عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

 

ولسمشره! ددرې فرمانونو په صدور سره د افغانستان خلک خپل کړه

 

 داسې ښکاري ، چې د افغانستان ولسمشر به د خپلې اوه کلنۍ واکدارۍ په هکله ډېر سوچونه کړي وي او پايله به يې دا موندلي وي، چې دده په کاري ټيم کې هېچا ده سره د يوه نږدې دوست په توګه له اخلاصه ډکه ملګرتيا نه وه کړې.

حتى ده ته ډېر نږدې تنظيمي مشران او انډيوالانويې د فساد او رشوت مافيا سره په لاس يو کولو سره په حقيقت کې ده سره دښمني کړې، دې کسانودده له څنگ نه په ناوړه ګټې اخيستنې سره حتى د خپلو اولادونو غم هم خوړلى ده ، په دې مانا  چې دوى له مختلفو لارو نه په بهرني بانکونو کې ځانته د سپما حسابونه پرانستي،مځکې يې غصب کړي اود نورو خپلوانو په نومونو يې ځان ته ښارګوټي او آسمان څکي جوړ کړي، اودا نر ژتيکو موادو تجارت زمينه يې ځان ته د کرزي د صلاحيت نه په ناوړه ګټې اخستنې سره برابره کړې ده.

 د ولسمشر د واکمني په موده کې ځينو پاک نفسو اشخاصو له دولتي دندو نه استعفى ورکړه او ځينو يې هم د ديپلوماتيکو څوکيو په غوښتنې سره بهر ته لاړل، ځينې مايوسه شول او دندې يې پرېښودې،   د څو په ګوتو شمارو کسانو د اداري غبن له امله زهره وچوده، چې بېلګه يې مرحوم، مغفور ذبيح الله عصمتى و. څوک دا نشي ويلاى چې په افغانستان کې صادق او ريښـتوني خلک نشته.

په دې خاوره کې د عصمتي په شان پاک نفسه کسان پيدا کيږي.

داسې کسان شته ، چې په پخوانيو رژيمونوکې يې د وزارت ، رياست په چوکيو   په کلونو، کلونو دندې ترسره کړي، خو اوس په يوه بانک کې يوه حبه او دينار هم نه لري او ځينې يې حتى دخپل شخصىکور خاوندان  نه دي.

اوس ولسمشر په هيواد کې له ډول، ډول مافيا ګانو سره مخامخ دي. د ځمکو مافيا- د اداري فساد مافيا- د چور مافيا_ د رشوت مافيا- د درملو مافيا- د انرژتيکو موادو مافيا- د رشوت مافيا- د مخدره موادو مافيا- ددولتي موقف نه په ناوړه ګټو پورته کولو سره مافيا ،سفارشى مافيا، د څوکيو د سرقلفى مافيا او ........

دپورتنيو مافياګانو په جوړولو کې ډيري دولتى چارواکي لاس لري اويايې دفعاليت زمينه ورته برابره کړې .

ولسمشر کولى شي، چې ددې اوه کلنې دورې په پاى کې د يو څو ګامونو په اخستلو سره د افغانستان د مظلومو خلکو په پرهارونو ددرې څلورو فرمانونو په صدور سره ، پټي کېږدي او هغه به داوي:

١- د ټولو لوړ پوړو دولتي اراکينو او د پارلمان د غړو د هغو حسابونو، چې په بهر بانکونو کې سپما شوي،دکنګل کيدود درخواست د فرمان صدور.

 ٢-د شيرپور- د سکارد غونډۍ، د داوود خان ... د سردار شاه محمود خان، شاه ولى خان دبڼونو، د ملاعزت د شهرکونو، د ټولو غير دولتي ښارګوتو، د دولتي ځمکو د غاصبينو د نيولو او د پورته ځايونو د مصادرې  او دولتى کولو فرمان.

٣- ددې په خاطر چې بد پير ته بد مذهب جوړيږي، په يوه فرمان سره قضايه ځواک د طالبانو پوهو کسانو ته وسپاره توکل پر خداى ، و به ګورو چې څه کيږي  ؟.او په دې اړه ديوه انقلابى فرما ن صدور .

٤- په بل فرمان سره ټول خپل مشاورين او هغه تالي څټي ، چې د تا له نوم څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې ، په کور کښېنوه.

عبدالرووف ليوال حسين خيل


بالا
 
بازگشت