په کابل کې دسيکي لوبې لر غو نتوب

 

نيمه پيړۍ وړاندې هغه وخت چې دکابل ښارکوچنى ا و دسپورت بهرنۍ نړيوالې لوبې لکه – کاراته ،کانګفو ،ژيدو،کرکت ،هو شوا  چانه پيژاندې نو  دهغه وخت لر غونې لو بې  غيږنيول ،اوزلوبه ،توپ ډنډه ،دند ه کيلک –تيږه اچول ،فوتبال ، واليبال ، نښه ويښتل او داسې نورې لوبې وې چې په کابل کې ترسره کيدې ددې تر څنګ دژمي په پاى کې کله چې دو اورې مخ به سر(سرجه )وينو  نو سيکي يا کنګل لو به هم دود وه ،چې دا لو به ،به دژمي په آخرو ورځو يانې دکب دمياشتي له ١٠ مې ، دوري دمياشتې تر لمړۍ پورې کيدله ،  په هغو کلونو په کابل کې ډيره واوره  وريدله چې له امله به يې،دزوړ کابل   کوڅې لکه –سراجي –خيابان –چار چته –سک بچا –سردار جانخان –شور بازار –علي رضا خان –ريکا خانه –هندو ګذر –سنګ تراشي –کاه فروشي،تخته پل،باباخودي،پخته فروشي او نو رې له واورو دومره ډکې شو ې چې دواورو د غونډ يو له سره نه به دودانيو دوهم پوړته لاس رسيدو په همدغه  کلونو کې دملا بزرګ (واصل اباد ) لمنه او دکورغ غره په لمنه چې اوس غصب او (شهرک حاجي نبي ) په کې جوړشوى ده، کنګل لوبه (سيکي )  کيد له ، اوس به راشو دې ته چې دا لوبه څنګه تر سر ه کيده !

دتوت يا دغوزانو دونې له غټ هډنه به داسې د بيړ ۍ په څير ټټو(اس )جور شو چې يو يا دوه تنه به  پرې  سپريدل  دټټو شکل به د يوې کوچنۍ بيړ ۍ په څير و چې لاندې برخه به يې محد ب شکل در لود ،دټټو سر کې به دتر کاڼ له خوا يو سورى جوړ شو چې په دې سوري کې به يوه رسۍ تړل کيده ،دارسۍ ددې لپاره وه ،چې کله به ټټو وان پرې سپريده نو ددې په واسطه به يې  د ټټومسير اداره کاوه اوټټو به يي له خنډ ونو(تيږو) ځينې بچولو ،ددې غرو په لمنو کې به په سلها ووځوانان دګهيځ پر مهال په هغو ورځو کې را غونډيدل چې دواورې مخ به سر (سر جه )نيولي وه –شور او زوږ به را پورته و ،هيا هو  ي او خوشحالي به وه ،خو چيغې او خندا به هغه وخت لا نورې ډيرې  شوې کله چې دچا ټټوبه چپه شو او ټټو وان به په واوره کې ننوت ،دې لوبې به دورځې تر هغه وخته دوام کاوه ،چې سـر (سرجه )به مات شو او ټټو به واوره کې ننوت –

   

             (عبد الرووف لېوال حسين  خيل )

 


بالا
 
بازگشت