عزیزاحمد خوارمل

 

  

دامریکا دنړیوال امنیت دعلوموموسسئه وایی :

په افغانستان کې دامریکا ماته قطعی ده !

                            دانټرنیټ دفارسی منابعو  څخه

                            ژباړونکی  : عزیزاحمد خوارمل

 

  دانتوني كوردسمان لیکنه

دامریکا دنړیوال امنیت دعلوموموسسئه  په یوګزارش کې چې (۱۱۳ یوسلو دیرلس )مخه دی  دپوره اسنادواونښی نښانی په وړاندی کولوسره ثابتوی چې دامریکا هیواد لکه د پخوانی شوروي اتحادپه شان به په افغانستان کې ماته وخوری اودا ماته حتمی ده .

دامریکا دنړیوال امنیت دعلوموموسسئه  په یو ګزارش کې «دماتی خطردافغانستان اوپاکستان په جګړه کې ؟ مخ پرزیاتیدودی» په افغانستان کې  دامریکا ماته یې  قطعی اوحتمی وبلل .

دغه امریکایی  موسسئی په دی ګزارش کې  لیکلی دی : ایا دشمالی اتلانتیک  تړون(ناټو) هم لکه پخوانی شوروي اتحاد چې په اتیاومه لسیزه کښې اوانګلیس په نهولسم پیړی کښې  ماته یې وخوړل،ماته خوری ؟   .  

ددی ګــــزارش پــربنسټ ،په دی ګــــزارش کې راغلـــی دی دامـــریکا ددولت دمنکـریدواودناټود

منکریدوسره سره ،بایدوویل سی  چې ددی پوښتنی ځواب دا دی : چې دغه ماته حتمی ده  .

"انتوني كوردسمان" دامریکا دنړیوال امنیت دعلومودمرکز غړی ،د(۱۱۳ یولسودیرلسو) مخو   په یوګزارش کې د قناعت ورکوونکوشواهیدواودلالیوپه وړاندی کولوسره ثبوت وی یې ،چې امریکا په افغانستان کې ماته خوری .

دغه امریکایی نامتوڅیړونکی په دی باور دی ،چې  دپنځوکالنوپه موده کې په افغانستان کې حالات ډیر ګډوډ اوکړکیچن سویدی اودغه وضعه اوس ویوبل کړکیچن پړاوته رارسیدلی دی . دِغه لیکوونکی  په  دی هکله وایی : " رابرت گيتس دامريكا ددفاع  وزير او مايكل مولن" دامریکا ددفاع وزارت  دګډوځواکونولوی درستیز   په یو ږغ سره یې ویلی دي، دا اوس مهال افغانی اوپاکستانی جګړه په جریان کې  ده اوددی مشکل دحل دپاره ،و نظامی اوښاری امکاناتوته اړتیاسته دی .

همدارنګه په افغـــانسـتان کې اوضاع او حالات داوسیدونکو،دمرستندویوسازمانونو،دناټود

ځواکونواودامریکایی ځواکونودپاره ډېر مرګونی سویدی دی .

ددی امریکایی موسسئی په ګزارش کې راغلی دی : دطالبانوډلی یو ځل بیا دافغانستان ډېری سیمـــی یې تر خپل واک لاندی راوستی دی، اوودغــــوسیمــــوته دمرستندیوسازمانونواو موسسئواوداوسیدونکود ورتک څخه ممانعت اومخنیوی سویدی .

په دی ګزارش کې په اشاری سره لیکل سویدی چې طالبان په افغانستان کې بل ځل واک ته رسیږی په همدی ډول راغلی دی ، دطالبانوغړي دخاشخاشودکرهڼی او دډول ډول  امن پټ ځایونوڅخه  دپاکستان په خاوره کښې کاراوګټه ورنه اخلی ،خپل واک ډېره وی او وخپل جغرافیاوی سیموته په پرله پسی توګه سره پراختیا ورکوي .

په دغه ګزراش کی لیکل سویدی چې «  دماتی دنوم خطر،دافغانستان – پاکستان په جګړه کې ؟ مخ پرډېریدو دی  »او اوسنی وضعه دا دځانه سره یې  لری ،دناټودسربازانوپرتلفاتو اودیوشمیر بدلونوپه هکله  لیکی :په افغانستان کې په طبیعی توګه سره ګواښونه اوګوتڅندنی مخ پرزیاتیدودی همدارنګه دملګروملتونودسازمان دګزارش اودامریکا دجاسوسی  څیړنیزی نقشي پربنسټ دافغانستان دناامنوسیمو څخه ددی ښکاروندی دی چې خطرمخ پر ډېریدو اوپراختیادی  .

په دی ډول ددی ګزارش پربنسټ دامریکا راتلوونکی جمهور رئیس «دیوی حیاتی معضلی   سره په جګړه کې ښایی چې په دوه سطحه کې،په  سیاسی چارواوپه خپله کړنلاره کې  به ماته  وخوری ، اودماتی سره مخا مخ دی ،اوهغه جګړه چې تاکتیکی بریاوی به هم ورپوره نه سی » .

كوردسمان په دی هکله لیکی ،همدارنګه ددی دلیل پربنسټ دناټودنظامی مشرانواودامریکایی ځواکونوغوښتنی دنوروځواکونوپه لیږلوکې  و افغانستان ته ،اوڅرنګه چې جورج ډبلیوی بوش دامریکا جمهورئیس هم دښږکال دسپټامبرپه میاشت کې وعده ورکړی ووپه دی  اړه  روښانه خبره ده .

امریکا دشمالی اتلانتیک تړون(ناتو) یومیاشت وروسته د(۲۰۰۱) کال دسپتامبرد(۱۱مي )دیولسمی نیټی  په پیښه کې  کله چې دالقاعدی شبکی  ددی پيښی درامنځته کیدو په تور ګرم اوتورن اعلان سوپه دی پلمی سره دالقاعدی دله منځه وړلو اودهغه دمشرانودنیولودپاره پرافغـــانستان باندی یې یرغـــل وکــړ اوتردا اوسه پـــوری دغه هیواد یې ترخپل نظامــی  واک او

ښکیلاک  لاندی ساتلی دی .   

 

 

 


دامریکا دبهرنی چارووزارت پخوانۍ وزیره "مادلين آلبرايت" وایی :

دبوش ددولت دفاع دبشری حقونوڅخه یوه مسخره امیزه کړنه ده

 

دامریکا دبهرنی چارووزارت پخوانی وزیره په کلک ګوتنیونوسره دبشری حقونو ترپښولاندی کیدل او نقضیدل یې ، چې په پراخه توګه سره دنړی په مختلفوسیموکښې ترسره کیږی ،دبوش ددولت دفاع یې دبشری حقونوپه هکله  یوه  مسخره امیز کړنه وبلل .

"مادلين البرايت"دچک دجمهورت د"ليدوفكي" دیوی  ورځپاڼی سره په خبراتوروکښې وویله : امریکا داوسنی دولت ترسیوری لاندی  په نړی کې خپل  اخلاقی ملاتړ یې دلاسه ورکړی دی اودا کار یوه مسخره امیزه کړنه ده ،کله چې نورهیوادونه بشری حقونونقضوی اوترپښولاندی کوی بیا نودبوش دولت ګوتنیونی پری کوی ،داپه داهسی حال کې دی چې  هرڅوک کولای سی  دعراق دپیښوپه وړاندی کولوسره  له دی مسئلی نه دبوش ددولت  پرضد ورنه ګټه واخلی .

ا لبرایت په دې  هکله وایۍ :دبوش دولت دامریکا هیواد یې  ویوی ژوری کندی ورغورځولی دی او اوس مهال کله چې  یوځوان دامریکا نوم اوری  نودګوانتانامودجیلونو اودابوغریب دجیل په یاداو په سوچ کې ورولیږی ، اودامریکا دپاره دغه کارډیردبدوشیانوله جملی څخه ګنل کیږی . 
" البرايت" بوش  یې ددموکراسی په له منځه وړلوتورن کړ اووی ویله چې بوش  ددموکراسی په تحمیلولوسره په هره  سیمه اوهرځای کې ددموکراسی څیره یې   وراړه ولی دی .

همدارنګه هغه څه چې زموږدوستانو ورته هیله مند دی هغه دا دي چې دبوش دوتلو وروسته دسپینی ماڼی څخه  دامریکا څیره به ښه والی ومومی .

دکلینتون ددولت دبهرنی چاور دوزارت وزیره وویله :دامریکا دولت دسپټامبردیوولسمی (۱۱می) نيټی دپيښی نه وروسته دامریکا دخلکوپه بیره ولویې  پیل وکړ،اوخلک هم اجازه یې ورکړل چې دغه بیره پردوي باندی لاس بری  وکړی .

مادلين البرايت دامریکادجمهوری ریاست ددموکرات نوماندی بارک اوباما په تمجید کولوسره ، هغه یې یوزیرک سیاست پال وبلل اوپه دی اړه یې وه  ویله : هغه به  په امریکا کې دبدلون استازی وی . 

البرایت هم داوباماپرغوښتنه باندی چې غواړی د(لسو-۱۰)  میاشتوپه موده کی امریکایی ځواکونه دی دعراقه ووځی ټینګار وکړاوپه دی هکله یې وویله :  دامریکا خلک اوس مهال پرته  دامریکایی ځواکونوراایستل دعراقه نه، بل شی نه غواړي .                             

مادلين البرايت ددی موضوع په ادامه سره وویله : اوبامابه هیڅکله هم دامریکایی ځواکونوراایستل په غیر مسئولانه توګه سره ترسره نه کړی اودبل خوانه امریکا هم نه سی کولای چې ترډیره موده پوری په دی سیمه کښې پاته دی سی .

البرایت د عراق جګړه یې دغمونواومصیبتونوڅخه ډک ،دامریکا دبهرنی سیاست دپریکړي پایله  وبلله اوټینګار یې وکړه چې دعراق  دجګړی تاوانونه دویتنام دجګړی په پرتله دامریکا پرڅیره باندی خوراډیر تره څرګندیږی .

 

الحیات ولیکل ؛ پرنړی باندی  دامریکا مخکښي  ماته یې وخوړه!

 

الحیات دمنځنی ختیځ یوه سیمیزه ورځپاڼه په ټنيګار سره په دی هکله ،چې دامریکا دجمهور رئیس سیاستونه دملګروملتونوسازمان یې ضعیفه کړی ده ولیکل : پرنړی باندی دامریکا مخکښي ماته یې خوړلی ده  اودملګروملتونوسازمان دنړی دمخکښي اودلارښودنی واک یې دلاسه ورکړی دی .

دالحیات ورځپاڼی دسپټامبر د(۲۴) نیټی دګڼی په سرمقاله  کې یې دملګروملتونودنوی غونډی اوددی سازمان درئیس« بان کی مون » دوینا په هکله یې ولیکل : بان کی مون  ودی ته ندی اړ چې دملګروملتونودسازمان حداوپوله دی وده ته وه ویل سی ترده دمخه  دپخوانیورئیسانوتجربی دده سره مرسته کوی چې ډېری لوستی ورنه واخلی ،دملګروملتونودسازمان واک دلویواوځواکمنوهیوادونوپه امادګی اوودی سازمان ته په واک ورکولوپوری تړلی دی . بایدپه رښتیا سره لوی هیوادونه دهغه په پریکړو اوپه کړنوکې مرسته ورسره وکړي .

 الحیات ولیکل :  بان كـــي مـــون دامریکا اودملګــــروملتونــــوترمنځ داړیــکودداستان په  ډېرو

ستونزوپوه دی ،په ریښتونی توګه سره دملګروملتونوسازمان پرته دلویوهیوادونوڅخه نه سی کـــولای چې داوسنــــی آخ اوډب نه  ډک کړکیچــمنوستونـــزوپه هکله پریګـــــړه وکـــــــــړی مګر دملګروملتونودسازمان دشمیر برابروالی تل دامریکا دحساب اوکتاب سره نه دی تضمین سوی .

نوپه همد ی ډول ددی ګزارش پربنسټ ، دلویوهیوادونوسروهلی اړیکی به ډېرژر دملګروملتونودسازمان منبر به  ددغوهیوادونولخوایودبل پرضد وکارول سی ،لکه هغه پيښی چې دسړی  جګړی په  وخت  کې رامنځته سوی وو.

الحیات لیکی : جورج بوش  دملګروملتونودسازمان په دا وروستی  غونډه کښې خپل دخدای په امانی  بیانیه یې وګډون کوونکوته واوره ول اوخپل دریاست جمهوری په وخت کې بوش  دملګروملتونودسازمان په ضعیفه کولوکې ډېره برخه  یې درلود ځکه دملګروملتونوپرچارو، پرکړنواود رول په وړاندی یې سترګې پټی کړی وی ا وپرته  دملګروملتونودسازمان دقانونی پریکړی اواجازی نه پرعراق باندی یرغل وکړ اودغه کړنه وهرچاته  ښکاره اوبربنډه ده چې دملګروملتونوسازمان دعراق دجګړی په وړاندی لاس تړلی ناست وو اویوازی  خپله کړنه یې دبخښنی  په ویلو سره بسیا کړ .

"غسان شربل" دالحیات دورځپاڼی  مدیر مسؤول په ګوتنیونی سره دبوش ددولت  په هکله لیکی : که بوش په یوبل ډول سره  نړی  یې رهبری کړی وای نونړی به اوس مهال یوه بله څیره درلودی وای،بوش حتی ونسی وکړای چې خپل اوریدونکی  په صحیح اودقیقه توګه سره قانع کړی  . په  ریښتونی  توګه یې عراق  ترخپل واک اوښکیلاک لاند ی راوستل  ،اوامریکا دسپټامبردیوولسمی (۱۱می)نیټی نه  وروسته مهمه رول یې دنړیوالودټولیزوافکارو دهمدردی دمنځته وړل دپاره یې پرځا ی کړل  .    

نوله همدی کبله ددی ګزارش پربنسټ باندی  نړیواله ټولنه ددی موضوع  وتشریح اوتوضیح ته اړتیا نلری ،امریکا زیارباسی ترڅوپه عراق کې   دجګړی ددرانده باره څخه ځان ورخلاص کړی ،اوهمدارنګه دافغانستان ټولنه  هم یوازی دڅارنی سرچینه نده ،دپاکستان امنیت  هم دمخته کولو وړدی ، اودپاکستان دهریورغښتونودمنځه وړل   ،اوپه همدی توګه دپاکستان داټومی اوذره وی  وسلیو په هکله ډېری نوری  پوښتنی  رامنځته کیږي اوددی اټومی اډی پاته کیدل اوساتل دښوخلکوپه لاس کې  ورولیدل چې بل ځل ورباندی تجارت ونسی  دپاملرنی ،دبحث اودخبراترو وړ دی .

دپاکستان نړیدل  به ،په رښتیا سره ډېره  جدې څارنه به رامنځته کړی ،دپاکستان اوهندوستان ترمنځ دجګړو اوشخړوپه هکله  اوپه همدی ډول دغه ډول شخړی  دمسلمانانواوهند ترمنځ به هم رامنځته سی .

 په دی ډول ددی ګزارش پر بنسټ ،بان کی مون  دافغانستان اودپاکستان دخطرونوسره اشنا دی .

دبوش ټينګار دروسیی پرکلابندی (محاصری)  باندی په نتیجه کښې  ددی هیواد مشران یې هم دخپل واک وښکاره کیدوته اړ ایستی دی .

دګرجستان تجربه اوازمایښت  ډېری معناوی لري  ،اودډېروپيچلوموضوعاتوڅخه یو هم دایران اټومی  مسئله له دی جملی څخه ګڼل کیږی  اوپه دغومسائيلو پوری تړلی   دی .

الحیات ددی لیکنی په وروستیو کرښوکښې لیکی : دامریکا مخکښي په نړی کې یې ماته خوړلی ده  اودملګروملتونوسازمان هم د دی  واک نلري  چې دنړی مخکښي پر غاړه باندی واخلی .

 "بان كي مون" دملګروملتونودسازمان  رئیس هم  دملګروملتونوددروشپتمی (۶۳ می)غونډی په پرانستلوسره په خپل پرانستونکی  ویناکې یې وویل  ،دملګروملتونوسازمان ،دنړی داوسنی  کړکیچونودحل اودمنځه وړلودپاره دیوی نوی مخکښي غوښتوونکی  دی  ./


        پورتنی  مطالب دلاندی ادرسونوڅخه اخیستل سویدی

-         دفارس نیوز  نه

-          دجام جم   نه

 


بالا
 
بازگشت