عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

  

بيا هم په غلطو پلوونو، قدم اېښودل کيږي

په دې ورځو کې امريکا غواړي، چې په افغانستان کې د مليشو ځواک رامنځ ته کړي، چې په دې توګه اوبه خړې او په کې ماهيان ونيسي. په افغانستان  کې مليشه يي ځواک او د هغوى کړنو ډېرې ناوړې پايلې درلودې .

په لومړۍ ځل د ١٣٥٨ لمريز کال په مني کې د لومړي وزير حفيظ الله امين په نوښت د پغمان د ځينو خلکو نه مليشه يي ځواک جوړ شو. چې لومړۍ ځل زموږ د هزاره وروڼو په ټکولو او ځپلو کې ترې کار واخيستل شو، خو کله چې د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦ مه روسي پوځ په افغانستان يرغل وکړ ، دا پغماني مليشې چې د صدارت ماڼۍ شاوخوا او ارګ ته نږدې ځاى پر ځاى شوې وې، د روسي يرغلګرو  د توپ په يوه ډز سره يې ټولو پښې سپکې کړې.

سبا سهار وليدل شول ، چې ددوى عسکري بوټان ، پطلونونه ، کمربندونه د کابل په مرکزي سرکونو کې پاتي و.

وروسته په ١٣٥٩ او شپيتمو کلونو کې د دوستم- عصمت  مسلم( قندهاري) سيدوهراتي، قند بچه..... او نورې مليشې راوټوکيدلې.

اوس به راشو په افغانستان کې ددې مليشو جنايتونو ته چې څه يې کړي.

د دوستم د مليشو کرغيړني کړنې:

په دې پلمه چې د پغمان په ښيرازه باغونو کې مجاهدين پټيږي اوله هغه ځاى نه دکابل په ښار توغندي توغول کيږي، د پغمان د چارماغو-ګېلاسو- ناکو او نورې ونې يې ووهلې او ښکلي پغمان يې په کنډواله بدل کړ.

ددوستم مليشو په ١٣٦٧ کال په ميدان وردګو ولايت کې عمليات وکړل، د  خلکو د کورونو اجناس يې ولوټل ، حتى په بوتلونه شات يې غلا کړل، زموږ د ميداني کورنيو زنانه کالۍ او غالي يې د کابل په کهنه فروشي بازار کې وپلورل.

دوستم مليشو د لوګر په زرغون ښار او د تنګى واغجان په سيمو کې هم پورتني کړنې ترسره کړې.

 همدامليشه وه چې دډاکتر نجيب سر يې هم وخوړ ، داسې نه شي چې په گانده کې امريکه هم دخپل کوم ګوډاګي سر په همدې مليشو وخوري ، ځکه دې هيواد کې له شاه

شجاع نه نيولې تر..............گوډاګيو پورې خپل سرونه خوړلي دي .

د عصمت مسلم د ډلې جنايت:

مُسلمى مليشو په کابل ښار کې د لومړنيو تښتونو او اختطاف دود رامنځ ته کړ، ژڼي به يې تښتول، ښخينه هنرمندانې يې تښتولې، د عصمت مُسلم د جنايتونو ښه بېلګه د کابل په پولي تخنک  کې (دلويې جرګې په ورځ) د کورنيو چارو وزارت منسوبينو سره جګړه وه، چې شاهد يې ښاغلي ګلابزوى د اوسني پارلمان غړي دي.

 د قند بچه ډله:

دهغه هلکتوب په چهاردهي کې ټولو چارديوالو ته معلوم دي. دى چې د خلکو په ودونو کې ګډېده، وروسته ترې جهادي قوماندان جوړ او بيا دولت ته تسليم شو.دې ډلې هم په

وروستيو کې وسلوالې غلا اوشوکماريو کې لاس درلود.

د سيدو هراتي مليشو کړنې.

د  وى   په هرات ولايت کې کوم جنايتونه نه و چې ويې نه کړل. د صدراعظم خالقيار ټپي کېدل او دجنرال جلال رزمنده وژل کېدل هم د همدغو مليشو د شومو کارونو پايلې وې.

د سيدو هراتي مليشې په هرات کې د پاچه کشال ها په نوم ياېدې، دا څو لنډې بېلګې مو په دې خاطر راواخېستې، تر څو امريکائيان په دې پوه شي، چې د مليشو جوړېدل، هغه جګړې مارې ډلې رامنځ ته کول دي، چې د طالبانو په کېبلي ډاياګ سره له هغو نه وسلې راټولې شوې وې.

 په دې ليکنه کې به يواځې د طالبانو کېبلي ډاياګ  ته مشروعيت ورکو، ځکه چې د هغوى کېبلي ډاياګ وکړاى شو، چې تر يو څه حده وسلې راټولې کړي او يا خو جګړه مار قوماندانان يې له ډاره د راښکاره کولو توان ونه لري.

خو هغه درې پړاويزه ډاياګ باندې چې په ميليونونه ډالره مصرف پرې راغې، پايله يې صفر وه. ځکه په دې دومره غټ لګښت يواځې زړې له کاره لويدلې او ډانګي وسلې راټولې شوې خو بياهم گريس بند وسلې دقومندانانو سره پاتې دي چې اوس يې طالبان له هغو پيري.

په دې ډاياګ کې يواځې څو په گوته شمار کسانو ته د فساد موقع برابره شوه، چې په ډالرويې مزې، چړچې وکړې ،   حتى په دې ډالرو يې آسمان څکي جوړ کړل .

امريکائيان دليل راوړي ، چې مليشو په عراق کې ښه نتيجه ورکړې، خو عراق ، عراق دي او افغانستان- افغانستان!

دلته ډېر لوى توپيرونه شته، که د افغانستان مليشو ته يوځل بيا وسله ورکړل شوه، په افغانستان کې به داسې جنايتونه رامنځ ته شي، چې امريکا به خپله ورته حيرانه پاتې وي او هغه وخت به وي ، چې بيا به د نړۍ هېڅ ځواک ونه توانيدلاى شي، چې مخه يې ونيسي.

په پښتو ژبه کې متل دى چې وايي :

ورانه به يې کړې ، خو جوړه به يې نه کړې

عبدالرووف ليوال حسين خيل

 

 


بالا
 
بازگشت