افغانانو ته  د زهرو سوغات

 عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

په تېره اونۍ کې داسې آوازې او ګونګوسې ديوه لوړپوړي چارواکي له څرګندونو سره غبرګې خورې شوې ، چې ګواکې پاکستان دخپلو اټومي وسلو پاتې شوني دطالبانو د امارت په وخت کې په سويلي ولايتونو کې تش کړي دي .

همداراز له سيمې څخه دنا تائيدشويو راپورونو له مخې، دطالبانو د رژيم په وروستيو کلونو کې دهلمندولايت د دروازګى کندالوچې د خانشين او ديشو ولسواليو تر منځ  لويه دښته ده او دکندهار او هلمند په پوله دپغدر په سيمه کې لويو باروړونکيو لاريو دشپې لخوا څه شى تشول   .

 

د راډيو اکتيف او اتمى توکيو تاريخچه :

کيمياوي ماده T.N.T تراى ناتيرو تالوين، چې يوه چاودېدونکې ماده ده په لومړي ځل په کال ١٨٦٣ ميلادي کې ديوه آلماني کيميا پوه جوزف ويلبر لخوا جوړه شوه .

ټى .ان .ټى هغه چاودېدونکي ماده ده، چې دچاودنې چټکتيا يې په يوه ثانيه کې ٧٠٢٨ متره ده .

TNt زهري ماده له پوټکي سره په تماس کې  پوټکى ژېړوي او وچويې، شديد دردونه ،بې اشتهايي ،دوينې لږوالى ، دوينې سرطان  ، دجګر پړسوب  او په قوى احتمال  ټى ان ټى  کار سينوژن  يعنى دسر طان زيږونکى دى

د دويمې نړيوالې جګړې دپاى په کلونو (١٩٤٥ ) کې د امريکا لخوا نه دهيروشيما اونا کازاکي په ښارونو اتمي بمونه وغورځول شول، چې کابو شل زره ټنه  ټي _ ان _ ټي په کې پرځاى شوي و.

راډيو اکتيف څه دى ؟

راډيو په انګليسى ژبه کې وړانګو او اکتيف فعاله معنى لري، يعني هغه وړانګې، چې فعالې او خپرېدونکې وي دا وړانګې د يورانيم په نوم دعنصر له هستې او اتمونو نه هغه وخت خپريږي، چې ددې عنصر هسته بډايه شي ، ددې عنصر بډاينه کې سنترفيوزنه کارول کيږي ، چې د اتم او هستې ايزو توپونو ته بدلون ورکوي ، په پايله کې ددې عنصرله هستې او اتم نه دا وړانګې خپريږي .

 

دا وړانګې په دې ډولونو دي :

X  چې په طب کې دهډوکو په عکس اخيستلو کې کارول کيږي دا وړانګه دغوښې نه تيريږي او هډوکى عکاسي کوي ، چې د راډيو اکتيف تر ټولو ضعيفه وړانګه ده .

بيتا : دا وړانګه چې تيزوالى او دتېرېدو تخريب يې زياد دى  حتى دانسان دغوښې انساج او دنبات epithel پوست له منځه وړي، ځينې وختونه دبيتا له وړانګې دسرطان په هغه دانه کې ، چې په لاس يا پښو کې وي دتېرېدوپه واسطه يې درملنه کېداى شي .

ګاما : هغه وړانګه ده ، چې مختلف تخريبي ځواک لري ددې راډيو اکتيف وړانګو نه خپراوى شاوخوا چاپيريال په خطرناکو راډيو اکتيف ايزوتوپونو ککړوي، چې هم حيوان او هم نبات ته رنګارنګ عضوي تاوانونه رسوي، په پوټکي اغېزې لري د پوټکي رنګ ژېړ اوړي بعضى انساج وچوي  کانګې منځ ته راوړي او بلاخره جنيټيک اغيزى لري چې په DNA   ډى اوکسى ريبو نيکليک اسيد کې ژڼه کۍ له منځه وړي يا په جنين ناببره بده اغيزه کوي .

که چيرې  اتومى پاتې شوني په فنى توګه دځمکې نه دوه زره متره لاندې  په قرنطين شويو سيمو کې ښخ  نه شي دپورتنېو  وړانګو خپرېدل  ،په حيوان او نبات  اغيز يې حتمى دى او دژوندي اورګانيزم  لپاره ډيرخطر ناک تماميږي او پورتني عوارض يې چې ذکر موکړل  منحته راوړي  .

 

  دپاکستان داټومي کړنو تاريخچه :

دپاکستان اټومي پروګرام په لومړي ځل د ذوالفقار علي بوټو په نوښت په ١٩٧٢ زيږديز کال کې پيل شو او بوټو دپاکستان داټومي پروګرام بنسټ اېښودونکى و، دپاکستان اټومي پروګرام په ١٩٧٥ کې کله چې دپاکستان د اټومي پروګرام پلاراو پلي کوونکى ډاکټر عبدالقدير خان پاکستان ته راغى، نور هم چټک شو، ډاکتر قدير خان، چې زده کړې يې په  جرمني کې کړي وروسته دتخنيکي تجربو او زده کړو  لپاره هالنډ ته تللى و.

خان په ١٩٧٦ کا ل کې په عملي توګه دپاکستان داټومي پروګرام بنسټ په کويټه کې کېښود او ديورانيمو دبډاى کولو توان يې پيدا اوهغه ته يې سامان الات پيدا کړل ، چې وروسته د عبدالقدير خان له خواد ګاز د سنترفيوزونو په جوړولو سره د توغنديو هستوي کوپړيو جوړولو ته مټې بډ وهل شوې، پاکستان په لومړي ځل په ١٩٩٨ کال  د مى د مياشتې په ٢٨مې خپل اټومي ازمېښت سرته ورساوه .

د پاکستان په اټومي کولو کې د چين هېواد ستر رول ولوبولو او دهستوي بنسټ په پياوړتوب کې يې ورسره مرسته وکړه.

 

افغانستان ته دپاکستان داټومي پاتې شونو داحتمالي لېږد نښانې !

لومړى :څرنګه مو چې وړاندې وويل چې دپاکستان لومړنى اټومي ازمېښت په ١٩٩٨ کې ترسره شو او دا هغه کال دى، چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم په درز سره چلېده . 

دويم :څرنګه مو چې  وړاندې وويل چې د  ډاکټر عبدالقدير خان د اټومي هڅو مرکز کويټه او شاوخوا سيمې وې ، ډېر امکان شته چې اټومي پاتې شونې دنږدې والي له امله دهلمند دروازګي کندالو او پغدر ته راوړل شوي وي .

درېيم :  په هغه وخت کې پاکستاني ځواکونه ته ډېره اسانه وه، داسې  لکه چې د خپلې ولکې په سيمه کې تګ راتګ  کوي او دا زمينه پوره مساعده وه، چې افغانستان ته بې له وېرې مواد راولېږدوي .

څلورم : افغانستان کې د ځواکمن حکومت نشتوالى او په بلوچستان کې د اټومي پاتې شونو نه شتون دا ښيي ، چې احتمال لري دا پاتې شوني افغانستان ته راوړل شوي وي .

 

دافغانستان دولت اوس څه بايد وکړي ؟

الف : افغانستان هغه هېواد دى، چې په ١٣٣٦ لمريزکال کې يې د نړيوال اټومي انرژۍ دسازمان IAEA غړيتوب ترلاسه کړى دى ، نو ددې سازمان له لارې دې پر پاکستان زور واچول شي، چې خپلې اټومي پاتې شونې يې څه کړې او چيرته دي ؟

ب: افغانستان دچاپيريال د نړيوال پروګرام يونيف UNEP  غړى هېواد دى دافغانستان د چاپيريال ساتنې لوى رياست ته پکار ده، چې په دې هلکه څېړنې پيل او کوټلي ګامونه پورته کړي .

ج : لکه څرنګه چې دې مسئلې ته اوس يو کميسيون جوړ شوى دافغانستان د پارلمان دنده ده، چې دافغانستان اټومي کړنلارې ته يو قانون جوړ او غور پرې وکړي .

د : دافغانستان پياوړي ساينتست ښاغلى پوهنوال داکټر نظر محمد سلطان زي ځدراڼ ته دې بلنه ورکړل شي چې د جرمنې له هېواد نه افغانستان ته راشي زموږ نور ساينس  پوهان سره راغونډاو دسيانس دپرمختګ او اتمي کړونو په اړه خپل رسالت سرته ورسوي .

 

عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

 


بالا
 
بازگشت