عزیزاحمد خوارمل

 

  

روسیه ،ایران او دریمه نړیواله  جګړه!

               دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه                     

             ژباړونکی  : عزیزاحمد خوارمل

     ((  دمنشه میر لیکنه))

            په داهسی حال کې چې نړی دروسیی یرغل پرګرجستان باندی دنړیوالوقوانینو له مخی  ناسمه اوغیرقانونی چلند بولی  اوددی يرغل دپای  ته رسولوغوښتونکی دی  ، ایرانی ملایانواویوشمیر ایرانی سیاست پوهانو په ایران کې دتیری جمعی په ورځ دسپټامبر پرشپږمه ۶ نیټه باندی  ددی یرغل نه هرکلی وکړ ،ناخبره له دی  چې ممکن  داهسی  یوه روځ به راسی چې روسیه به دایران ددولت  اټومی مسئله به دلویدیزه سره دګرجستان پرسره باندی په یوه معامله کې  قربانی کړی اوپه دی مسئله کې دلویدیزسره څنګ ته راسی    .

    سیاسی اونظامی ګرکیچ په نړی کې  ورځ ترورځه مخ په پراخیدودی  نړیوال سوله غوښتونکی ،دآرامتیا اودامنیت پلویان  دغه پوښتنه یې سرلیک کړی دي چې  ایا دمځکی خاورینه کره  دیوی  جګړی  اودوینوتویه ونی پرلور پرمخ ځې ؟ ایا دریمه نړیواله جګړه پرلاره ده  ؟

          که دسپاه پاسداران دقوماندانانوڅخه وپوښتل سی  ،که دایران پراټومی مرکز باندی یرغل وسی ؟، دوی  دستی وایی چې دایران پراټومی مرکز او پراټومی جوړښتونوباندی يرغل  کول ددریمی نړیوالی جګړی درامنځته کیدوسبب به وګرځې  .                

        نړیواله جګړه هغه وخت پيښیږی چې  دوي(۲) ډلی اویا څوډلی دهیوادونوڅخه  یودبل په مخ کې سره دریدلی  وي ، اودا په داهسی  حال کې دی چې دایران دولت په کامله توګه د نړی نه   ګوښه سوی اوځان ته دی اوکه تریرغل لاندی راسی حتی سوریه به هم چې میلیاردونه ډالر یې دایران څخه ترلاسه کړی دی ،دایران درژیم ملګری به ونکړی  ځکه دهغه  خطرونه سره چې دایران دولت به ورسره مخا مخ سی ممکن دسوری دپاره نه ملګریتوب ډېر اغیزمن اوګټه ور به وی ،چې سوریه ودی ته ترجیع ورکوي  او دی کارته ډېره پاملرنه  لری  .         

همدارنګه  په زیمبایوی  کې دروبرت موګابی  دحکومت ،په بولیوی کې داوومورالس ،په  ونزوئلاکې دهوګوچاوس دلاسه  دایران ددولت دپاره هیڅ هم ددوی په وسه ندی پوره ،روسیه هم دخپلوګټو په سوچ اوپه  لټه کې دی او مسلمأ به دایران  ددولت ومرستی ته  ونه دانګی ، نوداولی دوي (ایرانیان) ددریمی نړیوالی جګړی خبری کوي  ؟   .  
 
     نوشاید ددوي منظور هغه به وي که دایران اټومی مرکزاوجوړښتونه بمبارد سی .اوروسیه به د(۱۹۲۰ – او- د۱۹۴۲)کالنو دیادداښتونوپراستینادبه خپل سربازان ایران ته ورداخل کړي  ،اوپه دی بهانی سره چې دبمباری له کبله ددی هیوادامنیت دخطره سره مخا مخ سویدی اوبیا به دایران په نیونه باندی لاس پوری کړی ،اوپه دقیقه توګه لکه په هغه ډول سره چې  دسویلی اوستیا اودآپخازیا سره دارنګه کړنه یې ترسره کړ .         

     مګر که ددی ټکی  څخه تیرسو،همدااوس دکړکیچ دوه کانونه په سیمه اونړی کې شتوالی لری  چې یولړفرعی  تاوتریخوالی تعقیبوی چې دسوله غوښتونکواوهغه کسان چې دآرامتیا دکرار ی اودامنیت پلویان دی وهغوی ته دزغم  اود څارنی سبب ګرځېدلی دی  اودغه پوښتنه رامنځته کوی  چې نړی پرکوم  لور په حرکت کې دی اوراتلونکی اړیکی دملیوتونوپه منځ کې به په څه ډول سره وي؟                  

    صحیح دی چې روسیی تراوسه لاهم دګرجستان  لویه ګوله  یې په پوره ټوګه ترخپلی ستونی نده تیر کړی مګر بیله کوم تردیده څخه اشتها به یې ډېره اوډېرتره  به سی .

دمسکو چارواکی  داوستیا اوآپخازیا دوی سیمی  خپله دفاعی تکیه ګاه بولی  اوندی حاضر چې  نیول سوی ځایونه تش کړی او دسیمی څخه دی ووځې لویدیز هم په دی هکله ګواښ اوګوتڅنډنه  کوی   او وایې که روسیی خپل  ځواکونه یې تر شا نکړی داقتصادی تحریمونو اوداروپا دسیاسی فشارونو سره به مخا مخ سی  .             

        همدارنګه دامریکا دمتحده ایالاتونودجمهوری ریاست معاون  دیک چینی هم دتفلیس اوباکوڅخه لیدنه  وکړ دمرستی اودملګری وعدی یې ددی هیوادونودمشرانو سره وکړ .دناټونظامی تړون دتیاری په درشل کې دی چې ګرجستان ددی  تړون په غړیتوب سره ومنی  او دوه نوردپخوانی شوروي اتحادجمهوریتونه اوکراین او آذربایجان هم په نوبت کې ولاړ دي  .

که روسیه ددی وضع سره به  په قطعی توګه سره  نه ترڅنډه کیږی .   نوبیا به څه کیږی ؟

خبري  ددریمی نړیوالی جګړی اویا دختيځ اولویدیز په منځ کې دجګړی رامنځته کیدل ندی  .اوسمهال خټيځ اولویدیز نسته اودجګړی درامنځته کیدوپه صورت کې داهسی هیواد نه پیداکیږی چې دروسیی دپراخ غوښتنی او دهغه دډېر غوښتونونه ملاتړ اوملګری وکړی بلکی سرچپه ټول هیوادونه دروسیی دغه تیری کوونکی یرغل غندی اوددی تیری  دمنځه وړه لوغوښتونکی دي .

        روسیه په پخواکې (په واقعیت سره شوروی اتحاد) دختځ اروپا دکمونستی جمهوریتونو سره یوه واحده جبهه یې جوړه وله اوتریوی اندازی یې وکولای سوای چې دچین کمونستی هیواد،شمالی کوریانظام  اوشمالی ویتنام هم په هغه کې یې ورزیات کړ ی اودختيځ   دتړون څخه یې خبوری اودریځ وو ،اولویدیز تړون دمتحده ایالاتونو،دلویدیز اروپا هیوادونه اوددوي هم تړونه هیوادونه دناتو، سنتواوسیتوغړي اونورهیوادونه وه . روسیه نه داچې نن یوازی دی ،په همدی ډول لکه دچین اوهند هیوادونه دروسیی دځواکمن کیدوسره مخالف دی اودروسیی واکمن کیدل دخپلوملی ګټواوملی مصالحیوپرخلاف بولی .  

همدارنګه دایران اسلامی  حکومت هم  بیله کوم تردیده څخه دروسیی پرځواکمن کیدوباندی  به نه خوشحاله کیږی .

       دا صحیح  دی  چې دنړی په هیوادونوکښې ،چې تاثیر ايښودونکی دی ،یوازی هغه دروسیی  هیواد دی  چې دایران  ترڅنګ ولاړ دی ،مګر ملاتړ هم  کاملأ په مصلحتی ډول سره دی  اوتردا اوسه  پریکړنده اواړخیزه جنبه نلری ، مګرڅرنګه چې دمسکو ددولت ګټی  رامنځته سویدی نوبیا یې دایران څخه ملاتړ کړی دی  اوکله چې بیا خپل مصلحت یې لیدلی دی  دایران  دحکومت څخه یې مخ اړه ولی دی .

    دروسیـی ددی مصلحتی سیاستونـودجملـــی څخه  یودوی نمونی دا دي ،چې دملګروملیتونو

دامنیت دشورا ودریوپریکړه لیکونوته چې دایران ددولت داټومی پروګرام په هکله تصویب سوی وي موافقه رایه یې ورکړ اودبوشیر داټومی انرژیو دمرکزدجوړیدوچاری تل شاته اچوي . اودا ځل  بیا  دراتلونکی کال  دوبی یې دسرلیک او وخت په توګه نیټه ورته ټاکلی  دی اودا (۱۳)  دیرلس کاله کیږی چې  ددی اټومی دستګاه دجوړیدوکار لاس پرلاس کوی .

نوځکه روسان خپله  ډېر ښه پوهیږی چې یو ورځ که دبوشهر اټومې دستګاه په کار ولویږی ،څونی تاثیر به یې دروسانوپر نړیواله څیره به ور ولویږی،ځکه څنګه به ممکنه وی  چې روسانودیوی خوا دایران پرضدپریکړو باند ی دتحریمونوپرپراختیاموافق دی اودبلی خوانه دایران دآتومی  انرژی کارپرمخ بیایی ،چې دهغه دسوزولوشویو موادوڅخه کولای سی چې اټومی بم جوړکړی.  یوشمیرایرانی ناخبره ملایان دتیری اونی دجمعی لمانځه په خطبی کښې دروسیی یرغل  یې پرګرجستان باندی  اواوستیا اوآپخازیا چې روسیی ترخپل واک  لاندی راوستل  دروسیی دغه کړنی  یې دایران داسلامی حکومت دګټودبهیر سره سم وباله ،او  ایران له دی څخه ناخبره  دی چې یوبهرنی دښمن لری ،چې دتزاریانوپه وخت کې دقفقاز سیمی یې دایران دتن او دخاوری نه یې  جلا کړ،اوروسیه تراوسه هم زیار باسی  اوپه دی تلاښ کې دی ترڅودخلیج فارس وتودو اوبوته ځان ورسوی .          
     حتی ددی ناپوهانوڅخه  یوشمیریې دجمعی په لمانځه کې وویل چې دروسیی یرغل پرګرجستان باندی دایران دحکومت اودهغه داټومی پروګرام په ګټه دی   ،اوداپه داهسی حال کې دی چې  دایران په دننه کې یوشمیر کارپوهان په دی باندی اقرار کوی ممکنه دی   چې روسیه  دمصالحی په بهیر کې دغرب سره  ددی تاوتریخوالی دپای ته رسیدودپاره  په یوه معامله لاس پوری کړی  اوهغه دا چې پرایران باندی د پراخه تحریمونه رامنځته کول او دیوی خطرناکی ضربی په وارده ولوسره دایران پراټومی پروګرام باندی وي ،په دی  شرط سره چې لویدیزهیوادونه  دروسیی  دنفوذ په هکله په ګرجستان کې  اوداوستیا اوآپخازیا څخه په تیریدلوسره لنډ راسی اودمخالفت څخه لاس واخلي  .                                                                                                                   
 
   ایا دایران ددولت مشران دجمعی امامان  اودرژیم سیاست پالونکی دغه کیده  نه یې په نظرکې نیولی دي ؟

     دحکومت جګپوړی چارواکی هره ورځ ادعاوی کوی او ناری سوری یې جوړه کړی  اووایی چې په سیمه کښې دغښتلی نظامی ځواکونودرلودونکی دی ولی و نه او وسي ؟            

اعلان وی چې  جګړیز الوتکی جوړه وی ،راکيټونه جوړه وی  تانکونه جوړه وی بمونونه اوکښتي  اوډول ډول نورجګړیز شیان  جوړه وی . څنګه کیدی سی  چې داهسی یوهیواد دی چې داډول  جګړیز شیان جوړه وی هغه دی کمزوره هیواد وی اوونه شی کولای چې دیرغل په وړاندی دی ودریږی ؟مګر هغه ټوله شیان چې دوی تراوسه جوړکړیدی  ،نوروچې جوړکړی بیا دهغوی دمخه څخه یې کاپی اخیستل سوی  ،تقلید سوی اوجوړ سویدی  .

په دی توپیرسره چې  ددوي جوړسوی جګړیز وسایل بیله مخته تللی  تکنالوژی اوالکترونیکی تخنیک څخه دی چې په رښتیا سره دهرجګړیزی وسلی مغز شمیرل کیږی  اوکه دیوډېر لوی کیفت سره هم نه وي ،نودهغه الوتکړ ،دهغه تانکونوسره، اویا دهغه جنګی کښتيو  سرلیک  به دمخامخ کیدوپه وخت کې دجګړی په ورځ ،هیڅ ډول ارزښټ به ونلری اوپه ډېر اسانی سره  به ددښمن دوسلی  په وسیله به اور واخلی اودمنځه به ولاړسی .

  هغه حکومت چې یوه کلکه علمی اوتکنالوژیکی  زیربنا ونه لری اوخپل ښه ترینه ښوونکی اواستادان یې یادکاره شړلی دی اویا پرکورنوناست دی ،دیوه رغنده علمی اوصنعتی زیربنا نه درلودونکی دی چې وسی کولای دجګړیزووسلیوزړه اومغز جوړکړی  اودهغه ضروری څارنی ترسره کړی ،له دی کبله ډېر لیری دی چې دایران دجوړی سوی وسلی شبکی  ،چې خدای دی ونه کړی چې ایران دی تریرغل لاندی دی راسی اولکه دکاغذودیوی ماڼی په شان  ونړیږی .

همدارنګه دروسیی دډېروغوښتنوترڅنګ چې دزبرځواکی اودابرځواک کیدو مقام ته ورسیږی  اوبیا دتزاریانو دوران راژوندی کړی ، نودچین اودهند دهیوادونودزبرځواکی اوابرځواک  کیدل څخه باید  په تشویش  کې وه نه و سو .    

ځکه چین لا ډېر پخوا د مارکسیسم – لنینیسم بنسټیز ایدالوژی چې دپرولتاردطبقی خلاصون دکاپيټالیسم څخه دی ځان یې تری څنګه کړی دی اوکه سبا په یو زبرځواک هیواد واوړی  ،دخپلوخلکو دآرامه ښه اقتصادی هوساژوند غوښتونکی دی اوترخپل واک لاندی دنړی دراوستلوسوچ  به  په سر کې ونه لری  .                

دغه واقعیت دهنددهیواد په هکله هم په همدی شان دی چې هیڅکله داخ اوډوب اودجګړی په سوچ کې نه دی اوتل دامنیت ،آرامتیا اودسوله ایز ژوندپه لټه کې دی .

مګر په ننه نړی کې دهغه وخته  څخه چې دایران اسلامی دولت رامنځته سوی دی ، او دتاوتریخوالی یو بل اور په سیمه اونړی کې انځورسوی دی  چې دغه کړنه داسلامی تروریسټی ډلو دډېروغوښتنواود هیلوښکارندوی دی  .               

اودغه ډلی پردوبرخوشیعه اوسنی باندی ویشل سویدی  اوپه داهسی حال کې چې دایران دولت غواړی پرنړی وکداره سی  اوشیعه مذهب  پرهغه باندی  حاکمه  کړی  دطالبانواوالقاعده تروریسټی ډلي بیا زیار اوتلاښ کوی ترڅوداهل تسنن اسلام  واکداره کړی اوپه سعودی عربستان کې  وهابی ملایانو دسنی نخسی  دواکداره کولو په لټه کې دی .   
کیدی سی دغه دوه دتعصب ډک مذهبی  ګرایشونه  وسی کولای یودبله سره څنګه ته راسی اویوه واحده یرغلیزه جبهه  رامنځته کړی ،چې داکارډېر کمزوری  ښکاري . مګر دبلی خوا نه ددی  دووګرایشونوجلا جلا زیار اوتلاښ اوددوي ترمنځ رقابت دلویدیز دفرهنګ اودمسیحت دنړی  سره ممکن دی چې کړکیچ پراخه  اوتندتره کړی. دیوی خواڅخه دروسیی اشتها راپاریدلی دی اوډېری غوښتنی لری ،  اودبله خوانه اسلامی متعصبه ډلی چې وبشری نړی ته داسلامی بنسټ پالنی دتنګ کړکۍ څخه دنړی وانسانانوته ګوري اوکیدی سی چې یو لوی اور په نړی کې بل  کړی    .              /         

 
 
 


بالا
 
بازگشت