عزيزاحمد خوارمل

   

آبزرور: دطالبانوسره دسعودی عربستان اودانګلیس پټي خبرې یې اشوا(افشا) کړې

د انټرنتټ دفارسی سرچینوڅخه

ژباړونکی : عــزیـزاحمد خــوارمل

 

یوی انګلیسی ورځپاڼی "آبزرور" په  یوځانګړی راپور کې دطالبانودیوجګپوړی چارواکی سره دانګلیس اودسعودی عربستان په ملاتر دترسره سووپټوخبراتروپه هکله: ددی اونی په ګڼه کې ولیکل : پورتنی بی سارې خبراتری چې دطالبانودیوجګپوړی چارواکی په ګډون سره دطالبانوددوو نروپخوانیو  چارواکو په منځګړی توب سره رامنځته سوی دی ،ددی مسئلی دحل په اړه دغه دوه تنه اوس دکابل ،پاکستان ،سعودی عربستان اودلویدیزو هیوادونووپلازمینوته په تګ اوراتګ دي  .

ددی راپورپربنسټ انګلیس ددغوخبراترولوژیستیکی او دپیلوماتیک  ملاتړ یې په خپله غاړه اخیستی دی  اودا په داهسیې حال کښې دی چې رسمی بیانی ددی ښکاروندی دی  چې خبراتری  یوازی بایددطالبانوپه ګډون سره  صورت ومومی  چې دناامنیودپای ته رسولودپاره تیار دي .

 دغه انګلیسی ورځپاڼی   په دی هکله ولیکل : په افغانستان کې یوشمیر سرچینی دغه جنګجالی خبراتری یې منلی دی   اوټينګار یې کړیدی  چې دوی تیره اونی یې په دی هکله یې اطلاع ترلاسه کړی دي  .

په کابل کې دافغانستان دیویجګپوړی چارواکی داعلان پربنسټ ،دسږکال ددوبی په ناامنیوکې دطالبانو په غوښتنوکې توپیر،ددغه عواملوسبب دخبراترو په دوام ورکول کې ښودل سویدی  . دافغانستان ددولت یوتن مشاور ددی خبراترو په جریان باندی پوه اوخبروو،هغه وویل چې  طالبان تل خپلی غوښتنی  اړه وی اومدام یې وخپلوغوښتنوته بدلونه ورکړی دی . دغه افغان جګپوړی چارواکی  زیات یې کړ: ددی خبراترودموخونه یوهم داسامه بن لادن دالقاعدی دمشر اودطالبانوترمنځ  دیوی سوری رامنځته کیدل دی .

همدارنګه تیره اونی  دفرانسی لمړی وزیر"فرانكو فيون" په خپل پارلمانی وینا اوبیانی کې په مستقمه اومخامخ توګه سره ودی خبراتروته یې اشاره وکړ.ده په دی  هکله توضیح ورکړ: موږبایدداهسی  لاری ولټو هغه کسان چې  ډېر دملی جنبشونو اودقبیلوی  فعالیتونودپاره کار کوی  هغوی دنړیوال جګړیزوډلوڅخه جلا کړو اوپه دی هکله دا اوس دسنی  مذهبه مسلمان هیوادونه دهغه جملی څخه سعودی عربستان زیار باسی  ترڅودغه کار ترسره سی .

آبزرور ولیکل په افغانستان کې  دسږکال ددوبی جګړه  دهغه نیټی نه چې پردی هیواد باندی په (۲۰۰۱) م کال کې یرغل سویدی دډېروناامنیواوناآرامیوڅخه شمیرل کیږی .

همدارنګه ترمخه تر د ی هم دا ډول مخامخ اړیکی په ټيټه سطحه دطالبانودقوماندانوسره صورت موندلی وو ،اما دسعودی عربستان په نوښت دطالبانوسره خبراتری  دا لمړنی پیل دی .

دغه انګلیسی خپرونه ددی مطلب په ادامه ولیکل : دغه خبراتری دسږکال په دوبی کې پیل سویدی دافغانستان ددولت په بلنی  سره دسعودی عربستان په منځګړیتوب سره دغه خبراتری پرانستل ســـول .ددی خـــبراترواړیکی ورونکی کس څـــواوني دی چې  ددواړوخواوودخبراترود

موضوعاتوداجندادسرلیک  دنه منلواومنلو(ردولواوتائیدولو) دپاره دکابل اوریاض دپلازمینواودپاکستان دکویټی دښار(په سویل لویدیزکې دطالبانودشورادمشرتابه ) ترمنځ په تګ اوراتګ کې یې تیر کړی دی  .اودغه اړیکی ورونکی کس  دانګلیس دبهرنی چارودوزارت دچارواکو اودانګلیس دامنیتی استخباراتو دکارمندانوسره یوځای ولندن ته یې سفر وکړاوپه همدی ډول دسعودی عربستان یوهیئت هم په دی اړه دکابل نه یې لیدنه وکړ .

ویل کیږی چې طالبانو(۱۱)غوښتنی  یې ،ددی دښمنی ګانواودجګړی دپای ته رسولی دپاره وړاندی کړی دی اوپه دی وړاندیزونوکښې دکلیدی اواساسووزارتونواودباندیوځواکونودپلان سوی وتلوغوښتنه هم سویدی دغه شرطونه اوغوښتنی  دطالبانولخوا څخه وړاندی سویدی .

دغه انګلیسی ورځپاڼی ددی رپوټ پربنسټ  زیاتوی :دافغانستان دجمهور رئیس «حامد کرزی» دملی امنیت مشاور«زلمی رسول» دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ ددغوخبراترومسؤول وو.

آبزرور همدارنګه دکرزی دهغه لیک څخه چې دسږکال په دوبی کې وګلبدین حکمتیار ته یې ورلیږلی وو هم یادونه کوی   چې  ددی لیک دورلیږلونه هم اطلاع  لری اوپه همدی ډول سره تیر کال  کرزی اعلان کړی وو چې  دګلبدین حکمتیار اودطالبانو دمشر ملا محمد عمر سره دمخامخ خبراتروهرکلی کوی  په دی  ترځ کې ویلی وو چې دولتی لوړی څوکی به هم ددوی په واک کې ورپریږدی .

په داهسی حال کې ددی موضوع خبر خپریږی چې تیره اونی دانګلیس دبهرنی چارودوزارت ویاند اعلان وکړ چې دسعودی عربستان  دهیواد ددی نوښت څخه  اطلاع نلری ،مګر دانګلیس دولت په فعاله توګه  دافغانستان د دولت د پخلاینی دپروسی څخه ملاتړ کوي .

همدارنګه ددی موضوع په اړه :

دفراسنی دخبری آژانس په حواله  حامد کرزی دسعودی عربستان څخه و غوښتل چې دطالبانوسره دی  دسولی په خبراتروکې ګډون وکړی !

حامد کرزی تیره اونـــــی  په یوی خــــبری کنفرانس کــــــې  دسعودی عربستان څخه وغوښتل چې  دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ  دی دسولی په خبراتروکې د منځ غړی په توګه ګډون وکړی ، کـــرزی وویل تراوسه پــــوری خبراتــــری ندی  پیل ســــوی اما دافغــــــانستان استازی د سعودی عربستان  اوپاکستان وهیوادونوته یې  په  دی هکله سفرونه کــــړی دی  ترڅو ددی  پيښی  دجـــریان نه ددغه هیوادونه مشران خبر کړی  .

دافغانستان داسلامی دولت جمهور رئیس  وویل  په دی دوه تیروکالنوکښې ما دسعودی عربستان وپاچاته لیکونه اوپيغامــــــونه  ورلیږلـــی دی اودده نه مې غوښتنه کــــړی وو ، ترڅــــوزموږ سره په افغانستان کې دسولی په رامنځته کولو کې  مرسته وکړی .

دافغانستان جمهورئیس وویل :  دخبراترودپاره  آماده ګی اوتیاری دورځنی  اړتیاوپربنسټ  پر مخ  روانه ده  زموږ استازی څوځلی و سعودی عربستان  اوپاکستان ته  سفرونه  کړی  مګر تر اوسه پوری مخامخ خبراتری ندی پیل سوی .

کرزی  دغه خبری په داهسی  حال کې وکړی   چې د آبزرور ورځپاڼی څو ورځی مخکې  په یورپوټ کې ولیکل : دسعودی عربستان هیواد دمنځ غړی په توګه  په پټه دطالبانوسره  یې  خبراتر ی پیل اوپرانستی دی ترڅوپه  ا فغانستان کې  ننی ګواښونه اوروان کړکیچ  پاي ته ورسیږی  .

انتي‌وار په یو رپوټ کې ولیکل :

امریکابایددالقاعدی څخه وبیریږی،نه دطالبانوڅخه !

 

اوس دامریکا زیارپه څرګنده اوښکاره توګه  دپاکستان په خاوره کې  دیرغلونوترسره کول ، دبوش دنوی استراتیژی یوه برخه  دطالبانواودالقاعدی  دځواکونوپرضد دی . ډېرکالونه  دی چې ویل کیږی چې اسامه بن لادین او دالقاعدی   وتلی مشران  په دغوسیمو کښې ځانونه یې پټ کړی دی .

دانتی واردا نټرنيټی خبری شبکی په حواله سره ،بالاخره امریکا پریکړه وکړه چې دپاکستان په خاوره کې  دټروريسټانوپرضدیرغلونه  په دی هیواد کې ترسره کړی اودامریکا دهیواد دغه پیل نه یوازی داچې دپاکستان ددولت لخوا په کلکو ګوتنیونو سره رامنځته سوبلکی داهسی لیدل کیږی چې په پاکستان کې یې تاوتریخوالی  هم ډېرکړیدی

.

دسپټامبر دیوولسمی (۱۱می) پيښی نه راوروسته دالقاعدی دمشر اسامه بن لادن تښته دافغانستان څخه وپاکستان ته  ،دامریکا دولت په جدی توګه یې زیار ویست چې په افغانستان کې دټروريسم ريښه  په هراړخیزه توګه سره دمنځه یوسی او وچ یې کړی ،دا په داهسی وخت کې وو چې ددی موضوع په هکله یې په هغه وخت  کې هیڅ ورته  پام ونکړچې دټروریسم اصلی ریښی په پاکستان کې دی . دواشینګتن  غیر اصول پیل اوکړنی  ددی سبب وګرځیدی  چې دټروریسټی پيښوپه شمیر کې چې دټروریسټانولخوارامنځته کیدی دغه شمیره راکښته نه سی  اومخ پرډېریدو سی ،اودغه ټروریسټانووخپلوعملیاتوته په همدی ډول سره ادامه وکړی  .

دامریکااودهغه دملګروهیوادونوسیاسی تیر وتنی ددی سبب وګرځیدی چې دسپينی ماڼی داصلی موخی اوتوجوڅخه پرته، استخباراتی اواطلاعاتی سازمانونه اومځکنی  ځواکونه داسامه بن لادن اودالقاعدی دنورومشرانودوژلواودنیونو څخه  لاس واخلی ،خکه ددی اووکالونوپه موده کې ،واشینګتن چې دډېرو لویواوغښتلیو  اطلاعاتی مرکزونوخاوند دی  ونه سوای کړای چې اسامه بن لادین ونیسی .

په  دی هکله یو سوال  رامنځته کیږی  : ایا امریکا نه غواړی چې بن لادین ونیسی  اویا نه سی کولای چې دغه کار ترسره کړی  ؟ .

داهسی معلومیږی  چې دامریکا دولت داسامه بن لادن او دالقاعدی  دډلی سره  دمبارزی موخی اوهیلی نلری  اوډېر برخه د دغې  مبارزی دطالبانو دځواکونوپه وړاندی ترسره کیږی .

دامریکایی چارواکو دویناوپربنسټ په پاکستان کې دامریکا دیرغلونو دډېریدواصلی دلیل دطالبانودپټیدواوپټنخایونودامن د ځایونودمنځه وړل دی  ترڅوچې  وکولای سی چې دطالبانودنفوذ اودورتګ څخه دافغانستان وخاوری ته مخنیوی سوی وی  .

داهسی  لیدل کیږی چې د سپینی ماڼی جګپوړی چارواکی هیر کړی دی چې اسامه بن لادن اوالقاعدی یوولسم (۱۱) دسپټامبر یې رامنځته کړاوبیا هم څرنګه چې لیدل کیږی  دامریکا یرغلیز سیاست  په پاکستان کې ددی سبب وګرځېدی ترڅووسلوال طالبان  په افغانستان اوپاکستان  محبوبیت ترلاسه کړی .

همدارنګه امریکا بایدوپوهیږی چې په پاکستان کې دافراطیونو زیاتیدل اوډېریدل ترپخوا نه ډېرخطرناکه دی  ځکه چې دغه هیواد آتومې اوهستوی وسلی په واک کې لری .

دسپنی ماڼی جګپوړی چارواکی ښه پوهیږی   چې داپخپله امریکا ووچې ددغی ډلی لکه القاعدی په رامنخته کولواوجوړه ولوکې یې مرسته وکړنوپس امریکا دی ددی سبب ونګرځی چې په نړی کې دی یوداهسی نوی ګواښګر ځواک دی رامنځته سی .

په افغانستان اوپاکستان کې  دطالبانودبریاو دمخنوی په خاطر چې طالبانویېوړاندیزکړی چې  دامریکا اوائتلافی قواوټوله ځواکونه دی دافغانستان څخه ووځې  اوفقط یولږشمیر مخصوص ځواکونه دی په افغانستان کې پاته سی  ترڅوداهسی شرايط رامنځته سی چې بن لادین اودالقاعدی  نور نامتومشران دی  دخپلوپټوځایونوڅخه راووځې  اوددوي تعقبولو دی  په ډېره اسانی اوساده ګې سره صورت ومومې .

واشینګتن باید ودی نتیجی ته ورسیږی  چې په افغانستان اوپاکستان کې پروسلوالوطالبانو باندی بری اوددوی  پرضد جګړه اویوازی نظامی کړني ،دحل لاره نه ده باید اطلاعاتی چاروته زور ورکول سی  .امریکا یی چارواکی کولای سی  پردی موضوع باندی سوچ وکړی چې طالبان ودی ته وداره کړی ترڅو دبهرنی ځواکونوسره دجګړی نه لاس واخلی  اوهغه څه چې طالبان یې  په پاکستان کې غواړی هغه دی  دوي ته ورکړل سی اوپه همدی ډول سره بن لادین اودهغه ډله دی منزوی اوځانله سی .

 د(۲۰۰۰) ددوزرز کال په پای کې  وروسته دسپتامبر دیوولسمی (۱۱می) نیټی  نه هغه وخت چې بن لادن دامریکایې خواکونودبهیری نه  دتښتی په حال کې  وو،هغه په ښکاره ډول سره افغانانوته یې پيسی ورکول  ترڅووده ته اجازه ورکړی چې دی دي وتښتی . نوولی امریکایانو ونه سی کولای  چې دبن لادن دنیونواوددستګیری اودهغه دوژلودپاره وافغانانوته ډول ډول  امتیازات ورکړی ؟.

امریکایی چارواکی باید دبن لادن اودالقاعدی دنورومشرانودنیونواوددستګیری دپاره دطالبانووغړوته ووایی  چې دوی څه غواړي .

یوشمیر وایی چې دطالبانوغوښتنی چې هر څونی لوړ هم وی مهم ندی مګر دبن لادن اودالقاعدی دنورړمشرانونیونه  اوډستګیری  ډېر مهم دی .

په حقیقت کې دطالبانوغوښتنی تر هغه د(۵۰۰۰۰۰۰۰) پینځوسومیلیونوډالروجایزی نه ډېرزیات دی چې دامریکا ددولت لخوا دبن لادین دپټنخای اودنیونودپاره اعلان سویدی اما بیا هم دغه شمیر پيسی (ډالر) کیدی سی چې دطالبانودډلی دپاره مناسبی  پیسی  وي .

دبوش دولت  لیری دی ،چې په دی پاته څومیاشتوکې په ټولیزتوګه وسی کولای چې د بن لادن په نیونو او وژلوکې بریالی سی . ځکه دبوش سیاستونه دلمړی  سرڅخه  دټروریسم پرضد د جګړی داصولو سره یې په ریښتونی ډول سره ډېر اوږد واټن درلود .

باید ورته منتظروه وسو اووینوچې دامریکی نوی دولت  دبن لادن دنیونودپاره څه ډول طرحی او وړاندیزونه دځان سره ولری .مسلمآ که سپینه ماڼی په جدی توګه په دی هکله کړنه ونکړی نومخکــی ترمخکـــې کـــولای سو وړاندوينه وکــــــړوچـــــــې په امریکا کې دسپټامبر د(۱۱می)

یوولسمی  پيښی په شان  یوه بله پيښه به  رامنځته سی . 

ملاعمر دافغانستان څخه دبهرنی ځواکونودوتلو

غښتوونکی سو

  

ملاعمر ددی غښتوونکی سوچې  دافغانستان دخاوری څخه دی بهرنی ځواکونه په بیړه سره ووځی .

دالجزیری دانټرنیټی سایت په حواله  ملامحمدعمر دطالبانودډلی مشر په یوپيغام کې چې ددی ډلی دپلویانوپه یوانټرڼيټی سایت کې خپور سوی دی ، دامریکا اودشمالی انلانتیک (ناټو)دځواکونه څخه یې غوښتی دی چې هرڅونی  ژر دی دافغانستان دخاوری څخه ووځې .

ملاعمر همدارنګه  ودی ځواکونوته یې ګوت څندنه کړی او  ویلی  یې دی  که بهرنی ځوانونه دغه ګوت څندنه ونه منی نودډېردرانده ماتی سره به مخا مخ سی .

 

 د الجزیری دانټرنيټی سایت  په حواله، ملاعمردطالبانودډ لی مشر په دی پيغام کې  دبهرنی ځواکونوڅخه یې غوښتی دی چې  دخپلو پریکړو دتیروتنو  په ترځ کې یې ، افغانستان تر واک اوښیکلاک لاندی راوستی دی ،نودغه دی خپل لړ لید واړه وی  ترڅومناسب فرصت  ددی ځواکونودوتلودپاره دافغانستان دخاوری څخه  رامنځته سی .

ملا محمد په ټینګارسره وویل که دښکیلاکګروځواکونوښکیلاک په افغانستان کې پایښت ومومی او ادامه ولری دغه ځواکونه به دماتی سره مخا مخ سی .

 

دطالبانودډلی مشر  توضیح کړ چې دغه ډله هیڅکله هم دهیڅ چا دپاره په نړی کې  خطر نه ګڼل کیږی .

داپه داهسی حا ل کې دی چې دافغانستان په سویلی سمیه کې ائتلافی  ځواکونه  دیوی بیانی په خپره ول سره  دیومین دچاویدوله کبله ددی ځواکونوددروتنودوژلوکیدوپه هکله  ددوشنبی په ورځ خبرورکړ.

په روان کال کې  په افغانستان کې دطالبانود ډلی نفوذ دډېریدواوزیاتیدوښکارندوی دی  اوڅرنګه چې په سږ کال کې  تر اوسه پوری دامریکایی وژل سوی  سربازانوشمیره ،پر افغانستان باندی دامریکا  دیرغل دلمړی نیټی څخه د(۲۰۰۱) میلادی کال څخه بیا تر تیر کال پوری سږکال  ډېرتره دی .  /

 

پورتنی مطالب دلاندنی ادرسونوڅخه  اخیستل سویدی

-         فارس نیوز څخه

-         دایسنا څخه –

-         ایرنا نیوز

 


بالا
 
بازگشت