ولسمشرکرزې  سياسی ځان وژونکۍ بريدوکړ

اجمل شينوارې 02-03-2009

د کرزې صاحب فرمان دراتلونکو ټول ټاکنو په اړه د افغانستان داساسی قانون  ٦١ مادې ته د درناوې کولو معنا لرې که د اقتدار اوږد والې ته ارزښت ورکولو!!!؟؟؟٠

دا هغۀ پوښتنی دي چی هر په هيواد مين افغان وګړې ته دلمر په ځير روښانه دي،  پدي ښه پوهيږې چی بيا ددغه مظلوم ولس د برخليک په اړه دځان دبقا لپاره داوسنيو واکدارنو له پلوۀ سوداګرې بينا شويده،  دا ځرګنده نده چی ددغې لوبې اصلی ګټونکې به ځوک وي ولس او که يو ځو سياسی سودا ګر؟

 ولس پنځه کاله مخکی همدغه بی کفايته کرزې صاحب ته په ډيرو بدو سياسی، ټولنيزو، اقتصادی او فرهنګی حالتو کی خپلې رائی په دي بنسټ ورکړې ترځو د واقعی ولسواکې پروسی پلو ته د تګ سريزه پيل شي، دا چی  ولس نورۀ ځه تمه درلوده هغه به پر ځاې بريږدو٠ ولس خپل مسووليت په داسی تاريخی پړاوکی چی ورسره مخ شويوه په ښه ډول ادعا کړې دي، دا چی اوسنيو واکدارنو په مقابل کی  ځه ورکړې دي دا قضاوت به پريږدو تاريخ ته٠ افغان مجاهد ولس کرزې صاحب  ته دا رائی ددي لپاره ندي ورکړې چی ګوني دا ځوکی ميراثی ستا شوه، بلکی افغان مجاهد ولس دا دولسواکې سريزه ګڼله٠

د افغانستان دمعاصر تاريخ په اوږدو کی دا لمړې ځل ندي چی زمونږ دسياست د ډګر مکاران او مداريان داسی دملی او ولسی ګټو ضدلوبی کوې، په ډير تاسف سره چی دداسی بی مسووليته چمونو تاوان او جبران دغه مظلوم ولس ته تل ډير ګران تمام شويدي٠

پوښتنه دا ده چی ايا دغه فرمان واقعا" عملې بڼه اخستی شي او که يو سياسی ځان وژونکې بريد دي؟

زما په اندکه چيرته کرزې صاحب رښتيا اساسی قانون ته ارزښت قايل واې او ملی ګټی ئی دپام وړ واې،  لازمه وه چی دغه فرمان ئی حداقل شپږ مياشتی مخکی له ټوټاکنوځخه ورکړې واي تر ځو بهرنې ټولنې، افغان ولس او دجمهورې رياست نوم اندو هر چاه په خپله برخی کی چمتوالې نيولي واې٠  که اوس چيرته کرزې صاحب دا دليل وړاندې کوې چی پر ده باندې انتقادونه زيات وه چی ولی ټاکنې وه ځنډېدی هغه انتقادنه د ټاکنو په ځنډيد نه  بلکې هغه انتقادات د  کرزې صاحب داقتدار اوږدوالې وه٠

دوهمه خبره دا ده چی که کرزې صاحب رښتيا د ولس غوښتنو ته درناوي کوي، ولس هر ځه رڼه او سپين غواړې خو په تاسف سره چی کرزې صاحب په دغه اووه کلونو کی لدغي ازموينې ځخه ناکام راتوې دي٠ د کرزې صاحب لپاره صرف د هغۀ د اقتصادې مافيائی ټيم، د مخدره توکو د مافياټيم او دسياسی سبوتاژونو ټيم ګټی د بل هر ځه ځخه دپام او غور وړ دي٠ خو پدې هم لازمه ده چی پوه وي چی ددغی انتحاری بريد لمړنې قربانيان به همدوي وي دا ځکه چی پدغه اووه کلونوکی دافغان باتوره ولس سره کرزې اودغو دريګونو ډلو سترې جفاګانې کړېدي او دغه مظلوم خو باتوره ولس نور دداسی بی مسووليته او بی کفايته ځيرو زغم نلرې، او نه دا هغه پخوانې وختونه دي چی ځه يو کس او يا يووه ډله وائی هغه به منل کيږې، اوس ښه والي پدې کی دي چی د افغان مجاهد ولس او نورو نړيوالو راتلونکې ښيګڼې او خطرونه سره شريک شويدي٠

دنړې ټول ولسونه ويښ دي اوهر څه ځاري چی ځوک ځه کوې افغان ولس هم ددغې نړې يو برخه جوړه وي خو دغه مظلوم ولس چی کوم زغم ددغو سياسی سوداګرو مقابل ګاللی دي هغي د لويو ملی ګټو په پام کی نيولو لپاره دي ,   نه د ځو په ګوتو شمار واکدارنوپخاطر.  که چيرته دغه مجاهد ولس پدې پوه شې چی بيا هم پدغه ٢١ پيړې کی د دوي ملی ګټی د ځو تنو د شخصی ګټو قربانې کيږې نو بيا هغه ځه کوې چی زمونږ د هيواد تاريخ ورباندې ګوا دي٠ په ډيرې خواشينې سره چی ددغه ځان وژنکې سياسی بريد لمړنې قربانيان معلوم دي بيا هم ټوله لوې قربانی ولس ته ورپه غاړه ده لکه ځنګه چی دغه تير اووه کاله افغان ولس د لويو ملی ګټو دساتلو او درناوې لپاره رنګا رنګ ستونزی او ناخوالې ګاللی دي٠

اوس زه پدې باوريم چی دولس دصبر کاسه مخ په ډکيدو ده دا ځکه چی دټولو هيوادوالو تمه راتلونکو ټوټاکنو ته وه،  دا هيله اوس هم لرې چی ٢٠٠٩ ميلادې کال په ټولټاکنو کی به ځانونو ته په ښه فکر سم برخليک د رائي ودپاڼو په بنسټ ټاکې ، که دا هيلې چيرته د کرزې صاحب  دبی مسوليتی او په قدرت  مينتوب له کبله سبوتاژ شې نو  افغان ولس ته نه جبران کيدونکی پائيلی لرې پدې چی افغان ولس ته ورستی د زغم ټکې همدا دي٠

بل اړخته  نړيواله ټولنه ده چی هغوي هم پدي تمه دي چی په افغانستان کی په راتلونکو ټولټاکنوکی يووه  مسووليت منونکې اداره رامنځ ته شې تر ځو هغوي خپل اوږد مهاله ستراتيژيکی دريځونه ورسره شريک کړې، ځکه چی په دغه اوسني بی کفايته او بی ظرفيته اداره هيځ ځوک اعتبار نشی کولاې چی سحر يو ځه وائی او ماښام بل ځه، راځی چی دغه خبره صادقانه وکړو چی دا مونږ او تاسی خپله افغانان دي ته چمتو يو چی د کرزې صاحب دحکومت سره د يو من جوارو سودا وکړو ؟ زما په اند دټولو ځواب به  نه  وي٠

دلته يو ټکې د پام وړ دي چی که چيرته  زمونږ د بی مسووليتی له کبله کوم سيمه يز قوت نړيوالوته پيدا شې اودا ډاډ اوتظمين ورکړو چی لدغی سيمي ځخه هغوي ته په راتلونکی کی نور کوم خطر نشته ، بيازما په اند نړيوال هم زمونږ د غمه ډير ندي مړه ځکه چی مونږ خپله هر ځه دسليقو او شخصی ګټو قربان کړو،  پدې کی هغوې مونږ سره ځه مرسته کوائی شې٠

د کرزې صاحب ادارۀ نورۀ د افغانانو او نړيوالو داعتبار وړ نده او نه کوم پرمختګ لرې چی يا افغانان او يا نړيوال ورته سترګې په لار شې٠

دناورينه د وتلودحل لارې چارې  :-

١ د افغانستان ټول وګړې چی په هيواد کی دي او که هيواده بهر لازمه ده چی د خپلو خلکو دبرخليک ټاکلو په اړه خپل ملی، اسلامی او افغانی مسووليت درک کړي، ټول خپلمنځی اختلافات دملی لويو ګټو لپاره تر پښو لاندې کړې٠

٢ ټولی سياسی، ټولنيزي ، فرهنګې ډلې او خپلواکۀ ځيرې اړينه ده چی د يووي ملی طرحۀ لاندې سره راټول شې تر ځو نړيوالو او افغانانوته ددغه  ناورين نه د وتلو لارې چارې په شريکه په کوته کړې ٠

٣ ټولې ملی خپلواکه ځيرې اړينه ده چی ددغه ناورين  په هکله خپل سالم دريځ په ډير روښانه ډول څرګند کړې، او دهغه احتمالی خطرونه ټولو هيوادوالو او نړيوالو ته ښکاره کړې٠

٤ په هيواد دننه او بهر اړينه ده دسالم فشار اچولو قوې ګروپونه جوړ شې تر ځو دافغانستان په دولت او بهرنې نړې زور واچوې چی راتلونکې ټولټاکنې رڼی او بی پرې وي٠

٥ دټاکنو دخپلواک کميسيون مشرتابه اړينه ده چی نوئي شې او دټاکنو ټول مرکزونه د ملګرو ملتونو او اروپائی ټولنې د ځارګرو تر ځار لاندې ټاکنې ترسره کړې٠

٦ که چيرته کرزې صاحب واقعا"غواړې چی دغه فرمان پلې شې او بی پرې ټاکنې وشې نو لازمه ده چی له خپلې دندې دغه اوس استفا وکړې او يا هم د نوم اندې ځخه تير شې٠

٧ که چيرته دافغانستان دولت دي ته چمتو نوي چی  ټانکې رڼی اوبی پرې وشې نو بيا د جمهورې رياست ټول نوم اندې لازمه ده په يوغږ د ټاکنو ځخه داحتجاج پډول بايکاټ وکړې٠

د يو سوکاله او اباد افغانستان په هيله

 


بالا
 
بازگشت