څو هفتی وړاندی دکندهار مبارز او مخکښ ژورنالیست محمد یاردجمهور ریس کرزی دنامرده ګوډاګیانو: توریالی ویسا، احمد ولی کرزی، مجید بابی او بی کلتوره ښاروال له خوا وډ بول سو او په ټوله نړی کی افغانانو ددغو تورمخو دغه غیر انسانی کړنه محکومه کړله.

 

 

محمد یاره زما سلام ومنه

 

محمد یاره زما سلام ومنه!

ستا دزخمی بدن بلا واخلمه

ویسا، ولی دی د ملت دښمنان

ددوی دی غبرګ لاسونه مات شی آشنا!

ددوی نه هیڅکله ګیله مه کوه

دوی بی همته په ګیله نه ارزی.

·        

محمد یاره تا ویسا پیژاندی!

هغه چی ستر عبدالصمد یی نوم ؤ.

هغه دمینی او شرف نښه وه،

د ظرافت او شرافت ټوټه وه،

د خپل وطن د محبت سمبول و،

دی د سردار عبدالرشید په کورکی

د نوی فکر یو مخکښ انسان و.

·        

کرزی خو ټوله کندهار پیژنی،

دی خدمتګار و پښت پر پښت دوطن

هو!

هغه ؤ تل پر هر ضعیف مهربان،

هغه هر کله پر وطن ؤ مین،

دی د غلیم د سترګو خار شو یاره

ځکه یی جام د شهادت شو نصیب

ځکه یی نوم اولوی عزت شو نصیب.

·        

خو !

دا دقدرت اوعظمت لیونیان

دا د پیسو او عشرتو مزدوران

دادڅو ورځو د چوکی عاشقان

دا دپردیو ددستور غلامان

زه دهغو پلرو زامن نه بولم.

·        

هم دبا بیا نوپه درانه کهول کی،

چی دفرهنګ او غښتلتوب ځاله وه،

یو د مجید په نامه،

خو نا مجیده، موجود،

کاشکی ای لویه ربه !

تا پیدا کړی نه وای.

·        

دمندیلا نه می  پوښتنه وکړه

چی ای د ډیرو کړاوونو پلاره !

ماته، ته خپل دغه ستر راز ووایه

چی تا له خپلو غلیمانو څخه

دافریقا له دښمنانو څخه

دآذادی له غاصبانو څخه

دخپل کړاو غچونه څنګه اخیستل؟

·        

 ده په کټ کټ خندا جواب راکړ:

ما به هغوی وبخښل!

دوی به تر مرګه شرمیدل،زهیریدل.

 ·        

نو !

ای زما ګرانه محمد یاره آشنا !

ته باید،

       دوی

            وبخښی،

                   که څه هم هیڅکله دوی نه شرمیږی    !!!

 ·        

                                                            بریالی زرګر

لندن

 

د ۳۰۰۹ دجون لومړی نیټه

 

یا دښت:

۱-احمد ولی کرزی دکندهاراو جنوب لویدیځی حوزی دنار کو- مافیا مشر دحامد کرزی میریزی ورور اود عبدلاحد کرزی زوی دی.

۲- ملی شخصیت خدای بخښلی عبدالصمد ویسا دکندهارداوسنی والی پلار دی.

 

 

 


بالا
 
بازگشت