عزيزاحمد خوارمل

 

 

امریکايي نظامی ځواکونه  دافغانستان دخلکو پرضد په  روانه جګړی  کې دټيټی درجی  (کمزوره ) یورانیومو څخه یې کار اخیستی دی !

        دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه

   ژباړونکی : عزیزاحمد خوارمل

 

دافغانستان په جګړه ځپلوسیموکښې  ډېر شمیر کوچینیان  معیوب اوناقص الاعضازیږیدلی دی  ،اودیوشمیر ګزارشونوپربنسټ چې امریکایی نظامی ځواکونه په جګړه کې دافغانستان ددولت دمخالفینوپروړاندی  دټيټی درجی  یا کمزوره یورانیومو څخه یې کاراخیستی دی   چې دیرغلګرونظامیانوددی کړنی  له کبله  په جګړه ځپلوسیموکښې د زیات شمیر کوچینیانودتن غړی په نورمال ډول ندی   معیوب اوناقص الاعضازیږیدلی دی اودغه  مهمه  پيښه یې  دافغانستان دولت اوس ترڅیړنی  لاندی نیولی دی  .

 

د راډیو اکتیویف په تشعشعاتو سره اخته سوی افغان ماشوم

 دافغانستان دروغتیا دوزارت مرستیال اعلان وکړ،سربیره پردی چې امریکایی نظامی ځواکونه وایی چې په جګړی کې ددولت دمخالفینوپروړاندی یې دټيټی درجی یا کمزوره یورانیموڅخه کار نه دی اخیستی ،مګر یوی  منبعی چې دی یې نوم نه اخلی ده ته یې ویلی دی چې په جګړه کې ددی موادوڅخه کار اخسیتل سوی دی .

دافغانستان ددولت دغه چارواکی  وویل ،دولت پریکړه کړی دی چی ایا امریکائیانوپردی هیواد باندی دخپل یرغل په وخت کې دغیروسلوالواوعادی اوسیدونکو پرضد ددی موادوڅخه یې کار اخیستی دی اوکه نه ؟ ددغومعیوبو اوناقص الاعضاو زیږیدلی کمکیانواوکوچینیانومسئله یې اوس  تر څیړینی لاندی نیولی دی ،دولتی چارواکی  په نظر کې لری چې  دجګړه ځپلوسیمودخارو،دډبرواوداوبو نمونی اودنوروموادوڅخه دنتیجی دترلاسه   کولواوددی  مسئلی دښه تره ثبوت دپاره ډول ډول موادیې راټوله کړی اوهمدا اوس ترمطالعی اوڅیړنی لاندی دی  .

دټيټی درجی (کمزوره)یورانیوم څه ډول مواد دی  ؟

دټيټی درجی (کمزوره سوی ) یورانیوم یا Depleted Uranium چې لنډ اومخفف نوم یې DU دی  چې دطبیعی یورانیوم دبډای  کولوڅخه د هستوی  عکس العملونو  په کاروړلوسره ،لاسته راځی .  طبیعی یورانیوم درادیواکتیف دکښتی درجې اوکمزوره  خواص په درلودلوسره  یوکمیاوی فلز دی چې په ډېرلږمقدارسره په غرونو،سمندرونو،لوی اوواړه سیندونوکښې  پیداکیږی ،دغه ډول یورانیوم د دووایزوتوبه څخه د U235او  U238 په سلوکښې7/0  او په سلوکښې 3/99 جوړه وی ددغودووایزوتوبونوڅخه لمړی ډول یې  U235  دهستوی عکس العلونودرامنځته کولو  اودانرژی دلاس ته راوړلو دپاره ځینی کار اخیستل کیږی په همدی ډول دغنی سوی طبیعی یورانیوم څخه په واقعیت کې دایزوتوب U235 په ذریعی سره د U235 د ايزوتوپ دلوړی برخی دجلاکیدلوڅخه U238 دی چې دغه جلاسوی برخه د U238دټيټی درجې يا(کمزوره) یورانیومو یا د DUپه نوم پيژندل کیږی د DU دراډیواکتیف دتشعشعاتو میزان اوبرابروالی دطبیعی یورانیوم په سلوکښې (۷۰) دی چې په  سیمه اومحیط کښې شته دی اود DU نیمه عمر تقریبآ څلورنیم میلیارده کلنوپوری دی په همدی ډول ددغه کمیاوی  فلزڅخه دغه جوړسوی مواد ډېر اوږد عمر لری  .

دټيټی درجی (کمزوره )یورانیومو داغیزمن کار اخیستنی لنډ تاریخ :

دلمړی  ځل دپاره دغه مواد دصحرا دطوفان(دبیدیا دطوفان ) په نظامی عملیاتوکې کار ورنه اخیستل سوی دی  چې دامریکا نظامی ځواکونه  دعراقی د نظامی ځواکونوپرضدیې دهغوګولیوڅخه کار واخیست چې یورانیوم په کښې کې کارول  سوی وه  ،چې  ډېره برخه ددغه ګولیونه د(A۱۰) اي لس ښکاری الوتکوپه وسیله  چې دتاندبولت په نوم یادیږی دعراقی ځواکونودتانکونواوزهریی  وسایطوپرضدوکارول سول اوسمدستی دعراق په لویدیزه سیمه کښې دغیر نظامی اوسیدونکو اودعراق دنظامی ځواکونوپه منځ کې دلاعلاجه ناروغیودرامنځته کیدوباعث وګرځيدی  چې تردا اوسه پوری په سیمه کښې  ډېرکمکیان معلول اومعیوبه زیږی  اوددی ګولیوداستعمال اوکاراخیستنی نه دسرطان خطرناکه ناروغی  ادامه  لری . دتيټی درجی یورانیوم اويا کمزوره سوی یورانیوم که څه هم دټیټی درجې یا کمزوره (ضعیف  ) نوم  پرځان باندی لری  اولکه اټومی بم عمل نه  کوی  مګر ډېره موده دمځکی پرمخ پاتیدونکی دی اوډېر اوږد عمر لری  اوترډېروکلنوپوری  مځکه اوطبیعی منابع اوزریمی  هم دخپلوتشعشعاتوپه وسیله ککړ کوی اوپه واښوکښې دژنیتیکی جهشونودرامنځته کیدوسبب ګرځی کوم چې انسانان دهغوی څخه کار اخلی ،اورامنځته سوی ګازونه اوغازات  ددی ډول یورانیوم څخه  ډېر سمی دی هوااوباد یې کولی سی  چې ددی ګازاتو شعاع دلس ګونی کیلومتروپه واټن سره لیر ی ځایونوته یې خپاره کړی اوله دی سببه  ډېرخلک ورسره مبتلا اوککړیې کړی   .

ټيټی درجی (کمزوره ) یورانیوم دامریکا دنظامی ځواکونولخوااودیو شمیر اروپایی  هیوادونو لخوا دافغانستان په جګړه کې ددی وژنکی کیمیاوی موادوڅخه هم کار اخیستل سوی دی  چې دغه ډول وسلی  دټولیزووژنودوسلواومهماتودجملی څخه کڼل کیږی ،چې استعمال اوکارونه یې دنړیوالوقوانینواونورمو نونه سرغړونه اونقضیدل دی چې هیڅکله دی هم دانسانانودمنځه وړلودپاره داډول وسلی  ونه کارول سی اوخلاف دټولوانسانی اووګړنی نورمواوپرنسپونه څخه کڼل کیږی اوددی وسلی څخه په جګړه کې کار اخیستل دنړیوالی  پریکړواوفیصلومخالف کار دی  اوددغه ډول وسلی استعمال اوکارونه  منع قرار ورکول سویدی ،همدرانګه ددغووسلوسره اړیکی نیول دډاکترانودثبوت او لړلیدونوپربنسټ دډېروخظرناکوناروغیوخصوصآ دسرطان دناروغی درامنځته کیدوسبب ګرځی . اوپه دی اړه دانګلیستان دسلطنتی نظام یوه کمیټه  په یوی طبی ګزارش کې ددی ډول ناروغی  درامنځته کیدوپه هکله دامریکا ددولت اودیوشمیر اروپایی هیوادونو څخه  یې توضیحات غوښتی دی  چې دغه ډول وسلی په صربستان ،افغانستان اوعراق کې په کومه اندازه اوڅونی  شمیر سره استعمال سوی دی ،دوی غوښتنه کړی دی چې شمیر دی مشخص سی . په همدی ډول سره  وویل سو چې په (۱۹۹۰) میلادی کال دصحرا(دبیدیا) دطوفان په عملیاتوکې دامریکی تر قوماندی لاندی  نظامی ځواکونه دټيټی درجی (کمزوره ) یورانیوم څخه کار اخیستی دی ،په  دی جګړه کې تر دری سوه (۳۰۰) ټنه  پوری ددی وژونکی وسلیواومهماتو څخه پرعراقی ځواکونواودعراق پرعادی اوسیدونکوباندی استعمال سول .اوپه (۲۰۰۳) میلادی کال کې شمیر یې د(۱۲۰۰څخه تر۲۲۰۰) ټنوته ورسیدل چې تر اوسه پوری په نړی کې نه دی استعمال سوی ،اوهمدارنګه په (۱۹۹۹) میلادی کال کې دناټودنظامی ځواکونولخواپرصربستان   باندی (۱۰) لس ټنه دټيټی درجی (کمزوره) یورانیوموڅخه کار اخیستل سوی ووچې ددی وسلو ډېره برخه یې په کوزووکې وکارول سول  . مګر په ډېر تاسف سره  ددغو رښتینوګزارشونو پربنسټ چې ددغه وژونکی وسلی داستعمال اوکاراخیستنی په هکله خپاره سویدی دانسانی حقونونونړیوال سازمان اونور وګړنی اوټولیز وسازمانونه یې ډېر په تشویش کړی دی  ،بیا په دی هکله دامریکا دولت اونظامی ځواکونه ټینګار کوی چې دغه ډول وسلی دټولیزووسلوپه ډله کې نه شمیر کیږی اونه راځې اوامریکائیان ادعاکوی څه چې ډاکټران وایې ددی وسلودتاوان اوضرررسولوپه هکله چې پراوسیدونکواوسیمیه باندی تاثیر ښندی اودچاپیړیال دککړتیا سبب ګرځی اوډول ډول ناروغی رامنځته کوی ،دامریکا دولت اونظامی ځواکونه یې نه منی  اودوی وایی چې دا ډول وسلی په لاس کی  نلری چې دغسی مسئلی دی رامنځته کړی .                
هغه څه چې په  دی هکله راڅرګنده سویدی  هم دانن په عراق اوافغانستان کې داهسی ډېر خلک سته دی چې ددغو وژنکووسلو درادیواکیفی تشعشعاتو سره مخامخ سوی دی اوهمدا اوس دسرطان په ناروغی سره اخته دی .

دعراق دورځپاڼولیکوونکودانټرنيټی سایت  دیوی ګزارش پربنسټ  ،دنوی زیږیدلی معیوبیو اوناقص الاعضاکوچینیانواوکمکیانو دشمیر په هکله چې لیکی یې دی :ددی هیوادپه لویدیز ه سمیه کښې  په پراخه توګه ددا ډول معیوبیواوناقص الاعضاکمکیانواوکوچینیانوپيښی مخ پر ډېریدو دی  .

ددی ګزارش پربنسټ ،په دی سیمه کښې  دسرطان ناروغی  هم له دی کبله  ډېر پرمخ تللی دی اودسیمی ډېر خلک په دی ناروغی سره اخته سویدی ،دغه پيښی په داهسی وخت کې رامنځته کیږی چې دا هیواد همدا اوس دښکیلاکګرونظامی ځواکونوترواک لاندی دی  اوخپلواکه ندی  اودعراق  مرکزی  دولت  ددی واک اوتوان نلری چې  دکارول سوی اوغورځول سوی بمبونواوګولیو پارچی اوټوټی را غونډ اوراټول یې کړی  ځکه همدا اوس هم ډېر اوسیدونکی ددغه ناچاودلی بمونو اوپرځای پاته بمی ګولیوښکار ګرځی چې دجګړی په وخت کې یوشمیر یې نه دی چاودلی  اوس دچاودنی له کبله عادی  اوسیدونکی  اوولسی خلک  وژل کیږی  اوډېر وکړی ددی وژنکی وسلی دراډیواکتیفی  تشعشعاتوسره مخا مخ کیږی  .

په عراق کې جنایتونه،او امریکایی سربازانوته بډی ورکول دهستوی ناروغیودپټولو په اړه !

دبشری حقونویوتکړه پلوی دامریکا هیواد اونړیوال اتئلافی ځواکونه یې په دی  تورن کړ ،سره له دی چې  دټيټی درجی (کمزوره ) یورانیوموپرکارونی اواستعمال باندی نړیوال بندیز لګول سویدی مګردعراق  هیوادیې  دامریکا دهستوی   وسلو دڅټلیو ځای اومرکز وباله  اودعراق په جګړه کې یې د امریکایې ځواکونو دهستوی وسلو څخه دکارولو اوکار اخیستنی دغه کاریې دانسانانوپرضد یو سترجنایت  وبلل  .د ټيټی درجی (کمزوره سوی ) یورانیوم یا Depleted Uranium چې لنډ اومخفف نوم یې DU دی  دطبیعی یورانیوم دبډای  کولوڅخه چې د هستوی  عکس العملونو  په کاروړلوسره رامنخته کیږی،لاسته راځی  . چې د U238دټيټی درجې يا(کمزوره) یورانیومو یا د DUپه نوم پيژندل کیږی د DU دراډیواکتیف دتشعشعاتو میزان اوبرابروالی دطبیعی یورانیوم په سلوکښې (۷۰) دی چې په  سیمه اومحیط کښې شته دی اود DU نیمه عمر تقریبآ څلورنیم میلیارده کلنوپوری دی په همدی ډول ددغه کمیاوی  فلزڅخه دغه جوړسوی مواد ډېر اوږد عمر لری  .

دټيټی درجی یا کمزوره یورانیوم درادیواکتفی تشعشعاتو دوز (۶۰ـ په سلوکښې ) (۲۳۸)طبیعی اواصلی یورانیوم دی

 

 

د راډیو اکتیویف په تشعشعات سره اخته سوی عراقی ماشوم

ددی هستوی راډیو اکتیویفی موادو استعمالیدل دانسانانوپر روغتیا،جوړوالی اوسلامتیا باندی ژوراغیزه ښندی اوددرانده فلزاتولکه د ارسنیک دزهرجن سمی ګازپه پرتله لږدرلودنکی دی اوداوږدعمر له کبله دټيټی درجی یا کمزوره یوارانیومودغه موضوع هغه یې خطرناکه راڅرګنده کړی دی .

همدارنګه ددی راډیو اکتیویف  دتشعشعاتوڅخه دسرطانی ناروغیودڅیړنی په هکله روغتیایي متخصیصینو اوپوهانو  دایې ثابته کړی اوڅرګنده کړی دی چې دخلیج په سیمه کښې دزیږیدلی معیوبیواوناقص الاعضاکوچینیانواوکمکیانو دغه مهمه مسئله  دټيټی درجی یا کمزوره یورانیوم داستعمالیدلو  اود کاراخیستنی  له کبله بولی چې  دامریکایی نظامی ځواکونو لخوا  په (۱۹۹۱) میلادی کال کې  دجګړ ی په وخت کې  ددی  وژنکو وسلوڅخه کار اخیستل سوی دی  .  

څیړنو وښودل اوڅرګنده کړی دی چې دغه ډول مواد پرعصبی جوړښټ ،پرژنیتیکی سیستم اودژوندی موجوداتو دزیږیدوپر سیستم باندی چې دځان په شان موجودات زیږه وی ډېره اغیزه لری :

دبشری حقونودډلواوپلویانواوهمدارنګ دسولی دفعالینو دڅیړنوڅخه څرګندیږی چې  دامریکا هیواددعراق په جګړه کې دهستوی راډیواکتیفی  وسلوڅخه   دعراق دبی ګناه اوسیدونکو پرضد کار اخیستی دی  چی همدا اوس  دراکیټونواونورولوی  او واړه (صقیله اوخفیفه ) امریکایی  یورانیوم لرونکی  وسلیو داستعمال اوکار اخیستنی له کبله دعراق هیواددانسانانودژوندکولودپاره غیرصحی  دی اودعراق دهیواد دژوندکولوسیمی یې دلوی خطرسره مخامخ کړی دی  .

"الینور عمانی" دامریکی دبشری حقونواودسولی یوه تکړه پلوی   په بربنډ ه توګه وایی :دعراق په جګړی کې دټيټی درجی (کمزوره ) یورانیومواستعمالیدل اودهغه څخه کار اخیستنه  یې دانسنانواووګړوضد یوجنایت سرلیک کړی ،اوپه دی هکله یې وویل : په ډېر تاسف سره دپنتاګون (دامریکا ددفاع دوزارت) دفشار له کبله دملګروملتونوسازمان هم ددغووژونکو هستوی وسلو دتشعشعاتوپه هکله چې دامریکایی ځواکونولخوا په عراق کې  استعمال سول تردا اوسه پټه خوله دی اودامهمه مسئله یې پټ ساتلی اونه دی اعلان کړی ،مګریوشمیر په اروپاکې دجګړی  ضد دسولی  غورځنګونه اویوشمیر نوری ډلی په ملګروملتونوکښې دپینتاګون درواغ یې په ثبوت ورسول  .   

عمانی دیوشمیر مستندو مدراکو اوشواهیدوپربنسټ چې دامریکایی ځواکونوپه جګړیزووسلوکښې دټيټی درجی یا کمزوره یورانیومو څخه چې دجګړی په وخت کې  دعراقی ځواکونوپر ضد کارول سویدی په دی هکله یې وویل :دامریکایی راکیټونو،بمبونواووسلو څخه  لاس ته راغلی راډیواکتیف په عراق کې دخلکودنه لیدلو اودسترګودنه لیدودکمزورتیا سبب ګرځیدلی اودعراق دهیواد دژوندکولوسیمی یې دلوی خطرسره مخامخ کړیدی اوهمدارنګه په عراق دم ګړی امریکایی میشته  ځواکونه هم  له دی کبله دلوی ګواښ اوخطری سره مخامخ دي .

نوموړی  په دی هکله وایی : امریکایی سربازان کله چې بیرته خپل هیوادته ستونیږی دوي ډېر سخت ناروغه دی ما په خپله شخصا ددووسربازانوسره ولیدل کوم چې دوی دعراق  څخه راغلی وه  اودبشری حقونواودسولی دډلیوغړیتوب هم درلودل ، دنږدی نه می ددوي سره ولیدل .

دغه دامریکا دسولی تکړه پلوی ددغودووسربازانودزیاراوتلاش په هکله چې دیورانیومی وسلواودراډیو اکتیف دتشعشعاتوله کبله زیانمن سوی اودوي په  خپله ددغه ناروغی دتاوان  په اړه دامریکا نظامی چارواکوته وایی :پنتاګون په لمړی ځل ددی ناروِغه سربازانودناروغی مسئله یې ونه منل اوپنتاګون وایی چې دغه ناروغی دیورانیومی موادو داستعمال   څخه نه دی رامنځته سوی ، اودغه ناروغی په نوروعواملوپوری ور تړی اودیورانیوم مسئله یې بی ځایه خبره وباله ..

 

 

په عراق کې دټيټی درجی یا کمزوره یورانیومو څخه کار اخیستل انسانی اووکړنی ضد یوستر جنایت  اوناورین دی اوددغه کارول سوی راډیواکتفی وسلو اغیزه ترمیلیاردونوکلونوپوری به په دغوسیموکښې  پاته وی اوخپل منفی تاثیرات ښیندی اوژوندی موجودات به هیڅکله په دی ونه توانیږی چې په دی سیموکښې دی ژوند وکړی :

ددی ګزارش لیکوونکی زیاتوی : ددی سربازان دزیار اوتلاښ  په نتیجه کښې چې د(۲۰۰۰) د دووزروډالرپه بیعه یې خپلی وینی یې دیوی جرمنی ماشین په وسیله چې جوړه ونکی المان دی اوپه امریکی کې نسته  وازمول اوټسټ  یې کړی اودوینو په نوموړی ټسټ کې وښودل سو چې ددی سربازانوپه وینه کښې دیورانیومی دراډیواکتیف تشعشعاتو شته دی .

میرمن عمانی دامریکا دځواکونودجګپوړوچارواکود زیار اوهاندپه هکله وایی : چارواکې ډېره هڅه وکړل تر څوددغو سربازانو په وینوکښې دیورانیوم دپیداکولوموضوع پټ وساتی اوپه دی هکله وایی: پنتاګون دغه ناروغه سربازانوته دډېروپیسو(ډالرو) په وعده ورکولو پردوی ومنل چې دخپل ناروغی په اړه دی دامریکی ددفاع دوزارت پرضد دی شکایتونه  نه کوی او دعراق دجګړی په هکله دی دریښتینو پيښواوواقعیتونوڅخه دی مخ نیوی وکړی .دغی امریکایی اوسیدونکۍ دایران دمهر دورځپاڼی سره په یوی مصاحبی کښې وویله : چې هربرت رید یو ددغه زړه ورو سربازانوله جملی څخه دی چې دپنتاګون دغه وعدی ،پيسی اوډالر یې و نه منل اودااوس مهال زموږ سره دملګروملیتونودسازمان استازی دنړیوالی ګډو

ځواکونو  دیورانیومی وسلیو،یا د(ICBUW)دخپریدواودکارونی دمخنیوی  دکمیسون غړی د ی اوزموږتر څنګ پرانسانانوباندی دظلمونواوتیری پرضدیوځای مبارزه کوی اوددی مسئلی پرضد جنګیږی ،اودغه ناروِغه سرباز دخپل ځان اودخپلودوستانو په هکله وایی : زموږ موخی دا دی ترڅونړیوال راویښ کړواودامریکا اودعراق خلک په دی ناورین باندی خبر اوپوه کړو چې دامریکا دځواکونو ددغه ډول وسلیو داستعمال اوکارونی خطر دامریکا بچیان اودعراق بی ګناه اوسیدونکی یې دستر ی غمیزی سره مخا مخ او دعراق سیمه یې دراډیواکتیف په تشعشعاتوسره ککړکړی دی .

عمانی وایی : دیوشمیر نړیوال کنفرانسونو پرانستل اوهمدارنګه دامریکا په ښوونځیواوپه پوهنتونوکښې په دی اړه دزده کړی پرګرامونه اوپه دی باب دلکچرونو ورکول زموږ دکار یوبرخه جوړه وی  .

الینور عمانی څرګندوی ،دیورانیوم راډیواکتیفی تشعشعات اودغه ډول وسلی  یې ډېروژنکی وباله اوپه دی هکله یې وویله : دعراق دهیواد په ډېره برخه کې به تر ملیاردونوکلنوپوری ژوندی موجودات په دی ونه توانیږی چې په دغوسیمو کښې ژوند ترسره  کړی اودغه وژنکی راډیواکتفی تشعشعات  په هوا،اوبواودخوړوپه موادوکښې اودعراقیانودژوندکولوپه ټوله سیموکښې شته دی اوتردا اوسه پوری زرګونی عراقی بی ګناه اوسیدونکی په دی موضوع باندی نا پوه اوناخبره دی چې په دی ډول سره ،امریکایی سربازانو ژوند یې ددوی څخه اخیتسی او دوی یې وژلی دی .

ګارډین دامریکا دیوی نوی وژنکی  وسلی دجوړه ونی نه یې  پرده پورته کړ !

یوی انګلیسی ورځپاڼی ګارډین د ددوه زره اتم کال داوومی میاشیتی پرشپاړسمه نیټه  ۱۶/۷/۲۰۰۸ددی موضوع په هکله یې  ولیکل  :دامریکا ددفاع وزارت زیار باسی اوپه نظرکې لری ترڅونوی نسل وژنکی نظامی وسلی دچاودیدونکی ګولیودجوړه لوپه وسیله بیله ږغ اوږوغه څخه  دانسانی نسل دله منځه وړلودپاره  جوړاورامنځته کړی .

"گاردين" انگليسي ورځپاڼی په خپل یوی ګزارش کې  دیو ډول مخته تللی اومډرن چاودیدونکی ګولی  په اړه یې ولیکل چې  دټولونړیوالوقوانینوخلاف  دامریکا نظامی ځواکونه دغه ډول ګولی یې جوړ کړی دی  چې دغه ډول وسله کولی سی چې بیله کوم  ښکاره تاوانه څخه  انسانان دمنځه یوسی  اوهیڅ کوم بله نخښه اونښانی ځینی  پرځای پاته نسی .

دغه ورځپاڼی خپل دګزارش په لمړیوکرښو کې لیکلی چې دغه وسلی چاودیونکی ګولی دصحرایی (دبیدیایی) دتوب دګولی سره ډېر ورته والی لری اودبیولوژیکی وسلیودمخنیوی اونه جوړه لودقوانینوپرخلاف جوړسویدی اودامریکا نظامی ځواکونه دهغه سازمانونو دګوتنونی په هکله چې ددی ډول وسلی دجوړه ولوسره کلک مخالف دی په  دی اړه دغه وسله  یې  دلږ ویجاړیوونکی اولږ تاوان لرونکی وسلی په توګه یې ښودلی اوځرګنده کړی دی .

داپه داهسی حال کې دی چې دګارډین ورځپاڼی په دغه ګزارش ددی ډول وسلی دخصوصیاتواودځانګړتیاپه بیانول سره لیکی دغه وسله یې دهغووسلیودډلی څخه ګڼل دی چې پرانسانانوباندی ډېره بده بیولوژیکی اغیزه اوتاثیرات  به  رامنځته کړی اوکولای سې چې ترډېروکلنوپوری ویجاړه ونکی منفی اغیزی پرانسانی نسلونوباندی  رامنځته شی  .

دغه ورځپاڼی په اشاری سره ددی کلمی "ايكس ام ۱۰۱۶"په اړه دطنزپه ډول لیکی : "ايكس ام 1016" څه شی دی ؟ ایا دغه کلیمه دیوډول بم نوم دی یا دموز وپوستکی ته ویل کیږی ، اویا دا چې دغه کلیمه ویوی خطرناکه سفرته وایی ؟» .

ددغه ګزارش لیکوونکی لیکی اوزیاته وی یې : «ډېر مشکل دی پوه سو   چې دغه کلیمه وکوم شی ته  ویل کیږی مګر ډېر ښه به وی چې پوه سو "ايكس ام ۱۰۱۶" دیوډول وسلی پټ اورمزی نوم دامریکا ویوډول وسلی ته ویل کیږی   چې کولای سی بیله ږغ اوږوغه اودآرامتیا په فضا کې بیله کوم ښکاره ویجاړی اوتاوانه څخه خلک ،انسنان اوژوندی موجودات دمنځه یوسی اوپه سیمه کښې دسل (۱۰۰)مترومربع په پراختیا سره ټوله عراده جات اودحرکت وسایل ،موټراوګاړی  دکاره څخه وغورځوی .»   

لیکوونکی ددی لیکنی په ادامه سره ددی ویلوپه استینادسره لیکی :« هغه څه چې ډېر مهم دی هغه دا دی، ایای ددی ډول وسلی جوړه ول دکیماوی وسلودمخنیوی دمعاهداتو خلاف دی که نه ؟ ایا دا چې دغه وسله یوه نوی رامنځته سوی وسله په نظامی چاروکښې د لږویجاړی او ورانیوپه رامنځته کیدوسره دنوروسلیوپه څنګ کې یوه وسله شمیر کیږی؟
په دی ګزارش کې ددی وسلی پرنورډېروجزیاتوباندی اشاره سویدی همدارنګه لیکوونکی لیکلی :دهغه لاسته رارسیدلی اطلاعاتوپربنسټ ددی وسلی دکار اخیستنی اوپه کارولوسره چې څه ډول تاثیر او اغیزه پرراتلونکی نسلونوباندی ښندی اوانسانی ناورین رامنځته کوی په دی اړه  وایی،لیکونکی په دی ګزارش کې په ټينګار سره لیکی لا تر اوسه پوری ددی وسلی دکار اخیستنی څخه اطلاعات اوګزارشونه نه دی ترلاسه سوی اما پوهیږی چې  دغه
ډول وسلی لکه دکیماوی بمونو اووسلیوپه شان دی اوکولای سی چې ډېر شمیر انسانان له منځه یوسی اودځان څخه هیڅ ډول نخښه اونښانی پرځای پری نږدی .

لیکوونکی په دی هکله توضیح کوی :«لا تر اوسه دا ډول وسله په رسمی توګه ندی معرفی سوی اوډېرښه به وی چې پوه سو  چې ددی چاودیدونکی ګولی کارونه دامریکا دهغوطبقه بندی سوی نظامی اسرارو جزقرار نیولی  دی که څنګه  » .

لیکوونکی ددی ګزارش په پای کی په اشاری سره ددی ډول وسلی دځانګړتیا اومشخصاتوله کبله نتیجه ترلاسه کوی اووایی چې دامریکاهیواد دهغه ادعا پربنسټ دټولونړیوالوقوانینواو نړیوالونورمونوخلاف بیله کوم ځنډه زیار باسی تر حوهغه ډول وسلی تر لاسه کړی  اوپه جګړیوکښې ټسټ، استعمال اوکار ځینی واخلی چې دبشری اوانسانی نسلونودپاره ډېره خطرناکه  اوویجاړه ونکی وي .   

 

هستوی اسناد دنړی په توربازارکښې پلوریدل کیږی

دبډای سویویورانیوم دجوړه ولواودرامنځته کولودراکړی ورکړی دستورالعملونه  داټومی اوهستوی جګړه ایزو بمونواسنادپه توربازارکښې په یوعادی کړنه اوامر بدل سوی دی .

 

دانګلیس دګارډین ورځپاڼی په دا وروستیوکښې دیوی ګزرارش په خپره ولو سره  دیو شمیر اسنادونواونښه اونښانیوڅخه پرده پورته کړ،چې ګواګی داهسی آوازی شته دی چې په نړی والو توربازا کښې دهستوی وسلو اسنادونه اودستورالعملونه په اسانی سره دراکړی وړکړی په ډول په آزاده توګه سره ترلاسه کیږی اوپه دی هکله ویل کیږی چې دسویس هیواد په پټه سره په دی اړه یې زرګونی  دا ډول څیړنیز سندونه یې له منځه وړی دی ./

    

.


بالا
 
بازگشت