی .

دبشری حقونودڅارونکی  ډلی  ګزارش په داهسی شرایطوکې خپورسویدی چې امریکایی بی پیلوټه جګړیزی الوتکی څوورځی مخکې دپاکستان په شمال لویدیزوقبایلی سیموکښې دافغانستان وپولوته نږدی (۲۳۰ – دوه سوه دیرش )تنه چې اکثره یې غیرنظامیان (ښځې   اوکوچینیان )وو  ووژل  .

ناټووایی په افغانستان کې د خپل  واک لاندی نظامی قوانینوکې دسره غور اوکتنه کوی

     یوکال کیږی چې دناټودیرغلونوپه ډېریدلوسره دافغانستان پرغیر نظامی اوغیروسله والو خلکو باندی               تیریږی  اودا په داهسی حال کې دی چې دبشری حقونودڅارونکی  د وروستنی ګزارش پربنسټ لیکل سویدی :د ښږ کال په بهیر کې  دناټویرغلونه دری چنده زیاتوالی یې پیداکړی دی . تیره اونی دامریکا جنګی الوتکی غیر نظامی ځایونه یې په پاکستان کې دافغانستان وپلوته نږدی بمباردکړی چې په نتیجه کښې  (۲۰) شل تنه غیر نظامی اوبی ګناه اولسی خلک ووژل سول،اوددی سبب وګرځیدی چې په اسلام آبادکې دامریکا سفیر یې دبهرنی  چارو ووزارت ته یې  راوغښتل ،  اوهمدارنګه دافغانستان جمهورئیس حامد کرزی هم په دی هکله څوځلی دجورج بوش دامریکا دجمهورئیس سره په تیلیفونی خبراتروکښې یې دخپل ځان  اودافغانستان دخلکونارضایتی یې د دی بهیرپه هکله څرګنده اواعلان  کړ . دناټوچارواکی بلاخره پسله څومیاشتوزغم څخه ،دافغانستان      دخلکودټولیز فشاراوپه مبارزه کې دهرډول بدلون په وړاندی یې،په یوه بیانیه کښې  نوي  نظامی قوانین یې ددی سازمان دځواکونودپاره  په افغانستان کې وټاکل .

     په افغانستان کې   د تیری اونی په هوایی یرغل کښې د(۹۰) نهوی تنووژل کیدل دهغه جملی څخه  د(۶۰) شپتوتنوکوچینیانو وژل کیدل  اصلی دلیل په دی بدلون کې دناتو په راتلونکی چاروکې اعلان سویدی   . 

      ژنرال ديويد مك‌كرنان چې په افغانستان کې دناټودقوماندان دنده په غاړه لری ددی خبر داعلان په ترڅ کې  دامریکایی ځواکونوڅخه هم وغوښتل  چې دافغانستان دوژل سویوغیرنظامی اوغیر وسله وال افغان اوسیدونکی  موضوع دی  دخپل دکار دپلان څخه لیری نکړی  اودافغانستان ددولت ددی ادعا پربنسټ  چې غیر نظامی خلک وژل سویدی دمسئلی هر اړخیزه څیړنه دی ترسره کړی .

      دناټوددی نویوقوانیوپربنسټ ددی سازمان ځواکونه دی هرومرو دطالبانواودالقاعدی د ټروریسټی شبکی   په له منځه وړلواودکورپرکورپه پلټنی دی  پیل وکړی . اودپلټنی دټیم لارښودنه دی هم  دافغان  ځواکونوپر اوږه کښیښودل سی  اوهمدارنګه دناټوځواکونه  دیوکوردپلټنی امر اواجازه دی باید دافغانستان دپولیسوڅخه تر لاسه کړی  وی .

     ناټوتیر میلادی کال دیوشمیر دکار وړ بمونودوزن اودشمیر دکاراخیستنی په مورد کې  یې  یوڅه محدودیتونه یې رامنځته کړی وو چې همدارنګه په ځينومواردوکښې دغه محدودیتونه  ندی مراعت سوی . همدا اوسمهال  څه چې دطالبانودیرغلونونه  مخکې   دناټوپه ږغوږوغ اوښتی دی دافغان اوسیدونکودنارضایتی بهیر،ددی سازمان دجنګی الوتکو دبی موخی یرغلونو له سبب رامنځته سویدی ،دناتو اودامریکایی ځواکونودکریډیټ  ټيټوالی له یوی خوا نه چې دیس کریډیت سویدی او دځان وژنی  یرغلونه اودکنترول وړ بمونو ایښودل دلیر ی ځایه څخه دبل خوانه ،دافغانستان پردولت باندی  دمحاصری دکړۍ (حلقی ) دکوچنیی کیدوباعث ګرځیدلی دی .  دناټویوچارواکی په دی هکله وایی : په افغانستان کې یوازی یوه لاره  دغیرنظامیانودوژنودمخنیوی دپاره شته دی چې هغه دناټو کارمندانوته خبرورکول دی اوبس ،نودناټودنظامیانودپوره زده کړی  وخت رارسیدلی دی . ځمکنی ځواکونه چې په حقیقت کې داَطلاعاتودورکول دندی  اودموخودځایونوپه نښانی اودټاکنی په موردکې  دغه  مسئله پرغاړه لری باید په ډېر ځیر اوپاملرنی سره اوداوسیدونکواوغیرنظامیانودځان ساتنه دی دموخودمعرفی کولودپیل دمخه دی په نظر کې ولري .

      یواروپایی جګپوړی چارواکی چې وی غوښتل نوم یې وانه خیستل سی په دی  موردکې یې وویل : دبی ګناه اوغیر نظامی خلکواواوسیدونکو وژنه، دافغان اوسیدونکودزړه اودذ‌هن  داخیستلودپاره دغه مناسبه لاره نده .

     دغه ادعا په داهسی حال کې دلویدیزچارواکی چې دناټوغړی هم دی  همداهسی وایی ،په همدی  ډول سره ویل کیږی  چې لویدیز مشران  په یو ږغ سره  په دی باوردي چې دطالبانودخطردمهارکولودپاره یوازی یوه لاره شته دی ،هغه هم هوایی یرغلونه دي ځکه چې دکورپه کورلټه ول دالقاعدی دمشرانودپټیدودځایونودکشف امکان هم رامنځته کوی   .

     دبشری حقونو څارونکی ،چې دفتر یې  په نیویارک کې دی  څوورځی مخکې په خپل وروستنی ګزارش کې دافغانستان دامنیتی اوضاع په هکله یې  اعلان وکړ چې دافغانستان د غیرنظامی اودبی ګناه خلکو وژنه په دی هیوادکې په یوکال کې بی حده زیات سوی دی  .

     دبشری حقونودڅارونکی ډلی،ددی ارګان په دی وروستنی ګزارش کې راغلی دی دتیر کال دجولای دمیاشتی څخه چې دناټو واکمن نظامی قانون بدلون موندلی دی  دغیرنظامی اوبی ګناه اوسیدونکو وژنه راټيټ سوی وو،مګر د دغه روان کال  په اوږدوکښې په یووخت کې  دناټواوهم دامریکا دځواکونوپه هوایی یرغلونوکې دغیرنظامی اوغیروسله والوافغان اوسیدونکووژنه اودمنځه وړل  زیات سویدی  . 

     په افغانستان کې دناامنیو دډېریدوله کبله په واشینګتن اولندن کې دخطر زنګونه په ږغ راغلی دی ،دکابل - قندهار لویه لاره اوس مهال په افغانستان کې دخطرناکترینه لاریودجملی څخه دی چې په سپينه ورځ باندی   دورځی په اوږدوکې  څوځلی دبم ایښودلوموخی  ګرځی .

     همدارنګه په یووخت کې په افغانستان کې دناامنیودمخ په ډېریدوسره داهسی ګنګوسی اوآوازی هم ترغوږورارسیږی چې په وراتلونکو(اتلسو- ۱۸)میاشتوکښې کیدی سی چې هالنډی اوکاناډایی ځواکونه دافغانستان څخه ووځې  .

    لویدیز چارواکی په افغانستان کې په روانه جګړی کې  دخپلوسربازانودوژنی له کبله اوددغه مسئلی دمخنوی په هکله څوځلی ټينګار کړیدی  چې پرطالبانوباندی یوازنی دبری لاره ،دناټواودامریکا دځواکونوترمنځ کامل اوټولیزیووالی دی .

 دافغانستان دولت اواردو،دامریکی دنوی جمهور رئیس دټاکل کیدودپاره شيبی شمیری . دجمهوری ریاست دټاکنی رقیب  جمهوریت پلوی نوماندی جان مک کین اعلان وکړ  کله چې په ټول ټاکنوکې بری ترلاسه کړی،نوافغانستان ته به نورډیرسربازان ولیږی اوداپه داهسی حال کې دی چې  سناتوربارک اوباما دموکرات نوماندی بیا وایی چې ترلسوزروڅخه ډیرتره نورسربازان به وافغانستان ته ولیږی .

دواشینګتن دنړیوال استراتیژیکوکړنلارو دڅیړنود مرکزرئيس !

امریکا په افغانستان کې دجګړی بایلونکی دی :

       دامریکادنړیوال استراتیژیکوکړنلارودڅیړنود مرکزرئيس په اشاری سره دافغانستان دنامطلوبه امنیتی اوضاع په هکله یې وویل :امریکاد افغانستان  په جګړه کې یې ماته خوړلی دی  .

 

     "آنتوني كوردسمان" په یوي مصاحبی کښې دامریکا دبهرنی اړیکودشورا  دڅیړنودمرکز سره دعراق اوافغانستان دجګړی په هکله وویل : په عراق کې په امنیتی وضعه کې دپخوا په پرتله ډېر پرمختګونه رامنځته سوی  دی ،مګر  دعراق په جګړه کې د ا پرمختګونه ،هیڅکله دامریکا بری نه شمیر ل کیږی .دی زیاتوی : لاتراوسه  دعراق په سیاسي برخو کې ډېر پيچلي مسایل شته دی  چې هرومرو  ودی مسائیلو ته دی ځواب ورکول سی .

كوردسمان په دی مصاحبی کښې  په افغانستان کې دځواکونوددډېریدلوداړتیا په هکله یې وویل : شااوخوا( دری – ۳- الی- څلور – ۴) کاله دافغانستان داردواودپولیسودجوړه ولودپاره وخت ته اړتیا سته  دی .

    دواشیګتن دنړیوال استراتیژیکوکړنلارودڅیړنود مرکزرئيس ددی پوښتنی په خواب کې وویل : که امریکا دعراق دجګړی  بایلونکی دی  اوکه نه دی  ؟ په دی موضوع کې هیڅ ډول شک اوتردید نه سته ،چې امریکا دافغانستان په جګړی کې ماته یې خوړلی دی . دی وایی  : یودهغو پرابلمونواومشکلاتوڅخه  چې موږدامریکایانو ترسرلیک لاندی لرویې هغه دا دی چې موږ دافغانستان دخلکودفرهنګ دکامل بدلون  اودهغوی اړه ول په هغه خلکوباندی لکه زموږپه شان  ،موږکاملأ نا هیلی یو .

 

ګارډین ولیکل : دغیرنظامیانواودبی ګناه خلکود دزیاتو وژنو پر دلیل!

ناټوپه افغانستان کې خپل شتون یوټاکلی حدته راولی :

        یوی انګلیسی ورځپاڼی  په افغانستان کې دغیرنظامی اوغیروسلوال خلکودوژنوپرډېریدویې ولیکل : ناټوپه دی هیوادکې دغیرنظامی اوغیروسله وال  خلکو دزیات وژنودمخنوی د پاره خپل دلاسوهنی مقررات ،ویوټاکلی حد ته یې راولی .

 

       د((ګارډین )) ورځپاڼی  دتیری اونی په یوی ګڼی کې ولیکل : ناټوپه افغانستان کې دخپل شتون په اړه نوی نظامی قوانین یې دغیر نظامی اوغیر وسله وال خلکودوژنودمخ نیوی دپاره صادر کړ . ددغه انګلیسی  ورځپاڼی  دګزارش پربنسټ  دتیری میاشتی دهوایی یرغل راوروسته چې دشپتو تنو کوچینیانوپه ګډون (نهوی- ۹۰)  کسه غیرنظامی افغانان ووژل سول دغه نوی قانون یې تیره اونی په افغانستان کې وخپل میشته ځواکونوته یې صادر کړدبله خوا څخه په ناټوکې له دی  کبله ډېره څارنه رامنځته سوی دی چې  په دی وژنوکښې لویه اواکثریته برخه ټوله یې پښتانه قومونه دی  چې وژل کیږی  .

      ګارډین ددی لیکنی په ادامه  کې لیکی :امریکایی ځواکونه په داوروستیوکښې  دافغانستان په سویلی برخوکښې خپل ځایونه یې پیاوړی کړی دی اوهمدارنګه  ویل کیږی  چې جنرال "جان نيكلسون" چې دښورښ ضد یو کارپوه  دی په راتلونکی اونیوکښې وافغانستان  ته ولاړسی  ./ 

 

 


بالا
 
بازگشت