عزيزاحمد خوارمل

 

 

افـــغانـــــستان پـــه اورکـــــې !

  دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه 

ژباړونکی :عزیزاحمد خوارمل

 

         دفرانسی خبری  رسینی دواشنګتن څخه  دیوی ګرازش پربنسټ چې دپی پارامسواران لیکنه ده پرامریکاباندی دفشار دزیاتوالی په هکله  په افغانستان کې ددی هیواد دسیاستونودبدلون اودیوی  نوی لړلیددرامنځته کولو دپاره په دی  اړه یې لیکی دی  :

په افغانستان کې دتروریزم پرضدپه مبارزه کې اودنړیوال ځواکونوددرانده مرګ  اوژوبلی  دزیاتیدواودمخنیوی په هکله پرامریکا باندی  فشارونه ډېرسوی دی  ترڅوپه دی اړه یونوی لړلید خپل  کړی ،  مګرداهسی نسی کیدی چې  دباندنیوځواکونودوتلوسبب دی وګرځی .

یوازی په دی څوتیرواونیوکښې  اته  لس (۱۸) تنه باندنی ځواکونه دهغه جملی نه دری (۳) تنه پولنډیان ،(۱۰) لس تنه فرانسویان او(۳)دری تنه  کاناډایان دایساف یا دسولی ساتی اودمرستی د نړیوال ځواکونوڅخه دوسلوالوطالبانوپه یرغل کې  ووژل سول.   .

اوپه همدی ډول  سره په دا وروستیو کښې دباندنیو ځواکونو دمرګ  اوژوبلی شمیرزیات سویدی له همدی کبله پرواشینګتن باندی فشارونه ډېرسوی ترڅو امریکا  په خپله استراتیږی  کې په افغانستان  کې دتروریزم سره په مبارزه  او کړنو  کې بدلون راولی  اویو نوی لړ لید رامنځته کړی ،په دی اړه  د((نیویارک تایمز)) ورځپاڼی په  یوه تنده سرمقاله کښې  ((افغانستان په اور کې  )) ترسرلیک لاندی ددی مسئلی په هکله  په کلکه سره ګوت څنډنه کړی  اولیکلی یې دی :دامریکا اودناټودځواکونودمرګ اوژوبلی  شمیر په چټکی سره مخ په زیاتیدو دی ،په هغه صورت کې که سمدلاسه کومه پيښه رامنځته نسی ،په افغانستان کې دجګړی دپیل څخه بیا تراوسه پوری ، دغه روان میلادی کال کیدی سوی چې دامریکا اودناټودځواکونودپاره ډېرمرګونی  کال دی وی .په دی سرمقالی کې لیکل سوی دی چې  کابل  دلویدیزوهیوادونودپلوی  دولت  ځای،  په پراخه ډول سره  تر محاصری لاندی  نیول سوی دی  اونور نودوخت دضایعه کولودپاره ځای  ند ی پاته، اودغه امریکایی ورځپاڼی ګوت څنډنه کوی اووایی په هغه صورت کې که امریکا ،ناټواونورملګری هیوادونه یې په منځنی اسیا کې په چټکی سره پیل ونه کړی  ددی ګومان  رامنځته کیدی سې چې په  دی جګړه کې  دی ماته وخوري   .

       دفرانسوی نظامیانووژل کیدل،کابودسلوتنووسلوالوطالبانو د(۲۴) تنوځانوژونکودیوشان  اودیوډول یرغل په وسیلی سره، بیا وروسته دیوی ورځی نه بل یرغل دامریکی دیوی لویی نظامی اډی سره دیوی پيچلی اوزړه ورترینه یرغلونو دجملی څخه په افغانستان کې  د(۲۰۰۱) دوه زره یوم کال دجګړی دپیل څخه بیا دا اوسه پوری ګڼل سو. 

دفرانسوی نظامیانو وژل کیدل  دفرانسی دهیوادپه مطبوعاتواورسنیوکښې دورځی په یومهم بحث اوپه یوه ټولیزه مشاجری سره اوښتی دی اوهمدارنګه دفرانسی جمهور رئیس نیکولا سارکوزی پریکړه کړی ترڅوددی هیواد نورډېرځواکونه دامریکایی اوناټوځواکونوترڅنګ دتروریزم پرضد په مبارزه کې  وافغانستان ته ولیږی اودا په داهسی حال کې دی چې دنوی ټول پوښتنی نتیجی ددی ښکارندوی دی چې دفرانسی دخلکولویه برخه اواکثریت اوسیدونکی یې د نیکولا سارکوزی ددی غوښتنی اوپیل  په اړه په بشپړډول  سره مخالف دي  .

        دامریکی دباندنیوچارودوزارت یوی جګپوړی چارواکی دفرانسی دخبری آژانس سره په یوی مرکی کې وویل : په دی اړه زما لړلید دا دی  چې هیڅ ډول  پریکړنده اوبشپړپیل دفرانسوی ځواکونودراایستلوپه هکله دافغانستان څخه  به صورت ونه مومی .مګرهغه څه چې موږ غواړو په افغانستان کې هغه ترلاسه کړو، هرومروبه زموږ اوسنی کړنلاره اولړلید بدلون ومومی . دغه  امریکایی جګپوړی  چارواکی ټينګار وکړ او وی ویل داهسی لیدل کیږی چې په افغانستان کې دځواکونودپاته کیدلواودساتنی دپاره په کلکه ارادی اومتین عزم سره کابواویا زره باندنی

ځواکونه دهغی جملی نه څلوښت زره (۴۰۰۰۰) یې  دناټودسازمان ترامراو قوماندی  لاندی دافغانانوترڅنګ دتروریزم پرضد دمبارزه په حال کې  په افغانستان کې دي . دامریکی دباندنیوچارودوزارت دغه ناپیژندل سوی جګپوړی چارواکی په خپلو خبروکې یې زیاته کړه  دافغان اودناټوځواکونه دطالبانوسره دیوی سختی جګړی دپاره دډېرسیمودلاسته راوړواوددولتی واکداری دپراختیا په موخه پریکړه یې کړیده چې داجګړه دی ترسره سی اوددغه پیل په نتیجه کې کیدی سی چې  خلک  دی په   رښتین توګه سره دحامد کرزی ددولت نه ملاتړاوځانته یې راجلب کړی .

کرزی په دولت کې دادارای فسادپه وړاندی په مبارزه کی دکمزرورتیا له امله  اودمخدره ټوکودتجارت په مخنوی کې چې دغه مسئله دطالبانودروزنی اودټنګیښت سبب ګرځیدلی دی دنړیوالی ټولنی دډېروګوتنونوسره مخا مخ سویدی  .

     ماروین وینبام پخوادامریکا د بهرنی چاروپه وزارت کې دافغانستان په چاروکې کارپوه  وایی : دافغانستان دمرکزی دولت ناکامی دمسائیلواو چاروپه مدیریت کولوکښې دی چې په  دی هکله دخلکوناباوری   یې ډېر کړی دی،خلک په دی باندی  شکمن دی چې ایا نړیواله ټولنه به دافغانستان ودولت ته وفاداره پاته سی او یا که پروسلوالوطالبانوباندی اعتماد وکړی ، دی په دی هکله وایی  :فکر نه کوم چې هیڅ څوک دی په  دی باور وی  چې خلک دی د طالبانوسره مینه ولری اوپردوی باندی  وویاړی  ،مګر خلک خپل کار هم کوی  چې ددوی دلړلیددمخی  نه عاقلانه وی  .ده وویل دوي هغه کار ترسره کوی  چې ددی کار په کولو سره اړ ایستل  کیږی  چې دخپل امنیت دتامینولو دپاره یې عملی کړی .ده په دی هکله وویل : وسلوالو طالبانو  داړتیا اوناچاری له کبله پربهرنی ځواکونوباندی دیرغلونودزیاتیدلوپه حال کې دی  تر څودباندنی ځواکونودمرګ اوژوبلی  شمیردی لوړ ولاړسی اوله دی امله  د دی ځواکونودبیرته تګ سبب دی وخپل هیواد ته سی .
دی وایی ددی ډول کړنوپیل ،په افغانانوکې دمحاصری دذهنیت  رامنځته کولو دی ،اوپه دی  ډول سره دی دوي سوچ وکړی  چې په داهسی یووضعیت کې قرار لری چې بیله نړیوالی ټولنی څخه پرخپلو پښو باندی ودریږی ،اودا څرګنده  هم ده اومشخص سویدی چې دغه ډول دکړنوپیل دروانی تاثیر دپاره ترسره کیږی .

بهرنی مرسته رسونکی ډلی اوسازمانونه  په افغانستان کې  په خپلو چاروکې  اودلړلید په بدلون او په اړه ولوپسی  دی  ځکه  ددی سازمانونودکارکوونکو وژنې  اوتښتونې  ددوي  دچارو وسرته رسولو ته  یې خنډ ورپيښ کړی  اود دوي چاري یې محدوده کړی دی .

څواونی مخ کښې وسلوال خلک  دسره صلیب دکمیټی موټر یې  دتوپک تراور لاندی راوست اوددی کمیټی دری تنه ښځينه لویدیز کارکوونکی یې  اوددوي دریور یې  په یوه وحشیانه یرغل سره ووژل  چې دغه یرغل په دا څوکلونوکښې دمرستندیوکمیټی دپاره ډېره وژونکی وه، مایک کلینمن   چې دانسان دوستانه سازمانونوسره په افغانستان اوافریقا کې یې کار کړی دی ددغی پيښی وروسته یې وویل : ددغه  وژونکی یرغل تاثیردلوګرپه ولایت کې چې کابو دکابل سویل په دیرش (۳۰) کیلو متری  کې ترسره سو،په افغانستان کې احساسیږی  .

ده وویل  کوم وخت  چې ما په(۲۰۰۴-او-۲۰۰۵) کالنوکښې  په افغانستان کې کار کول ،دلوګر ولایت  نسبتآ ارام  اوامنیت یې تامین وو ،دغــه ولایت  اوس  مهـــال  په یوه خطـــرناکــــــه سیمـــه اوښتی دی .دی زیاتوی نړیوال مرسته رسونکی سازمانونه اوس دخپلوټولوچارواوفعالیتو نو دبندولواودنه ترسره کولودڅیړنی اومطالعی په حال کې دی  چې په دی ولایت  کې خپلې ټولی مرستی اوفعالیتونه دی  بندکړی اوپه ټپه دی  ودره وی   ./

 

                  


بالا
 
بازگشت