حميد عبيدی

د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه پاى ته رسيدونکې مسئله

 

دتيرو څو اونيو راپدې خوا د نړيوالو ځواکونو د بريدونو  له امله شاوخوا ٧٥  تنه  ملګي وګړي وژل شوي  او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د هيواد په بيلا بيلوسيمو کې د ولسي وګړو وژنه يو ځل بيا د ګڼو افغانانو انديښنې راپارولي دي .

که څه  هم  افغان دولت په وار واره سره   له  نړيوالو ځواکونو  غوښتي دي ،چې د خپلو عملياتو په ترڅ کې د ملکي وګړ و د وژل کيدو مخنيوي وکړي ،خو له بده مرغه  چې  تر د هرې ورځې په تيرو يدو سره  دملکي وګړ و وژنه   زياتيږي .

په افغانستان کې دناټو لوی قوماندان جنرال ستانلي مک کريستال د نړيوالو ځواکونو د بريد په ترڅ  کې  د دملکي  وګړو  د وژل کيدو له امله د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ولس ځخه يې بخښنه وغوښته  .

د رپوټونو په اساس د تيرو دريو اونيو راپدې خوا په  هلمند ، کندهار ،ننګرهار او دايکندي  ولايتونو کې د نړيوالو ځواکونو د بريدونو په ترڅ کې  ٦٣ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .

مک کريستال ويلي دي  چې  دى  دناټو ځواکونو  دلوی قوماندان په توګه به له خپلو ټولو هلوځلو څخه کار واخلي چې ددغه شان تيروتنو مخه ونيول شي .

حامدکرزي  هم  د نړيړالو ځواکونو د  بريد ونو غندنه وکړه او ويې ويل چې  دملکي وګړو مرګ ژوبله له تروريزم سره دموثرې مبارزې په لاره کې يو ستر خنډ دی، دا لړۍ باىد  پای ته ورسيږي.

ولسمشر  يوځل بيا دناټو او افغان ځواکونو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وکړ او داکار يې دملکي خلکو دسردزيان دمخنيوي او له تروريزم سره د ګټورې مبارزې په لاره کې ضروري اومهم وباله.

همدارنګه د افغانستان د بشر د حقوقو خپلوا ک کميسيون هم   د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي وګړو وژنه يې غندلې  او د نړيوالو ځواکونو ځخه يې غوښتي دي تر څو په خپلو عملياتو کې دقيق ووسي او د ملګي وګړو د وژل کيدو مخه دې ونيسي .
د کميسيون چارواکي وايي  كه څه هم  دوي په افغانستان كې ملكي مرګ ژوبله په وار وار سره غندلې خو بيا هم په دې برخه كې ښكيلو ډلو د دوي اعتراضونو ته غوږ نه دی نيولې.

که چيرې وضيعت دا ډول دوام وکړي او د ملکي تلفاتو مخه ونه نيول شي  د دولت او خلکو تر منځ به    ورځ په ورځ    فاصله زياته شي .

يوازې په خواشيني توب او خبرو دغه ستونزه نه هواريږي ،د افغانستان حکومت  مکلفيت لري تر څو په دې هکله  د نړيوالو ځواکونو سره په جدي توګه خبرې وګړي او د هغوي ځخه په کلکله وغواړي چې د ملکي تلفاتو  مخنيوي وکړي .

که چيرې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو کړنو ته پا م  وکړو تر ډيره بر يده پور ې دوي په خپلو کړنو کې  ناکام دي ،ځکه چې  تر دې مهاله  د افغان او نړيوالو ځواکونو تر منځ يو هماهنګي شتون نه لري  او تل  ددوى په خپل سر عمليات ددې لامل شوى چى  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي

تل ليدل شوي دي چې نړيوال ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو سره  ژمنه کړې ده ،چې  خپل عمليات د افغان ځواکونو سره په ګده همکاري  پيلوي او تر ديره بريده د ملکي تلفاتو مخه نيسي ،خو په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي .

بې له شکه   تر هغه وخته پورې چې  د ملکي وګړو د وژل کيدو مخه ونه نيول شي  د نړيوالو ځواکونو او خلکو تر منځ  رامنځ ته شوې  فاصله په لا هم زيات شي .

پوښتنه دا ده ، که څه هم  نړيوال ځواکونه پوهيږي  چې  ملکي تلفات  د خلکو بې باوري ددوي پر وړاندې  زياتوي  نو ولې د ملکي  تلفاتو مخه نه نيسي .؟

نړيوال او افغان کارپوهانو  تل ويلي  دي چې  د افغانستان  د ستونزود حل لپاره باپد نوې لارې چارې ولټول شي.

کارپوهان باوري دي چې  د نظامي عملياتو له لارې  د افغانستان د ستونزو هوارول ډير ګران کار دي .

 د رپوټونو په اساس  د روان کال د پيل څخه تر دې مهاله د انتحاري بريدونو ، بمي چاودنو او نړيوالو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٢٠٠٠ ملکي وګړي وژل شوي دي .

وروسته له دې  په کار ده ،چې افغان دولت د نړيوالو ځواکونو باندې  فشار راوړي تر څو  خپل ټول عمليات د افغان ځواکونو سره په پوره همغږى سره  تر سره کړي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت