عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

دواک د تشې په خاطر ښايي يوناما رېفرنډم په لار واچوي

 

د څو  ورځو راپدېخوا د اساسي قانون نه په ناوړه ګټې پورته کوړلو سره سياسي ډلو او ولسمشر په افغانستان کې يو کړکېچ رامنځ ته کړى، چې خلک او نړيواله ټولنه ورته هک هېښ پاتې دي، دوى دواړه سياسي ډلې او ولسمشر اساسي قانون دسياسې    حربې په توګه   کاروي .

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا داضافي سرتېرو  دراتګ په غبرګون کې طالبانو په خپلو تشکيلاتو او و سلو کې بد لون راوستى دى، د طالبانو مشر ملا عمر په دې وروستيو کې دپاکستاني طالباني ډلو ( صوفي محمد، دده ز وم ملا فضل الله، ملا نذير، بيت الله محسود، حافظ ګل بهادر،ازبک طالبانو  طاهر يلداش)سره په سر خوځولو ژمن شو چې نور به په پاکستان  او پاکستاني پوځ باندې بريدونه، نه کوي او د جهاد مخ به بياهم دغم لړلي افغانستان په لور وي. که په پاکستان کې هم کوم عمل ترسره کوي هغه به د بهرنيانو پر ضد ولوکه لوبغاړي وي، يا در حمن بابا زيارت   ترسره کړي، بلخوا د  افغاني طالبانو په ليکو او قوماندانانو کې يې لاندې بدلونونه منځ ته راوړل، ملا داود د کابل ولايت نظامي مشر، مولوي شمس الدين د بدخشان او تخار نظامي مسوول او د شمال ختيځ زون منتظم، مولوي اسماعيل د غزني نظامي چاروسموونکى، احمد طهه قادري د ميدان وردګو نظامي چارواکى او والي ،مولوي دوست محمد دنورستان ولايت والي او د چارو سمبالونکى ، مولوي عبدالرحيم د کونړ ولايت د  طالباني چارو مسوول، قاري احسان الله بريال د کاپيسا والي او مير احمد ګل هاشمي حقاني د امريکايي ځواکونو پر ضد د چټک غبرګون مشردلوګرلپاره وټاکل شول، ضمناً د طالبانو مشرتابه انوا رالحق مجاهد د مولوي عبدالکبير پر ځاى وټاکه.

دې سره جوخت امريکايي وتلي دموکرات جان مورتا په دې وروستيو کې رسنيو ته اعلان وکړ چې ((   افغانستان په ٦ لکو سرتېرو ارامېداى شي . ))

نو له پورتنيو ټکو دا ښکاره بريښي چې راتلونکى پسرلى به افغانستان د جګړو تر ټولو تود ډګر وي، همداراز د  طالبانو ډېري لښکر همدا اوس په ايم ١٦ امريکايي نوي ټوپک ځينې نوريې په دوربين والا امريکايي ټوپکونو، سام ٧ توغندي، د قناس په نوم وسله او د SPG9 په نوم ګريس بند وسلو سمبال شوي دي .

پورتنيو مسئلو ته په کتنې سره د ملګرو ملتونو د سياسي همغږي ادارې يوناما ته ضرور ده چې په افغانستان کې د واک د تښې له منځه تلو په خاطر او دا چې افغانستان کې يوناورين منځته رانه شي اړينه ده چې يو رېفرنډم ( ټول پوښتنه) په لاره واچوي ددې ټول پوښتنې په ترڅ کې به د خلکو له خوا درې پوښتنو ته ځواب ورکول کيږي .

آيا دکرزى واک دې درې مياشتې نورهم وغځول  شي؟

آيا درې مياشتني لنډ مهاله حکومت دې جوړ شي؟

آيا د مشرانو جرګې مشر دې په دې درې مياشتو کې حکومت وکړي؟

کېداى شي د رېفرنډم د پوښتنو پاڼې يواځې په کابل ښار کې چې د افغانستان پنځمه برخه خلک پکې مېشت دي ووېشل شي او بيا د ټاکلو مرکزونو له خوا راغونډې شي او دا امکان هم شته چې د ولاياتونو په مرکزونو کې د چورلکو له لارې و ويشل   او بيا دولايتي مرکزونو له لارې راغونډې شي .

 ددې لپاره چې  دا رېفرنډم روڼ او شفاف وي کېداى شي له يوناما سره يواځې دافغانستان د ټول معارف ښوونکي مرسته وکړي او ددې مرستې په مقابل کې له هغوسره نغدي مرسته وشي .

که چيرې په دې ټول پوښتنه کې خلک   لنډ مهالې دورې ته د صحيح يا ټک مارک نښه غوره کړي نو په هغه صورت کې دادوره غځيدلي هم شي ، ځکه لا  له اوسه داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه دټولټاکونولګښت چې ٢٢٣ميليونه ډالره کيږي ، په دې موده کې نه شي ورکولاى .

 

عبدالرووف لېوال حسين خېل

raoufliwal@yahoo.com  

 

 


بالا
 
بازگشت