حميد عبيدی

د کانکورآزموینو په درغلیوکې لوی مافیایی ګروپ لاس لري

د  تیرو څو کلونو راپدې خوا د کانکور په آزموینو کې  درغلي هغه ستونزه ده ،چې ګن شمیر ځوانان یې اندیښمن کړي دي .

 د کانکور په آزموینو کې ګډون کوونکي وايي چې دکانکور د آزموینو په درغلیو کې یو مافیایي ګروپ لاس لري او هر کال  سلګونو تنو ځوانانو ته  د آزموینې پرته د لوړو زده په موسساتو کې دزده  کړو زمینه برابروي .

که څه هم هر کال ځوانان د کانکور په آزموینو کې د درغلیو یادونه کوي ،خو تر دې مهاله هم دغې ستونزې ته د پای تکی نه دی کیښودل شوی .

تر هغه مهاله چې د غه مافیايي ګروپ ونه نیول شي د کانکور د درغلیو ستونزه به هواره نشي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي هم  تیرو کلونو کې منلې دي چې د کانکور په آزموینو کې درغلي شتون لري ،خو هغوی تل ټینګار کړی چې ددرغلیو د مخنیوي په موخه د هر کال په تیریدو سره د لوړو زده کړووزارت توان زیاتیږي .

دو کاله وړاندې د لوړو زده کړووزارت د کانکور د آزموینې سیسټم ته یې بدلو ن ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ددغه سیسټم په پلي کولو سره تر دیره بریده د درغلیو مخه نیول کیږي ،خو له بده مرغه چې تر دې مهاله هم د درغلیو مخه نه ده نیول شوې .

په آزموینه کې د یو کس په ځای د بل چا ګډون ،د ګډون کوونکي عکس ته د کمپیوتر په ډیټابیس کې بدلون ورکول ، د پیسو په بدل کې یو شمیر ځوانانو ته پرته له آزموینې د لوړو زده کړو په موسساتو کې د زده کړې د زمینې برابرول د هغو ستونزو څخه دي چې تل د کانکور د ګډون کوونکو لخوا پرې نیوکې شوې دي .

پوښتنه دا ده چې ولې دغه مافیایي ګروپ چې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي هم ورسره لاس لري نه نیول کیږي ؟

په تیرو کلونو کې د لوړو زده کړو وزا رت چارواکو ویلي وه ،چې د دغه وزارت یو شمیر کارکوونکي یې د کانکور په آزموینو کې  د درغلیو په تور نیولي دي .

 دا خپله په ډاګه کوي چې د کانکور په آزموینه کې په لوړو کچه یو مافیایي ګروپ لاس لري او هر کال د نوموړي وزارت د یو شمیر کارکوونکو په مټ سلګونو تنو ځوانانو ته په نا قانونه توګه د زده کړې زمینه برابروي .

که څه هم د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د کانکور د نوي سیټسم په مټ یې د درغلیو ټولې لارې چارې بند کړي دي ،خو لیدل کیږي چې اوس هم د کانکور په آزموینو کې درغلئ شتون لري .

د نوموړي وزارت چارواکي وايي چې د کانکور په پخواني سیسټم کې د درغلي شونې وه ،خو د نوي سیسټم په کارولو سره هیڅ څوک نشي کولی چې د بل چا پر ځای آزموینه ورکړي او یا د پیسو په بدل کې یو شمیر ځوانان پرته له آزموینې پوهنتونونو ته کامیاب کړي .

زه په دې باور یم تر څو چې دغه مافیايي ګروپ ونه نیول شي او د قانون منګلو ته ونه سپارل شي د کانکور د درغلئ ستونزه به هواره نه شي .

بی له شکه چې د کانکور د نوي سیسټم په کارولو سره تر یوې اندازې پورې د درغلیو مخه نیول شوې ده ،خوتر هغې کچې پورې چې تمه کیده د درغلیو او لاس وهنو مخه نه ده نیول شوې.

 که چیرې د لوړو زده کړو وزارت په هغو څانکوکې چې د کانکور په برخه کې دندې تر سره کوي رښتوني کسان ونه ګمارل شي د درغلیو مخه به ونه نیول شي.

په وار وار سره مې داسې کسان لیدلي دي چې د کانکور د آزموینې لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی ،خو نه دي توانیدلي چې   خپلو خوښو پوهنځو ته بریالي شي.

ددغو ځوانانو  پر ځای هغه کسان ښو پوهنځیو ته بریالي کیږي ،چې د کانکور مافیایي ګروپ ته نغدې پیسې ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو او یوشمیر لوستونکو ته به  زما خبرې د منلو وړ نه وي ،خو زه دا په ډاګه ویلی شم چې  د طب ،انجنیري ،حقوق ،ژورنالیزم او اقتصاد پوهنځیو ته  داسې کسان هم بریالي کیږي چې املا هم نلري .

دا خپله په ډاګه کوي چې دغه کسان د کانکور د مافیايي ګروپ په مټ پوهنتونونو ته لاره پیدا کوي پوهنتونونو ته ددغو کسانو بریالي کیدل  دهغو ځوانانو سره لویه جفا ده چې شپه او ورځ د کانکور د آزموینې لپاره چمتوالی نیسي خو په پای کې بیا د هغوی پر ځای داسې کسان ښو پوهنځیو ته بریالي کیږي چې یو ساده  عریضه هم نشي لیکلی.

زه په دې باوریم تر هغه پورې چې د کانکور مافیایي ګروپ ونه نیول شي او د قانون منګلو ته ونه سپارل شي د کانکور د آزموینې سیسټم که هره څومره شفاف شي بیا هم د درغلیو مخه نه نیول کیږي.

ددغو کسانود پیژندنې لپاره  ساده لاره دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا یو پلاوی وتاکل شي تر څو  د هغو کسانو په هکله څیړنه  وکړي چې په لوړو نمرو سره ښو پوهنځیو ته لاره پیدا کوي .

ددغه څیړنې په پای کې به په ډاګه شي چې کوم کسان په خپل لیاقت سره بریالي شوي او کوم کسان د لاسوهنو او درغلیو په ترڅ کې بریالي شوي دي .

زه باور لرم هغه کسان چې د درغلیو له لارې پوهنتونونو ته لاره پیدا کوي یوازې د ډیپلوم د اخیستلو په فکر کې دي او د پوهنتو ن د لوست د پای ته رسولو وروسته هم ټولنې ته د خدمت جوګه نه ګرځي.

 

 


بالا
 
بازگشت