عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

دخيبر مالګين سيروم به د چا بهار په خوږ سيروم بدل شي

 

د ناټو امريکايي جګپوړي قوماندان جنرال جان کرادوف اعلان وکړ که چيرې د ناټو غړي هيوادونه وغواړي چې په افغانستان کې خپل ميشت ځواکونو ته د ايران له لارې لوژستيکي توکي ورسوي، دى يې مخالفت نه کوي، همدا راز ددې ټکو په تائيد سره د ناټو د سازمان سر منشي ياپ دې هوپ شيفر له امريکې نه وغوښتل چې د ناټو انډيوالانو ته اجازه ورکړي تر څو ايران ته د ترهګرو په ځپلو کې ونډه ورکړ ي  ، دا خبره وروسته له هغه کيږي چې د امريکې نوي منتخب ولسمشر بارک اوباما وويل چې زه به په نړۍ کې څلورو جګړو ته د پاى ټکي  ږدم( د ترهه ګرۍ پر ضد جګړه- دا سلام پر ضد جګړه، د ښځو پر ضد جګړه او د پرمختللي ساينس پر ضد جګړه) څرنګه چې ټولو ته معلومه ده  په اوسنيو حالاتو کې په نړۍکې   ايران د اسلامي غورځنګ او جنبش په سر کې قرار لري او اوباما دا هم وويل که چيرې ايران خپل موټى خلاص کړي نو موږ به ورته قول (لاس) ورکړو دا مانا چې امريکه غواړي تر څو ايران دترهګرۍ پرضد د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته راوهڅوي.

ضمناً داسې بريښي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هلري کلنټن لومړى سفر به په نږدې کې ايران ته وي دې ورته ټکو  نه جوته  بريښي چې د امريکا په نوي سياست کې د ترهګرې سره د مبارزې په تړاو د ايران رول ته يوه نوې ستراتيژي جوړه شوې ده.

راځو دې ته چې دد ې ستراتيژې موخې به څه وي :

لمړى :امريکا او ناټو غواړي چې له دې لارې پاکستان تر فشار لاندې راولي ځکه چې د  پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو ته د توکو ليږد، پاکستان  ته ډيرې ګټې درلودې او په دې پلمه يې د امريکا او ناټو نه پيسې ترلاسه کولې، خو د طالبانو د بريدونه په هکله چې په دې کاروانونو ترسره کيږي هيڅ اغيزمن ګام نه اخلي چې بيلګه يې ددې کاروانو په سلهاو موټر سوځول او د هغوي په لاره کې د پلونو ويجاړول و.

دوهم : اوس امريکااو ناټو غواړي چې د ترهګرو سره د مبارزې ډګر کې چې ډيري يې سلفيان او وهابيان دي ايران هم را ګډ کړي ځکه دا دوه ډلې د پاکستان په انګو ، کوهاټ او کويټې ښار کې تل شيعه ګان وژني، نو ايران ته ښئي چې دا ډلې ستاسو دښمنانې دي. له بلې خوا کله چې د طالبانو نظام د واک په ګدۍ سپور و نو په مزار شريف کې يې ايراني ديپلوماتان ووژل، او بل ايران طالبانو سره اتنيکي تضاد هم لري.

دريم: ناټو غواړي چې ايران ته د ناټو د کاروانونو د تيريدو په صورت کې چې ايران ته به ترانزيتي اهميت ولري دا وښئي چې موږ ورو ورو هغه تحريمونه چې لګولي و له ايران نه لري کوو، ځکه د کاروانونو د تيريدو پر مهال کيداي شي د ايران اروپائي انډيوالانو جرمني ،فرانسې او ايتاليا سره د راکړې ورکړې زمينه برابره او تحريم مات شي .

څلورم: د ممبيي ښار له پيښې وروسته امريکا ايران ته داسې ذهنيت ورکول غواړي چې پاکستان په سيمه کې هغه ترهګرلړم دى چې د ايران نږدې ملګري هند يې د ترهه ګرۍد زهرجنې لکۍ په نيښ وچيچه، ځکه هند هغه لار  چې له دلارام  نه تر زرنج ښار پورې چې ٢١٣ کيلو متره اوږده ده قير کړه تر څو د ايران د چا بهار بندر سره دا لار په ښه صورت ونښلول شي او ترهه ګرو څو ځله ددې لارې هندې انجينران وژلي او  يا يې ټپيان کړي وو.

ايران په دې هم دې کار ته زړه ښه کوي چې که وکړاي شي ناټو ته په لارې ورکولو سره د امريکې او اروپائي  اتحاديي ترمينځ په اړيکو کې کوم درز پيدا شي بل ايران د افغانستان د هلمند سيند اوبو ته کلکه اړتيا لري او په دې لارې ورکولو سره به د افغانستان دولت ته وښيي چې ايران په افغانستان کې امنيت راوستلو ته ليوال دى.

سربيره  ايران به  له هغه توکونه څه ناڅه خبرشي  چې ناټو ځواکونو ته وړل کيږي او هغه انديښنه چې له دې امله ورسره وه لرې به شي.

په پاکستان د فشار اچولو موخې:

امريکا اوناټو غواړي چې پاکستان ته داسې وښيي چې که پاکستان نه غواړي چې د ناټو د ځواکونوپرکاروانونو د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي نو د ايران له لارې دا کار کيداې شي او مادي امتياز به هم ايران ته ورکړل شي.

د ناټواو امريکا بل فشار دادي چې د هند نږدې ملګري هيواد نه ملاتړ وښئي او له دې لارې پاکستان ته يو ټونګ. ورسوي چې  د عبرت لامل يي شي.

ددې لارې احتمالي ګټې به امريکې ته څه وي؟

پاکستان د سنټو دپيمان له وخته د امريکا پخواني يار دي خو د تر هه ګري سره په مبارزه کې دپاکستان سست والي ، دوه مخى سياست او د اتمې وسلې ويره چې د ترهه ګرو لاس ته ونه غورځي او دا چې د پاکستان د اتم پلار قدير خان د ايراني کړيو سره پټې معاملې درلودې دا انډيوالي   يو څه ترينګلې کړې.

اوس امريکا غواړي چې هند – روسې او ايران  ته په نږدې کيدو سره هغه ويره چې سړه جګړه به بيا مينځ ته راشي يو څۀ سپکه کړي، له بلې خوا پاکستان ته به دا وښيي چې ستا متبادل په سيمه کې شته، چې هغه به افغانستان وي.

بل لامل ، څرنګه چې ليدل کيږي د قرغزستان هيواد له بشکيک نه بهر د ماناس اډه چې د امريکايانو د رش رسولو يواځينې لاره وه د تړل کيدو تکل يې کړي او امريکا غواړي چې يو بل لوري پيدا کړي .

اوس به راشو دې ته چې امريکه  به څرنګه دناټو اکمالات دچابهار په بندراو لاره کې تر څار لاندې ونيسي ؟

کله چې انګليس په ١٣٥٠ کال کې دايران له خوا مجبورکړل شو چې د فارس له خليج نه ووځي، نوانگليس په تلافي کې يې ديوې چلوټې په جوړولو سره د بحرين خلک چې د ايران جزء و د ايران د شاهنشاهي دولت پر خلاف راوپارول .

او د بحرين موضوع يې دملګرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندې کړه او د بحرين د خپلواکي په هکله يو ريفرنډم په لاره واچول شو ، چې بالاخره بحرين خپلواک سو.

رضا شاه پهلوي ددې لپاره چې ددې موضوع په اړه د ايران د خلکو له فشاره ځان خلاص کړي، نو له ٨٠ کلو وروسته يې له انګليس نه ددرې ټاپوګانو ( تُمب صغير، تُمب کبير او ابو موسى) د راګرځولو غوښتنه  وکړه.

او ديوه چټک او زړور بريد وروسته يې دا درې واړه ټاپوګان خپل کړل .

کله چې صدام حسين په کويټ يرغل وکړ او هغه يې اشغال کړ، نو هغه وخت د بحرين ستراتيژيک موقعيت د امريکا د پاملرنې وړ وګرځېد او د بحرين مرکز منامه يې خپله هډه وګرځوله.

وروسته د همدې استراتيژيک حيثيت په لحاظ په ١٣٧٤ کال کې ا مريکايي مهندسينو په چټکي سره د منامې بندر امريکائي سمندري ځواکونو ته جوړ او د منامې بندر يې بيا ورغاوه او سمبال يې کړ، چې د امريکې پنځمه سمندري لويه بيړي پکې ځاى پر ځاى شوه، چې د الوت لپاره لوى ډګړ او نور عصري تجهيزات   لري.(امريکا اوس نورې سترې بيړۍ هم دلته لري)

دا بندر اوس د امريکا ګټې د فارس او عمان په خليج کې خوندي ساتي .

يو کال وړاندې د امريکا سمندري ځواک يو کوچني بيړي چې د اکتشافي فعاليتونو په ترڅ کې د ايران اوبوته ننوتې وه، دايران د سپاه پاسدارانو د بيړۍ له خوا ونيول شوه.

او ددې وړوکې بيړۍ ماڼوګان يې په ايران کې ترڅار او نظارت لاندې ونيول، خو څو ورځې وروسته د نړيوالو غوښتنو په پايله کې د ايران له لوري خوشې او حتى د ايران جمهور رييس د ښه نيت له کبله ددغو ماڼوګانو مشر ته يو مډال هم پر سينه وروټنبلو، چې کيداى شي د ايران د ولسمشر همدې حسن نيت يو کال وروسته ثمر ورکړي وي.

او امريکا هم په زړه کې خوشحاله ده، چې د ناټو د ځينې هيوادو اکمالاتو ته له دې لارې اجازه ورکړي ، خو دا لاره به بيا هم د امريکي د سمندري ځواک چې په عمان خليج کې شتون لري، تر څار لاندې وي.

 چا بهار د عمان خليج پر څنډه پروت يو آزاد سمندري بندر دي ، چې د نيمروز ولايت له زرنج ښار څخه٧٠٠ کيلو متر لرې د ايران په سويل ختيځ کې پروت دي او تر زرنج پورې هوار او قير سرک لري.

کله چې شوروي په افغانستان يرغل وکړ، نو د هندوکُش غرونه سره له دې ، چې د شوروي قلمرو ته نږدې واټن وو، خو دې غرونو ډېر لوي خنډونه د شوروي ځواکونو لوژستيکي اکمالاتو ته د خيبر د غرونو په څيرجوړ کړي و او تل به ددې غرونو په لړونو کې شوروي قطارونه د مجاهدينو له خوا سوځول کېدل، چې بالآخره شوروي په ګونډو شو.

 خو اوس له چاه بهاره تر کابله سره له دې، چې واټن ډېر دي، خو لاره هواره او لوى غرونه نه لري، يواځې د وردکو سالار او د غزني ليونى بازار او د نيمروز د خاشرود ولسوالى( غرغرى) هغه ځايونه دي، چې قطار ته امنيتي ستونزه پيدا کيداى شي او ددې لپاره له وخته امريکې همدا يو نيم زر تازه نفس سرتيري په وردکو کې او نور به هم د ليوني بازار- قره باغ او غرغري کې ځاى پر ځاى کړي.

 ځکه اوه ويشت زره نورامريکايى سرتيري به دپسرلي سره سم افغانستان ته راشي .

عبدالرووف لېوال حسين خيل

ايميل : raoufliwal@yahoo.com

 

 


بالا
 
بازگشت