عزيزاحمد خوارمل

   

 

دامریکا داردوپه نظامی ځواکونو کښې ځان  وژنه  دتیروکلونوپه پرتله په (۲۰۰۸) م کال کې زیاتوالی ښیې!

           دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه

                    ژباړونکی : عزیزاحمد خوارمل

 

      دامریکایی سربازانودځان وژنی  شمیرنه ددوو جګړوپه ترځ کې  په عراق اوافغانستان کې اودامریکا دهیوادڅخه بهر داوږدی مودی  اوډېرو دندودتره سره کولوپه بهیر کې دغه سربازان دټینګ اوژوراسترس  سره مخامخ  سوی دی اوپه تیرکال کې دغه شمیرنه وخپل لوړپړاوته ورسیدی .دا په داهسی حال کې دی  چې دامریکا یی سربازانوپه منځ کې دځان وژنی شمیرنه ، په پرله پسی توګه په څلرم کال  زیاتوالی موندلی دی اوهمدارنګه دلمړی ورځوڅخه بیا دا تراوس پوری دسربازانوپه منځ کې ځان وژنه  ډېره پراختیای یې پیداکړی دی  .

دامریکا نظامی مشرانو اعلان یې کړی دی  چې  ددی ځان وژنو دمخنیوی دپاره هرډول  کړنی چې ددوی په وسه او واک کې وي ترسره به یې کړي .

ددفاع دوزارت  دغه جګپوړی چارواکی  ددی وړاندیز هم کړی دی چې یوشمیر دارواح پوهنی اوساپوهنی کارپوهان  اومتخصیصین په دی هکله  ددی کار اوپرابلم  دپاره مرستی وکړی  اودهمدی  ډول سربازانوسره د نږدی اړیکی وساتی  ترڅوددی کارڅخه مخنیوی وکړای سی .

داسوشیتدپرس  دخبری آژانس  دیورپوټ پربنسټ  ،دامریکا ددفاع وزارت پينتاګون اعلان  یې کړی چې (۱۲۸) یوسلواته ویشت تنه  امریکایی سربازان  په (۲۰۰۸) دوزره اتم میلادی کال کې  ځان وژنی یې کړی دی  اووروستنی شمیرنه به هم ممکن تردی زیات وی  ځکه چې اوسمهال د (۱۵) پنځلسونامعلومواومشکوکووژنودپيښوڅيړنی اوتحقیقات  لاتراوسه پوری  واضح سوی نه دی اوددغوپيښو څيړنی هم  ترکارلاندی دی  . 

پته ګرن   دامریکا ددفاع وزارت پينتاګون  یوجګپوړی چارواکی  وویل :  همدا اوسمهال موږولی باید پریږدو چې په امریکایی سربازانوکښې د ځان وژنی  شیمر لوړولاړسی  اوکولای سو چې ووایو دامریکا داردو دځواکونوپه هکله  موږهوډمن یو که دپیل او کار په له منځه وړلو اوپه ترسره کولو کې عملی کړنی رامنځته کړونوهرومروبه ددی کاره څخه مخ نیوی وسی .

کیم روکو چې خپله نظامی  خاوند (میړه )یې  دکالیفرنیاپه یو هوتل کې په دار وزړه واه   وی ویله :دغه ټول موضوعات دهغه  ځایه څخه رامنځته سوی دی چې د استرس اودیولړنورو ستونزوله امله په امریکایی سربازانو کښې  منځته راغلی دی  چې دامریکا د دفاع وزارت پينتاګون  چارواکی یې  هم ښه وینی . ده وویله  چې خاوند(میړه ) یې (۷۵) ځله  خپلی دندی یې په عراق کې ترسره کړی وو،اوډېری ستونزی اوروانی پرابلمونه یې لرل دهغه جملی څخه داسترس سره لاس اوګریوان وو.   

همدارنګه السیت ریتچې،چې دامریکاددفاع په وزارت پينتاګون کې  دارواح پوهنی یومشوره ورکونکی اومشاور دی،ددی مسئلی دمخنیوی دپاره وړاندیزونه یې رامنځته کړی دی  چې  دامریکا داردوپه ځواکونوکې دی  دارواح پوهنی  اوسا پوهنی دکار دترسره کولودپاره دسربازانوپه منځ کې  ددی کار دسرته رسولودپاره یوشمیرنورمتخصیصن راوبلل سی  ،ده وویل  موږ ددفاع ووزارت ته دیوشمیرساپوهانو اودارواح پوهنی دمتخصیصنودګمارلوپه هڅه کې یواوموږ ددی مسئلی دمخ نیوی د پاره  ه ددی متخصیصینوڅخه مرسته غواړو.

همدارنګه ده وویل ،دامریکا نظامی مشرانو  په  دی هکله یې په ټينګار سره ویلی چې  ددی پيښودمخنیوی  په خاطرپه راتلوونکوورځوکښې کیدونکی  کړنی به پیل  اوترسره کړی .

دامریکایی سربازانو دځانی وژنی شمیره په (۲۰۰۶) کال کې (۱۰۲) تنه اوپه (۲۰۰۷) میلادی کال کې (۱۱۵ ) تنه  اوپه (۲۰۰۸) م کال کې (۱۲۸) تنوته رسیدلی دی  .

همدارنګه دواشینګتن پوست ورځپاڼی هم په دی هکله ولیکل : ژنرال پيتر چیارلی  دامریکا دقواو قوماندان وویل : په دی کې کوم شک  نیسته چې استرس اوروانی اضطرابونه دزیاتوځان وژنوپه کارکې ګټور ګڼل کیدی سی .

دواشینګتن پوست ورځپاڼی  د(۴) څلورتنودځان وژنوپه هکله چې  دوه (۲) تنه یې دنظامی پوهنتون  محصلین وو چې دوه اونی مخ کې  په ځان وژنویې لاس پوری کړی وو، وي یې لیکل : داردودنظامی پوهنتون چارواکی یو ډله دطبی جراحانوڅخه یې  ددی وژنودڅیړنی دپاره موظف کړی دی  چې دغه پيښی  وڅیړی ،ځکه دنوامبردمیاشتی  څخه تردا اوسه  پوری په دی نظامی پوهنتون کې (۵) کسه ځانونه  یې له منځه وړلی دي . ددی راپور پربنسټ ددغو (۵) پنځوکسووژل سوی  محصلینودجملی څخه دوه(۲) تنه یې په روانی ناروغیواخته وو.

په همدی ډول سره دشیکاګوتربیون دورځپاڼې دیورپوټ پربنسټ پنځلس امريکايي سرتيرو ځان وژنه کړې ،د امریکې د متحده ایالتونو څخه خپریدونکې شیکاګوتربیون ورځپاڼې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د میشتو  امریکایي سرتيرو د مخ پر زیاتیدونکو ځان وژنو په اړه یوه مقاله خپره کړې ،ورځپاڼه په افغانستان کې دمیشتوامریکایي ځواکونو په منځ کې د ډګروال ډاکټر ایلیس له قوله لیکي :په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ځان وژنه څه نوې خبره نه ده خو په دی وروستیو کې د امریکایي سرتیرو په منځ کې د ځان وژنې پیښې مخ په ډیریدو دي ،ډګروال ایلیس وایي دغه پیښې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پرمنځ کې د رواني ناروغیو له امله پیدا شوې دي ،نوموړی وایي په تیرو پنځه اویا میاشتو کې پنځلس امریکایی سرتیرو خپل ځانونه وژلي دي ډګروال ايليس وايي دغه پيښې د افغانستان د روزګان ،کندهار ،کونړ او خوست په ولايتونو کې ترسره شوې دي .په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د چارواکو په خبره ښايي د ميشتو امريکايي سرتيرو په منځ کې دغه رواني ناروغي نوره هم ډيره شي امريکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو  ځان وژنه کمه او د افغانستان درى برابره د سرتيرو د ځان وژنې پيښې په عراق کې شوې دي امريکايي چارواکي د سرتيرو د ځان وژنې د اصلي لامل په باره کې له څه ويلو ډډه کوي .

دژباړن یادداښت :

پرعراق باندی دامریکادیرغل څخه وروسته دهغه نيټی نه تردااوسه پوری (۴۲۳۶) تنه امریکایی سربازان  په عراق کې وژل سوي دي .

اوپرافغانستان باندی دامریکا دیرغل د۲۰۰۱  م کال څخه را وروسته بیاتردا اوسه پوری  تر (۵۰۰) پنځه سوه تنه پوری  ډېرتره امریکایی سربازان په افغانستان کې وژل سوي دي .  /

اخیځلیک:

-دجام جم دسایټ څخه

– دقطرنیوز دسایټ  څخه  .

 

 


بالا
 
بازگشت