‏((‏‏‏میرخیل))

 

متحده ایالتونو اومتحدینو یی  شرمېدلې ماته و خوړه

 

دمتحده ایالتونو چی په نږدې راتلونکی کې به انشاالله   نامتحده ایالتونه شی نوی ولسمشرښاغلی بارک اوباما په خپله لومړنۍ رسمی وینا کې ویلې چې دی به  داسلام اوتروریزم په وړاندې جګړې نورې پای ته رسوی له همدې کبله یی دګوانتانامو دزندان دتړلو او په هغه کې  دمحکمو دځنډولو حکم ورکړی دی . امریکایی لاس انجلس تایمز ورځپاڼې لیکلی چی اوباما دڅو ساده خبرو په ویلوسره دڅلوروجګړو دختمولو خبره کړې چې یوه یی له اسلام سره جګړه ده  ده ویلی سره له دی چی له اسلام سره موږ کومه رسمی جګړه نه وه اعلان کړې خو افغانستا ن اوپه تیره عراق کې زموږ کړنو مسلمانان په دې پوه کړل چی دا جګړه له اسلام سره جګړه ده.

خو بوش په وخپل وخت کې له اسلام سره جګړه اعلان کړې وه او روانې جګړې یی صلیبی جګړې بللی وې.

دلته پوښتنې رامېنځته کېږی چی متحده ایالتونه دا جګړه ترکومه ځایه ورسوله ؟ آیا په جګړه کې بریالی شوه که یی ماته خوړلې ؟ په انتخاباتو کې دیوه تورپوستې بری چی دبدلون شعاریی ورکاوه  دامریکا دخلکو طبیعی غوښتنه وه اوکه مهالنۍ اړتیا؟ بوش خپله دوره بریالی پای ته ورسوله که ناکامه ؟ متحده ایالتونه نورهغه پخوانۍ اقتصادی اوپوځی زبرځواک دی اوکه نه ؟ ایا مسلمانان په جګړو کی بریالی شول او که امریکا انسانیت ته مخه کړی اونور یی له وحشی توبه لاس واخست؟ دا اونورې ډېرې پوښتنې شته چې ځوابونه یی ډیر روښانه دی اوهغه دامریکې په بشپړه ماته او دمسلمانانو په بری کی خلاصه کیېږی.

 متحده ایالتونه اومتحدین یی الحمد لله له اسلام سره په جګړه کې مات شول  دوی ولیدل چی مسلمانان داسارت له ژوندانه نه مړینه ډېره خوښوی دوی ولیدل چی دمسلمانانو مقاومت ددوی په مقابل کې دومره ځواکمن دی چی ددوی پوځی اواروایی پوهانو یی کله هم وړاندوینه نه وه کړې دوی په خپل ټول پوځی ځواک سره داسی مقاومت دځان په وړاندې ولید چی کله یی تصور هم نه کاوه مسلمانان له خپلو سرونو تیر شول او له ټانګ توپ ، بم اواوسپنیزو پنجروسره یی خپلې غوښې وجنګولې اوپه هېڅ صورت کی دښمن ته تسلیم نه شول .

دمتحده ایالتونو په ټاکنو کې دیوه تورپوستی بری بی له شکه چې دامریکې دخلکو دغوښتنو معمولی اوطبیعی بهیر نه وو بلکې له مسلمانانو سره په جګړه کی له ماتیدووروسته دوی غوښتل چی نور ځان له دې جګړې نه وباسی اوداپرته له انقلابی بدلون نه په بله توګه نه کیده نو ځکه امریکاییانو په غیر طبیعی توګه یوه تورپوستی ته چې دبدلون شعار یی خپل کړی وو رایه ورکړه چی دوی له جګړې نه خلاص کړی اوددوی اقتصادی وضیعت بیرته سم کړی. اوله دی سره دامریکې خلکو دبوش اودده لارویان نورله ځانه لری کړل ، هیره دی نه وی چی همدا څوکاله پخواهم په امریکې کې ټاکنې وشوی اوبوش په دوهم ځل رایه وګټله هغه وخت ډیری هغو  امریکاییانوچې غولول شوی وو فکرکاوه چی بوش له اسلام سره په جګړه کی ترنورو ولس مشرانو زړه ور وو اودوی به ژر دبوش له لاری دعربی ملکونو اومنځنی ختیز اومنځنۍ اسیا سیاسی اواقتصادی واکداران شی خو دمسلمانانو مقاومت اوشهادت غوښتنې دوی ته وښوده چی په دی خلکو بری ستونزمن اوناممکن دی ځکه که دوی نورهيڅ هم ونه لری اوهرڅه تری واخلو نوبیا په زندان کې به هم دډوډۍ ورکولو په وخت کې زمو ږ لاسونه راماتوی او  یا په بله ځای کی که هیڅ هم ورسره نه وی  نو په  خپلو بوټانو به مو ولی . اویا به مو دخپلو غوښو اوځانونو په فداکولوسره موږ ته تاوان رسوی.

دمتحد ایالتونو ډیری اوسیدونکی اوددوی متحدین نور پوه شول چی اقتصادی یی پرځای ددې چې دعراق اونوروعربی هیوادونو په تیلو او دمنځنۍ آسیا په زیرمو لابډای شی مخ په زوړی دی. نوځکه یی بوش اوپلویانو ته رایه ورنکړه اوکه چېری بوش بریالی شوی وای نو څرګنده ده چی امریکایانو به بیاهم دبوش تګلاری ته رایه ورکوله اومزو چړچو په تمه به یی ښکېلاک چلاوه.

بله خبر چی باید له یاده یی ونه باسو هغه داده چې  دغه دبشری حقونو مدعیان په خپله خوښه په خپلو بشری تیریو اعتراف نه کوی بلکې دوی اوس دی ته اړشوی چی ووایی موږ ظلم کړی اوخلک مو نارواځورولی ځکه دوی پوه شول چی نور په زور اوشکنجې سره نه کېږی مسلمانان تراغیزې لاندې راولو بلکی باید بیرته پرهغوی لاس راکښ کړو اودبل مناسب فرصت په فکر کې شو.

اودې پوښتنې ته ځواب چې په دې جګړو کې څوک بریالی شول ډیر آسانه برېښې اوهغه دادی چی مسلمانان بریالی شول او داهم دبوش له برکته چې  دخپلوخلکو اصلی څیره یی بربنډه کړه او په یرغلونو ، زندان اچولو ، بمباریو، په سپو خوړلو، دزندانیانو په لوڅولو هغوی ته په بېرحمانه اوله انسانی چوکاټ نه وتلی په شکنجه ورکولو سره یی ... نه یواځی مسلمانان راويښ کړل چې ددوی اصلی څېری اوموخې یی وپېژندلی بلکې نورهغه انسانان چی حداقل انسانی خوی اورحم ورسره شته هم په دې پوه کړل چې دا ډول خلک څه ډول اصلی څېره لری. اومسلمانان یی پر دی پوه کړل چی ددوی په وړاندې څومره کرکه اونفرت موجود دی. او له دښمن سره یی په مقابله لاس پوری کړ چې دایتلافیانو سره په تش لاس کلکه جګړه اونه تسلیمېدل  یی دثبوت بېلګه ده، له بده مرغه یو شمېر ناپوه کسان اوداسلام ددښمنانو په تبلیغاتو غولیدلی کسان به  به پورتنی خبری افراطی اوپه اصطلاح تندلارې وبولی خو ولی؟؟ ایا مسلمانانو په نورو تیری کړی چی موږ ته افراطی خطاب وشی ایا دمسلمانانو پوځونو خلک داسی شکنجه کړی لکه ددوی دښمنان یی چی کوی ؟ ایا موږ دخپلې دفاع حق نه لرو چی په خپلو ملکونو کی اجنبیانو ته وخت ورنکړو ؟ آیا مسلمان به دومره بېرحمه شی چی خپل اسیر لوڅ لغړ کړی اوبیا سپیوته غږ کړی چی  پر زندانیانو جنسی تیری وکړی څه ډول چې دابو غریب په زندان کی  اونورو ځایو کی شوی اومستندې خبرې دی اوکوم تبیلغ نه دی، ایا مسلمان به په جګړه کې دمقابل جانب په ښځو بوډاګانو اوماشومانو تیر ی وکړی اودوی به پرته له کومې ګناه نه په سپو وداړی څرګنده ده چی نه اوکه کوم مسلمان داکاروکړی بیا نو هغه دخپل دین ددایری په چوکاټ کې داکارنه کوی خو اوسنییو ایتلافینو همدا کارونه کړی نو تاسو ووایی چی څو ک ترهګر اوتند لاری او بېرحمه دی؟

وروستی پېښې اوبدلونونه داجوتوی چی متحده ایالاتونو اومتحدینویی کلکه ماته خوړلې سره له دی چی دوی هغه پټوی خو لمر په ددو ګوتو نه پټېږی ، له عراقه نه په تېښته شوی او افغانستان ته په دې تمه نورعسکر لېږی چی ګواګی دخپلې سوکاله وتو اودماتو داغیزو دلږوالی  زمینه مساعده کړی او خامخا به دوی ماته خوړله ځکه دا دخدای قول دی چی وایی: وقل جا الحق وذهق الباطل ان الباطل کانه ذهوقا. اوپه بل ځای کی فرمایی چې-  وانتم الاعلون ان کنتم مومنین.

خو داماته له بشپړه شوې نه ده مسلمانان دی په دې پوه شی چی ((خم خم رفتن صیاد ازبهر شکارکردن است)) دښمن په بل ډول غواړی خپلې موخې لاسته راوړی اوباما داسې سړی هم نه دی چې ګواګې مسلمانانو ته بی ګټې په زړه کې وی هغه یو مرتد دی چې اوس عیسوی شوی اوامریکا کې دی پوست ته څوک آسانه نه شی رسیدلی هغه ډېرې آزموینې تیرې کړی او امریکاییانو ته ښه داعتما د وړکس دی ، مسلمانان دی په دی نه غره کیږی چی نوره نو خبره خلاصه شوه اوموږ بریالی شو په اصل کی خو مسلمان په هرحال کی بریالی دی یواځې هغه وخت ناکام دی چی دی تسلیم شی او دخپل دین له امر نه مخ واړوی نور که دی په پوځی اړخ کی پرمختګ ولری که یی نه لری په دواړو حالاتو کې بریالی دی که دښمن څومره ځواکمن وی خو چی دی دالله په لارسیخ وی بریالی دی که شهید وی که غازی وی اوکه په ستونزو اوزندانوکې بریالی دی . خو اوس لاډېر په کاردی چی دغه دنجات بېړۍ په بشپړه توګه باید دبری تر ساحله ورسېږی.

 

 


بالا
 
بازگشت