عبدالرووف ليوال  حسين خيل

 

افغان مشران د خپلې واکمنۍ په پاى کې هوښيار شي

 

کله چې د ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦ مه د يوې سپينې کوتاه په ترڅ کې سردار محمد داوود په افغانستان کې جمهوري نظام پلي کړ، نو په هغه وخت کې د سردار محمد داوود د ملي غورځنګ ګوند په کنګره کې تقريباً شپېته سلنه چپيان يا د چپيانو طرفداران شامل و، خپله ډاکټر حسن شرق چې د داوود خان ډېر نږدې او اعتباري شخص و، ځکه چپي ووچې وروسته د ډاکټر نجيب له خوا د صدراعظم په توګه وګومارل شو.

 د کابينې نور غړي لکه فيض محمد د کورنيو چارو وزير پاچاګل وفادار او نور ډيري يې د بېلګې په توګه يادولي شو

هغه وخت کې يو ډېر افراطى حرکت د شوروي په پلوي داو، چې د جمهوري نظام په لومړيو شپو کې د بيسيم مخابرې له  امريکايي کمپنيو نه  واخستل شوې چې افغانستان کې يې کار کاوه، د بيلګې په توګه د هلمند په کجکي کې د امريکايي ميشتې کمپني نه، بل د محمد خان جلالر د KGB   دمهمې سټې نصبول د سوداګري وزير په حيث   و ،هماغه شول، چې شهيد سردار محمد داوود د کې جې بي په لومو کې ښکېل شو، خو کله چې سردار داوود مصر، سعودى او نورو بهرنيو هېوادوته يو ستر او تاريخي سفر وکړ، نو د راستنېدو په مهال يې د هرات په ښار کې يوه تاريخي وينا وکړه، چې دده اوښتون يې د شوروي نه څرګنداوه.

او کله چې دده په سياست کې بدلون راغى اوبشپړ خپلواک سياست يې غوره کړ، نو ډېره ناوخته شوې وه، ځکه دده له پرځېدو نه نهه مياشتې وړاندې د چپيانو دواړواړخونو خلق او پرچم سره يو شوي وو، کې جې بي په دولت خصوصاً وسلوالو ځواکونو کې نفوذ کړي و، چې په دې ډول دى يې راوپرځاوو او دغويي اوښتون رامنځ ته شو.

 ورپسې چې نور محمد تره کي واګۍ په لاس کې واخيستې، وروسته تر يو نيم کال څخه تره کي هم د شوروي د کمونست ګوند او د کې جې بي په خوښه تغيير وکړ، خو دا منفي بدلون و، او په دې هڅه کې شو،   چې حفيظ الله امين  د واک له ګدۍ لرې او هغه ته يې د سرطان ددانې نوم ورکړ ، خو دا هم ناوخته شوې وه ځکه امين په وسلوال پوځ او ګوند کې دومره نفوذ درلود، چې خپله د تره کي سر يې وخوړ.

 بيا هم راځو امين ته، امين د خپل سل ورځني حکومت په پاى کې دومره بيړني تغيير وکړ، چې د پاکستان خارجه وزير آغا شاهي يې راوغوښت، اړيکې يې د پولې هغه خوا سره په رغېدو شوې، خو دا هم ډېره ناوخته وه، ځکه په ده هم د شوروي کمونست ګوند او کي جي بي ډېر بې باوره او حتى د حفيظ الامريکا خطاب ورته وشو، هماغه و، چې د تاج بېګ په ماڼي کې د شورويانو په ګوليو سورى ، سورى شو.

يواځني کس چې په خپله غلامي او ګوډاگيتوب کې ډېر مضبوط پاتې شو، هغه ببرک کارمل و، چې ده تر پايه بدلون ونه موند، حتى د ډاکټر نجيب الله د ملي پخلاينې د کړن لارې په ضديت کې يې هر ه بې غيرتي ومنله .

بيا هم د ډاکټر نجيب درې کلنې خپلواکې واکمنۍ آخر کال ته راځو، په دې کال کې ډاکټر نجيب د ملي پخلاينې په خاطر دومره بدلون وکړ، چې د پرچم ډله، د خلقيانو د تڼي د کودتاچيانو ډلې يې ټول دښمنان شول.

دوستم او جنرال بابه جان ترې واوښتل ،کنځلې يې ورته وکړې او شهيد ډاکټر نجيب الله يې په ډګر کې يواځې پرېښود.

 په آخرو ورځو کې چې ښاغلي تاج محمد د مزار شريف د امنيت رييس، ښاغلي جمعه خان اڅک د شمال زون مسوول او د نجيب الله مرستيال جنرال رفيع د دښمنانو له چلوټو خبر شول نو جنرال رفيع يې په خپل استازيتوب د چورلکو په واسطه لوګر ته واستاوه چې د لويې پکتيا ملاتړ لاس ته راوړي خو نور وخت ورنه تللي و او ډېره ناوخته شوې وه.

کله چې د رباني حکومت د حکمتيار په ضديت کې بدلون وموند او دطالبانو استازو ته يې د فرشتې نجات لقب ورکاوه او کندهار ته يې خپل استازې ورولېږل دا وخت هم اوبه له ورخه تېرې شوې وې او څه ګټه يې نه درلوده.

راځو د طالبانو بې ځايه اوښتون ته، هغه وخت چې طالبانوکې دامريکې سره   د ضديت نښې راټوکېدې (سره له دې چې دوى دامريکې او د انګلستان زېږ نده وو)  نو دوى هم د روسيې پلوته ميلان پيدا کړ او هغه ستره الوتکه يې چې په کندهار کې يرغمل نيولې و ددې اوښتون په پايله کې خوشې کړه، او ددې لپاره چې نور خلک په دې اوښتون پوه نشي او خپل باداران( پاکستان او انګليس) پرې غوسه نه شي، نو دليل يې راوړ، چې زموږ د جت الوتکې ټېرونه پنچر شوي و او دا الوتکه مو بېرته راښکته نه کړاى شوه او په تيښته بريالۍ شوه .

اوس به راشو ډېر په زړه پورې اوښتون ته چې   ولسمشر کرزي کړي.

ښاغلي ولسمشر په ١٨٠ درجو بدلون مخ روسيې خوا ته کړ، هغه پښتو متل دي، چې(اوبو اخستي، ځک ته هم لاس اچوي) چې د کرزي دې حالت سره سمون خوري

ښاغلي کرزي له نورو الوتکې غواړي، په زړې پورې خبر ه خو داده که دا الوتکې راهم شي، په کومه فضاء او آسمان کې به الوت کوي؟

ولسمشر دې په ياد راوړي ، چې د کام اير الوتکه ولې د څپري په غره کې ولوېده، د هوا د خرابوالي له امله حتى دې الوتکې سره بهرنيو ځواکونو د گدن په اندازه مرسته ونکړه څوځلې پيلوټ له بهرنيو ځواکو نونه غوښتي ووچې په بګرام کې  دکښيناستو اجازه ورکړي خو اجازه ورنکړل شوه هماغه وو چې الوتکه وغورځېده او مړي يې د لېوانو خوراک شول.

بل به راشودې ته چې ښاغلي ولسمشر څومره واک لري؟ دي خو د بهرنيو د جاسوسانو ، دمخدره موادو قاچاقچيانو د نومونو درسوا کولو توان نه لري، آن تردې چې د يوه مُجرم جګړه مار د نيولو ځواک ده سر نشته، دا چې بهرني ځواکونو زموږ په سلهاو خلک په هوايي بمباريو کې له منځه وړي ، هغه خو پر ځاى پريږده.

همدا اوس  دافغانستان ځمکه و آسمان د پرديو تر ولکې لاندې دى ، همدا اوس امريکا غواړي ، چې د همدې ځمکې او فضا نه په ګټې اخستو سره د لغمان – نورستان قراقُرم تر چترال ګلکت او دپامير پورې لارې قير او په دې وسيله د افغانستان د پامير ښکر چې له چين او پاکستان سره سرحد لري، د شانګ هاى دپيمان  او منځني آسيا د هيوادونو د ځپلو لپاره چمتو کړي او هغه افغانان چې همدا اوس له دې لارې نه   جهادته دچمتووالي لپاره د چين سنکيانګ ايالت( چيني ترکستان) ته په کډه دي، مخه يې ونيسي.

همدا اوس دې مجاهدينواو طالبانو سره ډېره نوې چينايي وسله په لاس کې ده ، چې څو چنده د افغانستان داردو په پرتله ځواکمنه او نوې ده.

ښاغلي ولسمشر په دې اوس پوه شوي چې امريکا نه غواړي چې افغانستان هوايي پوځ ولري او هم نه غواړي چې افغان اردو له ٤٠٠ متره لري واټن وولي.

 

په اقتصادي برخه کې هم ولسمشر ډېر لږ واک لري حتى د بهرنيو مرستې پرته له دې چې دى خبر شي ، په سلو کې اتيا د اقتصادي مافيا په لاس کې پريوځي .

هغوى مزې چړچې پرې کوي او خلکو ته يې يواځې شل په سلو کې رسيږي، خو پخوا په اقتصادي برخه کې بهرنۍ مرستې که څه هم ډېرې کمې وې ، د کوپون اوکوپراتيفونو له لارې بېوزلو خلکو ته رسېدې، لکه اوړه ، غوړي، بوره، چاى، صابون، تکه، ګيلاس، کلوشې او ان تر دې چې د يوم لاستي خو په کوپون کې راغلل.

ښاغلى ولسمشره! که ته اوس د خپل دواک په ګدۍ پاتې کېدو باندې ټينګار وکړې، له يوې خوا به دې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي وي او له بلې خوا به   جاه طلب وګڼل شې.

تا بايد شپږ مياشتې مخکې د بهرنيو ځواکونو په عامو خلکو د بمبارۍ له وجهې استعفى ورکړې واى، ترڅو هغو کسانوته چې تاسو ته يې رايه درکړې وه،   يو څه عزت پاتې واى، دلته په دې هېواد کې بهرنى ځواک خپلو ګټو ته وفادار دى، اوس ثابته شوه، چې ترهګرۍ سره مبارزه يوه تشه پلمه وه.

دوى غواړي چې د اوبو په خړولو سره دا پلمه نوره هم قوي او ځواکمنه کړي.

عبدالرووف ليوال حسين خيل

ايميل  : raoufliwal@yahoo.com

 

 


بالا
 
بازگشت