اداري  انفلونزا او كه خوګي انفلونزا؟؟

 محمد حسن حقيار

haqyar@gmail.com

 

   اته كاله وړاندې د حامدكرزي په مشرۍ د نوي حكومت له جوړېدو سره جوښت   افغان ولس  او نړيوالو ته داهيله پيداشوه له دې كبله چې دده حكومت پراخ بنسټه دى ،تكنوكراتان ،بيوروكراتان ،مجاهدين ،قومي مشران ، ملي ډلې او ....پكې ګډون لري او ترشايې  بهرنۍ نړۍ ولاړه ده ،هغه هېوادونه يې ملاتړ كوي ،چې پخپله ديوپياوړي او له فسادڅخه دخلاص نظام خاوندان دي ،نو ښايي چې دا نظام به له هرډول فسادڅخه خلاص وي ،قانون به حاكم اومتخلفين به يې منګولوته وسپارل شي ،خوله بده مرغه چې دهرې ورځې او هرې مياشتې په تېرېدو دا ناروغي  زياته شوه  اوخبره دېته راورسېده چې نن دې ناروغۍ د دولت هر رګ ته سرايت وكړ،ټوله اداره ناروغۍ  اخته اودادى  درد اواغېزيې بهرنيوته هم ورسېد.

 

 كه څه هم بهرنۍنړۍاوس له خپل بام څخه واورې اړوي او غواړي چې په ا  فغانستان كې  دروان كړكېچ  ،او ناوړه حالت ټو له پړه پرافغان دولت   او په ځانګړې توګه پركرزي ورواچوي خو حقيقت دادى  چې دوى هم دافغانستان دروانې تراژيدۍ مسؤولين دي او  له حاكم جريان سره په ټول مسؤوليت كې شريك دي .

 ډېرافغان كارپوهان باور لري لكه څرنګه چې خوګي انفلونزا ( زكام  )افغانستان ته له غرب څخه راغى همداراز  داداري انفلونزا په راوستلو كې هم دوى ډېر لاس لري .

په افغانستان كې د اداري فسادله تورم سره هغه چاډېره مرسته وكړه  او حكومت يې  داداري مافيامنګولو ته وسپاره چې يوځل په همدې جرم له افغانستان څخه وتلو ته اړ وېستل شوي وو. او په افغانستان كې يې ډېره بدنومې مخينه اوناوړه ريكارډ درلود چې داډله هم دبهرنيانو  پر اوږوافغانستان ته راغله .

 دوزيرانو په كچه ډېر هغه كسان چې په اداري فساد كې لاس لري  ددوى لخوا راوستل شوي او پركرزي په زوره تپل شوي دي، همداراز يواځې  افغان دولت په فساد كې ككړ ندى  ، بلكې له افغانستان سره مرسته كوونكي هېوادونه اوموسسات هم له دولت څخه په فساد كې كم ندي . دوى له هم له غواڅخه غدودى نه لګوي او اتياسلنه مرستې يې په دروازه راننوېستې اوپه دېواله يې بېرته واړولې .

 

په افغانستان كې اداري انفلونزا دې حد ته ورسېده چې ټوله نړۍ ورسره نا ارامه شوه او دافغانستان په قضيه كې ښكېل اړخونه اړشول چې آن څوكاله وړاندې يې په افغانستان كې  دمخنيوي غږ پورته كړي ،خو داسې ښكاري چې افغان حكومت اوپه ځانګړي ډول ښاغلي كرزي پرې غوږونه كاڼه كړيدي ،   دايقيني ده چې دې ناروغۍ نور، هم  دافغانانواو هم دنړيوالوحوصله راتنګه كړېده، اوس چې دښوخاطرو دنه درلودلو برسېره( دحكومت او دټاكنو  دكميسيون په وينا)، ولس ښاغلي كرزي ته يوځل بيا رايه وركړه اوپرده يې دپنځو نوروكالو لپاره هم باور وكړ نودايې پدې هيله وركړې چې ددوى هېواد او دوى ژوند وژغوري . نو دده لومړنى ګام بايد هم داوي چې دفساد پروړاندې بېړنۍ او هراړخيزه مبارزه وكړي اوداځل دفساد پرخلاف  رښتونى جهاد  پيل كړي. نن دفساد پرضد جهاد ته تر بل هر وخت ډېره اړتياده ،فساد افغان ولس، افغان دولت اود افغانانو پاك حريم نوم بدى  كړى دى او دنړيوالو پروړاندې يې ددوى باور له صفرسره ضرب كړ .

اوس افغانستان په نړيواله كچه  داداري درغلۍ په ډګر كې څلورم ځاى لري .چې په رښتيا هم داژړوونكى حالت دى .

نن كه بهرنۍ نړۍ په افغانستان كې دفساد خاتمه غواړي او پدې اړه افغان دولت ته مشورې   وركوي او ګواښ ورته كوي كه څه هم  له ديپلوماتيكي پلوه په يونورمال هېواد  او  يونور مال  حالت كې داكار دنورو په چارو كې لاسوهنه ګڼل كېږي   خوافغان دولت ته بهرني مشوره وركوونكي  ځان په حقه بولي  ځكه چې هغوى اوس له افغانستان سره خپل برخليك  تړلى بولي ،دلته كه فساد ،اختلاس او اختلاف وي نو حكومت به هم ورسره كمزورى ،منزوي او دملت له ملاتړ څخه بې برخې وي  اوكوم دولت چې له ولسي ملاتړه بې برخې وي ،دهغه بقا سخته  څه چې ناشونې ده ،په ځانګړي ډول دافغانستان په څېرهېواد  چې همدا اوس دجګړو ډګر دى او مخالفين هم پكې غښتلي دي ،دلته كه څوك دهردليل  له مخې  له دولت څخه لېرې كېږي نو معناداچې له مخالفينو سره يوځاى كېږي  اوهغوى پياوړي كوي ،دمخالفينو پياوړي كېدل دناټو،ايساف ،ائتلاف او افغان حكومت دماتې په معنى ده  نو ځكه بهرنيان په افغانستان كې اداري انفلونزا له خوګي انفلونزا څخه كم خطره  نه بولي.

اوس چې افغانستان يو نوي پړاوته ننوځي  دپردې پرمخ نوې ټاكنې وشوې ،نوى ولسمشر وټاكل شو،دنوي حكومت اونوې كابينې پرجوړښت كار روان دى نو كه ښاغلى كرزى په رښتيا هم دافغانستان جوړښت غواړي  او د اداري فساد ختمولوته ژمن اوهوډمن وي نو همدا ډېرښه چانس دى چې مفسد  ،په سياسي ،اداري اواقتصادي ايډز اخته چارواكي له دندې ګوښه اوپرځاى يې مخلص، دينداره ،سياسي او اداري تقوا لرونكي متخصص اوكار پوهه اشخاص وګوماري پدې اړه دې تر هر سياسي او شخصي مصلحت ملي مصلحت لومړى وګڼي ،حكومت بايد داځل دمصلحتونو ،سازشونو او فرمايشونو پربنسټ جوړنشي.

دولت بايد له صحنې څخه له وتونكيو چارواكيو سره  روڼ ،بې پلوه او رښتونى حساب وكړي،خاينان دې محكمې ته معرفي اوملي شتمنۍ دې ترې ضبط او له ناروا لارو تر لاسه كړي جايدادونه دې يې مصادره كړي.

لكه څنګه چې دخوګي انفلونزا دكنترول او مخنيوي لپاره  ددې ناروغۍپه ويرس  ككړ اشخاص قرنطين كېږي  نو د اداري او سياسي انفلونزا دمخنيوي او كنترول لپاره هم  بايدداناروغان په زندان كې قرنطين او دپړسېدلي   بدن علاج يې وشي .

لكه څنګه چې حكومت  دخوګي انفلونزا دكنترول لپاره  اضطراري حالت اعلان كړ . همداډول دې  داداري انفلونزا  دكنترول لپاره هم اضطراري حالت  او عمومي جهاد اعلان كړي ، او  له هر اداري كافر سره دې په دنيا كې حساب او كتاب وكړي. 

حكومت بايد نه يواځې د اداري فساد ،بلكې دسياسي ،اخلاقي او كلتوري فسادمخه هم ونيسي ،افغانستان نن سبادسياسي ،اخلاقي اوكلتوري فساد له وباسره هم    دومره مخ دى چې ښايي دافغانستان  تاريخ به يې سارى ونلري  . ددوى مخنيوى هم ډېر اړين دى.

په ملي او بين المللي كچه دافغانستان دبايللي  اعتبار دترلاسه كولو لپاره بايد قاطع اوپرېكنده ګامونه واخستل شي .

كه پرېكنده او جدي اقدام نه وي نو تردد،تذبذب اوكاذب مصلحتونه پالل افغانستان لاهم خرابوي. او خداى مكړه  هېواد او هېوادوال به مو له داسې غميزې سره مخ شي چې كنترول او مخنيوى به يې ډېرې ستونزې او ډېره لويه حوصله وغواړي اوتېرو جګړو او درپه دريو افغانان له حوصلو هم خلاص كړي دي  .  

 

 

 


بالا
 
بازگشت